محمداقا کوچی

 

د ا ، د ، ج او د ا ، خ ، د  او بیا وطن گوند د ړنگېدو لامونه :سامه

ددی مهمې پېښې د ليکلو موخه داده چې ، زياتو شنونکو بیلا بیلې لېکنې کړي او خپل نظریات یي وړاندي کړي . زه غواړم په دي اړوند خپل د سترگو ليدلي پېښي ولیکم او د خپلې پوهې سره سم پري شننه  وکړم.

په دی اړوند لازم گڼم د داکتر نجيب الله د رژيم د بهرنيو چارو د وزير او د گوندي مشرتابه د ډلۍ د مهم غړي محترم عبدالوکيل د کتاب څخه يوڅه راواخلم او بيا د خپل نظر ټکي هم پري ور زيات کړم . د وزير د کتاب په ۹۵۶مخ کې چې کوم لاملونه  څېړل شوي ، د هغې غټ ټکي را اخلم .

،عامل سقوط ج دا و ح دخ ا ( حزب وطن » :عامل داخلي چهار بعد است .

اول: ادامه اختلافات دروني و علاج ناپذير در بين رهبران حزب قبلا ازقيام ۷ثور ۱۳۵۷ و بعد از ان تا سقوط رژیم.

 دی ليکي چی د گوند د جوړېدو نه تر سياسي واکمنۍ پوری يوالی په رښتني توگه نه وو شوی ، پر يو بل بی باوري وه . ز ما په اند گوند د اول نه پر دوه فعالو فرکسیوني ډلو ويشل شوی وو . هري ډلی ځان د ا ، خ ، د ، ګ  وارث گڼلو او د اکثريت دعوا يې کوله . د وخت د شرايطو سره سم کله چی شاهي رژيم  په۲۶ م د چنگاښ ۱۳۵۲ل کال  پر جمهوريت واوښتو  او واک د شاه څخه د ده د اکا ځوی  سردار محمد داود د يوی کودتا په کولو تر لاسه کړ . يو شمير اسلام پالو  لکه احمد شا مسعود ، گلبدين حکمتيار ، رباني  ، پير سيداحمد گيلاني ، حضرت صبغت الله مجددي او نورو پاکستان ته تيښته وکړه او هلته د پاکستاني استخباراتي اداري له خوا  ورته روزنه ور کړل شوه او د وران کاری چاری یي پيل کړي . سره له دی چی د گوند يوی ډلی د سردار محمد داود سره ملتېا لرله خو بياهم په ۱۳۵۶ل کال کې په دویم ځل د گوند دواړه خواؤ سره يووالی وکړ او د ۵۰ جمع ۵۰  په فورمول یي ګوندي ارګانونه او مشران انتصاب کړل . د گوند يو اړخ چی شهيد نورمحمد تره کي یي مشري کوله ويل ، چی موږ يوازی ملکي گوندي ساز مانونه سره گډ کړي وه چې د ۱۳۵۷م کال د ثور د  نظامي پاڅون په پایله کې واک همدي ګوند ته ولیږدږل شو او ټول دولتي او گوندي موقیفونه برابر وويشل شول . د جلاوالي او مخالفت ستر لامل همدا وو چی په گوند کې يوازي په لمړي ځل هغه هم د ګوند د جوړیدو پر وخت ټاکنې شوي وي . نور  هيڅکله د ټاکنو ، لياقت ، پوهی او مسلک پر بنياد د گوند او دولت څوکې ونه ټاکل شوي . ما چی د محترم عبدل وکيل کتاب ولوستلو د ملامتی بار ټول پر هغه کسانو اچوي چی د ده له نظر او فرکسیون سره نه وه پاتې شوي . دا يې له ياده وتلي دي چی کله بيا په دويم ځل د گوند ديوالي سند لاس ليک شو ، ګواکې د ۵۸ ۱۳  ل کال د مرغومې په ۶ مه » د يووالي د اسنادو له مخې سم او پر ځای د څوکيو ويش سرته ورسيدو ؟ ټول کليدي گوندي او دولتي مقامونه کومي ډلی ته وويشل شوه؟ د شورويانو د سلاکارانو او خپله شوروي اتحاد مشرانو ملاتړ له کومې خوا سره وو ؟ دا مسله لوی څېړنه غواړي.

زه هم له سياسي زندانه څخه په ۱۳۵۸  ل کال د مر غومې ۹ مه را خلاص او په ننگرهار کې مې د نوي يووالي سره گډ کار پېل کړ . په لو مړيو کې د گونديانو تر منځ د يووالي روحيه ترينگلی وه ، په وسله وال پوځ  او ملکي برخه کې د دواړو خواوو گونديان يو پر بل بی باوره وه . دا نوي کسان چی واکمن شوي وه او د روسانو ملاتړ او کليدي څوکی یي تر لاسه کړی وی په دی اند وه چی ، د گوند هغه برخه چی د مرغومي د ۶ مې مخکې په واک کې وه ټول د امين په ډله کې وشمیرل شي او بايد وځپل شي . په داسی حال کې چی دا ټول ډير پاک او سپېڅلي گونديان وه او د گوتو په شمير ښایي دامين سره تړلي وه او اکثره د همدی ولايت گونديان د هيواد ، خلکو او حاکميت نه په دفاع کې شهيدان شول.

زه ویلی شم ،  چیري چې د پردي په لاس ګوندي سرنوشت ټاکل کیږي ، انتصاب د انتخاب ځاي نیسي او ګوندي دموکراسې مري ، د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت ، د خلک د دموکراتیک او بیا وطن ګوند ، د ړنګیدو لامل له همدي ځایه پیل کیږي .

محترم عبدل وکيل په خپل کتاب کې دافغانستان د دموکراتيک جمهوريت او د افغانستان د خلک د موکراتيک گوند((وطن گوند» د ړنگيدو په اړوند يو لامل داسی ليکي

 سقوط رژيم وحزب ، مخالفت وزير دفاع وقت وياغي شدن دو عضوه برجسته کميټه مرکزي حزب وطن جنرال مومين، جنرال عبدالرشيد دوستم و سيد منصور نادري که دوست داکتر نجيب الله با دولت وقت بود

 زه پر دی خبره دا ور زياتوم چی مخکې له دی چی د شمال مليشي او يو شمير گوندي مشران د رژيم نه مخ واړوي او له دشمن سره مامله وکړي خپله د گوند دننه او رژيم په داخل کې هم د جمعي رهبری پر ځای د اشخصاصو محوري رول زيات شوی ؤ بېلگه یي ، گوند ته دسياسي بيرود پرېکړی له مخی چی ټول پوښتنه وشي چی څوک کنگره ياد کنگري د رابللو پلوي دي یادولی شو ، چې  ۶۰ فيصده گونديانو د کنگري رابلل او د گوندي سياست او ناپاکو غناصرو تصفيه کول غوښتل . ولی د دی غوښتنې مخالفت وشو ؟  ولي یوه سمبوليکه کنگره  په ۱۳۶۹ل کال کې راو غوښتل شوه چی په هغې وخت کې له نیمایي زیات د گوند کادرونه او استازي زندان ته ټیل وهل شوي وه او يو شمير  له محاکمې پرته شهيدان شوي وه . زما له نظره همدا د رژيم او گوند د پاشل کېدو ستر لاملونه شميرل کيږي.

ځکه دخلکو بی باوري هم مخ په زياتيدو شوه او د خوست ولايت ددشمن  يانی جلاالدين حقاني لاسته ورغی ، د کنړ يوشمير  کورنۍ د ننگرهار ولايت ته را نقل او نور پاته  دشمن وځپل، د شمال  د مليشو قومندانان  ياغي او له دشمن سره مل شول ،  خپله حزب وطن کې انارشي او خپل سري واکمنه شوه . داکتر نجيب الله د گوند او دولت مشرانو ته په وينا کې څرگنده کړه چی د گوند د مرکزي شورا د ۲۰۳ غړو نه ۳۲ تنه په خپل سر  د خپلو کورنيو سره تاجکستان او مسکو ته تللي او خپل شخصي کار بار کوي ، د ملگرو ملتونو غولوونکې پروسه او د ملي روغې جوړي ۵ کلن بهیر ناکام شول . د ګوند د ریس او گوندي مشرانو ، وزيرانو او مهمو کسانو  په گډون د ټولو کورنۍ له مياشتو مخکې نورو هيوادونو  ته استول شوی وی . ياد ونه: زه او زما يو ټولگېوال  مياجان محمدي د شوروي اتحاد سفارت ته ولاړو چی د تاشکند ويزه واخلو ځکه دلته بيکاره وو ، ګورو چې د سفارت مخکې د کورنيو چارو د وزير ياور ولاړ او د پکتين د کورنۍ د غړو پاسپورتونه ورسره وه  ، ويزی یي په کې اخستی وی او موږ ته يې وويل څه کوی ؟ موږ خپل داستان ورته تير کړ ، ده وويل کورنۍ مو چېری دي موږ په ځواب کې وويل کابل کې دي ، ده د زړ خوږی نه وويل د خپلو اولادو غم وکړی د کورنيو چارو وزير اولادونه نن شپه مسکو ته په اريانا الوتکه کې پرواز کوي خپله ورک دی نور وزيران اود گوندد بيرو غړو خپله ځانونه پټ کړي همدا نن شپه د کورنيو چارو وزرات په داخل کې د حزب اسلامي نفر ځای پر ځای شول  په گار نيزون کې د اصف دلاور او ستر جنرال محمد نبي  عظيمي ددفاع وزارت لومړئ مرستيال په مرسته د دوستم او مسعود بی شميره کسان وسلوال او پر هوايي  ډگر ،گارنیزیون او نورو موهمو ځايونو کې  ځای پر ځای شول د کورنيو چارو وزير د دفاع وزير دوی چهار اسيا ته تللي هلته د حزب اسلامي قرارگاه ده . همدغه کار د گوندي کادرونو باور پر خپلو مشران له مينځه يوړ  دا لاملونه وو چی د گوند او دولت د ړنگيدو سبب شول..

دويم: محترم عبدل وکيل خپلی ليکنې ته دوام ور کوي او ليکي

 عامل داخلي سقوط حزب و دولت بعضی سياست ارمان گرانه وعدم پشتباني مردم از برخی سياست ها دانست.

 زما له نظره نور لاملونه هم ددی باعث شول چی د خلکو مرسته کمه شي يانئ هيچا د يوشمير چارواکو کړنو ته په انتقادي نظر نه شوه کتلای، ميډيا، نشرات تر کنټرول لاندی وه د خلکو ازادي د سياسي گوندونو ازادي د بيان او قلم ازادي د امنيت دولتي تر جدي کنټرول لاندی وه چا د مظاهرو اعتصابونو، ميټينگونو اجازه نه در لودله خلک له خاديستانو ويردل ، په گوند کې خاصه ډله واکمنه وه ، پټ پټونی او چلوټي کيدله ، حتی گوندي غړي د خاد تر مستقيم کنټرول لاندی وه چا د خپل زړه خبره په ډاگه نه شوه کولای، همدا ستر لامل شو چی دگوندي غړو او گوندي مشرانو ، خلکو او دولت تر مينځ واټن پراخ شو او په پاېله کې دواړه ړنگ او نسکور شول.

دريم:وکيل مينويسد که عامل ديگر سقوط رژيم و حزب را ميتوان درشيوه وبه کار برد سياست ناروشن مشی مصاليحه ملي دانست.

روغه جوړه مخالفو وسلوالو ونه منله ، د روغی جوړی ۵ کلن سياست نا کام شو او د اکثريت گوندي غړو روا غوښتنی نه اوريدل کيدلی ، گونديان زندانونو ته  کش کړی شول هلته شکنجه  شول ، بی خوبي ور کړل شوه ، د هغوي قانوني وړانديزونه چا نه منل . د وخت شوروي اتحاد مشرانو د خپلو سلا کارانو په واسطه  مستقيمه لاس وهنه وکړه د گوند د پاشلو او دولت د کمزوری کولو او ړنگيدو لامل شول.

۴: عبدلوکيل مينوسد که عامل ديگر پروپاشي حز ب و دولت جمهوري دموکراتيک افغانستان اتکا بی حد حصر حزب  ودولت بالای يک رهبر بود نه رهبري جمعي.

د ښاغلي وزير د ليکنو سره ټول گونديان موفق دي ځکه هر سياسي گوند چی په جمعي پريکړو عمل ونه کړي هر څه د يوه شخص پلاس وي يکه تازي حاکمه وي ، د يوه شخص اراده پر ټول گوند او دولت تامين شي ، په گوند کې ټاکنی ونه شي ، گوندي مشران د ټاکنو او دموکراسی په زرينو اوصولو ونه ټاکل شي ، دموکراسي مړه شي پاېله به همداسی وي . د گوند او دولت ۱۴ کلن حاکميت ړنگ شو د شهيدانو کونډې اوټول گوند او خلک د ټوپکمارانو خولی ته  واچول شول . د ملت ټوله شتمني چور او تالان شوی وسله وال پوځ ړنگ او وسلی وپلورل شوی.

عامل خارجي سقوط حزب (وطن» و دولت::

وزير مينويسد که مداخلات خارجي در امور داخلي افغانستان از زمان جمهوري سردار محمد داود خان شروع شده، بعد از به قدرت رسيدن ح د خ ا در ۷ثور۱۳۵۷اين مداخلات از جانب پاکستان ، ايران ،ايالات متحده امريکا،سعودي عربستان، جمهوري خلق چين،وسايری کشورهای غربي وعربي بر ضد جمهوري دموکراتيک افغانستان افزايش يافته . وتنظيم هاي جهادي در پاکستان وايران پی در پی ايجاد شده است.

زما نظر ټکي بيا داسی دي:

کله چی شوروي اتحاد لښکری زموږ هيواد ته را د ننه شوی دشمنانو له دی فرصته گټه پورته کړه د افغانستان د واکمنۍ پر وړاندې له زهراگينو تبليغاتو نيولی تر مادي او معنوي مرستو ، استخباراتي کړنو او په نورو شومو موخو پېل وکړ .د شوروي لښکرو وتل، د گوند او دولت په مينځ کې گډوډي ، حتی د مجاهيدينو د رهبرانو دعوت د مسکو له خوا او د واکمن حکومت سره د مرستو کمېدل د ملگرو ملتو درواغجنه د سولی پروسه ، په پاکستان کې د عبوري حکومت جوړیدل ، د حکومت کمزوری سياست ، د شوروی اتحاد ړنگيدل ، د وطن د گوند درهبرانو ويشل کېدل ، د وطن د گوند دمشر استعفا ، د احمدشاه مسعود سره د گوند د نظامي يو شمير لوړ رتبه چارواکو همکاري د رژيم د ړنگيدو لامل شول.

م. اقا کوچی

 

 

   


بالا
 
بازگشت