عبدالقیوم

 

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

مشروطیت غوښتونکي نهضت

وېښ ځلمیان

"جوانان بیدار"

( ۲۳) برخه:

          افغان خاوره پاکه ولس مو سپیڅلي دي، خو د نه پوهي یا کمزوري پوهه  به  یې وي چي خپلي ګټي نه  پېژنو همدا تشه  ده  چي استعمارګرو راباندي  خپل د خوښي حاکم(پاچا) مقرراوه، موږ ورته خوشحاله او چکچکي کولې، اوس هم  سته سړي چي د امیر عبدالرحمن خان یادونه په نیکي کوي، وایي هغه د داسي هیواد له پاره یو په خیر پاچا وو. د مستبد عبدالرحمن وژني د انسانانو له سرو څخه (کله منارونه) د خلګو د ملکیتونو اخېستنه او کورنیو تبعید او فرار هر څه ورته هیڅ ښکاري دا پدې چي د دوی کورنۍ د اوسنیو خائینو کورنیو په شان هغه وخت پکښي ابادي وي. د امیر عبدالرحمن خان د اولادونو ښوونکي انګرېزان وه، د کالو ګنډونکی یې انګرېز وو، د غاښو ډاکتر یې ایرلنډی وو، چي په انګرېزي فوځ کي یې وظیفه لرل، د امیر تر ټولو باوري کس (توماز سالټر پایني) انګرېز وو، چي حتا په هرناسته کي عبدالرحمن خان بل ته اجازه نه ور وکول چي و د دغه انګرېزته د شرابو ګیلاس ور ډګ ګړي. دا وظیفه خپله امیر عبدالرحمن سرته رسول او د(توماز سالټر) د شرابو ګیلاس یې ورته ډکاوه. نو له داسی یوه  ټیټ شخصیت لرونکی پاچا څخه د ملت په خیر څه تمه کیدای سواي. دوې پیړۍ په افغانستان کي لاس وهني ص ۱۴۰

       خداي (ج ) دي ښاغلی محمد ولي "ځلمی" صاحب و بخښي، دا چي بحث پر ویښوځلمیانو دی، د ده یوه خاطره را یا د سول: (۱۳۷۳هجري)کال په کابل کي د عطائي په کور کي خبره پرویښو ځلمیانو راغلل، نوځلمي صاحب د ټولو ناستو خلګو په مخ کي   وویل" په موږ ټولو(ویښوځلمیانو) کي نور محمد تره کی هغه کس وو چي هر لوري ته یې په ښو علمي او منطقي دلایلو قناعت ور کولای سوای په سازمان جوړونه پوهیدئ، میوندوال، موسی شفیق، بینوا، حبیبی، خادم هیڅ یو هم له نورمحمد تره کي سره په د لیل پوره نه وه او بل تره کي ډار نه  پېژندی په دغه دوه د لیله  موږ هر ځل د ویښوځلمیانو غونډه د تره کي په کور کي جوړوله او پرده را ټول وو".

 

     را ګرځو ویښو ځلمیانوته  محمد علم بڅر کي هم په خپل کتاب"وېښ ځلمیان دافغانستان یوسیاسي تحریک" دېرشم مخ کي لیکي: هغه کسان چي دا ډله( د ويښو ځلمیانو ډله ( ئې جوړه کړه په کابل کي عبدالرؤف بینوا، ارسلان سلیمي، قیام الدین خادم، نورمحمد تره کي، فیض محمد انګار، غلام حسن صافي، رښتین، الفت، دوی یو له بله په کورونو کي سره لیدل وروسته ئې له ولایاتو سره ارتباط پیدا کړ. (دويښو ځلمیانو) تئوریسنان په کابل کي ناست وو محمد علم بڅر کي لیکي چي د ویښو ځلمیانو لومړۍ مرامنامه د کندهار له خوا کابل ته رالېږل شوی وه .

      (داخبره ډېره مستنده نه بریښي( په مرامنامه کي دغلام دستګیر خان، غلام حسن، فیض محمد انګار، عبدالرحمن، غلام قاد ر دارغنداب، نورالحق، پېر محمد او نورو لاسلیکونه شته چي هغه نه لوستل کیږي او عبدالشکور رشاد دامضأ پرځای لیکلی و چي له یوې مادی پرته نوره ټوله برنامه منم.

      په یادوشوو نومونو کي بیا هم د محمد رسول پښتون نوم نه لیدل کېږي خو بڅر کي وروسته په کندهار کي دهغو مشرانو نومونه اخلي کوم چي د ده په خبره هغه وخت چي د ویښو ځلمیانو خوځښت کندهار ته ورسیدی هغوی دغه خوځښت له نیست څخه اوج ته ورساوه، په دې نوم لړ کي بڅر کي پرته له دې چي محمد رسول پښتون ته د موئسیس یا بنسټ ایښو دونکي په بڼه وګوري په نوملړ کي ئې نوم تر ټولو مخکي راوړي.

        اوبیا کله چي د کندهار د ویښو ځلمیانوپه ډله خبري کوي هغه په د وو برخو ویشي. په لویانو کي بیاهم د محمد رسول پښتون نومونو په لړکي راوړي او په ځوانانو کي لومړی نوم دعبدالشکور رشاد راوړي. داهم باید ووایو چي داستاد عبدالحی حبیبي نوم نه په مشرانو کي راوړي نه په کشرانو کي .

 محمد علم بڅر کي وايی چي د کندهار ملګرو یو لیک د کابل ملګرو ته را ولیږه . د دغه لیک په لومړۍ ماده کي راغلی و چي ۱-"د حزب نوم اخوت تصویب شو" ۲ -اخوت په ټولو هغو تصمیمونو کي چي د قوم په نفع او ګټه تمامیږی جدا د حکومت ملګرتیا کوي بڅر کي زیاتوی چي داخوت د نظريی ډېر طرفدار محمد رسول پښتون و.

 له دی سره سره بڅر کي د کندهار د مدیره هیات دغړو په نوملړ کي بیا هم د محمد رسول پښتون نوم نه اخلي. د بڅر کي څرګندونو ته په کتنه ښکاری چي محمد رسول پښتون په خپله پټ پټانه" دا اصطلاح دبڅر کي ده" نه ویښو ځلمیانوته بلکي د"اخوت " په نوم یو بل خوځښت ته کار کاوه. داخوت په نوم هڅو په کندهار کي په قومی لویو مشرانو حساب کاوه او دهیواد په کچه ئې دسلطنت او حکومت ملا ور ټینګوله.

  ولی ځلمی لیکي چي :"دپښتون صاحب دژوندانه د ماجرا وڅخه داسي څرګندیده چي ده د مطالعی، نوی فکر او ثلیقی سره پوره آشنايی درلو ده. خو په عمل کي یې مطلق العناني، ملي غرور او داولیت حق زیات خوښيدۍ"محمد ولي ځلمی، ملی مبارزی ۳۱۳مخ

  "پښتون صاحب دهغه کرکتر له مخي چي ئې په نصیب و په دائمي توګه د ویښو ځلمیانو د موسسانو غړو او دافغان ملت، ورور ګلوي(اخوت( دګوندونوپه غړیتوب کي پایدار نسو پاتي کیدلای او ملګرو ئې هم دهغه دعضویت مسئولیت په غاړه نسو اخېستلای" همغه اثر۱۱۳-۱۱۴ مخونه

        ولی ځلمی د پښتون صاحب دزوی(نصیر هنر پښتون ( له خولې لیکي چی:"پښتون در برخي موارد سخت عصیانګر، تسلیم ناپذیر وسازش نا پذیر بو ده است واین عناصر اکثراً موجب از دست داد ن شانس های مهم وي شده است".

 محمد رسول پښتون ته دهرډول لوړو چوکیو چانس و او دی لویو لویو ماموریتونو ته ورغلی هم دی. خو دا چي دغه ټول ماموریتونه ئې ولي او دڅه لپاره له میاشتو وروسته پریښي دي. نه ئې ده کوم دلیل ویلی او نه نورو څیړونکو دغه برخه ژوره څیړلی ده.

  که د ده د دومره پریمانه لویو او وړوڅوکیو د خوشي کیدو او یا ورنه لري کیدو برخه څیړل شوی وای نو لږ تر لږه به تر هر څه د مخه د وخت دفساد او استبداد څیره تاریخ ته بربنډه شوی وای. داخبره ډېره د منلو وړنه ده چي وايی دهغه طبیعت او نصیب همداسي جوړ شوی و. او له دی خبری چي تیرشو نه محمدولی ځلمی او نه هم د ویښو ځلمیانو کوم بل غړي داخبره کوي یا ئې کړیده چي محمد رسول پښتون د ویښو ځلمیانو بنسټ ایښو د ونکي وي.

        زموږ په هیواد (افغانستان) کي د پیړیو پیړیو راپدې خوا چي هر افغان د ظلم، تیري، خیانت او خائین په وړاندي د اعتراض په توګه ږغ پورته کړی دئ، بیله درنګه انګرېز او دهغو د پلویانو هغه (کس او یا ډله) د کًفر په تور متهم کړېده ، زورولیده حتا وژل سوېده. مګر د هغو خلګو په خاصه شاهانو په باب  چي شپه اورځ به یې د ولس په وژلو، فساد، جاسوسیو  او بد اخلاقیو(فاحشا)  تیرول هغو ته به د هیواد  په ټولو مسجد جامعو کي د ښه روغتیا اوږد ژوند لاسونه پورته کیدل، دساري په توګه ( امیر حبیب الله د خپلي پاچهی په ټوله دوره د ځان د ساتیري لپاره300ښځي ساتلې.امیرحبیب الله یو ځل انګرېزانو کلکتي ور وغوښته چي بیا یې په هند کي د توپونو د ډزو په مراسیمو کي ګډون و کړ او هرکلی یې وشو. د افغانستان پاچا په دې سفر کي هم  شپې له ښځو سره په ساعت  تیري روږد سوو، په ځانکړي ډول ده له دوو انګرېزو ښځو سره د یارانې تارونه و غځول..... ده به شپې په عیاشیو رڼولې، یو نوکر ورسره ووچي د  ورېښمو په کڅوړه کي یې جواهر ګرځول، امیر به له دغي کڅوړي څخه جواهر  د خپلې خوښي ښځوته ورکول).دا وه زموږ اسلامي پا چهان او هغه مو نوکر ملایان چي خطبې به یې پر ویلې.

        را ځو ویښو ځلمیانو ته ښاغلی شا محمود حصین صاحب لیکي: " هغه وخت چي ما د خپلي ماستری تیزس لیکی نو له عبدالهادی هادی توخی، محمد ابراهیم خواخوږی او آن استاد عبدالشکور رشاد سره مي مخامخ لیدني درلو دلې. دهاد ی صاحب کورته چي په خیر خانه مینه کي و ورتلم، خواخوږی او رشاد صاحب مي همدلته لیدل او یوځل هم په نوی ښار کي د خواخوږی صاحب کورته ورغلم او په همغې لیدنه کي خواخوږي صاحب داستاد علامه عبدالحی حبیبی "نفثته المصدور قرن بیستم یا خلیلی نامه به جواب حبیبی نامه" چي دحبیبی صاحب په خپل خط وه په دې هیله راکړه چي یو وخت ئې چاپ کړم . په هر صورت د ویښو ځلمیانو دغو دري سره مشرانو هیڅکله هم دا نه ویل چي محمدرسول پښتون د وېښ ځلمیانو بنسټ ایښو دونکي وو. نور بیا

 

 

+++++++++++++++++

وېښ ځلمیان

"جوانان بیدار"

 ( ۲۲) برخه

           د هري  هغي ټولني چي اقتصاد کمزوری وي، مانا د ژوند سطحه ټیټه وي  د خلګو د پوهي کچه هم  ټیټه وي  هر څه په د اقتصاد پوري تړلي دي. د هر هغه هیواد مشرران( پاچهان)  چي د پوهي او علمه څخه بې خبره وي، هغو نه دوی  بد اخلاقه او ظالمان وي، سر بیره پر دې بدو صفاتو چي لري، د خپل واک د غزولو او ټیګولو لپاره  پردو ته د غلامي لاس وږده وي. له پخوا څخه پر افغان خاوره ډیر ځله پاچهانو د پردو په مټ حکومتونه کړې دي، زموږ د هر خوابدي  او مرور(شاهزاده ) د پټي او ارامی  ځایونه په فارس او یا د انګریز میلمستون وو.  ډیر د دوی به په (لودیانه او راولپنډی) کي د انګرانو سره پټیدل،هلته دوی ته د جاسوسی  زده کړه(تربیه ) ور کول کیدل، بیا خاریجي افغان د ښمنو  پیسې ، وسلې او سړي ور کول د خپل ورور سره بې جنګول، هغه لړی تر دا اوسه  زموږ په هیواد کي روانه ده. نو پدغسي حالاتو کي  راګیر روڼ اندو ته مبارزه،   د داسي لوی او مکار د ښمن په وړاندي  طبعي خبره ده مشکلات لري. بیرته مو خبره پر افغان  ویښو ځلمیانو ده.

       د وېښو ځلمیانو لومړنۍ هڅي ښي وې چي  دهیواد له ګوټ ګوټ څخه د بیلابیلو ملي ټولنیزو، استبداد ضد بدلون غوښتونکو  اوازونه  را پورته شول. دغه اوازونه د دبینوا صاحب په نوښت د یوه کتاب په بڼه چاپ او خپاره شول .

  د دغه کتاب نوم هم وېښ ځلمیان و او دڅه ناڅه ۴۳ د وخت د وتلو لیکوالو پښتو او دري مقالی ئې په کي را ټولي کړي وی. ویلای  شو چي د لومړی ځل لپاره د لیکنو په دغه درانه ټوک کي د هیواد د ښځینه لیکوالو طرحي او غوښتني هم را پورته شوی.

     دا چي کابل دهیواد پایتخت او دهغه وخت د ملی ټولنیزو آګاه شخصیتون د پراخه لیدنی کتنی یو مناسب ټاټوبی و و له همدې کبله د ويښو ځلمیانو لومړۍ ناستي ولاړي او د هغوی د افکارو راڅرګندیدلو او وروسته د دغه خوځښت بنسټ ایښو دونکې کنګره هم په همدې ښار کي را جوړه شوه نه په کندهار، نه په ننګرهار او نه هم په پکتیا ،مزار او یا فاریاب کي.

       ښه او منطقي خبره داده  چي ووایو دهیواد له ګوټ ګوټ څخه داستبداد ضد دوخت روڼ فکره  را پورته شوي په یوه اواز په کابل کي را غوټه شو.

        دا خبره هم د یادولو وړ ده چي د وېښو ځلمیانو د خوځښت د مشرتابه ویاړ دغه یا هغه شخصیت ته ورکول ډېره لویه خبره نه ده او تاریخ ته کومه خاصه تومنه نه وربښی، بلکي د سیاسي سازمانی خوځښتونو په بهیر دغه خوځښت او ترسره شوي کړني ئې د تاریخ یو ژوندی فصل جوړوي.

       باید په ټولو کي د دغه "ملی د موکراتیک » یا «بورژوا دموکراتیک " ډوله خوځښت آرمانونو ته وکتل شي. دغه خوځښت په ټول هیواد کي له دري یا څلورسوو څخه زیات غړي نه لرل. په هره سیمه کي دغه خوځښت ته د خپلو ذهنی لیوالتیاوو له مخي مشران او بنسټ ایښو دونکي ټاکل او د خوځښټ ټول ویاړ هغوی ته وربښل د خوځښت ټولنیزی پانګی ته سخت زیان رسوي.

 دا هغه خواشینوونکي عادت دی چي موږ بتان تراشو او یا د یوبل چا د حق تر پښو لاندي کولو هڅه کوو، او نه یواځی خپله د خپلي خوښي شخص ته په ګونډو کیږو بلکی تمه لرو چي نور هم زموږ د ناروغو ذهنیتونو تراشل شوو بتانو ته په ګونډو شي.

       د پیل خبره مو داده چي د ويشو ځلمیانو استبدادی ضد، بدلون غوښتونکي ملي غورځنګ څنګه او له کومه ځایه راپیل شو، مشران ئې څوک وو او تشکیلاتی جوړښت ئې څنګه بڼه نیولی وه.

 د محمد علم بڅر کي د څیړنی او لیکني له مخي هم داسي بریښی چي محمد رسول پښتون څه د پردی شاته پټ پټانه هم درلوده او په دې کار ئې د وېښو ځلمیانو ځوانه برخه ورنه ناراضه هم وه. بڅر کي داهم ښيی چي د"اخوت" په نامه څه هم تر ډېره دپښتون غوښتنه وه.

       بڅر کي لیکي "دمحمد رسول پښتون او حاجی خدای دوست کړه وړه په حزب کي د ډیرو غړو دانتقاد وړ وو، ښايی دغه وجه وه چي دوی حزبي کار و بار پټ ساته"وېښ ځلمیان، بڅر کي محمد علم ۵۷ مخ

 همدغه لیکوال لیکي: محمد رسول پښتون د"اخوت" دنظر يی غوښتونکي وو او د ګوند د جوړوونکو له ډلی څځه و. زه دپښتون صاحب په حرکاتو او تحریکاتومشتبه وم او دی هم را باندي پوهیده چي زه ئې څارنه کوم.

 په دې لحاظ ئې حزبي مسألی له ماپټی ساتلی له ما څه چي له ډېرو کسانو څخه ئې پټي وي چي د دې پټ پټانی په وجه جمعیت کي د کیڼ لاس اړخ پیداشو که دې سلسلې د وام پیدا کړي وای نو یقیناً به جمعیت په ځوان او زاړه سره ویشل شوی وای» همغه اثر ۶۰مخ

      محمد علم بڅر کي یوی عجیبی پیښی ته هم اشاره کوي هغه دا چي وايی فضل محمد خان او پروانی نائب الحکومه عبدالغنی خان ګردیزی ورغواړی او دوی ته وايی چي تاسو د واړه ووايی چي موږ ولیدل چي پرون حاجي محمد انور خان اڅکزی او مولوی بهرام دشپی په د وو یادرو بجو د پاکستان له کنسلګرۍ څخه را ووتل. بڅر کي لیکي چي دغه تهمت فضل محمد خان ډېر زورولی و او خپل وجدان ته ملامت او په خپلو کړو پښیمانه و او داخبره ئې خپله رسوا کړه. له دی کیسی څځه ښکاری چي د وېښوځلمیانو دقندهار په ډله کي دغنی خان ګردیزی قلعه بیګی تیره توره ډېره محمد انور خان او قاضی بهرام ته متوجه وه.

      محمد ولي ځلمی په خپل اثر"داستبداد او مطلقیت په مقابل کي دځینو افغانانوملی مبارزي" کي لومړی لیکي چی:دغه( وېښ ځلمیان(لومړی یوه فرهنګي او په راوروسته کي یوه سیاسي ټولنه وه» ۲۶۸ مخ.
  حکومت د داسي اصلاحي او ملي ټولنو دجوړولو سره علاقه مندی ښکاره کوله . د دغی ټولني مهم غړي وخت او ناوخت در بار او (پاچا( خپل حضورته منل د تقدیرولو او نازولو علاوه ئې په ځینو دولتي او ملی چارو کي مشوره او مرسته ځینی غوښته" .

     دوی "دکندهاربرخه " په یوه د کان کي راټولیدل، رسول پښتون، حبیبي، مولوی حاجي عطامحمد، خدای دوست، محمد علی سترنجباز، دده خواجه حضرتانو رفیع الله آغا، محمد یوسف آغا، قاضی عبدالصمد خان او نور هرکله نه حاضریدل. " ۲۶۸-۲۶۹ مخونه له دی یادوني وروسته ولي ځلمی دنړیوالو حالاتو او پر افغانستان دهغوی په اغیزو څو لنډی جملی لري او بیا لیکی: "دهیواد یو شمیر ځلمیانو چي د وېښو ځلمیانو په نامه ئې اخبارونو او مجلو کي شهرت درلو د".

 د۱۳۲۷ هه ش کال دجوزاد میاشتی په او ومه د وېښو ځلمیانو دتدارک د کمیسیون دلارښوني له مخي د کندهار، ننګرهار او کابل یو شمیر ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالروُف بینوا، فیض محمد انګار، نور محمد تره کي، قیام الدین خاد م، صدیق الله ریشتین، ګا پاچا الفت، نیک محمد پکتیانی، محمد ارسلان سلیمی، عبدالقدوس پرهیز، ابوالحسن هزاره، پاینده محمد روهیلي، عطا محمد شیر زوی، محمد طاهرتائب، او ځینو نورو ليکوالانو چي شمیر ئې د وه ویشت تنو ته رسیدی ددارالامان په افشاروکی دعبدالمجید زابلی دنوی پروژی په یوه سالون کي د ماسپښین په د وو بجو دوېښو ځلمیانو دجوړولو(تأسیس( او دبیلا بیلو ولایتونو دنمایندګانو درا ټولولو طرحه وړاندی کړه.

  دغی غونډی ته لومړی دري طرحی وړاندی سوې، چي یوه ئې د عبدالرؤف بینوا او نور محمد تره کي، بله ئې دقیام الدین خادم، او دریمه دصدیق الله ریشتین په حمایه وه.

لومړۍ ئې مترقی او عصري،، د وهمه ملي او وطني، دریمی ئې مذهبی او کلتوری رنګ درلو د» ۲۶۹ مخ
 د
محمد ولي ځلمی له پورته څرګندونو څخه ښکاری چي د ويښو ځلمیانو د خوځښت عمده مرکز کابل او ډېر فعالین او وتلی لیکوال ئې هم په کابل کي وو. همدغه په کابل کي را ټول شوی وتلی مشران په دري ګونو طرحوکی ځان ښيی او په دې برخه کي د محمد رسول پښتون نوم نه تر سترګو کیږي. هغه به د کندهار په کړۍ کي د اوچت نقش درلو دونکي وو، خو د وېښو ځلمیانو د کنګرې په لست کي ئې نوم نه ښکاري. نوربیا

 

 

+++++++++++++++++

( ۲۱ ) برخه:

         د دوهم ځل  مشروط غوښتونکو سره په معنوی لحاظ هغه د بایزېد (روښان) د فکر لړی وه چي په دغه زمانه کي  د سید جمال الدین افغان  افکار بلل کیدل، محمود طرزي چي دترکې هیواد  څخه  هغه  د بایزېد روښان مفکوره راوړې وه ، په د غه شان  د المان او هند څخه د استعمار مخالیفي نظرې وي چي د ځوانانو پر روحیه یې اغیزه وښندل، د خپل هیواد  د پرمختګ او ازادۍ  لپاره یې په مبارزه لاس پوري کړی.

        داښکاره خبره ده چي حکومتونه او بیا مستبد او پردي پرسته حکومتونه هیڅ وخت د خپل ولس د غوښتنو خیال نه ساتي. په خپل قلمرو کي د یوه مترقي خوځښت جوړښت نسي زعملای. زموږ په هیواد  کي خو هرڅه نوی وه، حکومتونه د پردو په مټ چلیدل، ځوانانو مو د سیاست مخکنی تجریبه او کافي پوهه نه لرل.

        نوهغه و چي یوشمیر د پاکي عقیدي څښتنو احساساتي ځوانانو دهغو جملې څخه عبدالرحمن خان "لو دین"د سرطان د میاشتي پر(۱۲) د ۱۲۹۷هـ کال د امیر حبیب الله خان سراج د زوکړي د ورځي د خوښي په جشن کي پر پاچاه باندي د تفنګچې ډزي و کړي له به دي تالې  چي پاچا و نه لګیدی.

      یو متل دی وایي:" لیوني مه هواله کوی، هغه خدای خپله هواله کړیدي" تر دې پیښي وروسته زیات شمیر مشروطیت غوښتونکي زندانو ته ولاړه او خپله لو دین هم تر هغو بندي پاته سوو څو چي امیر جبیب الله  خان سراج وژل کیږي او امان الله پاچا کیږي.

       د دوهم مشروطیت غوښتونکي خوځښت بل پیاوړی شخص ښاغلی عبدالهاد ي داوي و چي پریشان یې هم تخلص کاوه. حتا ځینو دوستانو د دوهم مشروط غورځنګ د پلار په نوم  لاهم لیکلی دئ.
       د دوهم مشروطیت ډیر مخکښ غړي فیض محمد کاتب هزاره، غلامحمد غبار، محمد وليخان دروازی، شجاع الدوله فراباشي، محمد ابراهیم خان جمشید  او یو شمیر نور و، چی د مشروطیت غوښتني په لاره کي یې هر ډول کوښښ کاوه، په دربار کي دننه تغیر او تحول  خوښونکي د امیر امان الله خان پر شا وخوا  راټول وه. علت داو چي په دربار کي د انګلیس د امپراتوري په خلاف، د خپل هیواد  دازاد ی سره مینوال سر بیره پر امان الله خان، پر سر دار نصرالله خان چي په عیني وخت کي نایب السطنه هم و، پدې شان سر دار عبدالقدوس خان اعتماد  الدوله، ناظرمحمد سفرخان امین الاطلاعات او په اردو کي لوړ افسران وه.

        امیر جبیب الله سراج په  خپله کورنۍ د خپلوښځو په خاصه توګه د امان ا لله  د مور د سختي کرکي سره مخامخ وو. اولادونو یې هم  د خپلو مندو طرف نیولۍ وو. د پام وړ غلام بچه ګانو د امان خان او عبدالقدوس خان په مرسته د مشروطه غوښتنکو ملګري سول. تر دربار د باندي د ټولو روڼ اندو نور امیرحبیب الله سراج بد ایسیدئ.

        په  پای کي  د کورنۍ  سره په خوښه په دربار کي د (پټي حلقې) یا (حزب سیري) د پلان له مخي وو چي امیر حبیب الله خان سراج د لغمان په (کله ګوشته ) کي ووژل سوو.

نژدې په ټولو لیکنو کي د دوهم مشروط غوښتونکو وړاندیزونه دغه (۱۲) ماد ې وې.
۱- مبارزه با استبداد  و خو د گامگي شاهان و حاكمان سياسي كشور.
۲- مبازه با امپرياليسم جهاني، بويژه برچيدن سلطه استعماري انگليس از افغانستان.
۳- برقراري عدالت اجتماعي، زدايش يا كاهش نابرابري اجتماعي.
۴- تكوين و تعميم توسعه انساني٬ گسترش آموزش به روز و تحصيلات در ميان همه طبقات اجتماعي.
۵- تمركز زدايي قدرت از طريق وضع قانون اساسي٬ تفكيك قوا و كاهش اختيارات مطلقه شاه.
۶- مشاركت ملت در فرايند تصميم‌گيري كلان سياسي و. . از طريق تشكيل احزاب و جامعه مدني.
۷- كسب استقلال، رفع وابستگي سياسي و بر قراري روابط سياسي با كشورهاي متمدن در جهت عمران و توسعه كشور.
۸- برداشتن ديوار تبعيض، تعصب قومي، زباني، مذهبي و برابر بو دن تمام شهروندان در برخورداري از مزايا، حقوق اجتماعي و مدني.
۹- بسترسازي سياسي، اجتماعي، براي آزاد ي انديشه٬ بيان، مطبوعات براي تباد ل افكار و آراي جامعه.
۱۰- مبارزه با خرافات اجتماعي، رفع تنشهاي قومي، مذهبي، زباني و تكيه بر اشتراكات ملي.
۱۱- اعزام محصلان به خارج از كشور و فراگيري آنان از علوم و فنون به روز و استفاده در جهت صنعت، توليد و    بهبو دي اقتصادي.
۱۲- تبديل افغانستان به يك كشور مترقي، نوگرا و هدايت آن به سوي پروژه مدرنيسم.
 په اماني دوره کي د مشروطیت غوښتونکو غوښتني پوره سوې؟
اول:
  د انګریزانو  له ولکې، دلوی افغانستان د یوې برخي ازادول(اوسنی افغانستان).
دو
هم:  اوسنی افغانستان په نړۍ کي د یو ازاد  هیواد  په توګه پیژندل.
دریم:  په اوسني افغانستان کي د امیر حبیب الله د حکومت هغه د غلامی او وحشت قوانین لري(لغوه) کړه  .
څلرم:   دښووني او روزني کارته توجو، دښوونځیو پرانستل ، د جرایدو او اخبار خپرول .
پن
ځم:  د مالیاتي نظام جوړښت، په دولتي اداروکي د کار ویش .
ش
پږم:   دلوی جرګې جوړیدنه د ملي شورا د پاره  دقوانینو تصویب.
او وم:  د کابیني جوړونه  د درو قواو تفکیک  او د تفتش د ادارې جوړول.

اتم:  د پوسته، تلګراف او تلیفون جوړونه .
نهم:
  د زده کړو د پاره د یو تعداد  شاګر دانو خاریج ته لیږنه .
لسم: د اساسي قانون او یوشمیر نورو مقررانو تصویب.

یولسم:  د محمد زو امتیازات(  پر کور معاشونه) لغوه کول.

         د مشروطته غوښتونکو ټولي غوښتني د امان الله خان په واکداری کي تر سره نه سوې، یوې خواته د کار سمه تجریبه نه وه ځکه شاهي  نظام په مشروط شاهي نظام بدل نسوه، د شاه په اختیارتو کي کمی رانغی. د امان الله خان په حکومت کي مشروط غوښتونکي کرار کرار له پامه و غورځول سول، غوړما لان، رشوت خواره او نا لایقه  په ځانکړې توګه د مور خپلوان پر واک سول. نو کورنیو ستونزو او بهرنیو لاس وهنو لاس سره یو کړی وه. نه  یې پریښول چي د مشروط غوښتنکو غوښتني پوره سي.....

           یوه خبره خوسمه او ښکاره ده . هغه دا چي دا ځلی د مشروط غوښتنکو په لیکو کي زیا تو خاریجی او کورنیو جاسو سو لاره  مند لی وه. د جاسوسو له جملی څخه چي  هلته ئې زیات نفوذ کړي ؤ هغه دانګریزانو لخواتر بیه سوی او دهغوی فوځی افسرمحمد ناد رخان ؤ.

          بلي اماني دوري نسبت تیرو استبدادي حکومتونو ته ښه ډیري لاسه راوړني هم لرلې. د مطبوعاتي نظامنامې تر راوتلو وروسته په هیواد کي دغه لاندي دولتي اخبارونه "روزنامي"د چاپه راوتي:

۱-امانیه.

۲-حقیت.

۳-افغان.

۴-ابلاغ.

۵-اتحاد  مشرق.

د غه لاندي   هفته واره  "هفته نامی" نشریدی :

۱-اتفاق اسلام.

۲-ارشاد النسوان.

۳-غازی.

۴-ستارهء افغان.

۵-طلوع افغان.

۶-بیدار.

۷-اصلاح.

په د وهفتوکی :

۱-جریده ء مکتب.

هغه نشری چي  په میاشت کي یوځل نشرکیدی :

۱-مجموعی عسکریه.

۲-معارف.

۳-اینه عرفان.

۴-مجموعه.

۵-صحیه.

۶-پښتون ږغ.

      البته انس یوه ازاده  هفته  نامه وه چي  د ښاغلی غلام محی الدین انیس لخوا نشریدل. داځل هم د ښمنانو د ولس د نه زده کړو څخه بیا ګټه پورته کړل دهغوی مذهبی احساسات ئې د خپلوهغو اجنټانو پواسط چي  په د ولت کي د ننه وه راو پاره  ول. دهر ډول   ښیګڼو او بیداری د سرته رسیدو او عملی  تطبیق مخه ئې ډپ کړل.

په دوهمه مرحله کي یوځل بیا مشروطیت غوښتونکي  د( افغان ځوانانو) په نوم سره متحد سول، دوهم مشروطیت  دلمړي ځل مشروطه غوښتونکو په شان اهداف لرل. داځل : عبدالرحمن خان لو دین، فیض محمد کاتب، غلام محمد میمنه ګي، محمو د طرزي، اسما سیمه طرزي، ملکه ثرایا طرزي، عبدالهاد ي خان داوي، غلام محمد خان غبار، شاه ولیخان دروازي، شجاع الدوله غوربندی، محمدرحیم شیون ضیائې، میرسیدقاسم، غلامحی الدین افغان، بابا عبدالعزیز، کاکا سید احمد لو دین، ماما محمد ابراهیم ساعت ساز، سردار عبدالرحمن(دماګه رحماني)، سردار عبدالحبیب، مولوی عبدالرف خاکي، محمد حسن راقم، دشهزاد امان الله خان په ګډون.

     دریم ځل کله په ۱۹۴۷ م کال ګي هغه وخت چي د ظالم سر دار هاشم خان د صدارت دوره ختمه وه  دوېښوځلمیانو نهضت جوړ سوو. (۱۹۴۹) م  د محصلیونو و اتحاد ې جوړولوته ته لاره هواره سول. کال کي په( ۱۹۵۰)  م کال کي د انګار ملي جریده. په( ۱۹۵۱)م کال کي  د وطن حزب  او د خلګو او ازه حزبونه جوړ سول.

نوټ:- غازي امان الله خان چي  اوسني هیواد (افغانستان) ته څه کړي دي،  دا ډیر څه دي ، له هغه څخه ډیره توقع کول هم یوه اشتباه ګڼم. دوستان دې  خدای خفه نه کړي، یوه پوښتنه لرم، هغه داچي کوم استقلال ؟ هغه استقلال چي تر نیمایې زیاته خاوره او تر نیمي ډیر  نفوس (وروڼه ) مو تر استعمار لاندي استعمار ګروته خوشي کړل؟ دا به ښه او ګټمنده نه وای چي ټوله خاوره او ولس سره یو مټی پاته وایې  ولو که د انګریزانو مستعمره وایې؟ ځکه موږ ولیدل چي انګریزان ډیر ژر ماته سول، هند ازاد او د هند له بدنې یوه ټوټه  او د افغانستان له نیمي تني  څخه پاکستان جوړ سوو. او د پاکستان څخه بنګال ازاد  او مستقیل هیواد سو. لاکین موږ؟ لاد ادی  هغسي پر منځ نیم پراته یوو، لا مو له هغه زخمه  ویني رواني دي. لا مو زخم جوړ نه سوو.د یوه وجود تنه چي پر منځ نیمه کي نو هغه به هیڅکله هم د ښادي مخ و نه ګوري. نور بیا

 

 

++++++++++++++++++++

 

( ۲۰) برخه

         راځو خپلي خبري ته ، افسوس چي نه یوازی د یوی ناپوهه کورنۍ بلکي د پردو نوکري کورنۍ واک وو، دهغی کورنۍ  دهغه وخت مشر شاه حبیب الله(امیر حبیب الله) مستبد واک چلیدی هغه ظالم  ټول منور انسانان   وځپل. دهیواد   پر مختګ خو د علم او  پوهي سره کلک تړلی وي  چي  دا خبره نو د حکومتونو او  حاکمه طبقوپه ماهیت پوري اړه لري.

هغه څه چي  مبارزې، چټکوي هغه اقتصاد  دي  پرمختګ او  دولس د پوهي د سطحي لوړ والی دئ . په خفګان زموږ په ملک کي د پوهی سره دښمن موږ ناپوو د واک غاصیبوشاهان لرل. ډیر د ازادۍ  او  د ولس د بیدارۍ تحریکونه راپیدا سوي او  جوړ کړل سوي او  خفه سوي به وي.

         د ولس د کمزوی، نه زده کړو څخه  دغو ظالمو د ځان او  خپل حاکمیت د ساتلوپه منظور همیشه ناوړه  استفاده  کړیده. تل ئې په بلاو او  یوه چټلو انسان باندي  د مذهب کالي  اغوستي وي.

         وائی په جهان کي د سیاسي  پیښی او بد لونونه د یوی خوا، د سید  جمال دین افغان د مسلمانانو د یوالی په نوم تحریک، دهندی  ښوونکو سره د شاګردانو لیدنی او  تماسونه داټولو سره لاس یوکړی. چي سیاسي  مبارزی یو سازمانی شکل ونیوی. مرامنامه یا هدف ئې په لیکلی توګه پیداکړی، هد ف ته درسیدواصول ئې وړاندی  کړل

 پوهنیار سید مسعو د  د اولومشروطه غښتونکو شمیر۵۲ تنه.

  ښاغلی  غلام محمد غباریی شمیر۴۵ تنه.

ښاغلی عبدالحی حبیبی ئې شمیر۴۱ ښو د لی دی .

په کال۱۹۰۶ م ئې اساس د میرسید قاسم په سراچه، شوربازار کي کیښو د ل سوی دی. د لمړی مشروط غوښتونکو د غړو پوره لیست خو نسته مګر یو شمیر چي  ئې معلوم دی   هغه  دا کسان وه :

۱:- مولوی محمد سرورخان واصف الکوزی  کندهاري.

۲:- میر سید قاسم خان لغمانی.

۳:- مولوی واسیع  کندهاري.

۴:- بابا عبدالعزیز الکوزی  کندهاري.

۵:-  اخند زاده  محمداکبر اسحاق زی  کندهاري.

۶:- کاکاسیداحمد لو دین   کندهاري.

۷:- سعدالله خان الکوزی  کندهاري.

۸:-مولوی عبدالرب  کندهاري.

۹:- محمدایوب خان  کندهاري.

۱۰:- عبدالرحمن خان  کندهاري.

۱۱:- عبدالحبیب خان  کندهاري.

۱۲:- عبدالقیوم خان  کندهاري.

۱۳:- عبدالرحمن خان  کندهاري.

۱۳:- محمدانور بسل  کندهاري.

۱۴:- میرزا محمد حسین اڅکزایی.

۱۵:- میرزا محمد حسین راقم.

۱۶:- شیرعلی بارکزی.

۱۷:- محمداسلم خان سیغانی.

۱۸:-محمدولی خان دروازی.

۱۸:- غلامحمد خان رسام.

۱۹:- محمد عثمان پروانی.

۲۰:- محمد عظم برګید .

۲۱:- میرزمان خان بد حشانی.

۲۲:-تاج محمد خان بلوڅ.

۲۳عبدالوهاب کرنیل بلخ.

۲۴:- مولان خان.

۲۵:- جوهرشاه غوربندی .

۲۶:- پا چا میر لوګری.

۲۷:- میرزا عبدارزاق کابلی.

۲۸:- حافظ عبدالقیوم کابلی.

۲۹:- مولوین جف علی. پنچابی

۳۰:- مولوی محمد چراغ. پنچابی

۳۱:-احمد قلی خان قزلباش.

۳۲:- مولوی محمد مظفر خان مروت.

۳۳:- عبدالعزیز لنګری.

۳۴:- محمداکبر یوسفی.

۳۵:- غیا ث الدین  خان کابلی.

۳۶:- ملا عبدالحق ارغندیوال.

۳۷:- لعل محمد خان کابلی.

۳۸:- نظام الدین  خان ارغندیوال.

۳۹:- منهاج الدین  شینواری.

۴۰:- امرالدین  هندی  مهاجر.

۴۱:- ملوی محمد حسن. پنچابی

۴۲:- ډاکتر عبدالغنی خان پنجابی

۴۳:- شجاع الداله غوربندی .

۴۴:- عبدالحق.

۴۵:- صاحب زاده  مجد دی   عبدالله.

۴۶:- مولوی غلامحی الدین  خان افغان.

۴۷:- فیض محمد کاتب هزاره.

۴۸:- محمدابراهم ساعت ساز.

۴۹:- حبیب الله ظرزی.

۵۰:-محمد عثمان پروانی.

۵۱:- میرزا محمد حسین اڅکزای.

        د لمړي مشروطیت را پیدایښت او بیا د هغوي بیرحمانه او ظالمانه وژنه وه چي ذهنیتو یې دې ته تیارکړل څو یوځل بیا منورین د   کورني استبداد  او بهرني تجاوز ګرو په وړاندي لاس پکارسي. په دغه زمانه کي د هیواد  څخه بهر د لمړۍ نړۍ والي جګړې میدان پر ګرمیدو سوو، افغانستان ته ۱۹۱۵میلادي د مي د میاشتي په او ل تاریخ باندي د المان او ترکې هیوادونو ګډ سیاسي هیئتونه را غلل. د هیئت دغړو په منځ کي (یندرمایروهیتنګ المانی، مولوی برکت الله او مهاراپر سنګ دهند د مسلمانانو او هندی ناسیونالیستانو په نماینده ګي) وه.

        دا هیئت څلور میاشتي په باغ  بابرکي او سیدل، په خلاص لاس یې د ازادۍ  غوښتني  او انګلیس مخالفه روحیه د منورینو په  خاصه درباري غلام بچه ګانو په مڼخ کي خپره کړل. نوموړی هیئت هڅه کاوه چی افغانان او هندیان په ګډه سره د اول نړۍ والي جګړي پروخت بیطرف پاته نسي او دوخت څخه په ګټه پورته کولو سره خپل ملتونه د انګریزانو له استعماري منګولو څخه ازاد  کړي.

     د امیرحبیب الله سراج څخه یې غوښتنه لرل چي د المان او عثماني ترکي په څنګ کي و دریږي. مګر امیر حبیب الله سراج د دوی غوښتنه رد کړل. چي په ۱۹۱۶ م کال د دسامبر په میاشت کي یې  د انګلیس نماینده سیف الله خان له موضوع څخه خبر کړی، دا  د انګیس غوښتنه وه چي افغانستان په جګړه کي بې طرف پاته سي چي امیر حبیب الله هم دانګریزانو دغه خبره ومنل او یوه نمایشي غونډه (جرګه) یې را و بلل، د افغانستان بې طرفي یې اعلان کړه. دې اعلان ځوانان نور هم را وپارول او د امیر حبیب الله سراج د حکومت څخه یې مخ واړاوه.

         بل عامل د دوهم ځل مشروط غوښتونکو غورځنګ داوه چي (۱۲۹۰) لمرېز کال کي د"سراج الاخبار" د جریدې دوهم ځل دنشراتو پیل و، چی د محمود طرزي په مدیرت نشریدله.
       "سراج الاخبار" د دوهم مشروط غوښتونکو د غور ځنګ په جوړیدو کي اساسي رول بازي کړي. په سراج الاخبار کي خپریدونکو لیکنو د پان اسلامیسم او ناسیونالیسم له روحې سره سم ولسونه د انګریزانو پرضد مقابلې ته رابلل. اما اصلاح طلب لیبرالان ناوسه وه. کله چي یې وکولای سوای په شاهي ارګ کي د یو څو تنو درباریانو علاقمندي خپله کړي. هغه و چي د عین الدول او امان الله خان ملاتړ تر لاسه کړی. له هغه وروسته یې په ډیر احتیاط سره د نظامي افسرانو په منځ کي نفوذ و کړئ.

        پدې وختونو کي امیر حبیب الله خان سراج د انګریزانو لخوا هند ته ور وغوښتل سوو. دا چي په حبیب الله ته به انګریزانو څه ویلي وي، خو بیرته وطن ته په راګرځیدو سره یې دانګریزانو سره پر ټینګه دوستي ډیر ټنګارو. د امیر حبیب الله خان دې ډول کړونو ته (په دربارکي دننه او له درباره د باندي) ټولو روڼ اندو ځوانانو په نفرت وکتل. هغه و چي  د مشروطیت غوښتنکو دوهم راټولیدوته ځوانان لیوال سول.

        د مشروطیت د اول ځل او دوهم ځل جوړښت اهداف سره ورته وه. دامیر(شاه) د واک کموالی، د صدر اعظم لرل، داساسي قانون لرل، تقسیم د کار په حکومتي لوړو اداروکي (مقننه، اجرائیه او قضایه) او د پردو له منګولو (استعمار) څخه دهیواد  ازادي. البته د اولو مشروط غوښتنو په شان د خپل هیواد  دازدی او ترقی پروګرام یې لاره. مشروط غوښتونکي بیله توپیره دهري ژبي، قوم او مذهب څخه جوړوه. د یوه ملي فکر  مشروطیت، عدالت، برابری ، پرمختګ او خپلواکی د پاره یې ګډه مبارزه کول.

 

 

++++++++++++++++++

( ۱۹ ) برخه

نو ګرانو وستانو!

        اول: مشروطیت غوښتونکي په افغاني ټولنه کي  په رښتیا یو فعال منظم سیاسي  خوځښت ؤ. شهیدان یې د افغاني جنبش یا هر سیا سي جوړښت مشترک میراث دئ. دوی او د دوی قربانی او مبارزې  دهیرولو نه دي هیله لرم  زموږ دوطن  راتلونکي نسلونه د دوی پر ژوند او مبارزو ښه څیړني و کړي او یاد یې تل  ژوندی  وساتي.

دوهم : د دې  خوځښت  تکړه بنیاد جوړونکي هر یو الله ج بخښلی شهید سرور خان(الکوزی) چي په توپ کي والوزول سوو، او خدای بخښلي د قدر وړ شخصیت سید محمد قاسم خان یا میرصاحب  ؤچي  د خپلو هم کتاره یارانو سره نژدې (۱۱) یولس کاله په زندان کي وساتل سول.

         په خواشینی سره دا جملې لیکم چي  ما و نه لیدل څوک، حتا  چي زموږ ښو لیکوالو دي هم د نوموړو شهیدانو د قربانۍ ورځ یاده  کړې وي. ایا  دي یې د هغوی  د شهادت د ورځي په ویاړ یو نمانځل غونډه را بللې وي؟  زه وایم بلې د مولوی صاحب سرورخان واصف ا او  ملګرو پر ژوند، مبارزو  د هغو د یاد ساتلو او  پر قاتیلینو  یې د نفرت ویلو ورځ  باید ولرو. په خفګان سره چي  زموږ لیکوال تر او سه هم د دوی یاد  نه کوي، پدې چي د فاسدو سلطنتونو پاته شوني کړی به  بیا خفه سي. که چیري  په دغه شمیره(۴۳) تنه مشروطه غوښتونکو اعدام دقیقه او (۳۸) تنه بندیان  سوي وي نو پس ټول لیکوال لیکي چي د اول مشروطه غوښتونکو ټول شمیر(۳۰۰) تنه وو. د فیصدی له مخکي  دا خورا لوړ ارقام دي په یوه  (300) نفري نهضت کي.

         ښاغلو هر یوه، عبدالحی حبیبی، احمد علی کهزاد  غلام محمد غبار، فیض محمد کاتب، عبدالحمید مبارز، محمد صدیق فرهنګ، عبدالشکوررشاد  ، محمدابراهم عطای، سید مسعو د پوهنیاراو یوشمیر ژوندیو دوستانو مطابق د حالاتو ورباندي لیکني کړیدي دهغوی څخه یادونه  یې کړیده. زه څوک نه ملامتوم  په رښتیا هم  دغه پورته لیکوالو د سلطنتونو له  ډاره تر دغه زیات پر دې مبارزینو لیکلای نسوای. نو ځکه دوی یوازي د یوې کیسې (داستان) په شکل دهغوی د نومونو په لیکلو سره اکتفأ کړې ده.

          مګرنوی ځوان لیکوال، محقیقنینو او  منورینو ته په کار داده چي په تفصل سره د دغو او نورو دقلمونو د څوکو څخه د پاتو رښتینو مبارزینو خاطرات ولیکي، یاد  یې  ژوندی  وساتی. ښه لاره داده چي یوازي  دتیرو لیکوالو پر لیکنو تکیه و نه کړي، بلکي  د هغو د کورنیو سره په تماس کي سي، دهغو د خولو روایتونه واوري او  ممکن خطی نسخې او  اسناد  پیدا کړي چي تر او سه چاپ سوې نه وي او  نه  د چا لاسته ورغلي وي.

        مطلب مي دادئ چي د وطنپالو مبارزینو (مشروط غوښتونکو) د مبارزو یاد ځوان نسل ته د سیاست په ډګر کي یوه ارزښناکه توښه ده. بیا چي د وخت د مطلقه شاهي کورنۍ هغه ظلمونه او نارواوي چي د ټول ولس په خاصه د مبارزینو په وړاندي یې کړیدي هر اړخیزه و لیکل سي. دا به نو یوه په زړ پوري افغاني تاریخ سي.

         پس لا زم ده  چي  هرکال یا لا اقل په درو کلو کي د (مشروطیت د قربانیانو)  په یاد   یوه لویه غونډه جوړي کړي. نور نومولوی صاحب سرورخان واصف او  ملګرو یې څه کړي وای؟ هغه وخت خو د مبارزې پر مختللۍ  او مترقي شعار همدغه د مشروطیت شعارو،  تردې اضافه  دوی څه کولای نسوای. څه چي یې و کړل هغه، پدې لاره کي  د ځانونو قربان کول وه. تر دې زیات یې څه کړي وای چي ستاسي  به په یاد  کي پا ته  وای؟

پدې راز باید ځانونه او  ولسونه اګاه او  خبر کي چي  په کوم سبب د د ونه لویو مبارزینو یاد  له پامه غور ځول  سوی دئ؟ ښکاره خبره ده چي خائینو واکدارانو او  دهغوی پاته شوني خفه کیدل، ځکه د هغوی د یاد  په غونډو کي باید دشهیدانو قدرداني او  قاتلینو غند نه وشي. چي تر او سه یې هم یاد  څوک نه کوي.

       سید مسعو د پوهنیارپه خپل ( ظهورمشروطیت وقربانیان استبداد  در افغانستان )کتا ب کي د ډیرو ملی مبارزینو یادونه ژوندي  ساتلي دي، د هغوی څخه د یو شمیر مبارزو لنډي سوانح ئې پیداکړي او  لیکلي دي. خوبس نه دي.

       کتابونه ښي چي  د دې  سازمان په حلقو کي۳۰۰ درې سوه ځلمي سره  راجمع سوي وه. یعني ۱۱۰ یوسل او سل کاله د نن څخه مخکي. هغه هم زموږ په وطن افغانستان کي. فکرکوم هغه وخت به  د شاهي دربار څخه وتلي نور خط لوستونکي  پاته نه وه چي دې  بهیرته ورګډ سوی وای. پدي چی  دټول هیواد  دوګړو شمیر لسو میلیونو ته نه رسیدئ او خط لو ستونکي  نفوس په فیصدي کي نه راتلل. ممکن دټول هیواد  په کچه به تر زرو تنو پورته خط لوستونکي  موږ نه لرل. چي د یوه مملکت په سطحه داشمیره هیڅ ده.

  نوټ:

        ۱: - محترم سید مسعو د پوهنیار صاحب د خپل ظهور مشروطیت وقربانیان استبداد ر افغانستان په ۶۴صفحه کي د محمدایوب خان پوپلزائې  کندهار ي: تر عنوان لاندي   لیکي پسر تاج محمد خان پوپلزائی ساکن کوچه یحیی خان بازار کابل در کندهار  است. تاج محمد خان مذکر باسردار ایوب خان به ند فرار کرده  بعدازچند سال واپس بو وطن مراجعت کرد .

 د محترم محمد ناد ر ایوبي  کندهاری دیاد اشتونو په حواله؛ ښاغی ایوبي  د تاج محمد خان د لمسیانو څخه د ئ هغه داسي  لیکي دي:

رښتیاد  میوند  د دشتي تر فتحي وروسته غازیانو اماده ګي نیول چي کندهار ښارفتحه کي. ځکه د جنګ اصلي مقصد خو د کندهار د ښار ازادول وه،  نه د میوند سپیره د ښته. پدغه وخت کي د کندهارښار څخه و سردار محمد ایوب خان ته یوه زړه ښځه راغلل. دغه زړه  مکاره  جاسوسه ښځه د کندهار د ښاره څخه  دامیرعبدالرحمن خان د طرفدارانو او  انګریزانو لخواراواستول سول  سوې وه. دقیقه معلومه  وای ښځي د انګریزانو پیغام سردار محمدایوب خان  راوړی وو.

        چي  انګریزانو درې ورځي  مهلت وغوښتئ چي  پرکندهار ښا باندي  حمله ونه کړی. انګریزان په دغه درو ورځو کي خپله ښار تاسي ته پریږدي. سردارایوب خان  د ښځی غوښتنه چي په واقیعت کي  د انګریزانو غوښتنه وه  ومنل. غازیان ئې پر کندهار  ښار باندي  د حملې څخه راوګرځول.

        د سردار ایوب  پر دې هوکړه  او له جنګه د غازیانو را ګرځول  ټول غازیان خفه سول پرخپل سر هر څوک چي دهر لوري د ازادی او غزا لپاره راغلی وو پر هغه خوا  بیرته  ولاړل. سردار ایوب خپل هم  دایران پر لور وتښتیدی.

       د میوند د جنګ د قوماندانانو څخه یوتاج محمد خان و چي پرخپل ګورباندي  په غورک کي پا ته  ؤ د عبدالرحمن خان قواؤ غوښتل چي  تاج محمد خان ګرفتار کړي، څو تاج محمد خان د خپل  ورور محمدایوب خان سره یوځای کویټۍ ته وتښتیدئ. تاج محمد خان  هیڅ کله بیرته هیواد   ته ندي  راستون سوی بلکي د کویټی مربوط د پښین په علاقه کي وفات او هلته ښخ سوو. د تاج محمد خان تر مرګ وروسته دتاج محمد خان ورور محمدایوب خان هیواد  ته راغلی او  دامیر حبیب الله خان په سروشانوکي ئې وظیفه لرل.

      لیکونکی: دا  هم زموږ  د تاریخ د نورو ګونګو نقطو په شان یوه ګونه نقط ده؟ ولي سردار محمد ایوب د ټولو غازیانو د غوښتنو خلاف د میوند په وچه دښت کي جګړه و درول؟ او  غازیان یې د کندهار ښار د نیولو څخه راوګرځل؟ د جنګ اصلي هدف خو د کندهار فتحه وه نه د میوند سوزانده د ښتي؟

          ولي سردارمحمد ایوب  د یوې زړې مکاري ښځي راتګ ته په دونه ارزښت قایل سوو، چي د ټولو غازیانو او  شهیدانو ارمانو ته یې شا کړل. ماته یې ومنل، جنګ یې  پریښود  او له میدانه و تښتیدئ؟

         دا پیښه او  د شمال څخه  دامیر عبدالرحمن خان دراتلو پیښه د انګریزانو او  خپلو نوکرانو تر منځ یو شفر نه وو؟ یو ځل انګریزانو د ښځي پلاس و وطن پلو رونکي عبدالرحمن خان  خط  استولی وه چي راځه پاچا سوې، بیا یې محمد ایوب خان ته د هغوی د کورنۍ دبلي زړه ښځي پر لاس خط ولیږی چي جنګ بس کړه، دا دواړي پیښي  یو شان وې او  دواړي ښځي د دوی د کورنیوڅخه وې او  د انګریزانو جاسوساني وي.

         ۲:- بیا سید مسعو د پوهنیار په  ۲۱۳صفحه کي د محتر م فیض محمدانګار صاحب په باب معلومات لیکلي دي  : انګار صاحب ۱۳۵۳-۱۳۵۴لمرېز کال د کب د میاشتي پر او ومه وفات سوو. تر کمه چي  ما انګار صاحب محترم پیژند ئ په ۱۳۵۷ لمرېز کال کي د میزان د میا شتی په ورستیو کي لا ژوندی  ؤ ما په کندهار  کي ورسره ملاقات وکی. پس  ۱۳۵۳-۱۳۵۴لمرېز کال کي نه دی  وفات سوی.

 

 

+++++++++++++++++

 

(۱۸ ) برخه

 د مشروطه غوښتونکو مرام پدي شان وو:

        ۱ - د اسلامي اصول اطاعت، د قرآن عظیم الشان تقدیس او د ټولو اسلامي احکامو منل.
۲  -  د ملي حقونو د لاسته راوړلو لپاره دوامداره هڅې او د ملت د استازو په مشرۍ د حکومت مشروطه کول، د ملي حاکمیت ټینګښت او د قانون واکمنول؛
۳  -  د معاشرتي چارو د ښه والي او د ناسمو کړنو د مخنیوي او غندنې په موخه عامه پوهاوی.
۴  -  د افغانستان د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ پخلاینه او همغږي او د ملي یووالي ټینګښت.
۵-   د سولې او پخلاینې له لار ې د ملت د اصلاح لپاره هڅې، نه د دهشت او وېرې خپرولو یا د وسلې په زور.
۶  -  د پوهنې پراختیا، د ښوونځیو، مطبوعاتو او د خلکو د ویښتابه په موخه د وسایلو رامنځته کول.
۷-   د ټاکنو له لارې د خلکو له استازو څخه جوړ د ملي شورا د یوې جرګې تاسیس.
۸-   د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ ګټل او له بهرنۍ نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګول (هغه وخت افغانستان د برېټانوي هند له اجازې پرته له بل چا سره اړیکې نه شوای ټینګولی).
۹-   د مساواتو او ټولنیز عدالت ټینګول.
۱۰ -  د صنعت او حرفې له لارې د نوي مدنیت د بنسټونو پراختیا، د لویو لارو، ښارونو او د اوبو او برېښڼا د بندونو جوړول.

(عبدالحی حبیبی، جنبش مشروطه در افغانستان، ص۷۸-۸۸).

      د مشروطیت غوښتونکو روڼ اندو ځوانانو د سرکار، سرکاري سړو ظلمونه او د استبدادي مطلقه شاهي  کلک کښیکښل په سترګو لیدل او دهغوی د ستم  دروند پیټی یې پر خپل وجود لمس کاوه.  دوی د خپل وطن دروڼ اندو، میړنو په حیث دا خپل مسولیت  او رسالت باله چي په هغه شرایطو کي د ظلم څخه  د خپل ولس د خلاصون  یوه متباد له لاره  وړاندي کړي څو چي  د ظلم له  درانه پیټي څخه  یو څه را کم کړي.

      نو د ټولو روڼ اندو په رضا یې دا ښه و ګڼل چي اول د وخت له واکدار امیر جبیب الله سراج  سره خپله غوښتنه  کوم چي د ولس غوښتنه هم وه شریکه کړي، نو پسله هغه یې پر کاغذ باندي  خپلي غوښتني د یوې عریضې په ډول داسي ولیکلې:

      " در بعضی کشور ها مردم به جبر و قوت قاهره حکومت را مجبور می نمایند تا نظام اداری را تابع آرزوها و خواسته های ملت ساخته شکل مشروطه و قانونی بدهد و در برخی ممالک پاد شاه روشنفکر به ابتکار خو د و یا نیت خیر، قوانین و اصول مشروطیت را در مملکت نافذ می سازد. چون سراج الملت والدین پاد شاه عالم و ترقی خواه است، چنانچه مکتب حبیبیه و حربیه و نشر سراج الاخبار و اوردن مطبعۀ عصری و طبع کتب و احداث شوارع و عمارات و غیره از مظاهر لطف و توجه شاهانه در جهت مجد و اعتلای وطن است لذا توقع میرو د که مجاری حکومت متبوعۀ ما نیز به توجه شاهانۀ شان بر اساس قوانین مشروطه استوار گردد، تا از احکام خو د سرانه و خلاف مقررات اسلامی جلوگیری به عمل آمده مردم در تحت سلطه قانون و نظام مشروطیت به حیات مرفه قرین گردند".

        د مشروطه غوښتونکو د غه عریضه غلامحمدخان رسام میمنګي د ځان سره جلال اباد  ته یوړه و امیر حبیب الله خان سراج ته یې وسپارل. په اوله کي پاچاه د مشروطه غوښتونکو عاریضې(مرام) ته په بد نظر و نه کتل. مګر کله چي  درباري مفسدین، مرتجعین، غوړمالان او  خائینین د مشرو طه غوښتنکو د عریضې له متنه څخه  خبر سول، هغوی د مشروط غوښتونکو مرام ته بل ډول بڼه ورکړل، امیر جبیب الله هم د درباري غوړمالانو خبرو و پړساوه. امر یې وکی او  څلورتنه د مشروط غوښتنکو یې په ډیر فجع شکل سره ووژل. دوه تنه یې دالته  په عام محضر کي په توفنګچه و ویشتل شهیدان یې کړل دوه نور یې د کابل په شیرپورکي په توپ کي والوزول (روحونه دي ښاد وي). 

       دا د  ۱۹۰۶م کال د مارچ میاشت وه، چي جوهرشاه غوربندی، لعل محمد خان، محمدایوب خان پوپلزائی اومحمد عثمان خان د سروخان پروانی زوی یې په دې توګه  په شهادت ورسول.  البته د پا دشاه په پړسولو او د مشروطه غوښتونکو په وژنه کي تر هر بل کس د میرزا حسن نقش ډیر لوړ وو.

        امیرحبیب الله خان او حکومتی فاسدي اداری ئې فکر کاوه چي د دغه شان فجع کړنو پواسط به دوی  و کولای سي په هیواد  کي د مشروطیت فکر او حرکت مات کړي. بی خبر لدې، چي دغو وژنو د مشروطیت د جنبش اعتبار نور هم  په ځوانانو کي غښتلۍ‍ کړئ.  که څه چي په ښکاره  ډول دا حرکت چوپ معلومیدئ، خو د شهیدانو وینه  هغسي توده وه، و ایشیدل بیا پر خوټیدو راغلل  څو په ښکاره  توګه ترایرو لاندي   په پړندو کي اور تازه او ژوندی، یا په مځکه کي د وخت دشهیدانو وینه همداسي را وه خوټید له.

        څو دغه ظالم، خائین او  پردو هیوادو ته چوپړ و هونکي شاه (امیر حبیب الله) یې بیا و پړ ساوه  په دوهم ځل  یعني درې کاله وروسته تر لومړۍ بې رحمانه حملې او وژنو داځل  په کابل کي د دې  خوځښت تهداب ایښو دونکو څخه یو شمیر لکه  ښاغلی مولوی سروخان واصف، د خپل وراره  سعدالدین  خان او عبدالقیوم خان الکوزی او  یوشمیرنوروملګرو سره یوځای په ۱۹۰۹م کال کي  د خپل هغه جاسوس او  د وخت داستخبارا تو د مشر میرزا حسین په راپورونو سره  په توپونو کي  والوزول.

        ممکن یو شمیر دوستان سوال ولري چي( میرزا حسین)څوک و؟ میرزا حسین په خټه صافی پښتون  زموږ د دري ژبي مشهور شاعر خلیل الله "خلیلی" پلارؤ. دی  دامیر حبیب الله ظالم داستخباراتو مشر، بیا مستوفي الملک وو، ټول مشروطیت غوښتونکي اوهم ډیر شمیر وطن پرستان د نوموړي په راپورونو، تحقیق، وهلو او شکنجو ورکولو په پایله کي په توپونو کي واالوز ول سول اویا حلال کړل سوي دي.

         دلته دغه خبره هم د یادولو ده چي خلیلل الله"خلیلي"  خپله هم زموږ د غریب ولس په وینو  خوړلو او څښلو را لوی سوېدئ. دی د سقاو دزوی د دفتر مسول او د دوهم مشروط غوښتونکو او د امان الله خان د طرفدارانو په وژلو کي  یې د خپل پلار په شان غټه برخه لرل، د محمد ظاهر شاه په حکومت کي د محمدظاهرشاه د دفتر رئیس د مترقیونو، مبارزینو او تحول خوښونکو سر سخت دښمن وو. پر هیواد باندي د خارجي اشغالګرو استخباراتي جګړو پروخت خلیل الله  خلیلي د افغان دښمن پا کستاني  خاین جنرال ضیا الحق رسمي مشاور سوو، یعني د افغانستان په خرابولو کي یې دپاکستان سره تر حد ډیره مرسته کړیده، څوهلته پر هغه مقام په پاکستان کي مړسوو. لکه څنګه چي  دامیر حبیب الله ظالم لاسونه د ملی مباریزینو په وینو سره دي، د غه رنګه د میرزا حسین  او  د هغه دزوی لاسونه هم د مبارزینو په وینو سره وه. نوربیا

 

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

 ( ۱۷ ) برخه: 

        زموږ دهیواد د استبدادي مطلقه شاهنشاهي دولتونو، د یکتاتور اسلامي جمهوریتونو او وحشي امارت او د جرمني (بن) د کرغیړني غونډي زیږنده کړغیړن جمهوریتونه د اسلام په پوښ ننوتي د ټولو د ظلمونو، خیانتونو، وژنو او د پردو سره د نوکریو په هکله باید له سیاست سره بلد تاریخ پوهان یوه  بې پرې څیړنه اوپلټنه وکړي. د هغوی د منځته راتګ سببونه، غصب، ضبط او لوټماريګاني، د اقتدار دوام، د ملت سره د دوی جفا وي د جفاګانو تر څنګ یې  یوه دا ناوړه خاصه چي  په قصدي توګه یې نه غوښتل ملت  دي له خپله ځانه(تیر تاریخ) څخه خبر(ځان پیژندنه) سي.

        ظالمو واکدارو دا ملت  په تاررو کي  ساتلی وو، یوه نښه یې داده چي د معارف په نصاب کي د شاملو کتابونو په منځ کي تاسي نسی ښو ولای چي زموږ دوطن درښتینو مترقي، ازاد ئ غوښتونکو او ملي قهرمانانو د نوم  او کارونو څخه دي یادونه سوې وي.  د ازادۍ  د لاري د رښتینو قهرمانو دنومونو پر ځای یې خپل ټبر وال( تقلوبي او نقلي) قهرمانان راته جوړ کړي وه. همدغه د خپل تاریخ څخه  زموږ د ولس بي خبري، ددې باعث سوه  چي ځوان نسل مو په سیاست کي زیاتي سهوي  وکړي.

          په تیرو کي د استبداد ي رژیمونو د واکدارو له ډاره  لیکونکو نسوای کولای رښتیا و لیکي، حتا د هغوی د ظلم او خیانت یو نقد یې هم نسوای کولای، د لیکلو سره یې د مرک خطر وو.

         نو را به سو "مشروطیت غورځنګ ته" د مشروطیت د غورځنګ د مفکورې پر پیدایښت او بیا و افغانستان ته د دې مفکرې د را وړلو پر سره ډیري لیکني سوېدي،غوښنه برخه د دغو چاپ سوو کتابونو، په خاصه توګه  د علامه عبدالحي "حبیبي"، سید مسعود پوهنیار، محمد صدیق فرهنګ، غلامحمد"غبار" او یوشمیر نورو، ډیر ډیر زحمتونه ایستلي دي، بشپړ کتابونه او رسالې یې لیکلي دي، کور یې اباد.

       دوی  ټول لیکي چي  د مشروطیت غوښتني  فکر یا نظریه په لمړي ځل  لپاره  د (۱۷) پیړۍ په وروستیو کي په اروپا، انګستان، بیا په فرانسه په تر تیب سره تر هغه را وروسته  اسیا، افریقا، مصر، ترکیې، ایران ،هند او  لمنه یې تر افغانستانه را خپره سوېده. دا نو هغه وخت و چي پر افغانستان د مستبد عبدالرحمن خان د زوی امیر حبیب الله سراج واکمني چلیده.

         زما په فکر لکه څنګه چي تاسي مخکي د بایزېد "روښان"  د ژوند او روښاني نهضت پر را پیدایښت او مبارزو باندي نویشته و لوستل، تر هغه راورسته نو په زغرده  دا ویلای سو، چي په کور کي د ننه  د نه پوهي، ظلم او بهرني  اشغال په وړاندي د لمړي ځل لپاره د ملي ازادۍ، متشکلي، هدفمندي او طبقاتي مبارزې نهضت(دپنځلسمي پیړۍ له نیمائي نه مخکي په( ۱۵۴۲م کال )  کي په پښتني ټاټوبي کي سر را وچت کړی ووو چي  د دې نهضت په مخکي یې لوی عالم، پوهه  او د تدبیر لرونکی ، زړه ور سیاستوال بایزېد ولاړ وه. افغانانو د مبارزی او ازادی الحام له انګیزه، له عثماني ترکې، له ایران، له روس او له برطانوی هند ندي اخیستۍ، بلکي د افغاني ټا ټوبي څخه یې نورو سیمو ته لمن خپره سوېده.

       نورا به سو اصلي خبري ته په خفګان سره زموږ مشرانو او مخور لیکوالانو په خپلو مخکنیو لیکنو کي د"مشروطیت خوځښت"   په افغانستان کي لمړنی  د متشکلي مبارزو( تشکیلاتي سیاسي) مبارزو خوځښت لیکلی دئ. حال دا چي د مشروطیت  خوځښت د(۱۹) پیړۍ  په سر کي راشروع سوېدي. چي دا نو په تاریخ کي د امیر حبیب الله خان د حکومت وختونه دي.  بل زموږ ښاغلو لیکوالو چي په خپلو کتابو نو کي د ازادۍ د غور ځنګونو کوم یاد او زوکړي ځایونه  لمړی  په اروپا کي  د (۱۷) پیړۍ وروستي کلونه او په عثماني ترکیه کي چي د (۱۹) پیړۍ لمړي کلونه دي.

        د بایزېد " روښان" د ازادی  متشکلي، طبقاتي مبارزې د شروع تاریخ په اروپا  کي  د یاد سوو تاریخو نو نه  څه کم دوې پیړۍ مخکي پښتنو مبارزه  را شروع کړی وو.یعني د (۱۵۴۲م) کال کي شروع  او نژدې دوې پیړي  یې د استعمار او استثمار دواړو په وړاندي مبارزې کړیدي، په لسګونه کتابونه په (پښتو،دری، عربي او اوردو) ژبو لیکل سویدي. دا خبره دیا دولوده، نه داچي تنها بایزېد روښان کتابونه لیکلې دي بلکي د نهضت نورو پلویانو او مخالیفو لکه (اخوند درویزه، پنجول یا عبدالوهاب، ترمیزي او نورو) چي دا دی نن ورسته له نژدې (۶) پیړۍ وروسته هم موږ او تاسي ځیني ګټه اخلو.         پس  په ښکاره سره  لیکلای سوو، چي د ازادی دغورځنګ  او مبارزو د شروع  مخکښ بایزېد "روښان"  او دهغه  غورځنګ وو. د پیر روښان  د مبارزو او لیکلو کتابو زورو وو، چي  په (۱۸۵۷م) کي په  برطانیوي هندوستان او عثماني (ترکیې) کي په خاصه په برتانوي هند کي د (الهلال او حبل المتین)  د  جریدو خپرول او په ایران کي د ( اتحاد او صور اسرافیل) د جریدو خپرول را پیل سول. په راتلونکي کي باید ځوان لیکوال دې ټکي ته جدي تو جو وکړي".

         په شرقي نړۍ کي  د مشروطیت دپاره مبارزه تر غربي نړۍ  په مراتبو مشکله وه. پدې چي غربي مبارزینو یوازي د کورني استبداد  له فشارڅخه دځان ژغورني مبارزه کوله. مګرد شرقي هیوادونو ولسونه مجبور وه چي دوه اړخیزه، د کورني استبداد(استثمار) د کمولو مبارزه، بل د بیروني استعمارڅخه  د خپلو هیوادونو د ازادۍ  مبارزه وه. دوی مجبور وه  په یو وخت کي دا دوه اړ خیزه مبارزه پر مخ بوزي، ځکه پوره اکثریت شرقي هیوادونه دلویو هیوادونو مستعمرې وې.

       په کال(۱۹۰۱م ) کي امیر حبیب الله سراج  د خپل وطن پلورونکي پلار امیر عبدالرحمن تر مرګ وروسته دتیرو مستبدوشاهانو په شان  د اسلام د ستر پیغمبرص د ارشاد اتو په خلاف(میراثي) بلکي د انګریزانو په خوښه د امیر(شاه) په نوم پر تخت کښینول سوو. چي په نړۍ کي هم د مشروطیت خوځښت  مخ پر خپریدو و، د تاریخ  جبر او  د زمان غوښتنه وه چی امیر حبیب الله سراج په کال( ۱۹۰۳م ) په کابل کي د لمړنی ښو ونځی( حبیبې) په نوم پرانیستل. په دې توګه د هغه غورځنګ مشران چي “سراج الاخبار” يې پیل کړئ او د لمړی مشروطیت غوښتونکو غورځنګ يې مخ په وړاندي بيوئ يا له خپلو هيلو سره په توپ کي والوزول سول او يا هم په زندانو کي ځنځير او زولانه سول.  غرزی  خواخوږی  د اول مشروطیت د اعدامیانو  شمیره (۴۳) ښي.

          همدغه ښوونځی، دهمدغي ښوونځی ښوونکي او زده کونکي د افغانستان د سیاسي سړو(مبارزینو) دروزني ځانګو وګرځیده. د مشروطیت نهضت د همدې ښوونځی د صنفونو د منځه سر را وچت کړی دی. چي دغه نهضت  زموږ دهیواد د سیاسي مبارزې، د قومونو او  ژبو تر منځ د یو والي سمبول وو. پدې سیاسې او  تشکلاتي نهضت کي د ټولو وروڼو ملیتونو (پښتون، تاجک،  هزاره، ازبک، ترکمن او  بلوڅو) په خبرو پوهه سړو یو بل ته  لاسونه سره ورکړل چي  په ګډه، یوه او از سره خپل  ږغونه  او چت کړل. پر قران مجید، قلم او  توره باندي لاسونه سره  کښیښول او قسم یې یاد  کي چي د ژوند تر وروستي  ګړیه به یو د بل سره ملګري، دوطن دازادۍ  او د مطلق استبداد څخه د خپل ولس د خلاصون دپاره په ګډه مبارزه کوي.

       د مشروطیت غوښتونکي نهضت په پالنه کي دغو شخصیتونو خپل قیمتي وختونه مصرف کړي او د ژوند له لاسه ورکولو پوري  یې مبارزه کړېده.هغه وخت دغو ښاغلو په "حبیبې "ښوونځی کي وظیفه لرل :

      دغه لاندي  (۱۴) تنو ښوونکو ته  زموږ لیکوالو د خاریجانونوم  ور کړی دئ حال داچي هغه وخت افغانستان هم د انګریزانو یوه مستعمره وه.  پدي چي وایم چي افغانستان یوه مستعمره وه، چي استیقلال خو د حبیب الله تر و ژل کیدو وروسته امان الله وا خیستی.

       ۱ـ داکتر عبد الغني،۲- چو دري اسماعیل د انگلیسی ژبي ا و جغرافې ښوونکي، ۳- سکندر خان د انګلیسي ژبي ښوونکي،  ۴- چي وروسته و تښتیدئ،ویل کیږي چی نوموړی د انګریزانو جاسوس وو، ۵ - چو دري عبدالعزیز خان د طبعي علومو او  تاریخ ښوونکی. ۶- مولوی محمد علی د انګلیسي ژبي ښوونکی.۷ - چو دري اسماعیل د انگلیسی ژبي ا و جغرافې ښوونکي، ۸- محمد چراغ،۹- مولوی محمد حسین دریاضي ښوونکي،  ۱۰- مولوی کریم بخش د جغرافیې ښوونکي،  ۱۱- مولوی احمد الدین د قران م حافظ و، ۱۲- دبنو مولوی مظفرخان دټولوشمیر (۱۴) تنه وو، د دو نورو نومونه مي پیدانه کړل.

په حبیبه ښوونځی کي افغان ښوونکي:

      ۱ - مولوی عبد الرب، ۲- قاري عبید الله ندیم، ۳- مولوی محمد سرور،۴- قاری عبد الله ملک الشعرا یا، ۵- میر سید قاسم لغمانی، ۶-  مولوي غلامحی الدین افغان،۷- مولوي صالح محمد خان کندهاری، ۸- قاضي عبدالشکور ننګرهاری، ۹-  ملا عبدالرشید لوګری،۱۰- قاري نیک محمد چاریکاری، ۱۱- کاکا سید احمد لو دین،۱۲- تورمحمد خان.

 هغه څه چي  ترهمدانن ورځي  پوري د زیاتو افغان منورو، سیاسیونو د خولې څخه او ریدل  کیږي، هغه همدغه د مشروطه غښتونکو یادونه او  دهغه وخت د مبارزینو د کار، فعالیت، تشکیل، فداکاریو یاد  او  په مقابل کي د وخت د ظالمو مستبد ینو ظالمانه چلندونه دهغوی په وړاندي دي .

       د لته به دا پوښتنه  و مخته راسي چي  ولي  او  د څه د پاره  د وخت استبداي رژیم، یو دا سي  سیاسي خوځښت ته د جوړیدو موقع ورکړل چي  جوړ سی؟  جواب هغه دی چي د تاریخ جبر وو، تر هغه ځایه چي  لیکل سوي پاڼي سړی و ګوري، ژر کیدلای پوهه سي چي د استبداي رژیمونو کاري تګ لاري همداسي  وي. دوی سیاسیونو ته تر یوې مودې( وخته) پریښول. 

        زموږ پر خاوره  مستبد واکداران یو هم داسي نه وه چي په حکومتداری دي پوهیدی یا خلګو دوی ټاکل،بلکي هریوه  د دوی په ښکاره او  یا نیمه لڅه توګه د پردیو حکومتونو په خاصه هغه وختونو کي د انګریزانو په مټ واک ته رسیدل. حکومت کونکو د پردو تر سیوري لاندي خپل حکومتونه سمباله ول. باور لرم چي  هغه وخت  مستبدو،میراثی د ولتونو د غسی یوه پالیسی پرمخ وړل  چي  د څوکلو په جریان کي به ئې یو ځل  د لنډ وخت دپاره په عمدي توګه او  د پلان له مخي خپلو رعایتو ته داسي  یوه زمینه برابرول. څو دوی  ځانوته دا معلومه کړي په هیواد  کي یې د خلګو د شعوراو بیداری اندازه څونه او  څونه خلګ د ولسونو د شعور د بیداری سره مینوال سوي دي.

        اوبیا دوی د هغو په منځ کي غښتلي  شخصیتونه چي  د تحریکونو په منځ کي مؤثر نقش و لري یا نقش لو بولای سي، داسي شخصیتونه ئې په نښه کول په شکل داشکالو یې، هغوی د خپلي مخي څخه لیري کول، د منځه وړل، ووژل، څوک ئې بندي، یو شمیر د خپل کور او کلي څخه لیري شړل  او  لږ خلګ یې تطمیع کول  چي  وه یې هم کړل.

       د امیر حبیب الله سراج په حکومت کي د او ل ځل د پاره  په (۱۹۰۴)م  کال  کي  د شاهي  مدرسې  د شاګردانو له مینځه  دوه  روڼ اندي محمد سرور واصف او بل سیدقاسم یو له بله سره  اشنایان سول. د دوی تر منځ  ناست پاسته، ګډ درسونه ویل  په خپل منځي بنډاروکي به یې یو پر اعتماد   او باور زیاتیدی. هغه وخت  و افغانستان ته  دوی نشریې  یوه د  هند د کلکتې څخه چي دسید جمال الدین لخواد  (حبل المتین) په نوم او  دایران  د نارازیانو څخه صوراسرافیل او  ده خدا نشریې راتلې.  یوه  امیر حبیب الله او بله سر دار عبدالقدوس اعتماد  الدوله ته را رسیدې.

        امیر جبیب الله ته رسیدلي نخسې د ده تر کتلو وروسته د دربار محاصب  میر احمدشاه ساتلې. محاصب میراحمد شاه خان دغه نشرې په  پټه میر محمد قاسم خان ته د لوستلو دپاره ورکولې، میر قاسم خان بیاد ا نشریې و محمد سرور خان واصف ته د مطالعې د پاره ورکولې. د یادو نشریو لوستل د دغو دوو ځوانانو پام سیاست ته واړوی.

       څو دوی په خپل هیواد  کي د ظالمانو لخوا پر مظلومانو باندي د ظلم د فشار د کمولو یوه بله چاره ولټوي. تر هغه وروسته یې د خپلو نورو باوري اشنایانو سره یې خبري کولې او دهغوی فکرونه یې د یو مشترک کار و پر مخ وړلوته تیارول.

      څو چي د(۱۹۰۶)م کال د سیپټمبرپه میاشت کي یې  یوه شپه د سید قاسم خان کور کي د خپلو ملګرو سره یوه ګډه غونډه جوړه کړل او په غونډه کي یې په هیواد  کي د مشروطیت یوه حلقه د ښاغلي محمد سرورخان واصف  په مشري  تصویب کړل. سید مصعو د پوهنیارصاحب په خپل اثر ظهور مشورطیت و قربانیان استبداد  کي لیکي:د دې   خوځښت لمړنۍ خښته ایښو دونکې غونډه چي۱۹۰۶م کال د سپټمبرپه میاشت کي جوړه کړل سول په دې غونډه کي برخوال،پنځه نفره  راپیژني لکه: میرسید قاسم خان، مولوی محمد سرورخان واصف، کاکاسیداحمد لو د ین، تاج محمد خان بلوڅ او  د بل نوم ئې هیرکړی د ئ. ۳۸ص

 

 

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت