ولی پاسدار

 

د تعصب لومه

خواراو زاردی وي چه زړه کي دا تیریږي 
چه زه بریم او ته لریي  نه شرمیـږي

دا د ژبی او تو کم معضله پریږدۍ
د وطن په  فکر څنگه چه جوړیږي

ژبه صرف یو وسیله ده چه ځان پوه کړی
تفوق د ژبی ښه نه معلومیـږي

دا ویروس دی چه انگریز دلته خپورکړی
په سبب د نا پوهۍ چه تطبیقیـږي

پره دي وکړی خپلی چاری ناپوهۍ کی
بیسواد ولس به خامخواه غولیـږي

     دا پلمه او دا نیرنگ وه  له پخوانه
اوس بستر یی آماده دی چه چلیـږي

چه اخته دي په دا هسی ناروغۍ کی
ناعلاجه تر قیامته نه  ښه   کیـږي

خو بیړۍ طوفانی ښوی په څپو کی
که په ښه مسیر لاړ نښي نو دوبیـږي

فقط دوه  څیزه عامل د بدبختی دی
ناپوهی او نفاق دواړه چه ورکیـږي

نو راځیه ټوله یو ښی هیڅ هم نښته
دا د زړونو او هامونه ټول پاکیـږي

بس پر مونږ دی چه یوموټی یوملت ښو
نو تضمین دی چه نا خوالی به سمیـږي

 

ولی پاسدار

مارچ 2019

 

 

 

  


بالا
 
بازگشت