اې د شرک اوبُت پرستۍ ضد ابراهیمی انقلاب ستره اختره !

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د زمري ۲۹ مه

د پاني نړۍ په دغه بېباکه توپاني سمندرکې ټول نبیان ، پیغمبران او رسولان علیم السلام اجمعین د توحید ، میعاد اورسالت د انساني بېړۍ ریښتیني ملاحان تېرشوی چې هم یې حِلَم ، هم ادب او هم تقوا لرله ، هم یې بشپړعقل لاره اوهم علم .  چې د دې بېړۍ د چلولو له پاره یې همدا یود ( توحید ، میعاد او رسالت ) لایسنس د پاخه سند په توګه خپلوامتونوته په میراث پرې اېښی . خوباطلومافیایي قاچاقبرانوله مختلفولارو، کوڅواوګودروڅخه تل انساني آدمي ځوځات د خپلوشیطاني طلسمي کاذبوبېړیوپرمټ د دنیا په دغه ډول توپاني سمندرکې ورلاهوکړی اوهغوی یې ترنن پورې د سمندري نهنګانوخوراک کړي دي .

تاسو وګورۍ چې ابلیس او نفس لوّامه حضرت آدم (ع) اود هغه اولاد ته خپل زوی قابېل په غاړه کې ورواچاوه اوهابېل یې ورباندې شهید کړ، خوبیا هم حضرت آدم (ع) پرباطل باندې بریالی شو، خود قابل پیروان اوس هم د مغارود فراریانو په خیالي سریالونوکې ورک دي ، دهریت اولادیني یې د خپل ژوند منبع اوسرچینه جوړه کړې ، خو د حضرت آدم (ع) انقلاب داؤ چې حق یې له باطل څخه پرې بېل کړ.

آدم ثاني (نوح) (ع) ته یې هغه سخت زړی زوی (کنعان) په غاړه کې وروغورځاوه او د حضرت نوح (ع) (۹۵۰) کلن تبلیغ هېڅ اغېزپرې ونه کړچې بالآخره د الهي غضب په توپاني سمندرکې غرق شو ، خونوح (ع) یوځل بیا ددې بېړۍ پرمټ یو نوښت راؤړاو د انساني نړۍ پلارجوړچې دنړۍ پرمخ یې ژوند د نړوال سمندرله یومخیزه ګواښ څخه پرې وژغوره .

یوسف (ع) یې د خپلو وروڼو اوزلیخا له دامونوڅخه خوندي وساته ، هغه هم په  مصراوخواوشاسیموکې غټ بدلون راؤست  چې په پایله کې همغه یوسف (ع) ته ټول په سجده شول .

جالوت چې طغیان وکړ دداؤد (ع) په لاس یې له منځه یوؤړ، خو داؤود (ع) هم د آسماني کتاب ( زبور ) په اذکارو زمزمه کولو سره داسې بدلون منځته راوړچې هرځای به هغه روان ؤ ، ځمکې ، غرونو ، څارویو ، مرغانو او نباتاتو به ور سره سم الهي اذکار زمزمه کول اویو ستر بدلون یې برې را منځته کړی ؤ .  

فرعون یې د موسی (ع) په وړاندې په رود نیل کې غرق کړ، خو له هغه څخه هم د ظلم اهرامونه اومغارې پاتې شوې . د سینا دښته بني اسرائیلو ته ور پاتې شوه خو په بني اسرائیلوکې د هغه الهي پېرزوینې د خوندي توب ظرفیت نه ؤ ، کتاب الله ته یې شا کړه چې د موسی (ع) انقلاب یې له صفرسره ضرب کړ. 

د لوط (ع) قوم چې د لوط (ع) دعوت اوخبره ونه منله ، پرهغه ټول قوم باندې د الهي فرښتوله خوا د سجّین د تیږو باران وشو.

د صالح (ع) قوم چې د صالح (ع) خبره ونه منله اومالونه یې په سپکه تله خلکو ته ورکول او په درنه تله یې له خلکوڅخه رانیول ، آخرمسخ اوله دری ورځوعذاب وروسته ټول هلاک شول . ( وسیعلم الذین ظلموا ایّ منقلب ینقلبون . )

همداسې حضرت ابراهیم خلیل الله هم د شرک اوبُت پرستۍ پرضد په یوازې ځان د الله (ج) په اراده د توحید او یکتاپرستۍ په مدرسه کې داسې را پورته شوچې هلته دده استاد او نبي خپله دده عقل ؤ . خپل عقل پرېکړه ورکړه چې د منا په وادۍ کې د بُت پرستانو مېلې یې پرېښوولې او د باطل پرستۍ ټول پُتان یې د ځان په بیه په خپل ابراهیمي هوډ سره مات اوځان یې د نمرود اورته پرې وغورځاوه . خوآخریې د الله (ج) په امرکعبه جوړه اواسماعیل (ع) یې د الله په امرد هغه سترآزمون په د ننه کې قرباني کړچې ورسره هم مهاله د شیطاني وسوسواوابراهیمي کورني ترمنځ پرېکنده فکري او ژبنۍ مقابله روانه وه .

ابراهیم (ع) چې کله پر باطل باندې په خپله برحقه مبارزه او له الله تعالی سره په ریښتینې دوستۍ کې بریالی را ووت ، ستر بدلون یې راؤست ، نود منا وادۍ د مېلوچړچو پرځای یې د خپلې شکرانې اداء کولو په نیت خپل ابراهیمي ملت ته  د حج د قربانوتاریخي سبق په میراث پرېښود ، ځکه ابراهیمي قرباني یوه داسې ستره آزموینه وه اود انسانیت په تاریخ کې یې نوی باب پرانست چې په هغه کې د تل له پاره د بشریت په تاریخ کې نمرود محکوم او ابراهیم (ع) په کې بري ءالذمه پېژندل شوی دئ .     

همداسې یمني ابرهه د الله (ج) د کورړنګولوپه نیت کعبې ته نږدي په لاره کې د ابابیلو په واسطه د الله (ج) له لوري له خپلو فیلانواو لښکروسره یو ځای له منځه ولاړاوکیسه یې د قرآن په سپېڅلي ریښتیني بیان اود تاریخ په سپېڅلې ژبه راتلونکونسلونوته دعبرت او یادبود په توګه په میراث پاتې ده ، خومسلمه امت د ابراهیمي سنت ژوندي ساتلوپه نیت د آنحضرت صلی الله علیه وآله وسلم ترقیا د ت لاندې د مکې په منځ کې (۳۶۰ ) بُتان ټول مات اود الله (ج) کوریې د مشرکینود بُت پرستیوله باطلوعقیدو څخه د تل له پاره پرې خلاص کړ. دا هم د ځمکې پرمخ یوداسې ستر بدلون او انقلاب ؤ چې له تېرو (۱۳۸۹) کالو را هیسې هرکال دا ابراهیمي مناسک د مسلمانانو له خواتر نن ورځې پورې پرله پسې هرکال د یوې فریضې په توګه  پرځای کېږي .

خو له نن څخه (۴۰ ) کاله وړاندې زموږ په هېواد باندې یوځل بیا د سره ابرهه له خوا د ځمکې او هوا له لارې د پرمختللې تکنالوجۍ پرمټ پوځي یرغل وشواو زموږ پاکه خاوره یې د خپلوتکنالوجیکي جنګي فیلانو ترباروتي سینولاندې کړه .

له همغې ورځې بیا آن ترنن پورې هره ورځ ټولو بېګناه افغانانود حضرت ابراهیم (ع) په څېرد سراومال قرباني ورکړه اود افغانستان هرکوراوکلی ، هره کوڅه اوناحیه ، دښتې اوغرونه ، ښاراوبازار، دفتر، مدرسه ، جومات ، کلینیک ، ښوونځی اوپوهنتون ورنه د ذبحې ځایونه جوړشوي .    

اوس چې د زیږدیزکال ( یوویشتمه ) پېړۍ ده ، موږ باید په دې پېړۍ کې دداسي څه شادان وو او زموږسترګې داسې څه ونه ویني چې هلته د پرمختللو تکنالوجیو پر مټ جوړو شویو د وحشت د زندانونو په هغوتوروسلولونوکې انسان په ګازووسره وژل کېږي. دلته باید افغانان  په هغو زهري ستنولګولو سره نور ونه وژل شي چې د حرفوي مافیا یي ډاکټرانو په لاس بېګناه انسان ته ورپېچکاري کېږي . په هغو نشو سره داسې بې رحمه او بې قدره و نه وژل شي چې پرته له وینې تو ئېدوچېرته بې کسه  بې نسبه ترکوم پوچک لاندې په سیند اوکثافاتوکې بې کفنه سا ورکړي . د تسلیخ په هغوچاړو یې له منځه یونه سي چې د بدن غړي یې له یوه څخه بل ته ، او له بل څخه بل ته ورباندې پرې کوي او جسد یې د کثافاتوپه تورو فلاستیکي کڅوړوکې وغورځوي .  په هغه باروتي اورباندې یې ونه وژني چې په بم ، توغندي ، بوشکه ، واسکټ اوځپله ګېډه کې یې د نورو د وژلو له پاره انتقالوي اود یوې بټنې په کېکاږلوسره ټوله سیمه اومافیها په کې ترځان پورې له منځه پرې یوسي .

دلته باید د معتا د و اوحرفوي اجیروعناصروله خوا معصوم ماشومان نورمسموم نه شي . د چاعزت اوحیاء په کې تویې نه شي . ځان وژنې اوټول وژنې په کې بندې شي . زموږ په اسلامي هېواد کې د جهاد کولو فتواګانې باید بېرته پردي استخباراتي مفتیان ور واخلي . نوربس دي . دلته باید نور د جهاد په نوم ناروا وژنې بندې شي . پرصغیرواوکبیرو باندې جنسي تېري باید په کې بند شي . چور، غصب ، غلا ، اختلاس ، رشوت ، د مخد رو موادو او انسان قاچاق اوتوربازارپه کې تود نه وي .

اې دیني مدرسې ! اې ښوونځۍ ! اې پوهنتونه ! لومړی خپل علمې ا نګړپه خورا انساني مینې ، اخوت اوله عاطفې ډکې غېږې څخه د دې سپېڅلې تاریخې لرغونې خاورې بچیانو ته په ورین تندي پرانیزه ! بیا دې خپلو مدرسینو، ښوونکو اواستادانو ته ووایه ! چې د الله (ج) د سپېڅلي ذات ، د اسلام ددین او د اعلای کلمة الله په خاطرد خپل دیني او ملي منل شوي نصاب ضد د ځان وژنې ، ناحقه قتلونو پردیو جاسوسیو، هېواد ورانولو، ځان پلورلواوخاکفروشیو درسونه زما په سپېڅلې غېږ کې نورمه ورکوۍ . 

د اسلام دین خو یوه الهی سیاسي برنامه ده چې د انسان د ژوند کړنلاره اوخط مشې په فکري اوعقیده وي لحاظ په کې له همدې محراب اومنبراود مدرسې له کړنګېدلي زنګ څخه انځوراوفرض شوې ده ، تاسې وګورۍ چې لومړی الله (ج) خپل نازولي پیغمبرآنحضرت (ص) ته د حرا په غارکې د (اقراء) په آیتونوباندې د حضرت جبرئیل (ع) په خوله خپل پیغمبرته الهي  تعلیم ورکړاود هغه الهي مأموریت څخه یې سپارښتنه ورته وکړه چې له مخې یې انسان  ورسره وروزل شو، ځوان شو، پوخ شواو د اکمال اوپخېدومرحلې ته په کې رسېد ، ترڅوپه معاملاتي اوتعبدي دواړواړخونوکې په متعادله ، مسؤولانه او واجبي توګه خپل ژوند پرمخ په کې یوسي .

موږ چې ځانونه مسلمانان اود محمد الرسول الله (ص) امتیان ګڼو ، نوپرموږ باندې هم واجبه ده چې د رسول الله (ص) پرپله باندې پل کېږدو د انسانیت مدرسه ، ښوونځۍ او پوهنتون بدنام نه کړو  .ځکه دنیا یوه الهې مدرسه ده چې یوازې انسان د انسان د خدمت او الهي عبادت له پاره روزل کېږي ، مدرسین او استادان یې باید انساني ځوځات ته د انسانیت د نصاب پرمعیاربرابردرسونه ورکړي ، نه دا چې په دې مدرسه ، ښوونځۍ او پوهنتون کې د اولیاء الشیطان متخصصین اومدرسین د فسق ، فساد او فتنو اچولو درسونه ورکړي . هو ! دلته زموږ په خاوره کې هره ورځ ددوی اختر ې دي ، هره ورځ د بېګناه انسانانو ذبحې په کې روانې دي او وینې یې بهېږي . نورموږ ددومره پرله پسې آزموینو او قربانیو وس او زغم نه لرو ، دغه لوی اخترد خپلو تېرو قربانیو وروستی او د لوی مثبت بدلون پیلامه ګڼو . اې د شرک او بُت پرستۍ ضد ابراهیمي انقلاب ستره اختره ! چېرې یې ؟ الله دې وکړي چې نورې اخترې زموږ د خوښیو او تلپاتې سولې او ملي یووالي په اخترو بد لې شي ، اللهم آمین ٍ ثم آمین ، ثم آمین . ( محمد انور ولید )   

 

 

 


بالا
 
بازگشت