عبدالرووف لیوال

 

دبریښناکفری میترونه

موږپه داسې یوه سیمه کې اوسیږوچې دبریښنامیترونه مو هغه پخوانی زاړه میترونه دی ، هروار چې دبریښنامامورراشی اومیترونه ولولی په هر کوردرې نیم سوه ، څلورسوه وڅلویښت آویاهم ډیر مصرف چې راشی نو شپږ سوه افغانی به وی ، زموږ دجومات ملا صاحب چې په همدې سیمه کې کور لری له هر کور نه پنځه سوه افغانۍ ټولې کړی اودبریښنامامور ته یې ۹ زره افغانی منلې وې ، ترڅوزموږدسیمې زاړه میترونه  په کمپیوټری میترونوتبدیل نه شی ، خو ما ملاصاحب ته دپنځوسووافغانیو له ورکړې انکار وکړ ، او دې ملا ته چې ډیر عصری اومډرن معلومیده وویل چې (تاسوڅه کاره یاست کا کا ؟ چې داپیسې ټولوی ) هغه راته په ځواب کې وویل [ته خو جومات ته نه راځې چې ما وپيژنې - نوته څوک یې چې په مادار، دار او بابایی کوې ؟ ] هغه خوارکی ملامت نه وو، ځکه زما دنده داسې ده چې سهاروختی نه ترماخوستنه دیوې نمړۍ پیداکولو پسې سرګردانه یم – دجمعې لمانځه لوی جومات ته هغه نه راځی چې ما وپیژنی ، زه له دې تیر شوم چې ملاصاحب دبریښنا مامور ته رشوت ورکوی ، ځکه وډارشوم چې دخلکو تر مخې راباندې کومه بله ټاپه ونه لګوی ، چې په کوم بل غضب وانه وړم ، سره له دې ملا ویلی ووچې ، داسړی هم جومات ته نه راځی او هم غواړی چې کفری میټرونه ددې سیمې په صندوقونوکې ولګول شی ، خدای دې مسلمان دملا له دښمنۍ نه بچ وساتی یارب العالمین.

عبدالرووف لیوال.

 

 

 


بالا
 
بازگشت