حبيب الله غمخور

 

دننگرهاروالی  محمد گلاب منگل نه لويه گيله !

نن مې ديوه کتاب  په هکله په ننگرهارکي  يوې کتاب پلورنځۍته ددې لپاره تليفون وکړ چې  نوموړی کتاب تراوسه دوي دپلورلو لپاره لري اوکنه ؟ که یې لري هلته زلمو ته ووايم چې راته  رايې نيسی ، دپلورنځۍ د نامه له ليکلو نه ځکه ډډه کوم ،وېرېږم  چې دابېچاره کتاب پلورونکی پدې نامه دا دځنگل دقانون پلی کوونکي ونه زوروي .

دکتاب پلورنځۍ څښتن راته وويل،بلې هو دا کتاب لرم ،ماورنه پوښتنه وکړه ددې کتاب قيمت څودی ترڅوزه یې بيا هغه چاته پيسې ورکړم کوم چې ماته یې رالېږي ،پلورونکی راته وويل ((۲۰۰)) کالداري . ماورباندي په زوره ږغ کړ  شرم ندي چې تراوسه په افغانستان کي په کالدارو رانيول اوخرڅول کوی ؟ پلورونکي راته وويل  ،دلته په ننگرهارکي  کالداره چلېږي ،خوته افغاني راکولاي سي چې ۱۳۰ افغانی کيږي .

دمنگل صاحب نه مې گيله داده چې نوموړی خودقومونو اوقبايلوچارو وزير وو ،هلته بايد هرڅه ورته معلوم سوی واي اودبلې خوا دډاکتر صاحب اشرف غني له لوري دولايت ارزښت ته په کتوسره دجمهوررئيس دمشاوروزير دمقام په ساتلوسره دننگرهار دوالی په توگه وټاکل سو . ارزوداوه چې منگل صاحب به دډيرو ناخوالو پرخلاف بربنډه مبارزه وکړی ،خو اوس چي ورته گورم  متاسفانه تراوسه یې زموږ له کورنی بازارنه دپاکستان داقتصادي يرغل اوتېری مخه نده نېولې  اوپه ننگرهارکي دافغانيو پرځاي راکړه ورکړه زموږ تاريخي دښمن هيواد پاکستاني کالداروکيږي چې دا دشرم اوعار خبره ده .

که موږ دامنو چي پاکستان زموږ تاريخي دښمن دي چې لېونی یې هم مني ، نو بياولی ددوي  پيسې زموږ په خپل هيواد کي  داسي چلند ولري چي راکړه ورکړه پرې په درب روانه ده . ځکه خو پاکستاني هرتورلينگی جنرال موږ ته وايي ،تر تازه په افغانستان کي برلاسی يم  .

 ليکوال : حبيب الله غمخور

۲۰۱۸ز کال دجنوري ۱۲

  


بالا
 
بازگشت