عبدالقیوم

 

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

Political Movements in Afghanistan

مشروطیت غوښتونکي نهضت

وېښ ځلمیان

"جوانان بیدار"

 ( ۲۶): برخه

دویښوځلمیانو د حزب ترړنګیدو وروسته په دې حزب کي شامل غړي هرڅوک خپل سری شول، ځینویی بېر ته د سیاست لمنه ټینګه کړه، چا کتاب ویلو، لیکلو او لیکوالی ته مخه کړه، چا اد ب شعراو شاعری ته، چا حکومت او چوکی ته او ځینی د خیر پر غونډ ی کینستل، د خپل ژوند ترپایه ئې د کورد ننه نژدی دوستانو ته کله نا کله یوڅه ویل او بس.

 هریوه د دوی څخه په بیلو، بیلوبرخوکی د خپل ژوند ترپایه دی وطن ته خد متونه کړېدی. موږکورو داني ورته وایو خدای دي د دوی سره مرسته وکړي. مګریوشمیرویی هغه د ځوانۍ کوم بد نیتی چي د ویښوځلمیانو دغړوترمنځ راپیداسوې ووهغه ئې ترګوره ملګرۍ یووړه. ما هم یوشمیرله دوی څځه د نژدې په خبرولید لی وه.

 د ظاهرشاه پا چهی، د محمد ها شم خان د (محمد ظاهرخان کاکا)صدارت داهغه د وې لوی بلا وي وې چي پر افغان او لس د نادرخان په شان د انګرېزانو خوښ، روزلي او نا زلي وه. په کوروکی د ننه خلګ د دوی د جاواسیسو بېرېدل. د باد ارنو په هدایت کورني مجلس د فیصلی او خپل دهاشم خان د تصیم او وړانديزد مخي به وو د کورنۍ بل غړي محمد ظاهر شاه نا سکه کاکا شاه محمود ته هم نوبت ورکول سوو. سردارشاه محمود خان خپل د نا سکه ورورسردارمحمد هاشم خان په نسبت څه نرم چلند غورکړی.

 په کابل کي د مخکي جوړي ادبي ټولني یو شمېر غړوپه ښکاره سیاسي کار او فعالیت ته ملاو تړل. لکه عبدالروف بینوا، محمد ارسلا سلیمي، قیام الدین خادم، نورمحمد تره کی، فیض محمد انګار، ګل شاه ساپی، صدیق الله رښتین او ګل پاچا الفت صاحب. د کندهار ننګرهاراو کابل تحول غوښتو نکوحلقوهم ور سره لاس ورکړی د ویښو زلمیانو حزب ئې جوړکړی.

 "افغانستان درقرن بیستم" په۲۷۹ص کي لیکی: " ترجمه: د سردارشاه محمود خان د د موکراسي په د وران لمړی خپرونه یا نشریه چي منځته راغله هغه دانګارپه نوم د ویښو زلمیانو نشریه وه چي فیض محمدانګار ئې دامتیاز خاوند اومسوو ل مدیروو په نشرا تو پیل وکړی، د دې جریدی اساسي اداره کونکي نور محمد تره کي وو".

     " خلیل الله خلیلی په خپلویاداښتوکی ۳۱۱صفه کي د "وېښوزلمیانو"د خوځښت د جوړېدو په باب منفی نظر لري. او داخوځښت د پښتو او فارسی ترمینځ داختلاف عامل ګڼی. او هم د دې خوځښت دپاره د ځوانانو تشویق کونکي او تمویل کونکي دهغه وخت سرمایدار عبدالمجید زابلی بولی. د سردارمحمد داود خان او سردار محمد نعیم خان علاقه او مینه هم ور سره ملګری بولی او د سا زمان سمبالونکي نورمحمد تره کي او عبدالروف بینوا معرفي کوي.

    دوی په کمونیستانومتهم کوی، حتا نورمحمد تره کي د عبدالمحید زابلی د موتروان په نوم معرفي کړي د ئ. د یوه لیکوال، سپین ږیری او شاعرد پاره به دامناسبه نه وي چي د واقیعتونو خلاف څه ولیکی. او ل خوډ ریوری کوم عیب، شرم او نقیصه نه ده، که رښتیا هم نورمحمد تره کي موتروانی کړیوی داخویی بل کمال و. حال دا چي داسي نه وه. بل د ویښوزلمو خوځښت د فارسی ژبوپه خلاف نه و، علاوه پر دی په افسوس سره مخور شاعر د خپل ظالم پلار(مستوفي الملک) میزا حسین په شان مخالفینوته په سپک ګوری او نامناسب الفاظ یې ورته کار کړي دي.

 د مثال په توکه د سردارشا محمود خان صد راعظم د کا بینی د هغه وخت د فواید عامې وزیر په دې نوم یادوی:"په کابینه کي حکیم جان یوسړی وو، هغه ئې راوست وزیر فواید عامه ئې جوړکړی، هغه په مسکو کي دافغانستان ساده سفیر وو، وختی چي روسی فوځ افغانستان ته راغله، معتبر ترین سړی په کابل کي سوو. ترهغو چي مردار کېد ئ معتبر ترین وو"

     ده ښاغلی خلیلی د لیکنوڅخه روښا نه ده چي ده د صد راعظم شاه محمود خان نظرد ټولومترقی حرکتونو پر ضد خراباوه او صد راعظم ئې استعمالاوه. ځکه دی خپله اعتراف کوي چي د شپی د خلګوکورو ته ورتلی خلګ ئې تطمیع، تهدید او تشویق کول چي په مترقي جنبشوکی ګډون ونه کړي.

   خلیلې لیکي د مطبوعا تو دوزېر په حیث مي د وزیرانو په مجلس کي خبره مطرح کول د دوی جرائید او اخبارونه مي بندول. د پېدایښت څخه ترڅوسلطنتونه ړنګیدل خیلل الله له درباره نه دی وتلی.

    نوټ: که څوک د ښاغلی استاد خلیل الله خلیلی یاد اښتونه وګوری، وبه ګوری چي ښاغلی د مېرزاحسین خان زوی چي دامیرحبیب الله د پا چهی با صلاحیته په او سنی اصطلاح داستخبارا تو وزیر، مستوفی المولک یاوزیرمالیه. دامیر حبیب الله د پا چهی پروخت د ټولومشروط غوښتنکو او مبارزېنو دوژنو مسوو لیت ئې په غا ړه دی.

 هغه وخت ئې زیات باغونه او جائیدادونه چي حکومت ضبط کول ده خپل کول. امان الله خان د نوموړی جائیدادونه ضبط او مېرزاحسین ئې وواژه. خلیلی د حبیب الله سقاو د خپلي پاچهی پروخت بېر ته دربارته راوستل سوو، اباد سوو د جائیداد او منصب خاو ند څه چي ده د سقاوو د زوی رهبری ئې کول.

 د سقاو د زوی ټول احکام او فرمانونه خلیل الله لیکل. حتا خپله خلیل الله خلیلی د سقاو د زوی په حکومت کي په خپل سر او خپله تومانچه په د فترونو کی دامان الله د پاچهۍ دولتي مامورین ویشل او وژل. وګوری د سیستانی لیکنی.

    خلیلی د محمد ناد رخان په حکومت کي هم ډ یر ښه، مګرد ظاهر خان د پا چهی او خصوصاد سردار محمد ها شم خان د صدارت پر وخت په کڼړو کي د صافیانو قوم د پاڅون څخه وروسته هاشم خان د څوشپو د پاره نظر بند کړي. د ده د لیکني پر اساس ډ یر وځوریدی، ترڅو شا محمود خان صداراعظم سوو وروسته د څه وخته ازاد اوبیا هم په هغه حکومت او هغه صدارت او دهغه شاهي کورنۍ په چوپړ کي رئیس، معین، وکیل، معاو ین پوهنتون، سفیر، دوزیرانو د مجلس منشی، وزیر، د پاچا مطبوعاتي مشاو راو زیات نور په حکومت کي.

