محمد انور ولید

 

ښخه څوک ده ؟

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د سلواغې۲۲ مه

مېرمن یا ښځه د خپل خاوند ، اوخاوند د خپلې مېرمنې یا ښځې جامه اوپرده ده ، یعنې خاوند په خپله ښځه ، اوښځه په خپل خاوند باندې پټه ده .

یا يه بله وینا :

ښځه اوخاوند یود بل لباس دي . دا زما خبره نه ده ، دا دعالمونود رب (ج) خبره ده . ښځه مورده . ښځه خورده ، ښځه نیا ده ، ښځه لورده ، ښځه ترورده . ښځه توړۍ ده ، ښځه لمسۍ ده . ښځه مېرمن ده . ښځه د انساني ټولنې هغه ځواک ده چې په یوه لاس زانګو زنګوي او په بل لاس نړۍ ، ځکه همدا ښځه ده چې ترآدم (ع) راوروسته یې ټول پیغمران ، نبیان ، ائېمه دین اوحقیقي مشران د بشپړې انساني معاشرې دلارښوونې له پاره په خپله غېږکې روزلي اوسالمه روزنه اوپالنه یې ورکړې ده .

د صالحې ښځې له سپېڅلې غېږې اولمنې څخه هم رغنده انساني نړۍ ، اود نړۍ ؤلسونه ، هېوادونه او نظامونه جوړشوي اوهم یې په سیمه اونړۍ کې سترانساني دغنده انقلابونه را وستي دي .

خوددې په عکس داسې ښځې هم په تېره ماضي ، حال اواستقبال کې موجودې وې ، همدا اوس شته اوسبا به هم وي چې له خپلو ناولوغېږوڅخه یې انساني نړۍ نړولې اود انسانیت تعمیرونه یې د خپلې نفسلني غریزې اوشیطاني خواهشاتوپرمټ له بېخه چپه کړي دي . ځکه د هغوی دانسانیت ضد تګلاره تل داولیاء الشیطان له خوا رهبري شوې اورهبري کېږي اودغه ډول ښځې له هغونوروسره ډېرتوپیرلري چې خپل برید یې خپله یا د بل په لاس له منځه وړی ، د خپل عزت النفس بې حریمه باغ یې د پردیونامحرموانساني اوحیواني هوس رانیواوخوا سړولوله پاره په پټه اوښکاره تاله ترغه کړی ، اود انساني خدای ورکړي کرامت خلاف یې خپل عقد مات کړی اوخپل پت اوعزت یې دڅارویو په څېرپه کوڅه اوبازارکې د منډیي د تروخت تېرمال په نرخ لیلام کړیدئ ، خپله ټوله ځوانه انرژي یې په نامحرموباندې مصرف اوتلف کړې ده ، خواوس د بي بي حاجي او مدافع وکیلې په نقش کې را ولاړې شوې اود اصیلو ببیانواوباعفته مېرمنو په استازیتوب د بشري حقونود تش په نامه ( ان جي او) له آدرسه د خپل جیب ډلکولوپه خاطرد فاع کوي ، نارې وهي اوپه اصطلاح د هغوی هغه ډول حقوق غواړي کوم چې غرب ښځوته ورکړي .

د کفري نړۍ د لېوانودخولې په دغه ډول درواغجنوشعارونوسره لومړی د انساني جنس ددغه ډول پسونو( ښځو ) د آزادۍ اوحقوقو نارې سورې جوړې کړي ، اوورپسې دهمدغولېوانوپه خولوسره د آزادوشویوپسونو( ښځو ) د استعمالولو، داړلو، څیرلواوخوړلوحقوق خپله د نا خبریواوبې علمیو په توروتیاروکې ورتاله ترغه کړي .  

ددې مثال داسې دئ لکه یوړوند چې یوه بینا ته څراغ اورڼا تشرېح کوي ، په داسې حال کې چې ړانده له پېله څراغ اورڼا په خپلوسترګونه لیدلي اونه یې هم محسوس کړي وي . همداسې دغه ډول ښځې هم خپل حقوق په شرعي لحاظ د ړانده په څېرنه پېژني ، نود بل حقوق به څه ډول وغواړي ، دوی خودهغو ړندو مدافع وکیلانوپه څېرپه خپلوهغوحقوقوباندې هم نه دي خبرې چې کریم الله(ج)ښځوته څومره حقوق ورکړي دي ، خوچې کومه یوه یې په مېدیاوواورسنیوکې ځان ښکاره کوي ، هغوی ټولې د حقیقت پرځای داسې سفسطې وایي اوخپلې بابولالې بولي چې نه له عرف سره سرخوري اونه هم له قانون ، تحقیق ، علم اوشریعت سره . دغه ډول ښځوته غوږ نیول هم هسې د وخت ضایع کېد ل دي اوبس  .

لازمه خوداده چې هغوی باید لومړی خپله ځانونه په شرعي اوانساني اندازکې پوه او اصلاح کړي ، ترڅو ددوی اغېزمن مثبت کردارددوی د خپلواړوندوکورنیومشران اوکشران ، نراوښځې ، واړه او زاړه په خپلوسترګو وویني ، چې بیا ددوی هغه کردارد کورنۍ د نوروغړود لارې مشال جوړشي . خپلې ټولنې ته دې د لنډه غرو، قاچاقچیانو،اختلاسګرو، بداخلاقو، جواریګرو، پوډریانو،غلو،درواغجنو، بد کارو، بېد ینو، مخل د امنیت ، مضرد جامعې ، مشهوربالفساد ، ملي خائنانواونورو ارذالو پرخای سالم اولادونه وړاندې کړې ، بیا دې د نوروحقوق په حقیقي ، انساني اوقانوني توکه وغواړي .

خوداسې هم نه چې خپله په دې ټولوساري ناروغیو باندې اخته اودکرګس په څېرتل د مردابونوپه مردارواوبوکې ورلوېدلې وي ، ځان ترې را ایستلی نه شي اونوروته د تداوۍ ، مدوا ، درملتې او خلاصون چیغې وهي ، لارې اوګودرې ورته ښیي . په داسې حال کې چې ټول خلک یې ویني چې دغه ډول مېکروبي انسانان په همدغه ډول چټلیوکې خوشحاله وي ، تل یې له مچانواوکثافاتو سره سروکاروي او خپل ژوند په مردابونو ، چټلیواوغیرانساني حیوان صفته کارونوکې لټوي .

خود بلبل او پروانې په ځېرپاکلمنواوپاک سیرته مېرمنوته بیا خپل عفت ، خپل حمیده اوملکوتي اخلاق اوپاک سیرت او صورت د ګل اوچمن په څېرښکاري چې هېڅکله هم هغه دمردابونوپراوبواود کثافاتوپرمحیط باندې نه بدلوي ، ځکه حریم ماتوونکې ښځې خپل مرک اوژبلې په مردابونواوکثافاتوکې ویني ، په داسې حال کې چې ناطق اوعاقل انسا ن هېڅکله هم خپل ځان په خپله د هلاکت کندې ته نه غورځوي اوځان وژنه سترجرم اوخپل ځان د بې پروایۍ له امله مجرم ګڼي .

د ابوالبشرد ځوځات همدغه ډول مېرمنولومړی خپل ځانونه په محمدي اخلاقوجوړکړی ، بیایې خپلې کورنۍ روزلې دي او ورپسې یې خپلوټولنواونړۍ ته داسې زامن اولوڼې وړاندې کړي چې پرهغوی باندې یې د اخلاقي ځواک پرمټ په ټولنواونړۍ کې سترستراخلاقي بدلونونه منځ ته راوړي ، ښارونه ، سیمې او هېوادونه یې فتح کړي اود لوړوتمدنونود واکمن هرم څوکې ته یې خېژولي اوتسخیرکړي دي .  

له دې ټولو خبرو موږ دا پایله ترلاسه کولی شو چې په ټوله نړۍ کې دوه ډوله ښځې شتون لري : یو ډول ښځې فطرتاًاویا په اکتسابي توګه وجداناً په سیرت او صورت دواړو باندې روغې دي چې تل یې موخه اوهڅه د بشپړانساني عروج په لورد خپلې کورنۍ ، خپلې ټولنې ، خپل هېواد ، خپل نظام ، خپل محیط اوخپلې نړۍ روزنه ، لارښوونه او رغونه ده .

خوبل ډول یې داسې ښځې دي چې له موره ترګوره پورې فطرتاً اویا په اکتسابي توګه بې وجدانه د خپل سیرت او صورت له مخې ناروغه دي اوتل یې هڅه اوتکل داوي چې د خپل ځان په څېرخپله کورنۍ ، خپله ټولنه ، خپل محیط ، خپل هېواد ،خپل نظام او ټوله نړۍ په یوډول نه په یوډول په مرداریوسره ولړي اوچټله یې کړي ، ترڅووجدانونه او ویښ ضمیرونه د تل له پاره په کې مړه او حق اوحقیقت د بې انصافیوپه دارباندې په اعدام محکوم شي .

همدلته ده چې باوجدانه ، با ایمانه او باضمیره روغې ښځې کورنۍ ، ټولنې ، هېوادونه ، نظامونه او نړۍ جوړوي ، او بې وجدانه ، بې ایمانه او بې ضمیره ناروغې ښځې کورنۍ ، ټولنې ، نظامونه ، هېوادونه اونړۍ ورانوي .

یا په بله وینا ؛

داسمه اوپرځای خبره ده چې صا لحه اودینداره ښځه هم د خپل خاوند د سرتاج ده ، هم یې لباس ده ، هم یې عزت ده ، هم یې د کور قائم مقام پاچا اوملکه ده ، هم یې دکوردانګړښارواله ده ، هم یې دکوردخزانې صادقه اوامانتکاره وزیره ده ، هم یې دخپلو ماشومانوهغه لومړنۍ معلمه ده چې په یوه لاس د خپلواکه کورنۍ د پاچاهۍ زانګو زنګوي او په بل لاس جهان زنګوي . خونا سمه اوغیرصالحه اوخائنه ښځه چې د خپل خاوند په کورني ژوند ـ مال ـ عزت اوابروکې خیانت کوي ، د وخت اوزمان سره سم ځان پلوري ، د کورنۍ د ماشومانو روزلو زانګو اوپاچاهي یې ور ړنګوي هم د خپل خاوند د شملې ټیټولواوپرځمکه د ویشتلووسیله ده چې د ماشومانوتربیه یې ورخرابوي ، داسې ښځه په یوه لاس خپل کوراوخپله کورنۍ ـ او په بل لاس نړۍ ړنګوي ، نودا بیا د کورښځه نه ، بلکې دا یوه دابة الارض ده چې هم ځان اوهم جهان ړنګوي ، الله (ج) دې موږاوټول مسلمه امت له دغه ډول ښځوڅخه لیرې ، ژوندي اوخوندي وساتي .

 

 

 


بالا
 
بازگشت