د افغانستان ترانزیتي سرچینې

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د تلې ۱۵ مه

د پنځمې برخې وروستۍ :

ترانسپورت او ترانزیت :

که څه هم د افغانستان د هوایي ډګرونو پراختیااو په لویو نړیوالو سازمانونولکه (TIR) کې زموږ د هېواد غړیتوب یوه لویه لاسته راوړنه بلل شوې ، ځکه پخواتر دې افغانستان په دغه ډول نړیوالوسازمانونوکې غړیتوب نه درلود ، خواوس له سیمې او ګاونډیو هېوادوسره په دغه غړیتوب باندې ترا نزیتي اوترانسپرتي بهیرډېره چټکه وده کړې ، خکه پخوا یې داسې آتکل نه کېده . خو پوښتنه داده چې څومره عملي بڼه لري ؟

ځکه تراوسه پورې چې له سیمه ئیزواوګاونډیوهېوادو سره څومره هوکړه لیکونه شوي شوي ، د افغانستان په خاوره کې اوس هم له ستونزو سره مخ دي اوهېڅ د پام وړپرمختګ نه دی په کې شوی . ځینې ګاونډیان لاهم د افغانستان حکومت په خپل هېواد کې د ننه خپلو پروژوعملي کولو ته په قلاره نه پرېږدي ، ځکه چې موږ یې ښکاره تخریبي بېلګې د افغانستان پهغربي اوجنوب غرب ولایتونوکې ولیدلې چې دیادو پروژکارکوونکې یې شهیدان کړل ، انجنیران یې وتښتول سیمه یې نا امنه کړه اود حکومت روان کارونه یې په ټپه ودرول .  

عوائد :

تر(۱۳۹۳) کال مخکې د عبوري ملکي الوتکو فیس (۴۰۰) امریکایي ډالرټاکل شوی ؤ ، په ( ۱۳۹۳ ) کال کې دغه فیس (ټکس) (۵۰۰) امریکایي ډالروته لوړشو. خواوس دغه ټکس (۷۰۰) امریکایي ډالره ورته ټاکل شوی دئ .

دغه فیس ( ټکس ) یوازې د هغو ملکي الوتکو له پاره ټاکل شوی چې د ملکي هوایي ډګرونواو ملکې الوتکو واک یې له افغان حکومت سره دی .  خو هغه خپل سری پروازونه چې له تېرو (۱۸) کالو را په ایسته زموږ په هوایي قلمرو باندې د ننه ترسره شوي اوهېچا یې د یوه قانوني لرغوني خپلواک هېواد او نظام په توګه افغان حکومت ته یو پول ټکس او فیس نه دی ورکړی چې موږ یې ورځني ، کلني اود تېرو (۱۸) کالوارقام د ترانزیتي سرچینو د پنځمې برخې په لومړۍ خپره کړې لیکنه کې نشرکړي دي .

بلخوا حکومت ویلي چې له دې درکه اوس هرکال لږترلږه (۱،۹۲۰۰۰۰۰۰۰) افغانۍ عائد ترلاسه کېدای شي ، چې د هرې ورځې عائد ( ۵۲۶۰۲۷۴) افغانۍ کېږي . اودغه نسبي عاید هم وروسته له هغه یقیني شوچې د ځینوهوایي ډګرونواجازه افغان حکومت ته ور کړ شوه ، خو پخوا دا عواید هم موږ نه لرل .

ترهغې پخوا چې هرهېواد ، هرخیریه بنسټ اوهرلیرې او نږدې ګاونډي زموږ هوایي ډګرونه په خپل سرکارولي او زموږ له هوایي قلمروڅخه یې ناوړه ګټه اخیستې ، هغوی ټول باید افغان دولت ته د خپلو ټولوترسره شوو پروازونوټکس اوفیس ورکړي ، ځکه دوی ټول د نړیوالوقوانینوله مخې د هوایي ترانزیت اوهوایي چلند له درکه د افغانستان پوروړي دي .

له افغانستان ، افغانانو او افغان حکومت سره کمک اوهمکاري یوازې دا نه ده چې د ښارپه منځ کې د زغره والوګاډو کتارونه اوغوبل جوړکړي ، یا داچې یوازې د افغانستان په خاوره کې یوبم د افغانستان د نظام پرمخالفینو باندې خورځوي او دری نوربیا پربې دفاع او بېګناه افغانانو ، ملي اردو او ملي پو لیسو باندې ورواچوي ، ترورېستان وده ورسره وکړي اود ترورېستانوځالې او د تمویل ، تجهیزاو تصدیرمرکزونه او حامیان یې نورهم ورسره تقویه او پیاوړي شي . بلکې مانا یې داده چې افغانستان ورغوي اود افغانستان خپلې عایداتي سرچینې باید ورباندې وچې اوغصب نه کړي ، بلکې په عصري سیستمونو یې باید په بیا رغونه کې مرستې ورسره وکړي ، ترڅو افغانستان د غربت په سیوري کې نورایسارونه ساتل شي .       

افغان دولت وایي چې په ۱۳۹۵ لمریزکال کې دغه کچه (۲۶۷۰۰۰۰۰۰۰ ) افغانۍ وه ، خود وسائطواومسافرینوله لارې د شفافواو رڼوعوائدو راټولولو له پاره ترهرڅه مخکې احصاېیوي سیستم رغول اړین دي ، اوددې کارترسره کولوله پاره په کمپیوټري سیستم باندې د عبوراومرورځمکنۍ اوهوایي دروازې باید ولرو چې د ځمکې اوهوا د ترانزیت ټول کنټرول باید د حکومت په لاس کې وي .

اوس چې د ملي وحدت حکومت د خبل کارپه څلورم کال کې دئ ، ورته لازمه ده چې په پاتې کاري موده کې د ترانزیت او ترانسپورت دغه نیمګړي کارونه بشپړکړي اود تېروحکومتونو په څېرد خپلو کاري نیمګړتیاوو میراث نورو ته په میراث پرې نه ږدي .

همدا اوس په هوایي اوځمکني ترانزیت او ترانسپورت کې ډېرې نیمګړتیاوې په سترګو لیدل کېږي چې لیرې کول یې اړین دي . د بېلګې په توګه : نن سبا افغانستان د وارداتي وسائطو په مارکېټ بدل شوی ، یوازې د کابل په وړوکې ښارکې تر (۸۰۰۰۰۰) زیات دولتي اوغیردولتي وسا ئط ګرځي چې یوزیات شمېریې له ترافیک سره راجسترهم نه دي ، شخصۍ او غیرشخصي ټول سره مخلوط دي . د ټرانسپورت  وزارت له خوا یې سره له پړسېد ليو تشکیلاتوهېڅ څارنه اوکنترول نه شته . د هرې سیمې اوناحیې ټکس اومالیه نه ده معلومه . د وزارت ترانسپورت مأمورین اود وزارت داخلې پولیس او دوسائطومالکان ټول سره غاړه غړۍ شوي او دوسائطو مالکان په خپل زړه له مجبورو ښاریانوڅخه د جزیې په شکل پیسې اوکرائیې اخلي چې دغې تشې هم دولت اوهم ملکي خلکوته زیات تاوانونه وراړولي دي .

قوانین اوهوکړه لیکونه :

دولت په خپله څلورکلنه دوره کې پردې وتوانېد چې د ترانسپورتي قانون مسوده جوړه کړي ، خو په تعمیل کې یې لاهم د زورواکواومافیایی کړیوله خوا ستونزې اوخنډونه مخې ته شته ، ځکه زورواکي خپل ځان ترقانون لوړګڼي اود قانون بې احترامي تل همدغو زورواکوکړې ده . په داسې حال کې چې له حکومت سره خلک ترڅنګ ولاړدي اوقانون ، حکومت اوخلک ترهرزورواکې ډېرزوروردي چې باید په وړاندې یې د مخنیوي له پاره په عمل لاس پورې کړي .

·       دولت په سیمه ئیزه او نړیواله کچه د (TIR) د مقررې مسوده جوړه کړه ،

·      د (TIR) د سیستم د عملي کولو له پاره یې پلانيزه طرح وړاندې او ملي کمېټه یې ورته جوړه کړه .

·       له ایران او هند سره یې د چابهار له لارې دری اړخیز تړون لاسلیک کړ .

·     اروپایي هېوادوته یې د لاس رسي په موخه له ترکمنستان ، ترکیې ، آذربایجان اوجورجیا سره د لاجوردود لارې څواړخیزتړونونه لاسلیک کړل .

·     د افغانستان اوازبېکستان ترمنځ یې د ترانسپورتي بنسټیزوهمکاریوهوکړه لیک لاسلیک کړ .

·       د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یې دوه اړخیزه تړونونه لاسلیک کړل .

·     د افغانستان ، چین او تاجکستان تر منځ یې دری اړخیزه ترانسپورتي هوکړه لیکونه لاسلیک کړل .

·     د افغانستان اوجورجیا ترمنځ دوه اړخیزه ترانسپورتي همکاریود نهایي کولواوبشپړولوتړون لاسلیک شو .

·       د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ په ترانسپورتي برخه کې هوکړه لیک بشپړشو .

پروژې :

·       د ( آتا مراد ، امام نظر، آقینه ، اند خوی ) د آسیا د نړیوالې رېل پټلۍ پرانسته .

·     له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو د لېږد د نل لیکې ( ټاپي ) پرانسته .

·       د نیمروزد هوایي ډګرپرانسته .

·       د بامیانود هوایي ډګرپرانسته .

·       د فراه د هوایي ډګرپرانسته .

·       د فراه ولایت د هوایي ډګرپرانسته .

·       د کندهارد نړیوال هوایي ډګرپرانسته .

·       دکندز د هوایي ډګر پرانسته .

·       د د غزني د جاغوریود هوایي ډګرپرانسته .

·       ددایکنډیودهوایي ډګرپرانسته .

·       د زابل د هواي ډګررنوې اوترمینل بشپړول .

·       په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډ ګر .

·       د بېلا بېلوولایتونود سړک او رېل پټلۍ د (۶۳) پروژو بشپړېد ل .

ترانزیت :

·       په بېلابېلو ولایتونو کې د سړک او پلونود (۲۵) پروژوسروې اوډیزاین .

·     له شمال څخه سوئل ته ، له ختیځ څخه لوېدیځ ته ددهلېزونواو ددوشي اوبامیانود سړک د کارپرانستل .

·       په بېلا بېلو ولایتونوکې د جغلي سړکونود (۵۷) پروژوساتنه اومراقبت .

·       د کابل – جلال آباد اود کابل – کندهارد لویولارواساسي ساتنه اومراقبت .

·       د(۹۷۳،۵) کیلومتره سړک جوړول .

·       په (۳۴) ولایتونوکې د (۱۲،۵) کیلومتره سړکونوساتنه اومرافبت .

پایله :  

خوپوښتنه داده چې د پورته هوایې اوځمکنیودهلېزونود ټکس اومالیې بهیرولې دومره پڅ روان دئ اوولې یې دقیقه څارنه اومراقبت وجود نه لري چې ورځ تربلې د خراب امنیتي وضعیت له امله لویې لارې اوسړکونه ، پلونه اوعام المنفعه ځایونه تخریبېږي ، سړي وژل کېږي ، مالونه چوراوغلا کېږي اود افغان ګمرکاتودعوایدود آمارواوارقاموسعودي اونزولي ګراف هره ورځ په نمایش کې ښودل کېږي ، خود غیب کېدواوورکېدو احتمال یې هره ورځ اوهره ګړۍ ځکه محسوس وي چې پر تر=انزیت باندې سمه څارنه اومدیریت په نشت باندې حساب دئ .

له دې ټولوداسې نتیجه ترلاسه کېږي چې افغانستان لاهم د ښې حکومتولۍ ، اداري اصلاحاتو، کاري ظرفیتونواوقانون مدارۍ څخه برخمن شوی نه دئ . لاتراوسه پورې په افغانستان کې د پردیومداخلوله امله پاچاهي ګردشي اوانارشي حاکمه ده .

په افغان ټاکنوکې د حکومت اوزورواکو، حکومت اومخالفینو، حکومت اوسیاسي ګوندونو، حکومت اواستخباراتي چینلونو، حکومت اوګاونډیوهېوادونو، حکومت اونړیوالې ټولنې ترمنځ غیرقانوني سیالي روانه ده . ټولې خواوې هڅه کوي چې د ملت کورته له کومې ممکنه دروازې اودرڅې څخه ورداخل شي ، ترڅویوځل بیا د افغانستان ملي وثیقه د تېرپه څېردعنکبوت د جال په شکل یوازې د خپلوشخصي مفاداتو له پاره استعمال کړي اود بېسوه مظلوم ملت وینې ترې و ځبېښی ، ملي عائدات اوملي شتمنۍ په بډه ووهي اوپه جسد باندې یې خپل سوړتجارت وکړي . خوملت باید خپل ځان اوخپل ماشوان پرداسې چا باندې ونه پلوري چې راتلونکی برخلیک یې بیا هم د تېرپه څېرد سیاسي جواریګروترمنځ په قمارخانو اومیخانوکې لاسلیک اوافغان ؤلس له خپلوکورنیو تولیدي تدارکاتو ، سرچینو اوعائداتوهم په کې بې برخې پاتې شي .

                                                                                                                   ( محمد انور ولید )  

               

 

  

 


بالا
 
بازگشت