    خلیل الله خپله جاسوسي نه پټوي د خپلو یاد اښتونو په ۳۷۸صفحه کي لیکي :"د ۱۹۸۳م کال په ډیسمبر کي دامریکا په نیوجرسی کي ووم، چي د قاضی محمدافضل خان چمیه په امضارسمی مکتوب ما ته راورسېدی. محمدافضل خان.. .. .. د پاکستان قاضی القضات وما ته لیکلی وه :په رسمی توګه وظیفه لرم چي د پاکستان درئیس جمهور، ضیا الحق، له خواوتاسي ته اعلان کړم، چي تاسي درئیس جمهور فرهنګي مشاور، دافغان مهاجروپه فرهنګي چاروکی مقرریاست. ".

    دخپل عمر په آخیر کي داستاد خلیلی دوستي دافغانانو د سر له د ښمن د پاکستان درئیس جمهور ضیاالحق سره وه، د یوه پر دی افغان د ښمن رسمی مشاور وو. یعنی د ښمن ته سره یې دافغانستان په خرابولو کي مرسته کول. ضیا الحق ته یې د افغان هیواد د نړولو چلونه ورښودل. په ډ یر افسوس چي د ژوند تروروستۍ لحظی ئې د ضیا الحق په چوپړکی وو.

    استاد خلیلی د شاهي کورنۍ دهرکس او ناکس په باب ښه معلومات لرل، زه په شعر نه پوهیږم خوخلګ وایی د فارسی ژبی غښتلی شاعر وو. سیاسي درک ئې د شاهي کورنۍ دغړي په شان وو همیشه د ظالموحاکمو په چوپړ کي به ولاړ سړی وو، نو د نوموړی نظریات د ویښوځلمیانو په خلاف کومه د تعجب وړ خبره نه ده. خلیل الله په افغانستان کي دهر فکري مثبت بدلون او فعالیتونو مخالف انسان تېر سوئ دئ.

   راځم خپلي خبری ته، شاهي نظام او د شاهي کورنۍ غړيو او د وخت صد راعظم شاه محمود خان چي نور یې دویښوځلمیانو نشرات او فعالیت نسوای زغم لای نو یی په ۱۳۳۰لمرېز کال کي یوه ورځ د حزب مشران لکه:ګل پاچا الفت، غلام محی الدین زرموال، عبدالروف بینوا، نورمحمد تره کي او غلام د ستګیر پوپل. ځانته وروغوښتل امریی ورته وکړی چي "ترهمدانن وروسته وېښ ځلمیان نور سیاسي فعالیت نسی کولای".

 نور خبره خلاصه سول، د شاهي کورنۍ فیصله وه، بېله منلو بله چاره نسته.

دولس جریده چي د ګل پاچا الفت په مدیریت د چاپه راو تل د ویښوځلمیانو لخوانشرید ل هغه بیاد سردارمحمد داوو د خان په مستقیم امر سره مصادره سول.

 دویښوځلمیانو پر یو شمېر مشهورو، لیکوالو، سیاستوالو او دهمدی حزب خښته ایښو دونکو مشرانو پسی د بخل د وجهی بی اساسه منفی تبلیغات کړي دي. مثلا لیکی:یو شمېر وېښ ځلمیان بندیان سول، مګر بینوا، تره کی، خادم او الفت پر ځای پاته او یا ښه ځای مقررسول.

 

 

++++++++++++++++++++

 

(۲۵)برخه
 

په دغه کتاب کي څه ناڅه ۴۳ تنو چي دري یا څلور ئې ښځینه لیکوالی وي خپلي لیکني چاپ کړي. دغه لیکني یو لاس او له یوی ټاکلی سیاسي یا سازمانی موضع څخه نه وي خو په ښکاره لیدل کېده چي کابل د یوه نوی سیاسي سازمانی خوځښت ځانګو ګرځي.او دپای خبره: د ویښو ځلمیانو د کنګرې په کار کي له یوه مدیره هيأت څخه خبری کېږي او داڅه د ویښو ځلمیانو د خوځښت په اسنادو کي شتون لري. د دغه هیأت غړي داد ی :

نورمحمد تره کی

عبدالروف بینوا

قیام الدین خاد م

دکنکری دګډون کوونکو نوملړ هم چي زما په رساله کي راغلی او بشپړ نه دی، لاندي کسان د کنګرې غړي ښيي:

نورمحمد تره کی

عبدالروف بینوا

قیام الدین خادم

ګل پاچا الفت

صدیق الله رشتین

فیض محمد انګار

محمد ارسلان سلیمی

نیک محمد پکتیانی

ګل شاه صافي

پاینده محمد روهیلي

عبدالقدوس پرهیز

محمد ظاهر

نورمحمد پونده

لعل محمد احمدي

عبدالکریم نزیهی ازبیک

عبدالصمد پتک

غلام رحمن جرار

ولی ځلمی

عبدالهاد ی خوږمن

شاه مرد

او ابولحسن.

 دا لست موځکه بشپړ ونه ګاڼه چي ډېرو څېړونکو د کنګرې دغړو شمېر ۲۲ تنه ښو دلی دی او دلته ۲۱ تنه راغلی دي. داهم د یادوني وړ بولو چي د محمد ولي ځلمی په ګډون څو تنولیکوالو او څېړونکو دا ښودلې ده چي د ویښو ځلمیانو کنګره د مجید زابلی په کور یاد ده دنوی شرکت په سالون کي پرانیستل شوه.

    خو دنورمحمد تره کي ورور جان محمد تره کي ویل چي دغه کنګره د نورمحمد تره کي په کرايی کور کي جوړه شوه. دغه کور د مجید زابلی نه بلکي دهغه د یوه خپلوان کاکا نعیم و. څرنګه چي په دې سیمه کي مجید زابلی لوی کور او شرکت درلو د ډېرو داسي فکر وکړ چي دا کور د مجید زابلی و چي نورمحمد تره کي ته ئې په کرایه ورکړی و.

    په هر صورت دیادوني وړ ده چي مجید زابلی لږ تر لږه د یوه ملي پانګوال په توګه دهیواد د بدلون غوښتونکي و. د ده ژوند او د ده په قلم لیکل شوی نامتو اثر"اقتصاد ما" (هیله من یم چي دانوم مي ناسم یا نیمګړی نه وي لیکلی) په ډاګه ښيی چي هغه د مسلطو فیوډالی مناسباتو په وړاندی دپانګوالی خوځښتونو په لور سخت لیوال و او ښايی همدا خبره د دې سبب شوی وي چي د وخت له وتلو روښانفکرانو او دقلم له خاوندانو سره نږدی، دوست او مرستندوی پاتی شوی وی.

    دا چي یو شمېر لیکوال یا څېړونکي وايی یا لیکي چي د بېلګې په توګه نورمحمد تره کي او بینواد محمد داود او زابلي تر اغېزو لاندي وو، یوه د تأ مل وړخبره ده. باېد دهغه وخت دزابلي او سردارمحمد داوو د سیاسي او فکري درېځونه له دې سره سره چي یویې یو لوی پآنګه وال او بل ئې دشاهی کورنۍ مقتدر غړي دی په ژوره تو ګه له احساساتو لري او نه د نن په معیارونو بلکي دهمغه وخت په حالاتو او غوښتنو کي ولیدل شي.

    تاریخ دپېښو دوهم ځل زېږونه نه، بلکي په امانت دتېرو پېښو را اخېستنه ده. هغه خام احساسات، پرېشانه افکار او له حالاتو اخیستي ناروغۍ چي نن زموږ پر ټولنه واکمني دي، تاریخ ته لکه څنګه چي ښايی نشی کتلی. په دې خاطر واکمن بهېر دا دئ چي نن ټول قاضیان او ټول متهمین یو. همدغه حالت خپلي ورانوونکي منګولي تېر تاریخ ته هم ورغزولي دي او په ډېره ناروا سره د تاریخ مرۍ غوڅوي.

    غبار بیا په افغانستان درمسیر تاریخ په۲۴۰ص کي لیکی: "دوېښوځلمیانو په حزب کي یو کوم شمېر خلګ وه، چي غوښتل ئې حزب په ژبه او منطقه پوري وتړی. "

په۲۴۱ص کي لیکی:"په کال۱۹۵۱م یا۱۳۳۰هجری کي د کندهار ویښوزلمیانوخپل جلاوالی، دویښوزلمیانو د حزب څخه اعلان کړي. خپل ځانته حزب ئې جوړکړی. د حزب نوم ئې (اخوت( کېښود، دوی د نوي برنامي سره خپل کار پر مخ وړی. مګرد کابل ویښوزلمیانو دغه جلا والۍ نه منئ او د پخلایني کوښښ ئې کاوه.

     "ښاغلی محمد علم بڅرکی هم د کندهار د حلقې جلاوالۍ داسي لیکي:" په کندهار کي ۱۳۳۰لمرېز کال د سنبلې د مېاشتي پر۲۸تاریخ باندي یوه لویه غونډه جوړه سول او دغه تصمیمونه ئې ونیول، او وهغو ویښوځلمیانوته چي په کابل کي وه هغوی ته یې خپل لیکلئ خط ولیږل. غونډی د حزب نوم(اخوت(، فیض محمد خان، محمدالدین خان، ژواک نورمحمد خان وکیل او غلام د ستګیر ئې خپل نماینده ګان وټاکل. اواضافه ئې کړل، ترڅو چي په هیواد کي و احزابوته په قانوني ډ ول سره رسمیت او اجازه نه وي موندلي دا جمیعت به هیڅ کله ونه غواړي چي عرض اندام وکړي. ومن الله توفیق.

    په۱۹۵۲م یا۱۳۳۱لمرېز یعني یو کال له ویښوځلمیانو څخه تر جلاوالي وروسته د خپل نوي ګوند "اخوت" درهبرۍ د فیصلې له مخي د حکومت سره د پارلمانی انتخابا تو پر سر د لانجې لرولو پرسر بندیان سول. بندیان له محبس څخه تر خلاصیدو وروسته د "اخوت " دغړو له جملې څخه یو څو تنه د د موکرات(مساوات) حزب سره چي محمد ها شم خان میوندوال لخوا یې مشري کېده یو ځای سول، ملي د موکرات ګوند چي په هیواد کي د خپل نشراتي ارګان "مساوات" په نوم وپېژندل سول، هلته هم دوی تر  ډېره پاته نسول.

اوبل شمېر یی لکه محمد رسول پښتون، غلام محمد فرهاد، خادم صاحب، فدایی صاحب او څه نورو ځانته دافغان ملت ګوند جوړکی.

     د بیان ازادي دانسانانو یوطبعی حق دی. خدای ورته مغز او ژبه دهمدې دپاره ورکړی ده چي د خپلي عقېدې بیان پرې وکړي. پر دې خبره هم باېد قانع وه اوسوو چي د بیان دازادۍ څخه ناوړه ګټه پورته نه کړو. ناوړه، بیکاره او غلط نظرونه باېد خپاره نه کړو. ازاد ۍ، دیموکراسي پېژند نه هم اسا نه نه ده. دیموکراسي یو پرله پیچلی او په ډ یرحساس شکل یوبیلانس سوی سیستم دئ. چي دهیواد د سیاسي کلتور سره نیغ په نیغ رابط لري. پس خبره د ویښو ځلمو ده. له نومه ئې سړی پوهیدای سی چي ځوانان وه، دافغانستان وه او افغانان وه.

 لمړی کېدای سي دوی د زده کړي د مخي سره جلا کړو، مکتب لوستي اومسجد لوستي د وهم سمتي جلاوالئ، او تمایلات. دریم د ژبی مسله، څلرم د نظروتفاوت، پنځم د عمر او کال نژدې والی او د پوهي برابره کچه، حکومتی لاس وهنه. او ترټولو لویه ستونزه د یوې وروسته پاته جامعې زېږنده وه.

    دې ټولوعواملو لاس سره یوکړی څو دا خوځښت په خپل کار کي بریالی نه سو. په دې ډول د ویښو ځلمیانو تر جوړښت وروسته لومړی غونډه د محمد صدیق فرهنګ په کور کي دائره سول. چي مېرغلام محمد غباریی هم غړیوو. او ل فرهنګ، ورپسی غباربیاد کندهار ځوانان د ویښوزلمیانو د حزب څخه ووتل او اهسته، اهسته داحرکت کمزوری سو.

    تر دې وروسته نوهر چا جلا او ځانګړئ کوښښ کړئ دئ چي د پاشولو پړه پر نورو واچوي. هغو چي نوره ئې مبارزه نه کول هم ناری وهلې، ملامت ئې نوربلل. د ژوند ترپایه همدغسی نیمه ډوډۍ او د کوټی پای ئې خوښ کړیوو. بس همدادی ئې ویل چي احمد یا محمود ملامت و، که نه مابه داسي کړیوای یاد اسی. دا چي پلانی داسي وکړل نو.. ... زه هم کورکښینم. دا بد بختی نوزموږ افغانانو په خټه کي اخښلې خبره ده.

 ښاغلی محمدانورنومیالی ښه وایی:"ما ته د ونه رامعلومیږی چي د ژوند په مسیر کي هرهغه ایډ یالوجیکی ټوپ چي د موډ، فیشین، تقلیداو یاد اسي نوروعواملو تراغیزی لاندي په میکانیکی او د وګماتیکی ډول ووهل سی نو په هغه کي د سقوط امکانات او احتمالات ترپایه پاتیږی او دهمدې شان حرکت پروسه درجعت د ناوړو تهدیدا تو د اغیزې څخه نه ژغورل کیږي،         " د کوډو سرنو شت - ۱۴ - ص.

 

 

+++++++++++++++++

 

( ۲۴) برخه:

هغه وخت چي د ویښو ځلمیان رساله " جمعیت ویښ ځلمیان " چي زما لیکنه وه په ګسستتنري چاپ خپره شوه لومړئ اعتراض د محمد دین ژواک و. دهغه اعتراض داو چي ولي د ده نوم د ویښو ځلمیانو په نوم لړ کي نه دئ راغلۍ. ما ژواک صاحب ته ډېر ژور احترام درلو د . یوه ورځ دلیکوالو په انجمن کي ور سره مخ شوم او ږدي خبري مو و کړې . هملته هم د محمد رسول پښتون په نقش خبري راغلي . ژواک صاحب داخبره چي د ویښو ځلمیانو بنسټ دي محمد رسول پښتون اېښئ وي په رټه رد کړه. له دې سره سره محمد علم بڅر کي چي د ویښ ځلمیانو یو پیژندل شوی غړئ و او او ږده جیلونه ئې هم وګالل په ښکاره لیکي چی: " ښاغلئ عبدالحي حبیبي، محمد رسول پښتون، محمد ابراهیم خواخوږئ، عبدالرزاق فراهي، او هم نیک محمد خان پکتیانی او غلام محی الدین زرملوال په موسسینو کي نه وشامل البته دجمعیت غښتلي او دافتخار وړ ملګري وو"وېښ ځلمیان، محمد علم بڅرکی۱۳۹ مخ

         داخبره هم د یادولو وړ ده چي ډېر لیکوال او څیړونکي عبدالحی حبیبي هم د ویښو ځلمیانو له مشرانو څخه ګڼي. دا خبره ډېر ثبوت نه لري. نه یواځی میر غلام محمد غبار په افغانستان درمسیر تاریخ د ویم ټوک کي عبدالحی حبیبي د پارلمان داپوزیسیون د ډلي په وېش کي عبدالحی حبیي په هغه ډله کي را ولي چي په کوم حزب پوري نه و تړلئ.

 اوکه  نه یم تیر وتلئ بڅر کي هم حبیبی یواځي په افتخاري غړو کي را پیژني. ما په همدې هکله د خپلي رسالې دلیکني په مهال له عبدالله بختاني سره چي د ویښو ځلمیانو یو تکړه غړي و مخامخ لیدنه او اوږدې خبري در لو دلې. هغه کیسه کوله چي د ویښو ځلمیانو کلنۍ غونډه په کابل کي جوړه شوه. دې غونډي ته حبیبي او شمس الدین مجروح هم راغلۍ وو. دغونډي په پیل کي د ویښو خلمیانو ډېر ځوان غړي محمد موسی شفیق پورته شو او نیوکه ئې و کړه چي حبیبي صاحب او مجروح صاحب خو د ویښو ځلمیانو مرامنامه نه ده امضأ کړي نو دوی ولي په غونډه کي برخه لري.

           دا وخت حبیبي صاحب پورته شواو غونډي ته په ټول احترام ئې وویل چي زه ستاسو غونډي ته له یوې برنامې سره راغلئ یم . که تاسو وخت راکړۍ هغه به تاسوته وړاندي کړم که موخوښه شوه نو لاره به مو یوه وي او که نه زه به په خپله لار لاړ شم. له هغه پس شمس الدین مجروح پورته شو او یواځي دا خبره ئې و کړه چي زه د خپلي وظیفې له مخي راغلۍ یم. مجروح هغه وخت دقبایلو لوی مدیرو.

        ګل آغا احمدی وردک په خپل اثر " محمد ارسلان سلیمي دافغانستان پیاوړۍ څېره" کي لیکي چي : د ویښو ځلمیانو منشي عبالروف بینوا و. داسي ښکاري چي دغه څه ئې د محمد ولي ځلمي له لیکنو څخه را اخیستۍ دي. میر غلام محمد غبار هم همدغه خبره یادوي خو د ویښو ځلمیانو تشکیلاتي جوړښت د منشي دشتون خبره نه لري .

 په دې برخه کي غبار سره له دې چي د ویښو ځلمیانو، وطن او خلق دجوړښتونو او برنامو په هکله او ږدي څرګندوني لري خو بیا هم داخبره کوي چي د ویښو ځلمیانو او وطن ګوند مشران د دې واک لري چي دغه خوځښتونه د دوی غړي او مرامنامی نورو نسلونو ته وړاندي کړي.

        دغبار په ورکړل شوی نوملړ کي نه ارسلان سلیمي لومړی څوک دئ او نه هم محمد رسول پښتون. دغه شان غبار دګل آغا احمدی وردګ یا محمد داؤد مومند په شان دنور محمد تره کي نوم د ویښو ځلمیانو له نوملړ څخه نه باسي. تاریخ نورو نسلونو ته لیکل کیږي. لیکوال او څیړونکي ئې حق نه لري د خپلی کیني، نفرت، غرض یا مرض له مخي د تاریخ غړي ور پرې کړي . دا له تاریخ او راتلونکو نسلونو سره یوه نه بښوونکي جفاد ه.

           د دی لیکني په وروستیو کرښو کي یادونه کوم چي د" جمعیت ویښ ځلمیان" رساله چي لیکونکي ئې زه (حصین ( یم . زماد ماسترۍ د دورې تیزس و چي د کابل پوهنتون او دعلومو دآکاډمۍ د ډیرو او چتو استاد انو او پوهانو په یوه لویه ناسته کي ورنه دفاع شوې. په دغه تیزس کي برسیره پرمخامخ مصاحبو، لیدنو او خصوصی یاد ادښتونوله ۲۳ چاپی منابعو څخه ګټه اخیستل شویده.

         دلیکنی په بهیر کي له عبدالهاد ی هاد ی توخي، ابراهیم خواخوږئ، محمد ولي ځلمي، صدیق الله رشتین، عبدالله بختانی سره زما لیدنو کتنو ډېر څه راکړل دغه شان داستاد سید سعدالدین هاشمی یاد دښتونو ماته ډېر ه مرسته را ورسوله.

 زه نه وایم او داحق هم ځانته نه ورکوم چي دغه رساله دهرډول کمزوریو تشه وښيم خو باور لرم چي د ویښو ځلمیانو په هکله یوه د پام وړ رساله ده. لوستونکي او مینه وال کولی شي دغه رساله هم داستقلال د ویب پاڼی اوهم دنعیمي د ویبپاڼی په کتابتون کي وګوري. دهمدغی رسالې په ۴۸ مخ کي راځي چي:

         "دیوه واحد او یوموټي سیاسي سازمان په توګه د ویښو ځلمیانو دجوړښت په هکله او دا چي بنسټ اېښونکي او طراحان ئې څوک وو او چیرته ئې لومړئ بنسټ کېښودل شو، په ډېر تأ سف ډېر د نظر اختلافات شتون لري داسي چي له ټولو هڅو سره سره مي د دغه خوځښټ د وه تنه ژوندي مشران هم په یوه خبره ونه موندل. عبدالهاد ي هاد ي او محمد ابراهیم خواخوږئ ټینګار کوي چي لومړی بنسټ ئې په کندهار کي ایښودل شوې او موسسین ئې محمد رسول پښتون، کاکا محمد انور خان، قاضي بهرام، غلام جیلاني الکوزی، عبدالهاد ي هاد ي توخي عبدالصمد خان کاکړاو عبداخالق خان واسعي وو.

        پوهاند محمد حسن ضمیر صافی بیا په دې باور دی چي لومړی بنسټ ئې په ننګرهار کي قیام الدین خادم، غلام حسن خان صافي، صدیق الله رشتین، محمد ګلاب ننګرهای ګل پاچا الفت او نورو ایښی دئ.

      دا سمه ده چي په افغانستان کي له یوه او ږده استبداد او اختناق ( سقاوي، نادر خاني چي د ۱۳۲۵لمرېز کال د ثور د میاشتي پر (۱۹) تاریخ باندي و وژل سوو اود سر دار محمد هاشم ظالم (۱۷) کاله د وحشت ډکه صدراعظمی دوره، چي د شاهي کورنۍ په منځ کي د اختلافاتو له مخي و استعفا ته مجبور سوو) تر هغه  وروسته یې پر ځای  ورور سردار شامحمود خان ځای ناستۍ سوو. شامحمود د خپل ورور څخه لږ نرم سړی وو، د خپل ظالم ورور د وختونو سیاسي بندیان یې خوشي کړل، په حکومتي چارو کي یې څخه روڼ اندي پکارونو و ګمارل دساري په توګه:( غلام محمد فرهاد یې د کابل ښاروال، سید قاسم خان یې د عدلې وزیر ، عبدالمجید زابلی یې د اقتصاد وزیر، عبدالهادي داوی یې د پاچا  د حضورمنشي  او څه نور).

       د مطبوعاتو د قانون او د بیان د ازادۍ طرحه یې جوړه کړل، ځوانانو سیاسي فعالیتونه په ښکاره راپیل کړل. د همدغو چارور تر سرته رسولو وروسته سردارشامحمود خان د خپلي کورنۍ (شاهي کورنۍ) او د هغو بیروني حمایت ګرو  کړیو لخوا  کوم چي د شاهي کورنۍ سره یې اړیکي وي، شامحمود صدراعظم تر سخت فشار لاندي و نیول سوو، د هغه په مخالفت کي منفي تبلیغات پیل سول، په شاهي کورنۍ د سردار شامحمود سر سخت مخالیفین   خپل وریرونه د سردار عزیز خان  زامن (  سردار داود خان او سر دار نعیم خان) وه.

     افغان منورو ځوانانو په منځ کي له دغه لنډو مثبتو کورني او نړیوالو حالاتو په بدلون سره دافغانستان په مهمو ښارونو لکه کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او مزار شریف کي یو ډول  د خوځښت جوړ وني خیالات  را پیدا سوي وه ، څو د دغه خوځښت زړی را وټوکیدل خو تر هغه وخته چي په کابل کي ئې ګډه موسسه کنګره نه وه جوړه شوی، هیڅ یوی برخي ئې افغانستان شموله بڼه نه درلو ده. کابل دهیواد پایتخت و او د لومړی ځل لپاره تر ډېره دعبدالروف بینوا په نوښت چي د پښتو ټولني مشر و دهیواد له ګوټ ګوټ څخه دهغو لیکوالو لیکني را ټولی او د کابل مجلی د دوو ګڼو پرځای د یوه کتاب په توګه خپری شوی.نوربیا

 

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت