پاکستان له افغانستان څخه خپله مُستعمِره اوکنډواله جوړوي

محمد انور ولید : ۱۳۹۶لمریزکال  ـ  د سلواغې 29 مه

پاکستان څنګه اود کوم هدف له پاره جوړشو ؟

د توراستعمارناخلفه مولود ( پاکستان ) له لومړي سره د خپل پلار( برتانوي انګلیس ) پرپله باندې پل اېښی اود هندوکُش په هغو سردرو، د پامیرپه لوړواوحاکمو سطحواوشاه فولادي څوکه کې یې سترګې ښخې کړې چې ددوی پلرونواونیکونوپه دې ارمان خپل سرونه په کې خوړلي وواود مړوهډوکي یې ترهغولاندې برخوکې وراسته دي .

هو! انګرېزانود برتانوي هند له لارې دری ځلې د کم زادو ارمني الاصلو ، اېراني الاصله او بېک پرسته ځینوشاه زاد ګانو په ملاتړد باتوروافغانانود سپېڅلي ټاټوبي (افغانستان) د نیولوتکل وکړ، خوله نېکه مرغه چې د وخت د هغواصیلوافغان شاه زلموله خوا یې د تاریخ په هره مقطع کې سختې ماتې خوړلې چې د خود اردیت اوقربانۍ ژوندی حس ، قوي جنګي مدیرت اوکلک هوډ په کې موجود ؤ .

ولې متأ سفانه کله چې په هند کې د برتانوي استعماراود وخت د لاسپوڅي هندې حکومت پرضد د سیمې اونړۍ د ستر مبارزمحوره شخصیت افغان سید جمال الدین په تحریک پاڅونونه پیل شول، خومتأ سفانه چې برتانویانولومړی په غیرمستقیم ډول د مسلمانانوپه خود جوشه تحریک کې خپل کسان ور د ننه کړل اود هند د لاسپوڅي حکومت په غاړه کې یې ورواچول ، برصغیریې د هندوستان او پاکستان په نومونو په دووبرخوداسې ورباندې ووېشه چې د لوی هندوستان مسلمانان یې د غربي پاکستان ، شرقي پاکستان اوهندوستان کې په درېیوتوکړوله یو بل څخه داسې سره بېل کړل چې د هند او پاکستان ترمنځ یې د جمواوکشمیراوکارګل څوکه ، اوبنګال ( اوسنی بنګله دېش ) یې د پاکستانینوترمنځ ، او د افغانستان کوزه غاړه پښتانه یې د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د عائقې سیمې په پلمه همداسې کړکېچنې پرېښودلې .

د پاکستان په نامه له بېلې شوې ټوټې څخه د هغه وخت د انګلیس صدراعظم ( چرچل ) ګټه پورته کړه ، ځکه نوموړي په هند کې خپل وای سرای (لارډ ویول ) ته دستورورکړچې له هند څخه بېله شوې ټوټه دې له ځانه سره وساتي او ( لاردويول ) همداسې وکړل ، ځکه برتانوي استعماردهندي الاصله برتانوي کرسچن (۳۶) کلن تبعه (علي جناح ) په مشرۍ چې په اردواواسلام په قطعي توګه نه پوهېده د هند اوافغانستان په خاوره کې د پاکستان په نامه په (۱۹۴۷) زیږدیزکال کې نوې جغرافیه جوړه اوانګرېزانوخپلې پوځي قرارګاه وي اوبېزونه په واک کې ورکړل چې د غرب پوځي ، اقتصادي اوسیاسي ملاتړله همدې کړۍ سره ؤ.

د پوځي نظام ترواک لاندې د استخباراتواوملکې برخې دوې ادارې په کې تشکیل شوې چې په پوځ کې د استخباراتوبرخه یې د مقاماتو په نامه د (i.s.i.) له خوا پرمخ وړل کېدله ، اوملکي اوسیاسي برخې یې د (مسلم لیګ) په نامه په خپل فعالیت باندې پیل وکړ. ددولت اساسي تشکیلات هم د همدغودوواداروله فیلترڅخه تېرېدل اوجوړېدل ، چې د لویوکلیدي پُستونوعزل اونصب هم له همدغواداروڅخه د برتانوي حکومت د ( ok ) یا رد له پاره ورلېږل کېدل اودغه لړۍ اوس هم روانه ده . ځکه جهموررئیس ، صدراعظم ، د سنېټ اواسامبُلې مشران ، ګورنران ، د پوځ اواستخباراتومشران ، وزیران جنرالان اونوریې له بهره ټاکل کېږي .

د پاکستان د حکومتي نظام  ټول کلیدي واکمن تشکیلات د (۹۴) هغوکورنیوترمنځ سره وېشل شوي چې سیاسي تصفیه ، تزکیه ، اواقتصادي اکمال یې آن له پلرونوڅخه د انګریزنیواکګروپوځیانوکړی دئ ، چې ددې ټولواصلي ټولواکمن اوعلمبرداربیا ځکه له پنجابه ورته ټاکل شوی چې له پېله یې ځان انګرېزانوته آن د هغوی په حضورکې اصلي رسۍ په غاړه غلام ثابت کړی ؤ .

پنجاب شاهي د خپلې (۷۱) کلنې واکمنۍ په اوږدوکې خپل څلوراړخیزغلچکی مدیریت کړی دئ ، په دې معنا چې یوي خواته یې د انګرېزانوسیاسي توصیوته ترنن پورې غوږنیولی ، بل خوا یې له هند سره د مقبوضه کشمیرپرسرلانجې همداسې غځېدلې ساتلې ، بل پلو یې د بلوچستان د طبیعي زېرمو پرشارګونوباندې خپل ناولي استثماري نېشونه ښخ کړي دي اوله بلې خوایې ټول پښتونستان د خپل ستراتژیک عمق په خاطرترخپله سینه لاندې داسې ایسارساتلي چې له ټولولومړنیوحقوقوڅخه یې په هرڅه کې محروم کړي دي .

افغانستان د څه له پاره د جنګ جغرافیه و ټاکل شوه ؟

اوس چې له تېرو (۴۰ ) کالو را هیسې د خپلواک لرغوني افغانستان بخت د پردیو پوځي اوسیاسي لاسوهنواو وارداتي کودتاووله امله کوټه شو. پنجابي واکمنوته د استعماري میراثي واکمنۍ له (۳۱) کلنۍ وروسته د لاسوهنود آس واګې په لاس ورغلې . د پیسواو وسلوویالې د غرب اوچین وې ، سیاست او مصلحت د انکلیس ؤاو د عملي کېدو کمانډري یې د ( آی اس آی ) د استخباراتي سازمان او پوځ په لاس کې وه .

هغو ی د افغان مجاهدینوپه منځ کې نفوذ وکړ، خپل جاسوسان یې د افغان جهاد اومجاهدینود تخریب ، بدنامولواوسره توکړې کېدوله پاره داسې په کې وروزل چې په لنډ وخت کې یې د خپلوټېکه شویوپروژوعملي کېد وته لاره پرې خلاصه او بهرنیو مداخلواونیواک ته یې د پېړیو پېړیوخورا اوږده واټنونه ځانته پرې را لنډ کړل .

نفاق له کومه ځایه پیل شو ؟

هو! له افغان مجاهدینو سره هغه مالي او پوځي مرستې تر زرمنه تیږه لاندې وې چې په آسانه اوخورا لنډه طریقه پاکستاني چارواکوخپل بانکونه اود وسلوګُدامونه پرې ډک کړل ، مجاهدین یې لکه په کارېزمیرکې د هاشم خان صدراعظم فارمي چرګان په خپلوکې  سره پرې وجنګول . د جهاد ملي اوافغاني قیادت او رهبري یې په څوبرخوورته ووېشله . د جهاد ملي ، اقتصادي ، نظامي ، سیاسي اود خود ارادیت سنګریې په څوبرخوداسې ورته توکړې توکړې کړچې آخریې له مقاماتو سره د جهادي نازاوکرېشمویارې په بېلتون او بدیو بدله شوه

ځکه پاکستاني مقاماتو (آی اس آی ) د افغان مجاهدینوترمنځ د نفاق او بدیو جوړولو له پاره د حقاني په نامه یوه ډله د هغو افغانانو د ترورله پاره وګومارله چې پرهغو باندې به حساب کېده . دې ډلې د لومړي ځل له پاره د حضرت صبغت الله مجد دي زوی ترورکړاو پړه یې پرحکمتیارورواچوله . بیا یې د افغان ملتیانو مشرد پېښور په آبدره روډ کې ترورکړاو پرحزب اسلامي باندې یې تاوان کړ. وروسته یې ډاکټر بهاءؤالدین مجروح د سپین جومات ترشا ترورکړ، هغه یې هم پرحزب اسلامي باندې ورتاوان کړ.

کله چې په پېښورکې روحاني شخصیت د تګاب میاګل جان آغا د مجاهدینو ترمنځ د ملي یووالي او واحدې قوماندې پرو ګرام په لاره باندې واچاوه ، اوپه اشرفیه جومات کې یې مجاهدین سره را ټول اود اوو واړو مشرانولاسونه یې په قرآن عظیم الشآن او بخاري شریف باندې په ګډه سره یو پربل د پاسه ورکېښودل او پرټولو باندې یې د ملي یووالي سوګند وکړ، په همغه لحظه کې بهرني سفیران او پاکستاني مقاماتو مداخله وکړه او د جومات له دروازې راوتلو سره سم قسم مات او مجاهین په ملي ګراء او بنیاد ګراء باندې سره ووېشل شول

د لاهوردارالعروبة خو د حزب اسلامي اوجمعیت اسلامي  ترمنځ د بنیادي اوڅېړنیزوبدیوجوړولواصلي مرکزؤ، ځکه د پاکستان د جماعت اسلامي مشران چې په اصل کې د پاکستان د استخباراتو اصلي مهرې وې ، همغلته به سره را غونډ ېدل او بیا به د منځګړي په توګه د حزب اوجمعیت ترمنځ همدوی د روغې جوړې درواغجنې خبرې سره ښکته پورته کولې ، خو په اصل کې یې له حزب اوجمعیت څخه دوې ګټې تر لاسه کولې : لومړی یې خپل څان له دې لارې مسلح کړ، بل دا چې په انتخاباتو کې یې خپلې رائیې له افغان مجاهدینو څخه پوره کولې ، خود ( آی اس آی ) له خوا د وظیفوي لارې له کبله یې په وروستیوکې قاضی حسین احمد د عبدالله عزام پښه هم آن ترپنجشېرپورې ورسره وغځوله چې پایله یې منفي را ووتله ، ځکه د پنجشېرنظارشورا د روسانو په ملاتړوارله مخه پرکابل د کودتا پلان جوړکړی ؤ .

بلخوا په پېښورکې د حقاني په نامه د استخباراتوجوړشوي عملیاتي ګروپ استاد محمد جان احمد زی په ځلوزوکمپ سیاف کالونۍ کې دخپل کوراوجومات ترمنځ سهارلمانځه ته د تلو پرمهال په شهادت ورساوه ، استاد حمزه په قصدي توګه په کابل کې پرسرباندې ټپي او په پښورکې شهید شو، نسیم آخند زاده د ملا محمد نبي د کالونۍ چراټ اوجلوزود نهرترمنځ ترورشو، پرسرکاتب عطا محمد باندې یې په کوټه کې ترورېستي حمله وکړه ، خوهغه بچ شواود حقانې شبکې دوه تنه یې ژوندي ونیول اوهغواقراروکړاو ویل یې چې : موږ د پيښورد استخباراتود حقاني په نامه شبکې غړي یواوزموږ دنده داده چې د مجاهدینو مشران تروراود مجاهدینوترمنځ بدۍ اونفاق پرې را منځ ته کړو.   

له بلې خوا پاکستان له روسانو سره د هغه (شو ورناتزې ) د آزادولواو روسانوته د هغه د ورسپارلوپرسردوستي پیل کړه چې مجاهدینو ژوندی نیولی ؤاومقاماتوپه زورله مجاهدینوڅخه ترلاسه او روسیې ته یې ورحواله کړ. په کراچۍ کې د روسانو د سټیل فابریکه چې لس زره روسي او پاکستاني کارګرپه کې کارکوي ، په پاکستان کې د روسیې سفارت ، د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدو په وروستیو وختوکې د امریکې د پخواني ؤلسمشر( ریګن ) پټې خبرې اومصلحتونه له روسي ګورباچوف سره ، ورپسې په ناڅاپي توګه له افغانستان څخه د روسي ځواکونو وتل اوځینونورو وجوهاتوله مخې پاکستان خپلې اړیکې له سره له روسیې سره ورغولې . خو پاکستان دا ټول کارونه بیا د انګریزانو ترسلا مشورو وروسته عملي کړي دي .

په افغانستان کې افغان مجاهدین دډاکټر نجیب له خوا ترواک سپارلومخکې له ډاکټرنجیب سره د ائتلافي حکومت جوړولوخلاف پردې سره سلا شول چې لومړی به مؤقته اداره جوړوي ، ورپسې به انتقالي اداره جوړوي . انتقالي اداره به د اساسي قانون مسوده ترتیب اوسرتاسري آزادو، شفافواوعادلانه انتخاباتوته به لاره هواروي . له ټاکنو ترسره کېدو وروسته چې هرڅوک ملت غوره کړل ، هغه به د افغانستان جمهوررئیس شي ، خوداسې ونه شول ، ځکه چې د نظارشورا ترقوماندې لاندې د پرجمیانو په مستقیم ملاتړ، د روسانو، غرب ، پاکستان اوایران په دستورد شمال ائتلاف د نوروټولومجاهدینود پرېکړې پرخلاف کودتا وکړه اوخپلمنځي برخوردونه اوپرمجاهدینو باندې ورتپل شوې جګړه په کابل کې پیل شوه . ځکه په کورنیوچارو وزارت کې یې د حزب اسلامي پرمجاهدینوباندې حمله وکړه او هغوی یې په مرګ ژوبلوله کورنیوچارووزارت څخه وایستل .  

تردې وړاندې کله چې مجاهدین د رحیم وردک ترقوماندې لاندې ننګرهارته ننوتل ، هغه وخت پاکستاني جنرالانو رحیم وردک ته قومانده ورکړه چې د درونټې ، نغلو، ماهیپراوسروبي بندونه والوزوي ، ځوهغه د پاکستاني استخباراتودا قومانده ونه منله اوپه خورا منفي مخالفت سره یې هغه رد کړه.

بیا چې کله د ( شمالي ) په نوم د ننګر هاریوکوچی د امنیت آمروټاکل شو، له هغه سره هم خورا څیرلې خوله او پرځای منطق اواستدلال موجود ؤ، خوهغه هم ونه زغمل شواوپه مرموز ډول ترورشو.

افغان وسلې چا تباه کړې ؟

د وخت د حکومت چپي جنرالانو ټولې سپکې اودرنې وسلې ، مهمات ، الوتکې ، سکات توغندي ، ټانکونه اوتوپونه په هرولایت کې هغومجاهدینوته وسپارل چې پټ قومي ، سمتي او ژبنی تړاویې ورسره لاره . په مجاهدینوکې سپکې اودرنې وسلې ټولې د هغوماشینوپه واسطه اره اوکباړشوې چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته را وړي وو. روغې جوړې وسلې به د ناصرد سرخګانوپه پاټک اونوروځایوکې لاس په لاس موټربست پرخپلو مخالفینو باندې پلورل کېدلې . په ننګرهارکې خوله دولتي هلیکوپټروڅخه سم کورنی ټرانسپورت جوړشوی ؤ اود مولوي خالص قوماندان حضرت علي به ریشقه خپل کورته په کې وړله . حاجې قدیرخود لواړګي خان ته دولتي کاغذپېچ ټانک د کورجوړولوپه تحفه کې ورکړ.د پاکستان صد راعظم نواز شریف په پېنډۍ کې یوې لویې غونډې ته وویل چې : ماد افغانستان زرکلنه اردو ورته ړنګه کړه ، اوما پاکستان ته ډېرسترخدمت کړی دئ . استاد رباني بیا هغه بوئینګ ستره الوتکه هم پرایران باندې وپلورله چې (۸۰۰) مسافریې بهرته په کې وړل .

د تریاکو جګړه او د زمرودو غلا چا په افغانستان کې پیل کړه ؟

په افغانستان کې د پاکستان له خوا د تریاکو د جګړې او زمرودو د غلا ګانو پیلېدواثرات را ښکاره شول چې له پېښورڅخه په هلمند ، لوی ننګرهار، بدخشان اوپنجشېرکې د بهرنیانوله خوا په مستقیم ډول مدیریت کېدل ، ځکه بهرنیانو د افغانستان په غرونو اوریګي  دښتوکې د خپل تګ را تګ له پاره له پېښوره د ( آی اس آی ) په مرسته د آسانو، غاترواواوښانوتا بیاوې ورته نیولې او په داسې افغانانو پسې به ګرځېدل چې محلي خلکو ته به د هغوی څېره اوکرېکټرد منلو وړاو په انګرېزي ، پښتواو دري ژبوبه پوهېدل . بزګروته د کوکنارو د کرلوپټ پروګرامونه او مرستې له همدې سیاسي کانالونو څخه رسېدلې . د پوډرواوهېرو ئینو د پروسېس بهرني ماشینونه هم له همدې کانالونو څخه هغوی ته رسېدل چې د تریاکواو زمرودو د مافیا چینلونه په پاکستان ، ایران اوتاجکستان کې وارله مخه ورته منظم کړی شوي اوفعال وو.

بل خوا ایران هم د افغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنې پیل کړې وې چې د هغه هېواد د لاسوهنو ښکاره ثبوت د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هغه وخت ښکاره شو چې (۲۵) تنه د ایراني جاسوسي شبکې ( ساواک ) اړوند پوځیان په شمال کې د طالبانو په لاس ووژل شول اوایران وروسته هغوی ته د د یپلوماتانونوم ورکړ .

روسیې هم په افغانستان کې ښکاره ګوتې وهلې ، ځکه چې روسانویوځل افغانستان د خپل ځان لس میلیارده ډالرپوروړی وباله او ویل یې چې موږ شمالي ټلوالې ته د یادو پیسو په ارزښت وسلې اومهمات او نغدې پیسې ورکړې دي او زیاته یې کړه چې : یادې افغانستان زموږ پورراکړي او یادې له موږ څخه بښنه وغواړي او په افغانستان کې دې ونډه راکړي چې موږ یې وروبښو. بیا یې وروسته د امریکې د حضورپرمهال څو پوځي الوتکې اوپیلوټان د امریکایانو په لاس له باګرام هوایي اډې څخه وشړل شول . ورپسې یې د ننګرهارپه اچین ؤلسوالۍ کې د پوډرواوهېروئینو پرکارخانو باندې دوه ځلې ځکه پټ عملیات ترسره کړل چې ددوی سهم ته په کې تاوان رسېدلی ؤ . وروسته یې په تاجکستان کې د پوډرواوهېروئینو د خرید اوفروخت له پاره کوچینی له غرفو څخه جوړ یو مارکېټ جوړکړی ؤچې همدا اوس هم شتون لري اود افغانستان د تریاکواود بدخشان لعل اود پنجشېرزمرُد له همدې لارې څخه دې بازارګي ته ورانتقالېږي ، پاکستان خپله برخه ښکته اودوی یې د اروپا بازارونوته تېروي چې ګټې یې پردیو یووړې او په کې زیانمن افغانان شول ، ځکه همدا اوس د افغانستان د نفوس لسمه برخه (5،33) مېلیونه افغانان په نشه او پوډرو باندې روږدي شوي او د افغانستان د ټول نفوس لسمه برخه بشري ځواک یې له کاره پرې غورځولی اوفلج کړی دئ .

دا خبرې په (S ـ سیاست ) نومي کتاب کې هم افشا شوې دي چې د مخدروموادوسترسالاراوقاچاقبریې قسیم فهیم اوورسره (۸)تنه نورپه کې معرفي کړي دي . اودا یې هم ویلي چې احمد شاه مسعود د لاجوردواو زمرودود ټکس اوقاچاق له لارې د لندن په بانکونوکې هغه مهال (۶۰) مېلیونه ډالرشخصي پانګه لرله . خود [(سي آی اې ) په پنجشېرکې] د لاهورخان منګل څرګندونې د لا زیاتو مالوماتو له پاره په سایټونو کې وګورۍ ، تر څو پوه شۍ چې هلته څه تېرشوي ؟

په ( Sـ سیاست ) نومي کتاب کې له دې رازڅخه هم پرده پورته شوې ده چې ؛ استاد رباني اواحمد شاه مسعود خوخپل واک ته د رسېدو په بدل کې له پاکستان سره د افغانستان د وسلواومهماتوکباړکولو پروتوکل هم لاسلیک کړی ؤ.

 له دې څخه داسې معلومېږي چې روسیه ، ایران ، تاجکستان ، پاکستان اوغرب ټول د افغانستان په تخریبي معامله کې سره غاړه غړۍ او شریک وواودي ا پاکستان د همدې له پاره د افغانستان په اړه د سیمې اونړۍ له هېوادوسره دغه ډول ناروا پټې معاملې کولې چې په راتلو نکې کې زموږ پنځه زره کلن لرغونی هېواد د خپل ځان مستعمره او کڼدواله جوړکړي.چې په تېره اوونۍ کې د امریکا له (voa) آشنا تلوېزیون له لارې له یوه افغان نطاق نسیم ستانکزي سره په خپله مرکه کې په کابل کې د امریکې پخواني سفیرزلمي خلیلزاد هم همدا دا خبره کړې ده .

د برهان الدین رباني اوطالبانوپرنظامونو باندې د پاکستان معامله :

بلخوا همدا لامل ؤچې پاکستان دالقاعده مشرد استاد برهان الدین رباني د حکومت پرمهال له سو ډان څخه لومړی پاکستان اوبیا یې له هغه ځایه افغانستان ته را ؤړاود اسامه په شمول یې دالقاعده (۱۲) تنوغړوته د افغانستان د تابعیت تذ کرې ورباندې ورکړې ، خوکله یې چې د سپتمبر په نهمه  احمد شاه مسعود د تخارپه خواجه بهاؤالدین کې ددووعربانو په لاس په یوه ترورېستي پېښه کې د مسعود د خپلو خورا نږدې ملګرو په همکاري سره له منځه یووړ، ورپسې یې له سیاست ، تاریخ اوخپلې جغرافیې څخه ناخبره د بېنظیربوټوکرلی تخم یعنې ( طالبان ) د نصیرالله بابر، کرنیل امام ، جنرال حمید ګل اونورواستخباراتي اوپوځي څېروترقوماندې لاندې پرې را وړاندې کړل .

د هغوی په لاس یې له افغانستان څخه ټولې وسلې اولرغوني فرهنګي توکي ټول اوغلا کړل . خوپه عین وخت کې یې د ملا مشر، ملا برادر، ملا بورجان ، ملا رباني ( حاجي معاون ) ، د طالبانود وخت د بانک رئیس ملا احسان الله اود طالبانو ددفاع د وزیرملاعبیدالله په څېرهغه طالبان هم یو پربل پسې په مختلفو تو طئیوکې له منځه یووړل چې د پاکستان قومانده یې نه منله . نوبیا یې سمدلاسه القاعده په طالبانوکې ورمدغم کړه ، د هغوی قرارګاه وې اودفترې یې په افغانستان کې پرې جوړې کړې ، اوپاکستان له عرب شېخانو څخه خپل باجونه پرې اخیستل اوپه خپلوجیبونواوبانکونوکې یې اچول .

(۱۵) کاله دا معامله چې پروتوکول یې د ډاکټرنجیب په وخت کې په بلوچستان تفتان دښته کې د امریکایي شرکت (دالتن) له خوا د درېیووړووړوچریکي هوایي ډګرونو پرجوړولوسره ترسره شوی ؤ د ټکس ترلاسه کولوپه بدل کې روانه وه چې بیا یې د طالبانود واکمنۍ پرمهال پرکندهار، خوست اوننګرهارباندې شنډ توغندي د آزمېښت له پاره پرې را وویشتل .

پرافغانستان باندې له ناټو سره د پاکستان معامله :

کله چې طالبان هم ښه بدنام اوناکام شول ، په نیویارک کې د سبټمبرپه (یوولسمه) هغه مصنوعي پېښه وشوه چې په هغه سهارپه یاد تجارتې مرکزکې له (۳۰۰) پاکستاني وګړو څخه یو یې هم موجود نه ؤ، نوبیا یې له پاسه اوبه ورته خړې کړې اوپرطالبانوباندې یې هم له پېښې څو ورځې وړاندې معا مله وکړه ، ځکه د پاکستان لوړپوړي استخباراتي اوپوخي چارواکي یې امریکې ته وروغوښتل چې وروسته یې د هغوی رژیم د پیسو په بدل کې پرائتلافي ځواکونوباندې له منځه یووړ.

پاکستان هغه پلامستقیماً پرافغانستان باندې له ناټو سره معامله وکړه ، ځکه د ځمکې اوهوا له لارې یې له ناټوسره همکاري وکړه اوافغانستان ته یې د (۴۹) هېوادونظامي حضورراؤړ، افغانستان یې ورباندې اشغال کړاوپراشغال سربېره یې بیا ځمکني اوهوا یي بریدونه هم د افغانستان په خاوره کې دننه پرافغانانو باندې پرې پیل کړل ، پوره (۱۴) کاله دې لړۍ دوام پیدا کړاوډېربې ګناه افغانان د پاکستان اوامریکې ترمنځ په دغه ناروا معامله کې له منځه ولاړل .

امریکه ولې له پاکستان سره ورانه شوه او په وړاندې یې باید څه وکړي ؟

امریکه اود امریکې اکمالاتي کاروانونه هم له پاکستان څخه خوندي پاتې نه شول ، ځکه د پاکستاني طالبانو په نوم یې یوه ډله ورته جوړه کړه ، کله به چې له کراچۍ بندرڅخه د امریکي اکمالاتي کتارونه افغانستان ته روانېدل ، په لاره کې به پاکستاني پوځیانود امریکې مهم کانتینرونه لوټ کړل اوتشوکانتینروته به یې اورورواچاوه اوبیا به یې پرپاکستاني طالبانو ورواړول .

خوکله چې د پاکستان مناسبات له امریکې سره خراب شول امریکې یوه نیمه میاشت مخکې اعلان وکړچې موږ پاکستان ته د ترورېزم د له منځه وړو په خاطر(۳۳) میلیارده ډالرورکړي اودوی زموږ د غوښتنې خلاف له موږ څخه ددغو پیسو په ترلاسه کولوسره د تروریستانود له منځه وړو پرځای هغوی نورهم پیاوړي ، تمویل اوتجهیزکړل ، اوآن تردې چې په کابل کې د ناټوقو ماندانانوپاکستاني لوی درستیزته ویلي ؛ په کابل کې وروستي ترورېستي بریدونه ټول ددې ګواهي ورکوي چې : پاکستاني جنرالان خپله طالبان اوترورېستان دي . نوامریکه مجبوره ده چې پاکستان ترهغو پورې د انزوااوتعزیراتوخواته ورټېل وهي ، ترڅوچې د ترورېستانوپرضد عملي ګامونه پرې پورته کړي . 

 همد لته پاکستان په ظاهره واخطا غوندې معلوم شو، ځکه په اسلام آباد کې د پنجاب ادارې پرضد د کوزې پښتونخواه له لوري سوله ئیزحقوقي اومدني لاریون اود هغوی د لسوغوښتنومنل او په یوه میاشت کې د هغو ارزونه ، په بلوچستان کې د آزادۍ غږ، پرپولیسواوپوځیانوباندې ډله ئیزې مرګونې حملې اوپرپاکستان باندې د افغانستان اوامریکې له خوا پرله پسې نیوکې ټول ددې سبب شول چې پرپاکستان باندې یې ټولې لارې وتړلې اوباید له دې انزواڅخه د ځان ایستلو په خاطرپرخپلوجرمونوباندې اعتراف اود هغوجبیره وکړي .

خوپه غبرګون کې یې پاکستان هم په ډاګه کړه چې : که امریکه له موږ څخه بندیزونه لیرې نه کړي ، نوموږ به هم ددوی مهم رازونه افشاء کړو. اوهم یې وویل چې امریکې زموږ له خاورې اوهوا څخه په استفادې سره پرافغانستان باندې (۵۷) وارې درنې بمبارۍ ترسره کړې دي . له همدې ځایه موږ ویلی شوچې پاکستان زموږ په خاوره کې په ښکاره مداخلې او له نورې نړۍ سره معاملې کړې دي ، ځکه دا د خپلې خولې اقراریې یوښکاره ثبوت دئ چې ترورېستان ددوی په خاوره کې موجود دي ، پټن ځایونه ، د تمویل ،تجهیزاود ترورېستانواوځانمرګود قوماندې صادرېدومرکزونه په پاکستان کې شتون لري چې تېرې دوې اوونۍ وړاندې یې په اسلام اباد کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیراود ملي امنیت رئیس ته اقرارهم ورباندې کړی دئ .

فغان حکومت خو په وارواردا نارې ترملګروملتو پورې رسولې چې پاکستان زموږ کورنی امنیت را خراب کړی اود ترورېستانود تمویل ، تجهیز، ترېنېنګ اوقوماندې مرکزونه په پاکستان کې شتون لري ، پاکستان یې ملاتړی دئ اونړیوال ائتلاف دې د ترورېستانومرکزونه په پاکستان کې له منځه یوسي .

خومتأ سفانه چې نړیوال ائتلاف تراوسه پورې دا کارنه دئ کړی ، ځکه ترپرون پورې یې د افغان حکومت د غوښتنو په غبرګون کې ویل چې : له افغاستان څخه ورآخوا د عملیاتو کول زموږمأموریت نه دئ اوافغانان دې خپل امنیت خپله ونیسي . له همدې امله پاکستن په ډاډه زړه د افغانستان پرسرحدي سیمو باندې ښکاره توغندیز تیري روان ساتلي او پر صفري سیو او آن د افغانستان په خاوره کې یې اغزن تارونه لګولي دي .

د امریکې مسؤولیت د یاغي پاکستان په مهارکولو کې څه دئ ؟

امریکه ولې هلته د ترهګروپرځالواومرکزونوباندې عملیات نه ترسره کوي اوپرځای یې د لته  په افغانستان کې بیا داسې عملیات ورباندې کوي چې یوتن طالب له لسګونوبې ګناه افغانانوسره یوځای په کې وژني ؟ همداسې پاکستان په خپل هېواد کې ځانوژنه ناروا او په افغانستان کې ځانمرګي [ د خدای (ج‎) ، د الله (ج) د رسول (ص) اود ټول بشریت اواسلام دښمن ] ته د فدایي پګړۍ په سروروتړې چې له بهرنیانوپرته یوازې بې ګناه افغانان په کې وژني ، عجیبه داده چې هلته د سیمه ئیزاونړیوال فساد په مرکز(پاکستان) کې جهاد ناروا اود لته په افغانستان کې بیا جهاد روا ګڼي ؟ په داسې حال کې چې ( ګرګ هم درقبرجباراست ودزد هم درقبرجباراست .) دا څه ډول لوبه ده ، اوولې یوازې موږددې لوبې له پاره انتخاب شوي یو، زموږخوسراومال ټول په کې ولاړل اودا ولې؟

همدا اوس چې په افغانستان کې د ناټو د لوی قوماندان په شمول د افغانستان ، تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان اوپاکستان ددفاع وزیران اولوی درستیزان هم حضورلري ولې په ډاګه د پاکستان لوی درستیزته په یوه خوله نه ویل کېږي چې : د تروريستانوله ملاتړه د څه پرسرلاس نه اخلي او په افغانستان کې ولې تخریبي عملیات پرې ترسره کوي ؟ ولې یې افغان طالبان په څنګ کې ورسره نیولي اوافغان شموله سولې ته یې نه پرېږدي ؟ په داسې حال کې چې تروریستان هم د امریکې ګټو ته اوهم افغانستان اوټولې سیمې ته تاوان رسوي .

پایله :

که چېرې د امریکې په مشرۍ نړیوال ائتلاف د افغان حکومت ریښتینی ملاتړونه کړي ، پرپاکستان باندې خپلې مرستې بندې نه کړي اود هرډول بندیزونوفشارونه ورباندې را نه وړي ، ترورېزم ، القاعده ، حزب التحریر، افغان طالبان ، پاکستاني طالبان ، دا عش اوپه افغانستان کې د ترورېزم په نامه دغه تپل شوې پردۍ جګړه سمه تعریف نه شي ، نه به په افغانستان کې سوله راشي ، نه به په سیمه اونړۍ کې آرامي راشي ، نه به د امریکي اونورې نړۍ ګټې خوندي شي ، او نه به د سیمې اونړۍ اقتصادي راکړې ورکړې او مواصلاتي لارې ورسره په امن کې پاتې شي . ځکه پاکستان اوس مهال په یوه ناسو سرطاني خبیثه ټپ باندې بدل شوی . د سرایت مخنیوی اودرملنه یې یوازې په دې کې ده چې افغانستان ته خپلې غصب شوې ځمکې اوهندوستان ته خپلې ځمکې او بلوڅانو ته خپلې ځمکې بېرته ورکړي اونړیوال یې  سمدلاسه بېرته د پخوا په څېر په رسمیت و پېژني او د پنجاب اتومي اداره په یوه محدوده جغرافیه کې د نړیوال برق په شتون کې سره مهاراو را ونغاړي . ترڅوترورېستان پرې قبضه ونه کړي او افغانستان ، هندوستان ، سیمه اوټوله نړۍ یې له شره شلاصه شي . همدا یې د حل لاره ده . بل هېڅ بدیل نه لري ، خوشرط په کې دادئ چې د افغانستان کمزوری کورنی او بهرنی سیاسي مدیریت په خپلواکه خود جوشه اوملي بڼه ورسره پیاوړی شي .

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت