عبدالرووف لیوال

 

ملا چل، زموږبدمرغی

زموږپه کلیو کې به لوی کوهی ووچې ارهټ یې باله . له دې لوی کوهی نه به اوبه په یوه کتارسلواغو کې په یوه څرخ راپورته کیدې او دا څرخ به یوه څاروی ( غوایی یا خره) څرخاوه اوپه دې تو ګه به داوبو سلواغې ډکې یو په بل پسې راپورته کیدې او کرونده به یې خړوبوله ، یو بزګرچې هم په کار بوخت وو اوهم یې کرونده دیوه خره په واسطه چې ارهټ یې څرخاوه خړوبوله ، دخره په غاړه کې یې یو جړنګانی تړلی وو ، چې دجړنګانی په غږ سره به بزګر ډاډه وو چې هغه دحرکت په حال کې دی ، یو ملا راپیښ شو او دکروند ګرنه یې وپوښتل چې ، دا جړنګانی دې ولې دخره ترې غاړې تړلی ؟ کروندګر ځواب ورکړ : ددې په خاطر چې دهغه له حرکت نه ډاډه اوسم . ملا ورته وویل که هغه خر ودریږی اویواځې خپله غاړه وخوځوی نو بیا ؟

بزګرځواب ورکړ : ملا صاحب خدای ته وګوره ! زما خره ته دا دحرامزادګۍ چلونه مه ورښایه .

زموږبدمرغی :

که دملایانو دا پورته چلونه ، او دجان سپکو په قول ، طالبانو ته دامریکې له خوا د۴میلیاردوډالرو ورکړه رښتیا وی نو زموږ خلک به نیکمرغی اوسوله په عمر کې و نه وینی ، تل به همداسې دجګړې په اور سو ځو .

دوهم : ولې امر یکا یی ځواکونه دطالب په ځپلو کې اردوسره په لومړی سر کې مرسته نه کوی  ؟ هغوی طالبانو ته چانس ورکوی ، چې دیوې سیمې په سقوط سره ټول دولتی مهمات اونظامی تجهیزات دطالبانو لاس ته وغورځی اوبیا وروسته سیمه بمباردمان اوملکی خلک وځپل شی  ، دادې لپاره چې اردو او طالب مساوی او یوبرابر تجهیزات اومهمات ولری ، په دې صورت کې به جګړه دوام ولری او دوی به خپلو موخو ته رسیدلی وی .

دریم : داسې عینی او ذهني شرایط یې دبې وزګارۍ له کبله راوستی چې خلک دلوږې او تنګسیا له امله هم داردو لیکو ته اوهم دطالبانو لیکو ته ورګډ شی ، له لیک ، لوست او پوهې نه پاتې اودیوڅوروپیو په خاطر جګړې ته دوام ورکړی .

څلورم : څوورځې وړاندې امین مجددی ( دقلعه جواد حضرت صاحب ) دعلماووپه لویه غونډه کې یې وویل   :(( جهاددوام لری اوموږ په افغانستان کې سو چه اسلام غواړو )) پوښتنه را پیداکیږی چې ولې دا ۴۰ کلونوراپدیخوا افغانستان ته اسلام نه راځی او دجهاد نتیجه صفر ده ؟ ځواب به یې دا وی چې کله دملا صاحب صومبۍ دکروزین له سیټ سره آشنا شوه ، جهاد ریایی شو – رهبر اوملا دډالرو نوکر او په دنیایی عشرت او غصب ګرفتار شو. جهاد حضرت عمر (رض) غوندې کسانو کاوه چې په وچه بیدا کې به یې نیمګړی خوب کاوه .    طالبه ! خدای که ملا شې + په کتاب پروت یادوې شینکی خالونه

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت