ترلوټماریووروسته پرېکړه

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د زمري ۷ مه

پرافغانستان باندې له تېرو(۴۰) کالو را په ایسته ډول ډول آفتونه ، ځمکنۍ اوآسماني داسې بلاګانې را نا زلې شوې چې دهري اتلانو اوسیاسي کوډګرو یې هم مخه ونه نیوله . ځکه هغه منتراوچهل کاف چې افغاني سیاسیونود خپل سیاست په زړو شپېلیواودایروکې پرله پسې سره زمزمه کول ، هغه یوهم د سیمې اونړۍ ددغوپرمختللو وارداتي استخباراتي بلاوواوآفتونوجوګه نه ؤ. د وخت فرعونان هم هماغه فرعونان وو، خو یوازې موسی په کې بدل ؤ، ځکه چې نه د ید بیضا معجزه ورسره وه اونه هم الهې لکړه چې په یوځل اچولو سره یې ( ۴۰۰۰ ) ساحرین د توحید خواته پرې را مات کړل .      

دوی هم د هماغه ساحرینو له ډلې وو چې خپل رزق یې د فرعونانو په دربارکې لټاوه . همدا لامل ؤچې د افغاني سیاسي کوډ ګرو ټول سحرونه اومنترې ددغوپردیوبلاوواوآفتونوپه وړاندې بې پایلې اوناکام وختل اود فرعون اوموسی ترمنځ دغه د حق اوباطل په نامه مقابله په افغانستان اوسیمه کې ترنن پورې همداسې جاري اوغځېدلې روانه ده .

هلته خو یوازې قبطیانواوبني اسرائیلویوبل سره وژل ، خود لته په افغانستان کې یوازې افغانان د ټولې نړۍ په وړاندې په سراومال باندې داسې جنګېږي چې ترنیمایي زیاته برخه یې د افغانستان له دښمنانوسره پرتوظئیوجوړولواودهېواد په سیاسي اوفزیکي  ړنګولوباندې لګیادي . د افغانستان سیاسي ، نظامي ، مسلکې اودیني کدرونه دلته په هېواد کې د ننه د افغانستان له اوبو، هوا ، ځمکې اوهویت څخه ګټه پورته کوي اوهلته لګیادي د افغانستان له لیرې اونږدې دښمنانوڅخه د افغانستان د ړنګولواوبربادولوډول ډول پروژه یي پلانونه اخلي اوهغه په خپل ټاټوبي کې پرخپلوخلکواوخپله خاوره باندې عملي کوي .

تاسې دېته پام وکړۍ چې له نن څخه (۴۰) کاله پخوا افغانستان یوداسې نظام درلود چې بناء یې پرپنځه کلنو، لس کلنو، پنځلس کلنو، پنخه ویشت کلنواوپنځوس کلنواقتصادي پلانونوباندې پیل شوې وه ، خود برېژنیف مزدورانواوخپله برېژنیف هغه ونه زغمله او په افغانستان کې یې په خپل لاس همغه بنا په خپله ړنګه اود افغانستان ځمکني اوهوایي حریم ته یې په سپکه سترګه وکتل ، زموږ هېواد یې د ځمکې اوهوا له لارې اشغال کړ، لس کاله یې په مستقیم ډول د افغانانووینې په خپل ټاتوبي کې پرې تویې کړې ، زموږ هېواد یې په کنډواله اوهد یره بدل کړ،خوپه اصطلاح سیاسي مشرانواود شؤون اسلامي دیني علما وویې نارې وهلې او د کمونېزم د اشغال د رواوالي اود افغانانودوژلوفتواګانې یې ورکولې .

همداسې پاکستان هم په خپل نوبت کې همدا کاروکړچې ترنن پورې په افغانستان کې پردۍ جګړې ته د جهاد د رواوالي فتواګانې ور کوي او په خپل هېواد کې بیا دا جهاد ناروا بولي په داسې حال کې چې جهاد و فساد او فتنې ورکولو او د اعلای کلمة الله د لوړولو له پاره دئ . موږ ته په دې اړه د مولانا طاهر، مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق فتواګانې ښې په یاد دي چې په پاکستان کې یې جهاد ناروا او په افغانستان کې روا بللی . او پردې سره یې په افغانستان کې پردۍ جګړه توده ساتلې ، دلته یې د افغانستان دولت له وارداتي ترهګرو سره په جګړه اخته ساتلی ، خپل خلک او نړیوال ترهګر یې په غاړه کې را اچولي اوهلته یې په قبائلي اوعائقوسیموکې د خپل پوځ د نفوذ او پښې پیداکولواود سیمې لاندې کولوله پاره زمینې پرې برابرې کړې .

همداسې امریکایي ائتلاف هم درېغ ونه کړ، ځکه چې لومړی یې القاعده ، ورپسې طالب او په اوس کې داعش او وروسته د هغوی حزب تحریرډله هغه پروژې دي چې تمویل یې په غالب ګومان امریکایان او ورسره ټلواله کوي ، په پاکستان ، قطراوایران کې تنظیمېږي ، خوعملي کېږي په افغانستان کې .

بلخوا په افغانستان کې یوداسې نظام افغانانو ته په بن کې د افغانانود خوښې خلاف د پردیوله خوا جوړشوچې له سره ترپایه یې مشري مافیایي اوپرفساد ککړوعناصروکوله چې پرمټ یې کورنۍ اوبهرني ټولې مرستې اوعائداتي منابع په بډه ووهلې . دلته اوس بیا هم موږ د علماء ووسرتاسري شورا اود سولې عالي شورا لروچې په دغو شوراګانوکې د مخالفینو استازي هم په غیرمستقیم ډول شتون لري،مالي غټې منابع یې هم په واک کې ورکړې ، ولې له دغوشوراګانوڅخه شخصي اوکورنۍ (ان جي او) ګانې جوړې شوې چې هرستر مشر یې په کې تر (۱۰۰۰۰) ډالرو زیات معاش لري ، دوی پوهېږي چې که دغه سوله او سم سمکی په افغانستان کې منځ ته راشي ، نو بیا خودا بجټ اودغه پیسې موږته څوک نه راکوي ، ځکه خو دوی په خپلوکې پټه پرېکړه سره کړې چې موږ به دا پروسه ( د سولې اوجګړې دواړه سر یالونه ) په افغانستان کې همداسې جاري ساتو . که جګړه ختمه شوه نو زموږ دا شوراګانې هم سمې ور سره له منځه ځي . د بېلګې په توګه :

(( وایي چې یووخت یو ه بزګر په خپله ځمکه کې قلبه کوله ، ستړی شو، غرمه کورته راغي ، مېرمن یې د کور په کارونو باندې لګیا وه ، خو بزګر څو ځلې پرې غږ وکړچې غوایو ته واښه اودرشته ور واچوه ، خو هغې وانه ورېدل ، همدلته د بزګرغوسه راغله اود غوا یانوله پاره د لرګي چوکه یې په لاس کې وه ، پرې تُف یې کړل او ښځه یې تر یوه لاس کلکه ونیوله او پربل لاس یې کلکه کلکه وهله ، خو چې هرګوزار به یې ور باندې وکړ، په جیب کې پراته توت به ترې تویې شول او کوجینیو زامنو به یې ژر ژر پسې ټولول اوخوړل ، خوچې بزګر ستړی شو او زړه یې پر ښخه باندې وسوځېده نو پرې یې ښووله اوهلته د کوټې په یوه کنج کې سونګېدله ، زا منو یې چې مور او پلار ته وکتل چې یوهلته  او بل هلته ولاړدي او توت هم نه ترې تو ئېږي ، نو پلارته یې په خطاب کې وویل چې پلاره توت خو له ادې را توئیدل ، وهه ! هه ! چې توت ترې تو ئېږي . )) اوس هم د افغانستان جګړه ددې خلکو له پاره همغه ډول د بزګراود ښخې تر منځ شخړې ته ورته ده ، که دا جګړه نه وي نودوی ته به دا توت ( دا ډالر) څوک ورکوي ؟ ددوو روپیوله خلکو یې خانان جوړکړل ، چې اوس آسمان پرپښورانیسي .

په افغانستان کې خو د سولې اوعلماء وو پروژې دا یوه نیمه لسیزه کېږي چې جوړې دي ، خونه ورسره جنګ پای ته ورسېد اونه هم سوله راغله ، بلکې جنګونه نورهم ورسره تاود ه اوسوله آن څلورم آسمان ته پورته شوه ، هلته په ادریس (ع) باندې ځانته جامې جوړوي ، خود افغانستان د علماء وو شورا اوس د فساد له منځه وړو تبلیغ کوي ، دا (۱۸) کاله د فیل په غوږ کې بیده وو . په داسې حال کې چې دوی خپله د فساد یوه برخه ده . ځکه پیسې او بجټ مصرفېږي خوسوله اواصلاحات نه راخي ، دا ولې ؟؟؟ دا ځکه چې دوی تر لوټماریو وروسته دا پرېکړه سره وکړه .

که دوی په ريښتیا د سولې اواصلاحاتو راوستوهوډ لري ، نو باید د الله قانون په سمه توګه د زورواکواوچارواکوغوږوته په مسؤولانه او واجبي توګه ورسوي او حکومت دې مجبور کړي چې دا مفسدین له حکومت څخه وباسي ، دوی دې د حکومت کلک ملاتړ وکړي ، ترڅولومړی دوی خپله ، ور پسې خلک اوحکومت ددین د زاویې له کنجه د دین د رغنده قرائت له مخې پرکتاب الله اوسنت رسول الله ۰ٌ)  باندي عمل وکړي . کنه نومفسد ین به همداسې د کنعان پرلارروان وي او ددوی دِغه ډول تبلیغات به ترسوونو کلونو پورې هم څه اغېز پرې ونه کړي . ( وماعلینا الالبلاغ )

                                  ( محمد انور ولید )       

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت