ماتې خوړلې روسیه په افغانستان کې بیا د پهلوانۍ تابیا نیسي

محمد انور ولید : ۱۳۹۶ لمریز کال ـ د وري ۲ یمه

د پخواني ماتې خولي شوروي اتحاد ځای ناستې میراث خوره فدرالي روسیه وروسته له (۲۹) کالویوځل بیا شوق کړی چې په افغانستان کې په ظاهره د افغانستان د سولې په نوم راوړاندې شي . خو افغان سولې ته د روسي چارواکودغه ډول را وړاندې کېدل چې د خبرو د قلاوې سریې په مسکو اود پوځي پښو پلونه یې په تاجکستان او پاکستان کې ترسترګو کېږي ، په څه معنا دي ؟ او کومه پټه یارانه چې سره ښامارله تورې پنجابۍ موش خرما سره اچولې ، د کومو وجوهاتوله مخې پرې خپلمنځي توافق ته سره رسېدلي ، په داسې حال کې چې روسي سره ښکېلاک خو د سیمې او نړۍ په کچه د همدغو پنجاب شاهي دوهم لمبر واکمنو له لاسه شرمېدلې ماتې وخوړله ؟

پنجاب شاهي په خپل دې ګېم وهلوکې د خپل اصلي پلارپه ګام په ګام نصیحتونواواشاروباندې د سره ابرهه د فیلانوله باروتي لتواو پوځي غوبل څخه خپل ځان ، خپله غصبي جغرافیه ، خپل نظام او خپل خلک خلاص کړل اوافغانان یې په خوله ورکړل ، خپل ځان یې په مالي ، سیاسي او پوځي لحاظ ورباندې اکمال کړ، خو په کې مړه او ژوبل یې افغانان او ړنګ یې په کې افغانستان کړ .

داؤد خان چې د خپل واک په سرکې د پاکستان او د افغان مسلمانانو ، اود واک په وروستیوکې د روسانو ضد او په ټول کې د پاکستان او پخواني شوروي ترمینځ د مخالفت ګډ خنډ ؤ، ځکه په (۱۳۵۴) لمریز کال کې چې کله داؤد خان پاکستان ته ولاړ او له ذوالفقار علي بوټو سره سمندر ته د افغانستان د ترانزیتي لاري د یو دهلېزغوښتو پرسرموافقې ته سره ورسېدل  او بوټو هغه ته د پلار خطاب وکړ، او بیا داؤد خان عربي دولتو لکه سعودي عربستان ، مصر او لېبیا ته په سفر ولاړ، خپله قبله یې له مسکو څخه د غرب خواته را واړوله ، خو محمد خان جلالر یې د توافقاتو ټول ګزارش (K.G.B. ) ته ورکړ ، روسان سمدلاسه را ولاړشول اوسردار داؤد خان یې پرخپلو پلویانوله مینځه وېوړ، اوغرب را ولاړشو ذوالفقارعلي بوټویې له مینځه وېوړ.

همداسې له داؤدخان مخکې  او د مجاهدینو د واک پر مهال او له هغوی وروسته نوروټولو په خپل خپل وخت کې د خپل واک ټینګولو له پاره په یو شکل نه په یو شکل خپلې بالمقطع پروژې پرمخ وړې ، خو د افغانستان د بې ثباته کولو له پاره زموږ د هېواد اصلي دښمن ( پاکستان ) له هرې موقع څخه ناوړه ګټه پورته کړې او (آی اس آی) د خپل استاد ( انګلیس ) په مشورو لومړی د سره او ورپسې یې د توراستعمارله پاره د خپلواک او نا پېلي افغانستان د نیواک دروازې خلاصې کړې . ځکه د روسانو اوغربیانو استعماري پلان او ګډه نقشه همداسې جوړه شوې وه چې باید په مخکې پراته خنډونه په یوه او بل نامه وار له مخه ګام په ګام له مینځه یوسي .    

هغه مهال خو ټول افغانستان د سره ښکېلاک پرضد د نفیرعام د حکم او شرعي مکلفیت له مخې را پاڅېد اوپه تش لاس یې د سره یرغلګرزبرځواک په وړاندې د قرباني اوخود ارادیت د حس په لرولوسره خپلې سینې سپرکړې او د روسي ناپالم (۱۰۰۰) کیلو یي او (۲۰۰۰) کیلویې ډول ډول ذروي ، کېمیاوي ، بیلوژیکي ، آتشي اوخوشه یي بمونو په وړاندې سپرکړې او د هغوی د استعماري ظلمونو ټولو ډولونو ته یې نراوښځو، وړو او زړو په ګډه په ځاني او مالي قربانیو او نذرانو ورکولو سره متقابل ځوابونه وویل .

خواصیلو ، سپېڅلواومظلوموافغانانوله هېچا سره پرخپل برخلیک باندې له پردیوسره پرته له حرفوي معامله ګرو پنجابیانو څخه ناروا معامله ونه کړه ، ځکه چې هغوی د افغانستان له پټو او ښکاره دښمنانو سره کومه داسې اړیکه نه لرله چې له مخې یې د افغانستان ښکاره دښمنانود ځمکې اوهوا له لارې په چورلکو ، مېګ (21) ،مېګ (23) ، مېګ (29) اوپرمختللو ټانکونوکې ، او پټو دښمنانو یې په شاه سلیم باندې د درنواو سپکو وسلو ، مهماتو اونغدو پیسودومره اکمالات وکړل چې اوس هم په مصنوعي توګه د جګړې د دېګ له همغو اکمالاتي قروانې څخه خپله مصنوعي تغذیه اوله سیاسي ډبې څخه یې مصنوعي سیاسي تنفس کوي .

د افغانستان په ترټولو سترټبریې د طالب ، ترهګراو ترورېست ټاپه ځکه ورولګوله او پردۍ جګړه یې ورباندې تحمیل کړه چې ، استعماري ځواکونو خپلوتېروتجربواوتاریخي پس منظرته په کتو سره په افغانستان او سیمه کې د دې لوی ټبرفزیکي حضورنه شوای زغملای او په دې وېره کې وواو دي چې ګني ددې ټبر دغه لویه کتله به ددوی د استعماري شومو پلانونو او نقشو د ویجاړولواو له مینځه وړلوعامل اولامل شي .

ځکه خویې په لوی لاس د افغانستان ملي اډاڼه په ژبو، سمت ، توکمونو ، ګوندونواومذهبونو سره ووېشله ، په تعلیمي برخه کې یې ددې لویې کتلې اولادونه د پردیو په اشارو سره څنډې ته کړل ، د هغوی په سرشاره ( I.Q. ) کې یې په لوی لاس د تعلیم او تعلُم ضد د کرکې او نفرت مېخونه ورټک وهل . جګړې یې ورباندې تحمیل کړې اوله تعلیم او تعلُم څخه یې پرې و ایستل . تاسو وګورۍ یوې خواته یې نسبي غیر متوازنه بیا رغونه پیل کړې او په بله خوا کې مکمل تخریب روان دئ او خلک له خپلوکورونو څخه کډه کېدو ته اړباسي .

یوه اړخ ته د واکمنې بنۍ ظرفیت ته په نه کتو باندې د نسبي واک وېشلوتورُم ورزیاتېږي ، بلخوا د سولې پروسې ته ډول ډول خنډونه او چېلک وراچول کېږي . تش په نامه د سولې هغه دفترچې واک یې تر پرون پورې د متقابلو سیالانو په لاس کې په میراثي توګه ور کړی ؤ، او له هغې دفتر څخه یې پرته د یوې کورنۍ ( ان جي او ) څخه نور هېڅ هم په لاس را نه وړل ، ایله یې نن د بودجې د خلاصېدو اعلان وکړ ، ځکه اوس یې د سولې په نامه خبرو ته حاجت نه لیدل کېږي . د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اوالکترو نیکي تذکرو مهندسي کول خو یې بل اړخ دئ ، د پردیو مداخلو په زور واک ته له مختلفولارودورګډېدواوجګړوته د زورورکولواو پرافغان خاوره د توغندیزو بریدونو، نویوتأسیساتو، دروازواوکټارو رغولو پروګرامونه یې نورعوامل دي چې استعماري او د سیمې او نړۍ استخباراتي لاسوهنو ته یې زمینې پرې برابرې کړې دي .

خو ددې ټولو استثماري او استعماري پلانونو ترشا د چا لاسونه دي ، د سیمې متذبذب د سیاست اوبې ثباته کېدو د زانګو واګې د چا په لاس کې دي او د څه له پاره ؟!!!!

ولې روسانواوس دېته لېوالتیا ښوولې چې افغانستان ته د سولې په نامه د دوهم ځل له پاره د پوځي مداخلې لاسونه را اوږده کړي ؟

داسې خو به نه وي چې روسانوهم له شمالي اتلانتیک ټلوالې څخه دا درس اخیستی وي . ځکه د امریکې په مشرۍ ائتلافي ځواکونوهم لومړي روسان پرافغانستان باندې د حملې له پاره وهڅول ، افغانان یې ورباندې بې واکه او بې وسلې کړل ، وروسته خپله ورپسې د کمک اوهمکارۍ او د ترورېزم د ځپلو په نوم را غلل . اوس به روسانوهم دغه ډول نیابتي یرغل ته د دوهم ځل له پاره د جنګ دانې ټولې کړې وي ، د امریکاواوپاکستان د یرغل پرمهال روسانولومړی د خپل ځان درملنه وکړه اوافغانان یې پرپاکستانیانواوایتلافي ځواکونوباندې ښه وځپل ، اوس به خپله پرافغانستان باندې د یرغل خیال لري او افغانستان به د خپل ځان حق ګڼي ، ځکه چې یوه روسي چارواکي هم څه موده مخکې ویلي وو چې ؛ امریکا چېرې او افغانستان چېرې !

ددې منعا دا کېدای شي چې افغانستان باید یوازې د روسي یرغلګرو مالچراوعلفچر وي او بس . خو پرافغانستان باندې مین افغانان باید پردې ټکي باندې خپل پام وساتي ، چېرې نه چې روسان په خپله دې سیالۍ کې له افغانستان څخه سوریه جوړه کړي او خپل غچ له افغانانو او نآتودواړو څخه په افغانستان کې واخلي . ځکه روسانو له پخوا را هیسې له پاکستان سره اړیکې پاللې او برمته شوي طالبان د پاکستان له خوا روسانو ته ورډالۍ شوي دي . خو ددې له پاره چې په افغانستان او سیمه کې د ناټو جنګې ماشین پرې مهاراو منځنۍ آسیاته د امریکې د پوځي او اقتصادي حضورمخه پرې ډپ کړي او پاکستان منځنۍ آسیاته خپله لارې پرې ومومي ، نو یې خپل تورمخ دا ځل روسیې ته ورواړاوه . کټ مټ هماغسې لکه ددوی بادارانو ( برتانوي استعمار) چې په خپل مینځ کې  یې له تزاري روساتوسره پر افغان خاوره باندې داسې ناروا معامله وکړه لکه دا لاندې څوکرښې :

[[ څه خوږې ګورګورې دي + نیمې یې ســــتا ، نیمې زمـــــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + خاوره یې ستا ، واک یې زمـا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + سریې د سـتا ، مـال یې زمـــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + کچکول د ستا ، مرستې زمــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + عملیات ستـا ، قربانۍ زمـــــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + زېرمې یې ستا، څوکۍ زمـــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + حضوریې ستا ، فساد یې زما .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + لوټل یې ستا ، اوبه یې زمــــا.]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + توکي د تا ، مارکېټ زمـــــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + تجارت ستا ، لارې زمــــــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي+ ګټې یې ستا ، خاوره یې زمــا.]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + تقسیم یې ستا ، جغرافیه زما .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + وېش یې د ستا ، ټبر زمــــا .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + توطئې ستا ، بې هویتي زما.]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + جګړې د تا ، بې ثباتي زما .]]

[[ څه خوږې ګورګورې دي + مافیا ستا ، نشه یان زمـــــا .]]

افغانان هم پردې ټکي باندې ښه پوه دي چې امریکایي ګورباچوف ( اوباما ) په افغانستان کې د ترورېزم په نامه جګړه د کومو سیاسي او استخباراتي زېګنالونو له لارې د روسیې د بیا پوځي لاسوهنې په لاس وروسپارله او روسان ددې پوځي ، سیاسي ، استخباراتي او اقتصادي اتلولیو د سیالۍ سټېج ته چا را وبوګڼول ؟  

امریکایانوپه تېرو(16) کالوکې ډېرې سترې تېروتنې وکړې چې جبیره کېدل یې وخت ترې وېوړل اوهغه دا چې ؛ امریکایانوپه افغانستان کې یوازې خپل استعماري اهداف پرمخ یووړل او د افغانستان ملي یو والي ، ملي نظام ، ملي اردو او ملي بیا رغونې ته یې له یوې مخې شا وراړولې وه او د افغانستان د خلکو او خاورې د استعمال پر سر یې له پاکستان او د سیمې له  نورو هېوادو سره پټې معاملې کړې وې . هغوی ته یې پیسې ، مهمات او وسلې ورکولې او د افغانستان او افغانانو اصلي ستراتیژیکي پټ دښمنان یې د افغانستان په وړاندې په سیاسي ، نظامي او اقتصادي لحاظ نورهم تمویل اوښه وپړسول . خپلې ټولې لګېدلې پیسې یې په لوی لاس د افغانستان د ټیکاو، امنیت ، بیا رغونې ، ښې حکومتولۍ ، هوساینی او بسیاینې پرځای د نړیوالې ، سیمه ئیزې او افغاني مافیا په خولوکې ورواچولې ، خو خپل باوریې هم د تل له پاره له لاسه پرې ورکړ.

اوس روسانو او د افغانستان نورو ګاونډیانو د امریکایانو د جګړې بایللو په تمه خپل لومړني ناټو ضد فعالیتونه او تحرکات په افغانستان او د افغانستان په شاوخوا سیمو کې پیل کړي دي ، د امریکې د دفاع مرستیال وزیرحامد کرزي ته په ارګ کې پاکستان ترافغانستان (۶۷٪) سلنه امریکې ته مهم بللی ؤ ، اوباماو او نورو امریکایي سناتورانو هم په وار وار دا خبره افغانستان ته د فشار راوړلو په خاطرکړې چې ؛ له افغانستان څخه موږ ته پاکستان مهم دئ . خواوس همغه پاکستان له روسانو سره یوځای د شمالي وزیرستان په قبائلي سیمو کې د ترورېستانو د روزنیزو مرکزونو په جوړولواو ټرېنېنګ باندې د امریکایي حضور پر ضد خپل ګډ پوځي تمرینات پیل کړي چې موږ یې همدا اوس بعینه شاهدان یو .

که چېرته واشنګټن له مسکو سره د افغانستان پر سرکومه پټه معامله نه وي کړې ، نو پاکستان په کوم جرئت دامریکې د حضور په وړاندې د امریکې له سیال روس سره دا ډول لاس یو کولی شي چې هره لحظه د وېتنام د بایللې جګړې بوی ترې را ځي ؟ 

دا چې د پاکستان قبله څه ډول ناڅاپه په اتوماتیکه توګه له سپینې ماڼۍ څخه مسکو ته ور وګرځول شوه ، یوه بله پوښتنه ده . مسکواوچین ته خو څوڅوځلې طالباناوپاکستان وربلل شول ، په پاکستان کې د روسانواو پاکستانیانو، اوپه تاجکستان کې د روساتو او تاجکستانیانو ګډ پوځي تمرینونه اجرأ کېدل او شمالي او جنوبي وزیرستان ته د روسیبې د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ د یوه جګپوړي پوځي پلاوي ورتلل ټول ددې ښودنه کوي چې ؛ روسانو د پاکستان اوایران په ملتیا ناټو ته دا پلا د افغانستان چارچا پېره د خرس تلک ځای پرځای کول غواړي . ځکه پاکستان وار له مخه داسیمې د خپلو پوخي عملیاتو پرمټ له قبائلي اوسېدونکو څخه خالي کړې دي او روسانو یوازې ددې سیمو سترا تیژیکې او سوق الجیشي موقعیت لیدواوارزیابي کولو ته خپل جګپوړی پوځي پلاوی ورلېږلی دئ .

لکه څنګه چې پاکستانیانو د بلوچستان تفتان دښته د امریکې سمندري ځواکونو ته د افغانستان د اشغال له پاره په واک کې ورکړې وه ، همداسې یې وزیرستانونه روساتو ته د امریکایانو اوکابل حکومت پرضد په واک کې ورکړی او دا د افغانستان او ناټو پرضد یوه معامله ده چې پاکستان له روسانو سره کړې ده . تاجکستان او تاجک خاوره خو یې هسې هم ترخپل واک او نفوذ لالندې د ه .

څه موده وړاندې افغانستان له چین څخه د ازبکستان په لاره خپل تجارتي مالونه راوړل ، خواوس ازبکستان په دې پلمه چین ته د افغانستان د مالونو اجازه نه ورکوي چې ګواکي چین ازبکستان ته ددوی د خوښې ټکس نه ورکوي . خو په اصل کې دا پرافغانستان باندې د تجارتي ترانزیتي کړۍ تنګولو یوه هڅه ده چې پرچین باندې د پاکستان د فشارله امله تر سره شوې ده . ځکه دا مهال پاکستان د وچې په تجارت کې ناکام دئ او خپلو پوځي توروهاتیانو ته یې په پردۍ خاوره باندې د بېشرمانه ناکاموپوځي هڅو، دروازو تړلو ، خلاصولو، اغزن تارلګولو، کټارو جوړولواو پوځي بریدونوامرکړی دئ .

اوس چې په دې کارکې هم پاکستان پاتې راغۍ ، نوهمغو روسانو ته یې بلنه ورکړه کوموچې (۳۹) کاله وړاندې ګرمو اوبو ته د رسېدو په تمه ددوی سرو لښکروافغانستان لاندې اوله همدې پولې یې ماتي وخوړله ، خو روسي پوځیان اوس یو ځل بیا په همغه ماتې خوړلي سنګرکې د افغانستان د جګړې له پاتې شونو سوټیو ( طالبانو) څخه کاراخلي څوک چې یوځل د روسانو پرسرونو ورمات شول او ورپسې ائتلافي ځواکونو د پاکستان په ملاتړ د ترورېزم د اورخوراک کړل ، خو روسان دا پلا بیا غواړي چې د هغوی له کاربن څخه د مداخلې او احتمالي جګړې له پاره د ناټو په وړاندې د خپلې جګړه ئیزې خریطې  د ترسیم پنسلونه جوړکړي .

د ډیورنډ له فرضې غیررسمي کرښې څخه یې ناسو زخم او د پهلوان چل جوړکړی چې وخت نا وخت د پاکستان د مشروعیت پیدا کېدو له پاره د کرائیي خلکو په خوله کارترې اخیستل کېږي . په داسې حال کې چې د ډېورنډ‌ پرکرښې باندې د خبرو او فیصلو کولو حق د لراو برپښتون ټبراوټولو افغانانو د عامه رېفرېنډم خبره ده ، نه د یوه کورني دښمن او د بهرنیو جاسوس خبره ، ډېورنډ د وخت د حکومتونو خبره هم نه ده او نه خو دا واک او صلاحیت لري . چې له چاسره پرې معامله وکړي . نو د افغانستان ځینې سیاسي مزدورې کړۍ دې هسې خوشې په خوشې بې اوماچه ځان نه خولې کوي . ځکه چې پر ډېورنډ باندې ددوی خبره او ناحقه شاهدۍ کومه ګټه نه لري اوحکومت دې دداسې بې مسؤولیته خولو بندولو قانوني بندوبست وکړي ، ځکه چې د حکومت دغې پټې خولې نیولو هم د افغانستان خلک په شک کې اچولي دي .      

 

 


بالا
 
بازگشت