د حامد کرزي په هدایت په کندهارکې مافیایي غونډه

محمد انور ولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د لیندۍ ۷ مه

وایي چې یوه ورځ د غرونواو دښتولیوانولاريون وکړ؛ د لاریون موخه او هدف یې دا وو چې، له شپونکي سره بنديان شوو ټولو پسونوته دې آزادي ورکړل شي.

مرګ په شپون، مرګ په شپون! د لیوانو شعارونه وو...

د شعارونو معنا یې داوه چې : ولې شپون بې ځايه ټوله رمه بندي ساتلې ده؟ کټ مټ لکه د کرزي صیب چیغې او شعارونه

کله چې دا خبره یوه  پسه واوریدله ؛ نو خپلو ملګرو (نورو پسونو) ته یې ور نارې کړې چې، راپورته شئ! تاسې هم خپل حق وغواړئ!

کیسه لا روانه وه چې، په منځ کې یو زوړ مشر پسه راپورته شو او خپلو ځوانو پسونو ته یې وويل:

·       ساده کيږۍ مه! دا په یا ولرئ چې، ليوان زمونږ دښمنان دي، پام کوئ د هغوى به خبرو اوږ غلطو شعارونو مه غولېږۍ او د هغوی په خبرو مه راځئ.

خوځوانوپسونو نه منله، زوړ پسه ته یې وويل:

·       ته خو اوس بوډا شوی یې، په تا خو عمر تیر شو، غواړې په مونږ هم عبس ژوند تیر کړې، اوس خو نوی زمانه شوه، باید مونږ خپل ژوند ته تغیر ورکړو.

زوړ پسه ورته په ژړا شو او چغی نارې یې کړې:

بچیانو! دا ليوان تاسې غرقوي! داسې مه کوئ ! تاسې همدلته خوندي ځای کې یاست، له دې څخه پرته له یوسخت خطرسره مخ کيدای شۍ، دغه ليوان به مو ټوټې ټوټې کړي.

خیرخوځوانو پسونوخبره ونه منله او زوړ پسه ته یې ځواب ورکړچې، مونږغواړو شنو شنو فصلونو ته ځانونه ورسو، خبرو سره سمدلاسه یې په لوی لاريون لاس پورې کړ.  شپون بیچاره په يوازې ځان بې وسه دا ټوله کیسه او ننداره په خپلو سترګو وکتله، او ماښام یې په نه زړه د هغوی لاره خلاصه کړه، ازادي یې ورکړه! پسونو په ټوپونو ټوپونو د آزادۍ سندرې پیل کړې او مخ په منډه شاړو ته روان شول، چې ماښام تیاره شو، په لیوانو اخترشو، یو یو پسه یې چپه کاوه او په خوړلو یې پیل وکړ، کله چې په پسونو د غم او د مرګ ماتم جوړ شو؛ نو د مشر پسه خبره یې ارمان شوه. خو بیا وخت تر وخت تېر ؤ .

ګرانو ورونو او خویندو!

نن سبا چې څوک د (لویې جرګې ) اوله (بحران )( څخه د وتل کومې چیغې وهي او وایي چې افغانستان په بحراني حالت کې دئ او باید له دې حالت څخه د لویې جرګې په واسطه ووځي ، دا خلک خپله د همدې پورته لیوانو په څېرد بحران یوه غټه برخه دي ، او خپله بحرانونه غواړي ، دوی ته یوازې خپل ځان یوځل بیا واک ته رسول مطرح دي ، هدف یې همدغه دئ اوهمدې هدف داسې سخت ناروغه کړي دي چې صبراوحوصله یې ترې اخیستې ده . 

د حامد کرزي په هدایت په کندهارکې د ټولومافیایي کړیوغونډه جوړېږي . ترڅوله یوې خوا شاه شجاع یوځل بیا واک ته ځان پرې ورسوي ،او له بل پلوه د اشرف غني له خوا ددوی خپل کنګل شوي بانکې حسابونه اوغلا کړې پیسې بېرته پرې را خلاصې اوجاري کړي . دوی خوغلاګانې وکړي ، د کوه نور په څېرارزښتناک توکي یې خپلو بادارانوته دده په خپل واک پاتې کیدوله پاره په رشوت کې ورکړي ، بانکونه یې لوټ کړي ، بهرنۍ مرستې اوکورني عاېدات یې چورکړي ، پښتانه یې بېواکه کړي ، په پردیو باندې یې مړه کړي ، د ترهګرو په نوم یې پردۍ جګړه ورباندې تپلې اوپښتانه استادان یې له اکادمۍ او پوهنتون څخه وشړل.

همدا اوس مې خبرترلاسه کړچې د افغانستان ټول مافیایي مشران لکه عطا محمد نور، همایون همایون ، رنګین دادفرسپنتا، اولالی د حامد کرزي په دستورراتلونکې پنجشنبه په کندهارکې سره را ټولېږي . په دغه مافیایي ځنځیرکې معلم عطا محمد نورد بلخ پخوانی غل والي چې دری میلیارده غلاګانې یې کړې دي ، تورن اسماعیل د هرات پخوانی والي او د اوبو او برښنا پخوانی وزیرچې په ملیاردونو ډالرغلاګانې یې کړې دي، محمود کرزی چې کابل بانک ، باختربانک او پښتني بانک یې لوټ کړي او تریومیلیارد ډېرډالریې ترې وړي دي اوهمداسې د عینومینې په زرګونوجرېبه ځمکه یې غصب کړې ده هم شامل دي .  

همداسې حامد کرزی او ورسره نورمافیایي انډیوالان یې چې ( ۱۰۴ ) میلیارده ډالر بهرني نغدي مرستې یې ټولې په دوبۍ ، هند او نورو بهرنیو بانکونوکې ځای پرځای کړې دي . پرمحمود کرزي خولا دا تورهم ؤ چې خپل میره ګې سُني مذهبه وروراحمد ولي کرزی د شاه ولي کرزي سکه ورور یې هم د عینو مېنې د ښارګوټي خپلولو په ټس کې په مرموز ډول وژل شوی . دوی اوس غواړې چې د لوی کندهارخلک د خپلو بړېڅو پرمټ د اوسني نظام پرضد را پاروي او ددې نظام تخته په بل مخ پرې واړوي ، خوکندهاراوکندهاریانوهم ښاغلی کرزی ښه پېژندلی چې کرزی له اصل او نسل څخه له سره په کږه روان دئ ، ځکه پلار یې عبدالاحد کرزي د جهاد پرمهال د اڅکزو د قوم ( ۸۰ ) میله وسله چې له حضرت صبغت الله مجددي څخه يې اخیستې وه په کوټه کې و پلورله ، هغوی را غلل ، وسله یې ترې غوښتله او عبدالاحد کرزي نه ورکوله ، چې آخر یې په کوټه کې پرې وویشت اومړ یې کړ .

د هغه زامنو( حامد کرزي ، محمود کرزي او قیوم کرزي په دا تېرو (۱۳) کالو کې داسې ملي ضد کارونه وکړل چې جبیره کول یې لسګونه کلونه نوروخت ته اړتیا لري ، د انتخاباتو کمیسیون دوی له لومړي سره لړلی ؤ . د اشرف غني انتخاباتو ته ده د زلمې رسول اونورونوماندانوپرمټ چیلک وراچول ، تر(۲۰۱۸ ) کال پورې د خپلې مودې اوږدولوغوښتنه ده له امریکایانواوملت څخه وکړه خوچایې خبره ونه منله . ځان یې د پوتین ، او زلمی رسول یې د میدودوف په شکل برابرکړی ؤ ، او واک یې له رئيس جمهور څخه صدر اعظم ته انتقالاوه ، خو په هغه کې هم ناکام شو.

حبیب الله غالب مَنجَوَر یې د همدې له پاره د عدلیې وزیر ټاکلی ؤ، خوؤلسي جرګه ورته بلا شوه او دایې له قانون سره په ټکرکې وبلله او رد یې کړه .

بیا یې د اشرف غني اوعبدالله ترمنځ د رائیو ستونزه جوړه کړه اود جان کئړي د وساطت خبره یې په کې مطرح کړه . نوموړي پوځي اوسیاسي امریکایي ديپلو مات داسې وساطت وکړ چې په ټوله نړۍ کې یې ساری نه شته ، خکه د افغانستان قانون او د خلکو (اته میلیونه ) رائیو ته په سپکه سترګه په کې وکتل شو ل .

وروسته یې د اپوزیسیون چیلک ورته جوړکړل ، له حقوق بشر څخه یې دخپلې عقیدې یوه ښځه سینما سمر، اوله امنیتي او سیاسي پلوه یې نبیل اورنګین دادفرسپنتا ، له ښې حکومتولۍ څخه یې ضیا مسعود ، له جهادي خلکو یې عبد الرب رسول سیاف ، له شورای نظارڅخه یې امرالله صالح اویونس قانوني،له ننګرها رڅخه یې دتورخم د ګمرک اولارې سترغل ظاهرقدیراوشاړی حضرت علي ، له کندهارڅخه یې ګل آغا شیرزی ، له فاریاب څخه یې دوستم اوله شیعه ډلې څخه یې محقق اوداسې نوردولت ته په غاړه کې ور واچول .

له پاکستان ، چین ، روسیې او ایران سره یې پتې خبرې او دید و وادید پیل کړل ، د هغوی د خپلې خوښې شرطونه یې هم ورسره منلي .  په امریکایي ، انګلیسي او کاناډایي او نورو خوا خوږو یې هم نانواتې کړې . طالبانو ته یې هم ستر ګکې وهلې دي .

اوس خبره د لویې جرګې را بللو ته دده په آند را لنده شوې او دا وخت د ځان له پاره مناسب ګڼي چې ګنې پردې سره به د اشرف غني حکومت را چپه کړي ، خولویه جرګه را بلل د چا حق دئ ؟ او څه وخت باید لویه جرګه را و بلل شي ؟ آیا هرشاه شجا ع لویه جرګه را بللی شي ؟ ترڅو دوهم شاه شجاه ته یوځل بیا د خاورې پلورلواوملي غلاګانوکیلي په لاس ورکړي ؟ نه هېڅکله نه .

د هېواد حالات پردۍ تپل شوې جګړې په افغانستان کې خراب کړي . ځکه دا جګړه یوه سیمه ئیزه او نړیواله استخباراتي ، پوځي اواقتصادي جګړه ده . دا د افغانستان ددوو قومونو ترمنځ کومه داسې جګړه او لانجه نه ده چې په اړه یې د افغانستان څو تنه سره را ټول او دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي . په دې جګړه کې کورنۍ او بهرنۍ مافیا ، سیمه ئیزاو نړیوال ترورېزم اواستخبارات ټول ښکېل دي . خوکوم کسان چې د لویې جرګې را بللو خبره توده ساتي ، د هغوی هدف یوازې دادئ چې پردې اوسني حکومت باندې د لویې جرګې له آدرسه سیاسي کودتا وکړي ، را نسکور یې کړي او پر ځای یې همغه زاړه د کرزي انډيوالان او مافیایي ملګري ورکښېني ، ددوو دوره له پاره به یو ځل بیا کرزی صیب خپل مافیایي حکومت وکړي او میر ویس به ځوان شي او د افغانستان څوکۍ به ترډېره میراثي کړي .

دا په داسې حال کې ده چې په اوس وخت کې ددې حکومت بدیل هم موږ نه لرو . نو څنګه په لوی لاس دا تشه را منځته کړو .چې پرمټ یې سم سمکی هم نه راځي اوافغانان به په ناپامۍ کې دکورني سترجنګ اورونه په خپل لاس په کې بل اوله دې خاورې به د زرتشتیانوآتشکده جوړه کړي چې دا بیا د خارجیانواصلي غوښتنه ده .

ځکه که په افغانستان کې اوږدې جګړې روانې وي ، نو بهرنیان به په خپل پوځي حضورکې زموږ ټولې ژېرمې لوټ او زموږ هېواد به د نړیوالو پوخي ، سیاسي اواقتصادي سیالیوپه ډګر بدل اوآخربه اتومي نړیواله جګړه هم زموږ په هېواد کې پیل او زموږ خاوره او ټول ملت به د ابد له پاره په کې  د پردي اورخوراک شي .

ګرانوهېوادوالو! پام چې د کرزي دغه ډول حرکتونه د ټول افغانستان او ټولو افغانانو د تباهۍ او بربادۍ د قلفونو خلاصولو کیلی ګانې دي اود مافیا د دغه مشراو دده د انډیوالانو په دغه پسته او نرمه اوله مکراو تمساح څخه ډکه ژبه مه تېروځۍ . پام چې څوک مو دوکه نه کړي .

دا لویه جرګه نه ده ، دا ملت ته یوه دسیسه او تو طئه ده . داددوی خپل څوکسان دي چې پرپیسو یې لا د مخه را نیولي دي . دا د ملت په استازیتوب دلته نه را ځي ، بلکې د کرزي د بیا غوراوي له پاره را غوښتل کېږي .

اې افغانانو ! که په ريښتیا تاسو مسلمانان وۍ ، نو مسلمان خو یو ځل له یوه غار څخه چیچل کېږي ، که دوهم ځل وچیچل شو ، نو خپله رسول الله (ص ) ویلي چې : خپل ایمان دې له سره تجدید کړي . تاسو خو دا (۱۳ ) کاله دې سړي و چیچلی . نو آیا اوس بیا ځان ور باندې چیچۍ که څه ؟؟؟؟ !!!!! ..............لږ سد خو سر ته درولۍ !

 

 

    


بالا
 
بازگشت