دحضرت عیسی (ع) دتاریخي زوکړې حیرانوونکې پېښه

محمد انور ولید : ۱۳۹۶ لمریزکال ـ د مرغومي ۱۰ مه

له نن څخه (۲۰۱۸ ) کاله وړاندې د ابراهیمي ځوځات په پیغمبرانه تسلسل کې د عرف او انساني خصلت خلاف په الهي قدرت سره یوه داسې تاریخي پېښه وشوه چې ډېری انسانان په تېره خپل پیروان یې[[ په زانګوکې خپله (د حضرت عیسی) (ع) د معصومانه او پیغمبرانه خبرواود خپلې مورحضرت مریم (رض ) د پاکلمنۍ له ښکاره الهي دلائلوپه وړاندې کولوسره ]] لاهم په شک کې اچولي دي .

په زانګو کې د نوي پیداکړی شوي ماشوم خبرې اود خپلې پیغمبرۍ اوخپل ځان د یوه الله (ج) بنده اعلانول هم یوه داسې خارق العاده پېښه وه چې په بشري تاریخ کې یې پخوا چېرې ساری هم نه ؤ لیدل شوی .

که څه هم دا پېښه بني اسرائیلوته له امکانه وتلې خبره برېښېدله ، خوالهي قدرتونه بیا بېل اویو تکویني کاردئ چې انسان په هغو کې هېڅ دخالت نه شي کولی ، ځکه چې له هغې پېښې مخکې هغې ته ورته نورې پېښې هم د انساني قدرت څخه آخوا شوې دي .

که موږ د بني آدم (ابوالبشر(ع) ځوځات ته د خپل معقول اومنقول نظرله زاویې وګورو ، دا به راپه ګوته کړي چې خپله حضرت آدم (ع) پرته له موراو پلارڅخه د قادراوحکیم ذات (ج) په امرله نېستۍ څخه هستۍ ته راغلی ، د حضرت آدم (ع) له چپې پوښتۍ څخه بیا حضرت حوا (رض) د همغه حکیم اوقادرخدای (ج) په امرپیدا اودا جوړه په الهي کمال اوجمال سره بشپړه شوه .

له هغو دواړو راوروسته جوړې (زوج او زوجه) پیدا شول ، اودا قابلیت اوتعامل د خلقت په ټوله هستي کې د الهي هستۍ ددوام او بقاء له پاره الله (ج) د هغوی په وجود کې کېښوداوخپله خدایي اوخپل حقیقي موجودیت او ربوبیت یې د هغوی په نفسونواوآفاقوکې وروښود . ذي عقلو ، عالمو اوبا ادبه بنده ګانود الهي لارښوونواووحی کړای شوو مشالونوپه رڼاکې توحید ، میعاد اورسالت دری واړه د خپلې عقیدې محورځانته پرې وټاکل.     

حضرت ابراهیم (خلیل الله) اود هغه مېرمنې ته یې هغه مهال د اولاد زېری ورکړچې هغه دواړه جوړې په انساني فکرله انساني تولید څخه لوېدلي وو،عمرورباندې ټېرؤ، یعنې د تولید د نسل تمه نه نوروترې کوله اونه یې خپله له ځانه تمه لرله ، خوقادرخدای (ج) بیا د خپلودوومأموروشویوملائکوپه خوله د اسحاق (ع) د تولد زیری ورکړاو تعجب یې په عین الیقین وربدل کړ.

همداسې دعزیر(ع) پېښه هم وه چې سل کاله یې له مړوسره د الله په اراده باندې تېرکړل او وروسته د الله (ج) په امربېرته وروسته له سلوکالو را ژوندی اوخپله نا بینا موراوخپل وروعذره يې ولیدل . هغه عزیرچې د بُخت النصر په لاس بیت المقدس وران او د تورات نسخې سوځول کېدلې اوحضرت عزیر(ع) او ملګرو یې له هغه اورڅخه د تورات د نجات په خاطرڅو نسخې و ژغورلې او وروسته له بیا را ژوندي کېدو یې همغه نسخې کټ مټ په یاد ساتلې وې . حضرت عزیر(ع) د الله (ج) یو بنده ؤ، خو یهودوهغه د خدای تعالی زوی وباله ، په داسې حال کې چې الله تعالی ، نه زوی درلود اونه موراو پلاراوښځه او نه یې لري ، ځکه هغه ذات (ج) له دې ټولوڅخه مُنزه او پاک دئ اود تثلیث دغه عقیدې د انسانانوخپلې خود ساخته عقیدې دي چې د وخت د احبارواو رُهبانوله خوا په الهي آسماني کتابونوکې د خپلې ګټې اوبېزنېس له پاره ګوتې وروهل شوې ، هغه الهي کتابونه یې په خپله خوښه ټول په خپلولاسونوباندې تحریف کړي چې موږ یې ښکاره بېلګې په اوسني تلمود اوبائیبل کې په خپلوسترګووینو.

په دې معنا چې آسماني کتابونه یې په افسانو اړولي ، کتمان د حق یې کړی اوبیا یې هغو ته د کلام الله ، کلیم الله اوعیسی روح الله د خبرو نوم ورکړی دئ. په داسې حال کې چې ددوی دغه خود ساخته خبرې ( افسانې ) هېڅکله هم الله تعالی اود هغه یوه خدای (ج) اولی العزمه پیغمبرانو(ع) نه دي کړې .

خوکله چې په وحی کړای شوي قرآن کریم کې ددوی له دې تحریفاتواوپرالله تعالی (ج) اود الله تعالی پررسولانوباندې ددرواغو اوتهمتونو ورتړلوخبرې الله تعالی خپله افشاء کړې ، نو ورسره جوخت یې خپل منفي غبرګون ښوولی او له همغې ورځې را په ایسته  د اسلام دین او پیروانوته یې ددښمن په سترګه ګوري اوډول ډول توطئیې یې په وړاندې جوړوي اوجوړې کړې یې دي چې په سرکې یې یهودي ملت شتون لري .

حضرت عیسی (ع) ابن مریم (رض) هم د الله تعالی (ج) له لوري پرپیغمبري منصب باندې تاکل شوی یو بنده ؤچې روح الامین یعنی حضرت جبرئيل (ع) د الله (ج) په امرد حضرت عیسی (ع) مورحضرت مریم (رض) ته د امیدوارۍ زېری په داسې حال کې ورکړ، چې هغه خپله حیرانه شوه ، ځکه هېڅ انسان یې په خپل څنګ کې نه لیدلی او نه لمس کړی ؤ .

خوکله چې حضرت عیسی (ع) تولد شو، نود خپلې مورپاکي اوتزکیه یې له همغې زانګوڅخه وکړه اود تورلګوونکوپه وړاندې یې مؤجهه ځوابونه ورکړل . د حضرت عیسی (ع) د تاریخي زوکړې حیرانوونکې پېښه له همدې ځایه پیل شوه اودا له حق څخه د منکروحق پټوونکوخلګوله پاره یوه بله ننګونه وه چې له مخې یې خپله دښمني ورسره اعلان کړه .

حضرت عیسی (ع) به خلکو ته د انجیل له نسخوڅخه الهي حقې ویناوې اورولې ، د نبي آخرالزمان (ص) خبریې د انجیل له مخې خپلو حوارییونو ته ورکړ، خود یهودو په زړوکې د کسات او بدلې اورونه ورته بل وو . همغه ووچې آخریې په خپلو کې پرېګړه سره کړه چې وژني به یې .

له خپل منځ څخه یې یو تن ورولېږه ، ورپسې دوی ټول د وژلو له پاره ورغلل ، که ګوري چې یوکس یې د عیسی په ځېروموند ، مړ یې کړاود صلیب په داریې ځوړند کړ، خوحیران پردې باندې شول چې که دوی عیسی (ع) وژلی وي ، نو ددوی خپل ملګری څه شو ؟ اوکه دوی خپل ملګری وژلی وي ، نوعیسی (ع) څه شو؟ همدغه مسئله ترنن ورځې پورې دوی ته ګونګه پاتې شوه او پیروان یې اوس هم خپل اصلي دښمن نه پېژني چې ددوی له پیغمبرحضرت عیسی (ع) سره چا دا کاروکړ.  

زه وایم چې حضرت عیسی (ع) د الله تعالی (ج) یوریښتینی اولی العزمه پیغمبرؤ، خولارویانویې لاره پرې اېښې ، اوس د حضرت عیسی (ع) له دښمنو سره غاړه غړۍ دي او په ګډه یې د هغه پیغمبر(ص ) د امت پرضد مټې را نغښتې چې د کله عیسی (ع) خپله د بیت المقدس په منارو را ښکته شي نو بیا به عیسویان سره را ټول اوپه ګډه به د محمد (ص) کلمه ووایي اود یهودو پرضد به له سره له مسلمانانوسره لاسونه یوکړي . اوس خود نبي (ع) د امت خبره نه اوري اوپه ګډه مسلمه امت ته توطئیې جوړوي اوخپلې نقشې ور باندې عملي کوي .الله دې وکړي چې نورعیسویان خپلو اشتباهاتو ته متوجه شي اوخپله کړنلاره د مسلمانانو په وړاندې په ټوله نړۍ کې بدله کړي ، ترڅو انسان د انسان ترڅنګ په ډاډمنه توګه د آرام ژوند وکړي . ځکه د الله تعالی دټولو پیغمبرانو (ع) کړنلاره یوه او نصب العین یوؤ او پرتوحید ، میعاد اورسالت باندې یې ایمان لرل کړنلاره وه .

پیغمبرانو (ع) ناحقه وینې نه توئیولې ، حرام یې نه خوړل ، سود یې پرځان او نورو باندې حرام کړی ؤ ، د شرک ، بت پرستۍ او درواغو سخت ضد وو . د حق الله اوحقوق العبادوتر منځ رابطې ټینګولواوتوازن ساتلو ته ډېرژمن وو . د انسان له خوا پرانسان باندې د ظلم کولو سخت مخالف وو . عدل او قسط یې ډېرخوښ وو . دانسان له خوا د بل انسان غلام جوړېدل یې نه خوښېدل ، بلکی غلامي اوعبادت یې یوازې د یوه خدای (ج) خوښ ؤ . الله دې موږ ټول د الله پاک ریښتیني بنده ګان جوړکړي .  

په پای کې زه د حضرت عیسی (ع) زوکړه د نړۍ ټول مُسلمه امت اود عیسی(ع) ریښتینولارویانوته مبارک باد وایم .

د یوې هو سا ، بسیا او سوکاله ډاډمنې نړۍ او نړیوالو په هیله .        

 

          

 


بالا
 
بازگشت