عبدالرووف لیوال

 

ګلم جم ، داعشیان شوی؟

پاک الله په خپل کتاب قرآن کریم کې فرمایلی :

وَلَنْ تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ} سوره بقره 120
ژباړه: هیڅکله به ستاڅخه خوشحال نشی یهود اونصاری ترڅوچی ته ددوی ددین متابعت ونکړی.

دپورتنی آیت شریف دزبات لپاره :

له ۱۳۷۱کال را په دې خواامریکا تل غوښتی چې ، په افغانستان کې اسلامی سنډا ګان دخپلې ګټې په خاطرښکر په ښکر وساتی ، له هماغه لمړي سرنه یوه امریکایی  لولۍ ښځه (رافایل ) دامریکا دباندینو چارو په وزارت کې دجنوبی آسیا څانګې چارواکې په ټونګ سره دجمعیت اسلامی سنډا، دحزب اسلامی په پلویانو په سروبی ولسوالۍ کې یو جومات بمباری او پنځه ویشت تنه پکې شهیدان شول – له هماغه مهال تر نن پورې دا ښکر په ښکر کیدل دوام لری – اوس چې دا سنډا ګان یو څه په سد شوی او غواړی په یوه آخورسره ګډ شوخند ووهی نو یوې بلې لولې ښځې ته دنده ورسپارل شوی ترڅو دقطردطالبانودفتر ته په تګ را تګ اوهغوی سره دکیک وکلچو په خوړلو سره په یوه بله لار اچول شوې ډرامې پرده واچوی اوهغه ډرامه داسې راپیل شوې :

کله چې داعشیانو په عراق او سوریه کې ماتې وخوړه ، نو وپتیل شوه چې هغوی دپاکستان په سرحدی سیمو کې دیسانت ، بیا ننګرهار ته اوله هغه ځای نه دافغانستان شمال (درزاب)ته ولیږدول شی . اوس نو دډرامې منځ او موخې ته راشی ، په کابل کې له پخوا زمانو یو متل وو چې ویل به یې (قهرافغان، رحم ازبک ) البته دا متل دګلم جمانوترقسی القلبی پورې ویل شوی ، دا متل چې دداعشیانوتر غوږرسیدلی نوپتییلې یې ده چې داعش ته جذب لپاره مناسب خلک ګلم جمان دي ( لکه حبیب الرحمن ) د۱۵۰تنو داعشیانوسرکښ چې اوس دجوزجان ولایت میلمه دی .

راځی چې اوس پورته ټکیوته په پام سره  ، سر په زنګون کیږدواو فکر وکړو:

اې کم عقله تنطیمی او اخوانه ! کور دې ګډ شه چې دیوڅو ‌الرو په خاطر په پور ته آیت نعوذبالله پښه ږدې ،له یاده ونه باسې چې هغوی غواړی چې دافغانستان بې وسې خلک داسې په ربړونوکې ژوند ولری چې هیڅکله دخپل برخلیک په هکله فکر ونه شی کړای اوسربداله اواړ وساتل شی ، په خلکوداسې اقتصادی تنګسه راوستل شی ، چې تل امریکا ته دخپل روزی ورکوونکی په سترګه وګوری ، لکه چې پروسږکال یې دملی اردو په رینجرونودرې ورځې تیل وچ کړل او بیایې خپلو ګوډاګیانوته امر وکړ چې پرې ورشی .

خدای وکړی چې په سد شی .

عبدالرووف لیوال

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت