عبدالرووف لیوال

 

دافغانانوسترخدمتګار

زموږدخلکوپه دوستانوکې له هند نه وروسته ، دآلمان هیواد دوهم ځای لری ،آلمانی موسسې

Basic Education For Afghan Refugee (Befar)   د G.T.Z  ترچترلاندې   په پاکستان کې دافغان مهاجرو اولادونوته نه هیریدونکی دقدر وړ خدمتونه کړی ، دې موسسې په پاکستان کې دافغان کډوالو ، پنډ غالو،له ناصر باغه نیولی تر کچه ګړۍ ، شمشتو، جلوزو، باغوانان ، په بې (ببو) ، بر زاخیل ،کوز زاخیل – نوښار- صوابی – ناګومان ، کبابیان ، جبارخیل ،مردان ، علیپوره (۱۹اوشلم کمپونه) په لنډه توګه نوی سلنه پنډغالوته يې ښوونځی جوړاوزموږ اولادونو ته یې روزنه ورکړه ، زما په اند ډیری هغه روزل شوی ماشومان به اوس ستر خلک وی ، ددې موسسې اړوند افغانی ریسان ، متخصصین M.Tګان (master trainer ) لکه سید کمال باختری ، ارواښادپوهاند رحیم الهام ، شاآقا مجددی ، نورالحبیب نثار ، ښاغلی متقی ، ښاغلی همت ، ښاغلی عالمی ، ښاغلی همکار ، ښاغلی فیاض (دښاغلی شیرمحد کریمی ورور) ، ښاغلی سیدملا ، ښاغلی اسدالله خان اوارواښاد (    ) دکابل پولی تخنیک پوهنتون استاد چې همالته په حق ورسید او استادان لکه ښاغلی هیله من غزنوی ، عبداله خان ، عبدالرحیم خان  نور محترم ښوونکی چې نومونه یې دبحث داوږدیدو په خا طر نشم یادولی ، دافغان ماشومانو اوتنکی ځوانانو(ژڼو) په روزنه کې زیار ګاللی .

ددې سریزې یادونه د څه لپاره ؟

هسې هم زموږ خلک ورځ تر بلې ورځی په دولت کې فساد ، شوکې اودرغلۍ ځوروی داناسور ټپ دښوونې اوروزنې په برخه کې دبیزوپه زخم بدل شوی ، ددې تر څنګ دامیر څټک دپیر زوړ اوشړیدلی روزنیز نصاب په دې غوړیدلی اوپرمختللی عصر کې موږ ته دپیغور لامل شوی ، نودې پورته یادې شوې موسسې هغه روزنیز نصاب اودزده کړې میتودونه چې زموږ دماشومانو دروزنې لپاره دآزمیښت له تلې بریالی وتلی او(سافټ) نرم مواد یې هم لاتر اوسه ساتل شوی که چیرې په همدې نصاب کی انګلیسی ژبه له څلورم ټولګی پورته اوسیانیسی مضامینو برخه هم یو څه غوښنه شی ، هغه لګښت چې امریکایانو دنویو کتابونو دچاپ په هکله منلی ـ په پورته چارو ولګیږی او هماغه سیستم دې پورته نوښتونه سره افغانستان ته راوړل شی ، زما په اند به زموږ راتلونکی کول ته بیاهم ستر چوپړ سرته رسیدلی وی .

پوهنه ، رڼا ده .

عبدالرووف لیوال د(Befar)   پخوانی استاد .

 

 


بالا
 
بازگشت