عبدالقیوم

 

په افغانستان کي د سیاسي نهضتو بهیر

Political Movements in Afghanistan

  ( ۳۷ ) برخه:

  په ظاهره خو د دغه د فترمصرف پیرسیداحمد ګېلانی ورکاوه. افغاملیتانو د پیر سیداحمد په جبهاتو کي د وطن د خرابۍ کارونه دوی سرته رسول. د دوی د ادعا په اساس دوی لیکي چي په ۱۳۵۷ لمریز کال کي دهرات په کودتا کي د دوئ لاس وو، ۱۳۵۸ لمریز کال کي د ننګرهارپه اسمارغونډ کي د سیسه چي سر بېره پرزیاتو غیر حزبي افسرانو، حزبیان، عسکرو او والي پکښي و وژل سول دا دوی خپل د مبارزې افتخارات بولي. د بلخ په نهرین فرقه ترور او وژني، د کابل په ریشخور په فرقه او بالاحصارد سیسی د خپل ګوند افتخارات بولي او نور.

  له دوی سره د امریکا، د اروپا د سوسیال دموکرات ګوندونو، پاکستان د ( ای، اس، ای) مرستو چي د پیرسیداحمد ګېلانی پر لاس دوی ته رسېدې دوی یو ځل بیا پر پښو و درول. خو ژر د مادیاتو پرسر د دوی ترمنځ ۱۳۵۹ لمریز کال کي یو ځل بیا اختلاف راپیدا او محمد امین واکمن ځان د دې ګوند مشر، حداد ئې منشي او شمس د مالی چارو مسؤل سوو.

 محمد امین واکمن په خپل اثر” د افغانستان ملي نهضتونه” هلته په (۲۰۵) صفحه کي خپل افتخارات داسي بیانوي”      د۱۹۷۹م، ۱۳۵۸ هـ، ش کال د ثور په شپږمه زموږ ملګرو یو پلان جوړ کړ. چي په کابل، ننګرهار، د مزار شریف د دهدادي فرقې او یو شمېر نورو ځایونو کي په یوه وخت کي پاڅون( کودتا) وکړي. په دې باره کي پنځه، شپږ میاشتي کار وشوی وهر څه منظم سول. خو د بې تجربه ګی او تخنیکي وساېلو د نشتوالي له امله پلان په یوه وخت تطبیق نه شو. شمس الهدی د خپلو بې مسؤلیته کارونو له امله، چي هر چاته به یې لیستونه ښودل، چي موږ په عسکري کي دومره ملګري لرو او کودتا کوو، د دې پاڅون د ناکامۍ مسؤل ګڼل کیږي.

  یوازي د جلال اباد په فرقه کي پاڅون وشو. چي د دغي فرقې قوماندان او والي بهرام الدین ورد ګ تخمین د پنځه دېرش تنو خلقي منصبداران او درې تنه روسي صاحب منصبان سره و وژل او فرقه و نیول شوه” . لیکونکي : له یوه اړخه کودتا او کودتا یي حکومت غندي مګر د کودتا لپاره خپله ناکامه هڅه بیا د خپل ګوند په افتخاراتو کي شمېري، تر ټولو د شرم خبره خو لا داده چي یوه تحصیل لرونکي انسان څنګه د بل انسان په وژنه باندي فخر کوي، عجب؟ په بله برخه کي به د فرقې پر د سیسه څه و لیکم.

  د ژوند خاطرات محمد اقا شیرزاد ص(۸۰)

  “ ۱۳۵۸ هـ، ش کال په (۱۱) فرقه کي د افغان ملتیانو له خوا یوه توطیه وسوه. په دې توطیه کي (۱۳) تنه د فرقې د قوماندان په شمول ووژل سول. د شیر زادو د ولسوالۍ اوسیدونکي ګلاب سید چي ژوندئ و نیول سوو، دا کیسه په محبس کي بندیانو ته کوي، دی وایي: زموږ د ټولۍ قوماندان خلقي وو، د بلوک قوماندان مو افغان ملتی، د ټولۍ قوماندان نه پوهېدئ چي هغه له چا سره اړېکي لري. د بلوک قوماندان موږ ته وویل نن موږ یوه سخته وظیفه لرو، باېد اماده شئ. نوموړۍ د ټولۍ قوماندان ته ورغۍ او ورته ویې ویل: د فرقې قوماندان(والي بحرام الدین ) چېري ځي ماته اجازه راکړه چي یو څومېله وسله له سلاکوټ نه واخلم، دا چي د ټولۍ قوماندان پرده ډېر باور لاره اجازه یې ورکړل.

 هغه وو چي د بلوک قوماندان خپل ټول سربازان مسلاح کړل. زه او زما ملګري چی د فرقې د قوماندان په دروازه کي پیرداران وو، موږ د فرقې د مخکني قوماندان (یونس خان) د اعتماد وړ کسان وو. بهرام خان فرقې ته خپل د باور کسان نه وه را وستي، موږ ټول پر خپل ځای پاته وو، پر موږ یې باور کړئ وو. موږ ته د ًقوماندان(بهرام خان) د وژلو وظیفه را کړل سوې وه، ګلاب سید وایي کله چي زه بهرام قوماندان ته ور نژدې سوم دی پکار مصروف وو، چي یې پام سو ویې وویل بچیه خیرت دئ؟ ما ورته بد وویل په کلاشنکوف مي تهدید کړه، نوموړي فوراً وسلې ته لاس کئ او په یو ټوپ تر کړکي و غور ځید او خپل د شعبې شاته زهرېپوش ته یې د رسېدو تلاښ کاوه چي ما څو مرمۍ و وېشت او مړ مي کۍ. نورو ټول افسران چي د ډوډۍ په خونه کي پر ډوډۍ ناست وه هغوی هلته ووژل سول.”

 لنډه یادونه:

  د محمد امین واکمن د پورته لیکني څخه واضح کیږي، د افغان ملت ګوند غړو چي ځانونه (سوسیال دیموکراتان) بولي دوی باېد مدني او سیاسي مبارزه کړې وای، چي نه یې کول. دوی هم د (ای، اس، ای) په ملاتړ کودتا ئې عملونه څو څو ځله کړېدئ، خو هر ځل ناکام سوېدي، خلګ یې وژلي دي، ترور یې کړئ دئ، په خفګان سره دوی دغه وژني او کود تاګاني د ځان لپاره افتخار ګڼي، چي نه باېد داسي یې کړي او لیکلي وای. ځکه د جنګ او جګړو د وخت ګرم بازار مخ پر سړېدو دئ، دا شان اعمال سرته رسول به هر وخت افتخارات ونه ګڼل سي.

  هلته په پېښاور کي یو ځل د حداد او محمد امین واکمن ترمنځ اختلاف ډېرسو، محمد امین واکمن ئې له مشرتوبه لیري کئ. په ۱۳۶۱ لمریز کي حداد ځان داستقلال د ډلی په نوم اعلان او اخبار ئې راوایستۍ او نوریی مخریبین و بلل.

 دغلام محمد فرهاد تر مرګ وروسته یو شمېر مرور، افغان ملتیان وه خان غفارخان ته د پښتنو په نوم ورغله او د هغه څخه ئې د دوی د یوځایوالی په هکله د مرستي غوښتنه وکړه. غفارخان دوی سره کښېنول په ظاهره دوی سره جوړسول، فقط دري میاشتي لاتېري نه وي چي دوی بیا پردروڅانګو سره تقسیم سول.

  د حداد، محمد امین واکمن او شمس الهدی په نوم درې جلا ډلي یې جوړي کړې. بل ځل بیا ۱۳۶۸ لمریز کال کي پیرسیداحمد ګیلاني د(ای، اس، ای) په هدایت دغه د افغان ملت سړی د پېښاور د ښهر والی په سر کاري سالون کي افغان ملتیان سره کښېنول چي دغي ناستۍ ته یې د دريمي ګوندي کنګرې نوم ورکړئ وو. هلته یو ځل بیا د شمس الهدی ډلي د دې ناستي او پرېکړو مخالفت وکړئ.

  خو د پېښاور په سالون کي محمد امین واکمن مشر، یوسفزی ئې مرستیال اوستا نه ګل ئې منشي ونومول سول. یو ځل بیا د افغان ملت اخبارخپور سوو. بیا په ۱۳۷۴ لمریز کي د پېښاور په بل سرکاري نشترن سالون کي دوی بله ناسته وکړه چي پدغه غونډه کي پیر سید احمد ګېلاني، ای، اس، ای او امریکا خپل هدف تر لاسه کئ محمد امین واکمن یې له مشرتوب څخه لیري او د امریکا په بېروت کي روزلۍ انوار الحق “ احدی “ یې د افغان ملت د ګوند مشر یوسفزی مرستیال او شیرزاد منشي سول. د افغان ملت ګوند په منځ اختلافات پرڅه وه؟یو څو نمونې: د لیکونه به یې درسره شریک کړم:

 

+++++++++++++++++++++++++

  ( ۳۶ ) برخه:

 د افغان ملت اخبارپه ۱۳۴۵ لمریز کال د وری د میاشتي پر(۱۶) نیټه د د فرهاد صاحب د ورور حداد په مدېریت له چاپه را ووتئ د اخبار د چاپ په اوله ورځ یو شمېر د افغان ملت غړي د خوستي ملتیار په مشرئ دا ګوند پراېښود. تر دې پېښي وروسته د اخبار د چاپ مسئولیت و حبیب الله “ رفیع” ته وسپارل سوو.

  بل ځل لنډ په ۱۳۴۶ لمریز کال په لمړیو کی د خادم صاحب او حفیظ الله عبدالرحمزی په مشرۍ یو شمېر خلګو دا ګوند پرېښود.

  په ۱۳۴۸ لمریز کال کي هغه وخت چي غلام محمد فرهاد ته د وخت ولسي جرګې ته لاره پیداکړه، فرهاد د ګوندي رهبرۍ د پرېکړي خلاف د صدراعظم نور احمد اعتمادي سره لاس ورکړئ او اعتمادي ته یې مثبته رایه ورکړه. ګوندي رهبرۍ فرهاد ته د خپل دې عمل جزا ورکړه، له مشر توب څه چي ګوند غړي توب یې د یوه کال لپاره په (تعلېق) کي واچاوه.

 له دې سره سمدستي د د فاع د وزیر سردار ولي په تحریک د فدامحمد فدایی په مشری یو شمېر سړو د دغه ګوند څخه لاره جلا کړه. او د “ ملت” په نوم ئې ځانته جلا ګوند جوړ کئ.

  تردې را وروسته د څه وخت له پاره د افغان ملت ګوند خپه مایوس پاته سوو. د دوی په لیکنو او نوېشتو کي داسي څه نسي پیدا کېدلای چي وضاحت وکړي چي د دوی ( ملتیار خوستي، حفظالله عبدالرحیمزي، خادم صاحب، فدامحمد فدائي) یو په بل پسي هر یو له خپلو خواخږو سره ګوند پریښاوه اوله ګونده وتل اساسي ستونزه په څه کي وه؟

خو د سردارمحمد داود خان د حکومت پر وخت بیا واکمن، میړنی او یوسفزی ۱۲۵۲ لمریز کال کي د افغان ملت ګوند کړنلاره ولیکل او نشر یې کړه. په دغه کال کي د دوی له خوا بیا غلام محمد فرهاد د مشرپه صفت او بختیار د ګوند منشي و نومول سول او جمعاً (۹) نفره د شوراغړۍ سول.

  د لته بیا خبره پیچلې اوروښان تیا غواړي، د هغو(۱۵) تنو له جملې څخه خو(خادم صاحب، عبدالرحمزی، خوستی او فدامحمد فدائي) جلا سول، یوسفزی، مېړنی او بختیار خو د او لني ناستي یا رهبرۍ غړي نه. پس (۶) نفره نور بیا څخه سول؟ داخبره یې واضح نه ده لیکلې.

  د هغه (۹) نفري رهبرۍ په منځ کي هم ژر په ۱۳۵۳ لمریز کال کي اختلاف راغئ د میړنی په مشرۍ جلا او ځانکړې د مشرتابه کمېټه جوړه سوله چي شمس او زیارمل ئې غړي وه. یو د بل په مقابل کي سره و درېدل.

 هغه درد یې لا سوړ نه وو چي بله ګډوډي د افغان ملت په ګوند کي را پیداسول فقیرمحمد بختیار یوه بله درهبرۍ کمېټه جوړه کړل.

  هلته یوه بله کمېټه د یوسف مېړني تر مشرۍ لاندي رازرغونه سول چي محمد عثمان، زیارمل، ستا نه ګل، امان الله، محمدانور، عبدالمحمید شمس الهدی ئې غړي وه. ژر په دغه غوڼده کي هم اختلاف راغئ زیارمل، عبدالمحمید او امان الله دغونډي څخه خفه ووتل.

 ۱۳۵۷  هـ، ش کال کي د افغان ملت ګوند په نماینده ګي وجدي، حبیب الله رفیع، زلمی هیواد مل د شمس الهدی تر مشرۍ لاندي سر تماسونه لرل. د هغې پټي حلقې غړي بیا عبدالحمید، محمد نور، جمال رحمن، او پتمن وه.

  په دې شپو کي یو شمېر د افغان ملت لویان پاکستان ته و لاړه ویل کیږي چي (i,s,i) وپیر سیداحمد ګیېانی ته وظیفه ورکړې وه څو دغه ډله(افغان ملتیان) سمبال کړي. پیر سید احمد ګېلاني دا کار و کړئ او په دې مسئله کي یې څو ګټي وکړې، یو د ( I,S,I ) خوښ ساتل، بل د ورکړو پیسو او امکاناتو څخه ناوړ ګټه، بل یې انوار الحق احدي د افغان ملتیانو رهبرۍ ته ورساوه او بیا یې خپل زوم کړئ، کله چي افغان ملت ګوند په پېښاور کي ځای پر ځای سو عملاً د نورو راستو، افراطينو او ارتجاعي قووتونو پشان د(i,s,i ) په خدمت کي او د هغوی لپاره یې افغانان وژل، ښوونځی یې نړولې، څو ځله یې د ناکامه کودتا ګانو هڅي و کړي، چي بېله وژنو او خرابیو څخه یې مثبت نتیجه نه وه، دوی هیواد وال او دهیواد شتمني له منځه وړلې.

  که څه چي په ښکاره افغان ملتیان د نورو تنظمي ډلو په شان د (ای، اس، ای) سره خپله همکاري نه مني. لکه پاکستان چي هغه وخت او بیا دا اوس هم دا نه مني چي دوی تروریستان روزي. ښاغلي ډاکتر محمد امین واکمن د خپل کتاب په یوه برخه کي تر دې سر لیک لاندي” په پېښورکي د ګوند بیا تنظیمول” ص (۱۹۹). “ موږ (۲۵ ) تنه د عزیز خان په کور کي سره راټول سوو.. .. .. فرهاد په کابل او بختیار و فات سوئ وو. نو زه یې د ګوند مشر وټاکلم.. .. خفیه پولیس زما له راتګ څخه پېښاور ته خبر سول،. .. .. ... د تحقیقاتو لپاره یې سپېشل برانج ته بولم، د څانګي مشر راته وویل، ته له پاکستاني مقاماتو (لیکونکی ای، اس، ای) سره وګوره.. .. ... ما شمس هم له ځان سره بوت.. ... د لوی افسر سره مو خبري وکړ. دغه افسر راته وویل، چي موږ د پاکستان سر اوسترګي یوو، او زموږ کار دا دئ، چي په افغانستان کي کمونستان تخریب کړو.. .. .. .. .. د دې خبرو نتیجه دا شوه، شمس او نور ملګري چي پخوا پټ ګرځېدل اوس برالا سول. بیا ملګرو د پېښاور په کبابیانو کي دفتر و نیوه.. .. ... بیا نو، د نورو تنظمونو په شان افغان ملت هم فعالیت کاوه. په اول سرکي افغان ملت سره هم بشري کومکونه کېدل. “ د (ای، اس، اي) د بشري مرستو توضح ته نو اړتیا نسته، ټول هیواد وال پوهیږي.

 

´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´´

  ۳۵ برخه:

 ما ډېر کوښښ و کړي چي د افغان ملت ګوند د اساس اېښودونکي ناستي(غونډي) د ګډون والو نوم لړ پیدا کړم او څه ناڅه د او لي غونډي له پرېکړو هم ځان او تاسي خبر کړم. زما د نورو کوښښونو په دوام په کال ۲۰۱۶م د مي د میاشتي پر (۲۸) نیټه د امریکا په ویرجینا ایالت د ښاغلي میر انصاري او ډاکتر ملت مل په مخکي دغه پوښتنه چي ما لرل له ښاغلي محمد امین واکمن سره شریکه کړه؛ واکمن صاحب! ولي ستاسي د ملګرو او ګوند په هیڅ لیکنه(نشراتو) کي د هغو(۴۷) نفرو نومونه، نه دئ نشر سوئ چي ستاسي د ګوند د جوړیدو په اوله ناسته (کنګره) کي یې برخه لرل؟

  که تاسي زما سره مرسته وکړئ په دې هکله څه راته ووایاست او د هغو شخصیتونو نومونه راته را کړې چي ستاسي سره د ګوند د جوړېدو په اوله ناست کي شریک وه. په دغه وخت کي چي ما له واکمن صاحب څخه دغوښتنه کول، ښاغلي محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند افتخاري مشري پر غاړه لرل، او دی خپله د افغان ملت ګوند د او لنۍ ناستي برخوال او د رهبرۍ غړئ وو. ده زما د سوال جواب را نه کړئ، د بل چا نوم یې را نه کړئ. بیا کله چي مي د ښاغلي واکمن صاحب “ د افغانستان ملي نهضتونه” کتاب و لوستۍ هلته هم زما دغه پوښتنه دغسي لا جوابه پاته سول.

  تر هغه وروسته مي دغه ټوله لیکنه ښاغلي ته ور واستول چي په پوره صلاحیت سره کولای سي خپل د نظر وړ څه پکښي و لیکي څو ځوانان له رښتني حالت څخه خبر سي، په خفګان سره دا کار یې هم و نکړئ اوراته و یې ویل او بیا یې په لڼډه توګه راته ولیکل چي تا خپل وخت ضایع کړئ دئ، په دې شرایطو کي د داسي لیکنو خپرول را تلونکي جنبش ته ګټه نه بلکي تاوان رسوي. نو زه پوهه نسوم چي رښتیا لیکل اورښتیا ویل بیا څنګه جنبش ته تاوان رسوي؟

  پس پوښتنه پیدا کیږي؛ دا (۶۲) نفره وه او که نه وه؟ د (۴۷) تنو د نومونو پټول به ګوم سور وي؟ ما چي هر څونه هڅي وکړې، د دوی له مشرانو مي وپوښتل، د دوی لیکني ګورم تر پنځلس تنه ډېر مي څوک پیدا نه کړل. په هر صورت. بله خبره چي باېد ولیکم هغه دا چي دوی لیکي “ ښاغلئ غلام محمد “ فرهاد “ چي د کابل په خلګو کي یې نیک شهرت لاره هغه یې د افغان ملت د ګوند مشر و ټاکه” ؟.

  زه خو داسي فکر کوم چي دا ښه خبره نه ده، چي دوی د” فرهاد” په هلکه لیکلې ده. تر هغه ځایه چي خبر یم دا ښاغلئ غلام محمد “ فرهاد” وو، چي دغه ګوند یې جوړ کړه، دغه خلګ یې را ټول کړل، نه دا چي دغو ناستو خلګو غلامحمد “ فرهاد” مبارزې ته را بللۍ وي، د هغه د ښو اخلاقو او په خلګو کي د هغه د محبوب توب له امله یې هغه مشر ټاکلی وي.

  غلام محمد” فرهاد” په خپل وخت کي یو وتلی شخصیت وو، د هغه په تلاښ او ږغ خلګ را ټول سول. په هر ډول چي وو، ښاغلئ غلام محمد فرهاد د ګوند رئیس، د وه مرستیالان هر یو خادم او فدامحمد فدائی، د مشر “ فرهاد “ صاحب زوی ئې منشي ونومول سول. په لیکنو، اخبارونو کي دا هم روښانه نه ده چي د فرهاد صاحب مشر توب د هغه د مرستیالانو ټاکنه څنګه تر سره سوېده؟.

  انتخابات وسول؟ که انتصاب سول؟ که انتیخاب سوئ وي په څو رایو؟ تر ډېره حده زه داسي فکرکووم په هیڅ صورت اول خو( ۶۲) نفرو په دې ناسته کي برخه نه لرل او یا به (۴۷) تنه دغونډی څخه هغه دم وتلې او د ګوند له جوړېدو سره به مخالف وه، ځکه ئې دوی د نومونوله لیکلو او یادولو څخه ټول عاجزدي. او هم د رهبرۍ دغړو، د مشر او مرستیالانو د ټاکلو پروسه نسي لیکلای. ترکمه چي افغانان پیژنم که (۴۷) نفرو غونډ ترک کړې هم وي، هغوی بیا کله چپ پاته کېدل. پس هر څه چي دي تر دغه (۱۵) نفرو زیات څوک نه دي سره کښینستلي. دوی کوښښ کوي و ښې چي په اوله ناسته کي ډېرو سړو برخه لرل.

  بله د پام وړ او د سوال وړ خبره دا ده چي ښاغلئ واکمن یې د خپل کتاب په (۱۶۰) ص کي لیکي” په همدې غونډه کي پردې غور وشوو چي د ګوندونو قانون لا نه دئ وتلئ، خو د مطبوعاتو قانون شته، نو اول باېد د نشراتي اورګان لپاره اقدام وشي. د دې کار لپاره د دفتر مسئولو کسانو پر ضرورت او مالي مصارفو بحث وشوو. په دغه ورځ( ۱، ۲۵۰۰۰) یو لک او پنځه ویشت زره افغانۍ راټولي شوې” .

  که چیري دغه خبره پدغه ډول و منو، بیا هم ډېره د تعجب وړ خبره ده، ماشا الله دا دو نه ډېري پیسې په (۱۳۴۳) هـ، ش کال کي، دا څنګه ممکنه ده چي په دغه ورځ و غونډي ته د راتلو پر وخت دي له هر چا سره په جیب کي په دو نه  اندازه پیسې پرتې وې، حال دا چي هغه وخت د هیڅ لوړه رتبه لرونکي مامور میاشتنۍ تنخوا خو تر (1.000،1.200) (زرو، د ولس سوو) افغانیو لوړ نه وو. که فرض کړو چي هغه (۶۲) تنه ګډون وال هم درست وي، چي په هیڅ صورت یې برخه نه لرل، بیا هم هریوه باېد تر(2.000) دوزره افغانیو ډېري پیسې په خپل جیب کي لرلې چي هلته یې اچولي وي، او که دغونډي برخوال همدغه (۱۵) تنه وه نو په دې حساب هر یوه باید(8.000) اته، اته زر افغاني ونډه ور کړې وي، تعجب؟ یوه یې پر عقل نه برابرېږي، زما ښه یاد دي چي په هغو کلونو کي یوه بزګر ته خان(فیوډال) د یوه کال له پاره تر(۵۰۰) پنځو سوو افغانو ډېري پیسې د (موک) په نوم نه ور کولې، او د یوه سړي د ورځي مزدوري (۱۰) افغانی وه او په کندهار کي یوکندهاری من غنم هم په (۱۰) افغانی وو، حج ته خلګ په (۱۵) زره افغانیو تلل، د لوړ کور د ښځو غټ ولور(۲۰) افغاني وو، چیري چي کومه ښځه به په شل زره افغانیو ولوره ورکړل سول حتا تر ډېره به په (شل زری) بلل کېدل.

  د افغان ملت ګوند په نشراتو کي راغلي دي چي د کنګرې په لمړۍ ناسته(کنګره) کي سمدستي دغونډي د برخوالو تر منځ د اخبار پرنوم باندي اختلاف را پیداسو یو ګروپ د “ افغان” نوم خوښاوه، بل ګروپ د “ ملت” نوم. تر سخت جنجال وروسته چي یو د خپلي خبري نه او ښتی د واړه سره ګډ د “ د افغان ملت” نوم ئې د اخبار نوم کښېښود چي په روڼ اندو کي دوی تر اوسه په دغه نوم یادېږی.

 

قبلی

 


بالا
 
بازگشت