امنیت اوسیاست

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د وږي ۴ مه

سیاست یوعلم دی چې د وخت اولیاء اموریې څوک د شخصي ګټو له پاره کاروي اوڅوک د خپلوملي منافعو په خاطرکارترې اخلي چې موږ یې همدا اوس بېلګې په کمي اوکیفي لحاظ په خپل هېواد کې په خپلو سترګو وینو . خوسیاست اوامنیت دوې داسې کلمې دي چې د لزومیت اوملزومیت سیوري یې یو پربل غوړېدلي ، ځکه پرته له امنیت څخه سیاست نه شي کېدای ، او پرته له سیاست څخه امنیت ناشونی دی . ځکه امنیت د سیاست له پاره لومړی جغرافیوي محیط جوړوي ، ورپسې سیاست وده په کې کوي ، اداري سیستم اوقانوني چوکات او نوراړوند امکانات ورته برابروي ، خوکه امنیت نه وي دا هرڅه بیا په صفرکې ضرب دي .

امنیت له ( دفاعي ، امنیتي اوڅارګرې ) درېیوبرخوڅخه جوړدی چې موږ یې هره برخه په لاندې ډول په څو لنډو ټکو کې وړاندې کوو :

لومړی :ـــ دفاعي برخه : دغه برخه د سیاسي جغرافیې حریم ساتي او بهرني دښمن ته تل په حراست اودفاع کې له غفلت او معاملې څخه پرته د لوړوملي منافعو د حفاظت او دفاع له پاره مصروفه وي .

دوهم : ـــ امنیتي برخه : دا برخه د کورني ملي نظام د ټینګښت او قانون پلي کېدو یو ستر رُکن دی چې په کورد ننه د خپلوهېواد والوله پاره یوه ډاډ منه سوله ئیزه فضاء پرې را منځته کړي ، ترڅود خلکو سر، مال اوناموس ورسره خوندي شي .

درېیم : ـــ څارګره برخه : دا د امنیت هغه برخه ده چې عامه ملي نظم ور پورې تړلی دی . ځکه چې که څارګره اداره نه وي ، په حقیقت کې ملي او دفاعي امنیت دواړه قوې ړندې ، کڼې اود ماغزومېموري ( آخذه ، مرسله اوحافظه ) نه لري . اود امنیت دغه قوه د سیاسي جغرافیې ټول پټ اومحرم معلومات له مشکوکو ځایو څخه را ټولوي ، مسؤولومراجعو ته يې په امانته توګه سپاري اوله ځان سره یې د اجراء کېدو ترمرحلې پورې محفوظ اوخوندي داسې ساتي چې رسنۍ خولا پرځای پرېږده ، خپله مېرمن هم له خپلو راټولو کړیو معلوماتو ، شواهدو او مدارکو څخه نه خبروي ، ځکه هغه یوداسې  ملي امانت دی چې د خپل ځان ، ، ټو ل امنیت او ټول هېواد برخلیک ورسره تړلی دی .

نن سباخو چې موږ دومره خراب شوو ، زموږ امنیتي رازونه مخکې له مخکې ټول افشاء شوي ، افشاء شول او افشاء کېږي .

(( په دوهمه نړیواله جګړه کې هغو دوو تنو امریکایي پيلوټانو چې د یو ریشیما اوناګاساکي پرټاپوګانویې اتومي بمونه وغورځول خپله ویلي چې کله موږ ددغې سخت مأموریت ترسره کېدوله پاره روزل کېدو ، موږته دا نه وو ویل شوي چې تاسوبه دغه ډول خطرناک مأموریت ترسره کوۍ ، هغوی پخپلو خبرو کې زیاته کړې چې آن ترهغو پورې موږته خپلې اړوندې ادارې ددې مأموریت رازنه افشاء کاوه ترڅوکې همغه ورځ راورسېدله ، نو بیا موږته وویل شول چې تاسو به نن خپل مأموریت ترسره کړۍ . خود مأموریت ترسره کېدو ډول یې بیا هم موږ ته افشأ نه کړ، کله چې یو ساعت مأموریت اجراأکولوته پاتې شوموږ ته وویل شول چې ستاسې مأموریت یوساعت وروسته پیلېږي . دغه یوساعت وخت د اتوم بم غورځولو ؤ،  چې دوې دقیقې ورته پاتې شوې ، بیا راته وویل شول چې دوې دقیقې وروسته به تاسې د ځای پرځای شوي بم تڼۍ کېکاږۍ ، اوله دوو دقیقو پوره کېدوسره سم را ته امروشوچې تڼۍ کېکاږۍ ، موږ تڼۍ کېکاږلې ، چې لاندې ځمکې خواته مو وکتل ، ټول ښارپه دود ، لمبو ، شنواو تورولوخړوکې پټ ؤ اوهرڅه تباه اوبرباد شوي وو . موږ ضعف وکړ.، ځکه دمخه موږ ته نه وو ویل شوي چې تاسې به اتوم بمونه غورځوۍ . اونه خو موږ پراتوم بمونوخبر ووچې زموږ په الوتکو کې یې ځای پرځای کړي . همداسې په ناګاساکي باندې هم په همدې ډول اتوم بمونه وغورځول شول .)) دا ځکه چې مأموریت یې اشد محرم ؤ .

