عبدالرووف لیوال

 

جنت وسوزید

دجنت له کلمې سره جوخت دمرحوم استاداولمیرداسندره را په یاد شی چې وایی (وطن جنت نشان دی ، ګلان پکې کرم) ریښتیا هم هر چاته خپل وطن کشمیر دی اوهر وطنپال ته خپل وطن جنت نشان .

موږ افغانان هیڅ کله نه غواړوچې دچاجنت وسوزی ، اونه هم چا ته دااجازه ورکووچې زموږجنت نشان وطن راوسیزی ، خوله بده مرغه یونیم کال وړاندې ددې جنت نشان هیوادپه یوه ښکلی دره کې دبمونومورلکه آسمانی ټکه راولوید ه، اوشنې ونې ، ګلان اونورژوی یې لو لپه کړل ، خو هغه دوزخیان چې پخوا ددې درې په سمڅوکې اوسیدل لاله پخوا یې پښې سپکې کړې وې .

دخدای (ج) کړه دی دسرکښوبندګانودعبرت لپاره دادرې هفتې کیږی چې دامریکې دکالیفورنیا ایالت جنت Paradiseښارګوټی سوځی لاتراوسه ۷۱دانسانانوسوځیدلی جسدونه پیدا ، له زرو ډیرکسان لادرکه دی، هغوی وایی چې (هیچافکرنه کاوه چې داسې پیښه رامنځ ته شی ) خوپه دری ژبه کې یو متل دی چې وایی (چوب خدا صداندارد) په دې اورکې شاوخوااته زره ودانۍ او کورونه لولپه شول ، اورلګیدنه اوس هم دوام لری .

اورپیژندونکی وایی چې سږکال به دااورنی موسم لاهم دوام ولری ، سره له ډیر پرمختللی تخنیک اودهواله لارې دچورلکوپه واسطه د(فوم)شیندل هیڅ ګټه نه لری اوموسمی بادونه لاهم اورته پکی وهی ، په هر صورت دالیکنه به په دې را غوټه کړو ، چې زموږجنت ته دې هیڅ څوک په استعماری سترګه را ونه ګوری ، زموږدخلکوتدریجی سوزونې ته دې په بشری زړه سوی دپای ټکی کیښودل شی – دسرکښو بندګانو لپاره به داناورین عبرت وګرځی ،ترڅو دخدای په لوی عظمت او عدالت باوری شی .

فوم (داور ضد پوډری مواد)

عبدالرووف لیوال

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت