افغانانوته آزادي ورکړل شوه اوکه یې په زور واخیستله ؟

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د زمري ۲۷ مه

 

په افغانستان کې دکورنیواوبهرنیوپوځونواوملېشوتاریخي بهیر، لوی اوخپلواک افغانستان لومړی څنګه اسیراوبیا بېرته څه ډول آزاد شو؟ آیا آزادي په معاملو ورکړل شوه ، اوکه یې په زور واخیستله ؟ د آزادۍ د اصیلوغازیانو رول په کې څه ډول ؤ ؟ ویې لولۍ او ویې ګورۍ !

  

له کومې ورځې چې د آدمي ځوځات ترمنځ په مادي اوفکري لحاظ بېلتون راغلی ، له همغې ورځې را په دې خوا یې د خپل ځان د حفاظت اوساتنې اندېښنه هم ورسره زیاته شوې ده . ځکه حفاظت اوساتنه د فردي اوټولنیزژوند اونظام خوندي کېدوله پاره یوداسې سنګراوپوښښ دئ چې انساني اډاڼه اوزړي په کې د خپل آرام اوسکون ژوند کولی شي . همدغې سنګراوپوښښ ته امنیتي بنسټ ، یا په بله ژبه ؛ ملي امنیت اوملي دفاع وایي .

خود هېواد دغه ملي بنسټونه موږ لکه د وجود سره اوسپین کُرویات موږ په دوو برخووېشلی شو :

۱: ـــ کورنی امنیت :

۲: ـــ با ند نی امنیت :

الف : ـــ  په کورني امنیت کې د کورنیو چارو ټول هغه امنیتي بنسټونه په کمي او کیفي لحاظ شامل دي چې په کورد ننه له هغودښمنانوسره په جګړه لګیا وي چې د ټولنې په منځ کې هېوادوال اوټولنیزنظام ګواښي . لکه پردي پال ګوندي ، توکمي ، سمتي ، ژبني ، مذهبي اوکورني ټکرونه اوتعصبات چې آخرپه لویوشخړوسره بدلېږي ، کورني اوبهرني دښمنان له هغوڅخه ناوړه ګټه پورته کوي ، ځکه کورنی اړدوړپه اصل کې ددښمن په ژرنده اوبه ورزیاتول دي ، چې آخرد افراط اوتفریط وروستۍ کچې ته سره ورسېږي اوپه پایله کې نوي رژیمونه منځ ته راوړي اوځانته نوې جغرافیې په کې جوړوي . همدغه ملي بنسټونه د خپلې ملي وجیبې او وظیفوي مسؤولیت ادأ کولو په خاطرد نده لري چې دعامه نظم داستقراراودخلکودسوکاله اوډاډمن باوري  ژوند په خاطرټول کورني غیراصلاحي ګواښونه اوخنډونه پرته له تعصبه په یوې بشپړې ملي روحیې سره له منځه یوسي ، ترڅوپه خپله ملي جغرافیه کې خپل ملي یووالی ، ملي هویت اوخپلواکي دملي اودیني ارزښتونوپربنأ ژوندي اوخوندي وساتي . ځکه په روغ ټولنیزوجود کې روغوکورنیواووروڼو ؤلسونوته اړتیا وي ، ترڅود یوه خپلواک نظام لرونکي شي .

کورنۍ د ټولنیزنظام زړی اوهسته تشکیلوي ، که کورنۍ روغه اوسالمه وي ، ټولنه اونظام به هم ورسره سالم اوروغ وي ، اوکه کورنۍ ناروغه اوغیرنارمله وي ، نوهغه کورنۍ هېڅکله هم سالم اومطلوب اولاد ټولنې ته نه شي وړاندې کولی ، چې همدغه د ټولنې ناخلفه مولودآخرد ټولنې په وجود کې په خبیثه سرطان بدلېږي اوهېڅ مدوا یې بیا نه کېږي چې په پای کې ټولنیزسیستم اوټول انساني نظام له منځه وړي .کورنی امنیتي بنسټ د همداسې ناروغیو د مخنیوي په لارکې ترټولولومړنی کورنی معالج ډاکټردئ چې دداسې خبیثه وایرس په کشفولو، مخنیوي اوله منځه وړوکې ستر، مخکښ اود خواخوږي شپانه رول لري . خوشرط په کې دادئ چې خپله همدغه شپون د لېوه ډوله وایرس ملګری نه شي .

ب :ـــ د وجود په باندني امنیت کې دفاعي سیستم شامل دئ چې دباندني دښمن د مخنیوي اوله منځه وړوله پاره هم ددفاع اوهم داړتیا پروخت تعرضي دنده پرغاړه لري . په ملي دفاعي سیستم کې سیمه ، سمت ، ژبه ، قوم ، توکم ، تنظیم اومذهب ځای نه لري . ځکه ملي دفاعي سیستم د یوه قوم ، یوې ژبې ، یوه توکم ، یوه ګوند اویوه مذهب له پاره نه جوړېږي . که چېرې داسې وي ، نوهغې ته بیا ملي دفاعي سیستم نه ویل کېږي ، بلکې هغه بیا د یوه قوم ، یوې ژبې ، یوه توکم ، یوه سمت ، یوه مذهب او یوه ګوند ددفاع له پاره دئ ، نه د ملي دفاع له پاره . چې په دې صورت کې داسې دفاعي سیستمونه د ملي یووالي مظهرنه ، بلکې د ملوک الطوائفیواستازیتوب کوي . په هغوی کې بیا خپلواکه اراده نه شته اود قربانۍ حس یې خپلوشخصي امتیازاتواوګټو وروژلی دئ . ځکه په هغوی کې یوازې د څارویو په څېرد خپلې لوږې او تندې ، ګرمۍ اویخنۍ ، درداوخوشحالۍ اودخپلې افراطي اوتفریطي غریضې احساس وده کوي اود ځنګل په قانون خپل ټول کړه وړه په خپله خوښه پرته له دې چې د حق الله اوحقوق العبادوترمنځ د سمې رابطې تعادل په پام کې وساتي ـ ترسره کوي اوبس ، چې نه د وینې بیه ورمعلومه وي اونه هم د حقیقي مینې ځای .هره پرېکړه یې د الهي قانون خلاف د خپل نفس اوشیطان په خوښه وي . دانساني هستۍ مرګ اوژوند بې مسؤولیته ګڼي اود یوه توت ارزښت هم نه ورکوي . دهمدې بې عدالتیوپه نتیجه کې په ټولنه کې سترستردرځونه را منځته کېږي چې جبیره کول یې بیا ناشوني وي .

زموږ په هېواد کې هم مخکینیو چارواکو داسې دفاعي سیستمونه لرل چې پرمټ یې چا له خپلې خاورې د باندې د نورویاغي اوسرکشوښکرورمات کړل ، د شرک اوبُت پرستۍ نظامونه یې ورونړول اود پردیو شاهنشاهانوتاجونه یې په خپلوسرونوباندې کېښودل ، اوچا د خپلې جغرافیې اوځمکنۍ بشپړتیا له پاره خپل سرونه قربان اونذرانې یې پرځان باندې ومنلې . چا خپله خاوره ، خپل خلک ، خپل نظام اوخپله خپلواکي پرنوروباندې په ارزانه بیه وپلورله . څوک د تخت اوبخت لېونیان او په پردیوفرهنګونوکې ورک شول ، اوچا نوروته له ځان سره انسانیت ویوړاود جهالت ، اسارت اوغلامۍ ژغ یې له اوږو ترې ښکته کړی . خودتاریخ په حافظه کې د خدمت اوخیانت دغه دواړه خواوې ثبت او راجستردي او قضاوت یې راتلونکو نسلونوته په میراث پاتې دئ .

د سلطان محمودغزنوي، میرویس هوتکې، شاه محمود هوتکي ، احمد شاه ابدالي ، شاه زمان ، وزیرمحمد اکبرخان اوغازي امان الله خان خدمتونه اوکارنامې هم معلومې دي ، اود شاه شجاع ، امیردوست خان ، امیرعبدالرحمن خان ، صالح محمدخان ، اورا وروسته نورو واکمنوشرمېدلې کارنامې اوپټې معاملې هم اظهرمن الشمس دي ، چې بیه یې ترنن پورې له دوی څخه وروستیوافغان نسلونودخپل سر، مال اوناموس په بد له پرې کړي او پرې کوي یې .

سلطان محمودغزنوي ترخپلې قوماندې لاندې خپل پوځ جوړکړی ؤچې پرمټ یې د سومنات له ګېډې لعل اوجواهرهم را تویې کړل ، د شرک او بُت پرستۍ پرځای یې د توحید کلمه په خپلواخلاقو باندې حاکمه کړه .

لوی احمد شاه بابا پاني پت اوبخارا فتح کړل اوترمشهد ، نیشاپوراو بخاورا پورې یې په پوره مېړانه خپل واک د اسلام په چوکاټ کې چلولی . یوازې په اټک کې یې (لس زره) عسکرد هندې پوخ له لوري په شهادت ورسېدل ، خوپرشا را نه غلل، ځکه هغه داسې احمد شاه نه ؤ چې په ځان پسې پلونه والوزوي اوغرونه په ځان پسې را چپه کړي . بلکې د هغه پخې ارادې د اټک پورې غاړه اکبرجنګي قلا ونیوله اوله ډېروقربانیو ورکولو وروسته یې ځان د ډهلي ترتخت تسخیرولو پورې ورساوه .  

شاه زمان د خپل نیکه د واکمنۍ لمنه ترقفقازپورې دخپل پوځ په زور وغځوله ، چې پنځه زره افغان کورنۍ یې هلته داسلام ددین خپرولوله پاره ولېږلې اوترنن پورې داوستایانوپه نوم هلته مېشت دي او(جوهردودایوف) له همغواوستایي کورنیویوؤچې وحشي روسانوبیا د خپل مقاومت په بهیرکې شهید کړ. خوکله چې په پوځ کې یې دایران له لارې بهرنۍ لاسوهنې پیل شوې ، ورسره سم د شاه زمان واکمني هم د خپلونا اهله میره ګي وروڼوله لاسه وروسته له لسوکالوپای ته ورسېدله .

وزیرمحمد اکبرخان چې د انګرېزي استعمارسرسخت مخالف ؤ، خپل پلاریې (امیردوست محمد خان) د استعمارې تحفې ( واک ) په بدل کې له انګرېزانوسره معامله ورباندې وکړه ، خوبیا هم د پاک زړه اوسپېڅلي ضمیرڅښتن وزیراستعماري فشارونوته تسلیم نه شو.نوموړي د خپل پلارد پوځونوخلاف دعام ؤلس غوښتنوته غاړه اېښې وه اوله ؤلسي پاڅون څخه یې ترخپلې قوماندې لاندې مثبته ګټه پورته کړه چې بالآخره یې د انګرېزانو(۲۰۰۰۰) پوځ له کابله ترپېښورپورې ټول تباه اوبرباد کړ.

شاه شجاع ، فتح جنګ اوامیردوست محمد خان هم د تُحفه یي اوډالۍ کړي واک ډېرشوقیان وو. دوی دری واړوهم څوڅوځلې دانګرېزانوپه دستوراولمسون دافغانستان پراوږوباندې هغه پردي پوځونه را وخېژول چې د هرافغان د سترګوخاروواوآخریې خپل سرهم داسې په کې وخوړچې ترنن پورې یې قبرهم لکه د نورمحمد تره کي ، حفیظ الله امین اوببرک کارمل په څېرمعلوم نه شو.

اوسنیوملېشه یي قوماندانانوهم خپلې قومي ملېشې یوازې د خپلوامتیازي اهدافواوواک ترلاسه کولوله پاره، چې په اصل کې هېڅ ملي صبغه نه لري ، د افغانستان د دښمنانوپه اشاروجوړې کړې دي . ځکه په افغانستان کې د پردیوجګړود اوږدېدواصلي عامل اولامل همدغه قومي بې سرحده اجاره شوې ملېشې اود هغوی ملي ضد پوځي فعالیتونه او په خپله خوښه د بې پشتوانې ناچلو پیسوچاپول ووچې له امله یې نن هم په افغانستان کې پردۍ جګړې پرموږ باندې تحمیل ، د ملي یووالي اوسولې خنډ اوافغانستان یې د نا معلوم برخلیک سره مخ کړی دئ .  

خوددې په عکس افغان ملي مشرانوبیا هغه مهال د ؤلسي پاڅونونوپه ملاتړله خپلې خاورې دفاع کړې ده . ولې دا پاڅونونه نه د چا معاش خواره وواونه هم دچا دال خواره ، بلکې هغوی سرتورسرونه ، یبلې پښې اوپه وږي نس په دښمن پسې منډې وهلې، دوخت ددښمن په وړاندې په همغه زړو، زنګ وهلیو

 

تورو،تبرونواوسوټیوباندې جنګېدل اوددښمن توپ ، ټانک اوبمونوته همغه ډول خلکوخپلې سینې سپرکړې وې ، لکه په پورته اولاندې عکسونوکې یې چې ګورۍ :

په ريښتیا چې هغوی د خپلو ؤلسې ملېشوسمه او پرځای ملي رهبري کړې ده ، دهغوی پوځي چوکاټونود اوسنیو درېیولسیزودقومي اوځایي ملېشوله کلیشه یي پوځي سیستمونوسره له ځمکې ترآسمانه ډېرتوپیردر

لود،ځکه هغومخکینوغازیانوخپلې قومي ملېشې اوپوځونه د ملي اهدافواوسپېڅلوارمانونوله پاره استعمال کړي دي .

د افغانستان ملي اتل سترجنرال غازی محمد جانخان وردک ، دکابل په قلعه قاضي اوبالا حصارکې کېوناري اوانګرېزي پوځ ته اصلي ماتې ورکوونکی ، سوځوونکی اوتباه کوونکی چې دښمن یې هم قهرماني منلې وه ، خوګل مرجان یې اوس نه مني .

امیرعبدالحمن خان هم د روسانواوانګرېزانود ګډ توافق په نتیجه کې کابل ته په دې شرط را ورسول شو  چې دغازي محمد جانخان وردک ، غازي محمد عثمان خان تګابي اوملا دین محمد اندړ( ملا مشک عالم ) په څېرد انګرېزانوقاتلین اودهغوی غازیان پلویان یوپربل پسې پرله پسې له منځه یوسي اود انګرېزانو پرضد ؤلسي پاڅونونه نورختم کړي ، ځکه تورامیر(عبدالرحمن خان) ته د واک سپارلوپه بدل کې په پښتون مېشتوسیموکې د کله منارونوجوړولواوډېورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلوپروژې په اجاره ورکړل شوې وې چې همدا ملي جنایت اوخیانت یې پرې ترسره کړ. خونوموړي بیاهم دپوځ ټول واک په خپل دیکتاتورانه واک اوقومانده کې اخیستی ؤاود ډېورنډ کرښې پرسرد کال (۱۸) کروړه هندي روپې یې مالي پشتوانه شوه ، ځکه خوتریوې کچې پورې بریالی هم ؤ .

ولې توپیریې د پاکستان له واکمنانوسره داؤ چې ؛ عبد الرحمن خان په خپله خاوره باندې له اګرېزانو سره معامله کړې وه اوخپلې پیسې یې ترې اخیستې ازبېک ملېشې یې د خپلو مخلفینو د ځپلو له پاره پرې ساتلې ، خود پاکستان د تېروڅلورولسیزوواکمنانود افغانستان پرخاوره معامله وکړه اوله امریکایانویې خپل بانکونه پرې ډک کړل . 

