د افغانستان مخابراتي سرچینې

 محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریز کال ـ د تلې ۲۲ مه

شپږمه برخه :

له (۲۰۰۰) زیږدیزکال څخه مخکې افغانستان یوازې د پُست ، تلېګرام اوتاري تېلېفون له لارې خپلې ملکي اړیکې په هېواد کې د ننه سمبالولې ، چې په هغوکې به په ورځو، اوونیواومیاشتوهم مکالمواوکتیبوصورت نه شوموندلی .

خوله (۲۰۰۰) زیږدیزکال را په ایسته مخابرات په افغانستان کې په نوې عصري تکنالوجۍ سره په ناڅاپي توګه را څرګنداوسمبال شول . لومړنۍ مخابراتي کمپنۍ چې افغانستان ته راغله او په (۲۰۰۰) زیږدیزکال کې یې په فعالیت پیل وکړ، هغه د افغان بېسیم (AWCC) مخابراتي کمپنۍ یا شرکت ؤ.

د افغان بېسیم د دغه شرکت له لارې تر(۲۰۱۷)زیږدیزکال پورې } )۵۰۰۰۰۰۰ ( میلیونه افغانانو تلېفوني اړیکو ته لاس رسی وموند .

افغان بېسیم پنځه ملیونوعادي خلکو، سوداګرواودولتي مشتریانوته چې د افغانستان په (څلوردیرش ) ولایتونو کې موقعیت لري، د 2.5G ، 3G ،3.75  G ،4G لوړغږ، انترنټ اومبایل بانکي خدمات وړاندې کړي.{

دې شرکت د خپلو ټولنیزو راکړه ورکوونکو ، پېرودونکو اواستازو په لرلوسره له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډېرافغانان په دندو ګمارلي دي.

د افغانستان بېسیم مخابراتي سکټورد هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې د حکومت له ۲۵٪څخه زیات مالي عایدات جوړوي.

افغان بېسیم د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې خپل 4G خدمات چې په افغانستان کې د 4G LTE یواځېنۍ شبکه ده وړاندې کړل. همدا راز دې شرکت د مبایل له لارې د پیسو ورکړې او ارزښت لرونکي اضافي خدماتو ته په چټکه توګه پراختیا ورکړه.

دا شرکت د 125 هېوادونو له 425 بیسیم شبکو سره نړیواله مخابراتي ملګرتیا لري.

د۲۰۱۷ کال په آګست میاشت کې یې د انټرنټ له لارې چې د خدماتو نوې لړۍ ده په لاره واچوله.

له افغان بېسیم شرکت څخه وروسته په (۲۰۰۳) زیږدیزکال کې روشن مخابراتي شرکت ( کمپنۍ ) افغانستان ن ته را غله اوپه فعالیت باندې یې پیل وکړ. د لومړي ځل له پاره د کاراو ټولنیزو چاروله وزارت سره د روشن  مخابراتي کمپنۍ د بلخ، هرات، پکتیا، کندهار، کندز، بدخشان اوننګرهارولایتونوکارکوونکوته د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې اورجسټرېشن د ارزونې په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د شته خنډونو په لرې کولوخپل نظرونه سره شریک کړل . سیستم یې روغ دي ، خوددغه مخابراتي شرکت له کردېت کارتونو ټول هېوادوال سرټکوي اووایي چې په یوه زنګ تېرولوباندې په لسګولوافغانۍ له موږڅخه خوري . خو حکومت دنده لري چې د آزاد رقابت له لارې خصوصي مخابراتي کمپنیوته بلنه ورکړي ، ترڅونورې مخابراتي کمپنۍ هم افغانستان ته راشي ، د لته پانګونه وکړي ، خصوصي مخابراتي کمپنۍ ډېرې شي اود کرېدېت کارتونو بیې نورې هم د سیمې اونورې نړۍ په څېرزموږ په هېواد کې هم را ټيتې شي .  

ورپسې په (۲۰۰۶) زیږدیزکال کې د اتصالاتوپه نوم د متحده عربي اماراتود مخابراتي کمپنۍ یوه څانګه افغانستان ته راغله اوخپل  فعالیت یې په افغانستان کې پیل کړ. دغه کمپنۍ هم د روشن د مخابراتي کمپنۍ په څېرد کرېدېت کارتونوپه زیاتې بیې سره هېوادوال له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي .   

وروسته (MTN) مخابراتي شرکت چې په لومړي سرکې په اریبا باندې مشهورؤ په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ.

په (۲۰۰۳) زیږدیزکال کې په افغانستان کې یوازې له (۱۰۰۰۰۰)ګرځنده تلېفونونوڅخه ګټه اخیستل کېدله . په داسې حال کې چې   (۷) کاله وروسته ، یعنې په (۲۰۱۰) زیږدیزکال کې په ټولومخابراتي شرکتونوکې (۱۲،۵) مېلیونه پېرېدونکي ثبت اوراجسترشوي ووچې تقریباً په سلوکې (۵۰٪ ) زیاتوالی ښیي .

مخابراتي شرکتونه په دې هیله ووچې دغه مقدارپه (۲۰۱۱) زیږدیزکال کې په سلوکې (۹۰٪) ته لوړکړي .

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان برښنایي انرژۍ ته د لاس رسي له مخې د نړۍ ترټولومحروموهېوا د وله ډلې ګڼل کېږي .

اوس مهال په هېواد کې ټول ټال له (۲۳،۶۵) مېلیونوڅخه ډېرکسان مخابراتوته لاس رسی لري چې په (۳۴) ولایتونوکې یې (۸۹٪) سیمه ترپوښښ لاندې راوستې ده .

له نوري فایبرشبکې څخه تر(۵۰۰۰۰۰۰۰) ډالروزیات عواید ترلاسه کېږي چې له (۱۲۰۰۰۰) څخه ډېروکسانوته د کارزمینې پرې برابرې شوې دي .

په (۱۳۹۶) لمریزکال کې د انترنټ کاروونکوشمېرله ( ۸،۴) مېلیونوڅخه (۱۳،۹۵) مېلیونوته لوړشواوپه ټول هېواد کې د انټرنټ بیې را ټیټې شوې .  

د مخابراتواومعلوماتي تکنالوجۍ وزارت عواید (۱۷٪) سلنه زیات شوي دي :

حکومت په مخابراتي اومعلوماتي تکنالوجۍ کې ډېرې لاسته راوړنې لري . له تېرو دری کالو را هیسې یعنې له (۱۳۹۳) لمریزکال څخه را په ایسته تر(۱۳۹۶) لمریزکال پورې د انټرنټ پوښښ له (۱۷٪) څخه (۵۱٪) ته لوړشوی دئ .

د مخابرانو اومعلوماتي تکتالوجۍ وزارت ویاندمحمد یاسین صمیم ویلي چې : دمخابراتو وزارت په ۱۳۹۵ لمریزکال کې د ۱۳.۷ میلیاردو افغانیو په کچه عایدات لرل چې (خواوشا۲۲۵میلیون ډالره ) کېږي ،چې د تېرکال په پرتله د (۲ میلیارد ه افغانيو) په کچه زیاتوالی په کې راغلی دئ .

ښاغلي صمیم ویلي : په ۱۳۹۵ لمریز کال کې ددې وزارت مستقیم درآمد ۵.۹ میلیارد ه افغانی ؤ ، چې ۴.۲ میلیارده افغانۍ یې په سلوکې ( ۱۰٪ ) د موبایلونو پرکریدت کارتوباندې د مالیې وضع کولو له درکه را ټولې شوې دي . خو پوښتنه داده چې د مخابراتوپخوانی وزیرولې د (۱۰٪)غیر شفافي مالیې باندې بندي شواوولې بېرته سپین بازراوؤت؟؟؟

خود ښاغلي صمیم په خبره ، پاتې عواید ددې وزارت په غیرمستقیموهغوعوایدو پورې اړه لري چې د وزارت مالیې له خوا له فعال مخابراتي شرکتونوڅخه د مخابراتواوتکنالوجۍ په برخه کې اخیستل کېږي .

په افغانستان کې مخابرات اوتکنالوجي د اقتصادي برخو ه مهموسرچینوڅخه کڼل کېږي چې په تېروکلونوکې یې د پام وړ پرمختګونه لرل،ځکه ډېرې پانګې یې ځانته پرې را جلب کړې وې .

د صمیم د معلوماتوپراساس تراوسه په دې برخه کې (۲،۳ ) میلیارده ډالر پانګونه شوې ده . اوهمدا اوس په دې برخه کې (۲۰۰۰۰۰) تنه په کارمشغول دي چې په سلوکې (۴۰٪ ) یې ښځې دي .

دده په وینا په دې هېواد کې د مخابراتي شبکو د کاروونکو شمېر (۲۱۰۰۰۰۰۰) تنو ته رسېدلی چې د دې هېواد د ټول نفوس (۸۹٪ ) تشکیلوي .

ښاغلی صمیم وایي : په (۱۳۹۵ ) لمریزکال کې د مخابراتي پوښښ ساحه په سلوکې (۴٪) اود انترنټ د پوښښ ساحه په سلوکې (۷٪) زیاته شوې ده .

د مخابراتووزارت ویاند وایي چې : په روان لمریزکال کې ددې وزارت په وړاندې سترې ننګونې نا امنۍ وې چې ددې وزارت خدمات یې له ستونزوسره مخ کړي وو .

د هغه په خبره ، په یاد کال کې تر(۴۰) زیاتومخابراتي سایټونوته اورلګېدلی اوسوځولي یې دي اوتر(۴۰۰) سایټونو پورې نورسايټونه تړل شويدي .

د نوري فایبرله شبکې سره خواوشا د (۱۰۰۰) کیلومتروپه غځولو لسګونه تعلیمي اوتحصیلي مرکزونه وصل شوي دي ،د زرګونودیجیټل تلیفونونودکرښووېش اود انترنټ د بیې ټېټېدل ددې وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي چې د تېرکال له لاسته راوړنوڅخه یې ګڼي .    

په دې دوره کې (۵۰) دولتي پُستونه اوتحصیلي مؤسسې . (۹) ښوونځي او(۵۰) دولتي ادارې له نورې فایبرڅخه ګټه اخلي . د بدخشان د واخان له لارې له چین سره د نوري فایبرتفاهم لیک لاس لیک شوی چې دا کاربه افغانستان د انټرنټ د ترانزیت او معلوماتي تکنالوجۍ په مرکزباندې بدل کړي .

د (۲۰۱۶) زیږدیزکال له نیمایي څخه د افغانستان سټلایټ د خدماتود خرڅلاو په زیاتوالي سره عواید ود پروژې له لګښتونوڅخه زیاتوالی موندلی چې د افغان مخابراتي نشراتي خدمتونود وړاندې کولوترڅنګ په افغان دولت کې به دوامداره عایداتي سرچینې بد لې شي .

افغان دولت هڅه کوي چې د نوري فایبرشبکې سیاست د نړیوال اتصالي سیاست اوسیمه ئیزترانزیت پرمرکزبدل شي .

لاسته راوړنې یې دادي :

·       د همګټوهېوادو په بورډ کې غړیتوب (RCC) .

·       د ( ICT )د سایبري جرمونواوبرښنایي معاملاتود قانون د مسودې تدوین .

·       د انټرنټ کارولو پرمهال د ماشومانود خوندیتوب له پاره د پالېسۍ د مسودې تدوین .

·     د نوري فایبرزېربناووته د لاس رسي او په مناسبه بیه د (brondband) خدمتونو وړاندې کولوپه موخه دعرضه کوونکوتر منځ د رقابتي چاپېریال جوړولوله پاره د پالېسۍ تصویب اود خصوصي شرکتونود فعالولوله پاره د زېربناووجوړولوحق ورکول .

·       د آنلاین اوپلورله پاره د سوداګرۍ بورټل سیستم جوړول ، په آنلاین ډول د مالیې ورکړه ، د برښنا بېل ورکول اود راپور ورکړه ، د عامې روغتیا په اړه عامه پوهاوی ، د واکسین تطبیق .

·     د اقداماتوڅخه یود سیمه ییزومواصلاتو (Regional Connectivity) پروګرام دی. هغوؤلسوالیواوکلیوته د مخابراتي خدمتونووړاندې کولوله پاره د سټلایټي شبکوطرحه جوړول چې همدااوس (۳۰۰) کلي او(۲۷) تلوېزیوني شبکې له سټلایټ سره نښلول شوېدي .

·     د وخت پېژندنې تخنیکي سیستم جوړول Real Time Data Management System)

·       په مرکزاوولایاتوکې د (۵۰۰۰)سیم لرونکي دیجیټلي تلېفون دمزوشمېرې فعالول .

·       د (۶۸۶۶)مخابراتي سایټونونصب اوفعالول .

·       په (۳۴) ولایتوکې د (۸۷۲) مخابراتي پایو نصب او فعالول .

 د مخابراتووزارت: پُستي خدمتونود افغانستان عواید لوړکړي دي

د افغانستان د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (۱۳۹۶) لمریزکال د تلې په (۲۳مه ويلي چې له (۲۰۰۱) میلادي کال را وروسته، د پُست سکټورته د حکومت د پاملرنې له امله په پستي چاروکې د پرمختګونوترڅنګ ، یاد سکټورد دولت عواید هم لوړکړي دي .

ښاغلي اریوبي زیاته کړه:

"سږ کال افغان پُست تقریباً ۸۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي اوکه د پُست د خصوصی شرکتونوعواید هم ورسره جمع کړو، نورهم زیاتېږي، نوموړي وویل چې هڅه کووخلکوته ډاډمن اوپرته له ستونزوخدمتونه وړاندې کړو، دغه شان هڅې کوو سیسټم یې ان لآین کړو چې خلک پُست ورکړي او وویني چې چېرته رسېدلی اوباوري شي چې نه دی ورک شوی، آریوبي زیاته کړه چې دغو مسئلوته مو ځانګری پام کړی دی."

د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتوله مخې، تېرکال دغه عواید (۴۵۰۰۰۰۰۰۰۰ ) افغانۍ اودوه کاله مخکې (۱۵۰۰۰۰۰۰۰)افغانۍ وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو وویل: افغانستان د پُست د نړیوالې ټولنې په ۲۰۰ غړو کې شامل هېواد دی چې اوسمهال د یوشمېرنړیوالوپُستي شرکتونوسره اړیکي اومعاملې لري اوله هېواده بهرهم خلکوته خدمتونه وړاندې کوي.

د چارویوکارپوه مطیع الله خروټی ازادي راډیوته وویل:

"پُست ځانګړی اهمیت لري، هر کال یې په نړیواله کچه نړیواله ورځ نما نځل کېږي، نو داسې ویلی شو چې د ټولنې د نورو اړتیاوو ترڅنګ، پُست هم د خلکو یو مهم ضرورت دی."

اوسمهال په افغانستان کې د افغان پُست د دولتي شرکت ترڅنګ، یوشمېرخصوصي پُستي شرکتونه هم فعال دي چې په یاده برخه کې یې میلیونونه ډالرپانګونه کړې، په هېواد کې دننه اوله هېواده بهرپُستي خدمتونه ترسره کوي او ویل کېږي چې زرګونو کسانوته یې د کارزمینه هم برابره کړې ده.

پایله :

په افغانستان کې مخابراتي سیستم ددووهدفونوله پاره جوړشوی :

·     لومړی داچې دولت خلکوته په هېواد کې د ننه اوله هېواد څخه بهرد اړیکوآسانتیاوې پرې برابرې کړي ، خو دغه آسانتیاوې حکومت په یوازې ځان نه شي برابرولی ، ځکه یې خصوصي مخابراتي شرکتونو ته مخه کړې ، هغوی دلته په افغانستان کې د حکومت په ملاتړ پانګونې کړې اوخلکو ته یې مخابراتي او انټرنټي خدمات پرې وړاندې کړي دي ، خو مدیریت ، شفافیت اوامنیت نیولوته یې اړتیا اړینه ده .

ځکه که مسلکي متعهد او مخلص مدیریت اوامنیت نه وي ، خصوصي سکتورپانګوال خپلو پانګو اچولو ته زړه نه ښه کوي ، پانګې او پانګوال له هېواد څخه فرارکوي اوخلک بیا مخابراتي شبکو ته په آسانۍ سره لاس رسی نه شي موندلی . 

·     دوهم داچې د مخابراتي شبکو له لارې دولت ته ټکس اومالیه لاسته ورځي اود دولت عایداتي کچه ورسره لوړېږي اوهرڅومره چې د شخصي مخابراتي شرکتونوشمېرزیات شي ، په همغه کچه ددولت عایدات ورسره زیاتېږي اود دغو شرکتونود سالم رقابت په نتیجه کې زموږهېوادوالوته د کرېدېت کارتونو رانیول په ارزانه بیه لوېږي ، خو شرط په کې دادئ چې ددولت په اړوندو ادارو اوخصوصي اودولتي شرکتونوکې شفافیت موجود وي . ځکه شفافیت او د خدماتو ښه کیفیت وړاندې کول د حکومت ، خلکو او خصوصي شرکتونو ترمنځ د باورډاډمنه فضأ را منځته کوي .        

اخذ ځایونه :

·       د افغانستان د مخابراتواوتکنالوجۍ وزارت راپور .

·       په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ : شپږ ماشتنۍ خپرونه .

·       د مخابراتوکلنی عاید .

·       عواید خدمات پُستی افغانستان .

·       عواید سکتورسال روان مخابرات .

·       نړیوالې مالي مجلې ښاغلی احسان الله بیات .

·       د مخابراتي خدمتونو محصول اوڅونورټکي .

 

 

  

 


بالا
 
بازگشت