عبدالرووف لیوال

 

دطالبانوخیرات

یودسترګو لیدلی حال دهراتی له خولې :

دطالبانو په پیر کې دهرات ښار مرکزی څلور لارې (چوک سینما) سره ولاړ یم ، یو طالب   چې یو لنډ خوپریړ کوتک یې په لاس کې دی ، هروګړی چې وینی ورته دکوتک په اشاره وایی ( هغه موټر ته وخیژه !) که څوک لږځنډیا خوله چوله کړی ، نو بیا ورته هغه دلاس کوتک وڅنډی ، لنډه داچې په شاوخوا پنځلسوو دقیقو کې یې دکاماز باډۍ له خلکو ډکه اوملا اخوند ډریورګی ته یې وویل ( ځه له خیره ) او خپله یې هم سیټ ته ټوپ کړ .

دموټر دباډۍ خلک یوبل ته په ډار،ډار اوغلی ،غلی پسنیدونکی غږ وایی ( شتوخاشد) هغه یو زړه ورشانته وایی [غمی نداره ، کاری نه کردیم ) هغه یو چې نالوستی او مالدارمالومیږی هغه بل سړی نه تپوس کوی (براردعای غنوته یاداری ؟) ای برار ! چوکه ، چوکه یاددارم ، هغه بل ځوان چې ږیره یې یو څه لنډه ده ، ځان سره بوږنیږی (خاک به سر آرایشګاه ! ګفتمش آنغدرکوتاه نکن) .

دې سره کامازپه قول اردو ورننوت  . مولوی صاحب له سیټه راکوز اوغږیې کړ(راښکته شی !) ټول په تلوارراښکته شول ، بیایې دکوتک په اشاره وویل : په یویستوی لیک په نوبت سره هغه چوترې ته وخیژی !

زړه ، نازړه لکه دپل صراط باندې یوبل دیکه کوی اودمخ کس ته وایی ( جلوشو) په ډار،ډار چوترې ته وختل .

په چوتره کې په یوه خیرن ګیلم باندې اوږد پلاستیکی دسترخوان اوار دی ، اوورسره درې یا څلور هغه کسان ولاړ دی چې تیمپوزکې (پوز بند) یې وهلی اویواځې سترګې یې دکونګ (بوم)په شان معلومیږی ،مولوی صاحب غږ کړ :ددسترخوان شاوخوا کینی ، څوک ګډوډی ونه کړی که نه داکوتک وینی ! ټولو په یو آواز وویل ( خوبه مولوی صاحب )

ټول ددسترخوان نه چاپیر کیناستل ، که ګوری چې دغوړپولاوخنکان (غوری )راغلل اودهرغوری په سر یوه غټه کتره غوښه هم ایښې وه ، خو دچازړه کیده چې نمړۍ یې له ستونې تیره شی  .

په هرصورت چا درې نمړۍ چا څلور او چا ښه پوره ګیډه پولاو وخوړ ، مولوی صاحب غږ کړ: دوا وکړی ، خدای دې قبول کړی .

اودې سره یې وویل هله ژر- یو ، یو له دروازې وځی او طالبانو ته بیاهم دوا وکړی !

خلک په تراټ سره له دروازې نه ووتل اوپه لار کې یوتن بل کس ته وایی (دل ماره بکند)

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت