د افغانستان مسلمان ملت ته څوتاریخي بېلګې اووړاندیزونه!

محمد انور ولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د لړم ۲۴مه

جنګ جګړې خود نړۍ په هرګوټ اود تاریخ په هره مقطع کې پېښې شوې اوپېښېږي ، خوپه ملي ، سیمه ئیزه اونړیواله کچه یې علت اومعلول هم راتلونکوتسلونوته د تاریخ په حافظه ( متن او بطن ) کې په میراث ورپاتې دئ ، ترڅوراتلونکي نسلونه له هغوڅخه پندونه ، عبرتونه اودرسونه واخلي . په سیمه او نوره نړۍ کې له پېړیو وروسته یووازې یوه نیمه پېښه وشي ، خود هغې پېښې د جبران په اړه په ملي اوبین المللي کچه رغنده تحرکات منځته راغلي اوآسیب پذیره سیمه دانساني عاطفې له مخې ترپخوالازیاته بېرته رغول شوې چې موږ یې په نړۍ کې خورا سترې بېلګې اوسنی جاپان آسیایي اونننی جرمن اروپایيهېوادپه ګوته کولی شوچې له برکته یې هغوی نن دنړۍ په سترواقتصادي اوتکنالوجیکي سیالوقدرتونوباندې اوښتي اود یادوهېوادونر، ښځې ، واړه اوزاړه دولتي اوغیردولتي اتباع د یوه ملي مسؤولیت اووجیبې د اداء له مخې د خپل ژوند برخه له خپلې ټولنې سره شریکه بللې اوله خپلودولتوسره د خپلوهېوادو په رغولو اوښېرازه کولوکې په صداقت ، امانتدارۍ،عدالت ،خونديتوب اوډاډمنې تلپاتې سولې په موجودیت کې اوږه پراوږه ولاړدي .

خوددې پرعکس افغانستان له مترقبه اوغیرمترقبه پېښوډک یوداسې هېواد دئ چې دا مهال هره ګړۍ اوهره لحظه د یوې زړه را ښکونکې منفي پېښې احتمال په کې شته ، داسې پېښې چې خورېدونکي ملي ناورینونه یې وزیږول ، جبیره ، بدیل اودرملنه یې هم تراوسه پورې نه ده شوې . هماغه د پخواني مصر د فرعون د زمانې اویا د فرانسې ترانقلاب مخکې د مرئیونوژوند چې په مصرکې به د مرئیونو پرلاسونو د غرونوخورا سختې اوکلکې ډبرینې برخې توږل کېدلې اوپه پرسخو پرسخو لیرې فاصلو څخه به د همغومرئیونوپراوږوراوړل کېدلې ، چې په لوړوژوروکې به ډېری مرئیونه اوغلامان ترهمغوتوږل شویو ډبرولاندې شول اوهمغلته به په لاره کې مړه شول ، ترڅوچې هغه توږل شوی ډبرین دېوالونه به د فرعون ترمرکزپورې را ورسول شول اوله هغه به یې اهرام جوړکړچې د اهرام د توږل شوي ډبرین دېوال تررا رسېدو پورې به په زرګونو غلامان اومرئیونه ترخاورولاندې ، اهرام به دغلامانو په اوښکواووینوودرېد، خوعیش واوش به خپله فرعونیانواوفرعون زاده ګانوپه کې کاوه .

څه وخت چې دطاغي او سرکشه فرعون اودده د زورواکي لښکربخت کوټه او په نیل سیند کې ډوب شو، ورسره سم یې د واک اوځواک هغه شعارهم له منځه ولاړکوم چې ده به خلکوته ځان د (( ان ربکم الاعلی )) په نامه ورباندې معرفي کاوه.دا ځکه چې د فرعون اوفرعونیانوواک د زر، زوراوتزویرپربنیاد اېښودل شوی ؤاوپرته له خپل ځان څخه بل هېچاته حتی پرانسانیت اوانساني حقوقوباندې قائل نه وو .همدا لا مل ؤ چې د هغوی پرظلم بناء تخت او بخت په ظلم سره چپه شواو د تل له پاره له منځه ولاړ .      

خوترفرعونیانووړاندې عادیانواوثمود یانوهم خپلې د نګې د نګې اوآسمان څکې ماڼۍ د خپلوزرګونو غلامانوپه تړموتړمواوښکو، وینواومرګ ژوبلوباندې پوړپه پوړپرته له بدیله جګې کړې وې چې د هغه وخت دټولنوترمنځ عدالت به تل د بې عدالتیواوبې انصافیوپه دارپه کې ځړېدلی ؤ. خوکله چې د عادیانواوثمودیانوهغه بې عدالتۍ اوبې انصافۍ له ځمکې څخه آن د آسمان ترکنارو پورې ورسېدلې هلته هم د مظلومانو وینو، اوښکواوسړواسوېلیوسترتوپانونه اوسېلابونه جوړکړل ، الله (ج) ورسره مل اود هغوی سترتمدنونه یې را نسکوراو ونړول چې نن یې د هغوی دغلطوشیطاني سیاستونوبېلګې د الهي کلام ( قرآن ) په ژبه د (۲۱مې ) پېړۍ نسلونوته هم په امانته توګه را رسولي چې چا له هغوڅخه د عبرت درسونه اخیستي اوڅوک لاهم د حسن کش په چپه کوڅه ترې روان دي .

د جهالت په توره دوره کې هم همدا حال ؤ. سترقامونه اوسترې قبیلې به یوله بل سره په جنګ جګړواخته اوترسلګونوکلونوبه یې بدۍ اودښمنۍ ترمنځ روانې وې ، مشران به یې له ټولونعماتوبرخمن وو، خوملېشه یي غلامان اود هغوی ښځې اولوڼې به د جهالت د اور، تورو اوهوس رانیوخوراک شول . هلته به هم ټول انساني ارزښتونه د څوتنوخود خواه اوځان غوښتونکود سرصدقه کېدل ، ښځې اوغلام ته به د انسان په سترګه نه کتل کېدل ، ښخې اوغلامان به یوپربل باندې د څارویوپه څېرپلورل کېدل ، په قمار کې به بایلول کېدل ، وژل کېدل او ژوندي به په خاوروکې ښخېدل . انسان ، انسانیت اوانساني حقوقوهېڅ ارزښت نه ورته درلود، د ښځوپیداکېدل به ورته ننګ اوپېغورښکاره کېدل ، حضرت عمرفاروق (رض) خپله داکارد جهالت په دوران کې کړی ؤاوخپله لوریې په زاړه قبرستان کې ښخه کړې وه ، هغوی د خور، مور، لور، مېرمنې اونورکورني اوټولنیزجوړښتونه د خپل جهالت اونفسیاتي غوښتنود طغیان اوخپلوبې رحمیوله کبله له یاده ایستلي وو .

قبیلوي مشرانوبه یې خپل عزت النفس د بل په ذلیل توب ، غربت اوبېوزلۍ کې لټاوه . جهالت اوګمراه توب د شیطانت دهرم څوکې ته ختلی ؤ، له افراط اوتفریط څخه په هغه ډول  ډکوټولنوکې د هېڅ ډول نا برابریواوظلمونوکمی نه ؤ. د خدایتعالی په کورکې له خلکوڅخه خپله قبله ورکه وه اود یوه معبود برحق پرځای یې په خپلولاسونوجوړوکړیوسلګونو بُتانوته سجدې کولې اوله هغوی څخه یې مرستې غوښتلې .

د کوم کارد کولوـ یا نه کولوپه اړه به یې د (( اَمَرَنِی رَبِّی )) او (( نَهَانِی رَبِّی )) په نومونو ُبتان لرل ، پرهغوی باندې به یې د یوه کارد کولویا نه کولو په تړاونښې ویشتلې ، چې که نښه به یې  په (( اَمَرَنی  رَبّی )) باندې ولګېدله هغه کاربه یې کاوه ، اوکه په (( نَهَانِي رَبِّی )) باندې به ولګېده ، هغه به یې نه کاوه . په قضاء اوقدر، خیراو شرباندې یې عقیده نه لرله .

. دشرک اوبُت پرستۍ بازارونه یې ډېرتاوده وو. آن تردې چې له خرما ووڅخه په خپل لاس جوړکړي بُتان به یې هم چې کله به وږي شول خوړل اودا کارخپله حضرت ابوبکرصدیق ( رض ) د جهالت په وخت کې کړی .

لنډه دا چې د حجازله ځمکې څخه انسانیت خپل بستر ټول کړی ؤ نورهلته له انسان څخه د انسانیت تمه نه کېدله . د الله تعالی له مخکینیورا لېږل شویوپیغمبرانو، د هغوی له ادیانواوپرهغوی باندې د را نازلو شویو اسماني کتابونوڅخه چورلټ مخ اړول شوی ؤ. ځکه د ملاء اوارباب په ملاتړاحبارواورُهبانوپخواني ادیان اوآسماني کتابونه په خپل لاس ټول تحریف کړي وو . د جهالت په څپانده اومستوسیندونوکې ډوبو جاهلانوته خپل جهالت دومره خوند ورکړی ؤ چې آخریې نبي آخرالزمان اود جبرائیل په لاس راوړل شوی آسماني کتاب ( قرآن کریم ) هم ونه مانه ، خو دا چې حق تل پرباطل باندې برلاسی وي نوځکه جهالت ماتې وخوړله اود شرک اوبُت پرستۍ توره لمن د قرآني نورد پلوشوله برکته د نړۍ له ډېروبرخوورټوله اوحق د باطل ځای ونیو .

خوکله چې د نبوي رسالت دوره ختمه اودخلافت دوره پیل شوه ، ورسره جوخت د عبدالله بن سبا یهودي توطئیه هم پیل شوه ، نوموړي کوفې ، شام ، بصرې اومصرته سفرونه وکړل اود پیغمبر(ص) ددین پرخلاف یې خلک تحریک کړل . پایله یې دا شوه چې نبوي کورنۍ ته یې د پای ټکی کېښود اوخلافت پرسلطنت بدل شو. ولې لله الحمد چې د اسلام دین لاتراوسه پورې بشپړژوندی پاتې دئ . خود نړۍ په خينو برخوکې د اسلام د نا سم قرائت اود مسلمانانودخپلسرومصنوعي مشرانود ناسمواعمالوله امله له دین څخه ناخبره ځینې مسلمان وروڼه بې باوره اود نوروکفري توطئیو ښکارشوي دي .

ولې له نېکه مرغه چې د پیغمبر(ص) ددین علمبردارانواوائمه وود تاریخ په هره مقطع کې دا تشه هم ډکه کړې اود پیغمبر(ص ) له میراث ( قرآن اواحادیثو) ، یا په بله وینا ؛ له متن اوشرحې څخه یې اسرائیلیات ټول چاڼ کړي اومسلمه امت ته یې لاره صافه کړې ده چې پرمټ یې ترنن پورې د باطل توطئیې ټولې خنثی اوفیصلې یې باطلې اعلانېږي .

همداسې په منځنیوپېړیوکې غربي ؤلسونوهم دخپلومشرانودبې عدالتیواونا برابریوپه وړاندې سترانقلابونه ترسره کړي ، ځکه هغوی به خپل غلامان له وحشي ځناوروسره د شرطونواېښودو په صورت کې مقابلې ته وړاندې کړل ، ترهغو چې یابه یې غلام ټوټّه ټوټه کړاویا هم څیروونکی ځناور، اوله دې مسابقه ډوله لوبوڅخه به لویي ګانو خوندونه اخیستل . آخرخلک له دې خرافاتوڅخه په تنګ شول ، ټولوپاڅونونه وکړل اوهغوی یې له واک څخه را وپرځول اوواک ؤلسونو په خپل لاس کې واخیست چې موږ یې ستره بېلګه د فرانسې انقلاب په ګوته کولی شو. که څه هم هغه انقلاب اسلامي نه ؤ، خوخلکو یې په مادي نړۍ کې دځینوانساني حقوقوترلاسه کولوپه خاطرد لویي ګانوپه وړاندې په بدلون راوستولاس پورې کړ. ؤلسې ملي پاڅونونه یې وکړل اوله نازاوکرېشموڅخه ډکې واکمنې کړۍ یې سره وشلولې ، خو تعادل اوبرابري یې بیا هم منځ ته را نه وړه ، ځکه بنیاد یې په کفرباندې بنا ؤ چې په کفرکې ذاتاً اوخصلتاً عدالت او برابري وجود نه لري .

اوس را ځم دېته چې په افغانستان کې ولې د تعادل اوانصاف جرړې پرې دي اوعدالت څه ډول خلکو تر پښو لاندې کړی چې له کبله یې تل په افغانستان کې پردۍ مداخلې اوجګړې روانې دي ، خوبیه یې تل خپله افغانانوپرې کړې اوګټې یې نورو وړې دي ؟

ترکومه بریده چې زه په دې اړه مطالعه اومعلومات لرم ، ددې ټولورا باندې تپل شویوبدمرغیواو ناخوالوپایلې زموږدکورنیوهغوپروژه یې زعامتونونتیجې دي چې زموږد ټولنیزمتن اوبطن خلاف له بهره پرموږباندې را تپل شوي اورا باندې تپل کېږي . بهرنیانوتل د خپلوګټوله پاره د افغانستان برخلیک د تاریخ په اوږدوکې داسې چاته سپارلی چې لومړی به د هغوی ګټې په کې خوندي وې ، دوهم به د افغاني واکمنو شخصي ګټې په کې نغښتې وې .

په دې معنا چې بهرنیان اوپه افغانستان کې د بهرنیانوخوښې کړې کړۍ به یودبل لازم اوملزوم وو . یو دبل په مرسته به یې پرافغان خاوره اوافغانانوباندې داسې حکومتونه کول چې بهرنی پوځي اومالي ملاتړبه ورسره ؤ، بهرنیانوبه داسې محدودې ملېشې ورته تمویلولې چې یوازې د خپل ځان او بهرنیانو حفاظت اوساتنه به یې ورباندې کوله اوکورني ملي بغاوتونه به یې یود بل په ملاتړسرکوب اوله منځه وړل . بهرنیانوبه په یوه اوبله پلمه د خپلوګټواوخپلوغلاګانوله پاره زموږ په خاوره کې خپل شتون اوږداوه . خوکه چېرې به پوه شول چې د دوی له خوا د ټاکلي حکومت په موجودیت کې نورپه افغانستان کې نه شې پاتې کېدلی ، نود مخه به یې بل بدیل هم ورته پیداکړی اوجوړکړی ؤاوله بلې خوا به یې په کومه بله پلمه افغانستان ته را د ننه کړ.

پرهغه بدیل باندې به یې د افغانستان دواکمن نوم کېښود ، خو په اصل کې به د پردیواستعماري کمپنیوپه خدمت کې لګیاؤچې موږ یې سترې بېلګې د افغانستان په دغې وروستي تاریخ کې شاه شجاع ، امیردوست محمد خان ، امیرعبد الرحمن خان ، حبیب الله کلکانی ، ببرک کارمل ، ملاعمر،په ننګرهارکې سپهسالارصالح محمد اود حاجي قدیرخېلوکورني ، په کندهار، هرات ، فاریاب ، مزار، او نورو ولایاتوکې د استعمارځینې ملګري مشران اود افغانستان ځینې نورخلک په ګوته کولی شوچې له برتانوي اوروسي استعمارسره یې د افغانستان د خاورې اوملت پرضد په ښکاره مرستې کړې او اولادونه یې ترنن پورې په همغه زاړتارورسره پالي .

اوس خوپه دې تېرو (۴۰ ) کالوکې پردیوپه افغانستان کې له شماره وتلي نورپلویان هم ځانته موندلي دي . دوی د څوروپیواونوروامکاناتو په بدل کې د افغانستان د خاورې تمامیت ، خپلواکۍ ، ملي هویت ، ملي اودیني مقدساتو،ملي وثیقې، ټولوملي ګټو، سولې اوامنیت راوستوته شا کړې اوله خپل ځان ،خپلو خواوشا

خپلوانواوملګرو، خپلوواکونواوپه لاس ورغلیوامکاناتو، فساد اونورومافیایي کارونوپرته نورهېڅ شی ور ته ارزښت نه لري .بې دفاع اومظلوم ملت یې یرغمل کړی ، د ملت مادي اومعنوي ارزښتونه یې څه نوروته په خوله کې ورواچول اوڅه یې خپله نوش جان کړل . ددوی هردم اوقدم دلته په فساد اوناروا معاملوباندې روان دئ . همدا اوس یې پرملي او دیني هویت له منځه وړو اوبل ته د خاورې پر ورکولو باندې معامله روانه کړې ده او د یو داسې حکومت جوړېدوته هېڅکله هم تیارنه دي چې په هغه کې د ملت د ارادې اصلي تمثیل وشي .

ګوندونه اوډلګې ټولې څوک په روس پورې تړلې ، څوک د ایران ، تاجکستان ، ازبکستان اوترکیې په ژبني ،توکمي ، سمتي اومذهبي پېزوان پورې زانګي ، چا د سعودي عربستان په پرمذهب ضد رژیم پورې ځانونه ورتړلي ، چا دتوده یي چین لمن نیولې ، څوک د سېکولرېستي پاکستان غلامان دي اوڅوک دغرب په ډالري ځولیوکې سرچپه اوخمارپراته دي ،هغوی ټول همدغوپردیوروابطواوامکاناتومست کړي او بې سده کړي دي .

پوره (۴۰) کاله دا ملت په پردي اورکې پروت اوټولې مادي ، معنوي اوملي شتمنۍ یې لوټ ، چور، غلا اووسوځېدلې ، خودتخت اوبخت اوواک د نشې په دوهه باندې مست ،خماراومعتاد واکمن اوس هم دخپل راتلونکي واک ترلاسه کولوخوبونه ویني اودخپلوپټوپلانونوپلي کولوپرطرحواومنفي ملي ضد مهندسیو

باندې لګیا دي .

·      خو زما وړاندیزونه د افغانستان مسلمان ملت ته دادي چې : موږ ټول په ګډه له را پېښ ناورین څخه د خپل ځپلي اولوېدلي ملت د خلاصون په خاطریوه ملي ، دیني ، انساني ، اسلامي ، افغاني اووجداني دنده ، وجیبه اوپورپرغاړه لروچې باید اداء یې کړو، خودهغې وجیبې او پوراداء کول په دې کې دي چې ټول په یوه غږ په پوره صداقت اوایماندارۍ یوبل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړو، یوداسې ریښتینی ملي وحدت منځ ته را ولو چې په هغې کې د افغانستان ټول شته وروڼه قومونه خپل هویت ، خپل ځای اوخپل حق په اصلي بڼه محسوس اووویني اوموږ باید نړۍ ته خپل ځان یوازې د ( افغان ) په یوه ملي کلمه باندې وروپېژنو،خودهویت په پاڼه کې باید زموږ قوم ، دین اوپلرنی ټاټوبی هم د (( لتعارفوا )) د قرآني فورمول پراساس درج شي ترڅوافغانان په کورد ننه اوله کوره د باندې خلک ، سیمه اونړۍ وپېژني .ځکه افغانان خونه د تاجکستان کولابیان دي اونه هم د تهران د قُم آخندان .

·      دلته هېڅ قوم باید د بل هېڅ قوم حقوق په بډه ونه وهي اونه داچې د کومې معاملې په صورت کې د یوه قوم ټول حقوق د هغه قوم پربل معامله ګرباندې وخوري .

·      دولت اوحکومت اړدي چې ټول اړوند روا مادي اومعنوي حقوق باید په معروفه اومتوازنه توګه د افغانستان د هرې برخې اوسېدونکي افغان ته د امکان تربریده ورکړي .

·      دولت اوحکومت مکلف دئ چې خپل دولتي اوحکومتي تشکیل د روابطواوونډوپرخلاف د ضوابطو، وړتیا اوملي صداقت پربنسټ جوړکړي ، چېرې نه چې په واکوالوڅوکیوباندې یوځل بیا د مافیا خپسه ورکښېني اوحکومت دفساد په لوموکې بند اوپه ملي اوبین المللي کچه یې بدنام کړي .

·      خو د ولت د خپل ظیفوي مکلفیت له مخې دا کارد سالمو او رڼوټاکنوله لارې ترسره کولی شي ، په دې شرط چې د ټاکنو په سیستم کې د فساد پرځای عدالت حاکم شي ، له زورواکو،توکم پالو، ژبپالو، اوګوند پالوڅخه دې انتخاباتي سیستم را وباسي اوکاردې اهل کارته وسپاري ، ترڅو دری ګونې دولتي پښې بشپړه ملي اوثالث بالخیربڼه ځانته خپله اوملت یې په ډاډ منه توګه ترشا ودرېږي .

·      دهېواد تدارکاتي سیستمونوته دې د یوه سالم مدیریت ترچترلاندې په رغنده او پلانیزه توګه وده ورکړل شي ، ترڅوزموږخپل کورني اقتصادي شارګونه ورباندې ورغېږي اوافغانستان له سیمې اونړۍ سره په تجارتي اوترانزیتي برخوکې وتړل شي اوبالآخره پرمټ یې افغانستان ددې وړتیا پیدا کړي چې خپلې ځمکنۍ زېرمې د بنسټیزوملي پروژوپلي کولواو بشپړولوپه خاطرپرې را باسي .

·      ځرنګه چې موږپه سیمه کې ترټولوبډای هېواد یو، نواړینه ده چې ددې ملي زېرموپه را ایستلوکې کورنیواوبهرنیومافیایي کړیواوخپلسروغلوته ځای اوواک ورنه کړواوباید ژرترژره یې مخه ونیسو .

·      راتلونکوپارلماني اوؤلسمشریزوټاکنوته داسې وړاوملي کسان باید د ؤلس د ریښتینو رائیو پربنسټ راوستل شي چې په واقعي توګه په عمل کې ټول ملي ارزښتونه او ملي ګټې ترخپلوګټومقدمې او غوره وګڼي ، ضوابطوته پرروابطوباندې ترجیح ورکړي . خپلې خاورې ، خپلومقد ساتو، خپل هویت ، خپلې خپلواکۍ ، خپلوخلکواوخپلوټولوملي اودیني ارزښتونواوګټوته په عملي ډول ژمن وي .

·      هغه کاندید ته باید ؤلس رائیه ورنه کړي چې د مخه پرپیسو اونوروغولوونکو امکاناتوخلکوته د درواغو وعدې ورکوي ، ځانته پټ کمپاینونه کوي او یا بل څوک پټ په پټه کمپاینونه ورته کوي اویا د روابطواوپټوګوندې ، قومي اوژبني اړیکو پراساس په درواغو له خلکو رائیې اخلي ، ؤلس خپله باید د خپلې دیني وجیبې اوملي اوقانوني مکلفیت له مخې کاندید ته دکاندید د وړتیا ، صداقت اوملي ژمنتیا له مخې خپله امانته را ئیه ورکړي . ترڅوپراساس یې موږد راتلونکي یوه سالم اوعادل دولت اوحکومت څښتنان شو. ځکه په شرعي لحاظ د هرمکلف افغان دا فریضه ده چې ایماناًاووجداناًهمدغه خپله یوه رائیه چې دټول ملت برخلیک ورسره تړلی داسې چاته ورکړي چې علماً دملي اوبین المللي قضایاوواوپېښود تفکیک اوپرتله کولو، اوجسماُ د احکامواوقانون د تطبیق وړتیا اوځواک په کې موجود اودیني اوملي غریضه یې ترشخصي غریضې پیاوړې وي .

·      ځینې قومي ، ژبني اوګوندې موریانې لاهم په پټوفعالیتونو لګیا دي ، چې په اصل کې هغوی خپلوقومونو، سمتونو، ګوندونواود افغانستان ټول ملت اوخاورې ته هم صادق نه دي ، دوی د خپلوقومونو، سیمو، ژبو اوګوندونوموریانې اوخیانت ګرخلک دي ، دوی له دې لارې یوازې خپل ځان د قدرت اوغلا کولود هِرم څوکې ته رسول غواړي . نورهرڅه ددوی له نظره مردود دي . پام چې پردغه ډول خلکوباورونه کړۍ ،چې خسره دنیا والآخرة به شۍ . ځکه په راتلونکې کې چې څه ډول خیانتونه اوظلمونه ددغه ډول خلکو له لاسه ترسره کېږي ، په هغو ټولوکې تاسې رائیه ورکوونکي ورسره شریک یۍ ، ځکه ستاسې په رائیه هغوی د واک څښتن جوړېږي .مه پرېږدۍ چې داسې نفس پالونکي ، سرکشه او پردي پال معامله ګرکسان د واک پرکدیو باندې ور کښېني .  

 

         فاعتبروا یا اولی الابصار   

      ستاسې ورور محمد انور ولید  

 

 

 


بالا
 
بازگشت