هلته د استقلال ګټونکي غازي امان الله خان د استقلال ګټلوپرمهال له قومي پوځ څخه کارواخیست ، خوله صالح محمد خان پرته غازي محمد نادرخان اوسردارعبدالقدوس خان دواړه داسې پوځي قوماندانان وو چې د قومونوملي قومانده یې د وخت د استعمارپرضد په نارینتوب سره استعمال کړه ، خپل حریف ته یې ماتې ورباندې ورکړه اودافغانستان اوافغانانوله اوږوڅخه یې داسارت اوغلامۍ ژغ دخپلوقربانیوورکولوپه بیه ښکته کړ.

ولې متأ سفانه چې د استقلال ګټلواوملې ویاړونوپه بدل کې شاه امان الله خان خپل واک ، اونادرخان خپل ژوند له لاسه په کې ورکړ، ؤلسي پاڅونونه اوملېشې یې ورپسې را پاڅولې ، له تاریخ اوله استعماري ژورودسیسوڅخه نا خبره ملایانویې خپل لاوډ سپیکرونه اومفتیان جوړکړل ، شاه امان الله یې په څلورکتابه کافراوبې تعلیمه خلکوته ورباندې معرفي کړ، له هېواد څخه یې پرې تبعید او وشاړه .

 

غازي امان الله خان چې کله لۀ خپلې خاورې تبعید شو، د هند لۀ لارې ایټالیې ته روان شو، پۀ کښتۍ کې یؤ فرانسوي خبریال هم ورسره و. خبریال ورڅخه وپوښتل:  

(( تاسو غازي امان الله خان یاست؟!
غازي: هو صیب, خبریال وپوښتل خبر شوم تاسو تبعید شوي یاست
؟
ورته یې کړه: هو, خبریال وویل: پداسې حال کې چې تاسو د اروپا پرمختګ او ماډرنیزم ولیده، ایا هېواد مو درته اړتیا
نۀ
درلوده ؟


ویل یې، لري یې خو څوک مې نۀ پرېږدي چې کار وکړم.
غازي ګویان شو،
ما خلکو ته د پېژندپاڼو دجوړؤلو سپارښتنه وکړه، هغوی مخالفت وکړ.
ما جزا وټاکله، هغوی د شپېته دُرو لپاره پۀ
داوطلب ډؤل حاضر شول.

ما ټیلفون راوړ, خلکو کافر وګڼلم وایي د خلکو پټې خبرې او کړنې څاري چې اسلام دا کار ناروا ګڼي.
ما ښوونځي جوړ کړل، خلکو وویل دا نوی بې دینه دی، باید ماشومان مو یوازې عقیدوي زده کړې وکړي، د کافرانو خبرې ورته ګټه نۀ کوي.
ما ورته ریل یا اورګاډی راوړو پۀ داسې حال کې چې لږو هېوادونو درلود، خو دوی د پیریانو ځاله وګڼله او مخالفت ته یې دوام ورکړ. ملایانو لاوډ سپېکر کې غږ کړ چې غازي کافر دی. خلکو ته یې وویل دا الهي غږ ؤ، اوس خو به مو یقین راغلی وي.
زما د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې د ځنګلونو پۀ جګو ونو کې خلک کېنؤل او پۀ چیغو چیغو یې نارې کړې امان الله کافر دی امان الله 
کافر دی. ملکانو خلکو ته ویل دا ملایکې دي دوی رښتیا وایي غازي کافر شوی دی. خو زۀ کافر نۀ وم بلکې د دوی د راتلونکي غم راسره ؤ.
یوه ورځ فکر راسره پیدا شو چې ملایان خو عالمان وي کیدای شي ملاتړ دې وکړي، ځکه هغوی خو پوهېږي چې انسان پۀ وسایلو نۀ کافر کېږي. خبر راغی چې د پل خشتي او اسعد اباد پۀ جامع جوماتونو کې ستا پر ضد خلکو شعارونه ویل, او د یؤ غل ,قطاع الطریق او د نمک منډيي د نانوایي ملاتړ یې وکړ... ! ژورنالیست لیکي 
لۀ دې وروسته پۀ ژړا شو او مخ یې سمندر ته کړ ویل یې، وطنه ما وبښه  وطنه ومې نشوې ساتلای...!
زه هم له بده مرغه وایم وطنه ما وبښه ما هیڅ درته ونکړای شول...!!!
))

 

  همدا رنګه نادرخان یې د پوځي ښوونځې د یوه زده کوونکي عبدالخالق په لاس د شهادتنامو وېشلو پرمهال پرې شهید کړاو روسانواوانګرېزانوته د لاسوهنو زمینه یوځل بیا پرې برابره شوه .

داخوپه افغانستان کې د انګرېزي استعمارد پوځي ، ملي اوملي ضد کړنلارولنډ ه یادونه وه ، اوس به راشو روسي اوپاکستاني ښکېلاک ته چې هغوی په افغانستان کې څه کړي دي اوافغانانودهغوی په وړاندې له کوم دریځ څخه کاراخیستی دئ ؟

تزاري روسانود امیرشېرعلي خان له زمانې را په دېخوا د خپلواړیکوتارافغانستان ته را غځولی ؤ. خو د اماني ، ظاهرشاهي اوداؤد خاني دورې د پخواني شوروي اتحاد له پاره سره زرشوې چې پرمټ یې د سپینو اوسروکود تاووله لارې خپل مستقیم یرغل اوپوځي اشغال ته زمینه پرې برابره کړه .

روسانودغوایي د کود تا پرمټ د خپلواک افغانستان ځمکني اوهوایي حریم ته په سپکه سترګه وکتل ، د ټولوبین المللي کنوانسیونونواوپرېکړوخلاف یې د ځمکې اوهوا له لارې پوځي حمله ورباندې وکړه ، د توکم پالنې له لارې یې په افغانستان کې درځونه واچول . ځینوکم فکره افغانانوپرته له دې چې د افغانستان دراتلونکي برخلیک پس منظرته فکروکړي ، خپلوګټوته ترجیح ورکړه ، له موقع څخه یې ناوړه اوملي ضد ګټه پورته کړه ، د بل ترواک لاندې تخت اوبخت یې پرټول ملي یووالي باندې غوره وباله . په افغان پوځ کې یې د جنرال مؤمن ، جنرال بابه جان ، آصف دلاور، جنرال دوستم ، نادري ، عصمت مسلم ، جبارقهرمان اونوروپه څېرقومي ملېشې جوړې کړې ، جمعه اڅک یې يه شمال کې پرې بې واکه او بې صلاحیته کړ ، چې دهغوی دغیرمسؤولانه خپلسري کردارله امله ترنن ورځې پورې ټول ؤلس ځورېږي اوکړېږي . ځکه هغوی عسکري اصول ، ضابطه اوملي قانون قطعاً نه پېژندل اویوازې د خپلومفاداتوله پاره یې هرناروا کارته لاسونه سره اچولي وو . نظام ، خاوره ، قانون اوخلک یې ټول له خطرسره مخ کړي ووچې ملي یووالي ته یې سخته صدمه پرې ورسوله . چې د ببرک کارمل د پټ منافقانه اوله روسانوسره دهم آهنګ اود نجیب دغلط سیاست له امله ترسره شو .

پاکستان ، ایران ، روسیې ، عربي اونورې نړۍ ته په افغانستان کې د لاسوهنې موقع په لاس ورغله ، ملي اردو ړنګه ، د وسلواومهماتوانبارونه چور، درنې وسلې کباړ اوکورنۍ اوبهرنۍ مافیا ته دپېراو پلور له پاره په افغانستان کې تردوبۍ ښه بازاراومارکېټ جوړشو. د جهاد د ټېکه دارانو په نوم څو تنه جهادي قوماندانان د اردولیکو ته ورننوتل . پوځي واک د ملېشواوهمغه ډول جهادي قوماندانانو په لاس کې ولوېد اوکابل د مجاهدینوترمنځ واک ته د رسېدو په وزلوبه کې د ورانیو اومرګ ژوبلو په پلازمېنه بدل شو .

دافغانستان په هرولایت کې شخصي ملوک الطوائفۍ جوړې شوې اود ملي یواولي ځای هغوزورواکانوپه لاس کې ونیوچې د سیمې د مداخله ګروهېوادوله څارګرواداروسره به یې نږدې اړیکې لرلې . خود افغانستان خاموش ، بې دفاع اوبې وسه مظلوم اکثریت یې له خپلوځانوسره په هره سیمه کې همداسې یرغمل ساتلی ؤ . ظلم ، بربریت ، انارشي اووحشت په ټول هېواد کې اوج ته رسېدلی ؤ، د هېواد ټول حکومتي، مدني، حقوقي ، سیاسي ، فرهنګي ، اقتصادي ، نظامي ، عدلي اوقضآیي اود راکړې ورکړې  سیستمونه له منځه تللي وواودهرچا د برخلیک په وړاندې به په شخصي پوستو، پاټکونواوکانتینروکې صحرایي فیصلې کېدلې . د خلکو، جهادي مشرانواوحکومت ترمنځ باورنورختم اوخورا زیاتې فاصلې یې ترمنځ واقع شوې . 

پاکستان د(i.s.i.) ترمستقیمې قوماندې اوڅارنې لاندې د سپینوملائکوپه جامه کې پرافغانستان باندې یرغل وکړاودوخت د کورنیوچارووزیر(نصیرالله بابر) ترهرات پورې (۸۰۰) کیلومتره دافغانستان په خاوره کې له کوم قانوني جوازڅخه پرته د ننه سفروکړ. پنځه کاله یې د افغانستان پاتې وسلې اوټول لرغوني توکي اوملي شتمنۍ چورکړې ، د افغانستان هرولایت د رهنمای معاملات دفترجوړشوی ؤ.

د هدیرواوزیارتونوپه نوم دانګرېزانوپه لاس ښخ کړی شوي لرغوني توکي ټول لوټ اوغلاشول .د افغانستان د ملي ترمینالوژۍ په تانسته کې د پاکستان ، ایران او تاجکستان له خواووڅخه  پردي ماکوګان سره تېراوبېرکېدل چې پرطالبانوباندې د معاملې وخت هم را لنډ اوطالب رژیم د ستروقدرتونواوسیمه ئیزوچارواکوترمنځ د پردیومعاملوخوراک اونذ رانه شو .

ښاغلی کرزی دمؤقتې عبوري ادارې د سرپرست په نامه له ارزګان څخه په موټرسایکل باندې له طالبانو را وتښتول شواوکابل ته دامریکایانوپه لاس راوستل شوچې کیسه یې خپله همغه امریکایي کړې ده ، ورپسې د انتقالي دورې له پاره لومړی لویه جرګه ورته راوغوښتل شوه اوهغې د اساسي قانون مسوده جوړه ، دارلانشاء ترتیب اوانتقالي ادارې هغه عملي کړه چې پرمټ یې د انتخاباتوله پاره زمینه پرې برابره شوه، ټاکنې له (طالب+حکمتیار+حقاني شبکې)پرته ترسره اوښاغلی کرزی دمنتخب جمهوررئیس په توګه د جوړشوي قانون له مخې وټاکل شو. نوموړي ته د بهرنیانو پرمټ قانون واک ورکړی ؤ خود عملي کېدو وس یې په ځان کې نه درلود .

ځکه واک پخوانیوملېشوبیاهم په خپل منځ کې سره ووېشلیؤاوښاغلی کرزی د یوه بُت په څېرپه ارګ کې داسې محاصره ناست ؤچې کله ناکله به مارشال فهیم د ده پرڅوکۍ ناست ؤ نوکرزی به پربله څوکۍ له مجبوریته ورکښېناست . دری کاله خلکوصبرورته وکړ، د کرزي ادارې خپل وخت اوفرصت له لاسه ورکړاوپاکستان ، ایران ، روسانواوبلک واټرپه حکومت کې د ننه دده د حکومت مخالفین سره منظم اومنسجم کول ، ځانمرګي بریدونه اود بلک واټرخپل سري (پټ)عملیات پیل شول . د ترورېزم په نوم جګړه دافغانستان په جنوبي اوځینومرکزي سیموکې ورباندې تحمیل شوه. دجګړې دټرک تېل امریکا یانوورکول، خوډرېوري یې (I.s.I.) کوله چې ځانمرګي یې د افغانستان یوې اوبلې سیمې ته په کې وړل اوراوړل .

د امریکې په مشرۍ ائتلافي ځواکونوپرخپل حضورسربېره د بلک واټرپه نامه خصوصي امنیتي کمپنۍ هم افغانستان ته له ځان سره راوړې ، هغوی ځینې افغانان هم په خصوصي توګه وروزل ، چې په دې ډول د کورنیواوباند نیوامنیتي کمپنیو(ملېشو)شمېرتر(۷۰) هم ور واوښت . ولې پایله یې د امنیت په نامه په نا امنیوبد له شوه ، لویې لارې نیول کېدلې اوپرهغوکورونواوکلیوباندې به یې دشپې له خوا چابې اوداړې اچولې چې پیسې به یې لرلې . خلک به یې وژل اوبند یانول ، بس ددوی د درامد ستره منبع همدا وه . ځکه هغوی ځینې خپلسري غیرقانوني خصوصي زنداونونه هم لرل ، چې موږ یې ښه بېلګه په بلک واټرکې د((اید یما)) زندان اوپه کورنیوملېشوکې د ځینوقوماندانانو شخصي زندانونه په ګوته کولی شوچې بالآخره حکومت مجبورشودغه خصوصي امنیتي کمپنۍ لغوه اوفعالیت یې غیرقانوني اعلان کړي .    

پردې سربېره ځینې افغان تنظیمونواوملېشوهم شخصي پټ زندانونه لرل چې خپل مخالفین به یې په کې شکنجه کول او وژل .

دې ملېشود ګاونډیوهېوادوتخریبي پروژې هم را وټوکولې ، ځکه چې په کورد ننه دوی نا امني جوړه کړې وه اوافغان حکومت یې خپلوملي پروګرامونوعملي کېدوته په قلاره نه پرېښود اودادافغانستان ځینې ګاونډیانوته د تخریبي عملونویوه مناسبه زمینه برابرول ووچې په افغانستان کې یې ترنن ورځې پورې  پردۍ جګړه ورباندې اوږده اوتوده وساتله .    

(۱۸) کاله په دې خاوره کې دې جګړې دوام وموند ، تروریزم په کې ترهغې کچې پورې وده وکړه چې آن ( مېډ ان پاکستان + معامله ګربهرنیان = داعش ) یې وزیږاوه . سبا بل سبا یې د حزب التحریر د رېږېدو وخت رارسېږي . ښاغلي کرزي خود خپل ځان اوخپل واک خوندي ساتلوپه بدل کې ترخپل ځان ټيټې ټولې کلیدي څوکۍ اوواکونه په تنظیمي اوسمتي ډلوټپلواوملېشوباندې وروېشلي وو.تشکیلات یې ټول کلیشه یي وو.آن تردې چې ملي اردو، ملي پولیس اوملي امنیت هم دغیرمسلکي،غیرمتعهدواوملي ضد کسانوپه واک اختیارکې ؤ، چې د ډېرافراط اوتفریط له امله ټولوامنیتي بنسټونوخپل اصالت اورسالت له لاسه په کې ورکړی ؤ . ملېشوخپل قومونه په څنګ کې یرغمل ورسره وساتل اوپرکرزي باندې دفشاردآلې په توګه یې کارترې واخیست ، ترڅوخپل امتیازات پرې ترلاسه کړي .

په ملي اردواوملي پولیسوکې دغریب شته پولیس اوخوارعسکرپیسې به تش په نامه صاحب منصبانوپه خپلوجیبونوکې اچولې ، په شپږومیاشتوکې ، اوآن یوه کال کې به هم یوه سرحدي پولیس اوعسکرته تنخواه نه ورکول کېد ه ، د خیالي پولیسواوخیالي عسکروتنخواه ګانې اواعاشې اواباتې خوددوی د پلار ورپاتې میراث ؤ، خوشته پولیس اوعسکرته به دده خپل استحقاق مهمات هم نه ور رسېدل ، همداعلت ؤچې عسکرواوپولیسوبه یاخپلې وسلې پرمخالفینو باندې پلورلې او یا به ور ته تسلیمېد ل .

مخالفووسله والوهم داسې خبرونه خپاره کړي اوادعاء یې په کې کړې ده چې ګواکي موږ اوس مهال خپلې ټولې وسلې اومهمات له افغان ملېشواوپولیسوڅخه په خورا ارزانه بیه ترلاسه کوو، له بلې خوا په دفاع اوکورنیوچارووزارتونوکې تشکیلات ترډېره خیالي وو.د معاشونو، تدارکاتواوافرادوپرسرددابة الارض خبیثه خپسه ورناسته وه ، دامنیتي نهادونو په نوم اقتصادي ویني ټولې څوتنوپوځي اوامنیتي پړانګانووځبېښلې چې دافغانستان نوم یې د پرفساد ککړوهېوادوپه (شيږمه درجه) تورلېست کې پرې درج کړی ؤ .

امنیتي اکادمیک مرکزونه یې په خپلونومونوثبت اوراجسترکړی چې په هغوکې د بل قوم په تېره پښتون فطعاً وجود نه لري ، چې پوښتنه ترې وکړې درته وایي به چې پښتون نه کامیابېږي ، استعداد نه لري ، خو چې آزموینه ترې واخیستل شپ بیا پښتون ترټولوجګې نمرې اخیستې وي ، دا ځکه چې دغه ډول پردي پاله ژپ پالونکي اونژاد پرسته غیرملي خلک په بېخپوره توګه له امنیتي نهادونوڅخه د پښتنوپاکول اوایستل غواړي ، ترڅوپه راتلونکې کې په آسانۍ سره خپلې کودتاوې په لاره واچولی شي اونورورباندې وځپي .  

ښاغلي اشرف غني ته هم د ملېشو، ملي اردواوملي پولیسودغه خیالي تشکیلات له ښاغلي کرزي څخه په میراث ورپاتې دي چې اوس یې په رڼا ورځ د بهلول دانا په څېرد تصفیې څراغ ورپسې را اخیستی او دامنیتي بنسټونوپه تیاروکې خیالي اوبې تعلیمه تشکیلات لټوي .

ؤلسمشراشرف غني د ملګروملتوپه وروستۍ غونډه کې هم دخپلوکورنیوچارو وزارت اړوند د فساد خبره یاده کړه ، دامریکې د ؤلسمشرډونالډ ټرامپ ترکیزهم پردې باندې ؤ چې د افغانستان په امنیتي بنسټونوکې فساد شته اوباید لیرې شي .د افغانستان عام خلک هم په دولت کې له فساد څخه سرټکوي او وایي چې باید دولتي بنسټونه له فساد څخه خلاص او پاک شي .دولتي مأمورین هم په نظام کې د ننه له اداري فساد څخه کړېږي چې په دې تړاو یې څوتنه لوړپوړي پوځي اوملکي چارواکي هم عدلي اوقضائیي ارګانونوته ورپېژندلي دي .

پخوا افغانستان سیمه ییزپولیس لرل ، خوهغوی ددولت ترکنټرول لاندې په ملي کچه خپلې دندې ترسره کولې اود پوځ شمېره تر(۷۰۰۰۰) نه زیا تېد له . ولې اوس موږ خواوشا ( دری نیم ) لکه پوځ ، (دوه نیم) لکه پولیس اود ملي امنیت کسان لرو. که چېرته همدغه شمېرې سمې اوپرځای پیاوړې اوپه مسلکي توګه تجهیزاووروزل شي ، دنوروملېشوهېڅ اړتیا نه پېښېږي . ځکه په افغانستان کې دملېشوسابقه اوتاریخي بګرونډ ډېرپیکه اوخیرن ښکاري چې موږدملېشودڅلورولسیزوتاریخي ژوندۍ مخینه په خپلوسترکولیدلې ده .

اوس دې دنوروملېشوجوړولوپرځای له هغووغیرقانوني وکیلانوڅخه هم پولیس را ټول کړل شي چې له (شپږو)نیولې تر(دېرشو) کسانوپورې ورباندې پیره کوي اوترډېره په ټولوتورومافیایي کارونواوناامنیوکې لاس هم لري ، تاسود کرزي د وخت وکیلان وګورۍ چې حتی ښځینه وکیلانوهم په انساني قا چاق کې لاس درلود اوټول مطبوعات ورباندې ډک شول . د فوزیه کوفي په څېر وکیلانې ، اود لطیف پدرام د ښځې په څېر سیاسي څېرې اود ظاهرقدیرملېشه وګورۍ چې لومړی یې (۸۰۰) خپل کسان دداعش د ځپلو په نامه له حکومت سره رسمې اعاشه اواباته کړل ، معاشونه یې ورته حواله کړل ، خواوس خپله د همغې ملېشې په زورټول حکومت ته اخطارونه ورکوي .

امریکایانواو ور سره ټلوالې دخپلو(۱۵۰۰۰۰) پوځیانوپه حضورکې د افغانستان امنیت نړیوالوملېشو(بلک واټر) ته وسپاره چې لایې هم د افغانستان امنیت ورباندې خراب کړ.  تېرکال یې چې ددوهم ځل له پاره بلک واټرته د امنیتي واک سپارسپارلواعلان وکړ، هغوی به د تېرپه څېریوځل بیا په افغانستان کې ځانته په دوهم اودرېیم لاس نورې امنیتي خصوصي کمپنۍ په خپله له افغانانوڅخه د خپل کمېشن اخیستو په بدل کې جوړې او وروزي . چور، غلاګانې ، بې ناموسۍ ، سړي تښتونې اونورې مافیایي پروژې به ورسره له سره را وټوکېږي ، بیا چې د افغانستان د پوځونواوامنیتي بنسټونوشمېر(۱۲) مېلیونوته هم ورسېږي ، امنیت به ورسره ټینګ نه شي اوجګړې به کورپه کور، سیمه په سیمه او ولایت په ولایت زور واخلي .

که څه هم ددفاع وزارت هغه مهال ویلي ووچې موږبه داملېشې ددفاع وزارت اړوند په ولایتونوکې محصورې کړواوهغوی به ددفاع وزارت دصاحب منصبانوپه څېرترفیعات اونورامتیازات نه لري اویوازې خپله سیمه به دخپل ولایت په محدوده کې ساتي ، خوداسې لنډه اوآسانه هم نه ده ، ځکه چې د پوځ په لیکوکې د ننه ملي دښمن تر بهرني دښمن ډېرخظرناک دئ .

که چېرته پخواني پوځي کارپوهان د ملېشو په جوړولوټینګارکوي ، نودوی ولې هغومخکینیوحکومتونوته دا نظرنه ورکاوه چې د ملېشو بنسټ ايښودونکي وواودا ملېشې یې جوړې کړې ، ځا نونه یې ورباندې خراب کړل ، افغانستان یې ورباندې وران کړ، افغانان یې پرې مړه کړل ، د افغانستان د خاورې تمامیت ، ملي صبات اوملي یووالی یې له خطر سره پرې مخ کړاوددوی دا نظرهم د بغدادي پیرله نظرسره ورته والی ولري .

حکومت ته د یوه افغان په صفت زماخواست دادئ چې په دې برخه کې دې ښه دقیق غوراوڅېړنه وکړي اوپه هېوادکې دملېشوجوړولواوملېشوجوړېدوپس منظرته دې په کمي اوکیفي لحاظ هم ښه ځيرشي ، که نه نوبیا به یې مخه نیول هم دومره آسانه خبره نه وي لکه څومره یې چې اوس اټکل کېږي اود اوسنیوملېشوجوړښت له پخوانیوهغوسره ډېرتوپیرلري،ځکه چې پخوانۍ ملېشې په ملي صبغه بناء جوړې شوې وې ، خواوسنۍ ملېشې پرقومي ، توکمي ، سمتي ، ژبني اواستخباراتي صبغه سره جوړېږي .

موږاوتاسې ټولودملي اردو، کابل ښاراوملي یووالي دړنګېدواوسره پاشل کېدوبېلګې په خپلوسترګوولیدلې اودګاونډیانوتخریبي لاسوهنې همدااوس په خپلوسترګوپه محسوسه توګه ګورو،له هغونه بایددرسونه،پندونه اوعبرتونه واخلواود بیا تکرارمخه یې په ګډه سره ونیسو. که نه نویوځل بیا به د کورنۍ جګړې د خرس په تلک کې په غبرګوپښوومښلواودخلاصون هېڅ لاربه نه شوموندلای ، ځکه دافغانستان اصلي دښمنان خولاهم په کمین کې راته ناست دي .

زه په ویاړسره دا منم چې زموږنیکونوموږاوراتلونکونسلنوته د زمري په (۲۶مه) د (۱۹۱۹) زیږدیزکال آزادي دخپلو وینواوسرونو په بدل کې د خپلې دیني فریضې اوملي وجیبې له مخې د خپل سپېڅلي وجدان د پرېکړې په رڼا کې ګټلې ده ، خوموږباید هغه وساتواود خپلواسلافوملي کارنامې په سمبولیکه توګه نه ، بلکې په اصلي بڼه ونمانځو، ترڅواوسني اوراتلونکي نسلونه دعبرت درسونه ترې واخلي اوکارنامې یې د خپلې لارې مشال جوړې کړي .

                        ( فاعتبروا یا اولی الابصار)  

                          ( محـمد انـور ولـــــید )

 

 


بالا
 
بازگشت