عبدالرووف لیوال

 

تش تابوت

ناټو! اوس ورته ټینګه شه !

هغه مهال چې دسولې ولسی تحریک تش تابوت دناټوددفتر مخې ته کیښود ، دناټوددفترافغان کارکوونکو داسې نقل وکړ : ( کله چې ددې دفتر بهرنیو کارکونکوله دننه تابوت ولید ، نو په منډویې له انګړ نه پښې سپکې اوله ویرې هریو یې په یوه سوړه ننوت  اوشاید خپل پرتو ګونه به یې هم لړلی وی )

ښه زوی دې لوی مه شه ! ته چې دتش تابوت دلیدلو زړه نه لرې اوترې ویریږی – نوموږته ولې دهوایی بمباریو له کبله تابوتونه له عزیزانورا ته ډکوی ؟

هغه مهال چې دې تحریک د دپلو ماتیکودفترونو مخې ته پرلټ وهلو نو دامریکې – روسیې اوانګلیس دیپلو ماتیکو دفترونولږ تر لږه دانسان په څیردتحریک غوښتنې ځان سره واخیستې اودتحریک غړو ته یې ژمنه ورکړه چې دهغوی غوښتنې به خپل متبوعه دولت او خلکو ته ورسوي – خو په خواشینۍ سره چې د اسلامی هیوادونو(پاکستان – ایران )او ناټو دیپلوماتیکو دفترونوهیڅ ځواب نه درلود ، آن تر دې چې انسانیت او اسلامیت ته یې داحترام په سترګه ونه کتل اوبابیزه چلند یې وکړ ، هغه دری ژبه کې وایی :

( هرکس بطریقی دلی ما میشکند    + بیګانه جدا، دوست جدامیشکند )

( بیګانه  اګرمیشکند عیبی نیست     + ازدوست بپرسید که چرا میشکند)

کفارو تحریک ته ځواب ورکړ ، خوګاونډیو مسلمانانو نه یواځې چې ځواب ورنه کړ ، دتحریک غوښتنۍ یې هم وانه اوریدې . زموږغم له واورې هم ورته سوړ ښکاره شو.

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت