محمدآجان غلجی

 

داستاد میراکبرخیبرهیوادَنَی دریځ اوملی ګټوته ژمنتیا !

استاد خیبر په کیڼ نهضت او په تیره  دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند کی تر ډیرو نورو  ملی تفکر او ګټو ته ژمن و

٬ دا ځکه چی  استاد  دهیواد ټولنیز شرایط ٬ دخلکو اسلامی باورونه  ٬دافغانی ټولنی قبیلوی جوړښت او د هیواد حساس جیوپولیتیک  موقعیت نه ژور درک او خبرتیا لرله ٬ خپل خلک او ټولنه یی ښه او پوره پیژندل ٬ ورسره ورسره یی  د هراړخیزی مطالعی او نه تمامیدونکی زیار او زحمت په مټ له نړیوال سیاست څخه پوره خبرتیا او فهم درلود چی د روغ سیاست او سَمی موضعګیری توان یی ورکاه ٬ هغه سره لدی  چی د کارګری طبقی او زیارایستونکو دبین المللی پیوستون پیاوړی ملاتړ ی او پیرو و ٬ ورسره یی  باور لاره چی د افغانستان ملی ګټو ته  تر هرڅه ارجحیت ورکړل شی ٬ هغه پدی آند و ددی تر څنګ چی د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د انکشاف او پرمختګ  په لیار کی  د نړیوال مخکښ نهضت یو نه جلاکیدونکی برخه  ده ٬ خو مخکی لدی د یو ملی ګوند په حیث  د افغانستان په اولس پوری اړه لری  نو اړینه ده  ملی ګټی او مصالح یی له لمړی توبونو څخه  وی . استاد پدی عقیده و چی نښایی  ګوندتر هغه حده  د کیڼو افراطی  انترناسیونالیستی اغیزو لاندی راشی  چی ملی ګټی  تر پښو لاندی کړی ٬هغه په حقیقت کی د کيڼ ملی نهضت پلوی او د هغو تمایلاتو  سخت خلاف و چی ګوند او تګلاره یی  په بهرنی طاقتونو پوری وتړل شی . استاد ددی تر خوا چی  د افغانستان او شوروی اتحاد ددوستی طرفدار و باور یی لاره چی پدی اړیکو کی مناسب توازون رعایت شی  او دا ملګرتیا په برابره توګه ددواړو هیوادونو ملی ګټی تمثیل او خوندی کاندی  ٬ پدی وجه هغه نه یوازی په ګوندی ډګر بلکه په کور دننه  او بهرنیو ټولنو کی د یو ترقی پسند ملی شخصیت په توګه شهرت درلود . استاد پخوا لدی چی   دخلک دیموکراتیک جمعیت را مینځ ته شی  د تحصیل په موده کی  له خلکو او هیواد سره د خدمت د علاقی پربنیاد  د مترقی اثارو په لوست بوخت شو ٬ د قدوس غوربندی  د وضاحت په حواله « هغه چی د حربی پوهنتون محصل و د  « ندای خلق » ٬ « وطن » او  « انګار » ترقی پلوه ملی جریدی به یی په پټه حربی پوهنتون ته انتقالولی او دهغو د روښانه  اندیښنو تبلیغ او ترویج یی د محصلینو تر مینځ  کاوه او د حربی پوهنتون زده کونکی به یی له نظامی حلقو بهر سیاسی جریانونو خبرول  ٬ د همدی سیاسی فعالیتونو په وجه له پوهنتونه د فراغت په ورځ ددی پرځای چی د فراغت سند تر لاسه کړی  له خپلو دوه نورو ملګرو ( عبدالله او محمدزایی ) سره  ونیول شول او ددهمزنګ جیل ته ولیږدول شول …. خیبر په جیل کی دهغه زمان له اکثرو سیاسی فعالانو سره له نژدی پیژندګلوی او رابطه پیدا کړه …. په هغه وخت کی د  « ویښ زلمیانو » ٬ « خلق » او « وطن »  سیاسی جریانو نو مشران او مخکښان په بند کی و ببرک کارمل  دمحصلینو د اتحادیی له فعالینو هم جیل کی له استاد سره آشنا شو  … » یعنی دا چی د خیبر سیاسی اجتماعی او ملی افکار د ګوند له جوړیدو ډیر دمخه  لازم بلوغ ته رسیدلی و  چی په خپل وار یی  د خلک دیموکراتیک جمعیت په جوړښت ٬ سیاسی کړنلاری او ملی دریځ کی پوره اغیزه وښندله .

هغه د خپلو سپیڅلو سیاسی او ملی عقایدو او دریځ په  دلیل په یوشیمر ناموجهه بهانو  لکه نظامی بوختيا په ګوند کی د ځینو خاصو افراطی کړیو له لوری له دی ویری چی د خپل لیاقت او صداقت  پر بنیاد دلمړیتوب مقام وننیسی تل یی  تر ممکنه کچی له وړو بوختیاو  او رغنده رولونو لری ساته ٬ استاد هم په هررول او مقام چی ګوند هغه ته په نظر کی نیوه قانع و ٬ چی نه یی لکه ځینو د مقام یا لمړیتوب  هوس لاره او نه یی هیڅکله د خپل ځان لپاره څه فرکسیونی فعالیت ته لاس واچاوه ٬ داسی څه یی ګوند او ګوندی یو والی ته جفا بلله  ٬ د هغه لپاره اولس ته ریښتینَی خدمت کول  ٬ دټولنی بدلول ٬ ددموکرسی پَلِی کول  ٬ پرمختګ او ترقی ته رسیدل موخه وه نه کوم مقام او منزلت ته پورته کیدل .

فقیر محمد ودان د ( استاد خیر شهید د یاد ) تر سرلیک لاندی مقاله کی د هغه د لوړ شخصیت په اړه وایی « استاد خیبر په ۱۳۳۶ کال له بنده خوشی شو ٬ او وروسته   دهیواد دمعاصر انقلابی نهضت په ستر تیوریسن او نظریه جوړونکی واوښت . دهغه دوستانو ٬ هغوی چی له ده سره یی ښی سیاسی اړیکی نلرلی او آن سیاسی دښمنانویی  د هغه له شهادته ډیرکلونه وروسته د استاد د  معنوی شخصیت دنفوذ ٬جاذبی او تاثیر لاندی یی په اړوند داسی قضاوت کوی : - هغه دلوړ خپلواک شخصیت لرونکی ٬ اصولی ٬ متواضع ٬ نیک برخورده ٬ پوه ٬ تقوالرونکی ٬ او له ځانګړی  لوړ معنوی مقامه هم په ګوند٬ اولس ٬ نظامیانو ٬ روڼ آندو ٬ کارګرانو ٬ زیارایستونکو او  زده کونکو تر مینځ برخمن و ٬  په مترقی ادبیاتو حاکم  او له وتلو مبلغینو ځنی و  …… د عالی کرکتر درلودونکی  او له دی چی ډیر وغږیږی ترجیح یی ورکوله ډیر غوږ ونیسی ٬ …. په شخصی ژوندانه او ملګرتیا کی صمیمی ٬ ثابت قدمه او د ساده ژوند خاوند و  … له بازاری حرکاتو او انحرافی اخلاقیاتو یی کرکه لرله ٬ پدی عقیده و چی د ټولنی له منل شویو اخلاقی معیارونو  انحراف او تیریدل د ګوند لپاره د تریاکی کیدو حیثیت لری  ٬ ودان وړاندی لیکی  ٬ بی له شکه استاد خیبر یو نامدار ٬ منلی او محبوب سیاسی شخصیت و چی په خاص تاریخی پړاو کی یی تروریدل هم بی له کوم شک او ابهامه سیاسی ترور و  … »

خیبر استاد دزده کړی له دورانه بیاد سپیڅلی با ایمانه ژوند تر پایه  په زرګونو ګوندی او غیر ګوندی ځوانان او کادرونه  د هیوادپالنی ٬ ترقی پسندی ٬ ریښتینولی  ٬ اصولیت ٬ انسانی تهذیب او  جد وجهد په روحیه وروځل او دهغو له طریقه یی دټولنی په مختلفو قشرونو کی په مثبته توګه  دنظر د بدلون انقلاب  را مینخ ته کړ  ٬ د هغه زمان په فکری او عملی وَړوُ بدلونونوکی کله هم د خیبر اغیزمن رول نشی هیریدای . 

غلام دستګیر پنجشیری  د ( شهید خیبر په یاد ) تر عنوان لاندی مقاله کی پدی اړوند لیکی . « …   نشی کیدای  چی دا حقیقت او امانت د افغانستان ددموکراسَی او تَرَقَی له نهضت او ځوان نسل نه  پټ و ساتل شی چی استاد خیبر د افغانستان د خلک دیموکراتیک  ګوند له  جوړیدو وړاندی او وروسته د ډیرو هغو کسانو په سیاسی ٬ ټولنیز او ملی تربیت  او شعور ورکولو کی لوی او رغنده نقش لوبولی چی بیا وروسته  د افغانستان ددیموکراتیک جمهوریت د نظامی او ملکی برخو ستر او مهم لو بغاړی  او ګوندی چلونکی جوړ شول … »

استاد علمآ او منطقآ پدی آند و چی ګوند په نستړی کیدونکی اوږده مبارزه کی باید د اولس تر مینخ  په طبیعی  توګه نفوذ وکړی او په ریښتینی توده یی جریان بدل شی ٬ خلګ یی په پروګرام او مقاصدو وپوهیږی ٬ په آګاهانه توګه یی ملګرتیا  ته رامیدان ته شی  او د اولس  دملاتړ په نتیجه کی  په قانونی او مشروعه  طریقه واک ترلاسه کړی   پدی وجه هغه یوازی او یوازی  دخلکو درایی او عادلانه انتخاباتو له لاری واک ته درسیدو پلوی و او هرغیر طبیعی عمل  لکه  ٬ نظامی ځواک کارول او  کودتایی دسیسو له لیاری  واک ته رسیدل یی نه منل او پدی اړه یی همیش ملګرو او مسولینو ته دداسی ناجایزه طریقو د خطرناکو او منفی پایلو خبرداری ورکاوه چی ښایی دهغه شهادت هم دقدرت د تږیو دتادَی ٬ او پدی لاره کی د خنډ دلری کولو پایله وی .

سرور یورش  د ( د میراکبر خیبر سیاسی باورونو ته دکتنی ) تر سرلیک لاندی خپله مقاله کی  پدی رابطه لیکی  « … استاد خیبر پدی آند و چه د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند  هغه وخت خپل تاریخی ماموریت په بریا تر سره کوی شی  چی په یو تو ده یی ګوند بدل شی ٬ پدی عقیده و چی دګوند توده یی کیدل به د ښاری روڼ اندو او زده کونکو  د محدودی  ټولنی  پر ځای د زیار ایستو نکو  ٬ قومونو  او اولس  دمنلی مخکښ او لارښود په حیث یوه اوږده لار او پروسه ده چی په ځغم او نه ستړی کیدونکی زیار تعقیب شی . کله چی په ګوندی یا شخصی  ناستو کی  د ګوند لخوا د سیاسی واک لاسته کول یادیدل هغه به تل تاکید کاوه « پریږدی  زموږ ګوند لمړی  په اولسی جریان بدل شی  … »  څرنګه چی ده په وار وار او په تفصیل تشریح کول مقصد یی له توده یی کیدو دګونده داو چی لاګوند د رشد په لمړیو پړاونو کی  او یوازی د جنبش د رهبری مدعی دی ٬ پداسی حال کی چی باید ګوند دخلکو له لوری د لیډیر شیپ په توګه ومنل شی  او وکولای شی خلک د خپلو طرحو ٬ شعارونو او سیاستو نو شاته ودروی  او بیا قدرت ته درسیدو مساله رامینخ ته شی  ٬ پدی معنی چی کله ډیری خلګ او زیارایستونکی ګوند دخپل سیاسی پیشوا او لیډر په عنوان ومنی  هغه مهال د خلکو درایی او ملاتړ په پایله کی په خپله واک ته رسیږی  چی دا  دموکراسی ته داستاد باور  او ریښتینی ژمنتیا اوله هری سیاسی توطیی  پرته٬ دخلکو د پاکو رایو له لیاری  واک ته دګوند درسیدو اصول بلل ….. استاد یوازی له سوله یزوقانونی لارو واک ته درسید و پلوی و او ټولی قهرامیزه  ٬  ماجراجو ٬ او دکودتا له چینله د قدرت  له غصب سره په کلکه مخالف و  . » .  یورش وړاندی زیاتوی « پر ځای بولم  هغه فرضیه بیان کړم  که خیبر ژوندی وای داامکان ډیر و هغه ناوړه تحولات چی د هغه د سیاسی ترور په پایله کی پیښی شوی الزامآ نوی پیښی شوی یا یی بل لوری موندلای وای . د ځواکمنو کورنیو او بهرنیو فاکتورونو  په پام کی نیولو سره چی دافغانستان دهغه مهال  په سیاسی پیښو او برخلیک  کی یی اغیز او دخالت درلود٬باید وویل شی   هغه د یو کس په  حیث  نشوای کولی  دناوړه پیښو مخه ډپ کړی  ٬ خو په پوره باور ویلی شم  خیبر  دا وړتیا او توان درلود چی کم ترکمه د ګوند د ډیرو تیروتنو او غلطیو مخه ونیسی » . 

اوس چی د استاد خیبر له شهادته  څه ناڅه څلور لسیزی اوښتی ٬ د هغه د ملی داهیانه عقایدو اهمیت او ریښتین توب ثایت او په ډاګه شوی ٬ او د هغو افراطی انتر ناسیونالیت پلوه پردی پالو مشرانو ناسنجشه تندو افراطی آندو نو اوکړو وړو نه یوازی  دخلک دیموکراتیک ګوند په ګونډو او تباه کړ٬  چی دهیواد او خلکو لپاره یی بی شمیره  مصیبتونه او ستری فاجعی رامینځ ته کړی  چی د انجام پته یی لاهم نه بریښی .

په وار وار ثابته شوی چی په سیاست  او واکمنی کی له خپلو خلکو پرته تر هر نامه لاندی په اجنبی طاقتونو تکیه کول ٬ خپل اولس ٬ کلچر ٬ مذهب او باورونو  ته په سپکه کتل  یا ټولنیزو جوړښتونو او مناسباتو له پامه غورځول د لویو فاجعو او پراخو بدبختیو موجب ګرزیدلی چی زموږ یو شمیر خودکامه مشران په متاخره او معاصر تاریخ کی  یوځل بیا ددغو ناوړه فجایعو ښکار شول ٬ بی له شکه که دغو مغرورو او خود غرضه مشرانو د استاد پرله پسی ملی غوښتنو او خبرداریوته  غوږ شوی وای بی له تردیده نن به هیواد ٬ خلک او ګوند په بدل حالت او سوله کی ژوند کاوه ٬ پدی توګه بی تدبیره لارښوونکو په ناروا او غلطو محاسبو دکورنیو فاکتورونو په پرتله  بهرنیو فاکتورونو ته داهمیت ورکولو په وجه دځانونو ٬ ګوند او اولس د بربادی او سترو ناورینونو  باعث شول چی وروسته پښیمانیو او افسوس هیڅ ګټه ندرلوده  . داسی وخت راغی چی د انتر ناسیونایزم  افراطی داعیه دار ببرک کارمل چی د خیبر د ملی فکر او موقف سرسخته مخالف و٬ هم د زړ،ښټ او بی واکی په مهال او ډیر ناوخته هغی نتیجی ته ورسید چی استاد لا ډیر مخکی  دګوند له واکمنی پی باوری و چی جوهر یی ملی تفکر او په خپلو خلکو باور او تکیه کول دی .

پدی اړه مصطفی دانش د ببی سی وتلی کارپوه او ژورنالیست  له ببرک کارمل سره دخپلی وروستی لیدنی چی د مجاهدینو د واکمنی په دریم کال یی په حیرتان ښارګوټی  کی  ورسره لرله لیکی  « ببرک کارمل ډیر زوړ او بیکاره شوی و ٬ هرڅه یی له لاسه ورکړی او دخواری او ذلت ژوند یی تیراوه ٬  هیڅ سیاسی نقش او ارزښت یی نه لاره ٬له سیاسی اړخه نور ژومندی نه و  ٬ دانش په پای کی وایی ٬ ببرک کارمل د خدای پا مانی په وخت  په ستړی او دردناکه لهجه  دخپل عمر  یوازینی حاصل داسی بیان کړ  . « هغه ستر درس می چی  له ژونده واخیست دادی چی هیڅ هیواد نشی کولای د هیڅ  بهرنی او پردی طاقت  په مټ او مرسته خپلواکی او پرمختګ ته ورسیږی ٬ باید د خپلو خلکو ارادی ته احترام وشی او پدی توګه د هیواد له خپلواکی دفاع وشی ٬ هر ملت باید په خپلو پښو ودریږی »  بیا مصطفی دانش پوښتنه مطرح کوی  آیا دا درس د هغه چا لپاره  چی له سیاسی ډګره شړل شوی ٬ د مزدور او خاین  مهر یی په  تندی حواله شوی او اوس د مرګ په پوله  ناست دی ٬ کیدای شی څه ګټه ورسوی  ؟

په هرحال دا حیاتی درسونه د نن او سبا نسل  په تیره سیاسیونو ته  د اوبو او هوا په څیر اهمیت لری  ٬ ژوند او سیاست ټوکی ندی  ٬ موږ ټول د تیرو تیروتنو او خطاګانو ګواه یو ٬ پایلی مو ولیدی ٬ دناورینونو نتیجی مو  په ټوله معنی حس کړی . 

لازمه ده د استاد خیبر په شان اهلو سیاستوالو وَړ آندونه او نظریات را ټول ٬ تحلیل و تفسیرکړو او نننیو او راتلونکو نسلونو ته یی د اشتباهاتو ٬ غلطیو او جنایاتو د نه تکراریدو لپاره  په امانت داری سره ورسو . په درناوی  .

 

 محمداجان غلجی

 

 جمعه د ۲۰۱۷ ع کال د اپریل اومه .  سویدن 

 

  

 


بالا
 
بازگشت