عبدالقیوم

 

زموږغښتلي

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛

دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي:

 

(۲۴)برخه:

محمد ګل خان

     لکه څنګه زموږ د هیواد هر سیمه غښتلي لري، قلات ولایت هم په خپله پراخه غېږه کي دتاریخ به هر مرحله کي د هغې زماني د شرایطو برابرخپل باتور، غښتلي او مېړني روزلي دي. چي د هغو غښتلو او مېړنو له جملې څخه یو هم محمد ګل خان هوتک وو، محمد ګل خان هوتک د اوسني زابل ولایت ( قلات ښار ) په سیوري نوم ولسوالي کي  د سره کاڼ د کلي اوسیدونکی د يار محمد خان زوى دعظمت خان هوتک لمسى وو. محمدګل خان چي د کورنۍ  غړي  یې د غازي محمد ګل خان په نوم را پیژني. 

      د ښاغلي کاندید اکا ډمیسین محمد ابراهیم عطایي په وینا " دوحشتناک استبداد او توطیوعصر، د هولناکه څیره امیر عبدالرحمن خان " دوره وه. محمد ګل خان دهغو مېړنیو،غښتلو ځوانانو له جملې څخه يوازينى له مرګه  پاته سوئ ځوان وو چه د انګریزو د نماینده، امیرعبدالرحمن خان ظالم یوه ورځ د زابل تر غزني  (۴۰) څلویښت تنه مخور پښتانه غښتلي توپونوته وتړل، پر نه دیرش(۳۹) تنو باندي توپونه خلاص سوه  توپونو والوزول خو څلويښتم توپ ته چي محمدګل خان  ورته تړل سوئ وو هغه توپ کار ونه کي معنی دا چي توپ وانه لوزاوه نو پر ده باندي د مستبد امیرعبدالرحمن خان  لخوا حکم وسوو چي جائیداد یې ضبط د خپل اصلي ټاټوبي څخه دي  فرار کړه سي. ظالمو حکومتونو له انګریزانو څخه دا زه کړي وه چي  د ولس په منځ کي زړه ور، غښتلي او مخور سړي باید ووژل سي یا د قوم له منځه و ایستل سي، داسي ځای ته یې ولیږه چي نور یې دخپل قوم  سره یې اړیکي پرې سي.

په دې درد هغه کورنۍ ښه پوهېږي چي د ظالمو په امر یې مشران وژل سوي یا خپل خپلي میني او کلي فرار کړه سوي وي، چي په هیواد کي د دې کورنیو شمېر کم نه دئ، خو د ظالم شاهانو د کورنیو پاته شوني اوس هم کله ناکله د هغو څخه په دفاع کي څه لیکې، واي ښه امنیت وو، هو په هدېرو او محبسو کي تل امنیت وي، څو کونیو ته هر دول امتیاز وي...امیر عبدالرحمن ظالم پوره (۲۱) کاله وژني کولې.

 محمدګل خان د خپل ټبر سر غندوی، د وخت له ظلم سره ټکر، د خپلي ابای میني څخه له خپله کاله  سره د  اوسني روزګان ولایت یوې سمي ګي مهراباد او چارچيني ورته واي هلته جبري فرارکړل سوو، هلته یې هم پر ارامه پرې نښود بيا دهغه ځاى نه یې دبلخ ولایت چمتال ولسوالۍ ته چه  اوس هلته دهوتکو دکلي په نامه کلۍاباد دئ ولېږل سوو، له هغه ځایه په سقاوي کي کندوز ولایت ته ولیږل سوو د کندوز ولايت په د شت ارچى ولسوالۍ نهر جديد دحسن خان هوتک په کلي کي اوسیدئ، څو هلته  یې د فانی نړۍ  څخه سترګی پټی کړي  او په جم کى خاورته وسپارل سوو.

   پدې کار کي وطن پلورونکي امیر عبدالرحمن خپل شیطانی اهداف لرل دغه غښتلي او د هغه سره نورقوم  یې د هزاره وروڼو په څنګ کي میشت کړه څو دوی يې د هزاره وروڼو سره په جنګ اخته کړه. وطن پلورونکي امیر عبدالرحمن د غلجی قوم او هزاره قوم سره خاصه د ښمنی پالل. د ښاغلي محمد ګل خان هوتک د ژوند داستان او په ژوند کي مشکلات خورا ډېر دي ممکن د کورنۍ غړي یې کارنامي په تفصل سره ولیکي. الله دي یې جنتونه په نصیب کړي، نوربیا

 

+++++++++++++++++++++++++++++++

 (23) برخه :

 غښتلی " نـورمحـمد"

   که چېري زما معلومات د خدای بخښلي نورمحمد په هلکه درسته نه وه هیله ده لوستونکي مرسته وکړي څو په ګډه سم معلومات له خپلو خلګو سره شریک کړو. زه دغښتلي نورمحمد له کورنۍ سره پېژندګلوي نه لرم، خو نورمحمد مي له نژدې ښه پېژندئ، له نورمحمد څخه مي اورېدلي وه چي: دپلار او نیک کلۍ مو په کندهار ولایت کي د پنجوایي ولسوالۍ اړوند د خنجکک کلۍ وو. زه لا ماشوم وو، چي پلار مي له خنجکک څخه وکندهار ښار ته په کډه راغئ، تر برونه او  نژدې خپلوان مو د خنجکګ دکلي حاجي امان الله  خان وو.

    په چوڼۍ کي تر استوګن کېدو وروسته نورمحمد ښوونځی ته شامل سوو، نورمحمد ترشپږم ټولګۍ پوري ښوونځی لوستې وه.  بدبختانه چي په هغه وختونو او کلونوکي ښوونځیو مناسب تعمیرونه او ثابت ځایونه نه لرل، زموږ ښوونځیو کافي او مسلکي ښوونکي نه لرل، د درس دورکړي اوزده کړي میتود له مسجده اخیستل سوئ و. د سبق د زده کړو یا دښووني شیوه مسلکي نه وه،  بلکي په وهلو او ټکولو سره پلي کیده.

      سر بېره د ولسونو پر اقتصادي کمزورتیا چي لرلې یې، د یوشمېر معینو کړیو لخوا په ښوونځیو(مکتبونو)او زده کونکو پسي منفی، ناوړ تبلغات کېده، زده کونکو (مکتبانو) یې لڅ سري او نورو بدو نومونو یادول. باور وکړي چي دعام ولس په ذهنیت کي د مکتبي کلمه دیوه لوچک او سپین سترګي په مفهوم سره سوې وه. دغو منفي تبلیغاتودولسونو علاقه له مکتبونو سره کمه کړې وه، شاهي کورنۍ او ټول په واک ورسره شریکو اصلاً د ولس د ذهن دروښنتیا پلان نه لاره، نو ځکه یې د زده کړو(ښوونځیو) د مخالفینو د منفي تبلیغاتو نه داچي مخه یې نه نیول بلکي د هغوی څخه یې همایه کول. هغوی به په ښکاره په مسجدونو کي د ښوونځیو او زده کونکو(مکتبیانو) نومونه په بدو الفاظو یادول  .

    همدا شان په ښوونځیو کي دیوشمېر سرښوونکو او ښوونکو نا سمه رویه له زده کونکو سره. د همزولو په وړاندي د یو ځوانانو (شاګرد) په لښتو باندي وهل، هم ددې سبب کیدل چي یوځوان دخپلو همزولو په مخکي د ښوونکو او سرښوونکو وهلوته ځان کلک کړئ،کرارکرار دهرځل وهلو اوهرڅونه وهلوپه وړاندي به یو شمېر زده کونکو له ځانه مقاومت ښاوه. ښه مي یاد دي څوتنوشاګردانو خو به د ښوونکي اوسرښونکي لخوا دوهلو پروخت یولاس نیوئ، کله نا کله د زده کونکو پښې په پټو یا لنګوته ټینګي ور تړلې دو تنو به د زده کونکي تړلي پښې پوته په کش و نیولې سر ښوونکي یا کوم بل کس به د سروښونکي په امر هلکانو ته دونه وهل ورکړه، چي تر وهلو وروسته به شاکرد پر خپلو پښو درېدلای نسوای. مګر نه به ئې ژړل، نه به ئې ناری وهلی او نه ئې دلاس او پښو د لري کېدو تلاښ کاوه، تر داسي وهلو تېرولو وروسته به هغه شاګردان د نورو همزولو په منځ کي د غښتلو په نوم یادېدل. شروع له همدې ځایه کیدل حتا تر ښوونځی دباندي به یې نوم په ټینګو هلکانو کي یادېدئ. په رښتیا هره ورځ داسي وهل شا ګردانوته ورکول کېده لکه په سرکاری د فترو کي چي تورنو او بندیانو ته ورکول کيده.

  نودغوغښتلو ځوانانو په دغه شان ناوړه حالت کي تر شپږم ټولګی پوري ډېرکلونه تېرول، څوکاله به ناکامه پاته وو،چي بیا یې عمر ډېر او له ښوونځی څخه به خارج کړه سوه. نورمحمد هم په دغه شان تر ښوونځی د باندي کور او کلي کي په ټینګ مشهور سوو.

  د باندي ترښوونځیو بیا څه په عمر مشران پیښګر او معمله ګر ځوانان وه چي حکومتو نوته تسلیم وه. خلګوته ئې ځانونه داسي جوړول چي دوي هم غښتلي دي، دهغوی دانه خوښیده چي په منطقه کي بل داسي څوک پیداسي چي هغه ته د خلګو پام وروا وړي.

   ځکه په هرمحل په خاصه ښاورنو کي د دغسي میړنیو غښتلو ځوانو را پیداکېدنه به د غلو، ازاریانو، با ټکانود کړنوخڼد وه. دغه غټه لنګوټه وال پیښګرو چي د سرکاری د فترو سره اړیکي لرلې یا د هغه وخت په اصطلاح سرکاری جاسوسان وه. د نورمحمد څخه سترګه کیده په رښتیا نورمحمد د دوی د سترګوخار سوو،پیښګر چي دحکومتی مامورینو او د محل له خانانوسره په تفاهم کي به یې غلاوی، وژني  به دوی کولی په سبابه ئې حکومت ته د نورمحمد نوم ورکاوه چي زموږد معلوماتوله مخي دا کارونه دغه ځوان کوي.

    څو نورمحمد د وځله پرناحقه د حکومت لخوا په پیښو متهم او بندي سوو،هر ځل ډېر ووهل سوو او شکنجې ورکړه سوې، یوی خواته به پر نورمحمد د جرم د ثبات اسناد نه وه بل اړخ ته به نورمحمد په وهلو او ټکولوته دونه ټینګ سوو، چي چا فکر هم نه کاوه، هغه تهمت به ئې پرځان نه مانه محکمی ورته یوځل درې کاله دوهم ځل بیا درې کاله قید ورکړه. مانا داچي پر ناحقه د نورمحمد نوم په حکومتي ادارو کي د (متکریر) مجرم په نوم ثبت سوو. نورمحمد د خپل دوهم متهم کیدو او بندي کیدو کېسه ماته کړېده، کوم شیطان چي دی یې حکومت ته پلاس ورکړه، د هغه شیطان نوم نه لیکم، ځکه نورمحمد مړ او د هغه بل کس سره پېژندګلوي نه لرم، خو که یې نوم ولیکم باورلرم کندهاریان یې پېژني.

   په محبسونو کي هغه بندی چي پرحق او یاناحقه د حکومت لخوا په یوه جرم متهم وګڼل سي او نوموړی شخص په وهلویا بی وهلو پرلګول سوی تهمت اعتراف وکړي، دا ومني چي په جرم کي یې لاس وو. په محبسي ژبه (اقراروکړی)، نور هغه ځوان په زندان کي د بندیانو په منځ کي داقراری په نوم پیژنی لوی بندیان خو ئې ځان ته نژدې نه پرېږدي په کوټه ځای نه ورکوي، که چیري کم وخت ئې د چاسره خوله سي، سم د مقابل لوري لخوا دا جمله اوري " ځغله زویه خر اقراری ئې " ته هم اوس خبري کوې؟ دا نو تر څو دی په محبس کي وي په دا شان ترټلۍ له نورو جلا ژوند لري. مکر له محبس دباندي یې بیا څوک څه پېژني، خپلي باټي ولي.

 

       نورمحمد په دوهم ځلی محبس تیرولو پروخت نورهم د ناميتوب هغه لوړمقام ته ځان ورساوه، ټولو بندیانو هغه په غښتلي، ټینګ (دکلکي ارادی خاوند) اوغیرتمند وپیژندئ، په رښتیا نورمحمد په ځان ټینګ، سنګین، دروند نه باټي ویشتونکي سړی وو، نورمحمد د خپل دوهم ځل بندی ګیری پروخت چي عمر یې( د دېرشو او څلوېښتو) کلونو په دامنځ کي وو، د ظالم حکومت له طرف پر ناحقه دیوه شیطان په راپور ونیول سوو، په شپوشپو ووهل سوو، خوهیڅکله یې دا هم ومنل چي د ده نوم نورمحمد دئ. په سیالي سره د حکومت هر ظالم غوښتل په نور محمد اعتراف وکړي، مګر نورمحمد په خپل مقاومت او مړانه ټول وتښتول، هیڅ مقام د نور محمد د خولې څخه اعتراف وانه خیست. بیا هم د وخت د محکمي لخوا په حبس محکوم سوئ وو، دا ځل نورمحمد ته د ننه په محبس کي د ټولو بندیانو په مخکي د وخت امینه قوماندان بهاوالدین خان ( وردار) ورکړی، ولي اوڅنګه؟ .

 

 

  نور محمد ته (وردار)

 

   وردار:- دري کلمه ده، معنا یې پورته یې کړه، لېري یې کړه، له مخه یې را څخه چپ کړه. دوردارکلمه په فارسي فرهنګونوکي نه ده راوړل سوې، په دولتي ادارو په ځانګړې توګه دپولېسو په شعباتو اومحبسونوکي یو عام مفهوم سوې خبره وه. هلته هم خلاف د خپلي معنی چي (پورته یې که، لېري یې کړه، په معنی هغسي نه کارېده. بلکي دچپه یې کړه، وهلوته یې برابرکړه، یا وهل ورکړه) په معنی کارېده. کله چي به یو دپولیسو افسرډېره په عصه یا قهر سوو، نو خپلو عسکرو(پولیسو) ته به یې امر کاوه(وردار) البته دري ژبو افسرانو دغه کلمه کارول، چي دا شخص، متهم او یابندي چپه کړه، وهلوته یې سم کړه، وهل ورکړه، یا وهل ورکوم تاسي یې پرې باسئ. کله چي افسر پر پولیسو ږغ وکړي چي (وردار) پولیس پوهېدل چي څه وکړي. تر ډېر حده دغه کلمه کندهار ښار او کلیوکي په عام ولس کي هم رواج او خپره سوې وه، د وهلو او ډبولو په مفهوم کاریده، د مثال په توګه"ځه له مخه مي چپ سه که در ولاړ سوم داسي وردار به درکړم" ولچي د فلانی یو وردار زړه غواړي" او داسي نور...

  په حکومتي استخباراتي او پولیسوکي د وردارله کلمي سر نا اشناي نه وه. د کندهار په لوی محبس بندي ووم، یوه ورځ سهارد نهوبجو وخت وو چی د محبس دپولیسوقوماندان نورمحمدخان چي د فراه د ولایت اوسېدونکي او شریف سړی وو، دخپلو ضابطانو،احولدارانو، سرپرستانو هریوه، صوفی سلام، ګل محمد خان،ورپسي جنسي تحویلداردکلچه ابادلعل جان، نغدی تحویلدار بهاوالدین خان اکا پر له پسې د محبس په لویه دروا زه (ژړې) کي را ښکاره سوه.

  نورمحمد خان قوماندان د سنګ تراشیانو مشرلوی لالا چي دالته نژدی د خپلونورو سنګ تراشانو سره په کار بوخت وو، قوماندان هغه ته ودرېدئ او ورته و یې وویل: "لوی لالا ټوله منطقه پاکه او مځکه او پا شی کړه"، لوی لالا په اصل کي یو غټ قوی کوچی سړی وو، د محکمي لخوا اتلس کاله قید پر را وتۍ وو. تر دې وخته یې پوره د ولس کاله په بند کي تیرسوی وه. د بندیانو په اصلا ح نو زوړ بندی وو.

  په محبس کي یوه عامه اصطلاح داوه د هغو خلګو چي قیدونه به ئې تر پنځه کاله کم وو، هغسي سړو ته میلمانه ویل. پنځه کاله یا لوړ تر پنځو کلونو قید سوي بندیان د کورخاوندان یا اصلي بندیان وه. لوی لالا د سنګ ترا شی په کار کي ډېرماهرسوی وو، که څه چي پایوازیی نه لاره خوده د سنګ تراشئ په کار کي یې څه پیسي لاسته ورتلې په هغو یې خپل ځان ئې ښه ساتۍ، په هیڅ عمل ککړنه وو، کار یې کاوه ټوکي ئې کولې له هر افسر، پولیس او بندي سره دوست سوئ وو، د بندیانو ترمنځ په ګوندیو، قوم بازیو کي راګیر نه و. په ونه جګ او قوي سړی وو،

  لوی لالا د قوماندان په امرسنګ ترا شان د خپلوکارونو څخه راولاړ کړه ددغه سرای و پاکولو ته ئې و ګمارل، دی جګ سړی وو، پرلاره چي به تلی خپل لاسونه به ئې ترشاه داسي نیولی وه چي لمن به ئې پکښي نیولی وه.

  زه د خپلي کوټی مخته ناست وم کتاب مي لوستۍ ګورم چي لوی لالا زما پرخوا را روان سوو، او دځان سره داسي غړوبېدئ. د لوی لالا طبعه ماته را معلومه وه، لکه چي به یې طبعیت خټه وو، نو له ځان سره به په خپله کوچي لهجه ګډ وو او حکومت ته به یې حتی (ښکنځل) کولي. ماوپوښتیۍ : "لوی لالا خدای دی ئې خیر کړي څه خبره ده څوک راځي ډیرمصرف ئې "د ه لنډ جواب راکړئ “ ته وا څه به وي معلم صا حب بیابه کوم "لوی کونۍ “ راځي خپله خبره ئې وکړل او راڅخه تیرسوو.

  د یولسوبجو شا وخوا به وه چي ژړه دروازه خلاصه سوه د ولایت امینه قوماندان بهاوالدین خان مخته شاه ته ئې د محبس مدیر تورحسن او نورسړی ورپسي محبس ته راغلل، راسته طرف یا شرق لوري ته دصنعتی سرای ته ننوتل، صنعتي: (د ژړي دروازې راسته خواته یال مر خاته سرای چي نژدی شلو پنځویشتو بنديانو هلته د سترنجیو اوبدل پکښي کول )، زه پرخپل ځای د خپلي کوټی سره ناست یم دادی نورمحمد "کږخولۍ "د کوره خاني(سرای) څخه راوتلۍ او ماته راغۍ ترسلام وروسته ئې راته وویل:  "معلم صاحب یوه عریضه رانویشته که چي دغه قوماندان امنیه( دولایت د پولیسو قوماندان) ته ئې ورکړم ځکه  په کومه ورځ چي زه پولیسو ونیولم زما له جیبه څخه پولیسو (۷۵۰۰۰) پنځه او ویا زره ا فغانی وکښې، کله چي ئې زه محکمي ته یووړم ما د قاضي په مخکي د خپلو پیسو غوښتنه وکړه قاضي او مفتي دواړو راته وویل چي موږ ستا په پیسو  هیڅ خبرنه یو ستا په د وسیه کي خو نه دي لیکل سوي، نو اوس زه د قوماندان امینه څخه غوښتنه کوم چي زما پیسي باید راکړي”.

  نورمحمد چي زما ډېر نژدې اشنای وو د حکومت او د پړلیسو د قوماندان ماهیت او خاصیت راته معلوم وو، پوهېدم چي (۷۵) زره افغانۍ ډېري پیسې دي، دا خلګ زرافغانۍ هم رشوت خوري دا پیسي نه ورکوی نه چي د پولیسو قوماندان نورمحمد ته کومه بده خبره وکړي، او د نورمحمد طبیعت هم را معلوم  وو چي که قوماندان بده خبره ورته و کړي دی حتمي سخت جواب ورکوي، څو ځله مي ورته وویل تردې خبري تېرسه نه یې در کوي، په هر صورت د نورمحمد خبره مي ومنل د ده د ټینګار له مخي مي عریضه ورته نوېشته کړه.

   هلته د ولایت امنیه قوماندان(بهاوالدین خان) را معلوم سوو د صنعتۍ سرای څخه را ووتۍ نورمحمد مخته ورغۍ عریضه ئې ورپیش کړه. دولایت امینه قوماندان چي عریضه ولیده د (۷۵) زرو افغانو مسئله ده چي ده او ملګرو یې وختي نوش جان کړي وي، سم ئې د خلګو په مخکي پر نورمحمد سترګي راوکښلې د ټول ادب خلاف یې و عاریض( نورمحمد) ته په داسي الفظو جواب ورکړه: "لوچکه کمي پیسي هغه پیسې خود غلأ وې” نورمحمد چي ډېر مو ادب سړی وو، دولایت دامینه قومندان(بهاوالدین) دغه بی ادبانه جواب د دمحبس د مدېر، قوماندان، پولیسو، بندیانو او سیالانو په مخکي واورېدئ نو یې د ولایت قوماندان بهاالدین ته داسي جواب ورکړه" لوچک ته، لوچک ستا پلاروو، تا په سپینه ورځ زما د جیب پیسي وکښې، په دوسیه کي دي نه دي لیکلي اوس ئې نه راکوې غل او لوچک زه یم که ته ؟"

   امینه قوماندان چي د نورمحمد معقول، تند او تیزجواب واورېدئ، د ولا ړوخلګو مخته ډ یرکم راغۍ نو یې بیله دی چي معقول فکرو کړي ږغ یې وکړل "وردار، وردار" د بهاوالدین ددې نارې سره سم پولیسوو پر نورمحمد حمله وکړه څو نورومحمد پر مخي پراېستۍ بیا یې ترلاسو او پښوله مځکي پورته و نیوئ، د قوماندان په امر دوه پولیسه یو یوې خواته او بل پولیس و بلی خواته ورته ودرېدل د برق د سیمونو( کیبل) پواسط یې د نورمحمد په بې رحمه وهلو پیل وکړه.

    دوه ځله دوهلو او نیولو له امله پولیس ستړی او بدل سوه، نژدې نیم ساعت نورمحمد ته د ټولو ولاړو خلګو په مخکي داسي وهل ورکول کېده، چي کالي ئې څه شاوخوامځکه د نورمحمد په وینورنګ سوه، لا دامنیه قوماندان خروښ نه وو ختلۍ ، څو د محبس ننه مشرانو بندیان او ډاکتر صالح محمد زېری وامنیه قوماندان ته ورد مخه سوه، و قوماندان ته ئې وویل صاحبه بسته سړی دي مړکی. امینه قوماندان ولیده چي نوربندیان خپه سوه نه چي په محبس کي یوعمومی جنجال جوړ سي نود (بانش) ږغ ئې وکړه. نورمحمد ئې خوشي کړ، نورمحمد داسي پر پښو ولاړسوو لکه هیڅ چي نه وي پېښه، امنیه قوماندان ته ئې بیاوویل " غل معلوم دئ هغه ته ئې نه زه". په رښتیا نورمحمد د هغه وهلوڅخه پر بدن زخمونه شپږمیاشتی نه جوړېده. نورمحمد دغه وهلو او ټینګوالۍ نورهم د بندیانو په منځ کي مشهورکړه.

  نورمحمد تردوهم ځل بند تیرولو وروسته را خوشی سوو،کورنۍ یې په دې تلاښ کي وه چي خپل زوی په یوه مناسبب کارمصرف او دکوزدې غم ئې وخوري، په خفګان سره چي د بند څخه د را خلاصیدویې دوي میاشتی وتلي نه وي چي د وخت فاسد حکومت بیا نورمحمد پر ناحقه دغلا په تورن کړه او نور محمد فرار سوو.

 

 نور محمد ولي فرار سوو؟

   د فرار کیسه داسي وه: د محمد ظاهرشاه د پاچهۍ وروستۍ شپې وي نورمحمد له دوهم ځل بې عدالته بند تېرولوڅخه راخلاص سوو، د وطني دود او دستور له مخي پر خپلو دوستانو سر بېره شخصي اشنایانو هم میلمه کاوه.  چي د نورمحمد یو اشنای هم د کلچه اباد لعل جان وو، کوم چي له نورمحمد څخه یو څو میاشتي مخکي له زندانه ازاد سوئ وو.لعل جان نور محمد ته په خپل کورکلچه اباد کلي کي میلمستیا جوړه کړه. په دغه شپه زه ددې جملو لیکونکئ او د سپروان دکلي ښوونکي پیرمحمد خان ودغي میلمستیاته ور بلل سوي وو.

   د کلچه اباد لعل جان چي زموږ ټولو اشنای وو، ماځیګر په د کندهار د ښار د شهیدانو چوک ته نژدې په پښتونستان هوټل کي موږ څلور تنه: نورمحمد، درمحمد(سرجنګ)، پېرمحمد او د دې څو جملو لیکونکئ سره راټول په ګډ کلچه اباد ته سره ولاړو، د شپې ډوډۍ ته دلعل جان د کاکا زوی دکلچا اباد خالقداد چي هغه وخت یو فراري بلل کېدئ هغه هم راغئ.

  د خالقداد دفراری کیسه بله ده. خیر موږ ټولو(۶) نفرو دلعل جان په کوټه ، کلچه اباد کلي ډوډۍ و خوړه شپه مو هلته تیره کړه. سبا تر چایو چښلو او ناري کولو وروسته بېرته کندهار ښارته راغلو بیا هم په پښتونستان هوټل کي کښېنستو، چای چلان مادرسول جان(محمدرسول) چای راوړې، پدې وخت کي عبدالرحمن هوټل ته راغئ هغه عبدالرحمن چي یوورور یې د حکو مت لخو مخکي ویشتل سوئ او وژل سوئ وو، عبدالرحمن یو خبر راوړئ.

   نورمحمد ته یې وویل " نور محمده تیره شپه د عیدګاه په جاده کي څو د تسبو(تسبه) جوړولو د وکانونه ماته سوېدي، ویل کیږي چي ډېري پیسې او د ډېرو پیسو مال ځینی وړل سوي دئ، حکومت په دې تور ستا په تلاښ کي دی  ستا دوستان نیولي اوبندیان کړي دي،ځکه چي ته پلاس نه یې ورغلۍ، حکومت داسي اوازه ګډه  کړیده چي دغسي لویه غلا بیله نورمحمد څخه د بل چا کار نه دئ، خلګ یې درپسي اچولي چي تا ونیسي. نورمحمد د عبدالرحمن راوړي احوال هک پک کړه.

 

  هیواد والو ته دي دا خبره روښانه وي چي هغه وخت دولایت د امنیه (پولیسو) قومانداني او دپولیسودفترونه لکه(جنایي، قتل وجرح، کشف و تحقیق ټول د همدغو تسبوه ددوکانونودپاسه وو، تر داسي د فترونولاندي لویه غلا چي د پولیسو ملاتړ ورسره نه وي ممکنه نه وه. نورمحمد چي د عبدالرحمن راوړې خبره واورېده.  نورمحمد ته دحکومت ظلم، وهل،شکنجي او د محبس تېرولو ترخې شپې وریاد سوې، حکومت ته تسلم نسوو، له دغه لحظې( پښتو نستان هوټل) څخه زما سره یوځای را ووت، ډېر خفه وو، نه یې پیسې لرلې او نه یې وسله لرله، مجبور کړل سوو چي پټ(مخفي) ژوند وکړي، اما څنګه، چیري او په څه امکاناتو؟.

  هیله ده چي لوستونکي دغه حالت درک کړي، د خپل کور، پرېښول په پټه ژوند کول هیڅوک له مستۍ او خوښۍ نه اختیاروي،اما چي عدالت نه وي، چاره نه وي انسان سخت، ستړي او سرګدان ژوند کولو ته اړ کړل سي نو ناچاري ده. نورمحمد نه له ځانه سره پیسي لرلې، نه یې دځان له دفاع لپاره اسلحه لرل، کله چي زه اودی له هوټله جوړه راووتو، زما کوټې ته ولاړو، زما د اوسېدو کراي کوټه دا لته نژدی د ګرشک په اډه کي وه،غرمه مو هلته ډوډۍ وخوړه، خو دی ارام نه وو. مایومیل توپنچه لرل نورمحمد هغه له ځانه سره واخیسته د نامعلوم برخلیک پرخوا ولاړئ او له دغي لحظې فرار سوو.

   زموږ په نیستمنه ټوله کي وټولو ته ژوند کول سخت وه بیان وداسي کس ته چي هغه د حکو مت توراو فراري سي. فراري سړي ته تر هرڅه اول دخپل ځان دخوندي ساتلو مسئله، دژوند د ضروریتونودپوره کولو مسئله په مخکي پرته وي، څه باید وکړي؟ نورمحمد هغه میړنی و، چي د نورو فراریانو په شان یې د خانانو سرچوته پنا یونه وړه، چي خانان د هغه له مړاني څخه په ګټه خپل اریفان او عام ولس وبېروي او هغوی په ووژني.ښکاره خبره ده چي هر فراري ته په اول قدم کي د سلاح پیداکول ضروري دي. د سلاح ګرځول او دهغې سلاح په مرسته د پیسوپلاس را وړل. بلې په دغه شکل به د پیسو پیداکول نارواوي. مګر هلته چي د روا لارو ټولي دروازي درباندي تړلي وي، د ځان ساتنه او نفقه درباندي فرض وي، نوبه څه کوې، دفرض ترک هم کفردئ. نو خدای بخښلۍ نورمحمدهم د لوی پیسوالو څخه پیسې غوښتي، او داسي پیسوال به نه وي چي نورمحمد ورته احوال استولۍ وي چي پیسې را واستوه، هغه دي ورته درد جواب ویلۍ وي.

 اصلي خبره داده چي نورمحمد په دغه شان مجبور او فرار سوو.

   دمحمد ظاهرشاه د حکومت پروخت د کندهار په لوی محبس کي به همیشه د (۷۰۰) څخه تر(۸۰۰) پوري بې ګناه بندیان، په دغسي دسیسو او شیطانه سره کلونه کلونه دظالم نظام په ډبرینو سړو کوټو کي بیله ډوډۍ ورکولو پراته وه،نوې۹۰٪فيصده بندیان د همد غسي توطیو او دسیسوښکار سوي وه.

   که زه دهغو حکومتی لوړپوړو اویا محلی خانانو نومونه یاد کړم چي یو شمیر پښګر(پایلوچان) به ئې په خپلو کوټو، سراچو، باغوکي ساتل، خلګ ئې په تهدیدول، سړی به ئې په وژل، غلاوی ئې په کولی ودغوحکومتی لوړپوړو او خانانوته به ئې راوړلې، نومونه ولیکم،بیابه ډېرد هغوي دوستان را څخه خفه سي.

   تاسي فکر کړئ دئ چي څنګه په دوو درو کالو کی به یو ولسوال پیسه دار، د ډېرو مځکو او کورنوڅښتن سوو؟ څنګه به د یوخان مځکي زیاتیدې؟ زه ډېرپیژنم او هرڅه مي په سترګو لیدلي دي چي څنګه به دوي هغه مجبورانسانان استعمالول، هغو بیچاره ګانوته به ئې یوازی په خپلو خیرنو سراچو کي د چرسو څکولو ډوډۍ او یوه جوړه کالیو، څخه نورڅه نه ورکول.

داسي هم ډ یرځل سوېدی چي دغه بیچاره ګان به په کومه غلاکی د مال د خاو ندانو لخوا  راګیر، زخمي یامړه سوه، هیڅوک یې په کیسه کي نه وه دایوه عامه طریقه وه زموږپه هیواد کي.

    نو چي خبره را لنډه کړم، نورمحمد غل نه وو،نورمحمد چرسي نه وو، نورمحمد بد اخلاقه نه وو، نورمحمد قمارباز نه وو، نورمحمد یو سوچه افغان، میړنی او غښتلۍ وو. حکومت مجبور کړ چي داسي کاروته لاس واچوي. د حکومت لخو دهغه نیول، وهلو او پر ناحقه باندي په دار ځړولو او وژلو داستان ډېر تریخ دئ. په نور محمد باندي شاعرانو اشعار لیکلي د کندهار محلي  هنر مندانو لکه عبیدالله جان او ولي محمد کندهاري  په سندریزو محفلونو کي ولي دي په یوټوب کي یې اوریدلاي سئ.

  نوټ: د نورمحمد دپېژندني په هکله د پایلوچانو په نوم یوه ناول چي ۱۳۸۵هـ ش کال کي چاپ سوئ د ښاغلي محمود نظري صاحب اثر دئ. هلته په ۵۶ صفحه کي د«اقرار» تر عنوان لاندي د نورمحمد د نیولو، وهلو او پانسی کیسه، د نورمحمد دقد، د هغه د چرسو څکولو هغه هم په زرګون نوټ کي. ټوله خیالي له واقعیت لري خبري دي. د دې خبري تفصیل په تیروتنو کي لوستلای سئ. په نور محمد پسي ډېري داسي خیالي کېسې جوړي سوي دي.

  د مثال په توګه: دا یوه کېسه لیکم؛ یوه ورځ سهار د کفتان مدد پر چوک پر باسیکل سپور را وګرځیدم د شهیدانو د چوک پر طرف تلم، چي پرپیادرو مي نورمحمد په سترګه سوو یوازي روان دئ، دا نو ۱۳۵۶ کال دئ د نورمحمد تر نیول کیدو ممکن څلورمیاشتي مخکي به وو، حکومت د نورمحمد په نیولو (ګرفتارۍ) پسي ډیراعلانونه خپاره کړېدي. خیرله باسیکله را کښته سوم، ده هم ولیدم، روغبړ مو سره وکئ، دواړه جوړه د شهیدانو چوک ته ورسېدو، غرمه سوې لانه ده، د ډوډۍ خوړلو په نیت ولاړو پسرلي رستوان ( صبور هوتل) ته ننوتو.عثمان ویل ډوډۍ جوړه نه ده. د کرمبورډ تختې میزته کښینستو.

    په کرمبورډ کولو مصروف یوو، فقط پنځلس د قیقې یولسو ته پاته وي، هوټل تر یوولسو بجو مخکي د غرمي ډوډۍ نه ورکول، ځکه جوړه (پخه) به نه وه. د هوټل په دغه کوټه کي څلور تنه عبدالصمد رنګمال، حاجي عنایت الله رېټرساز، محمد او یو بل چي دم ګړي مي نوم هېر دئ، خو د ګلي ورور وو. دوی هم د یوه میز شاته ناست وه، دغه څلور واړه پاخه کرمبورډ بازان وه، دادئ د دوی سره دبازئ یو ملګری د دیخواجي علي محمد چي موږ قصاب باله راغئ، د ټولو سره یې د خولې روغبړ وکړ، حاجي عنایت الله ځیني و پوښتل قصابه! ناوخته راغلې؟ قصاب د دې لپاره چي ځان غټ وښي،څه واي؟" والله څه درته ووایم حاجي ستا چارسم، د نورماد جان(نورمحمد) دوی سره بند پاته سوم" دا یې وویل او کښینستۍ.

  نوما علي محمد قصاب ته وویل: قصاب ستا څخه باید سړی لېري کښیني، ځکه په نورمحمد پسي خوټول حکومت ګرځي، قصاب ماته واي معلم صاحب څه چاره ده اشنای مودئ.نورمحمد ماته او زه نورمحمد ته ګورم دکرمبورډ لوبه پاته سول.خبره مي داده چي نه قصاب او نه دانور ټول نورمحمد په رنګ او خبرو نه پېژندئ، بد بختانه هر پېښګرکوښښ کاوه داسي وښي چي دی خو له ډېرو مشهورو غښتلو سره ناسته ولاړه لري څو نور ځیني و دارسي. نورمحمد سر وښوراوه چي دې ته بیا اوسه څه ووایم، نوهر پېښه او غلا چي به په ښارکي کیده هغه په نورمحمد پوري تړل کیده.له شکه وتلي خبره ده چي هغه خدای بخښلۍ دئ. نوربیا

 

 

 

++++++++++++++++++++++++

 

 (۲۲)برخه:

                                  

 

بنګ حبیب الله:

 

  حبیب الله په کندهار ښار،شاوخوا لېري او نژدې پرتو سیموکي د خپل غښتلتوب او مړاني له امله خلګو د بنګ جبیب الله، غښتلي(لوی پایلوچ) په نوم یاداوه. حبیب الله د جاحي مشک سلمانخیل زوي وو، د کندهار په ښار کي د بروبازار په وروستۍ د کلافصیل په هغه برخه کي چي د شنو ګمبتو یا جادي خواته نژدي د (پای میدان) کوڅه ده هلته اوسېدئ. ترسل کاله یې ډېر ژوند وکړه، د برهان الدین رباني د حکومت په وروستیو شپو کي چي لا طالبانو کندهار نه وو نیولۍ په دغو شپو کي پر خپل کور وفاته سوو، الله(ج) دي وبخښي.

 نوم :بنګ حبیب الله

دپلارنوم : مشق

ادرس : برو دروازه کلا فصیل پای میدان کوڅه

 دوه و دونه یې کړي وه.

اولادونه : (۱۶ ) لس زامن او شپږ لوڼي یې لرلې. 

دزامنو نومان

مشر زوی : فضل محمد 

دوهم : نور محمد 

دريم : شېر محمد

څلرم : صیف الله 

پنځم : محمود

شپږم : اسدالله 

اووم : محمد داود 

 اتم : فېض الله 

 نهم: محمد عیسی 

 لسم: امین الله 

   مشا الله لس زامن یې ترشا پاته دي. د خبري دښه سیکه کولو او د حبیب الله ماما د خاطراتو د لیکلو لپاره په کندهار کي میشت لیکوال کولای سي د هغه له اولادونو څخه مستند معلومات تر لاسه کړي. حبیب الله د خپل وخت په همزولو کي یو نوم وتۍ غښتلۍ(پایلوچ)، مېړنی ځوان و، چي د کندهار او نورو ولایاتو خلګ یې د لوی غښتلي( پایلوچ) په نوم سره پېژني تاسي دوستانو ته دې داخبره ښکاره وي، چي د پېړیو راپدې خوا زموږ پر خاوره واکمن سوي او یا واکمن کړل سوو پاچهانو د ولسونو دزده کړو، ژوند دسمون هڅه نه  کول او نه یې ده کړې یا یې کمزوري هڅي کولې، دا پدې چي شاهان د پردوپه مرسته واکدارکېده. ځکه د هغوی او خارجي بادارانو یې دا نه خوښیده چي ولسونه بیدار او پوه سي. خپله  شاهانو او د کورنیوغړو یې هم سمي زده کړي نه لرلې.

 

  کله چي زه ۱۳۴۹ هـ ش کال کي د کندهار په محبس کي بندي وم، هلته مي له نور بندیانو څخه د بنګ حبیب الله په باره کي ډېري کیسې اورېدلې ټولو بندیانو به بنګ په درنښت یادا وه. د بنګ حبیب الله د زوی نورمحمد له خولې چی پلار(بنګ حبیب الله) مي یو ځل د حکومت له ظلمه څخه کویټې ښارته ولاړئ، غوښتل یې هلته ژوند وکړي، و پاکستان ته د پلار په تلو سره افغان حکومت خبر سوو، دغه رنګ د بنګ حبیب الله پاکستان ته په ورتلو د پاکستان حکومت هم خبر سوو، د پاکستان شیطاني ادارې ډېر ژر د بنګ حبیب الله پوښتنه وکړه او دبنګ ورتګ ته یې کویټې ښارته پر نیک پال و نیوئ. هرکلی ووایه. لږ وخت وروسته پاکستان غوښتل چي بنګ حبیب الله د خپلو نور غلامانو په شان غلام کړي، امکانات ورکړي چي د نن په افغانستان کي تخریبي اعمال سرته ورسوي.

  خو پلار(بنګ حبیب الله) مي چي یو غښتلئ وو، نه یې په افغانستان کي وحکومت جاسوسي کړي وه، پدې شان نه غوښتل چي د پاکستان جاسوسئ ته غاړه کښېږدي. پلار مي دا ښه و ګڼل چي بیرته کندهارته راسي او دا لته دژوند ترپایه پاته سي، په رښتیا بیرته راغئ د ژوند تر پایه له هیواده ونه وتۍ.

 ټولو غټو بندیانو بنګ حبیب الله په غښتلي پېژندئ، کله چي زه له محبس څخه را خلاص سوم، علاقه مي وه چي بنګ حبیب الله له نژدې و ګورم. پدې وختونو کي بنګ حبیب الله د چا خبره د بنګ حبیب الله په نوم نه یادا وه، ځکه د خلګو په منځ یې اعتبار لوړ سوې وو، د بنګ په عوض یې له نوم سره د(ماما) وروستاړۍ تاړه د حبیب الله ماما په نوم یې باله، په ژوند کي مي دوه ځله له نژدې په مجلس لېدلۍ وو یو دروند او سنګین مشر او سپین ږېری وو.

 

   د حبیب الله ماما مجلس همیشه خوږ وو، دنوروغښتلو په شان د هر چا احترام یې لاره.

د بنګ حبیب الله په نوم دښاغلي امین باوري او ښاغلي محمود نظري د پایلوچانو ناول کتابونه ما ښه په غور سره لوستي دي، دوی دواړو کور یې اباد، هلته د ښو ځوانانو، ټینګو اوغښتلو د کارنامو او کړنو په باب یې تر وسه یوڅه لیکلي دي، دمثال په توګه: د بنګ حبیب الله د جنګ کولو طریقه، دجنګ په میدان کي د الفاظو تبادله او د هغه د ملګرو یا دونه، زما د معلوماتو له مخي ممکن داسي به نه وه.

 یوه یادونه یې دلته کوم، څو نور د بنګ حبیب الله سره نژدې پاته سوي خلګ یا څېړونکي هغه تکمیل کړي. امین باوري ورور او نظري ورور را څخه خفه نه سي. او باور لرم چي نه خفه کیږي،پوه سړي دي.                        

  دوی په خپلو کتابونوکي د بنګ د جنګ کیسې لیکلي دي. بلې بنګ به په ځوانی کي جنګ او جګړې کړي وي، زما خبره د غښتلو د جنګ او جګړو پر شکل ده، په دغه شان جنګ او جګړه چي ښاغلي نظري صاحب اویا ښاغلي محمد امین باوري لیکلي دي، نه داچي د بنګ جبیب الله بلګي د ټولو غښتلو د جنګ او جګړو طریقه داسي نه وو، که خدا مکړه بنګ حبیب الله، کپه نظر او یا کریم په دغه شان یو له بل جګړه کړې وي لکه دوستانو چي په خپلو کتابونو کي یې کېسه راوړېده نو بیا دوی هیڅکله غښتلي(پایلوچ) نه وه. ولي په دغه شان جګړي د غښتلو نه بلکي ده ایله سړو کار دئ.

د مثال په توګه: نظري صاحب په ۲۱ صفحه کي لیکي" د کرک جنګ؛ دکریم او بنګ د کرک پرسر شخړه سوی وه بنګ د کرک شوقی وو او دجنګ ته تیار کړی وو ټوله ورځ یې کرک په لاس کي کښته پورته ها خوا دیخوا کوی چي جنګ ته تیار سي د جنګ نه یوه ورځ مخکي یې کرک ته تر سهاره بیدار خوابي ورکړه او سهار د لمانځه وخت یې دوه ساعته قدر خوب ته ایله کړه....... یا داسي ویل(زیاته موستره، زیاته بزاتره، زیاته موستره په دې پای کي، خر ناځوانه، زه چغال نه یم) دا کلیمات د غښتلونه دي، د داسي خبروتړل په غښتلو پوري جفأ ده. ځکه دا د لوچه ګانو او پېښګرو پایلوچو خبري دي.

    په ۲۲ صفحه کي" کریم په خپله شپړه د بنګ نس ورڅیری کړه د بنګ کولمې لاندی توی سوې، بنګ خپله سیلاوه د کریم په سینه کي ورښخه کړه او هغه د اخ په ویلو سره پرمځکه ولوید" که دا جګړه په دغه شکل سوې وي نه بنګ او نه هم کریم دواړه غښتلي نه وه، بیانو په دې نه ارزي چي خبري پر وسي. یقین لرم داسي نه ده پېښه سوې. ځکه غښتلي هيڅ وخت په دغه شکل جنګ نه کوي، په نس او سینه کي د مقابل یا اریف وهل د غښتلو په قانون کي (ناځواني) ده.

 ښاغلئ محمد امین باوري صاحب لیکي: بنګ حبیب الله د اتشدان څنګ ته كښېناست او د سكروټو په خوړلو يې پيل وكى، يوه يوه سكروټه را اخلي او خولې ته يې اچوي او هره سكروټه تر غاښو لاندي داسي ژويي ته به وایي کورت .......... و دغسي تور لیګولو ته څه ضروت وو؟

 بل ځای لیکل سوېدي چي د کندهار تر بلوا وروسته نبګ حبیب الله بندي سوو. بلي د حکومت له خوا د بنګ بندي کونه، اودهغه وهل ازار او ازیت رښتیتا خبره وه،د بنګ مړانه او مقاومت دا ټول حیقیت لري. مګر ددې حقیقت لیکو تر څنګ امین باوري د یو شمیر نورو سړو نومونه اخلي او لیکي د هغوی ملګرتیا او مرسته له بنګ حبیب الله سره، پدې شان........ خپل لیکنه غزوي. اشتباه همدلته را پیداکیږي، چي د بنګ حبیب الله او د محمد لطف اړیکي او د هغه مثبت نقش د ټینګو، غښتلو (ښوځوانانو) او حکومت تر منځ. زه د خپل شناخت او پیژند ګلوۍ له مخي دا خبري لیکم: د محمد لطیف سره د بنګ حبیب الله نژدې او دوستانه اړیکي هیڅ کله نه وې. بنګ حبیب الله نژدې شنوګم بتو ته او محمد لطیف په ښکاپور دروازه کي اوسېدل. د دوی تر منځ لنډی او نیکي اړیکي د بنګ ټینګوالۍ، غښتلوالۍ او ښه ځوان توب تر پوښتني لاندي را ولي، دا له حقیقت څخه لیري بحث دئ.

   بله خبره چي ښاغلی امین باوري په خپله لیکنه کي لیکلی ده. د بنګ جبیب الله، معلم راز محمد او فیض الله تر منځ د ملګر توب خبره ده. کله چي بنګ حبیب الله د کندهار د بلوا په کال بندي سو د ده ملګرو معلم رازمحمد او فیض الله یې ومرستي ته ورغله....... زه د خپلي پېژند ګلوۍ له مخي وایم، ما معلم راز محمد او د مناری فیض الله دواړه ښه له نژدې پیژندل. دا به ووایم چي بنګ حبیب الله، معلم رازمحمد او فیض الله یو له بله پیژند ګلوی نه لرل، هیڅ کله یې نه دي سره لیدلي. ځکه معلم صاحب رازمحمد(رازماد) د پنجوایي د ولسوالۍ څخه لیري د زنګي آباد په کلي کي اوسېدئ، بلوا په (۱۳۳۸) هـ ش کال کي وه. چي بنګ حبیب الله د حکومت لخوا بندي سوو، په دغه کال کي معلم رازمحمد لا ماشوم وو له ښاره لېري د لمړنۍ ښوونځی د څلرم یا پنځم ټولګۍ شاګرد وو، کندهار ښاریې لا لیدلي نه وو.

  معلم راز محمد د شپږم ټولګۍ تر فراغت وروسته، د کندهار دارالمعلین په اووم (۷) ټولګی کي شامل سوو. تر ما یو صنف مخته وو. اما بنګ حبیب الله تر موږ لږ تر لږه شل کاله زاړئ(مشر) وو. څه وخت چي معلم رازمحمد د کندهار له مستعجل دارالمعلمین(لسم ټولګي) څخه فارغ سوو، عمر یې (۱۷ یا ۱۸) کاله وو، دا( ۱۳۴۷) هـ- ش کال وو. چي په دغه کلونوکي بنګ حبیب الله، حبیب الله ماما سوی اویو معزز سپین زیږی سړی وو. او دکندهار له بلوا څخه پوره (۱۱) کاله تیر سوي وه. بل د لیل معلم رازمحمد(رازماد) په ۱۳۵۰لمرېز کال کي د حکومت تور او فرار سوو، او د فرار پر وخت په هغه لنډو کلونو کي ووژل سوو. لکه څنګه چي د بنګ او معلم رازمحمد تر منځ هیڅ لیدنه او پیژندګلوي نه وه. د فیض الله او معلم راز محمد تر منځ هم پیژند ګلوي ځکه نه وه کله چي فیض الله له محبس څخه را خلاصیږي معلم رازمحمد وختي وژل سوئ وو.

   فیض الله؛ لکه څنګه چي یې له نوم سره د منارې کلۍ یادېږي چي د ارغنداب د ولسوالۍ اړوند یوکلۍ دئ هلته اوسېدئ. د منارې فیض الله ممکن د بلوا په کال (۱۳۳۸) هـ ش کال کي یو کلن دوو کلن ماشوم به وو. فیض الله خو په( ۱۳۵۰) هـ ش کال کي لا بی بریتو کشر هلک وو چي بندي سوو. هغه وخت زه هم په محبس کي بندي وم ما هلته فیض الله پیژندئ. هیڅ وخت یې حبیب الله ماما او معلم راز محمد دواړه لیدلي هم نه وه. نو په بخښني سره چي ما د ښاغلي امین باوري له لیکني څخه په خپله لیکنه کي نور څه را وا نه خیستل. پس بنګ حبیب الله زموږ د هیواد یو غښتلئ، میړنی شخص وو الله دې وبخښي. نور بیا

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 (21)برخه:

                                   

       زموږ د هیواد غښتلو او ښوځوانانو په دغه بې عدالته ټولنه کي تر خواریو، سختیو او غمونو پرته بل څه ونه لیدل. زه د هغوغښتلو، ښوځوانانو، میړنیو په هکله  در سره ږغیږم چي ما له نژدې پیژندل، شک نسته چي ښه ځوانان، ټینګ اوغښتلي به زموږ په هیواد کي ډېر وي. مشران به تیر سوي وي اوکشران به راپیداسوي وي. باور لرم چي نور دوستان به ورباندی لیکني وکړي، نور غښتلي او دهغو یاد به ژوندی وساتي. هغه چي ما لیدلي وه هغوی هر یو په خپلو وطنو او کلیو کي د نوم لرونکو غښتلو او ښو دځوانانو په صفت  پېژندل کیده او کلیوال یې پر مړانه او غښتلتوب قانع وه، له کړو یې خوښ وه. په تیرو وختونو او زمانو کي د کلیو تر منځ اړیکي کمي او مشکلي وې، ځکه  لازم ارتبا طی وسایل، د حمل نقل وسایل، لاری اوسړکونه نه وه هرڅوک په خپل کلي کي زیږېدئ،هلته لویه دئ،هلته ښخې دئ. نو طبي وه چي د غښتلو ږغ تر خپلو کلیو د باندي نه وتۍ.

      هغوی چي ما پیژندل ځان مي د هغوی پوروړئ بلئ نو د خپلو امکاناتو په پیمانه یې د دوی په نوم لیکم. څوک چي ما لېدلي وه هریوه له هغو څخه په غښتلوالي، ښه ځوانتوب او نامیتوب کي ځانګړي، ځانګړي خانې (کمالونه) لرلې. مشکله ده چي د ښوځوانانو،غښتلتوب، نامیتوب ټول او یا پوره خصوصیات دي په ټولو کي تکمیل وي، ځکه  تکمیل(کامل) انسان نسته هیڅ یوله هغو څخه چي ما پېږنده ماړه(خانان) او پیسه لرونکي نه وه. که مي د کوم چا نوم هیرسوی وي بخښنه غواړم، ځکه ډېرکلونه وروسته  يي نومونه رایادوم او لیکم.

     حق داوو چي د دوی هریوه عکس مي د لنډي پېژندګلوۍ سره ستاسي سره شریک کړئ وای، په بخښني سره چي و مي نسوای کولای د ډېرو لنډي پېژندګلوۍ او عکسونه پیداکړم. په هر صورت که یې اوس ونه لیکم ممکن سبا دغه اوس رایاد هم راڅخه هېرسي، نو ښه ګڼم چي ویې لیکم.

    غښتلي: د سپیروان د کلي شیرمحمد او سردارمحمد وو، دا  دوه وروڼه وه چي شير محمد خان(۱۸) کاله بند د کندهار په محبس او دکابل په د همزنګ کي تیرکړي وو او سردارمحمد په کندهارکي یوازنی سړی ؤ چي تر(۳۰ )کالو ډیرعمر فراری پاته او ځان یې ژوندی ساتلۍ وو. زما ورستۍ لیدنه د دوی دواړو سره په ۱۳۵۹ لمرېز کال د اسد د میاشتي په ورستیو شپو کي وه.

     ګل محمد اومحمد ګل د سپیروان د کلي د وه نور وروڼه وه. ګل محمد ئې فراراو محمد ګل ئې د کندهار په لوی محبس کي (۱۶) کاله قید ؤ. محمد ګل خان مي د ظاهر ظا په حکومت کي په محبس کي اشنای او انډیوال وو، او له ګل  محمد خان سره مي وروستی ځل لیدنه په (۱۳۵۹) ه- ش کال د سنبلې په میاشت کي وه.

      اغامحمد مشهور په برېته وراغامحمد ښایسته ځوانی او دغسي ښایسته بریتونه هم لرل. هغه مي ډېر واري هلته د سپېروان په کوچنی کلا کي د ښاغلي معلم صاحب دوست خان پر کور لېدی. امین الله، جاحی محمد ایوب چي په وروسته کي سرباز سوو. له دوی دواړو سره مي ډېر  ډیر لیدل تر څو چي زه په کندهار کي ووم.

      د زنګی اباد د کلی ښوونکي رازمحمد  چي ترمرګه  پوري فرارؤ په مکتب یو صنف را څخه د مخه وو، عبدالصمد ترافیک په محبسی عبدالصمد یا دې دئ ورستئ ځل مي ۱۳۵۹ ه- ش کال کي د اسد په میاشت کي په چوڼې د ده د خپلوانو په کور کي ور سره و کتل، محمد عظیم خان اکا  محمد عظم خان اکا یو بل غښتلي وه چي وروستی ځل مي د طالبانو د حکومت په دوران کي په زنګي اباد کي د ده پر کور ورسره ولېدل.

     د پنجوا یي ولسوالی د مرکز د کلي: له دوی ټولو سره  مي ډېر لېدل. ګردی اغامحمد، وروڼه یې هر یو(سلطان محمد او محمد انور)، غلام سرورچو کيدار مشهور په لالا، د کاکا زوي یې عبدالغفور کندهاری، ساکزی، محمداکبر بړیڅی ، د خدایداد کاکا زوی مولاداد، ګوډ نظرجان، کمال صحرا نشین، پستکی ورور یې یارمحمد، لیوني جمعه خان، ولی محمد د محمد رحیم سماوار چي ورور، غلام حبیب د محمد عثمان کاکا زوی، رحمت الله، شین غفار او نور.

       د پا شمول ملاعبدالحکيم اخند، مددخان، صوفی سلام، ملک محمد او دوه نفره هر یو نورمحمد اوبل دا د محمد چي یود بل سره د کاکا زامن هم وه، د عبدالصمد په شعر کي د نورماد او داد ماد په نوم یا د سویدي، او نور،

        د نلغام د کلي محمد زی اکا او پهلوان (غیږباز) ماما ګی، د زمينداور دوستم اکا، شيره کی، دارغنداب عبدالرزاق او عبدالرحمن، د لنګر فقیر، ګل محمد خان سرپرست، نانی، حاجی شین پهلوان د هدیرې، فیض الله د منارې، ما شفوخان او زلمی د ارغنداب.

     د سنځري د کلي : کبلی اکا، قُباداکا، لوږيری عبدالبا قي، سيف الدین ماما، صاحب جان سرباز.د اشوغو(اشقه) عبدالحميد، ولی محمد پهلوان، رازمحمد د صالحان، تورمحمد غوث، د بلندي (بلدي) ا حوالدار، کوچنی  ماماګی، د سرپوزی محمد جمعه چي د کندهارپر محبس سربیره یې شل کاله دایران په زندان کي تیرکړل نورد د وسيې ملګري  يي اعدام سول، دی چي په ځان ټینګ (دکلکي ارادی خاوند) وو اعتراف  يي ونه کړی  په شل کاله قید محکوم سو او هلته په ایران  یې پوره شل کاله زندان تېرکی په ملاجمعه مشهورسوی ؤ، د سرپوزې عبدالاحد چي مخکي د نانوای د زوی او وروسته د ګوډ عبدالاحد په نوم یادېدئ فعلاً په کرا چي اوسي.

    ګل محمد مشهورپه خرګل، نبوا حوالدار، د چوڼی نیا زمحمد، چينی محمدامين، غل محمد حسن چي وروسته محمد حسن کاکو سو د سپین ږيرتوب پروخت  يي په کپه کي شيان خرڅول، مشهور غښتلئ بنګ یابنګ حبیب الله مشر سړی و په وروستیو کي حبیب الله ماما سوو د کندهار په ښار کي  يي غریبانه ژوند کاوه. قاسم اخندزاده، احمداخند زاده، ترین د دېخواجی، سيد پادشااغا، اخترمحمد د دېخواجی، سيد محمد د ښکاپوربازار، محمدشریف دښکاپوربازار، قصاب حاجی محمد یا ژړحاجی، عیسي محمد قصاب، شکور جان، سلیم یا بریتور سلیم. د بروبازا (ګنج) عبدالحکیم "پهلوان" او غفار کاکو، دحمامی زوی "روف" هغه ځوان چي د غفار کاکوسره  یې جکړه وسول.

     خالقداد د کلچه اباد، لعل جان د کلچه اباد، عبدالله او محمد عيسي د کلاچې، بشیر د شیر سرخ، عبدالقیوم مشهورپه سرزوره قیوم جان د لوی بالاکرز، نیک محمد مشهور په نیکو د لوی بالاکرز، اغاسړو د دېخواجی، نوموړی د کابل پوهنتون لوستي وو نورو وروڼو  يي هم پوهنتون لوستي وه. ښه روښانه کورنی وه. بدبختانه د ټولني په نا خوالو کي راګیرسول ترکومه ځایه چي خبر يم ټول مشران  يي مړه یا و وژل سول خدای دي ښه ورسره و کړي  مشران  يي خصوصاً ښوونکي حسن خان او ضابط صا حب يې زمانژدې یاران وه. د موسقۍ سره  يي د ټولو مینه وه. د سرای د دروا زی سره په نژدې کوټه کي مي ورسره کله ناکله بانډارکا وه. پلار يي شرین کاکو ډېرژوندی سړی وو.

     د کرزیارمحمد، فراری شامحمد، فتخ خان اکا، ملارحمت الله ا خند، فضل محمد کاکو، امين الله، ګل دامين لله ورور، با شی ربانی د مزار، ماماکابلی، محمود د شاه بازار، ضابط صاحب(صابط خیرو) درمحمد سرجنګ، کږخولی نورمحمد، غلام محمد، مشهور په (غلام) نجیب الله سرباز، حاجی محمد، توربنا، رمضان اکا، اغامحمد د کوبې، زلمی، اونور.

 

     د لته یوه خبره لیکل غواړم د نورمحمد کږخولي په باب چي تر اوسه د وستانو کوم څه په خپلو اثارو کي لیکلي دي سم  یې نه دي لیکلي.هر لوچک او پېښګر ټینګ، پایلوچ(غښتلی او ښه ځوان) نه وي. موږ لیګوال هر لوی لنګوټی، بریتوور، لوچک، غل، چرسی، قمارباز، پوچ خولۍ  ښه ځوان، ټینګ، غښتلی ګڼي، دا که څوک یې په نه پوهه سره لیکي اشتباه ده، باید اصلاح  یې کړي او که په پوهه سره دا کار کوي بیانو نه دا چي د دغه مظلوم قشر سره جفا ده بلکي د دوی لیکني د وطندارانو سره، د ولسونو د افتخاراتو سره  دښمني ده.

     دغه پورته نومونه چي ما لیکلي دي دوی مي لیدې پېژندل، دوی هم ټول په هره معنی سره  ټینګ ګان او یا غښتلي نه وه خو د ټینګو او غښتلو سره یې ناستي  لرلې او څه د غښتلتوب صفونه یې لرل. د دوی تر منځ په توپیرونو باندي تر هغو څوک نسي پوهیدلای څو د غښتلو او ښو ځوانانو په منځ کي نه وي کښېنستلۍ.

     زه دلته نه غواړم دوخت پر محبوسونو(زندانونو، په زندانو نو کي د بندیانو پر ژوند، څه ولیکم چي څه  یې خول؟ او خواړه یې له کمه کول؟ د ځان منځلو، او داسه او غوستل لپاره اوبه، دچښلو اوبه یې څه ډول وې، د پوښتنو او ګروېږنو(تحقیق ) مرحله؟ څارنوال، صورت دع وه. او د محکمی تر تیب څه ډول وو؟ پدې باره کي ما په خپل اول کتاب "استبداد" کي پوره وضاحت ورکړی دئ، دوستان کولای سي هغه پیدا او ولولی، د لته دا خبره را لنډووم، چي دوخت حکومت او دولت په خاصه د محمد ظاهر شاه، د محمد داود جمهورت، بیا د طلبانو په محبسونو کي و انسان ته د انسان په حیثت هیڅ نه کتل کیده. هغو حکومتونو بندیانو ته هیڅ حقوق نه ورکول، نه داچي بندیانو ته یې د انسانانو په سترګه نه کتل بلکي تر محبس دباندي یې هم خلګو ته د کار، تحصیل او انساني ژوند شرایط نه برابرول.  لاندي به د څوتنو لنډه لنده پېژندنه ولیکم. نوربیا

 

 

 

 

+++++++++++++++++++++++++++++++++

 (20)برخه:

    چرس څکونه هم د ټولني په خیټه کي د نورمنفي پدیدو په څنګ کي یوه ډیره پخوانی منفي پدېده پرته ده، نه دا چي زموږ دهیواد یو شمېرغښتلی چرس څکوي بلکی د ټولني په هر قشر کي مو یو شمېر وګړي د چرس څکولو په عمل اخته دي دا چي دوستان زموږغښتلي ټول چرسیان بولي دا به بې انصافي وي. چرس څکونه هم یوا زي زموږ په غښتلو پوري تړلي خبره نه وه، لکه هرچرسي چي غښتلي ( پایلوچ ) نه دئ، دغه رنګ هرنامي، غښتلۍ چرسي نه وه. چرس او نشه د ټولني یوه لویه ستونز منه بد مرغی وه او ده.

   زموږ د ټولني په هر قشر کي چرسیان او چرس څکونه وه اوسته، دا خبره به ومنم چي په ټولنه کي به د نورو ا قشارو په نسبت ممکن زموږ نالوستي وروڼه او زموږ دنالوستوغښتلو شمېر  ډېروي، هغه هم پدې چي د کارنشتون بیکاري، د علم نشتون، ناپوهي هم د نورو په نسبت په نالوستو غښتلوکي زیاته وه.

   دا خبره هم باید ومنو چي زموږ دغښتلو په منځ کي ډېري نوري بد اخلاقۍ بیا نسته. زموږ په ټولنه کي خو یوازي چرس څکونه نه ده، چي بد یې وګڼو، شراب، چلم، نصوار، تاریاک، هیروین، سګریت، منفره، بنګاو اونورنیشه لرونکي موادو استعمال چي صحت، اقتصاد اوټولنېز ژوند ته ضررمنددي ټول سته، دا دهري غریبي او نالوستي ټولني ګډه مریضي ده چي خوار ولسونه ډېر ورسره لاس او ګریوان دي.

   سره لدې چي چرس څکونه یوه بده پدېده ده خو زموږ په ټولنه کي شتون لري، حتا په ټوله نړۍ  کي خوره ورده، یوازي زموږ په غښتلو پوری تړلې او دهغوی میراث نه دئ، بلکي داهم د فاسدو حکومتونویوراته پاته میراث دئ چي اوس په یوه ټولنیزه بدبختۍ اوښتي ده، د  ټولني ډېرشمېر وګړي نن ورځ چرس څکوي. همدغه نن نن ئې د متحد ه ایالاتو په یو شمېر ایالاتو کي د بنګو کښت،کر ته قانوني جواز ورکړئ.

    زموږغښتلي هم په دغه ټولنه کي رالوی سوېدي، یو شمېرو به چرس څکول، اما ډېر بې زده کړوغښتلِي مي هم له نژدې پیژندل چي هغوی چرس نه څکول.

   د مثال په توګه : د زمینداوردوستم اکا،کږخولی نورمحمد، نیک محمد (نیکو)د بالاکرز، صوفی عبدلاسلام سلام د پا شمول، ملا عبدالحکیم د پاشمول،د کندهارد ښار قاسم اخند زاده، د کلچه اباد خالقداد، دارغنداب حاجی شین پهلوان، د خاکرېز شاه پسند، د سپروان فراری سردارمحمد، د پنجوایې ساکزی تره کی، د پاشمول نورمحمد او داد محمد، دکوبي د کلی اغامحمد، د پنجوایې ګردی اغامحمد، نبواحوالدار، د سرپُزی محمد جمعه، دسرپُزی عبدالاحد ، عبدالصمد ترا فیک، فرار رازمحمد، دارغنداب ګوډ محمداسمعل، غلام سرورچوکیدار، محمد حسن کاکو مشهور په غله محمد حسن، د بلندي احوالدار، د ښکا پربا زار سلیم،دښکاپوربازارمحمدشریف، د ښکاپربازارسید محمد، پهلوان ماما ګی، محمد عسی د کلاچی، یارمحمد خان د کرز، پهلوان ولی محمد، فتح خان اکا، وزیرخان اکا، ملارحمت الله، فضل محمد کاکو او خورا زیات نور دوی چرسيان نه وه، بلې له شوقه یا له ساتېري به کله کوم یوه چرس څکولي وي خو د چرسو عملیان نه وه. مکتب لوستي غښتلي خو تقربیا ټول چر سیان نه وه.

     مګرکوچنی ماماګی، د سنځری سیف الدین ماما، دا شوقو(ا شوغو) کاکړعبدالحمید خان د هغه ماما عبدالصمد مشهورپه "خان"، رمضان اکا،د سپیروان محمدګل خان، حبیب الله چي په موالی حبیب الله مشهورؤ، د لنګرفقیر، دامین لله ورورګل، ماماکابلی او دهغه ورور اخترجان د چوڼی  نیا زمحمد دا ټول بیا چرسیان وه. خبره پرچرسواو چرس څکونه ده، چي زموږ یوشمېر دوستان په خپلو ویناوو او لیکونو کي زموږغښتلي له یوه مخه د چرسیانو په نوم یادوي او تخریبوي. حال دا چي په دې عمل باندي زموږدټولني ډېر ښوونځی لوستي، مامورین، معلمین او افسران، هنرمندان هم اخته دي. د چرسو په شان دنورونشه لرونکو لکه: شراب، سیګریت، نصوار، تاریاک،غمزه، منپره او په لسګونه نور داسي ډولونه نشي مواد خلګ یې استعمالوي زموږغښتلي په خبر هم دي. مګر دا ولي ټولي د غښتلو په تخریب په سي بډي را وهلي دي؟

   نوټ: خبره د چرسیانو وه،  د یوه ښوونکي  د چرس څکوني کېسه، زموږ په ټولنه دا هم یو عام ذهیت سته چي وایي چرسیان ډېر پاک او صادیق خلګ وي، تر یو ځایه همداسي وه، چي چرسیانو به رښتیا ویل. یوه ښوونکي خپله کېسه ډېر ځله داسي کېسه کول. زه د وخت د ښووني او روزني له مدېریت څخه مي د تقرور معرفي خط د غازي عبدالله خان پر لېسه واخېستۍ. غواړم چي د غازي عبدالله خان لېستې ته خپل معرفي خط وروړم که د غې لېسې مدیر ومنلم نو به خپله وظیفه شروع کړم.

 د غازي عبدالله خان لېسه د بولدک په ولسوالي کي وه، نو راغلم د خپل یوه مخکني اشنای سماوارته، د غرمي چاینکي مي وخوړل، بیا مي سګریټی سرکئ، پر دغه وبل ځوان راته نژدې ناست وو، هغه هم راسره چرس و څکول، نومي سماورچي ته وویل ځم بولدک ته هلته مقرر سوئ یم،  راسره ناست د چرس کولو ملګري مي راته وویل معلم غم یې مه کوه زه ټکسي وان یم تر بولدکه به دي ورسوم.

  د سماوارچي یارمحمد کاګو څخه مي رخصت واخېست او ټکسي ته وختم د بولدک پر خوا روان سوو،مجلس مو ښه ګرم وو، لوی کارېز ته چي ورسېدو موټروان ویل معلم صاحب لمونځ به دلته وکړو بیا به ځو. ما هم ورسره خوښه کړه، اودس مي تازه کړه، خلګ نور هم پیداسول، لمونځ مو په جماعت ادا کړه، بیرته موټر ته پورته سوم، کله چي د عبدالله خان لېسې ته ورسېدو زه د ښوونځی په دروازه کي له ټکسي څخه را کښته سوم.

 کله چي د ننه ښوونځي ورغلم، ښه درېشي مي په ځان کي ده، دغه وخت د شاګردانو تفریح ده. د شاګردانو په منځ کي د ادرې پر خوا ځم، ګورم چي شاګردان خاندي، څوک ږغ وکي(لڅي پښې) زه روان یم، د تعمیرپه زینو مي نوک ووهه او د پښې ګوته مي ویني سول، اوس ګورم چي بوټونه مي نسته لڅي پښې روان ووم، پوهه سوم چي دا دشاګردانو خندا او د لڅو پښو ناري خو بې څه نه وي،  یا زویه بیرته ځه، اداري ته نه ولاړم پرشا راغلم او له مکتب را ووتم، بیا هغه ښوونځی او وظیفي ته ورنه غلم، بیرته کندهار ښارته راغلم.   نوربیا

 

+++++++++++++++++

 

(۱۹)برخه:

وژنی چاکولې؟ د «چرأ» چغه څه شي وه؟

  وژنی چاکولې؟

   په بشریت کي د انسان وژنی عمل تر ټولو منفي پدېدو څخه هم بده او ناوړه پدېده، د انسان وژنه نه بخښونکې جنایت دئ، له دې سبب اسلام هم دا خبره کوي چي د یوه بې ګناه سړي وژنه د درست بشریت وژنه ده.تاریخ شاهددئ،ډارن هلګ، دومخۍ(شیطان) خلګ،بې غیرته او بې وجدانه انسان به دخلګو وژنه کول، که شاه د انسانانو وژنه کړې وي یا ګدا انسان وژنه کړې وي، هغوي غښتلي او مېړني نه وه.په روښانه توګه او خوښئ سره لیکم چي دا د وژني نامرده، منفی پديده یا منفي خاصه زموږ دلوستواو نالوستوغښتلو په شان او اخلاقو کي نه وه. زموږ دغښتلوله نوم سره د انسان وژنه جوړه نه راځي. زموږ دغښتلواخلاق:"سوله، مینه، محبت، دوستي، مرسته او بخښنه" ده.

   هیڅ کله قاتل غښتلۍ نه وي، نه به وژونکئ انسان په غښتلو کي شمارسي. ټول حکمتونه ( خراب او ولسونه) پدې پوهېده، چي د هیواد والو په ډوکو مېشتو سیمو کي چي کوم مرمز قتلونه کېده، یا له محبسونوڅخه انسانان مرګ ته وړل کیده او لا وړل کېږي دا دچا کار وو اوچا دا کارونه کول، ټولو ته ښکاره ده.

 زموږدغښتلوپه ټولۍ کي د یوه انسان وژنه څه چي دخپل سیال، رقیب(حریف) وژنه ناځواني، بې غیرتي اوسپيتانه بلل کېده. پس غښتلي قاتلان نه بلکي پت ساتونکي، غیرت ساتونکي، پرقول او وعده ولاړ انسانان دي. هر انسان چي وعده خلاف وي، قول اوقسم ته احترام نه کوي هغه انسان هر څه کوي. تیمورشاه له ارسلاخان مهمند سره د روغي او دوستی قسم وکړه، خوعمل یې په ونه نه کړه. ناردشاه دکلکاني سره قران وکړه، مګر خلاف دهغه یې عمل وکړه، د اشرارو مشرانو په مکه کي په قران قسم وکړه، مګر عمل یې په ونه کړه، په ایران کي جوړو اشرارو(داتوواړو تنظمونومشرانو) د حیات الله خمنی په مخه کي پر قران لا کښېښود، مګر عمل یې په ونه کړه، کرزي او کابیني، اشرف غني او کابیني یې قرانونه واخیستل، مګرپه عمل کي هغه د پردو جاسوسان او رشوتخواره چي وه هغسي دي. اوس که یې خپلوان،علاقمندان هر څونه دوی ښاغلي او توریالي و بولي،توصیفونه وکړي، یا یې په توصیفونه کتابونه تور کړي هیڅ کله به هغوی غښتلي او میړني نه کړي.

 تاسي پورته و لوستل چي زموږ غښتلي په مقابله او جنګ کي خپل حریف داسي ځای په سیلا وه. چا ړه، چا قو، نیره، برینده یا کوم بل شي باندي داسي ځای نه وهي چي مقابل لوری د هغه د و هلو له امله مړه یا معیوب سي، که څوک داسي خلاف ورځي وکړي، هغه د همزولو په منځ کي په ناځوانی او بیغیرتی تورن کوي، بیا نو د ځوانان په محفل کي د تل لپاره شرمینده وي، چي زموږ غښتلي دا داغ پرخپله ټنډه نه وهي.

 هو، زموږ په ټولنه کي د نالوستو، غریبو ځوانانو له مجبوریتو څخه تل په ښارونو او کلیو کي حکومت او محلي خانانو ناوړه استفاده کول، په خپلو سراچو کي یې څه اړمند ځوانان ساتل، غلامي او وژني یې په کولې، البته هر څه د حکومت سره په شریکه کول.

نوټ: -- زموږ پرهیواد افغانستان باندي په دې (۳۸) کلونو کي د افغانانو تر منځ داسي جنګ او جګړې دپردو هیوادو په لمسون او مستقیم د خالت و تپل سوې، چي تعریف کیدای نسي.د افانستان تاریخ څه چي د نړۍ تیر تاریخ په دغه شکل جنګونه په خپله حفظه کي نه لري، چي هلته دي یو انسان داسي اعمالوته لاس واچوي کوم چي د انساني کرامت، افغاني شهامت، د ناموس،پټ،عزت او اسلامیت ټولي پولي پکښي ماتي ماتي سوي وي. دې بې توازونه جګړونه دا چي یوازي ئې زموږ د هیواد هغه نیم بنده خامي ابادۍ را ونه ړولې، انسانان یې را ووژل، بلکي زموږ کلتور، کلچراواداب ته ئې هم سخت ضررورساوه. دا جګړي د اسلام او افغانیت له اصولو وتلي جګړې وي. هغه پخوانۍ د زوراوغښتل والي مسابقې، رقابتونه اوجګړې شکلونه ئې په تروریستي حملو، غلچکي حملو اوناځوان مردانه وژنو،د پردیو دخوشحالیو او رضایت په هدف د څو پیسو دپارګروپی اوډلیزو وژنوو او دښمنیو هر څه را بدنام اوبدل کړه.

  سلاح د هرکسه او ناکس، هرترټلي او نتلي ته په پلاس ورغله پردوشبکو ولسونه یو د بل په وړاندي سره وجنګول، د وژنو په بدل کي خارجي څارګرو شبکو اوکورنیو دښمنو قووتونو وژنکي ته افرینونه ویل او نا چیزی، مادي امتیازات ورکول، دغه ټول د دی سبب سول چي هرلاپک به ډ یره وژنه کول. زموږ په هیواد کي جکړې د دوسیالو انسانان تر منځ چي تحقیر، بدالفاظو، سپکاوي، معیوبیت او وژنه به پکښي نه وه. یوازي د مقاومت او یا یودبل د معلومولو په هدف کېدلې هغه شکل ورک سوو.

چرأ: نه پوهېږم څونه وطنداران به له دې شان (نارې) سره بلد وي؟. چرا یوه محبسی دري کلمه ده چي په پښتو ژبه کې یې معنی(ولي) ده. ولي؟ پوښتنه یا سوالیه ده، خو زما مقصد هغه چرأ(ولي) چي په عادي اونورمال توګه دسوال یا پوښتني په بڼه ویل یا پوښتل کېږي هغه نه بلکي مطلب مي هغه(چرأ) ویل دي چي دقهرپه وخت کي په ځانګړي مفهوم سره په محبسو نو ویل کیده. د چرا ناره (چغه) یا دا اصطلاح ده چي له کابل دهمزنګ زندان څخه د و لایاتو محبسونو او کندهار محبس ته وړل سوې وه. دا چي دکابل په دهمزنګ محبس کي څنګه، کله، د چالخوا د اول ځل لپاره ویل سوې وه، نه پوهېږم.یوازي دمحمد ظاهرشاه او سردار داود شاه د حکومتونو پروخت په محبسونو کي د ننه بندیانو یو له بله سره د جنګ او جګړي پر وخت باندي دغه ناره کوله.

  معنی دا چي هلته دا د جنګ د میدان چغه (ناره)وه. دوه سیال او حریف ځوانان چي کله د مخامخ دجګړي پر میدان خپل اریف را وڅملوي(چپ یې کي)،یا یې اریف د جګړي له میدانه وتښتي، یا له ډېرو زخمنو او وینه تلو له امله چپ سي، نو مقابل یې په غرور سره په لوړ اواز دا ناره (چرأ) کوي. د دې ناري څخه مطلب داوي چي دایو خومي مات، یا وګټۍ د بل یوه سره هم مقابلې ته تیارپرمیدان ولاړ یم.

 د شاهي نظام په زندانوکي د بندیانو تر منځ هر وخت مشکلات را پېداکیدل، جنګ، جګړي کیدلي کله داسي هم پېښېدل چي جګړي به څو کسېزه یا ډله ایزي سوې، حتی دونه به غښتلي سوې چي درې څلور ورځي به حکومت د دې جګړو له مهار کولو څخه عاجز سوو. مړي به وسول، ډېربندیان به زخمي سول. څو ځل د کابل په دهمزنګ محبس کي دغه شان ډله ایزي جګړي وسوې او د چرأ اوازونه پکښي پورته سول.

 په محبسونو کي د خپل اریف خبرول او جنګ ته رابلل هم د«چرأ» په نار یا چغه سره کېده. طریقه یې داسي وه چي دوه ځله په لوړ اواز سره ږغ "چرأ، چرأ" دا دوې نارې هغه ږغ دئ چي خپل مخالف(حریف) جنګ ته را دعوت کوي. البته دا ږغ یا ناره په داسي ځای کي کوي چي په مقابل لورۍ یې واوري. مقابلې اوجنګ ته یې بیله ځنډه نفر ځان را رسوي، کله زیات تریوه راوزي، د لته د "چرأ، چرأ" ویونکي انډ یوالان هم ټول تیار او اما ده وي ګوری چي مقابلی ته یو نفر راوزي او یا زیات، که زیات تریوه نفر راووتل دوی هم د هغو په تعدا د جنګ ته وروزي هغه وو چي کله ناکله به لوی جنګ ترې جوړسوه.

  هیڅ وخت داسي نه پیښیدل چي د چرا د نارې پر اورېدو دي څوک غوږ کوڼ واچوي او مقابلې ته دي یو څوک را ونه وزي، اما ډ یر ځل داسي هم کیده چي د چرأ دنارې د اورېدو سره سمدستي مشرانو بندیانو ځانونه ددوجګره کونکوو په منځ کي ورواچول دجنګ مخه به ئې ونیول، لږداسي کېده چي د مشرانو ترسیدو د مخه به حریف ځوانان سره نژدې سول د سترګو په رپ کي به ئې یوبل پنځه، شپږ حتا لس لس ځایه په چړو سره ووهل.

  که به یوطرف ستړی سوو، یابه ولوېدی مقابل لوری پرلویدلي د چړی وارنه کاوه بیائې د "چرأ " ناره کول معنی یې دا وه چي بل انډیوال دي ئې رامخته سي، داشان جنګونوکي د ټنګ او سوست د معلومولو په منظور نه کيدل خو بیا هم یو پر بل عاریضه د حکومت خبرونه او شکایت پکښي نه وو.

  ترجنګ وروسته به هم د مشرانو بندیان لخوا ژرجوړه کېده پدې چي بل تر دغه لوی جنګ جوړنه سي، هغه داسي چي مشرانو به یوطرف پړ او ملامت وبلۍ، نو پړ او ملامت لوري او یا بل منځګړي به ډوډۍ کول هلته به دواړي غاړي سره پخلاکېده، بیا به یوله بله سره خواږه یاران سول. په واقعیت کي د محبسونو په د ننه کي د بندیانو تر منځ نظم او ارامي همدغو مشرانو بندیانو ساتلۍ وو.

  یو ځله د کابل د د همزنګ په محبس کي په کال ۱۳۴۴یا ۱۳۴۵هجري کلونو کي خدای مي دي غاړي نه بندوي ځکه د قیق تاریخ مي ئې هېردئ، د بندیانو تر منځ یولوی خپل منځی جنګ جوړ سوو چي څو تنه بندیان پکښي ووژل سول، که څه چي په اصل کي جنګ د کندهاریانو او مزاریانو تر منځ وو، خو پیژندنه پکښي نه کیده هیڅوک په امان نه وه.

   بل ځل ۱۳۴۹هجری کال کي د کندهار په محبس کي د بندیانو ترمنځ پر ډیره وړه خبره سخت جنګ ونښتۍ چي د حکومت تر کنترول ووتۍ ډېربندیان زخمي او ټپیان پراته وه. دغه جنګ درې ورځي داسي د وام و کړي عسکرد محبس سرایونوته نسوای ورننوتلای، عسکر یوازی د لوی تړلو دروازو شاه ته او یا د بامو پرسر وولا ړ وه. هر بندي مسلح وو، البته وسلې يي زیات چا قوګان، چړی او لرګی وه. څو دا خبره او جنک د لویو مشرانو بندیانو او سر پرستانو په منڅګړیتو بیرته ارام سوو.په دغه ورځو او شپو کي لویو بی غرضه بندیانو زیات زحمت وکیښ تشناب (غاو و) ته به ئې په نوبت سره د یوې یوې کوټی بندیان پریښول، څو په دریمه ورځ جوړه وسول او جنګ ختم سوو.

  د شاهي نظام په لویو محبسونو کي لکه: دهمزنګ محبس، د کندهار محبس، د مزار محبس، د کندز محبس، جلالاباد محبس، غزني محبس اوهرات محبس، دا لوي محبسونه وه. د ژوند شرایط پکښي ډېر خراب وه، تر ټولو بده خو لا داوه چي پاچهۍ و زندانیانو ته هیڅ ډول د ژوند کولو اړین وسایل نه برابرول، غذأ اوبه، کالي، بستره، دوا اوډاکتر هیڅ کله ورنه کړل.

   په بیکاره، وزګاره او له علمه بې برخي ټولنه کي د جنګ او جګړو پېښي معملاً ډېري وي، په زندانویا محبسونوکي ترازاد ژوند څخه څوچنده د بندیانوتر منځ جګړې ډېري پېښېږي. د ډېرو جګړوسبب لوږه،روحي،فزیکي شکنجې او فشارونه وه. اوس زموږ ډیري خوندي او وروڼه د دې وروستیو (۳۸) کلونو په موده کي له محبسونو او زندانو سره بلد سوه. ډېرو زندانونه او محبسونه و ګالل. پدې کلونوکي هم په زندانونو کي ظلم او وژني رواني دي. خوهغه د شاهي نظام د زندانونو په شان، لوږه، نه د خوب بستره، نه کالي، دواو وډاکتر، زنځیر، زولانه، غراب، په تیلو داغونه، په سره اوسپنه داغونه، یا شل، دېرش کاله په غذاب اوسیاچالونو کي اچونه،خیري اوشپږي نه وې، له یوي خواد حکومتونو وخت لنډ وو.نوربیا  

 

 

 

++++++++++++++++++++

 (18) برخه :

ټوخی او د یوې چړې جنګ؟

       غواړم یادونه وکړم، نیمګړتیا داده چي د خپلي ټولني(یاولس) په منځ کي پراته دودونه، رواجونه مو نه دي لیکې. (مثبت یا منفي) که دچاخوښ وي یانه لیکل یې لازم ګڼم ځکه د همدغو دودونو او رواجونو په رڼا کي به په راتلونکي ټولنپوهان څېړني تکمیلوي، نوي نسلونو ته به ټولنه معرفي کوي.

ټوخی :  (سلفه) ښځ. م. ټوخی، کنګ، ټمخی.

  (۱) ټوخی: په اصل کي یوه ناجوړي ده. د سږوتکلیف دئ، د سینې او ستوني د سوزش او بندش له امله راپیداکیږي، معنی داچي د سېني له تله را شروع کېږي په دغسي حالت کي ټوخی د انسان له اردې وزي، هرځای او هروخت انسان ټوخیږي. د لږ تکلیف لرلو په صورت کي انسان د خپل ځیګر او ستوني د صافولو په نیت خپلي غاړي تازه کوي، داهم د توخي یو نارمل شکل دئ. 

  ( ۲ ) بل شکل توخی هم سته  چي ارام، په سړه سینه او خپل اختیار سره وي، دغسي توخی د خبرتیا لپاره وي. د مثال په توګه هرنارینه افغان په خاصه مشران چي کوم مجلس حتا خپل کورته هم ننوزي اداب دا غوښتنه ځیني کوي، مخکي لدې چي د کور یا حجرې په وره(دروازه) دننه سي، حجره وال او کور وال باید په خپل ورتګ خبرکړي. د هغوی د خبرتیا ښه وسیله همدغه توخی (ټوخل) دي، چي موږ خلګ یې غاړي تازه کول هم بولي. کي د کورنۍ د غړو د خبرتیا لپاره  دوه درې ځله ټوخل (اه،اه) یا غاړي تازه کول ضرور دي او داکار ټول افغانان کوي. څو ښځینه او کشران متوجي سي، ځکه په افغاني ټولنه کي د مشر اوکشر، د نارینو او ښځو تر منځ  احترام او یوه دحیا  پرده سته، هغه پرده  باید وساتل سي. دا پرده کوم امتیاز نه دئ بلکي یو عزت او درنښته دئ ټولو لره، که څوک پروت وي، یا غیري منظم وي، د خپلو همزولو سره مجلس(خبري) کوي چي مشر یې وانه وري، لازمه ده چي هغوی چي په خپلو غاړو تازه کولو سره هغوی ته خبر ورکړه سي څو دمشرتوب او کشر توب عزت خوندي سي.

       ( ۳ ) بل د غرض یا مقصد (ټوخی): د غرض، ایشارې یا مطلب ټوخی د پورته یاد کړو دواړو شکلو د ټوخي سره یو مخ توپېر لري.دا هغه ټوخی دئ چي زموږ د غښتلو دښمنان یې په قصد او یوشمېر هیواد وال یې په نه پوهه سره زموږ د غښتلو لویه نقیصه بولي. وطندارانو دا تیر وتنه ده چي زموږ یو شمېر لیکوالو هم دغه تیر وتنه کړېده بیله دې چي د یوې پدېدې د سم څيړلو له پاره څيړنه تر سره کړي، خپل معلومات بشپړ کړي، بیا پر(ټوخي) یا دغه مسئله (پدېده) یوڅه ولیکي. پر هره پدېده باید څېړنه وسي په خاصه توګه  پر داسي مسئله چي  په ولس یا یوه کتله خلګو پوري اړه ولري. نه داچي په سر سري نظر ورته وګوري، ځکه داسي لیکني بیا وروسته پښېماني لري. له ډېرو بې بنیاده  تورنو له جملې څخه یو تور او تهمت چي زموږ پرغښتلو باندي لګول سوئ دئ هغه دغه د ټوخي مسئله ده.

      ټوخی(سلفه) اوغاړي تازه کول د غښتلو تر منځ دیوه شفر په بڼه سته، زموږ دوستانو دا مسئله سمه نه ده درک کړې  ځکه ئې سمه هم نه ده تشریح کړې.

     کله چي زموږ دهیواد دښمنانو پردې خاوره باندي تېري او تجاوز وکړ، زموږ وطن ته راغله  هغوی دلته یې په اول ځل زموږغښتلي د هغوئ مړانه، سختوالۍ، ټینګوالۍ، د خپلي خاوري او خلګو سره مینه ولېدل، چي هیڅ کله یې داسي غښتلي نه وه لېدلي.نو یې سمدستي ورسره  په زړونو کي کینه را پیداسوه، په بیلو بیلو داسي نومونو دوی بلل چي دولسونو په منځ کي یې بد ذهنیت د دوي په باب را جوړ کړي ،څو زموږ د غښتلو سره د خپلو ولسونو مینه ډېره نه سي. له داسي تورونو له جملې څخه یو همدا د ټوخي تور او تهمت وو. دوی واي :په کندهار کي د غښتلو له ډاره  څوک ټوخلای نسي، ځکه که څوک وټوخي بیا نو یوغښتلۍ (نامي) ورسره جنګ کوي.

     یوشمیر دوستان د دې لپاره چي ځان مخته وښي دوی د دښمن خبري ته ښاخونه او برګونه ورکوي او زموږ دغه بیوزله غښتلي په داسي یو تهمتو تهمتي کوي  چي هیڅ اساس نه لري." ما د زړه سواند په نوم د یوه کندهاري دمقالې په یوه برخه کي داسي ولوستل، محترم څیړندوی انجینرشیرشاه لیکلي دي " که څه هم چي پایلوچانو ښه خوی او خاصیت درلود خو د ټوخي پرسرد خلګو وهل او ټوکول هغه څه دي چي ډ یروخت ئې زیان عامو خلګوته رسیدئ".

 له نورو خلګو څخه ګیله پکارنه ده، خو د کندهاري وړڼو څخه باید ګیله وسي، ولي داسي یو تهمت وتړی،چي هیڅ کله د داسي یوې صحنې شاهد نه وي. هغه د دښمن تبلیغات غبرګوي، په عجلهء فیصله کوي، دلته زموږ دغښتلو دحیثیت سوال دئ، هرمیړنی خو په ټولنه کي د یوچا خپل دئ. هیڅ یو شخص حتا خپله لیکوال هم ماته نسي ویلای  او ښودلای چي د کومي مستندي پېښي شاهد دي وي. یا وویلای سي چي په دغه نیټه پلانی سړی دپایلوچ لخوا پرټوخي کولو باندي ووهل سوو؟.

   مشکل دادئ چي دا ښاغلی غښتلي نه پیژني، ورسره کښینوستۍ نه دئ، یوازي یې په کوڅو او با زار کي لوی لمني، بریتور، چوټي وال اولوی لنګوټي لیدلي دي، ددښمن تبلیغات یې اورېدلي دي. زه یې نومونه نه لیکم دغه یوشمیردوستانو چي د یوشمېر خلګو نومونه لیکلي دي او یا عبدالصمد په غزل کي راوړي دي دوی ټول غښتلي( پایلوچ) نه وه.

    خبره د ټوخي ده، زموږ پرغښتلو باندي تور او تهمت دئ، هر څوک ټوخېږي، ټوخی ترټوخي پوري فرق لري، څنګه ټوخی، څه وخت ټوخی؟ په عامه توګه ټوخی په دوه شکله وي، یوعا دي نارمل اود ضرورت ټوخی دئ، چي د ضرورت د پیدا کېدوپروخت ئې هرانسان هر چېري کوي،هیڅکله ئې څوک په وړاندي منفي غبرګون نه ښي او نه ئې ښولۍ دئ.

   بل شکل دټوخي(پېښه یا اکټ) دئ چي غیري نارمل، بیله وخته دغرض او مشخص مقصدلپاره په بل چا په سي کېږي، د داسي ټوخی څخه مطلب یوازي اویوازی دخپل معین حریف متوجې کول اودهغه پام ځانته را اړول وي. د دا شان ټوخلو ترتیب اودټوخي کولو طریقه او ږغ هم دعادي او نارمل ټوخی سره ښکاره توپیرلري.

   هدفمند ټوخی یا (وچ ټوخی) معمولأً دوه ځله پیوسته ټوخل وي، اول ځل لنډ ورپسي جفت دوهم ئې اوږد (کشال) وي لکه (اه، اها...)، همداسي لکه په کابل کي چي یو سړی د بل سړی د خبر تیا دپاره شپلک(شت) کوي.هرڅوک په هرچا پسي نه ټوخی، نه شیت یا شفیلکه کوي. یوازي حریف په حریف پسي ټوخي او شفېلکه کوي چي د ناميانو تر منځ به ویل کيدل " حریف ته مي خار ور ورسا ؤ"، " خارمی ورکي " یعنی په ځان مي پوهه کي ورپسي ومی ټوخل، جوړونکي کیسي چي وا یې څوک ټوخلای نسي ځکه جنګ جوړیږي، سم درک سوی نه دئ داسي بیانونه پرکندهاري ځوانانو باندي یوتهمت ګڼم.

 

 په یوه چاړه جنګ؟

 

     د یوې چړې جنګ یا په یوه چاړه ددوکسوجنګ، دا ډول جنګونه ډېرعام نه وه. دا شان جنګونه د دو خوږوانډیوالانو ترمنځ پېښېدل. که څه چي د ټولوغښتلو ترمنځ همېشه جنګونه یود بل په فزیکي توګه د له منځه وړلو په نیت او غرض نه وي، اما د ډېرو کلونوخوږو ملګرو او یارانو ترمنځ هم کله ناکله داسي بد قسمتۍ او خپګانونه راتلل، چي پایله یې د دوی تر منځ په جکړه تمامېدل.  دهمزولوځوانانو تر منځ دګرانښت سره سره بیایې هم تر منځ جګړې کېدې. هغه پردې چي یو بل یې نه سره منل، یوه به تر هغه بل ځان غښتلی او ښه باله مقابل لورۍ د هغه ټنګوالۍ او غښتلتوب د ځان په نسبت یو درجه بیا کښته ګڼي، نو د دې خبري د سپناوي له پاره چي انډیوالي یې هم خرابه نسي، د ځان د ټینګوالۍ (دکلکي ارادې) ثابتول وکړي، خپل دوست مقابلې ته رابلۍ. د خپل ځان د ښه ښولو په نورو مهارتونو اوښولارو چارو دغه بیچاره ولس  نه پوهېدئ.

     تر څو چي د یوې چړۍ په جګړه به یې یوبل ته دا ثابتول چي زما مقاومت له تا څخه ډېر دئ. هغه د ناپوهئ د دورې کار ته لاس اچوي، مګردوی ته هغه ښه ښکاري. هغه بد دیوې چړې جنګ ځانته خپل اصول لرل. بلې؛ د یوې چړې جنګ جګړې پر وخت دپام وړه خبره یې دا وه چي: پدې جګړه کي زخمي کول حتمي سته، وینه تویل پکښي سته،مګر وژل پکښي نسته، بې عیزتي، بې احترامي پکښي هیڅ ځای نه لري، عرض، شکایت او وروستۍ د ښمني هم نه لري، بلکي ډېر ځله تر جنګ، زخمي کیدواو بیا جوړېدو وروسته یې دوستي او ملګر توب نور هم غښتلۍ پاتېږي.

  د داسي جګړې پر وخت دواړه لوری چپ وي، ترمنځ یې یوه چاړه وي، یو یوه ته بل وبل ته دا خبره څو ځله په تکرار کوي چي اول وار ستاسي دئ او بل وا یې نه اول وار ستاسي دئ، ته چاړه واخله ما وواهه هغه بل په عیني شکل وړاندېز کوي.

    څویو له دوی څخه چاړه اخلي پرمقابل لوري د چړې یو وارکوي. بیا په ډېر درانوي چاړه مقابل لوري ته سپاري او خپل د هغه د چړې واري ته ارام درېږي او هغه یې یو ځای په چاړه وهي. په دغه ترتیب سره په حساب یوبل زخمي کوي، وینه بهېږي. د چړي د واري  کولو پروخت، وارخطایي، لړزه، ځان کښل، ږغ کول دا ټول د مات(تسلیم) په معنی دي، چي که داسي حرکت یا ږغ واورېدل سي مقابل هم نور وار نه کوي،جګړه ختمه ده.

    که چيري د ځوانانو په جکړه کولو خلګ خبر سي ژریې خلاصه وي او که څوک ونه پوهیږي بیا نو ترهغوپوري یو بل سره وهي چي یو له د وي څخه ووا یې بسته او یا د ډېرو وینوتللو له امله یو ولویږي، جګړه ختمیږي. د جګړي تر ختم وروسته یوله بله مرسته سره کوي، که له یوه لوري سر د تللو توان و نه لري هغه بل یې تر کوره رسوي یا دوستان پرې خبروي چي مرستي ته یې ورسي.

   د بدن پرهغه برخه چي د معیوبیت او مرګ سبب ګرځي وهل ناځواني او بې غیرتي د ه، نوبت نه مراعات کول ناځواني ده، د مقابل واری ته سم نه درېد ل سپیتانه ده، لکه څنګه چي مي لیکلي دي: عرض پکښي نسته، تر وهلو او زخمي کیدو   او جوړېدو وروسته نوره دښمني نه جوړوي، غشتلي هیڅ کله د خپل ملګري او یا هم مخالف په معیوب توب او مرګ نه خوشحال کیږي. مالیدلي دي یاران وه، جنګ یې تر منځ و سوو، سره زخمي یې کړه چي جوړ سوه  بیا سره دوستان او یاران وه. لکه کمال او اغامحمد. نوربیا
 

 

++++++++++++++++

 

(۱۷) برخه: غښتلي خیرن او چټل نه وه:
له شکه وتلې خبره داده چي په ټولو ادیانو په خاصه اسلام کي پاکئ(نظافت) ته ډېر ارزښت ورکوي، په اسلام کي خو راغلي دي چی«پاکي جُز د ایمان ده». په بدختۍ سره چي د پېړیو راپدې خوا چا پر ځان دغه اصل نه دئ تطبیق کړئ. یو لوی سبب د همدئ خبري دا وه چي زموږ علماؤ د وخت د ظالمو واکدارله ډاره د دې احدیث شریف معنی او ترجمه هغسي چي ده نه بیانوي. فکر نه کوم چي دغه احدیث یوازي له دې امل ویل سوئ وي چي لاس،مخ او کالی پاک وساتۍ، او باطني چټلي چي هر څونه وي هغه پروانه لري.
په اصل کي باطني سپېڅلتیا،پاکي ډېره اړینه او ضروده، هغه داچي حرام مه خوره، ظلم مه کوه،رشوت، غصب اوتیری مه کوه.زموږ ټول ټینګ، غښتلی، نامیان (پایلوچ) غریب او دغریبو افغانانو اولا دونه وه او دي. ځکه زموږ ټولنه له غریبو جوړه یوه ټولنه وه. هر په نس ماړې، سرکاري او درباري، په باطین چټلو کورنۍ والوته زموږ غریب، په نفس او زړو نو پاک ولسونه چټل ښکاري، ځکه په نس مړو او سرکاري غلو ته یوازي د یوه کس ظاهري پاکي د هغه دیمان جوز دئ، باطني پاکئ ته دوی ځکه قیمت نه ورکوي چي دوی په چلټي کي را لوی سوي دي. دوی څه خبر دي چي زموږ په ټولنه کي زیاتو بیچاره ګانو لکه څنګه چي له موره پر سپېره خاوره زېږېده، په هغوخاورو کي خاپوړي کوي، پر خاوره کښيني، په خاورو کي ګرځي پر خاورو بیدېږي، هلته مړه کېږي او په هغه خاورو کي ښخېږي، لا هغسي ژوند تیر وي. تاسي ئې په اوسنیو ورځو کي ګورۍ دافغانستان په زړه کابل کي واړه ماشومان، ښځي، سپین ږېري او ځوانان، د سړه کونو په منځ او څنډو ته کری ورځ په لمر، واوري او باران کي په خاورو او خټوکي د یوې کولې ډوډۍ دپیداکیدو په هیله ولاړ، ناست او پراته وي.
د جهاد ټیکداران، دحکومت قبض ګر او ټول په خیټه ماړه تش په نوم مسلمانان باید وشرمیږی، چي د داسي ولسونه او دهغوی اولادونه د خیرنو او چټلو په نوم توهین کوي. له یوې خوا دعوه لري په دروغو وایي چي مسلمانان ټول سره وروڼه دي. کړوته چي یې وګورې نو ته به هم ووایې چي د کفارو بلا دي پر داسي مسلمانما کورنیو وګرځي. حکومتونه اګاه سړی،سیاستوال باید چي شپه اورځ فکر وکړي چي څنګه وکولای سي خپلودغو وروڼو او د هغو کورنیو ته دانسانی ژوند کولو زمینه برابره کړی، ځکه دا ددوی مسئولیت دئ، دا د ټولني په هغو اړه لري چي ځانونه منور ګڼي، نه په هغو چي په ټولنه کي د پلنډرو پشان خپله شپه سبا کوي.
تاسي نه ګورۍ چي دا اوس په کابل کي خلګ خواړه، کالي، د اوسیدو ځای نه لري،د چښلو او به نه لري په زړو خیمو، دخاشوبه کوډلو، په خټینوغارونو کي ژوند کوي، پس د مرکزه لیري پرتو سیموکي به د ولسونه ژوند څه شان وي. زموږ ډېري کورنۍ د ژمي په شپوکي د حیواناتو سره په یو خونه(کوټه) درې میاشتي تېروي. د څښلو اوبه له خورا لېري فاصلو څخه پر سر راوړي. زموږ ښاغلي بیا لیکي چي زموږ غښتلي خیرن دي، د ولس له ژونده بی خبره له دغه بې وسه ولس څخه پاک ژوند او نظا فت غوا ړی ؟، ایا دوی د لټی ، سُستی او بیکاری نظا فت نه ساتي؟
نه دوستان د نیستۍ،غریبۍ اود ژوند کولو له اولیه ټولو اړتیاو څخه د محرومیت له مخي ظاهري نظا فت نسي مراعت کولای، په باطن کي پاک دي. د ژوند مشکلات یې دومره دي چي ظاهري نظافت ته ئې پام کیدای هم نسي. چیري چي غدأ(ډوډۍ) نه وي، د چښلو اوبه نه نوی نودځان منځلو اوبه خو بیخی نسته،په تشو اوبو خو بدن پاکیږي نه، اول صابون نسته بیا چي په ښار او بازار کي وي په رانیولو لي د چا زور رسېدئ. د ډېرو افغانانو (غریبو) داوسېدو ثابته مینه نسته، دوی په خواري او مزدوري پسي کله یو ځای او کله بل ځای ته ځي. د خپل بندن د پټیدو له پاره چي څه نه لري د هغوبه نظافت څه وي.

تاسودغه تصویرته وګوری، په بخښني سره چي تصویر دلته رانه غلئ


دا زما او ستا ورنه نه دئ؟ افغان نه دئ؟ که مسلمان نه دئ؟ د دی دلاسونوګټه، په لاس راغلې غله څوک خوري؟ ښه ورته و ګورۍ، کالو، څپلو،لنګوټو، لاسو او پښوته، خېټي یې هم دغه شان و ګڼه. له دوی څخه د نظافت غوښتنه او پوښتنه لیونتوب نه دئ؟ غښتلتوب، کار، هیمت او غېرت یې ډېر لوړ دئ. دا د ولس ژوند، زموږ د تش په نوم مسلمانو حکومتو نو او بابا ګان مېراث دئ.

سره د داټولو محرومیتونوما ته زموږ غښتلي خیرن او چټل نه وه، د هغوی مینه، وینه، زړونه او نیتونه پاک دي. غښتلي د ټولني دعامو وګړوپه تناسبب د خپلو امکاناتو ترحده پاک او خواپاکي ځانونه ساتل ځکه د غښتلوترمنځ د نظافت ، پاک نفسي او دینداري یوه مهمه سیالي وه او لاده، پس دا پرغښتلوباندی یو بیځایه تهمت دئ چي وویل سي ټینګ یا غښتلي خیرن او چټل خلګ دي.
ښه خبره خو دانه ده چي موږ هغه ولس ته چي د هغوی د ژوند په سمون کي مو هیڅکله خپل مسئولیت نه پېژندلۍ او نه سرته رسولۍ دئ، اخلاقاً موږ باید له ځانوڅخه وپوښتو چي موږ یا زموږ د خوښي حکومتونودې ملت ته د ژوند کولوڅه شرایط برابرکړي وه ؟ لویه سهوداده چي اجتماعي پدېدې مجردي مطالعه کوو او څیړو، حال دا چي ټولی اجتماعي پدېدې یوله بله سره تړلي، سره اخښلی دي او یوپربل متقابل تاثېر ګداره دي. نور بیا

 

 

 

+++++++++++++++++++++++++++++++++++++

 

 (۱۶) برخه: (غل او غښتلی)

 

    ډېر په غور یې و لولۍ: غله او غښتلي یو د بله مخالفي کلمی دي، نه غل غښتلی دئ او نه غښتلی غل. په فرهنګو کي د غل تعریف دا سي سوئ دئ: غل، چي جمعه یې غله دي.غلاکونکي: څوک چي غلاوي کوي. غلا: مال، پیسه...‎ پټونه غلا ده. دڅښتن له رضایت پرته په پټه یا زوردکوم مادي یا معنوي شئ اخیستنه غلا ده. باور مي دئ چي د غله او غلا داشان تعریف نیمګړۍ دئ.

     د غله اوغلأ بشپړ تعریف چي داسي وشي ښه به وي: غل، هر هفه شخص دئ چي "حق" پټوي. که دا حق مادي وي یا معنوي.

    حق څه شي دئ؟ حق:صحیح فکر اود واقعیت سره د مطابقت اصل ته حق وایي، رښتیا د حق یوجزدئ، په عربي لغت پوهنه کي وړ اوثابت شي ته حق وایي. که یوفرد، ولس یا دولت له خپل مقابل لوري څخه په وړ او ثابت ډول ګټه اخلي، نو د هغه بل طرف د ګټي خیال هم به پام کي و نیول سي. دظلم او فساد په وړاندي مقابله (مبارزه) نه کونکي لوی غل دئ.

   غلا: د خلګو ختا(تېر) ایستل دي، ولسونه په بیلو بیلو لارو پر خپل نصیب قانع کول دي. که په لنډو ټکو کي ولیکو پرون او نن هر هغه کس غل دئ چي په ډول د ډولو دځان په ګټه بل په تاوان دچا دتیرایستلو(استثمار) فکرلري. دا چي  کوښښ دې ته سوۍ دئ چي دغله نوم دولس په ذهنیت کي یوازي د مادي ( نقدو، جنس اومال) پټونکي ته ، یا لاره و هونکو ته ورکول سوۍ دئ، په دې کي ډېر رازونه پټ دي رښتیا او پوره خبره یا د غلا بشپړ تعریف هغسي نه دئ. وایي "غل دئ یاره په دنیاکي نن هر یو سړی غل دئ" دغه شاعر دا وینا ناحقه نه وه کړې. دغلأ پر سر خبره ډیرغټ بحث دئ نه غواړم غلأ،غل یاغله وستایم یا ددې ناوړه عمل څخه د فاع وکړم، اصلي پوښتنه داده چي څوک غل نه دئ؟ هغه  څوک چي غله نه دئ هغه  غښتلي دئ.

     غله خو نژدې ټول یو صرف دغلا لاری او طریقې مو بېلي بیلي دي. ولي دا خبره کوم؟ په اسلام کي د هر مسلمان او بیا د مسلمانانو نماینده( اسلامي حکومت) لپاره مشخص مسئولیتونه سته، هر څوک (حکومت او رعایت) مکلف ګرځول سوی دئ خپله وظیفه سرته ورسوي.چي د هغو له جملې څخه یو یې د بیوزلو د معیشت حق دئ. چي په افغانستان کي هیڅکله نه حکومتونو او نه ولسونو ورته پاملرنه کړې ده او نه یې کوي. ملأ په مسجد کي خطبه وايي د حکومت مشرته اوږد ژوند غواړي،لیکول، شاعر او ډېر روڼ اندي په کور دفتر او هرځای کرار ناست دي. دا د حق پټونه غلاده. 

 داسلام په نظام کي د بی وزلو د معیشت حق:  زموږ د بحث اساسي ټکي هم دادي:

   "داسلام نظام دامنلی ده، چي په جامعه کي د محرومینو او سوال کوونکو افرادو، داحق دئ  پر دولت باندي چي تر خپل نفوذ لاندي مځکه کي د بیوزلۍ، بیکارۍ، ناجوړۍ، کمزورۍ، بدنی نیمګړتیا، مفلیسيۍ، وړکتوب یا زوړوالي په حالاتو کي خپل او دخپلي کورنۍ د صحت د ښه والي اوژوند د پایښت لپاره د ټولني او اسلامي د ولت څخه ځای، پوښاک، خوراک، دوا دارو او نورد ژوند، لازم اسباب او سامان تر لاسه کړي، "  اسلامي حقوق ص ۴۱۸

    اول خو وایې چي اسلامي نظام دامسئولیت منلۍ دئ او دټولني او اسلامي دولت وظیفه او مسئولیت دئ. کمه دئ ولي درواغ وایو؟ چي زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، یا موږ اسلامي نظام لرو. وښیاست کوم دولت دغه پورته لیکل سوي خپل مسئولیتونه سرته سرسولي دي؟ تاسي په خوله اسلام منۍ، ولي عمل نه په کوئ؟ غله څوک دي؟ حق نه ویونکي او حق پټونکي. ایاموږ د ټولني دغړو په صفت او دولت د یوه اسلامی دولت په حیث خپله وظیفه ترکمه حد ته سرته سرولی ده ؟ د خپلي ټولني غریبو ته مو د ژوند کولو څه لازم شرایط برابر کړېدي؟ که موږ او دولت د واړو خپله وظیقه سرته نه وي رسولې نو بیا غریب ته ګوته نیول خو ډېره بده ده.

څوک ئې د قسم په یادولو اوقسم په خوړلو په زورغلا کوي، تجارخپل مالونه د درواغوویلو، تیراستلو په لار، څوک ئې په شېخي، پېري، تعویض،دم اوچوف، له لاري غلاکوي،عصري سړي یې درشوت، تحفو په نوم، څوک ئې د سړو تښتونی، سړو وژنی بل ګروپ ئې وپردوته دجاسوسي په لاره، د چوکي او حکومتی صلاحیت څخه په ناوړه ګټي اخیستني غلاکوي.

    هرلوی غلا او لوی غله ټول ارام ناست او په درنښت یادېږي. مګر یوغریب، بیکاره، بې زده کړو، وږئ تږئ ځوانان چي د یوه مجبوریت له مخي د چا له باغه میوه، د مځکي غله، له مسجده د پښو زړي څپلۍ، باسیکل، خولۍ وړې وي، یا لس و شل افغانۍ پټي کړي وي، هغوي وزندانو ته لویدلي حتا وژل سویدي.دې ته وایي انصاف او عدالت؟ ایا داعدالت دئ چي لوی غله دي ښاغلي وي، علما او روشفکران دي غلي وي غریبان دي تر ټلي وي.

     دتولني یوه غړي ته چي د ژوند کولو مناسب امکانات برابرنه وي له مجبوریته پدې بدعمل (غلأ) لاس پوری کوي، مسئولیت د چا  دئ؟ چا خپل مسئولیت سرته نه دئ رسولۍ؟ ولس ته د یوه مناسب ژوند جوړول د چا مسئولیت دئ؟. موږ اوتاسو ټول دعوه د اسلام او مسلمانۍ لرو، نژدې څورلس سوه کاله کیږي د اسلام او تش په نوم اسلامي حکومتونه مو لرل ایا دارښتیا ده؟

   په واقعیت کي نه یوازي زموږ په ټولنه کي بلکي په ټول جهان کي پخوا او اوس غله ښاغلي دي، سره له دې چي غلاً په هر دین او مذهب کي یو ناروا عمل بلل سوېده، غلأ، غلأ ده، د کاروانو لوټول د لاري نیول د مسلمان او کا فر څخه د مال اخستنه، رشوت اخیستنه،غصب، دوکه او درواغ دا ټوله غلاوي دي او بد عملونه، لږ په سړه سینه او ارامو اعصابو سره موجودی نړۍ ته ځیر سئ خپله به قانع سي چي خبره څه ده او غله څوک وه او دي.

    په اسلامی قوانینو خو داسي هم راغلي دي، پرغله باندي "د شریعت د ټولو لا زمه شرطي عناصرود موجودیت په صورت کي چي د غله په باره کي ئې  توضیح کړي  دی ) د هغو په نظرکي نیولو وروسته د شرعی حد جزاتطبیق کیږی، قاضی د قانون له مخي د غلاسوی مال نوعییت مقدار او اندا زه، د غلأ ځای او د هغه شرطونه چي د غلا فعل په عملی سوی ګوري.

    اول دغله اومال د څښتن په منځ کي ارتباط لکه خپلوی، شرکت یا دعوه داره یا د خادم اومخدوم رابطې او دغله د ژوند اقتصادی او اجتماعی حالات دغلاسوي مال قیمت، د غله سن او ذهنی، صحی حالت او داسي نور شیان لکه شاهدان د څیړلو وروسته د جزأ ور کولو حکم ورکړي)، هیڅکله زموږ په قضا کي دغله اقتصادي، اجتماعي حالت، ذهني او صحي حالت د مجرم پر وخت چا په نظر کي نه دئ نیولۍ د هغه په عوض کي، رشوت، تحفې او واسطې ډ یر کار کوي.

    زه سم نه پوهېږم چي د کم قضاوت له مخي یو شمېردوستان زموږ دوطن غښتلي غله بولي؟ ولي دوی دغښتلو د نوم او مړاني سره حسادت لري؟ حال داچي نه غښتلي او نامیان غله دي اونه غله غښتلي اونامیان، یا نه پوهېږي او یا د ښمني کوي. را ځي یو ځل بیاوګورو چي په ټولنه کي غله څوک دي؟

 که داسلامي عقیدې پربنیاد خبري کوو چي بایدو یې کړو، په اسلام کي خو (له ایږدنه ترخرمنده) که څوک په ( رشوت، خطا ایستلو، رښتیا نه بیانولو،  لوټولو، زور، چل اوهر بل ناروا عمل) د بل چا حق خوري دا ناروأ ده، غلا ده او غاصب دئ.یعني د یوه ایږدن دانی په ارزښتد کوم شی پټول غلأ ګڼل سوېده او پټونکي ئې غل دي، نود خروار او خرورونو پټونکي د مملکتو لاندي کونکي څوک دي؟

    لویه بدبختي موداده چي موږ او زموږ حکومتونه دایږدن دانی پټونکي ترټو،غندو،بندی کوو وژنو او بد بولو، خو د خرمند پټونکي ته بیا د مشر، صا حب، حاجی، قهرمان او بابا او نور د ویاړ القاب ور کوو،لاسونه ئې لاهم مچوو. شعر په دري ژبه دئ( از کجا کرد این سیم وزرش،نه بارید زاسمان برسریش، یا خودش دوزبود یا پدرش) واي دا دونه ثروتونه یې له کومه کړه، له اسمانه یې پر سر نه دي را اورېدلي، معلومه ده چي یا یې پلار غل و یا خپله.که چیري موږ هریو وخپلو ګریوانونو ته مغزی ورکاږه کړو او وګورو څوک به څونه پاک وي. بشپړ پاک به نو نا اعوذ بالله ملا یکي وي چي نسته، هر هغه څه چي دی هغه نسبي دي، لوی او اصلي غله په حکومتو کي پټ او یا د حکومتونو تر حما یې  لاندی ارام ژوند کوي. د لږو لوړ پوړو پاکو حکومتی خلګو څخه بغیر نور زیات رشوت خواره وه. لکه، فاسد ولسوالان، قاضيان، قوماندانان، واليان پا چهان، رئیس جمهوران، معاوینین، وزیران او صد راعظم مان وه.

   ما ونه لیدل څوک چي ودغو لویوغلو ته دې سیخه ګوته چا نیولی وي، چي تاسي خو رشوتونه خوړلي دي، په رشوت مودغه هستۍ را ټولي کړېدي، حتی نفرت هم ورسره نلری بلکي لکه مچان په شان د هغو پرد سترخانورا ټول وي.

 بلی دامنم چي ملاصاحب په مسجد کي واعظ، روڼ اندي به په خبرو، مقالو او شعرونو کي غلأ او غل په مجموعی توګه غندلي وي.هیڅ کله یې غله مشخص کړي نه دي.

   هغه لوی غله ټول زموږ په ټولنه کي سرې سترګي ګرځي د هغوی مځکي، باغونه، کورنه، ودونه چي دغلأ او رشوت په پیسو یې پلاس راوړي دهیچا له سترګو پټ نه دي.ټولو خولې تړلي دي، بس هغوی ښاغلي دي. په کلیو کي یو بله خبره داده چي وا یې: تاسونو بیا چیري دغله کلا(غټ کور) لیدلې ده؟ خلګ دونه ساده وه،  زه وایم غټ کورنه دغلودي.

 غله،رشوت خواره ټول په مسجدوکي د امام شاته په اول قطارکي ولاړوي او په ټولنه کي معتبراوعزتمند دي، د لته داروپایانو دغه خبره رښتیا ده چي ((د خرس غل محاکمه کیږيد وطنونوغل قهرمان کیږي)).

   ولي باید زموږ د ټولني غیرتمند، ټینک ځوانان په غلاباندی تهم کړو؟ لکه څنګه چي غښتلي غل نه وي هرلوی لنګوټی غل هم غښتلي نه وي. که دغلأ هر هغه پیښه چي په رښتیا یو با ارزښته(قیمتي) شی وړل سوی یا غلاسوی وي څوک په خپل ټول عمر کي ښوولای سي چي په هغه کي دی د حکو متی سړولاس نه وي.

 (ازکجاکرده این سیم وزرش = نه بارید از اسمان برسرش= پس یا خود ش دزبود یا پدرش)، له اسمانه هیڅ د چا پر سره پیسې نه دي را اورېدلي ، پس نو دا شتمنۍ یې له کومه کړې، ښکاره چي دی یا یې پلارغل وو.

   غلا دغښتلو مسلک نه دئ، بلکي داهم د ټولني دنورو بدمرغیو په شان یوه بد مرغي ده چي په ټوله نړۍ کي په لږ توپېرخوره وره ده، خبره لڅ ده چي په تیرو کي او همدا اوس هم هرڅه د وخت د دربارونو(لویو غلو)په موافقه او دهغوی په اجا زه لیکل کيدل اوکیږي. په تیرو کي مو واکدارمو صفویان اویا د صفویانو نوکر وه. د صفویانو سیاسي سلط اونفوذ دافغانانو په خاصه د پښتنود ژوند پر هربرخه منفي اثر غور ځولۍ  ؤ اوس هم برلاسي دي.

داچي دغه د غښتلو کلمه واکدارو بده(پایلوچ) معرفی کول دا اوس ئې هم څوک په نه فهم او څوک په اګاهانه ډول په بد مفهوم سره کاروی، تاسي وګوری او ولولی سته خلګ چي ټوله ورځ لیکني کوي پدې منظور چي امیر عبدالرحمن غوندی خاین سړی ته د برات کالي ور وا غوندی  لاکین زموږ غښتلي بیا بد معرفی کوي.

    زموږ یوتعداد پښتانه لیکوال دهغوی د کلونومنفي تبلیغ، نفوذ او اغیزې تر أثرلاندي راځي کله ناکله زموږ ښه ځوانان بد ګڼي، تاریخو نه مومنحرف او ګودره لیکل سوېدي هلته دغه مهمه مسله همداسي ګود ره په قصدي توګه لیکل سوېده،

 اول دا باید  ولیکم چي غښتلتوب، ښه ځوانتوب یاناميتوب په اصل کي دغه دری واړه یوه خبره ده، داکه منفي پدېده وي اویا مثبته پدیده، یوا قعیت دئ شتون ئې لاره، شتون لري  او شتون به وساتی زه ئې  د ټولني په رشد کي د حالاتوبرابرد نورو پدیدو په شان یو عینی پدېده  ګڼم.

یوشمیر بد ذهنه سته چي د خپل نظر مخالف زغملای نه سي، په عوض د دې چي د مخالیفینود نظرونو په وړاندي  خپل علمي اومستند دلایل ولیکي او لوستونکي پرقانع کړي، بلکي دوی نوره بې ادبي لا هم کوي د مخالف پرباډۍ، رنګ، لاسونو، پوزه، غاښونه، خوله او ویښتو منفي بحث کوي. پر هغوی ټول د بدرنګه، غا ښور، تور، کوچني، چپکي ستر ګې، بریته نومونه ږدي، مګرخپل د نظرې اوعقیدې ملګري بیا لایق، ښایسته، جګ، تورسترګي او دښه کوارې لرونکي بولي، نوپخوابه خلګو ویل " تورکارکه وایې زماسپین که کیه زویه او زیږګی وا یې زما پستکیه زویه "، انسان، بیا لیکوال باید د حیواناتو سره توپیرولري، دامي ځکه ولیکل چي سته خلګ په بی پروا یي بیله توپیره څخه ټولو نامیانوته د چرسي، خیرن، چټل، غل، جنګي، د خلګو زوره ونکي او داسي نور نامناسبب الفاظ استعمالوي چي دا هم له انصافه وتلی کار دئ. نوربیا 

 

++++++++++++++++++

( ۱۵) برخه:

دایوه ښکارمسئله ؛ زما د یاد خبره هم ده، زموږ په کلیوکي د ګوتو په شمېر له څوکورنیو سره دا توان وو چي د خپلوپښو دپټولو له پاره څپلۍ ولري. تر پنځوس فیصدو ډېرو کورنیو نسوای کولای د خپلو پښو پټولو لپاره( موچڼي، ګاولي، بوټونه، چاروغي، چوټي، کلوښي، موزې،یا چپلکي) واخلي.د هغو له جملې څخه یو زه خپله ووم، بیله مبالغې څخه زه چي کله اتم ټولګۍ ته ورسېدم(شپاړس) کلن سوم، کوچني اختر ته مي د خدای بخښلي پلار سره دا توانایي پیداسوه څوما او تر ما مشر وروته مي یوه یوه جوړه نوی کالي( کمیس او پرتوګ) اویوه جوړه بوټونه واخلي.
هیڅ مي له یاده نه وزي تر اختر یوه هفته مخکي یوه ورځ پلار ښارته له ځان سره بوتلم. ما تر دغه مخکي ښار نه وه لیدلۍ، اوس فکر کوم چي سرپوښه بازار ته یې زه او زما مشر ورور بوتلو. هلته یې بوټونه را رانیول. کېسه یې اوږده ده، شپې ته بیرته خپل کورته راغلو. د اختر په شپه به مي دغه بوټونه تر شل ځله ډېر په پښو کړي او کښلي وي تر څو بیدېدم دغه کار مي کاوه. په څه لیري کلیو کي خو خال خال داسي څوک پیداکېد
ل چي پښې به یې پټي وې. دا به ښه وي چي یوه خبره دلته را یاده کړم،زموږ یو شمېر ښاريان چي د خپلي ټولني څخه خبر نه دي، له ولسي ژونده خبره نه دي، هغوی په نس ماړه په تن پټ دي بیا هغه کورنۍ چي پلرونو ئې د وخت په حکومتونوکي سربیره پرلوړو چوکیو،تنخاګانو پیدا اوپناه(رشوت) یې هم لرل، هغوی شتمن وه. د شتمنو اولادونه څه پوهېدل چي پر خلګو دا ژوند څنګه تیرېدی، پس د تیرو نظامونو علاقمندان چي اوس زاړه سوې هم دي، تردې دم د خپلي ټولني څخه بی خبره پاته دي.
د مثال په توګه په
۲۰۱۴ م کال ؤ په یوه افغانۍ تلویزون کي چي د امریکأ څخه ئې نشرات لرل ما د افغان نستان پر تیر تاریخ د خپل ولس پر غرېبۍ څه خبري وکړي او هلته مي دا وویل چي زموږ ولس د خپلو پښود پټولو دپاره څه نه لرل. ډ یر ژرد وو مکتب لوستو کندهاري ښاري زړو دامریکا د نیویارک څخه وتلویزون ته تلیفو ونو نه راوکړل، زما خبره ئې د واقعیت لیری وبللی ویې ویل چي په افغانستان کي داسي څوک نه وه چي بوټونه دي ئې نه لرل. دا څنګه امکان لري چي یو کس دي لڅي پښې پدې ډبرو اوخاشوکی وګرځي. اول شکر دئ دوی دا هیمت نه لري چي په خپل نوم مېډیا ته را ووځي، که ځان لڅ کړي ولسونه به پر تو کړي. زه پوهیدم چي دوي د سلطنت له نوکرو کورنیوغړي دي، دوی نه غواړي چي ولسونه د خپلو پلرونو په تیر ژوند باندي خبرسي. ځکه د حکومتونونه کار کول او خیانتونو رسوا کېږي. یا به دوی په رښتیا ساده وه، یا د ولس دښمن خلګ چي تر اوسه د خپلي ټو لني بې خبره کندهاریان وه.
په وروستیو کلونو کي کله چي دهرات کندهار، کندهار او کابل تر منځ غزېدلې لاره پخه( قیر) سوه، تجارو له روسې، ایران او پاکستان څخه د پښوکولو لپاره، ربړي چمپلان، بوټونه، کلوښي(ماسئ) موزې اونور ډولونه را وړل سوه، چي نسبت وطني څپلیو( موچڼو،ګاولو، بوټونو او چوټو)ته یې بیي ټیټي وې، د یوکم شمېرخلګو وسه رسېدل چي په کال دوو کي ځانته یوه جوړه رانسي. بیا هم تر نیماي ډېر خلګ لڅي پښې ګرځېدل، پس دا ټول خلګ چي لڅي پښې ګرځېدل دوی(پایلوچ) بلای سوو.
مګر بیا هم د پایلوچ نوم سره ل
ه دي چي دښمنانو په بده معنی او مفهوم زموږ غښتلو ته کارکاوه، خو دولسونو په منځ کي دپایلوچ نوم دغښتلي او مېړني په معنی وو. زموږ غښتلي دولس زامن وه هغه څه یې استعمالول چي د رانیولو وسه یې وه، هغه څه ئې استعمالول چي زموږ په ټولنه کي پیداکیده. غریبو خلګو سره له دې چي څپلی به یې لرلې د سفر، ځغاستی او تیزتګ پروخت خپلي څپلی په خپل پټو کي په شا پوری تړلې، لڅي پښې به پر لاره تلل، دا زموږد شاته پاته ټولني داکثریت ولس د غریبي نښه وه.
تر هغه ځایه چي ما ژوند کړی دئ زموږ د کلیو نوي(
۹۰) فيصده خلګ د پښو څپلی نه لرلې اولڅي پښې ګرځېده، زموږ ټولنه چي غوښنه برځه ئې د بزګرو، باغوانانو، کوروانانو، چوپانانو، خرکارانو، ساربانانواو دورځي دمزدورانو څخه جوړه وه. پایلوچان هم د د وغو سړو زامن به وه.
اول خو دوی دپښوڅپلۍ نه لرلې بل دوی ټوله ورځ اوبه لګوي، ویالو او لشتیو کي کار کوي له خټو ئې پاکوي، جوه کارونه کوي، په سوزبرونو کي پاکي یا پوجئ کوي، واښه، شپتلی اوښپیشتی ریبي، خټه ا ړوي د یوالونه جوړوي، خښتي موږي، دا ټول کارونه له څپلیوسره دغه کارونه کېده، حتا د مړو(خانانو) د کورنیو د آسونو شاتران او میتران ټول لڅي پښې به ګرځېده، ګوروانان چي په چمنونو کي حیوانات پیا یې هلته اوبه او خټي وي څپلۍ نه چلیږي، ولس بېچاره د خوب کولو پر وخت هم پر لڅه او کلکه مځکه ژوند تېروي.
زموږ ټولنه له دغسي خلګو جوړه وه. غښتلي له خپلي جامعې څخه جلأ خلګ نه وه. چي زمایادېږي یوشمیرخلګو به خپلو ځانونو ته چاروغي جوړولې او په پښوکولې خصوصاً چوپانانو چي ډېر وخت د خپلو(رمو) سره پر وچه مځکه کرځېدل.
بیا چي ګاولي را پیداسوې د چا چي وسه رسېدل د خپلو پښو د پټولو لپاره یې ګاولي رانیولې. ګاولي د ګامېښو او غویو له پوستکي څخه جوړېدې، کرار کرار دې صنعت وده وکړه موچڼي، بوټونه، چوټي، موزې، کلوښي یا ماسئ، تولېد ډیر سوو.البته هر یو یې ډېر ډولو او شکلونه لرل. بیا نو پاکستانی چپلکي په وروسته کي دروسي څخه روسي کلوښی او موزی را پیداسولې، ناوخته د جرمنی څخه زاړه بوټونه د (لیلامی) په نوم، وروسته د کانادا، امریکا او په ورسته کي د کوریا څخه زاړه بوټونه، کرمیچ راتلل زموږ ولس ئې تر اوسه استعمالوي، زیات برخه د هغونامیانو چي اقتصا دي توان به ئې لاره تلاښ کاوه چي اول ګاولی، بیا موچنه پیداکړي، دریم انتخاب به ئې چوټه وه.
په موچڼو کي سوچه، چارا شه موچڼه، د وبیلۍ موچنی، ډ یروخوښول چي اوس په هغه کفیت سره نسته، یو بدل شکل
یې سته چي هغه هم لږ استعمال لاره هرچا یې د رانیولو توان نه لاره، لږو ټینګو، غښتلو په پښو کولې، د چوټو انواع او ا قسام زیات وه. مشهوری ئې بهرام جانی چوټه، زرینه چوټه، ټایری چوټه، کرپسول چوټوښه با زارلاره، خوپه ورستیو کي یوی برخي غښتلو اهوبوټونه هم په پښو کول.
په د قیقه توګه لیکم کله چي زه د ښوونځی په کښته صنفونو کي ووم هروخت چي به مسجد ته د لمانځه داداکولود پاره ورتلم د ملاصاحب تر شاه به لس پنځلس کسه په جمعه ولاړ وه.هلته چي د څپلیود کښلوځای وو ترڅلورو زړوڅپلیو به زیاتی څپلی نه وي ختلي، ددې خبري معنی دا وه چي زیاتوخلګو څپلی نه لرلې، بل په زیات تعدا د شا ګردان ښوونځی ته لڅی پښی راتلل.
نوربیا

 

 

 

++++++++++++++++++++++++++

 

( ۱۴) برخه: د غښتلوکالي او پرتوګاښونه (ایزاربندونه):

د کالو به ئې درته څه ووایم : هغه څوک چي د موره لڅ زیږی، د ځان په پټولو باید  ونه نا زېږی، ځکه چي بیر ته مځکي ته لڅ ستنیږی.غښتلوهغه وخت غټه لنګوټه اوږده شمله اوږد کمیس او پراخ پرتوګ د ځان پټول سپیڅلتیا انساني  شرافت دغزت اوغیرت سمبول بلئ. د پیر محمد کاکړ په خبره:

دریغه ګل به د ګلزار وي موږ به نه یو

د بلبل به پری چیغار وي موږ به نه یو

د زړه یار به مو افسوس پر مزار کاندي

تور لیمه به یې خونبار وي موږ به نه یو

    داغوستلو د کالو شکلونه یې د وخت او زمانې د غوښتونو سره تغیر خوري او خوړلۍ یې دئ. ددوی د کالو شکل اوس هغه چي مالیدلي وه په ډول نسته یا ډېر کمیاب دي.زموږغښتلو سر بیره پر پورته لیکل سوو ښو صفتونو چي لرل داغوستلو کالي یې له نورو خلګود کالو سره څه تفاوت لاره. د هغو چي وسه یې رسېدل کمېس یې څلور درزه(چهاردرزه) لمن یې تر ځنګنو یوه لوشت کښته، پر توګ یې ارت(پراخ) وه. د تاریخي روایاتو له رویه چي دغښتلو پر جامو باندي داسي یو څه لیکل سوېدي: د تاریخ په اوږدو کي ټینګو یا غښتلو شنه کمېسونه او تور پرتوګونه اغوستل. زموږ تاریخ نویسانو د غښتلو ددغه شنه او تور رنګ انتخاب یا خوښونه نه ده روښانه کړې، چي په کوم دلیل غښتلو د خپلو کالو لپاره  شین او تور رنګ خوښ کئ؟ ما څوتنه لیدلي وه چي شینه کمېسونه او تور پرتوګونه یې اغوستل.

     که رښتیا ووایم زه یې هم په سبب نه پوهیدم، دا معماپه ۱۳۵۰هـ ش کال کله چي زه د کندهار په زندان کي بندي وم د محبس په (۷۰۰) څو تنو بندیانوکي یوازي دوتنو دغه رنګ کالي اغوستل. د نومونو څخه یې پرهیز کوم، کیسه یې اوږده، ما یوه ورځ له یوه څخه د دوي دهغه دکالو درنګ (شنه او تور) د انتیخاب پوښتنه وکړل، چي دا رنګ کالي دي ډېر خوښېږي؟

     نوموړي داسي قانع کونکۍ جواب راکړئ چي د سوال ځای راته پاته نسو.« معلم صاحب؛ ژوند مي له خطروسره دئ، په محبس کي اریفان لرم او تر محبس د باندي د ښمنان لرم،هر کړی د یوې پېښي امکان سته، د جنګ او جګړې امکان سته، دغه شین او تورنګ په دې ښه دئ چي که وینه پرتوی هم سي هغسي لکه سپین رنګ چي نارې وهي، تور او شین هسي کار نه کوي چي ټول خلګ در خبر کړي.» زه په خبره پوهه سوم چي ولي مخکنیو غښتلود خپلو کالو لپاره شین او تور رنګ خوښاوه.

   کورنیو او کلیوالو به د غښتلود ښو اخلاقو ستاینه کول، د غښتلود کالود پاره نسبت نور خلګوته څه زیات تیکه کارېده، ځکه کمیسونه ئې بارچاکداره (چهارد رزه ) او لمن یې ترځنګانه تیره او ږوده کوي. پرتوګونه ئې خښتګ لرونکي او چینداره کوي. مګرپه راوروسته کلونو کي څه ښاري غښتلو په دغه شکل د کالوجوړل نه کول، هغوی د ښارد خلګوپه شان ځانوته کالي ګنډل.

     د اقتصاد په پیاوړتیا، دعصری ټوکرانو د ګنډونکي(خیاط )د ګنډلوماشینو په منځ ته راتلو سره دغښتلو(ټینګانو) د کالیو په رنګ او سکښت کي تو پیرونه راغلل، بیا هم تر ډیره حده د دوی کالي د رنګ سکښت او جوړښت ترتیب ئې ځانګر تیا لرل، کالي به یې ترعادي خلګو څه پراخ او د کمیس لمن به یې اوږده وه.

    د کالو دغه ډول حتمی نه وه اونه کم بنديزسته چي بل انسان په دغه شکل کالي نسوای کارولای، ډېروځوانانو دغه شکل کالي جوړول او اغوستل، دټینګو(غښتلو)په شان پرلاره تګ یې هم کاوه او کوي. زموږ ټینګ(غښتلي) پردی خاوره چي اوسیدل په بیلو بیلو منطیقو کي د هغه ځای د شرایطو او آب هوا سره برابرد کالو ځانګړی شکلونه لرل کندهارکویټی پیښاور د کابل شاوخوا پراته ټنګانو(غښتلو) د کالو د استعمال له یوه مخي یو شان نه وه.

د هریوه ټینګ (عښتلي) وزن د ټینګو سره په ناسته پاسته کي ژر معلومېږي چي څوک ټینګ(غښتلی) اوڅوک بیا پیښګردئ، تر ډېره حده په ښارونو کي همدغه پیښګر یا شوقي ځوانان دي چي کله نا کله  خلګ بېروي، دخلګوڅخه ئې لاره اوګودر ورک کړي دي.

     د غه په شعرونو اوغزلو کي راغلی نوم وال تر (۹۵) في صد وڅخه لاډېرئې ما له نژدې پېژندل، ډېر د دوی زما سره  په محبس کي بلد وه، ښه ځوانان وه خو دوی ټول ټینګان(غښتلي) نه وه.

     ټینګانو یا غښتليود کالیو د آغوستلو د بوټونو په پښو کولو او پر لار باندي د تګ ځانته خاص فورم لاره د ساري په توګه:

     ټینګان به پرلاره چي روان وو یو شمېریې داسي پر یوبغل څه کوږ رهي به وه بل شمېر یې آرام په غټو درنو موزونوقدمونو لکه په شمار چي قدمونه اوچتوی پر لاره تلل چي داحرکت په ځانګړی ډول یو دخبر تیا پیغام وو چي لیدونکو ته یې ورکوی او د خلګو پاملرنه یې ځانته را اړول په حقیقت کي یې ځان ور معرفي کاوه دغه حرکت نا موزون نه، بلکي ښکلی په قوت او انرژي کي معلومیږي داسي ښیي چي سړی غښتلي یا ټینګ دئ. 

    دوخت په تیریدو د ټولني په عصری کیدو سره د دوی په کالو،تګ او کړو کي هم مثبت تغیرات راغلي دي خو غیرت مړانه ټینګښت او غښتلتوب یې ساتلی دئ د پخوا په څیر غټه لنګوټه اوږده شمله،موچڼی اوږده کالي نه استعمالوي پر لاره تلل یې هم د پخوا په شان نه دي پاته چي دوی به په خپلو مخصوصو نری څوکه لرونکي بوټونو یا موچڼو کي د ګوتو پرسرتلل او پښه به یې پر مځکه وهل داسي اکټ به  یې کوي چي ګویایو مهم ځای ته روان دئ او یو هدف تعقیبوي دغه حرکت هغه وخت هم لیدونکوته په زړه پوري وه او د یوې مثبتی هیلي حکایت یې کاوه.

    غښتلي هم د نورو انسانانو په شان انسانان دي، د ټولني اوخپلي کورنۍ  د نورو غړو په شان کالي اغوندي، د تاریخ په اوږدو کي چي انسانانو د مختلفو شیانوڅخه د کالو دپاره استفاده کول غښتلو هم هغه کول، له کم وخته چي ټو کر پیداسوېدئ د ټوکره څخه نه یوازي دیخنۍ اوګرمۍ څخه د بدن د پټېدو او خوندي توب دپاره ګټه پورته کیږي، بلکي دعفت د پټیدو ښه ایسیدو په خاطرد ښې تکي څخه استفا ده کيدل.

هر چېري هروخت خبره د اقتصادي زور او توان سره تړلې وي. خومعمولا یو شمېر غښتلي چي وس ئې ورسیږي تر نورو کلیوالو لږ اندازه د خپلي خوښی تیکې څخه کالي جوړول، ځکه چي ځوانان د ځوانانو سره سیالي لري، کورنیو به هم د خپل کورد ځوان خیال ساتۍ کلیوالو هم ځوان ته په ښه سترګه کتل،نه دا چي د خپل کور غښتلي ته به کورنیو په ښه سترګه کتل بلکي د هغه په شتون او خپلوی به ئې فخرګاوه. په کلی او محل کي به د خپل غښتلي د سر په برکت په جګه غاړه ګرځیدل. د هغه ځوان په نسبت به له د وي څخه د هر غله او غدوی پښه لنډه وه.

پرتوکاښ (ایزاربند):

    تاسي ته به دا خبره د تعجب وړي او که نه؟ پر پرتوګاښ(ایزاربند) باندي خبري، ډېرو لوستونکو ته به دا یوه مهمه مسئله نه ښکاري خو ډېره اړینه ګڼم یو څه معلوم در کړم، پر تو ګاښونه د پرتوګ د ټینګ ساتلو ښه وسیله وه او لاده،د پطلون د ټنګولو لپاره (کمربند)په هغه شان وظیفه سرته رسوي. فکر کوم زموږ دغښتلو دپرتوګاښونو په هکله دي وطنداران سم معلومات ولري، ځکه هیڅ لیکوال دغښتلو د کالو(لباس) په تشریح کي دې خبري ته متوجې سوي نه دي، یا یې بې ارزښته په خیال ورتلل، یایې معلومات نه لاره چي څه پر ولیکي. هر څه چي وه، خوهر څوک په خپل پرتاګه، پطلون، نیکر او یا د اغوستلو هربل څه د ټینګولو لپاره له یو شي څخه کار اخلي، چي دغه ته زموږ په ژبه کي  پرتوګاښه(ایرابند) وایي، سره لدې چي په کورونو کي اوبدل کېږي، د اوبدلولوی فابریکي هم لري، ځکه اړتیا ورته سته. دا چي له څه شي پرتوګاښ جوړوي، یا څه شي د پرګاښ پر ځای کارول ( واګه، تناب، کشک یابل شی)،خودغښتلو په کالو کي پر توګاښ یو ډېر د پام وړمسئله ده.

   زموږ په ټولنه کي دعورت پټول نه داچي په مذهب کي مو فرض بلل سوي ده، بلکي په کلتور کي مو دعورت پټېدل او ساتل اخښل سوې خبره ده، غښتلي مرګ قبلوي، خو د عورت لڅېدل نه مني. ستاسو څخه دي پټه نه وي زموږ په وطن کي ډېر شمیر غښتلي د خپل عورت د نه لڅولو او پټ ساتلو له امله اعدامونه یا شل کاله قیدونه منلي دي. زموږ په هیواد کي حکومتونه ډېر ظالم او ناروا وه، په کلیو اوښارنو کي چي به کومه ناوړه پېښه وسول، بیا به نو حکومت، خانانو او ملکان په ګده د پېښي د عاملینو د نیولو او پېداکول په بهانه د منطقې غښتلي نیول(بندي کول)، وهل او ټکول څو په غښتلو باندي دا مني چي دوي جرم کړئ دئ او هغه بندیان او د خپل کور کلي څخه لیري کړي.

   حال داچي حکومت، خانان او ملکان ښه پوهیدل چي په منطقه کي د دې او بلي ناوړي پېښي عاملین څوک دي، خو دوی خپل اهداف لرل، له چاڅخه څنګه پېسې واخلي او څوک له منطقې ورک کړي. هغو ځوانانو چی په جرم کي د خپل لاس لرل به یې نه منل هرډول جزاګاني به ورکول کېدلې څو اعتراف وکړي، که په وهلو او شکنجو به څه پلاس ورنه غلل، بیا نو د عورت د لڅولو خبره یې ورته کول، چي د خلګو او دوستانو په مخکي به دي پرتوګ وباسوو، د داسي ناروا عمل زغم له غښتلو سره نه وه. هغه وو چي پر نکړي جرم به یې اعتراف کاوه، همدي اعتراف به ځوانان، اعدام یا شلو کلونه زندان تیره ولوته درول.

    زموږ په ټولنه کي تر څوچي یو ځوان د خلګو په منځ کي د غښتلي په نوم پېژندل کیږي یا تر هغه مرحلې رسېږي، څوجنګونه، زخمونه، وهل او زندانونه یې باید تیر کړي وي.کله چي ژوند یې داسي وي نو هر غښتلئ به  اول د خپل عورت د خوندي ساتلو لپاره تلاښ کاوه، عورت په پرتوګ پټېږي، پرتوګ په پرتوګاښ ټېنګېږي، نو ځکه پرتوګاښ ډېر مهم دئ. دغښتلي پرتوګاښ(واګه) وي. واګه: هغه له وړینو ورېشل سوو انڅیو څخه اوبدل سوئ تناب دئ چي د پرې کیدو خطر یې لږ دئ، حتا په چاړه او چاقو هم ژر نه پرې کیږي.په پخواکي به کورنیو دغسي پرتوګاښونه اوبدل، د پرتوګاښونو په یوه سره اوبل سر کي به یې دوه دوه یا څلور څلور واړه ښایسته زنبکونه ور اچول، چي اوس مخ پر ورکیدو دي.

   په وروستیوکلونو کي کله چي له پاکستان څخه نرم، د سپڼسیو(تارو) څخه اوبدل سوي پر توګاښونه په بازارونوکي را پیدا سول، بیا نو د واګو په عوض ډېروخلګو هغه پرتوګاښونه کارول چي له پاکستانه را وړل کېدل،غښتلو هم. خو غښتلو د هغو پرتوګاښونو په منځ کي یو ډول نرم او نازک ځنځېرونه تیرول چي هغه هم له پاکستان راتلل. ټینګو،غښتلو پر توګاښ او ځنځېر دواړه رانیول.د نرم پرتوګاښ په منځ کي یې تیرول، یابه ئې دغه پاکستاني نرم ځنځیرو نه په ټوکرانو کي پوښول د پرتوګا ښونو په عوض به ئې استفا ده ځینی کوله.

   داځنځیرونه نسبت واګو ته سپک، نری، نرم او دبارو وړ وه. د چړی او چا قو وهلو او یا خطر پروخت به نه پرې کيدل. تاسي پوهیږی چي ټینګ، غښتلي خپل عورت ساتلو ته ډېرپام کوي. مرګ په خوښه قبلوی خو د عورت لڅول نسي منلای.

     زه د پرتوګاښونو په دونه پیمانه اهمیت نه پوهیدلم، هغه وخت چي خپله بندي سوم، په محبس کي ما بندیان لیدل چي دوی په څه شان د خپل پایواز را تلوته تیاري نیول؟ د هغو بندیانو کورنۍ چي محبسونو ته به نژدې په ښارونو کي او سېدل او د ژوند شرایط به یې په اقتصادي لحاظ ډېر بد نه وه، هغوی د خپل دوست لیدو ته په هفته کي یو ځل را تلل، پاک(منځلي) کالي به یې ورته را رسول. اما د هغو بندیانو خپلوان چي له ښاره لېري پرتو ولسوالیو، یا بل ولایت کي وه، هغوی د خپل بندي دوست لیدو ته منظم رسېدګي نسوای کولای. نو په میاشت، دوو، درو،شپږو یا کال کي یوځل د خپل بندي دوست احوال اخېستو ته راتلل. او هغه چي غریب به وه، هغوی په زندانو نو کي د مرستون په یوه اومه، خرابه په وزن کمه ډوډۍ شپې اورځي سبا کولې ډیر هلته په زندانو کي لیوني، مریضان او حتا مړه کیدل. د افغانستان د شاهي دولت په ټوله دوره کي څوک نسي ښوولای چي بې پایواز بندي پنځه کاله وروسته سالم راوتۍ وي.

      خبره د غښتلو پر پرتوګاښو وه،رښتیا زه هم تر بندي کېدو مخکي نه پوهیدم خو کله چي بندي سوم دغه حالت مي په سترګو لېدئ بیا ما هم د دوي څخه زده کړه وکړه، هغسي مي کول. پایواز لرونکو بندیانو ته خپلي کورنۍ یاخپلوان د بندي لیدو(ملاقات) را تلل هغوی پرڅه خرڅ سر بېره یوه یا دوې جوړې پاک،پریولي(منځلي) کالي له ځانو سره بندي ته راول، بندي به له محبسه څخه خپل خیرن کالي ور ایستل چي پایواز به هغه کورته د منځلود پاره وړل. مخکي له دې چي بندیان خپل خیرن کالي پایواز ته یو سي یو ځل به یې د خپلو خیرنوکالوڅخه هغه ځنځیرونه چي د پرتوګاښونو کار ئې ځینۍ اخیستئ هغه را ایستل او بیابه ئې چي پاک کالي را وړل دپاکو کالو(پرتوګو) ته به یې ور اچول.دا د عاموخلګو څخه د غښتلو یوه بله ځانګړتیا وه. نوربیا

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 (13) برخه: د غښتلو ناستي اوغیبت نه کول.

غښتلی په مجلسونو او بانډارونو کي همیشه پر دووګوتو( دو تلو یا دوو پښو کښینی) ډ یر ځله د بله په مجلسونو کي غوږ نسي خبري اوري، چي ضرورت نه وي خبري نه کوي، د بل د خبرو لړۍ نه پریکوي، چي پوښتنه ځیني و سي یا خبره ورته متوجې سي بیا نو لنډ، لڅ او قاطع جواب وایي. هیڅ کله باټي(لا فی) نه وهي د باټک یا لافي و هونکي سړي څخه ئې ښه نه راځي، غښتلي کمینه او پر خپله نفس مسلط خلګ وي. چي وسه یې وي د مجلس په سره کي نه کښیني دناستي پر وخت خپل پټو ترځان لاندی کوي، پر کښینی یا یې تر ځان تاوي، دا نه یوازي د یارانو سره بلکي په خپل کور کي هم هروخت پر دوپښوناسته او ورله ټول کښیني خپل عفط پټوي. چي دغه شان ناسي ته کندهاریان پر د وګوتو ناسته وایی، د ناستي پرمحال خپله لمن پرخپلو زنګنو باندي راکشوي پښې په لمن کي پټه وي.غښتلي په مجلس کي چهارزانو ناسته، د پښو غزول، څنګ اچول د نورو خلګو په وړاندي یوه بې احترامي، د ځان او مقابل سپکاوي ګڼي.
پردوګوتوناسته اولمن پر پښو راکشول ئې ددې لپاره وي چي د بدن مخصوصي برخي د نورو دسترګوڅخه یې پټي ساتلي وي. وکارکولو اومرستي ته تیار وي.دخطر پروخت ژر وکولای سي ولاړسي، د ناستي ځای لږ ونیسي، ډوډۍ کمه خوري ځکه نس ئې ورله ټول ساتلۍ وي. ددوی سره په ناستو کي د عسکری نظام په شان سخت قوانین سته، دوی کولای سي همداسي د ډېر وخت لپاره ارام او ثابت کښیني. دوی په خپلو ناستو او ټولو اړیکو کي د مشر او کشرترمنځ تفاوت ته دقیقه توجو کوي.
په بیلو ولایت، ښارونو او کلیو کي د غښتلواو عامو ځوانانو د ناستي او راغونډیدو ځایونه څخه سره فرق لري.په ښارونو او کلیو کي د ځوانانود را ټولیدو او ناستي معلوم ځایونه سته. په ښارونو اوبا زارونو کي معولآً د ورځي د راټولیدو او مجلس کولو(ناستي)ځایونه هوټلونه، سماوارونه او بعضي د وکانونه وي، دشپی لخوا په سراچو او کورونو کي سره راټولېږي خپل مجلسونه او ساتېری کوي.
په کلیوکي چي د ښارونو اوبارزونو په شان هوټل، د وکان او سماوار نسته نوځوان په خپل کلی کي د هوأ په نظر کي نیولوسره سم د ناستي معلوم ځایونه لري،لکه: میدانی ( پیتاوی )، د توتود ونو تکي (سیوري)د شپی لخوا په، مسجد و، کوټو(حجرو) او سراچو کی، خبره دا ده چي په د غوځایونو کي زموږ ځوانان د څه دپاره سره راټولید ل؟، چي راټول به سول نود مجلس موضوعګاني به ئې څه وه؟،
دا چي هره ورځ راټولیدل او هغه معین ځوانان سره کښینستل او د هغه یوه کلي نود مجلس د ګرمولو او ګرم ساتلود پاره ئې هرڅه تکرار وي. د مځکود کار، باغبانيد کارونو او یا د خپل مالونو( غوا، غواي،، په سونو) مجلس ډېر کم وخت نسي. زده کړي نه لري، برق، را دیو، تلویزون نه پیژني، اخبار اوخبر نه وو، نوهغه د سپو د جنګ، د کرک د نیولو، د جنګونو، قمار او چرس څکولو کیسې اصلاً بل څه نه وه او نه ولسونه په پوهیدل.

د نالوستو غښتلو لوي صفت غیبت نه کول دي :
غیبت نه کول د غښتلو بل لوی صفت دئ غښتلِی اوغښتلي ډېرموادب هیڅ کله د چا په غیاب کي ترښه ویلو ایضافه څه نه وایي، حتا د خپل حریف په غیاب کي هم په هغه پسي بده خبره نه کوي. غښتلي عقده او کینه په زړوکي نه ساتي، خبري بربنډي او سپینی کوي هغه شخص ئې نه خوښيږي چي د ده په مخکي د بل چا غیبت وکړي.او که به چا دوه ځله داسي عمل وکړئ دغایب کس په عوض په مجلس کی حاضرغښتلي و غیبت کونکي اوچغلګرته سخت جواب ورکاوه په بل پسي د هغه په غیاب کي سپکي او بدي خبري د بې غیرته خلګو کار ګڼی یا غیبت د ښځوکار بولي هیڅ کله ما د دوی په مجلس کي په چا پسي بده تبصره نه ده اورېدلې. نور بیا

 

 

++++++++++++++++++++

 

 (12) برخه:

یادونه:

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛

دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي:

   زموږ په هیواد کي خپل منځي څلویښت کلونو جنګ، جګړو چي دخارجی اشغالګرو، دښمنو استخباراتي کړیو په مټ خاصه دپاکستاني(i. s. i )، ایرانی جاسوسو دلاس وهنو، تحریکونو نتیجه وه چي زموږ دهیواد ملي شتمني، ملي ارزښتون، ملي نوامیس ټول وجاړ، چور، تالا او خراب سوه، د غو جنګونو اوجګړو له کبله اقتصاد، سیاسي اوکلتوري ارزښتونه ټول له خپل طبعي حالت څخه ووتل، زموږ ټولنیزواخلاقو ته یې هم سخته صدمه ورسول، کلچر، کلتور، عقیدوې او مذهبي ارزښتونه یې د خپل اصلي مسیره څخه منحرفي کړې او په کُلی توګه تر څه مو دپردو په لارښونه تر سره کول، چي د افغان د ښمنانو په ګټه تمامېدل. په دغه دوره کي به زموږ یو شمېر لوستي او نالوستي ټینګ، نامیان او غښتلي هم دحالاتو تر تاثیر لاندي راغلي وي له خپلو اصولو یعني د غښتلو له اصلوپه نه مراعات کولو به مجبور سوي وي.

څنګه چي زموږپه هیواد کي هیڅ ملی ارزښتونه صاف پاته نسول دغه رنګه جنګ اوجګړی د زور، ټینګښت، غښتلتوب، ښځوانتوب اومقاومت د معلومولو لپاره نه وې، پدې وختونو کي جنګ او جګړی یوازي او یوازي یود بل د وژلو،په فزیکي توګه د مقابل لوري د له منځه وړلو په مقصد، دغنیمت پلاس راوړلو، دلیوانو پشان یودبل دڅیرولوپه روحیه  پر مخ بېول کېدې، ځکه همداسي تربیه ور کولکیده او د همدي مقصد لپاره یې جنګول پس لوستي او نالوستي ټینګ، نامي اومیړني ټول دې حالاتو مجبوره ول چي د د ښمن په شان عمل وکړي، د خپل د ښمن(مقابل) په وړاندي په هغه شان عمل او جنګ وکړي چي ور ښول سوي وه.

      د جنګ او جګړو په دغه مشخصه د وره او مرحله کي له امکانه لري نه ده چي چا دی یو د بل په وړاندي د غښتلتوب له اصولو او اخلاقو څخه تیری نه وي کړئ، خود به یو شمېر لوستو او نالوستو ټینګو غښتلود اصولو څخه تېری کړي وي. ځکه دا جنګ او جګړې د سیال سره د سیالۍ، زور او مقاومت معلومه ولو پر اساس نه وي. داسي نه وه چي موږ په هغو خلګو کي کوم چي د حکومت په وړاندي استعمال سول، یا و جنګیدل په هغوی کي به ټینګ، غښتلي او میړنی نه وه. بلکي په پوره شمېر نالوستو ټینګو او غښتلو په دغو جګړو کي برخه لرل. مړه سول او معیوب سول، بیا هم نه پوهه او کمه پوهه زموږ د ولس بد بختي ده.

      چي خپلي خبري ته راسوو، که تاسي فکرکړی وي د کندهار په ښار کي د هیواد د نورو ولایتونو په تناسب هغه وخت لوی ډبرین محبس وو، دا لوی محبس به همیشه د غریبو سړو ډک وو، د کابل د همزګ د مزار محبس، دهرات محبس، د ننګرهار محبس، دکندوز محبس په رښتیا سره یاد محبسونه د ټینګو، غښتلو، ښوځوانان او نامیانو (پایلوچو ) د روزني مدرسې وې. د وړو ولایتونو او ولسوالیو مرکزونه دغښتلو د جلب او جذب ځالی ګڼلای سوو.

      د مثال په توګه هرڅونه چي سړی له ښاره لیری کیږي  په هغه اندا زه غربیي زیاتېږي هلته د ټینګ، غښتلي او نامیتوب ( پایلو چی) خبری د ښاري ژوند سر توپېر کوي ځکه ټول خلګ داسي غریب وي چي د خپلي یوې ګولې ډوډۍ  له اودې نه سي وتلای. ما په ټول خاکریز ولسوالي کي یوازي شاه پسند اکا پېژندئ، په ټول ارغستان ولسوالی کي مي عبدالکریم علیزی پېژندئ، د ښوراوک ولسوالی څخه مي یو محمد اکبر بړیڅی پېژندئ، بلی د ډنډ، ارغنداب، میوند او پنجوایې ولسوالیو کي چي ابادي ولسوالۍ او مرکز ته نژدې پرتې وي هلته یو ډېر شمېر ځوانان وه. په نورو لیري پرتو ولسوالیو کي وتلی کس مانه پیژندئ. د غه څونته هم په خپلوکلیو کي نه اوسېدل بلکي په ښار یا ښارته نژدې ولسوالیو کي ئې  ژوند کاوه.

    څنګه چي مخکي مي یادونه کړیده دا طبعی خبره ده، لکه دانسانانو چي رنګونه، قد وقامت سره برابر نه د ی، پدې شان  يي توان، طا قت، مقاومت، درک او استعداد سره برابرنه وي. د همدغه نابرابریو په وجهه ټول ځوانان د سختیو په وړاندي، د خطر په لیدلو اوقبلېدو سره په یوه شان مقابلې ته نسي ور وړاندي  کېدای.

      څونه قهرمان ولس لرو؟ څونه قهرمان اولادونه پکښي را وزېږېدل؟ بېله دې چي جأبرو، خائینو حکومتومو دولس اوجامعي په ګټه دهغوی ددې خارق العاده استعدادو څخه د خپل ولس په خیر کار وانه خيستئ همداسي نامراده  لوی او مړه سول، اولا دا بدبخته لړی زموږ په ټولنه کي روانه ده.

        د هغو، ټنګو، غښتلو، نامیانو کم چي پخوا او پدې وروستیو کلونو کي د وطن د ازادۍ په جنګونو کي شهیدان سول د هغوی اولادونه اوس لاله هانده ژوند لري، مګر هغه مکار خلګ چي دوی  یې جنګول هغوی ټول په نس ماړه او ارام ژوند لري. نامیتوب (پایلوچي)، مړانه، غیرت او مقاومت د ولسونو میراث دئ.

پایلو چي ښه ځوانی، قوت، زور، پیسې، شهزا ده توب، کوټه وال، سراچه وال، ډوډی  ماران، اوخاني نه ده، زما چي نژدي (پنځوس) کاله د خپل ولس سره ژوند و، ما خان غښتلي ( پایلوچ)، پیسه لرونکي غښتلي ونه لیدل، زموږد نامیانو( پایلو چو) بیچاره ګانو د اوسیدو سم ځای معلوم نه وی.

     د غه بیچاره ګان خپل دژوند هغه د ځوانی او جوش مرحله په زاندانو کي تیره وي. لږ وخت فراري، څه وختونه زخمی، که تردې مرحلو چي کوم کس ژوندی را ووزي نو بیا د ژوند په وروستیو کي، معیوب، خوار او غریب، د عمر ترپایه سرګردان وي.

د افغانستان په لویوښارونو کي یوشمیر سړی وه چي کالي اوږد ه، شمله ترځنګانه کښته پاج او سپیشل تړلی، صد رۍ  ریفکارډ، چوټي يي زریني اوموچڼي به يي سوچه وې، دخپلو کوڅو هلکان به ئې  بیرول د خلګو یې پیسي اخیستلې ، غلاوي به یې کولې دا خلګ غښتلِی نه وه. د دوی اړیکي د حکو متونو یاسرکاری ادارو سره وي. حکومتو ته ئې حق ورکاوه اوجاسوسي  یې کولې، نومونه به ئې نه لیکم ځکه ټولو کندهاریانو هغوی پیژندل.

دا چي ځینی د وستان نقلونه دا ستانونه جوړوی یايي جوړ کړي دي بلی داستا نونه دي خو واقعیتونه دي، بل شمېرپه قصدي توګه کوښښ کوي چي د نامیانوافتخارات هم و زورورو ته منسوب کړی.

     ډیر لیری نه ځم میرویس خان نیکه: چي عمر یې لا د شل کلنی پرشاوخوا ؤ د خپل وخت یو ټینګ( غښتلی) زړه ور پرقول ولا ړ پاک نفسه سخي په یوه خبره د خپلي ټولنی”ټینګ او غښتلی" وو، ځکه  د صفویانو دامپراتوری په وړاندي  راپورته کېدل ئې د زړورتوب علامه وه بند تیرول ئې د مقاومت او زغم نښانه وه د خپل عظم څخه نه پرشاکېدل د ښمن ته نه تسلیمېدل ئې مړانه دجرګې جوړونه او د جرګې د فیصلې تطبیق ئې ولس ته احترام ؤ لویه مړانه ئې داوه چي د جرګې له خوا ورسپارلی مقام (مشرټوب) یې بیرته خلګوته پرېښود دا یې د پرقول د ولاړي علامه وه زیات ودونه نه کول ئې د پاک نفسي نښه وه.

      هغه ؤ چي د افغانستان په  معاصرتاریخ کي ئې د لمړی  ځل دپاره د مستقل پښتنی دولت بنیاد د لویو امپراتوریو په منځ کي کښیښود په خفګان سره چي ارمان جن د (۴۱) کالو په عمر ډیرځوان مړسوو پس د معاصر تاریخ په حکومت کوونکو مشرانو کي اول میرویس خان نیک د لوړ شخصیت  خاوند(ټینګ  اوغښنتلی )  مشر تیر سوئ دئ.  نور بیا

 

 

+++++++++++++++++++

( ۱۱) بربرخه:
د غښتلي (پایلوچ) لفظ په بده او ښه مانا:

په بده معنی: په خواشنۍ سره له بابا ادمه تر دې دمه لا بشریت په فکري لحاظ د خپل ژوند و هغه عالي مدارجو ته ځان نه دئ رسولۍ څو دا ومني چي نظر اومشوره تر زړه ورتیا ډېر لوړ کاردئ. دکارونو یا مشکلات حل دتوري پر ځای په ګټورو نظریاتو او مشورو سره ښه پر مخ وړل کیدای سي. څو یو دبل په مرسته خپله ټولنه داسي جوړه او اباده کړي چي هلته یو انسان د بل انسان سره بیله بېري او یو پر بل د ظلم کولو او تهمت تړلواړتیا و نه لري ګډ ژوند سره و کولای سي.
همدا د نه سم درک او نه پېژندلو خلأ ده چي په ټولنه او د ټولني د وګړو په هر قشرکي مو ښه او بد دواړه سته، یوازي پوهه کسان غواړي سره بیل یې کړي. ځکه بد دښو په لباس کي ګرځي را ګرځي، پېژندنه یې څه مشکله وي. بیا زموږ د ټولنه د ټولو اقشارو (سیاستوالو، مذهبی مشرانو،غښتلو اونورو) په منځ کي پېښګر سړي وه، د سیاسي میدان کي مو هم معمله ګرسړي وه چي د افغانانو ژوند یې سر ګردانه کړئ دئ. زموږ خبره لا اوس ډېره پر نالوستو غښتلو ده. یوشمیر سړي وه د نالوستوغښتلو لباس اغوندي، د غښتلو په شان پر لاره تګ کوي. څوک څه پوهېږي چي دا غښتلي نه بلکي پېښګر او بازي ګر خلګ دي. دغه لوچکو، غلو، بی بند وبارو، خپل سرو، سپین سترګو، بی پروا او ناروا سړو ځیني داسي کارونه کول چي د هغو د کړنو له امله زموږغښتلي په ټولنه کي په بد نوم سره معرفي کېدل. دغه لوچک او لنډغر سړي د حکومتو لخوا حمایه کیدل او بدو کاروته تشویق کیدل او د هغوی بدي کړني یې زموږ د غښتلو په نوم ختمولې.
ترهغه وروسته به یې د خلګو په منځ کي کټ مټ هغه د ایران د پارسیانو خبره کول چي زموږ مېړني به یې پایلوچ بلل، ویل به یې دا (پایلوچ) دي چي غلاوي کوي، سړي وژني او امنیت خرابوي. حال داچي هیڅ کله همداسي نه وه. حکومتونه مو پر دې پال، رشوخوار او خپله غله او دغلو مله وه. امنیت یې خپله د هغو په مرسته خراباوه کوم چي دوی جوړ کړي پایلوچ وه. په اوسنیوسياسي کړيو او خبروالو کي بیا په نه سم درک سره له دغې کلمې څخه د ماجراجو مفهوم اخلی او هم ئې حکومتی لوړ خلګ او یو لږ شمیر ښاري خلګ دغه کلیمه بې ځایه کاروي نه ټول ولس. دعام ولس په منځ اوس هم (پایلوچ) یودروند مفهوم دئ.
د غښتلي(پایلوچ) د کلمې استعمال په ښه او سمه مانا:
پایلوچ: ټینګ، غښتلی، ښه ځوان، میړنی، نامتو په ځان ټینګ، دروند، سنګین، چُپ خولی ښه ځوان، د باوروړ ځوان هغه چي صابر، پاک نفس، باوری، امانت ګاره، د وهلو، شکنجې او زخمی کيدو پروخت مقاومت د ځانه وښيي او ږغ ونه کړي ونه ژاړي او ناري ونه وهي په محبسي ژبه تر ټولو خبرو علاوه هغه چي اعتراف يي نه وي کړي او دحکومت مخبر نه وي.
البته دا خبره په ښوونځی نه لوستو ځوانانو کي وه، مګر په ښوونځی لوستو کي بیا رشورت نه خوړل، چاپلوسي نه کول، خپلو خلکوته ګټه روسول، د ظالم او ظلم پرضد مبارزه کول، په دې مبارزه کي یوله بل سره سیالي یې پر ډېر کار او ښه کار، معنی د ولس په خیر کار وي دانو غښتلي بلل کېدای سي. هرڅونه چي انسان په ځان ټینګ (دکلکي ارادې څښتن) وي په هغه اندازه يي د جرات توانایې (اراده) هم قوي وي، ځکه همدغه د ده د وجود مقاومت، ده ته دا اِجا زه نه ورکوی، چي د پیښو په خاص ډول دناروا ظلم او فساد په وړاندي دی چُپ پاته سي، په یوشکل د شکلونو غبرګون ښي، خدمتګاران باید همدا شان د وقار او ادارې خاوندان وي. چي دا يي د مړاني او غیرت بله نښه سي.
خو دټینګ، غښتلي ( پایلوچ) هیڅ وخت سازشکار، د سیسه کار، درواغ جن، وعده خلاف، نمک حرام، لاف زن، بی وفا، بدلمنی، جاسوس اوقاتل نه وي. حتا د خپل حریف اوهغه چي ورسره مقابل وي دهغه سره د جنګ اوجګړی پروخت هم د هغه بې عزتي اوبې حرمتي نه کوي، د خپل سیال او حریف وژنه نامردي ګڼي، د پایلوچو په قانون کي يوه عمومی قاعده دا ده چي وایي:
د میړنیو، ټینګو اوغښتلو په اصولوکي "وژنه د بې غیرتو، سړو کاروي، " ټینګ، غښتلي لکه د هربل چاعزت چي ساتي، خپل عزت هم غواړي، د ځان د بې عزتۍ په صورت کي ترخپل سر اومقابل د واړو ترسرونو بیا تېرېږي، غښتلي اصطلاح لري چي وایي: "د خاشې راوړلو په صورت کي نو بیا د جارو،وروړلو انتظارباسه”، ټینګ، غښتلي او میړني د بل ټینګ، غښتلي او میړنی سره د جنګ اومقابلې په وخت کي د نامیتوب اصول او اخلا ق مراعاتوي، نه د هر درغلګر، د سیسه ګر، تروریست، پله بین انسان او جاسوس سره د مخامخ کېدو په صورت کي د اصولو مراعات.نوربیا

 


 

 

+++++++++++++++++++++++++++++

 (10) برخه:

مندي یې زېږوي، ټولنه یې روزي:

 

زه خو یي د خپلو غښتلو، ښوځوانانو،نامیانو په نوم لیکم؛

دهغو په نوم چي د ښمنانانو( پایلوچ) بللي دي:

  د (۹ )  برخي په دوام: تاسي نسي ښوولای داسي یو انسان چي له دغه ذاتي او فطري حرص (رقابت) څخه دي فارغ وي.عالم، لیکوال، شاعر، سندرغاړی، د وکاندار، سپورت مین، ملأ، پیر او فقیر ټول دغه حرص لري، پس په ټولو انسانانو کي دغه فطري حرص سته، چي تر سیالانو لوړ او مشهور سي، ټول تلاښ کوي چي لوړمقام ته ځان ورسوي او نوم وتۍ سي، که دغه حرص په انسانانو کي نه وای اوس به غم یا غمونه موږ نه لرلای.

     دا زموږ او ستاسي د هر یوه مسئولیت دئ چي څنګه خپلو خلګو ته د ژوند د چارو د سرته رسولو یو سالمه طریقه او درست لورئ و ښیو، پدې برخه کي ډېر مسئولیت د هغو دئ چي دولس په وینه او وطن په مینه روزل سوي دي او بیا هغو چي پر ټولنه د حاکم ماشین څښتنان دي.په خفګان دا دهغوی دغفلت او خیانت نتیجه ده چي هر فرد دټولني موخپل سرئ را پورته کیږي او پرخوله بیرته رالوېږي، هر واکدارمو پرخپل وخت د ولس سره په وروګلوۍ او د وستۍ کي ژوند نه دئ تېرکړئ.

    که پرټولنه مسلط واکداراو مسلط اقتصادي ماشین چولونکي سالم او زړسوانده سړي وي، هغوی دخپلي ټولني ماشومانو ته سالمه تربیه ورکوي، چیري چي واکدار خائین وه د ټولني افرا د به یې هم په غم لړلی وي لکه زموږ ټولنه چي یوه په بد مرغیو اخته ټولنه ده، بیانو که دا خبره درسته وي چي ټولنه د ماشومانود روزنی او پرورش لمړی ځای ښوونځی وي؟ نو زموږ ولس ته خو زموږ کلی اوکوڅی د ښوونځیو صنفونه وه. ځکه زموږ ولس خو په کلیو او کوڅو کي را غټېدل او په هغو خړو خاورو کي ګرځیدل بیله ښوونکي او ښوونځیو یې زده کړه کول. په هر صنف ( کوڅه ) کي په اوسط ډول د (۳۰) د یرشو ما شومانو په شا وخوا کي  داسي وزګار ګرځېدل.

     زموږ ټولنه چي په خپل بطن کي پرظالم اومظلوم ویشلې یوه ټولنه وه او ده، پدې وجهه یوه خواره او ساده ټولنه پاته سوېده. بل د ښوونځی د زده کونکو ترمنځ خو لکه درنګ، قد، قامت، خوی، عادت، فکري، ذکي، فعال، ټمبل، دلاور، بې زړه، زورور، کمزوري، د ماړه او وږي تفاوت سته. سره ددې د ومره لوی فرق او توپیر بیا هم ټول په یوه نوم( زد ه کونکی) یادېږي. دوی ټول په صنفونوکي هغه څه زده کوي چي د ښونکي لخوا ورته ویل کیږي، مګر تر ازمویني تیرولو وروسته یو زده کونکي اول نمره په ترتیب سر داسي تراخیر نمره رسېږي، څوک مشروط او یو شمیر ناکام پاتیږي که څه چي ټول د یوې ټولګی زده کونکي وه مګرهغه چي لس نمرې  پوره کوي اول نمره دئ، او له هغه سره برابر نه دئ چي ناکام سوئ وي.

    زموږ دشاته پاته ساتلی ټولني مدرسې خو هغه د راټولېدو ځایونه (بانډارځایونو) دي لکه: سراچې، کوټې، مسجدونه، دچینو پرغاړه تنګاچې، دپالیزو په کوډلي، دباغونو په کشمشخانو، پیتاوي، ډاګونو، میدانونو، دوکانو،هوټلونو، سماوارونو او نورو کي دغه پاخه مضامین لوستل کیدل: ( دکرک بازی کیسې، دکبوتربازی کیسې،دزکبازئ کیسې، د سپو او د هغو د جنګونو کیسې، چرس څکونه، نصواراچونه، چلم څکونه، خُمارکونه (قمار) او نور فرعي سپورټي مضامین هم لري)

     کله چي دناستي په ځایونو(صنفونو) کي به په یوه مسلک کي درسیدلی سړي په باب بحث او خبري کېدلې، نو دهغه شخص د کړنواوکارنامو د بیان پروخت به ناست ټول خلګ په دونه ارام ناست په خوند به یې غوږ ورته نیولی وه چي بل هیڅ شي ته به متوجې نه وه. طبعي ده داسي خبري او کیسي بیا چي د خبرو د یوه ماهر سړي لخوا به کیسه کیدل، دهرما شوم او ځوان ان پرمغزو یې اثرکوئ. دا چي د ماشومانو ماغزه پاک دي نو هر څه ډېر ژر هلته ثبت تیږي، دانو بیا د ټولني په جوړښت او په ټولنه کي د خو ځښتو نو په نوښت اړه پیداکوي، نورڅه خو اصلاً په ټولنه او ولس کي نه وه کوم شی چي نه وي د هغه په باب فکرکول هم څوک کولای نسي.

     د هیواد په جنوب غرب ولاینونو کي هغه څه چي ولسي محفلونه ئې ګرم ساتل هغه همدغه  زموږ دغښتلو(پایلوچو) دژوند داستانونه وه چي هر چا یو څه پر ویل، په کلیو کي خط لوستونکي نه وه چي له کتابونو له رویه  افسانوي(خیالي) داستانونه یې خلګو ته لوستي وایي لکه: دغزنوي سلطان محمود په دربارکي را زېږېدلې شاهنامه چي د افسانوي او حماسي اتلانو او پهلوانانو منظومي کسې پکښې دي، اویا ورسته د  آمیر حمزه نکل چي د یوه خراسانی اتل تاریخي  حماسه ده، همدا ډول سکندر نامه ابومسلم نامه شهزاده ممتاز آدم خان او د ورخانۍ زبزبانه شاپېرۍ  ظریف خان او مابۍ، طالب جان او ګل بشره او نوری زموږ دهیواد پښتو او دری حماسي همدغه نکلونه وه.

   دامنم چي په ښارونوکي به تر یوه حده له دې کتابو څخه ګټه اخیستل کېدل. بلې دافغانستان په شمالي اوشمال شرقي سیمو کي د حجرو کوټو خوشخانو مهمانخانو په مجلسونو کي به مثنوی حافظ شیرازی بیدل دفردوسي شاهنامه لوستل کیدل. دا ټول افسانویخیالي نقلونه اوکيسې وي چي هغه هم د هرچا زده نه وي د یوه  ډېر ماهر سړی لخوا به لوستل کيدل کلیوال به ورته غوږ نیوی.

    څه چي زما یا دېږي؛ زموږ په کلي کي، یوځل په مني دوهم ځله د ژمي په سړو شپو کي ملک کاکو شادولا او حاجي میر ولا کاکوچي دوه وروڼه وه. دوی دمیلمنو لپاره کوټه لرل، هغوی به پدې کوټه کي (خانزاده ملنک) میلمه کاوه، خانزاده ملنګ یو سپین ږیری ملنګ وو، د ملنګ پښتو نقلونه له یاده زده وه،خانزاده منلګ د نقل په و یلو کي دونه تکړه وو چي د نقل کولو تر پایه به ناستو خلګو دخانزاده ملنګ مخته او خولې ته کتل چی نور به څه و وایي. خانزاده ملنګ ته خدای ښه فکر، خوږه لهجه او صافه حنجره ور کړې وه. خانزاده به د نقل کولو پر وخت هغه څلوربیتي یا زموږ د کلیوالو په ژبه د نقل ناري په ښه وزن او لوړ اوازه ویلې، ډېر ځله به د خانزاده ملنګ په خوښه د کلي یوه یا دو سړو د نارو په ویلو کي ور سره ملاتړ کاوه، یعني ورسره به یې نارې غبرګي ویلې.

      نو؛ د ماخوستن تر لمانځه وروسته به د خانزاده ملنک مخته به د شنو چایو ډکه توره چایجوشه د نغری په اور کي پرته وه، دپلمېټو له ډک قاب به یې مخته ورته کښېښود. بیا به نو ټولو کتل چي خانزاده ملنګ به اوس څه وایې، ملنګ به غاړي تازه کړې د ناستو خلګو له منځه به یې یو دوه سړي خپل څنګه ته نژدې ور و بلل چي د نارو کولو پروخت له ملنګ سره مرسته وکړي. بیا به نو خانزاده ملنګ په خوندوره ژبه د ادم خان او دورخانئ  نقل دا سي را پیل کړه، باور کړي، چي خلګ به په فکر کي  یې له ادم خان او دور خانۍ سره سم پر لاره داسي روان کړئ وو چي د نقل تر پایه به ورسره وه. دلته مي ځکه د خانزاده ملنګ یادونه وکړل، چي زموږ هیواد وال د ژوند له هري ښېګني بې برخي وو. نوربیا

 

 

 

++++++++++++++++++

 (9) برخه:

مندي یې زېږوي، ټولنه یې روزي:

     دا ښکاره خبره ده هر ما شوم که د نړۍ په هره برخه کي، له هري موره زېږي، که یې مور( توره ، سپینه، ژړه او یا سره ) وي، پروا (تفاوت) یې نسته،ټولي مندي ماشوم زیږوي،یو شان پاک اومعصوم یې زېږوي. هیڅ مور دخپل ماشوم دزوکړي پروخت نه پوهېږي، دا نه وي ورته معلومه چي ددې زیږولۍ اولاد به په راتلونکي کي څنګه یو انسان سي؟ یا به څوک ځیني جوړ سي؟

     خو یوه خبره چي یقینی ده هغه داده؛ چي هره مور د خپل اولاد ښیګڼه غواړي، مور په خپل زړه کي ارزو لري چي اولاد ئې په ټولنه کي د یوه نیک نامه څښتن سي. دغه نیک نوم په بیلو بیلوټولنو او بیلو مذهبونو کي بیل او ځانګړي مفاهیم دي. مندي عالم، ملأ، فقیر، پاچا، شاعر، سندرغاړی، قهرمان او یا بل مسلک لرونکي شخصیت نه زېږوي، مندي په دې هم نه پوهېږي چي په راتلونکي کي به یې له اولا ده څوک په څه شان جوړ سي. مندي یوازي دونه کولای سي خپل ماشوم د خپل خیال او حال برابر له هغه چاپېریال سره اشنا کړي کوم چي دا اشناي لري.

      دا چي اولاد یې له چاپېریال څخه څه راخلي یا دځان لپاره څه خوښوي، خود به د شیانو په خوښولو کي دخپلي کورنۍ کیسو اثر ورباندي وي، خو ددباندنی محیط او چاپيریال، په خاصه دهمزولواغیزه د ماشوم پر روح او روان ډېره وي، دا چي په راتلونکي کي له ماشومه څخه جوړېږي؟ ښه ځوان اوغښتلې کېږي، یا بد تالې، نتلۍ او تر ټلۍ جوړېږي موریې څه پوهېږي.          مورخو یو پاک معصوم ماشوم دې ټولني ته سپارلۍ وي. دا به نو د ژوند په جریان کي وروسته معلومه سي چي څه پېښېږي،کورنی چاپېریال واکمن ټولنیزمناسبات، دولتي مناسبات، اقتصادي ژوند، ښوونه او روزنه ده چي له ماشومه هر څه چي زړه یې غواړي هغه ځیني جوړولای سي او هر کار هم په کولای سي.  په بل شکل بیا و یلای سوو: هو، هر څوک، دهر مسلک ماهر، قهرمانان او پهلوانان، دښه نوم څښتنان او یا په ټولنه کي د بد نوم لرونکي  چي وینو دوی ټول مندو زېږولي دي. 

     مهمه خو یې لاداده چي پر ټولنه باندي سیاسي ټولنیز او اقتصادي مسلط نظامو نه دي چي د ټولني دغړو استعدادونه کم لورته سوق کوي.ځکه دیوې ټولني د وکړو د سالمي روزني مسئولیت او وظیفه د دولتونو دنده ده. موږ نسو کولای افراد او دهغوی اعمال د ټولني د مسلط سیاسي او اقتصادي نظام له نفوذ او اثره څخه جلا وساتو یا یې وڅیړو، ټول ټولنپوهان هر ټولنیز جوړښت ته په یو نظر نه ګوري یو معین شی یو چاته مطلوب وي. هم هغه شی بل ته نامطلوب وي. دا پدې چي سیاسي، اقتصادي، ټولنیزي او نوري ګټي دي چي پر هره برخه دژوند باندي خپل سیورئ غوړولۍ دئ. دا هم یوه طبي پروسه ده چي په ذاتي توګه هرماشوم د وړکتوب څخه بیا تر زړښت پوري ځان ته په شخصت قایل وي دا علاقه او حرص لري چي ښه او ښه ترا ځان په خلګو وپېژني.

    پس ټول ماشومان، ځوانان او زاړه له پیدایښته  تر زړښته دا تلاښ کوي اول په خپل کور، کوڅه او کلي کي درایجو(مروجو) مسلکونو څخه هغه مسلک د ځان دپاره خوښ کړي چي ورسره ځان راحت احساسوي او ډېره مینه ورسره لري، ځکه دهغه مسلک په زده کړه کي ځان بریالی ګوري. څو دهغه لاري ځان یوه داسي مرحلي او مقام ته ورسوی چي د خلګو په منځ کي ښه او روښانه وځلیږي، پرخلګو ګران سي اوپه خلګوځان وپېژني. ځوان چي د خپل عمر پنځلس کلنۍ ته ورسېږي فکري پرمختګ یې نور له خپل کلي او کوره را باسي او په ټولنه کي ځانته ځاي لټوي. په ټولنه کي هغه مسلط دود دونه ګوري، چي هلته شتون لري،  طبي خبره دهغو له منځه ځانته هغه خوښوي چي ده یې له ماشومتوب څخه یو څه له مور، پلار، ورور او خپلوانو اورېدلي وي، زموږ په کلیو او بانډو کي همدغه خبري(ښه ځواني) یا نامیتوب دئ. د هرځوان تلاښ د دي دپاره وي چي د ده نوم د وطن د نوروغښتلو په شان  په هر مجلس کي یاد سي، نو کوښښ کوي په خپل ځان کي د ننه پټ غیرت، په ځان باور اومقاومت را لڅ کړي، دا چي څنګه په څه شکل او کومه طریقه خپل د ننه حالات خلګو ته عیان وبیان کړي؟ په دې ځای کي زموږ د ټولني ټول ځوانان دپوهي د نه لرلو له امله له مشکل سره مخامخ وي. 

     هغه داچي زموږ په ټولنه کي داسي کم ښوونیز مرکزونه، مصروفیت، په مسلک او کارپوهه  زده کړي وال شخصیتونه نه وه چي د ځوانانو ذاتي او فطرتي د رقابت اوسیالۍ  تند دي په خړوبه سي کوم چي پرد غه عمر را پارېږي، داسي ځای نسته چي ځوانان  هلته خپل ډک زړونه پکښي تش کړلای سي، خپل ځان په خلګو باندي د خپل شغل، کمال او هنر په زور ګران او د خلګو پام ځانته ور واوړی.

زموږ په ټولنه کي دا د سالم رقابت او فعالیت لپاره و سایل او میدانونه نه وو، د ژوند دپاره دلازمو او مناسبو شرایطو برابرول د حکومتونو اساسي وظیفه وي. حکومتونو خپله وظیفه  سرته نه ده رسولی، دا چي هرما شوم د پیدایښته ځانته په یوحیثیت قایل وي،  نو په هره اندا زه چي د ماشوم جسم وده کوي ورسره برابر يي مغز فکر او د فکر کولو ساحه پراخیږی او د هغی جامعی چي دی ژوند پکښي کوي په مروجو او مسلطو ښو یا بدو پدیدو کي به رانغاړل کیږي  کوم چي پکښي رالویږی. هرځوان ته ځان د ټولني د نورو انسانانو سره برابر خو څه بلکي لوړ، زورور، قوی، غښتلې، ازاد، حتا تر هر بل چاه  ځان کم نه سي لیدلای، نو د خپلو هم وزنه اوهمزولو په منځ کي  يي هميشه کوښښ دا وي چي ترنورو ښه وځلیږي، او دټولو پام د ده وخواته وي. په هرمجلس اوغونډه کي د ده توصیف وسي، ولي ؟ په دې چي د کور او کلیو په مجلسو کي د هغو مخکنیو غښتلو او ښو ځوانانو د کارنامو وصف کیږي  چي په کلیوالی مهارتونو په یوه کي ډېر  پر مختګ ئې کړئ وي. د ځینو هغو مړو نومونه به هم په ډ یر ا د ب ا خیستل کيد ل چي په یولاره کي به ډېر  تکړ تیر سوی ؤ. نور بیا

 

 

++++++++++++++++++++

 (۸) برخه:

    "هرښوونځی لوستئ او نالوستئ(نارینه یا ښځینه) چي پاک لمنۍ، صادق، امانتګار، دټینګي ارادې څښتن، پرخپله قول ولاړ،وطن دوست او زړه ورغښتلئ دئ، مګر په ښووځی لوستو (نارینه او ښځینه)کي سربېره پرلیک لیکلو او لوستلو دا ځانګړ تیا وي هم باید ولري لکه پاک لاس، دولس کټو ته وفاداري، د ظلم او ظالم په وړاندي د مقابلې او مبارزې پرمیدان ولاړ او پر خپل ولس مهربان شخص هم وي”.

   د ولس( لوستئ اونالوستئ) په منځ کي د یوه ټینګ او غښتلي پېژندنه په پورته یاد کړل سوو اوصافو سر بېره چي باید ویې لري، خو ممتاز د دوي بیا هغه کسان دي معلوم یا ازمائل سوي دي. یو کس چي په خپل ژوند کي وهل سوی نه وي، هغه شخص چي زخمي سوی نه وي،هغه چي بندي سوی نه وي، بې خوبې یې ګاللي نه وي، برق ورکړل سوی نه وي،  په پښوکي ئې بیړی(زولنې) وړی نه وي، لاسوته ئې ولچکونه لویدلي نه وي، کوټه قلفي یې لېدلې نه وي، د پایواز لرلو او نه لرلو په توپېر پوهه سوئ نه وي، وتشناب ته تلل ئې د بل په اجا زه لیدلي نه وي، یخنۍ او ګرمۍ ته په ولاړی ئې شپې روڼې کړي نه وي، فرار سوئ نه وي، دا به نو د څنګه غښتلئ وي؟ زموږ په هیواد کي هم د نړۍ د نورو هیوادو په شان  د غښتلو د ژوند یوه برخه همدغه مشکلات جوړوي، په خاصه د سیاسي،مبارزو ژوند، د ساري په توګه نهرو،ګاندي، عبدالغفار خان، د مشروطیت غوښتونکي، ویښ ځلمیان، او تردوی وروسته.....

    بلې د یو چابه ښه کالي، څپلۍ او صدرۍ برابر وي، بریتونه به یې خورا غټ او ښکلي وي، یو لوستۍ به هم د عصر او زمان په یونیفورم مجهز له کوره را وزي، په دې شان لوستي لږو او ډېر په څو تورو به پوهیږي، د کتابونو حخه ډکو الماریو شوقي به وي،عکسونه به ور سره ډېر باسي، په ژبه به پوهه وي، د توصیف یاران به هم لري خو د غښتلو صفات هغه دي چي ماپورته لیکلي دي. بد بختانه زموږ په ټولنه کي یوه خبره عامه ده، هر هغه چاته ښه سړی ویل کېږي چي د چا پکار کار و نه لري، زما په فکر دغه نو هغه ارتجاعي خاصیت د انسان وي. چي «سپی دي وي خو ژوندی دي وي».

     زموږ د هیواد د ډېرو ټینګو، غښتلو زده کړي لرونکو او زده کړي نه لرونکو د ژوند لویه برخه جتا په کلونه کلونه د جابرو لویو غلو( خانانو او فاسدو حکومتو) له لاسه په تورو څا ګاه نو اوسپنیزو پنجرو، زولنو او ځنځیرو کي تېرېدئ.بیا که چانس یاري کړې وي کوم غښتلئ زده کړي لرونکي او ښه ځوان مو پر کومه حکومتی(دولتی) وظیفه باندي درېدلۍ وي، خدای سته هلته ته یې هم خپله مړانه ساتلې ده، رشوت  یې نه دئ خوړلئ، پر ناحق یې خلګ نه  زورول، د خپل حکومتي مقام او صلاحیت څخه یې د ځان په ګټه ناوړه استفاده نه کول.

  هو؛  چا چي دا پورته خوارۍ، تکلیفونه، چوکۍ او امتیازونه نه وي لېدلي دا به نو څنګه؟ معلوم سي چي دا کس ښه ځوان، ټینګ، غښتلئ او صادق دئ. د ټینګوالي، غښتل توب، ښه ځوانتوب، نامیتوب، مړاني او پاک نفسئ ثبوت به  يي څه وي؟ هغو ته چي واک رسېدلئ وي خیانت او غلط استفاد یې نه وي ځیني کړي هغوی مېړني وه.

     بلې د داسي سړو شمېره هم کمه نه وه چي یوازي یې د خپل ژوند شپې اړولي دي، کله ناکله د غسي خلګ دا دځان له پاره افتخار ګڼي چي وایې" والله کي مي په ژوند څوک ازار کړي  وي”د چا په کار مي کار نه لاره. پدې شان نوري لافي وهي. په ساده او عامیانه ژبه داسي خلګ یوازي ډوډۍ خواره دي. ځکه دوی په ټولنه او ټولنیز نظام کي مثبت یا منفي رول نه لري.

     پدې توګه هر پرکور قرار ناست، هرخبري کونکئ، د غټوکالو، صدریو اغوستونکئ، چوټه یاموچنه په پښوکونکئ، پرلاره کاږه کاږه تلونکئ یا ډوډۍ مار، ښه ځوان، ټینګ، غښتلئ یا د دښمن په ژبه پایلوچ کېدای نه سي، لوچګي جنګونه کول، ښکنځل کول، د خلګو بېرول، سپک کارونه کول، دغښتلو مسلک نه وو داسي خلګ پیښګر وي چي په ټولنه کي لږ نه دي.

          په ښوونځی لوستو کي هم هر ماموربه په ورسپارل سوې وظیفه کي به یوازي خپلي شپې اړولي وي. پر ظلم، تیري چي دولسونو سره کېدل دا ټولي ناخوالي په سترګو لېدلي وي بیا هم چپ پاته وي، داسي انسانان غښتلي یا ښه ځوانان نه دي، ښه ځوان تل د ظلم، تیری په وړاندي خپل اواز پورته کوي، ولسونه بیداره وي او مبارزې ته یې رابولي. ممکن یوشمیر دوستانو ته داسوال پیداسي چي ولي دا ټینګ، غښتلي باید هیمشه بندی وي یا بندی کېدل؟ دا ښه پوښتنه ده خو ډیره درنه پوښتنه ده اوجواب ورکول یې ډېر اوږد بحث غواړي، ځکه دایوازي زموږ د ټولني بدبختي نه وه او نه ده، بلکي هره طبقاتي ټولنه د نورو بد مرغیو تر څنګ دغه بده او لویه بد مرغي لري، په هره هغه ټولنه کي چي ویش پر عدالت ولاړ نه وي،غربت او خواری ډیره وي هلته غښتلي، مبارزین او غریب محکوم او بندی وي او پیسه لرونکئ ازاد اوحکمرانان وي.د ټولو بدبختیو اصلي عامل نا انډوله اقتصاد دئ چي ټولنه پرطبقاتو وېشي هغه وېش او توپیرونه چي نا پوهان اوحاکمان یې اذلي بولي.

    هیڅ واکدار او حکومت محبسونه ددې لپاره نه جوړوي چي هغوی دي تر خپل نفوذ لاندي خاوره کي د مېشتو اوسېدونکو د ښه او بې خطره ژوند کولو، چي ولسونو دي د اختر او برات تر منځ په ښکار توپېر پوهه سي او د ټولني څخه خائین، رشوت خواره، ظالمان، غاصیب، لوټمار په یوه خبره د جامعې ناوړه کسان راټول او پکښي بند و ساتي.ځکه دغه ټول غاصبان، تېري کونکي، خرابکاران خو یا په حکومتو نو کي د ننه او یا دهغوی سره په ګټو شریک دي. پخوا که څه هم غښتلي مو لوستي نه وه سیاسي فکر نه وو، خو په ځان باورمندئ او ټینګوالي زموږ ځوانان دی ته هڅول چي د ظلم او ظالم سره مقابله وکړي، د دوی دغه مقابله ددې باعث کیدل چي له یوې خوا دوی په ټولنه کي ځانته نیک او ښه نوم وګټئ، د بلی خوا یې ظالمان د ځانونو په وړاندي را پارول. څنګه چي دوی د ظلم او ظالم مخه نیول یا د هغوی په وړاندي درېدل دا خپله د مظلمو سره مرسته وه.

      د غښتلو ددغه ډول رفتار څخه حکومتو او دهغوحامیان پیسه لرونکي خانان،غوړمال ملکان په تنګ اوناراضه کېدل په نتجه کي داسي غښتلو ځوانانو ته سرکار، خانانو، زورواکو په ګډه سره په ډول د ډولو نو یوه خائینانه توطیهء جوړول په یوه یا بل نوم یې متهم کول بیا یې کلونه کلونه په محبسونو کي قید کول، چي بندی په محبس کي اوکورنۍ  ئې تر محبس د باندي ټول عمر و زویږي. زموږ ټولوحکومتونو یو په بل په سې د خپلو مخالیفینو سره دغه شان کول. 

     په جرأت سره لیکم چي ما د محمد ظاهرشاه د حکومت پر وخت د کندهار په لوی محبس کي و لیدل چي بندیان تر اتیا (۸۰٪)فيصدو ډېر دهمدا شان د سیسو ښکار سوي وه. او تر هغه را وروسته مي په ټولو حکومتونو او د هغوی په زندانو (څرخي پله په زندان) کي لیدل چي زیات خلګ پر ناحقه زندانو ته لویدل حتا بېله جرم کولو وژل کیدل دا د ظالمو حکومتونه خاصه وه. دا هم درسره منم اصلي اوحقیقی غښتلي هغه دی چي ولس ته ئې خیر ورسیږي، مګر دې پوښتني ته به داسي جواب ورکړو:

     بلی؛ واقعي غښتلتوب خودا دئ چي انسان(بشر) ته د چا خیر ورسیږي یا رسېدلی وي، زموږ په ټولنه کي یا زموږ دټولني په منځ کي خورا ډېر داسي غښتلي او مېړني وه چي د خپل ولس د ژوند دسمون، د ظالم او ظلم څخه د هغوی د خلاصون په لاره کي یې په خپل ټول توان حتا سر ښندني سره مبارزه او مقابله کړېده، توان اوځان یې نه دئ سپمولۍ، خپل ځانونه یې د ولسونو د ژوند او عزت دساتلو په لاره کي هم قرباني کړي دي.

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

د غښتلو، ښه ځوانانو اخلاقي خویونه،

د هغوی اجتماعی ښوونه اوروزنه:

 ۷ ـ  برخه:

  دا هغه مسئله ده چي په بېلو بېلو ټولنیزو اجتماعي او سیاسي نظامونو او د ټولني د بېلو بېلو قشرونو په منځ کي به ورته بېل تعریفونه او بېل جوابونه به وي. افغاني ټولنه یوه شاته پاته طبقاتي ټولنه ده چي د غلامې دورې، د خان خانئ دورې او سرمایه دارۍ دورې، یعني درو واړو(مرحلو) نښي نښاني پکښي سته، ځکه نو ځانګړي خصوصیات لري خو په مجموعي توګه د یوې طبقاتي ټولني جوړښت او سرښت داسي وي چي په هغه کي موړ، وږئ، زورور، کمزورئ، ظالم او مظلوم یو له بله دوچي ناچارۍ اوسختي مجبورۍ ژوند سره تیره وي.  

      پدې شان د طبقاتي ټولنو، ټول انسانان د ژوند په یو ډول برابرو شرایطو کي نه وي  سره رالوی سوي. پس هر نارینه اوښځینه د خپل چاپیریال د مسلط ذهنیت، دود او کلچر تر تاثېر لاندي د خپل خیال او فکر له رویه د غلښتي او ښه ځوان  کلمې ته یو ځانګړی تحلیلي تعریف او جواب وړاندي کوي.  

     زما د درک او فهم له مخي غښتلي او ښه ځوان( که زده کړي ولري یا یې ونه لري) هغه شخص دئ چي دغه لاندي اخلاقي وړتیا وي لري ( صداقت، پاک زړه(پاک نفسه)، په ځان باور، پر خپل عظم ولاړ، په شخصی توګه په ځان ټینګ، زړه ور، زړ سواند او وطن پرست وي) دا که د پورته صفاتو لرونکي شخص نارینه وي یا ښځینه دا پروا نه لري.  

    دلته هغه دیادولو وړ موضوع چي غواړم مینه والو ته ئې وړاندي  کړم هغه دا ده چي په عمومي توګه ددغه توریالی، باتور، نامتو، ټینګ، ښه ځوان اوغښتلئ قشر ډېره برخه داسي منظم اجتماعي، سیاسي، اقتصادي، تخنیکي، طبي او د زماني تعلیمات لکه: ښوونه او روزنه  لار تر اوسه هم نه لري. مګر په دې وروستیو کي هغو لږو ته چي یې د زده کړو چانس برابر سوئ دئ خدای سته چي هغوی په(توری اوقلم) دواړو کي هم هغسي میړني(ښه ځوانان او غښتلي) راوتي ديږ دغه زده کړي کونکي مېړني(خوندي او وروڼه) د خپل ژوند تر ورستي نفس ورکولو پوري په زړ ورتیا سره د خپلو ولسونو د شعور په بیدارۍ د کورنیو استثمار ګرو او بهرنیو استعمار ګرو په وړاندي  کلګ د مبارزې په ډګر کي پاته او یا شهیدان سوي دي.  

    ښکاره خبره چي ددغه سرکښ مستعد قشر و تخنیکي او تعلمي روزني ته د وخت فاسدو زمامدارو ددوی داستعدادونو اوذوق په انډول سره هیڅ پاملرنه نه ده کړې.  دوی؛ لکه د ځنګلونو زمریان په خپل مټ او همت سره په ټولنه کي ژوند کوي او لکه دغرونو او پراخو د ښتو بازان د غسي آزاد او پرخپل سرمست او وچت پروازونه لري، هیڅ مسئول ارګان ددوی لاس نیوی نه دئ کړئ، دغه زمریان دولس له منځ څخه را پورته کېدل او لا به همداسي را پورته کېږي.  خو دوخت له بدلون سره سم به دوی زده کړي کوي، د خپلو همزولو په منځ کي به را ځلېږي.  

     دوی(زموږ غښتلي) تل دولس په غم او ښادی کي ځانونه شریک ګڼي د ضعیف پالونکي او مرسته کوونکي دي د سپین ږیرو بی وزلو او مظلومانو سره مرسته او زړ ه سوی د دوی داجتماعی اخلاقو یو جز ګڼل کېږي.  ټینګان یا غښتلي پاک نفسه بی ازاره پرهیزګاره بی تبعیضه بې تعصبه، بې چله پرځان متکي او پرخپلي عقیدې باندي ټینګ ولاړ دي، د راز ساتنه، رشتیا وویل، قدر پیژندنه د دوی د غوره صفاتو له جملې څخه ګڼل کېږي.  

    د لته مي مطلب د میړني او غښتلي څخه د هغه( جسمی زورو او طاقت) لرل نه دئ، لکه څنګه چي د لیکني په سر کي ورته ایشاره سوې ده. بلکي زړه ورتیا، صداقت، حوصله او دهغوی انسانیت مي مقصد دئ، پس هر ( له چر، لوچک، غل، چرسي، جاسوس، پلنډراو ډوډۍ  مار سړی ) ټینګ اوغښتلۍ نه دئ. د ټینګتوب غښتلتوب یا نامیتوب پوخ صفت پرخبره (قول) ولاړ والی، سپیڅلتوب، په ځان ټینګوالۍ او د کلکي ارادې لرل دي.  

      اما په خوارو ټولنو، دزده کړو بې خبرو ټولنو کي لکه زموږ هلته ټینګو او غښتلو ځوانانو ته خپل صداقت، یمانداری، په ځان ټینګوالی او د ټینګي ارادې لرل ددې پرځای چي دغه ښه صفات لرل ددې بېوزلو دسعادت او نیکبختي سبب سي، خلاف د توقع هغه د ټینګو، غښتلو (پایلوچو) د زوروني او ازار وسیله سي د خواریو او ګړاونو لاره ورته  پرانیزي.  

   د ساري په توګه: هر ښه ځوان او غښتلۍ، زموږ د هیواد  په هر ولایت ولسوالۍ، علاقدارۍ، وطن، کلي او مسجد کي چي را پورته سوئ دئ، سم  دستي په هغه کلي کي د خان او ملک د سترګو اغزی سوئ دئ.  ټینګ او غښتلي د نه زده کړو، وزګارتیا او اړتیا له مخي اړوی چي هلته د کلیوالی خانانو په کوټو او سراچو کي د څو نورو دغسي ټینګو او غښتلو سره جوړه سي، چي تر ده مخکي د خان اوملک  په دام کي راګیر به  وه. که چاته سوال پیداسي چي ولی د خان کوټو او سراچو ته ځوانان ورځی ؟ ددې خبري لنډ جواب دا دئ: له ټولني وتلی ژوند کیدای نه سي،  په ذاتی توګه انسان خو یو اجتماعي مخلوق دئ.  په هره یوه ټولنه کي چي ژوند کوي ضرور به  د نورو انسانانو سره ناسته پاسته لري، بیا د خپلو همزولو سره، په کلیو کي د ناسي و لاړي، مجلس ځای هغه د خان سرا چي او کوټی وي هر کلیوال کوټه او سراچه نه لري، چای او ډوډۍ چاته نسي ور کولای، نو ځوانان اړ دي هلته (دخان کوټی ) ته د ناسي او مجلس(بانډار) لپاره  ورسي.  

      که چېري به کوم یوه ټینګ او غښتلي د خان له منګولو ځان لیري ساتۍ، نو ډېر  ژر د خان او ملک پر لاس د سرکار په مټ هغه ټینګ او غښتلي ته  یوه د سیسه جوړېده او د کلي څخه  به  یې ورکاوه، دغسي  سر کښ ځوانان به کلونه کلونه  د حکومتونو په زندانونو کي اچول کېدل او هلته به زړېدل او پسي مړه کېدل.

      داخبره هم د یادولو ده چي د ټولني وروسته پاته والي اقتصادي مجبوریتونه، نه زده کړي او جهالت د ټولو فسادونو مور ده، د دغه نا وړو شرایطو او تکالیفو له کبله د دغه پاک استعدادونو او د ښې انرژی له خاوندانو څخه ناوړه ګټه اخېستل کېدل، د غرض کسانو(خان سرکاری سړو) دوی د خپل شخصي امنیت، او خپلو ګټو د ساتلو لپاره استخدام کړي به هم وه.  د وخت چارواکو تل د دوی له نه زده کړو او مجبوریتو نو ګټه پورته کول دوی  یې د خپلو شخصي او ناروا ګټو د خوندي توب په منظور ډیرو ناوړه کارونه ته هڅول اوګمارل د کلیو خانانو او د محلی سر کاری ادارو مسولینو به په دوی باندي غلامی کولی قاچاقي مالونه به  یې په رسول چي ډېر له دوی څخه به په دې لارو کي ورک او له منځه تلل نو ویلای سو چي دغه ګناه او دغه خلا پرهغو کسانو او موسیساتو باندي ده چي د ټولني روزنی او امن مسئولیت په غاړه لری.  

     په پای کي باید ووایم چي زموږ ننګیالي غښتلي او ټینګان باید پوهه سي چي نن دوی په بل عصر کي ژوند کوي ننی عصر دانترنیت عصر دئ دوی باید دخپل ټول تاریخ څخه پند عبرت او نتیجه واخلي ځانونه بې ځایه د بل د ګټو لپاره ضایع نه کړي خپله پوهي ته مخه کړي په اولادونو باندي زده کړي وکړي.  څو د خپلي  پوهي او زده کړو په مټ تر سیالانو ځانونه مخته کړي څو په ټولنه کي ښاغلی سي.  

      په رښتیا سره ټینګتوب، غښتل توب، سپیڅلتیا د انسانیت غوره صفتونه د هیڅ بل سالم فعالیت مانع نه ګرځي، بلکي و انسان ته په ژوند کي د نورو فعالیتونو په سرته رسولو کي دا تواناني هم  ورکوي چي د سختو شرایطو سره مقابله وکي او نور پرمخ ولاړ سي.  زموږ او ټول جهان تاریخ داسي زیاتي نمونې لري، زموږ وهغو ټینګو، غښتلو او نامیانوته چي لږ د ژوند کولو مساعد شرایط برابر سوېدی حلاتو ورسره مرسته کړېده او یا روزل سوېدی، د هغو ټینګو غښتلو کارونه فعالیتونه او لاسته راوړني زموږ د ټولني رښتوني تارخي ویا ړني سوېدي.

     که د افغانستان د ټولو تېرو شاهي کورنیو اولادونه تر نظر تېر کړي، د نموني په توګه به د دوی په اولادونو کي کوم کس پیدا نه کړي، چي هغه دي ښه ادیب، لیکوال،ډاکتر، طبیب، استاد، انجینر، متخصیص. . . . .  سوی وي بلکي شوده ګان به وه مګر باداران به وه.  

     ټینګتوب نامیتوب یا غښتلتوب(د ښه نوم ګټل) دا یوه انساني غوښتنه او بشري حرس دئ چي په هرما شوم کي له هغه وړکتوب څخه ملګری وي او وده کوي.  زموږ په ټولنه او یا هره بله ټولنه کي چي وي انسان په ټولنه کي د شتو( دو دونو، کسبونو، کارونو او رواجونو) څخه د یوه نه یوه سره مینه او علاقه پیداکوي او غواړي چي په هغه مسلک یا لوبه کي تر خپلو همزولو ښه وځلیږی، دا چي زموږ په هیواد کي خائینو شاهانو د ولس د روزني، تربیې، ژوند او سالم پرمختګ دپاره هیڅ ښه کار نه دئ کړئ ځوانان په هغه ابتدا یې ساده ولسي پدېدو کي راګیر وي. 

      ټینګتوب، غښتلتوب یا نامیتوب هم زموږ د ټولني د نورو مثبتو اومنفی پدیدو په څنګ کي یوه مثبته واقعي او حقیقي پدېده وه او ده، زموږ په ټولنه کي یوشمېر په ځان باورمند ځوانان ددې لاري (ټینګتوب، غښتلتوب) سره علاقمند کېږی، هغه ځوانان چي په اقتصا دي توګه کمزورۍ وي د کورنۍ  لپاره د خرڅ او مصرف تر عهدې نسي وتلای دا مشکل به لري  اما په هیڅ توګه  یې د ټینګتوب غښتلتوب روحیه نه مري.  

     زموږ د هیواد تیر واکداران که څه چي په اصل او نصب کي به دوی په خټه پښتانه تېر سوي وي او یو شمیر خلګ ئې اوس هغه پښتانه ګڼی، چي دا ختا ځکه ده د هغو شهزاده ګانو مورنۍ ژبه پښتو نه وه، د دوی پښتو ژبه زده نه وه، ځکه یوه یې نه په کورکي پښتو ویل او نه یې په سرکاري ادارو کي پښتو ته ځای ورکاوه، د دوی کړونو دا خبره په اثبات رسولې ده چي د وي په عملی ژوند کي د پښتو او پښتنوسره د ښمنان تېرسوېدي.پدې چي د پښتنو د ویښ توب سره  یې هیڅ مرسته نه ده کړي نو زموږ غښتلي پر ځای يرېږده، د ډېرو شاهانو یا مندي پر دی وي او یا یې ښځي پردی وې،ځکه یې د خپلو د فترونو څخه پښتو ژبه شړلې او ترټلې وه، سربېره پر هغه یې پښتانه زورولي او له هري ښیګني یې لیري ساتلي وه.  تر ډېره حده پر موږ حاکم شاهان د دغو ښځو غلامان چي نه یې ولس ته د زده کړو لاره هواره ول او نه  یې د نورمال ژوند او کار زمینه برابره وله.

      د ولس په خاصه له ښو ځوانانو سره د فاسدو حکومتونو او د هغوی د اولادونو دښمني لا ختمه نه ده، حتا دغه یې لا خوښه نه ده چي د هغوی نوم په ښو یاد سي، بیا چي زه د دوي د پلرونو دواکدارۍ د خیانتو نو یاد پکښي کوم. لکه یو ډول او کله بل شان تورنه لګوي، چي تاسي یې ګورۍ.  

     ټینګان، غښتلي په اخلاقي او انساني  کړونو کي ځانته مثبت خویونه، دود او دستور لري، د ساری په توګه :  دوی هیڅ کله د بل چا سپکاوی نه کوي. چي دا خوی یې سوچه انساني، اسلامي او افغاني دئ. بل که به چا ښه ځوان او غښتلي ته سلام ور وا چا وه، ستړی مستیا او د چایو ست  یې ورته وکړئ؛ سلام ته یې په درناوي، خندا او خوشحالۍ سره وعلیکم دي سلام وایه او خوشحاله به سو، دا یې د دوستي او خوشحالۍ نښه او پر ځان باندي د باور احساس ګڼۍ، دا پخپله یو مثبت حرکت دئ او داسي یوه روحیه انتقالوي، چي موږ او تاسو دوستان یوو او ستاسو په څنګ کي ولاړیوو.  

     اما که چا د تمسخر په توګه په دوی پسي ټوخلي وای( البته توخی به وروسته تشریح کړم) یا کوم بل داسي حرکت وکړی وای چي د رشخند او سپکاوي معنی به یې ورکول، دا نو بیا د ځان لپاره لوی پیغور، بې عزتي او بې غیرتي ګڼي چي هغه کس ته جواب ورنه کړي، رشخند وهونکي او تمسخر کوونکي ته دی خدای خیر پیش کي، هغه نو بیا تر هغو نه پرېږدي چي په خپل ډول سبق ور نه کړي  او انتقام وانخلي. پاته دي نه وي ځیني کسان د ناخبری له امله دوی، ماجرا غوښتونکي اوبې لاري بولي، په دې اړوند باید وویل سي، چي دوی ډېر متواضع، بې غرضه، بې ضرره او بې پرې کسان دي، دوی د خپل ولسي عنعناتو او  پوهي په رڼا کي، باحوصله، صادق، زړه ور، سخي طبیعته، پر قول، ننګ او ناموس ساتلو باندي کلک ولاړ خلګ دي. 

په تکرار سره باید ووایم چي راز ساتنه، رښتیا ویل او پر قول درېدنه د دوی لوړ صفات دي، په دې اړوند دوی ډېر  زجرونه، شکنجې، ظلمونه او محرومیتونه زغملي دي، حتا تر دې  اندازی پوري چي پورتنۍ  خبري که د دوی د سر او ژوند په قیمت هم تمامي شوي وای دریغ  یې نه کا وه.  په سړه سینه به  یې هر څه منل.  

    دا د دوی له اجتماعي او دو دیزو اخلاقو څخه ګڼل کېږي، خو که چیري په دې برخه کي د کوم چاه څخه سهواً یا د بې تجریبه ګۍ له امله خبره ماته سوې وای، په مړانه  یې ځانونه ګنهکا ران بلل، پړه  یې منل او تاوان  یې پرې کا وه.  په ځینو سیمو کي حتا تر ننه پوری پورتني صفات ژوندي پاته دي، چي د ډیرو کسانو لپاره دژوند سر مشق ګڼل کیږي  او زده کړه ترې کوي.  نور بیا 

 

 

 

+++++++++++++++++++++++

 

شپږمه برخه:

     بله د یادولو وړ موضوع چي غواړم مینه والو ته ئې وړاندي کړم هغه داده چي دغه توریالی او نامتو قشر په عمومي توګه دانساني ژوند له ښیګڼو څخه بی برخي ساتل سوئ وه دغه شان ډیرو له دوی څخه منظم اجتماعي، سیاسي اقتصادي، تخنیکي د زمانی تعلیمات، ښوونه او روزنه نه لرل او لا یې نه لري.  

   د دغه سرکښ مستعد قشر و تخنیکي او تعلمی روزنی ته، د دوی داستعدادونو په انډول او ذوق سره هیڅ پاملرنه نه ده سوې، دوی لکه د ځنګلونو زمریان او دغرونو بازان داسي پر پخپل سر آزاد اوچت پروازونه لري، هیڅ مسئول ارګان د دوی لاس نیوی نه دئ کړی، دغه زمریان دولس د منځ څخه را پورته سوي وه، را پورته سول او لا را پورته کېږي به.  

دوی دولس په غم او ښادۍ کي ځانونه شریک ګڼي هر یو یې د خپل کلي او کوڅي په منځ کي ځکه پر خلګو ګران وي، چي دوی د ضعیف پالونکي او مرسته کوونکي دي د سپین ږېرو، بې وزلو او مظلومانو سره مرسته او زړه سوی د دوی د اجتماعي اخلاقو یو جز ګڼل کیږي، د دوی په شتون کي لا څه چي د دوی په غیاب کي هم هیڅ لوچک، لچر او پېښه ګر سړي د یوه غښتلي کلیوالو ته په سپک نظر او بې احترامې کتلای نسي.هر لچراو لوچک سړی د یوه نوم وتي ټینګ (غښتلي) په کلي او محل کي قدمونه په حساب ږدې او پټ تېرېږي.  

    داخبره د یادولو ده ډېر ځله داسي هم لیدل کیدل چي په کلیو کي دواک څښتنو ظالمو خانانو هم د غښتلو له ډاره په جرأت او ښکاره پر غریبان باندي ظلم او تیری نسوای کولای. ټینګان، ښه ځوانان یا غښتلي پاک نفسه بې ازاره پرهېزګاره بې تبعیضه، بې تعصبه پرځان متکي او پرخپلي عقیدې باندي ټینګ ولاړ دي، د راز ساتني رشتیا وویل قدر پیژنده د دوی د غوره صفاتو څخه ګڼل کېږي.  

    ټینګانو ښه ځوانان یا غښتلي(مبارزین) هیواد دوسته، خپله مینه او وطن پر ګران وي،  تل د مهاجماتو غارت ګرانو او تېري کونکو په وړاندي بېله کومي شخصي غوښتني له هیڅ ډول سرښندنو څخه د تاریخ په ټولو دو روکي سر غړونه نه ده کړې، چي دا د تاریخ خبري دي، زه یوازي پر خپلو ښوځوانانو، ټینګانو او غښتلو ژغېږم، پاته دي نه وي چي ځیني کسان په نه پوه یا بخالت سره تر اوسه پوري زموږ (ټینګ، ښه ځوانان، غښتلي) ته د پایلوچ نوم او هغه هم د لوچک، غله، بیکاره....، یانورو سپکو سپورو نومونو باندي یا دوي چي دا کمزوري خبري د مخالفینو خبري او د دښمنانو کاردئ، دا د هغو کسانو خبري دي چي د دغو ځوانانو په جفا کي و لاړ دي، د دغو ځوانانو د نام بدئ او تجریدولو لپاره یې بدي را وهلي دي، چي  دوی دا شان بیان د حقیقت خلاف خبري دي. 

   د هوتکیانو د پاچهی تر نړیدو را وروسته بیا تر دې اوس پوري له یو شمیر کړیو له خوا زموږ ټینګو، غښتلو ته دغه د پایلوچ کلمه کارول کیږي  چي هدف  یې زموږ د ښوځوانانو، ټینګو یا غښتلو سپکاوی دئ، ډیر وختونه د (پایلوچ) کلمه  حتا و ټولو کندهاریانود توهئین دپاره یو شمیرخیرن مغزي او یا د هغو په کورنیو پوري تړلي انسانان اوس هم کاره وي.  

   د دوستانو څخه مي هیله داده چي د خپلو ښوځوانان، ټینګو،غښتلو پدېده د نورو ټولینزو او اجتماعي پدېدو څخه جلأ اومجرده ونه څیړي لکه هر بله ټولنیزه پدېده چي جلا او مجرده نه سو څیړلای دا هم داسي وګڼی.

ځکه هره ټولنیزه پدېده چي د ټولني په منځ کي را زېږي هغه د ټولني څخه متأثیره کیږي نو ددې اصل پر بنیاد باید د غښتلو، تینګو (پایلوچو) پدېده هم مجرده ونه څیړل شی، لکه څنګه چي د انسانانو په هر قشر کي ښه خلګ او خراب خلک سته، خپله ټولنه هم د ښو او بدو څخه جوړه یوه مجموعه ده، ترکمه ځایه چي لیدل سوېدي او انکار هم نسي ترې کیدلای چي هره، هره د سته د انسانانو کي ټوله یا یوه مخ له هر اړخه پوره او کامل نه دي، کامل انسانان په هره اجتماع، ټولنه او ټولګۍ کي د وکړو د شمیر په تناسبب ډېر لږ وي. نور بیا 

 

 

+++++++++++++++++++++

پنځه برخه:

       نوټ: دوستانو تاسي د لطائف الطوائف د لیکوال کېسه و لوستل، د هغه وختونو شرایط لیکوالو ته دونه سخته وه چي په خپله لیکنه کي یې د سرکار یا حکومت د نوم اخېستنه نسوای کولای، چوکیداران چا ونیول او چا ووهل؟
      د حبيب السير موْلف د خپلي زمانی د يوه عيار د ژوند يوه پیښه داسي ثبت كړې ده: (و يعقوب.  .  .  در ان اوقات شبى نقب زد به خزانه درهم بن رافع كه به تقلب برسيستان استيلا يافته بود، رفت جوهر بيشمار و امتعه بسيار در هم بسته، بوقت بيرون امدن پايش بر چيزى خورد يعقوب انرا صلب شفاف يافته ګوهرى پنداشت و برداشت، جهت امتحان زبان بر ان زده، ان نمك نيشاپوری بوده، انګاه اورا غايت حق نمك پر اخذ اموال غالب امده و انچه باهم بسته بود ګذشته به منزل خود شتافت، علی الصباح خزانه چي متحير ګرديد و نزد درهم رفت و اورا بر صورت واقعه مطلع ګردانيد، درهم فرمود تا در شهر منادى كردند كه هر كس اين حركت كرده است به امن است و بايد كه به ملازمت بشتابد تا به انصاف و الطاف اختصاص يابد، و ليث صفار به دربار شهريار درهم امد و از وى سبب نه بردن اموال خزانه را سوال نمود جواب داد كه رعايت حق نمك از تصرف در ان جهان مانع امد.  .  .  ) (۶: ۳۴۵)

     په رښتیا سره زموږ غښتلو دا صفت لاره پر هغه سترخوان چي یې خوړل یا یې خوړلې وای د هغه کور او کورنۍ احترام یې تل ساتۍ.
     شيخ عطار د ښه ځوانانو او عيارانو د ښه پېژندلو لپاره 72 مميزې يادي كړي چي د لته را نقلول به  يي بې ګټی نه وي (راستی، انديشه از بدی، يارى به ديګران ازادى از بند نفس، پاك داشت چشم و دامن، وفا، بخشيدن بر دوست و دشمن خواستن براى ديګران انچه براى خود ميخواهد، جان و د ل بستن در راه كسى كه مهر بريده باشد، زبان را به ګفتن نيا موختن در روز خود را كمتر از مور دانستن، بر اوردن مراد نا مرادان، كردن كارى را نا ګفتن و كردن انچيزى كه از دست برايد، فرو خورى چشم، د ل ازار نبودن، خويشتن بين نه بودن، برده بار بودن، نان دادن، زبان و د ل يكى داشتن، از پس و پيش يكى بودن، نكر دن كار يكه ديدن و شنيدنش را نه شايد، از برده بارى د م نه زدن، راه پارسايى ورزيدن، تزويز نه كردن، رفتن به جايكه او را بخواند و اګر هم بيم جان باشد، د ماغ از كبر خالى داشتن، متواضع بودن، از كبر دورى جستن، سخن نرم و تازه به اندازه ګفتن، راز د ل به هر كس نه ګفتن، حسگد نه ورزيدن، به فرزند طمع نه داشتن، به جا اوردن هر ان چي بګويند، رياضت كشيدن، نا خوانده به جاى نه رفتن، به چشم شهوت به دوست نه نګريستن، كجبين نه بودن، خود كام نه بودن، به كام خود و به ضرر ديګران يك ګام نه ورداشتن، به اهل زمانه مروت كردن، مردم سخى را دوست داشتن، مدارا كردن به پيران و بخشودن بر جوانان، با دوست و دشمن لاف نه زدن، داد خلق دادن و دستګيرى كردن، به خود مغرور نه بودن، اداب نګهداشتن، با عزت بودن، نام كسى را جز به نيكى نه بردن، ګرد عصيان نه ګشتن، هواى نفس خود را شكستن، پير و جوان را چنان تر بيه كردن كه شرمساز نه شوند، نصيحت در نهان كردن، لباس خود را به هر نا سزا نه دادن، همه كس را مانند فرزند تربيت كردن، قناعت داشتن، به طاعت كوشيدن و ديندار بودن، پيرو و فرمان بودن، صبورى كردن، در نعمت شكر كشيدن، در محنت صبر كردن، بر مهمان شرين زبان بودن، تكلف از ميان برداشتن و هر چه باشد پيش اوردن، د لها را به احسان و كرم به دست اوردن، چون شمع در ميان جمعيت سوختن، ګفتار را با كردار راست داشتن، و درون را از كين پاك داشتن) (۱۷۴)

خوشال خان خټك په دستار نامه كی د يوه منلی شخصيت لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه په لاندی ډول بيان كړيدي: ( باب اول مشتمل په شل هنره: د ځان معرفت، علم چي كسب او كمال باله شي، هنر د خط چي لازم او ملزوم د كسب او كمال دئ، هنر د شعر چي هيرا د علم دئ، تير اندازي، اب بازي، اسپ تازي، ښكار، شجاعت، سخاوت، ازدواج د معاشرت، د اولاد تربيت، د تاديب حزم او حشم، اسباب معيشت، زراعت او دهقانيت، تجارت، تحقيق د نصب، علم د موسيقی، سطرنج، تصوير د نقاشی دي)باب د خصلتونو دي: مشورت، عزيمت، عدل او انصاف، توكل خوف او رجا، د ملك انتظام، همت، حلم، غيرت، حزم او احتياط او بيا ليكي چي حميده خصائل ډير دي كه دا هومره چي وكښل سوه واړه ونيسي لكه سترګی چي د چا د سواد وشي نور هر كتاب په خپله لولي په دا خصائل به هغه وفور خصلتونه بيا مومي)).  
     زموږ خاوره چي د ډېرو ختونو راپدې خوا څو څو څله د پردو تر اشغال لاندي راغلې ده او یا د اشغالګرو د خوښي جاسوسو سړو حکومتونه پردې خاوره کړېدي، د دې د ښمنانو نه خوښېدل، نه یې غوښتل او اوس هم د هغو یادونه بده ګڼي، حتا هغه کس چي زموږ د غښتلو یا ښو ځوانانو یاد په ښو کوي هغه بد ګڼي.دا چي دا نن هم د رژیم زموږ غښتلي نه خوښېږي، دا بیا یوه بیله مسئله  ده، مخکنیو حاکمو یوازي د خپل ټبره څخه یا دونه کول، له هغوی څخه یې قهرمانان ترا شل، د نور بیچاره ولس یاد یې ژوندی نه ساتي او نه ئې غوښتل چي ولس خپل ټینګان ( ښه ځونان اوغښتلي) وپېژني، نو به واکدارو په درواغو خپل ټبر وال قهره مانان جوړ ول، چي د رښتینو قهرمانو بیه ټیټه او عزت کښته را ولي. هیڅکله دواک غاصبان زموږ د هیواد د اصلي بچانو د پېژندلو سره خوښه نه وه. اوس هم په هیواد کي هغه حالت او ذهنیت مسلط دئ، هر غاصب او قاتل قهرمان حاجي او غازي بلل کېږي. 

    د لته غواړم د یادوني په توګه داخبره ولیکم چي موږ په خپل تیر تاریخ کي دهیواد په هره برخه کي ډېر غښتلي، ټینګان، میړني، ښه ځوانان، قهرمانان (مبارزین ) لرل خو د(پایلوچ) اصطلاح  زموږ بی زده کړو غښتلو هیواد والو ته د صفویانو لخوا هغه وخت استعمال سول او رواج سول چي کله شاه محمود هوتک اصفهان تر ولکي لاندي را وستۍ او هلته یې پا چهي کول، تر دې  مخکي موږ په خپلو ادبیاتو کي د (پایلوچ) اصطلاح هیڅ نه لرل.  

      د ساری په توګه موږ د خپل تیر تاریخ په لمنه کي د تورې، قلم، تصوف او پرهیزګاری په برخه کي غښتلی، ښه ځوانان او ټینګان (نر اوښځي) لرل، خو پر افغانستان واکمنو مو نه غښتل د دغو قهرمانانو یاد ژوندی وساتي، ځکه چي دا خو ولسي افتخارات وه، واکدارو مو له خلګو سره مینه نه لرل، واکدار مو پردې  پرست وه.

     غواړم دا څرګنده کړم، نه چي بله ورځ لنډ فکره خلګ زما خبره بل شان تعبیرکړی، چي ده خو (پیروښان، خوشحال خان، میرویس خان او احمدخان) هم په پایلوچو کي شمیرلی دي. دوستان دغه د پایلوچ کلمه یوه پردی کلمه ده چي د دښمنانو لخوا زموږ و غښتلو او ښو ځوانانو ته کار سوېده.  زه د هغوی دغه عمل غندم، زه خپل ټینګان، ښه ځوانان (غښتلي) او قهرمانان هیڅ کله اول د پایلوچ په نوم نه لیکم او د نورو هیواد والو څخه هم هیله لرم چي خپل هیواد وال د (پایلوچو) په نوم یاد کړي. زموږ غښتلي زموږ قهرمانان او ملي مبارزین وه.

        که څه هم چي دغه ټولنیز وتلی ټینګ، (غښتلي) قشر په یو ټاکلی قوم یا سیمي پوري اړوند نه دئ، بلکي د سیمي په ټولوملیتونو او دهیواد په ټولو قومونو، ژبو او نژادونو (تاجک هزاره ازبک ترکمن بلوچ پشیهء نوریستانی ایماق او نورو) کي شتون لري، خو د مرکزیت او اولیت په حساب کندهار د ټینګانو د ځلیدو او ودي کولو لومړنۍ زانګو ګڼل کېږي.  چي البته د محیطي او اجتماعي شرائطو د بېلتون په وجه په دوی کي شکلي تفاوت، د نومونو تفاوت، د ژبو توپیرونه شته، د ساری په توګه په دري ژبو مناطقو کي و دغو کسانو ته  )کا که ګان( او په فارسي ژبو کي )عیاران( وائي.  نور بیا 

 

 

 

 

+++++++++++++++++++++

د غښتلو، ښوځوانانو(پایلوچو) تاریخي  ریښه:

 څلرمه برخه:

غښتلی، ټینګان، ښه ځوانان څوک دي؟

   ایا ټینګان، غښتلي او ښه ځوان کومه بله ځانګړې (جلأ) طایفهء د انسانانو وه که څنګه؟ اوس  سته  اوکه نه؟

   اول: خو په لنډو کي باید نویشته کړم چي د لته زموږ بحث پر افغانی ټینګانو، غښتلو، ښه ځوانان دئ. دوی د افغاني مندو او پلرونو لوڼي او زامن وه او دي، ټینګان، غښتلي او ځوانان هغه هوښیار زیرک او داستعداد خاوندان (خوندی او وروڼه) دي چي په مړاڼه، سرښندني ننګیالیتوب، رازساتني، پرقول ولاړ، پاک نفسه اوبې ریا صفاتو باندي سمبال افغانان دي، چا به زده کړي  کړي وي،  ډېری  یې له دې نعمته(زده کړو) هم بې برخي وه.  

دوهم:  په تاریخي  لحاظ په هیواد کي دغه د ټینګانو، غښتلو، ښوځوانانو چي د ښمنانو په ټولنه کي د (پایلوچو) په نامه معرفي کړي دي، د دې اجتماعي قشر لومړی مرکز یا ټاټوبۍ د لوی کندهار سیمي دي، دا پدې چي په دې جغرافیایي یا سیمه کي د تیرو زمانو یا د لرغونو وختونو څخه بیا تر ننه پوری په ټولنیز او ولسي ژوند کي په پورتنیو ځانګړو خصوصیاتو او خویونو لرلو یاد کسان (نر، ښځي) او شخصیتونه را پورته سوي او لا به را پورته کېږي، په را وروسته کلونو کي ډېرو یې زده ته هم مخه کړه. کله چي زه د کندهار د نوم یا دونه کوم مقصد مي هغه کندهار دئ چي د تاریخ په اوږدوکي د ټولو پښتنی سیمو او بیا لوی افغانستان مرکز وو. 

     داهم باید وویل سي چي زموږ د لرغوني تاریخ یا تر معاصر تاریخ وړاندي  هم پر دې مځکه غښتلي، ټینګ، ښه ځوانان او میړني (نر اوښځي) لرل. ښاغلې پوه هاند رسول "باوري" هم د غښتلو (ښو ځوانانو ) پرتاریخي ریښه باندي ښه څیړنه کړېده. په تیرو تاریخو نو کي ټینګ، غښتلي او ښه ځوانان په بیلو بیلو نومونه بلل سوېدي. چي اوس  یې موږ د لته د(ښه ځوان)  په نوم یادوو. چي د كندهار په سيمو کي دا منل سوی اصطلاح ده او ټولو خلګو ته بیله كومی توضيح او بيان څخه د پوهېدلو وړ ده.  
    د تاريخ په اوږدو كی (ښه ځوان) د عيار، فتی، شبرو، كاكه، الوفته، پهلوان او نورو نومونو سره په برابره  معنی ياد سوي چي هدف  يي همدا (ښه ځوان) دئ، د ښه ځوان د پېژندلو لپاره په بیلا بیلو تاریخي زمانو كي ډیرو پوهانو او ليكوالو ليكني کړېدي.  او د هغو د پېژندلو لپاره يي د خپل وخت هغه مميزات او مشخصات بيان كړی او ليكلي دي چي د هغو په وسيله  (ښه ځوانان) پیژندلای سوو.  د ساري په توګه په لغت نامه ده خدا كی د عيار پېژندنه داسي سوېده:
"شخصيكه جامه وسلاح مخصوص در جنګ همراه داشته باشد و مخفى كار ها بكند، مانند عمرو عيار".

    بلې د ه خدا په لغات نامه کي به دا خبره همداسي لیکل سوې وي. هغه سړی چي د جنګ په میدان کي د خاص یونیفور سره سلاح ولري او په پټه کارونه وکړي.  دوی به هغه کس عیار بولي. زه په لغت نامه او دهغي په مؤلف د لته کار نه لرم چي ده  عیار دله څنګ معنی کړئ دئ، خو زموږ د غښتلو او نامیانو د ژوند سلسله هغسي نه وه لکه څنګه چي د خدا په لغت نامه کي چي لیکل سوې ده. زموږ د غښتلو په منځ کي پټ کار کول معنی چل او (دسیسه) نسته یا د عارف او سیال سره چل اوغلطي کول نه دا چي نسته بلکي په پته عمل کول یو ډول بې غیرتي ګڼي. واعظ كاشفی بیا په خپل اثر (فتوت نامه سلطانى) كی داسي ليكلي: (بدان كه علم فتوت علمى شريف است و شعبه است از علم تصوف و توحيد.  .  .  مبدا فتوت را ابراهيم خليل الله است.  .  .  و موضوع ان نفس انسان باشد.  .  .  .  بعضگى از ائيمه لغت بر ان اند كه فتوت جوانمردی باشد).
    علامه حبيبي په خپله يوه مقاله كی د ښه ځوان تعريف او پیژندنه په لاندي ډول كړېده (ښه ځوان به اصطلاح كندهار بركسى اطلاق ميګردد كه احتياجات زنده ګى خود را از راه پيشه ورى و كد يمنى بدست مى اورد، و انچه كمايي ميكرد در همان روز نثار ياران مينمود و براى فردا نه مى اندوخت، از صفات برجسته اين طائفه سخاوت و توكل بود، مردمى بود خوش پوش و سر شار وازاده، ولى متواضع و غيور با غربا كومك ميكردند و از اقويا پروايى نداشتند .  .  .   )

     زموږ د هیواد په خاصه د اوسنی كندهار غښتلي او ښه ځوان د افغانستان د لرغونو پیړيو د پهلوانانو د منځنيو پیړيو د عيارانو او د وروستیو پېړيو د غښتلو او ښه ځوانانو پرله پسي سلسله ده چي زموږ د هيواد په تاريخي او ټولنېزو پېښو كي  يي د يوه خپل واكه ټولنيز نهاد په څېر د پاملرني وړ كار نامي لري  او په ځانګړو كړو وړو سره  يي د تاريخ بیلا بیل بابونه رنګين كړېدي   

     زموږ په هيواد كي د پهلوانانو، عيارانو، غښتلو او ښه ځوانانو سلسلې د زمانې په بېلا بېلو مرحلو كي په يوه او بل نوم ياد كړل سوي دي، چي د نومونو دا بېلوالۍ په يقين سره د دې ډلو تر منځ د تفاوت او بېلتون معنی نه لري، ځكه چي دا نومونه د زماني د غوښتنو له مخي ايښودل سوي دي او د بلي خوا د هغې زمانې د مقتضياتو پر بنا د هغو كړنلاره او يا د كړو وړو حدود ټاكل سوي دي. 
     د غښتلو او ښه ځوانانو ډلو د تاريخ په اوږدو كي د زمانې اساسي اړتيا ته پاملرنه كړې ده او د هغو اړتياو په پام كي نيولو سره  يي خپل اعمال او افعال تنظيم كړي او يا  يي د هغو اړتياوو د تامين په خاطر خپلي هڅي تر سره كړي دي، د غښتلو یا ښه ځوانانو همدې ډلو كله د محلي او سيمه ايزو زور ګويانو او ظالمانو په وړاندي  مقاومت كړئ او كله هم په ټولنه كي د لوى مصيبت او بدبختۍ په وړاندي  درېدلي دي، او بېله كومي طمعي او هيلي څخه  يي په خپله خوښه حيرانوونكي هڅي تر سره كړي دي خاصتاً كله چي د هيواد د خپلواكۍ  مسئله رامنځ ته سوې ده، همدا ډلو د ټولو هيواد والو په مخكني صف د يرغلګرو په وړاندي  جنګېدلي دي (۱۰: ۱۹)
  غښتلي یا ښه ځوانان چي په تېرو زمانو كي د ځوانمرد، شبرو، عيار او يا نورو په نومونو ياد سوي زموږ د ټولني د هغو خپلواكو ډلو غړي دي چي دغښتلی، ښه ځوان مقام ته د رسېدو له پاره  يي زياتي ازمويني په بری تر سره كړي او په دې لاره كي  يي د اردلي، يار مرحلې تېري كړي او بيا يي د غښتلي یا ښه ځوان مقام ګټلي دئ، د دې لپاره چي د غښتلي یا ښه ځوانانو په هكله مو بشپړه پېژندنه او معلومات تر لاسه كړي وي.  اړينه  يي ګڼم چي په تاريخي متونو كي د غښتلي او ښه ځوانانو هغه مميزات او مشخصات په ګوته كړم چي د هغو په وسيله ښه ځوانان د هيواد د يوه ټولنيز قشر په توګه پیژندلای سو.  
د قابوس نامي ليكوال ليكي چي:
   ځوان مردي درې اصله لري، لومړی دا چي د رښتيا خلاف ونه وايي، دويم دا چي څه چي وا يي هغه وكړي او دريم دا چي شكيب او هوښيار اوسي.  (۱: ۲۴۶)
او د همدې مطلب په دوام ليكي چي: ( پوه شه چي ځوانمردي او عياري هغه وي چي لاندي خصلتونه ولري: يو دا چي زړه ور، میړنى او صابر وي.  د هر كار په كولو كی صادق وي.  پاك عورته او سپیڅلۍ زړه ولري، د نورو خلكو تاوان په خپلو ګټو ونه كړي، پر اسيرانو لاس پورته نه كړي، له بیچاره ګانو سره مرسته وكړي، څرنګه چي رښتيا واوري حق د خپله ځانه څخه وركړي، پر هغه دستر خوان چي ډوډی  وخوري بد ونه كړي، د نيكې  په بدل كي بدي ونه كړي.   ) (۱: ۲۴۶)

نوټ: د قابوس نامي لیکوال د یوه غښتلي، ښه ځوان او مېړني انسان صفتونه ډېر ښه مشخص کړې دي.  زما خبره داده چي دا صفتونه یوازي په نالوستو کي نه بلکي په لوست کونکوکي هم داسي شخصیتونه لرو.  
  (د سياست نامي نومي اثر ليكوال د عيارانو د يو مشر په هكله ليكی چي: (.  .  .  بفرمود تا  سره  و ماهى و پياز چند بر طبق چو بين نهاده پيش اورند، انګاه فرمود تا رسول خليفه را در اورند و بنشاندند پس روى به سوی رسول كرد و ګفت: برو خليفه را بګوى كه من مرد رويين زاده ام و از پدر رويين ګرى اموخته ام و خوردن من نان جو و ماهى و  سره  و پياز بوده است، اين پادشاهى والات و ګنج از سر عيارى و شير مردى بدست اورده ام نه از ميراث پدر و نه از تو يافته ام، از پاى نه نشينم تا سر تو به مهديه نفريستم و خاندان ترا ويران نه كنم، تا اينكه ګفتم بكنم، يا به نان جوين و ماهى و  سره  باز شوم.  .  .   ) (۲: ۱۹)
  د لطائف الطوائف ليكوال ليكي: (د حلب ښار يوه ښه ځوان د يوې غريبي كورنۍ  سره د مرستي په خاطر د هغه ښار د يوه كاروان سراى څخه يو شمیر مالونه د يوه كوهی له لاري چي هلته  يي نغم (نقب) رسولۍ وو غلا كړل، غلا شوي مالونه  يي د كورنۍ د مشر په واك كي وركړل او خپله بيرته حلب ښار ته ولاړ، په سبا ورځ غوغا جوړه شوه او په دې توريي د هغه كاروان سراى چوكيداران را ونيول او د عام ولس په وړاندي يي د هغو په وهلو ټكولو پيل وكړ، هغه  يي ووهل خو څوكيداران چي له غلا خبر نه وه نو يي په ژړا او زاريو د غلا څخه انكار كا وه.  په دې وخت كی هغه ښه ځوان راپېش سو او وي ليدل چي د غلا په تور په ناحقه نور كسان تر وهلو لاندي دي، دا كار  يي د خپلو اصولو څخه بیل وګاڼه او د خلكو په منځ كي  يي خپل ږغ پورته كړ او وي ويل چي: نور بیا

 

 

++++++++++++++

درې یمه برخه:


د افغانانواو انګریزانو د درو جګړو پروخت دافغاناني شهیدانو کره شمیره څه چي یو اټکلي شمېر یې هم نه دئ لیکل سوئ، نو د امپراتورانو، پاچهانو منفي کړني، عیاشئ اومستئ په ولس پوري ځکه تړلی نه دي چي شاهانو اوامپراتورانو هرڅه د خپلوشخصي مفاداتو او نفساني خواهیشاتو لپاره سرته رسولې، مګر زموږ نیکونو، ټینګو اوغښتلو خو بیله شخصي کټو یوازي د وطن سره د میني لرلو له مخي ځانونه قربانۍ ته تیاره ول.
د تاریخ په اوږ دو کي پر دې خاوره باندي و هندوستان ته د زوره ورو خارجي یرغلګرو ځواکونو د تګ او راتګ لاره سپره وه. د دغو ټینګو، نامیانو، غښتلو، سرکښو سر ښندونکو د قربانیو په اهمیت د هغوی د سرښندنو په تشه او نتایجو افغانان څه چي جهانیان تر موږ ښه پوهیږي، لاکین د دغو غښتلو د سرونو د ورکړی قربانیو او د دوی په نه شتون او دتشي په درد بیایوازي هغه کورنۍ سم پوهیږي چي خپل مشران او پلرونه ئې په دې لاره کي د لاسه ورکړي وي او په ټولنه کي د پلرونو او مندو د نه لرولو په نسبت تر نورو ا فغانانو لا هم خوار ژوند لري هغه کورنۍ ډېري زورېږي.
مګرهغه مفتخوره کورنۍ چي زموږ د غښتلو په وینو ګټل سوې او د میړنو په شهامت ساتل سوې خاوره چي ئې په چل ټګیو او یا د یرغلګریو او خپلو خارجي با دارانو په مرسته په پټه او لڅه معامله کي غصب او تصرف کړیده، خوړلې او خوري هغوی په خپل ژوند کي یوازي خواږه لیدلي دي، تکلیف ئې نه دئ ګاللۍ نو داسي خلګ داسي کورنۍ او دهغو اولادونه به زموږ غښتلي او مېړني څه و پیژني دوی زموږ دغښتلو په قدر اوعزت څه پوهیږي، ځکه دوی او د دوی د پلرونو ژوند په جاسوسی، هستیو، مستیو او باداریو کي تیر سوئ دئ دوی فکر کوي غښتلي او مېړني هغه دي چي حکومتونه کوي، مځکي غصبوي او زیاتي پیسې لري چي هغه خو نو بیا دوی او د دوی پلارونه وه.
ډ یر پخواته به د تاریخ نه ځو د دغه وروستیو کلونو(
۱۳۵۸ه-ش کال د جدي د میاشتي د ۶ نیټې ) د روس د تېري څخه را وروسته د پاکستان تجاوز، د امریکا اوناټو تېری چي لا دوام لري تر نن ورځي پوري څه کم څلوښتوکلونو جنګ اوجګړی خو موږ ته لږ تر لږه دونه را زده کړي وی. موږ او تاسي ټول د صحنې ژوندي اوعیني شاهدان یو چي یوې خواته دروس او بل لورته د ارتجاعي قواو په وړاندي وینه د چا توی سول؟ څوک و جنګیدل؟ قربانی چاورکړې؟ مړه سول څوک؟ یتیم سول څوک؟ معیوب څوک سول؟ د چامور بوره او ګونده سول؟ د چا خور بوره اوګونډه سول ؟ د جنګ و دواړو غاړو ته د شهیدانو اولا دونه اود کورنیو غړي ټول غریب بې کوره بې زده کړو فقیر مریضان او سر ګردانه نه ګرځي؟

مګر بل لورته مو د جاسوسو مفتخورو معملګرو دسیسه ګرو د پردو نوکرو تش په نوم مسلمانانو افغانانو چي د جهاد(جنګ او جګړو) مشري ورته سپارل سوې وه د هغو مختورو د کورنیو ژوند ته خو هم یو ځل وګورئ چي مخکي ئې څه لرل اوس څه دي چي نه یې لري؟ بیا ئې د جنګ اوجګړې د میدان داتلانو او شهیدانو د کورنیو سره پر تله کی چي خبره څنګه د ه؟ رښتیا و وایاست ایا دا د خدای تعالی عدالت او انصاف همداسي دئ؟ چي موږ هم د دښمنانو په شان وخپلو(غریبو ټینګو اوغښتلو) ته سپکي سپوری و وایو؟جاسوسو ظالمو خائینو رشوتخورو ته یې حاجیان مشران صاحبان، باباګان او قهرمانان ووایو؟. . . .

ګرانی خوري او ګرانه وروره ! تا، ستا پلار او ستا دوستانو چي د دی وطن داستقلال، آزادۍ او د دې هیواد پر مختګ ارزو لرل. ځانونه پلرونه اولادونه اودوستان مو پدې لاره کي قربان او معیوب کړل څه پلاس درغله؟ ایا په رښتیا وطن ازاد سوو؟ اقتصاد مو پر مختګ کړئ دئ؟خلګ په نس ماړه په تن پټ سول؟ داوسېدو د ځای خاوندان سول؟ ایا د خپلو د وستانو قبرونه درته معلوم دي؟ ښکاره خبره ده چي جواب مو منفي دئ.
بل خواته تاسي ئې نه ګوری چي لویو غلو جاسوسو په ژوندوني ځانو ته قصرونه او په مرګ یې پر قبر باندي څونه مصرفونه سوې دي؟ چي د هر یوه قبر په مصرف تاسي ته لږ تر لږه شل پا خه کورونه جوړېدلای سوای.
اوس تر ډیره حده خبري لڅي سوي دي تاسي کندهاریان دي ښه خبریاست چي یوازي د
۱۹۹۳م کال کي د نن ورځی څخه (30) دېرش کاله مخکي کله چي امریکا غوښتل دبلوچستان دایالت یوه کس د "ایمل کاسی” په نوم و نسي د ایمل کاسي د نیولود پاره، څو نه کندهاري کورني دامریکا د cia)) سره نوکران سوي دي؟ جاسوسان(مخبران) د شتوخاوندان سوي دي؟
هغوی یا هغه جاسوسي کورنۍ اوس په کندهار ښارکي اوتر ښار د باندي د ښولویو لویو کورونو اوډیرو جایدادونو څښتنان سوي دي، حاجیان اومشران سوي دي. دا ټول څوک او چېري دي؟ طبی ده چي دا خلګ د ټینګو او غښتلو د کورنیو غړي نه وه. دا خبري زما نه دي، دا زما لخواتهمت نه دئ. بلکي د ای،اس،ای د غړي امریکأ ئې لیکوال ٫٫سټُیو کُول٬٬ (د پیرانانوجګړې) په نوم کتاب
۵۳۶ صفحه کي هلته داسي لیکي:
" د هغو کورنیو سره چي د شوروي خلاف جهاد په وخت کي یی(
C,I,A ) ته چوپړ وهلۍ ؤ د ( (C,I,A
افسرانو ورسره غونډه وکړل اوهغوی، دا ومنل چي دایجنسي تنخا خوړونکي یې شي او د ایمل کاسي پر نیولو لاس پوري کړي، په ناڅاپه دې شتمن شویو افغانانو د کندهار شا وخوا کي کورونه جوړکړل پاکستان ته تله راتله او دکاسي د نیولو لپاره ئې پلټني پیل کړې" اوس نو تاسي خدای پرست وطنپرستو پوهانو، لیکوالو ولي خپلي خولې تړلي او سترګي مو پټي نیولي دي؟ هغه کورونه د چا ؟اوکوروال ئې څوک اوچیري د ي؟
دا څونه نا ځواني ده چي د غلو، رشوتخورو، پیسوالو، چوکیوال پر خیانتونو مو په مغز کي ماغزه ساړه او قلم کي رنګونه وچ سي مګر کله چي داصلی افغانانو مظلو، بی وسو، ټینګو، غښتلو وسپکاوي، بې عزتۍ ته بیا داسي بی پروا مست سي چي ورته په تناونو یې را ټینګولای څوک هم نسي. پردې ځای یې خدای په یاد سي، هم یې افغاني دود او دستور ور یاد سي.
هغه ټول جاسوسان اولوی غله په سپینه او ورېښمینه جامه کي اوس ستاسي په بغل کي په مسجد کي د لمانځه په اول صف کي ولاړ نه دي؟ په خفګان سره زموږ د ولس د نه پوهي او کمزوری اقتصاد په سبب د پخوا په شان افتخارات امتیا زات چوکي قدرت عزت هغو ته ورکول وسوئ او اوس  یې هم د ورکولو تلاښ کیږي  چي نه ئې اهل وه او نه یې اوس اهل دي، هغوته چي هیڅ وخت نه د جنګ په میدان کي تورزن وه اونه پروطن مین وه.  زیاته برخه د تاریخ موهمداسي د یوه غیر واقعي جوړ کړل سوو او لیکل سوو داستانونو څخه ډک دئ.  لکه دانن چي په وطن کي  یې موږ او تاسي ټول ژوندی شاهیدان یوو. غله، جاسوسان او غاصیبان ملي قهرمانان او مارشالان نه سول؟

      څه چي زموږ فکلور نقلونه دي که څه ولسي کیسې او سندري دي ټول پرغښتلو او د هغوی پر ژوند ولاړدي، د هغوی مقاومت سخأ صدا قت جنګ توري وهل مینه اوعشق او د ژوند په ټولو برخوکي، زموږ ټینګ غښتلي یانامیان د دې ټولني یوا زني افتخارات دي، نه د جنګ اوجګړو له برکته په شتمنو پوري جوړ کړل سوي غیري واقعي لیکني اوافسانې، لکه څنګه چي په تیرو کي مود ولس په منځ میړني لرل اوس هم میړنی لرو.  دا چي زموږ میړني په ا قتصادي وجه د دې جوګه سوي نه دي چي په کتابو نو کي دي د دوی نومونه ولیکل سي یا دي د خلګو خولو ته ولویږي، هغه پدې چي حکومتونه اومیډ یا ګاني د هغو پلاس یا د هغو د لاس وسیلې دي چي شتمني لري. 

    سره له دې چي زه په دې لیکنه کي زموږ پر غښتلو بحث لرم، په خاصه د لوی کندهار پرغښتلو نو دایوازي لوی کندهار نه دئ چي ټینګ، میړني او غښتلي لري  بیله شکه زموږ هیواد د ټینګو، میړنیو اوغښتلو څخه  یو ډک هیواد دئ،  د هیواد هر کلۍ اوهره کوڅه مومیړني لري.  د دې لپاره چي خبره ښه ثیقه سي نو پرهغو باندي ډېر ږغیږم چي راته معلوم ما لیدلي او یا دوستانو را پیژندلي دي. 

       په کمپیوټر پاڼو کي دغښتلو(پایلوچو) تر عنوان لاندي لیکنه خپره سوه وروسته ماته هم یو شمېر دوستانو تلیفونونه وکړل، ایملونه یې را و لیږل، چي زه هم د کندهار پر ټینګو، غښتلو (پایلوچو) یو څه ولیکم، البته دا زما هغه دوستان وه چي یا یې زما مخکني چاپ سوي کتابونه لکه ( استبداد  اومحبس او قفس)لوستي وه یا یې راسره مخکنۍ د نژدې پیژندګلوي لرل، دوی ته معلومات وه چي ما په محبسونو(د کندهارپه لوی محبس، د کابل د څرخی پله په زندان کی) ډېر کلونه د وخت د ټینګو، غښتلو سره په خاصه هغو لږو نوم وتو سړو سره چي په اشعارو او سندورړکي ئې نومونه یاد سوي دي. 

   ما ته به دا خورامشکله وي تاسي ته هغه ټول سړي در وپیژنم چي په خپل ټینګوالي، غښتلوالي او پاک نفسئ (پایلوچی) کي لمړۍ درجه وه. ځکه ظاهری بڼه او لباسونه به د ډېروځوانانو د ټینګواو غښتلو په شان جوړوو، په خپاره سوو اشعارو او ویل سوو غزلو یا سندورو کي به ئې د نوم یاد هم سوی وي، بنديان سوي به وي خو په سندورو ټول نومول سوي غښتلي نه وه. دا پدې لیکم چي ما دغه ځوانان د نژدې لیدلي او پیژندل دوی ټول د محمد ظاهر شاه په پاچهي کي د کندهار په لوی محبس کي چيري چي زه هم له دوی سره زنداني ووم دوی هم هلته بندیان وه.  

   ځکه زما له ډېرو سره ښه اړیکي وي چي هغه وخت دکندهار په لوی محبس کي ډاکتر صالح محمد"زیری" یوازنی ډاکتر او سیاسي بندی وو، په هغه وختونو کي د افغانستان په ولسوالي کي څه چي په ډېرو ولایاتو کي هم یو ډاکتر نه وو. نو د کندهار په محبس کي ډاکتر صالح محمد زېری د بندیانو لپاره حتا له محبس څخه د باندي د بندیانو د خپلوانو لپاره یو لوی غنیمت وو، ډېر وختونه به له د باندي څخه مریضان راوړل کیدل او ډاکتر صالح محمد به معاینه کول د مریضانو مفت کتل او مفته نسخه ورکول د ده کار او مرسته وه، له ولس سره. زه او  ډاکټرزیری په زندان کي د کوټې او کاسې ملګري وو، زیری د دوخت له چارواکو(حکومت) څخه زما تر بندي کیدومخکي اجازه تر لاسه کړې وه څو بندیانو ته دزده کړو کورس جوړ کړي، کله چي زه بندي سوم نو بندیانو ته د خط ښوولو او سبق ویلو ډېرکار یې په ما کا وه. بل یې پیچکارۍ کول او پاسمان کول یې  را و ښول بیا مي ټولو بندیانوته وړیا پیچکارۍ او پاسمانونه کول، د دغه کار له برکته وو چي د محبس د ننه هر سرای ته مي د ورتللو اجازه لرل.  

     راځي اصلي بحث ته د لته نه د شاعر عبدالصمد او نه د هنرمند یاغزل چي څه کمی سته شاعر ته به چانومونه ورکړي وي او له ده به یې غوښتي وي چي یوشعرجوړ که، د دغو نومونو یاد پکښي را وکړه، او د غزل چي(سندر غاړی) څخه غوښتنه سوېده چي دا غزل په خپل اواز کي ووایه.  دوستان مي رښتیا وایي زه هم په ځوانۍ کي د نور افغانانو په شان د دې خبرو په اهمیت او ارزښت نه پوهیدم که نه ما کولای سوای چي زموږ د بې زده کړو ټینګو، توریالیو غښتلو انسانانو دژوند اړوند ټولي خواي لکه د دوی د مړاني صداقت رښتینوالي، سپیڅلتیا ناستي  و لاړي بانډارونو جنګونو، سیالیو څخه به مي تاریخ واره کیسې یاداښت کړي  وای اوس به مي ځوانانو ته یو څه معلومات په لاس کي لرلای. چي دا کمی اوس احساس وم دا چي د وستانو زما څخه غوښتي دي پدې هکله زه هم یو څه ولیکم نوهر ډول چي کیږي د دوی خبره به پر مځکه نه اچوم زموږ پرغښتلو به یوڅه ورته لیکم. 

     زه دا منم چي د دې لیکني  د لوستلو په سلسله کي به څه ناڅه زیاتی او کمی ګورۍ.  دا هم له امکانه لري  نه ده چي په ځینو برخو کي به  پاخه اومه او اومه پاخه را څخه ولیکل سي.  د لته دئ چي له تاستو (خوندو او وروڼو) څخه بخښه غواړم، دا پدې چي هر لیکونکي که غواړي او یانه غواړي د ده په لیکنو کي به د اجتماعي محیط اغیزې را څرګندېږي.  

 تاسي ټول د خپل وخت د خپلو کلیو، ولسوالیو، ولایاتو او هیواد حالات لېدلې دي، په ډیره  خواشنۍ سره داسي خلګ په اشعارو، سندرو کي یا دېږي یا ستائل کیږي  چي هیڅ وخت  یې د دې وړتیا نه لرل چي هغه دي په ښه نوم دي یاد سي. 

 پدې خبره مي سر خلاص دئ چي زما لیکنه به اوس په دغه لنډ وخت کي ډیره مهمه ځکه نه ښکاري، چي د رښتیا ځای در واغو ډک کړئ دئ.  خو با ورمي پر دې دئ چي د وخت په تېرو به خپل بیه لوړ کړي، هر هغه ځیرک څیړونکي چي پر دغه مشخصه پدېده په راتلونکي وختو کي تحقیق کوي لږ یا ډېر به زما پر دغه لیکنه تکیه کوي او مخته به ځي.  

 ځکه زما په لیکنه کي د ژوندئ ټولني، ټولنیزي پښتنو، اخلاقو، دودونو، عاداتو او دستورونو ته څه پاملرنه سوېده، بالفرض که څوک وغواړي چي په دغه موضوع باندي یوڅه ولیکي نو دا خبره په یوه دو و کتابونوکي نه را ټولیږي.  

ځکه ما غوندي کمزوي او یا بل بیچاره دا وظیفه په یوازي سربشپړه ولای نه سي،  پدې چي زه هم د تېرو او اوسنیو ټینګو میړنیو(غښتلو) د حال او احوال څخه پوره  پوره لاخبر نه یم.

     هغه کس او کسان دا کار په ښه توګه نسي کولای چي د ولسونوکلیو او قومونو په منځ کي ګرځیدلي او را ګرځیدلي نه وي هلته  یې د دوی په منځ کي ژوند او ناستي  پاستی نه وي کړي.   هم دا ډول هغه لیکوال چي زیږه کلیوال تور ږیرئ، سپین ږیرئ او سپین سري یې لیدلي نه وي. دهغوئ له خولې د پخوانیو ټینګو او غښتلو کیسې یې اوریدلي نه وي.  

 دا کار یو پیاوړۍ سړی کولای سي، زه هیله لرم دغه شان پیاوړۍ سړی را میدان ته سي څو زموږ  دټینګ اوغښتلو مخالف (دښمنان) خپل او پردي د خپلو لیکنو په مټ پر ځای کښې نوي.  نور بیا 

 

 

++++++++++++

دوهمه برخه:

زما د دې خبرو تصدیق موږ اوتاسي ټول کوو او ژوندي شاهدان یو، تاسي د پاکستان د هغو خائینو چي افغانان یې د خپلو خلګو وژنو او هیواد خربولو ته د اسلام په نوم لمسول دهغه جنګی ماشین مینیجران، چلونکو او صلاحیت لرونکو مشرانو ( جنرال ضیاالحق، جنرال اختر، ډګروال یوسف، پرویز مشرف، بې نظیر بوټو، نوازشریف اولوی امریکا یې لیکوال سټیو کُول) لیکلني، ویناوي او چاپ سوي کتابونه وګورۍ چي د وا قعیتونو څخه ئې پرده پورته کړېده.
د خائینو لخوا لمسول سوي افغانان او د خائینو پلاس روزل سوي افغانان چي لږ شمیر یې مړه او نور یې اوس ژوندي دي، د ولس د بیچارګي او نه زده کړو له برکته په ټولنه کي هغوی د حاجی، قهرمان، مجاهد، شهید او غازی په نوم یا دېږي، هغوی ټول په رښتیا د (
C,I,A،m,c,k او I,S,I ) او ډیرو نورو پر دیو شبکو جاسوسان وه او دي. وګورۍ دهغوی د ښمني له افغان ولس سره په نوم د جهاد چي یې د پردو په تحریک، پیسو او وسلو راشروع کړي او لا یې تبه نه ده شلیدلي او پرهغه وخت له ځانه جوړي خبري، نقلي درواغجني لیکني، کتابونه، دهغوی جوړ کړي قهرمانان، فلمونو او تبلیغاتي پروپاګندې، د هغو خپرول، د دغوخبرو بیانونه د نورلیکوالو سر بیره د پاکستان د ( I,S,I) لوی افسر ډګروال یوسف او سټیوکهول د واشګټن پوست وروځ پاڼي مدیر په خپلو کتابو (تلک خرس) او ( د پیرانانو جګړېGHOST WARS )کي بیان سوي دي.
باورلرم چي دغه له واقیعتونو څخه بیګانه لیکني اوفلمونه لګه څنګه چي اوس یې په لوستلواو د خپلو افغانانو په کړنو سړی شرمېږي، خوپه راتلونکي نژدې او لیري زمانوکي زموږ یو تعداد مطلب اشنا او دتعصب پر اس سپاره لیکوال او دهغوی پاته شوني داوس په شان د مستند و ماخذونو په توګه کار وي، خیر ، په هر ډول چي وه.
خوښ یم پدې چي موقع راته برابره سول څو په یو څوصفحو کي زموږد شاته پاته ساتل سوي ټولني هغه د خپل وخت او زمان پر بیوزلو، غریبو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو، میړنیو، د هغوی پر مړاني، غیرت، ټینګوالي، غښتلتوب، پاکي او افتخارات یو څه لیکم. پر هغو یو څه و لیکم چي هر څه یې یوازي د خپلي پاکي عقدې او مړاني قرباني کړه، نه شتمن سول او نه چا یاد کړه. البته زموږ په ټولنه کي چي خط لیکونکي او خط لوستونکي مو نه لرل یا مو لږ لرل نو د دغو پورته صفتونو د درلودونکو ډېره برخه هغه نالوستي هیواد وال وه. نن ورځ چي موږ افغانان د کومو لږو افتخاراتو ذکر کوو یا کیږي هغه بل څه نه دي پرته له جنګ جګرو او په جنګ او جګړو کي د ښه ځلیدو څخه چي په دغه جنګ او جګړو کي زموږ نالوستۍ هیواد وال استعمالېدل، افتخارات او ګټه بې غاصیبو وړل.
د وطن حالاتو شرایطو امکاناتو او وخت ته په کتوسره زموږ ټینګ، غښتلي هم هر یو په خپل محل کلي منطقه ولسوالۍ او ولایت کي ترهغه ځایه چي خبر یې رسیدلي دئ په هغو محلونو کي به خلګو دوی د خپلو ښو اخلاقو، نیکو اعمالو له وجهي په ټینګو، غښتلو، نامتو، میړنیو اوغیرتمنو سره یادول، هلته به دهغو خلګو په منځ کي د اعتبار او اعتماد خاوندان وه. غښتلۍ هغه شخص دئ چي د بیوزلو سره مرسته کوونکي امانت ساتونکي هغسي چي بیرته امانت خپل اصلي مالک ته سپارونکي وي.
پس یوله د غو پورته صفاتو څخه چي د چا کم وي ممکن یو کس به ټینګ وي یوازي ټینګوالۍ غښتل توب نه دئ. غښتل توب وړتیا په انسانانو کي ئې تر ډیره حده فطري هم وي. دا منم چي اقتصاد، ټولنیز مناسبات، ښوونه او روزنه ورباندي پوره اثر لرلای سي.
زه په دغه لیکنه کي ډېرځله خپل ټینګ، غښتلي په دغه نوم (پایلوچ) نه لیکم ځکه چي دغه د پالوچ نوم زموږ پرټینګو، غښتلو او نامیانو باندي د اول ځل دپاره د افغان د ښمنو (پارسیانو او د هغوی پلویانو افغانانو) لخوا په پوهه سره زموږ د ټینګو، غښتلو سره د کینې او د ولس په ذهن کي د هغوئ د بدو پېژندلو په مقصد استعمال سوېده.
زه زموږ ټینګ،غښتلي زموږ نامیان او زموږ ښه ځوانان د (ټینګو، غښتلو) په نوم لیکم. او ستاسي دوستانو څخه مي هیله داده چي خپل ټینګ،غښتلي په ښه نوم سره ولیکۍ، دا خبره لمرغوندي ښکاره ده چي زموږ افغانانو نور افتخارات بیله جنګ او جګړو څخه یا نسته یا دونه کم دي چي پرهیڅ شماردي.

د ساري په توګه: دچنګیز، الاکو، تیمور لنګ، د مغولو دامپروتوری، د پارس د اشغال د منځه وړل، دپانی پت جګړه، د میوند جګړه، د میکناټن وژنه، د انګریزی فوځ دری ځله تیری او د هغوی شړنه، د روس سره جګړه او دهغو شړنه، د ناټو له قواو سره مقابله، جګړه او سر ښندني.د دغو جنګونو او جګړو اثر وه د افغانانو پر ذهنونو چي شاعرانو مو ډېر حماسي اشعار لیکي دي او لا کي لیکي، په ټولنه کي په پراخه اندازه حماسي لنډی له دی سببه شتون لری. او تر ډېره حده د ولسونو پر ذهنونو باندي ښه لګېږي.
که درحمان بابا، شمس الدین کاکړ، د پیر محمد کاکړ، سلیمان ماکو، دخوشحال خان د یوان، د حمزه شینواري اشعار، د غنی خان اثارچي ګورې پر لږ پند تصوف او نصحت سر بېره چي لري ئې ډېر یې، شرابو، مستیو،توری، لیندی، غشی، کماني اوتوپک سرمینه کړېده، د فردوسي شا هنامه هم چي د دری ژبی د شاهکارو کتابونو له جملی څخه یو شاهکاره کتاب دئ که هغه هم په غور ولوستل سي، هلته هم په افسانوی ډول ترجنګ او جګړو پا چهیو نیولو او ړنکولو پرته بل څه نسته.
مګر د شهنامی لیکوال حکیم ابوالقاتم فردوسي په خپل لوړقابلیت پوهي او مهارت د ښوغنی ادبیاتو فارسي الفاظو د پرځای کارولو په وجه هغه افسانوي جنګي کیسې د خپلي ښی لیکني په مټ داسي ښه په تر تیب سره او ډلي دي چي تاریځ پند او نصحت هرڅه ئې پر خپل ځای پکښي ځای پر ځای کړي او بیان کړي دي.
د لته لازمه ده یوه یا دونه وکړم
:( د خوښی ځای دئ چي د فردوسي شاهنامه له دری ژبی څخه د اول ځل لپاره پښتو ژبی ته دافغان غښتلې، ټینګ سیاستوال او لیکوال ډاکتر صالح محمد "زیری” په مټ را ژباړل سوېده) اوس زموږ پښتانه خوندي او وروڼه کولای سي پیدا یې کړي و یې لولي او ګټه ځیني واخلي.

هیله لرم زموږ دوطن ښه وړلایق او ماهر لیکوال په راتلونکي وخت کي زموږد وطن پر ټینګو او غښتلو باندي ډېر څه په ښوادبیاتو،په خاص مهارت شیرینوکلیماتو ولیکی، ځکه زموږد ټینګوغښتلو ژوند، سر ښندني وفادارۍ د خپلو خلګو سره مینه، صداقت، پاکي، جنګونه او د مړاني کیسې هیڅ یوه افسانوي او خیالي داستانونه نه دي، بلکي یو واقعي ژوند ؤ او همدا اوس هم په ټولنه کي شتون لري.

راځئ یوځل تېر تاریخ  هم را یاد کړو چي د غښتلو په هکله یې څه لیکلي دي!

 

    کله چي زه د ټینګو(غښتلو) د نوم یا دونه کوم معنی دا چي د دې غملړلي هیواد( د تاریخ زړه ته ور ننوزم) تاسي په پوره غور سره وګورئ چي موږ په دغه خاوره کي د سیاست، ولسي اړیکو، د قلم او توري په ډګرکي، د تصوف او پرهیزګارۍ  په برخه کي( نارینه او ښځینه) څونه اتلان، ټینګان، غښتلي او سپیڅلی لرل.  د ساری په توګه په تیر تاریخ کي: د مغلولی استمارګرو په وړاندي، بایزېد روښان او د هغه د نهضت د غړو نوم  چي د توری، تصوف او پرهیزګارۍ ځلانده ستوري پکښې وه، سر بیره پرهغه خپله بایزېد روښان چي د طبقاتي مبارزی مشر او رهبر وو، همداسي خوشحال خان چي د خپل قلم په څوکه او د خپلي توری  په مټ قهرمانه مبارزه کول یا دولای سوو، د هغه زمان د ښځو له جملي څخه د(  دپیروښان ښځه بی بی شمسو، د حداد ښځه  میرمن الایي نومونه را وړلای سوو، چي د  پوهي سربیره  یې مسلحانه مبارزه د مغلو په خلاف رهبرۍ کول او له دښمن سره په مخامخ جنګونو کي ولاړي وې.  

     په دغه شان د افغانستان په معاصر تاریخ کي: حاجي میرویس خان نیکه په مشری د جګړو د میدان غښتلي او د هغو کارنامي چي د پارس له اشغاله یې ولسونه خلاص او د اول ځل لپاره یې پښتو ژبه د دربار ژبه کړه، هغه نه سو هېرولای حاجي میرویس خان په سیاست، ټولنپوهنه، پرهیزګارۍ، ولسي اړیکوکي، د جنګ د ډګر یو ټینګ، غښتلي او وتلې شخصیت وو.  بل مېړنی لوی احمد شاه(بابا) یا دوو، خان عبدالغفار خان، عبداصمد خان هر یو د خپل وخت او زمان ټینګ، غښتلي وه.  چي نژدې د ژوند نیمه برخه یې د استعارګرو سره په زندانونو او شکنجو کي تیر سوۍ دئ.  ښځینه  ټینګی، غښتلي او میړنی خوندي مو تل د خپلو وروڼو په څنګ کي لرلې لکه: میرمن ملاله، غازی ادې( الماسه بی بې)، تور یالی بړیڅه، سر داره غازی، سونا بی بې)  او نوري دغه څو تنی د نموني په توګه  رایا دولای سوو. دوی هر یو د خپل ژوند او مبارزی ځانګړي کار نامي او داستانونه لري.  چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لیکل کیدای سي.

 

     دوی هریو پر خپل ځای باندي د آسمان ځلانده ستوری ګڼل کیدای سي، د هر یوه له شخصیت څخه و موږ ته سر لوړی  ګران بیه او غنیمت تجارب او اثار پاته سوېدي البته زموږ د تاریخ او تولنیزوعلومو پوهانو استادانوهم پدې اړوند د خپل توان تر حده په کافي اندازه څیړني کړي او اثار یې لیکلی دي. 

    دلته پدې لیکنه کي زما ایشاره یو ځل بیا د نموني په توګه د دوی د نومونو یا دونه د دی لپاره وه چي زموږ څیړونکي او روښان اندې هغه نور نوم ورکي پروطن مین شخصیتونه چي دوخت د بهرني استعمار، استبداد او هم د کورنی ظلم او ستم ګریو په وجهه تراوسه پوري لا هم لکه سره غمیان تر ایرو لاندي دي، د هغوی د انساني او تاریخي حقوقو او دهیواد دتاریخي ویاړنو په توګه باید راژوندي کړي او نوی نسلونو ته یې ور وپیژني، البته زه نه غواړم دلته  د سرکاري سړو یا اشخاصو په هکله څه و وایم. 

    وطندارانو زموږ بیچاره میړني ولسونه په خاصه توګه ځوانه طبقه د پېړیو پېړیو را پدې خوا هر کورني جأبر ( خان(۱)، پاچا، امپراتور، امیر، مذهبي مشر، تنظمي مشر، سیاسي مشراو رئیس جمهور) د ټینګواو غښتلو دکمي پوهي، یا نه پوهي او د ژوند له مجبوریتونو څخه د پردي یا بهرني د ښمنانو په لمسون او خپلو شخصي اغراضو او ګټو د خوندي توب په غرض د اسلام او انساني قوانینو خلاف لمسولي اواستعمال کړیدي.

     (۱) خان: خان زموږ په ټولنه کي په بیلو معنی ګانو کارول کیږي ما د لته ډ فیوډال( د ډیري مځکي غاصب) په معنی سره کار کړیده. البته زموږ په هیواد کي فیوډال د نړۍ له فیوډالانو سره مځکه تر اسمانه فرق لري.  فرق یې پدې دئ چي زموږ دهیواد فیوډال د بهرنیو هیوادونو په شان تر حساب د تېرو مځکو څښتن نه وو، مګر سیاسي واک او پر ولسونو ظلم کونه یې د بهرنیو فیوډالانو څخه ډېروو. ځکه خلګ یې وهل، خلګ یې وژل، د غریبو د سراومال تصرف یې کاوه. . . . .  

    بلې دا هم یو تریخ حقیقت دئ چي باید و یې منو همدغو خانانوملکانو او فاسدو حکومتي لوی واک لرونکو زموږ د دغه ِغښتلی قشر یو شمیر ځوانان داسي کارولي دي چي نه بخښونکي جنایات یې هم سرته  په ورسول.  

    ټینګان یا غښتلي مو هم د دغه ولسونو د منځه راوتل او د دغه تراستثمارلاندي بیچاره ولسونو او لاده وه او دي.  که تاسو هر یو یو ځل بیا د معاصر تاریخ هغه دانګریزانو سره درې معلومي او مشهوري جګړې دریادي کړئ، چا؟ په خپلو وینوتویولو، سرښندونو اومړاني سره د جنګ په ډګر کي خپلي سینی سپر کړي او دغه قوي د ښمن ته  یې ماته ورکړل؟ بیله شکه یوازني خلګ همدغه زموږ غښتلي او میړنی وه، نه کوم شهزاده، ځکه د وطن څخه د ژغورنی په ټولوجنګونو کي د شهزاده ګانو تر سینو مرده کي نه دي وتلي.  دا موږ ته را پاته کوم څه چي دي دا د هم هغو میړنیو د قربانیو میراث دئ چي تر اوس زموږ افغانانو دافتخاراتو یوه غوښنه برخه جوړوي.  

   د شکه وتلې خبره دا ده چي د تاریخ په اوږدو کي باید د میړنو کار نامي د هغوی د لنډی پیژندګلوي سره یو ځای ثبت سوي وای، چي نه دي سوي.  پوښتنه داده چي دا کار چا باید کړي وای؟ اوس یې څوک باید  ثبت او تاریخ  ته وسپاري؟ له چا څخه دا هیله کیدای سي ؟ شاهانو او دهغوی خوا خوږو خو دغه کار نه دئ کړي او نه ئې په راتلونکي کي کوي.  ښه پوهېږم چي زما دغه وړه یادونه هم د هغوی نه خوښېږي.

     پس ګرانی خوري او ګرانه وروره ! دا زما ستا او دواړومسئولیت دئ که دښمن په خفه کېږي او یانه چي موږ د خپلو ټینګو غښتلواو میړنيو هیواد والو مړاني او قهرمانی په تاریخ کي ثبت او ولیکوو. 

   بدبختي مو داده چي تر دا اوسه پوری مو هم د مفتخور او لادونه او دهغوی حامیان دې ته نه پرېژدي چي د خپلو نیکونو او پلرونو یاد وکړو، په همدې وجهه زموږ دهیواد پر اصلي او واقعي ټینګو اوغښتلو پر ژوند لږ څه لیکل سوي دي اوهغه چي مالوستي دي دهغو لیکوالو ئې کور اباد خو دا وایم چي دا بسنه نه کوي.  باید ډېرڅه پر ولیکل سي د تېرو لیکنو نیګړیاوي ور پوره کړل سي.  

     زه خو په ښکاره سره وایم چي په هیواد پوري تړلي ټولي ویاړني او لاسته راوړني د دوی(زموږ د ټینګو یاغښتلو) د وینو اوقربانیو محصول دئ ځکه هرځل دوی د هر یرغلکرسره د مقابلې په میدان کي د یوه ملی احساس له مخي په اول صف کي د قربانۍ درېدل.  دا چي دوی پوهیدل او که نه دابله خبره ده.  خو احساس یې دوطنپالني او ساتني وه.  نور بیا

 

 

 

++++++++++++++++++++++++

 

اوله برخه

 

     زه د خپل هیواد غښتلي په درنښت یادوم، دا چي تاریخ په عامه مانا سره دانسانانو، د کړونو، تلاښونو، مبارزو او سر ښندنو ژوره او هر اړخیزي نویشتې ته وائي. کوم اعمال چي له نن ورځي څخه مخکي انسانانو و(پاکواو یا نا پاکو) مقاصدوته درسیدو په لاره کي سر ته رسولې دي،  په کولي توګه د انسانانو دغه ټول تلاښونه چي نویشته سي خلګ وایي چي دغه نو یو رښتنی تاریخ دئ. همدا نن  ورځ به د سبا  ورځی لپاره تاریخ وي، لکه پرون  ورځ چي د نن ورځي لپاره تاریخ سوو. په خواشینۍ سره باید و وایم د تیرو واکدارانو په زیمه داریو کي چي په ښوونځیو، پوهنځیو کي کوم  مضامین د تاریخ په نوم لوستل کیدل هغوی یو اړخېزه د جعله ډکي او بې ګټي کیسې وې، ځکه په هغو کتابونو کي یوازي د حاکمو، پرواک سپرو کورنیو په ګټه، له واقعیتونو او حقیقتونو څخه لیري، چټي بیانونه لیکل سوي وه، نه واقعیتونه، نه د ولسي ژوند اړوند پېښي. 

     تر هغه ځایه چي زما لاس رسیدئ د ښوونځی پر درسي کتابونو سر بېره مي څو کتابونه  نور هم پیدا او ولوستل، هغه څه چي ما غوښتل لاسته یې را وړم پلاس مي را نه غلل. زما مینه له دې سره وه څو دا پیدا کړم، پرافغانانو تر ډیرو کړاونو ګاللو، اوږدو او سختو جګړو کولو او په ډیرو قربانیو( خپلو وینو تویولوهم دبل د وینو په تویولو) سره چي کله ناکله به یې د امپراتورو د واک مزی اوږده کړي هم وه او ډیره مځکه به یې لاندي کړې وه. تر دغه بریالیتوب وروسته به د دغه غښتلي، میړني او جنګیالي غریب قشر په ژوند کي کوم مثبت تغېر راتلۍ؟ که نه. ایا د ولسونو پر سیاسي اقتصادي، کلتوري اړخونو دغه بریاوو څه مثبت اثر کاوه او که نه ؟

     په خوا شینۍ سره چي زموږ د هیواد لیکوالو او بهرنیو لیکوالو په خپلو لیکنو کي د ولس د  ژوند اړوند څه نه دي لیکلي یا نه پر ښول کېدل چي یو څه پر ولیکي. ځکه یې د ولس پر ژوند څه نه دي لیکلي.یوازي څو تنو د خپل وخت لږ پیښي دعیني شاهدانو په توګه دوخت د حاکمو د میل برابر د قلم تر څوکه استلي دي. پدې شان لیکنو کي په طبعي توګه د واکدارو مراعت سوۍ دئ. زه به انشا الله کوښښ وکړم چي یو څه بې پردې او بې پرې ولیکم. ځکه دهيڅ زورواکي تر اثر او فشار لاندي نه یم.

    هغه څه چي د انسان د سترګو په وړاندي  تیرسوي وي بیا خپله هغه انسان د یوه عیني شاهد اوګډونوال په حیث خپل د سترګو لیدني د کاغذ پر مخ راوړي دا به نو په راتلونکي کي د یوه غښتلي مستند او قوي مأخذ په توګه ګڼل کیدای سي او ګټه به ځینی اخیستل کیږي.

   هر انسان؛ هرهغه څه چي ګوري باید یو ځل ورته ښه په ځیر او غور وګوري بیا کیدای سي دغه انسان په خپله د هغه جریاناتو د بیان او تحریر ښه ویندوی سي نسبت هربل سیل بین، لاروي او تعبیروال کس ته.

    په هر صورت؛ زموږ د ښوځوانانو، ټینګو،غښتلو کړني هم د ټولني د نورو غړو په شان په اجتماع یا ټولنه پوري تړلې پدېده ده، چي د علم، پوهي او د ټولني د پرمختګ په صورت کي به دا پدېده هم د نورو ټولیزو پدېدو په څیرکرار کرار خپل شکل او بڼه بدله کړي اوخپل زوړ شکل به تاریخ ته وسپاري. ځکه همدا اوس هم په هیواد کي دغښتلو ظاهري بڼه لکه کالي، څپلۍ، لنګوټه حتا پر لاره تلو کي یې تغیر راغلۍ دئ په هغه پخواني شکل پاته نه دي، ښوځوانان، ټینګو او غښتلو خپله زده کړو ته مخه کړېده او د هغوی او لادونو ښوونځی ګاني و لوستې.اوس هغوی خپله مړانه، پاکي، صداقت، راستي، وطندوستي، غریبنوازي، د ظلم او ظالم څخه بیزاري او د دې ټولو منفي پدېدو په وړاندي  په پوهه، قلم او پلان سره مبارزه کوي. 

    هرشی تاریخ ته سپارل کیږي یا په بل ډول هیڅ شی نسته چي تاریخ ته دي نه سپارل کیږي، هغه که ( ښه وي یا بد) په د واړو حالاتو کي تاریخ ته سپارل کیږي.تاریخ د ټول ملت مشترک مال ګرځي. د ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو کړني هم زموږ د تاریخ یوه برخه ده. پرغښتلو یا تاریخ باندي لیکنه د هر چا حق دئ، هیڅوک باید یوازي ځانته دا اجا زه ورنکړی او یا تر خپلي کمبلي پښې اوږدې نه کړي، چي بل وروراو خور ته، په خاصه کندهاریانو ته دا ووایي یوازي ئې زه د لیکلو حق لرم اویا ادعا وکړي چي زه ئې ښه لیکم نور دي ئې نه لیکي.

 

    زه هم غواړم د تاریخ پر دغه برخه د یوه افغان، کندهاري او بیا هغه چا په حیث چي زیات کلونه مي د نالوستو کندهاري ټینګو، غښتلو او ښوځوانانو په منځ کي ژوند کړئ دئ هلته رالوی سوۍ او ورسره یو ځای اوسیدلۍ یم نو په جرأت ځانته دا حق ورکوم، وایم، زموږ د نالوستو ټینګو، غښتلواو ښوځوانانو په باب چي تر اوسه څه لیکل سوي دي، د لیکوالو یې کوراباد چي لا اقل د هغوی یاد خو یې کړی دئ. اما د زده کړو لرونکو غښتلو او میړنیو په باب ټول چپ پاته دي. زموږ لیکوالو یووازي د نالوستو ټینګو،غښتلو او ښوځوانانو دژوند پر کړنو لږ لیکني کړي دي. کله چي مي د دوی لیکني و لوستلې، هغه څه مي پکښي و نه لوستل کوم چي ما  د نالوستو غښتلو سره په خپلو ناستواو ولاړو کي لیدلې وي، د لیکوالو د لیکنو ډېره برخه پر تبلغاتي کیسو تکیه وې، هغسي یې دغښتلو پېژند ګلوي نه ده کړې لکه څنګه چي هغوی وو، یو شمېر لیکوال خو اصلاً په دې سم نه دي پوهیدلي چي ټینګ،غښتلي، ښه ځوان، نامي (پالوچ) څوک وه؟ او چاته ویل لیدل، دوی هم د هغو منفي تبلغاتو تر تاثیر لاندي لیکني کړیدي. 

    دغودوستانود یوه انسان یوازي ظاهرې بڼې او شکل ته کتلي نور یې پر اورېدلو کیسو چی ډېره برخه د کیسوله واقعیتونو او حقیقتونوڅخه څه لیري داستانونه جوړکړي او لیکلي دي په پوهه او یا نه پوهه سره یې زموږ د ښوونځی نه لوستو ټینګو، غښتلو او ښوځوانانو سپکاوی کړۍ دئ. سم نظرخو دا دئ چي په ولس پوري تړلي ټولي مسئلې باید هغه سي و لیکل سي لکه څنګه چي وي. هغه افغانان چي سم معلومات ولري او یا سمي پلټني یې کړي وي هغوی حق لري چي و یې لیکي. پر زړو لیکنو د خپل فکر، معلوماتو او  پوهي برابر یو څه ور زیات یا پر زیات کړي  څو معینه مسئله ښه لڅه او پخه سي، راتلونکي نسلونو ته یو درست دید لوری ورکړي، البته په لیکنو کي دا حق باید خوندي وي. هغه دا چي تهمت ونه تړل سي او چا ته سپکاوی پکښي و نسي. 

    په خوا شینۍ سره یو شمېر هغه چي د لوی نوم دعوه ګردي او یا خپله خپلو ځانوته لوی نوم لیکي هغوی هم کله ناکله تر خپلي بړستني پښې تیره وي او یا تر بستنه پښې د باندي را باسي، زما په باور نورنو "هر بند ه ترخپل وسه پوري پړ بلل کیږي  " یا داسي وایي ٫٫ بنده تروسه پوری پړدئ٬٬

      تر دې وخته پوري په نړۍ کي داسي کوم شی نسته چي هم دي وي او هم دي نه وي. "یو شی باید یا وي او یا نه وي” ټینګتوب،غښتلتوب، ښه ځوانتوب او ناميتوب هغه پدېده ده چي له شتون څخه ئې سترګي پټېدلای نه سي، پس زه به ووایم چي زموږ د هیواد پر نالوستو غښتلو باندي لیکني او خبري سوي دي دا چي زموږ د بحث اصلي موضوع سمدستي د لته پر نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو پر ژوند ده، هیله لرم چي هغه دوستان پر دغه مسئله  زیاته روښا یې واچوي، کوم چي د ولس په منځ کي وه اویا یې د ولس په منځ کي ژوند کړي وي، د نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو او ناميانو سره کښینوستي وی، ځکه نالوستي غښتلي د ولس په منځ کي دي. 

    د دغي پد ېدې (ټینګو، ښوځوانانو، غښتلو) په باب چي په پخوا کي کومو کورنيو یا بهرنيو لیکوالوهم څه یادوني کړي دي او اوس هغه لیکني زموږ دوستان د یوه قوي مأخذ اوسند په توګه کاروي، زما په باورد پردو لیکوالو د لیکنو څخه موږ یوازي دا ثابته ولای سو چي دغه پدېده ډیړه پخوانۍ ده او بس، په رښتیا سره  چي بیروني لیکوال زمود ټولنيز ژوند سره پوره بلد نه وه.

    بلې د څه خارجي لیکوالو به پښتو ژبه زده وه هغوی به د خپلو لیکنو په منځه کي د دې پدېدې یاد په ضمني توګه کړي وې. یا هغو په نوم پښتنو چي په هغه وخت او زمانه کي ئې د خارجانو سره د ژباړنو په صفت کارونه کول د هغه وخت ژباړونکي تر اوسنیو ژباړونکو هیڅ بهترنه ؤ، یا به داوسنیو په شان د پښتني کلتور سره بلد نه وه یا ئې داوسنیو په شان قصدي غلطي کولې د دغه او هغه قوم غښتلي ئې بد معرفي کول.

   ځکه هغه څه چي د وستانو زموږ د غښتلو په ادرس له ماخذونو څخه را ایستلي اولیکلي دي او هغه څه چي ما  زموږ د نالوستو ښوځوانانو، ټینګو، غښتلو سره په خپلو اوږدو ناستو ولاړو کي لیدلي وه، هیڅ سربرابر نه دي.حتا د بل د خولې مي هم داسي کیسې نه دي اورېد لي، نو نه پوهېږم چي ښاغلو لیکوال به بیا څوک ؟ چیري لیدلي وه؟.

    کاشکي پخوانیو لیکوالو او یا دا اوسني لیکوال د یوه شخص، د یوه کلي او یوې کورنۍ نوم خو ښودلی وای. ترهغه ځایه چي ما ژوند کړي دئ، دهر پاچا لکه : ظاهرشاه، حفظ الله امین، ببرک کارمل، نجیب الله او ملا محمدعمر په حکومتو کي مي د (دکندهار لوی محبس، دڅرخي پله یا پلچرخي په محبس، د کندهارتوقیف خانه، دکندهارد استخباراتو د ریاست کوټه قلفی، دکابل ولایت نظارت خانه، د صدارت کوټه قلفي، د وزارت د فاع د کشف د ریاست په کانتینرونو.  .  ، ) په دې ټولو زندانونو کي مي بندي توب ګاللۍ دئ او له ډیرو ټینګو، غښتلو، ښوځوانانو سره یو ځای اوسیدلي یم خو داسي څه مي نه اورېدلي اونه مي لیدلي دي لکه دوستانو چي په خپلو لیکنو کي د هغوی ذکر کړې دئ. نور بیا

    فکر کوم چي په تیرو وختونو کي به هم لیوني شرایط څو څوځله تیرسوي وي، په دغه ورستیو کلونو کي چي دروس دا شغال څخه را شروع بیا د هغو سره د جنګ اوجګړو په باب ډېر څه خارجی او کورینو لیکوالو بی بنیا ده د واقعیتو خلاف ولیکل، نشر او خپاره کړل حتا د جنګ د مستندو فلمونو په نوم یې د تاریخ حافظې ته وسپارل، واقعیت دا دئ چي (۹۰) فيصده د هغو فیلمونو غېري واقعي دي، د واقعیتو خلاف څه ولیکل سول او نشر سول. نور بیا  

 

 

 


بالا
 
بازگشت