په همغه دوهمه نړیواله جګړه کې(( د نازي هېټلر پوځي رازخپلې هغې بهرنۍ جاسوسې ښځې ترې غلا کړچې تل به ورسره هم بستره وه اوله همغې ضعیفې نقطې هېټلرتباه اوبرباد شو.))

((هندوستان د پاکستان له خوا په جګړه کې هغه مهال ووهل شوچې پاکستاني چاسوسانود هندې جاسوسانومشرپه الوتکه کې وتښتاوه اود جګړې د قوماندې مهمې خریطې اوپلانونه یې ترې ترلاسه کړل .))

((خمیني هغه مهال د صدام په وړاندې ماتې وخوړله او شل زره کسیز پوځ یې ټول د قیرو په خاکپوشه کړي ډک خندق کې په عادي مرمیو ورته ضربه کړچې کله د خمیني د سپاه پاسداران له احساساتوډک تش په شعارونوسمبال پوځ اودهغوی عملیاتي بهیرورته افشاء شو.))

((سږنی د امریکې ( اتلسم ) کال په افغانستان کې پوره کېدونکی دي ، د دوهم بوش او اوباما دورې ختمې شوې ، او دادي اوس د ټرمپ دوهمه دوره پیلېږي ، خود افغانستان په اړه ددوی جنګي سترا تیژي ترنن پورې لاهم همداسې ترپلولاندې مولۍ غوندې مجهوله پاتې ده ، دا ځکه چې دغه سترا تیژي یوازې د امریکې له استخباراتواوپنتاګون سره ده . ))

((خود افغانستان ددفاع وزارت ، کورنیو چارو وزارت اوملي امنیت ټول غلبېل غلبېل دي ، خبره خولکه اوبه په غلبېل کې نه په کې ساتل کېږي ، بلکې ترځای پورې یې هم سمه نه رسوي . ځکه هرکس اوناکس د ځان له پاره یو داسې جامع الکمالات ویاند نیولی چې هم خود کوزه ګل دئ اوهم خود کوزه فروش . ځکه معیاردلته امانت اوملي منافع نه دي ، بلکې معیار پردۍ څوټکیه انګرېزي یا کومه بله ژبه ده ، څوپیسې دي ، آرګاه بارګاه ده ، شهرت طلبي ده . که دا نه وي نو دوی څه مجبوریت لري چې د هرې کوڅې اوهرې خپلې او پردۍ رسنۍ عادي خبرنګارته بلبل نادریه غوندې د زړه بړاس باسي او د ملي امنیت ټول رازونه ورته د کلي په منځ کې ږدي ؟ دا ځکه چې له جمهور رئیس څخه خپل مادي او معنوي امتیازات پرې ترلاسه کړي اوخپل کرېدېت ورباندې واخلي .))

د عملیاتو له پاره تصمیم نه وي نیول شوی ، دوی بیا د مخه ورته نوم هم اېښی وي ، او د عملیاتو نېټه او د پوځ شمېره یې هم ورته افشاء کړې وي ، دا پنځلس کاله موږ همدغه خبرې اورو . هره ورځ له ملي اردو، ملي پولیسو اوملي امنیت څخه له همدې کبله نه جبرانېدونکې سوړه شوې وي . خو یوشی یې ډېرپټ ساتلي ، اوهېڅ یې له خولې نه راوځي ، لکه اداري فساد ، اختلاس ، د عسکرو معاشونه ، اعاشه او اباته او په جګړو کې له دښمن سره پټې لاس په لاس معاملې او د وسلواومهماتو پېراوپلور.

کله چې امنیتي ارګانونه دومره ککړشي ، نو سیاست او قانون به څنګه پلی شي ؟ سیاست او قانون دواړه همدې امنیت ترسوال لاندې راوستي دي . که امنیت سم او بشپړه ملي بڼه یې غوره کړه ، او په کې د ګوندونو او زورواکو ونډې ختمې شوې ، ځکه په کوندونو پورې تړلي ټول امنیتي چارواکي د خپلو ګوندونو او خپل ځان له پاره کارکوي ، نه د دولت او ملت له پاره ملي کارونه . که دوی واقعأ د دولت او ملت له پاره ملي کارونه تر سره کړي ، نوهمغه دم ګړۍ به سیاست او قانون پلې شي .

کله چې په رغنده کورنۍ او بهرنۍ تګلاره اوکړنلاره کې سمون راغۍ ، قانون پلی شو ، چارواکوخپله  ترقانون ځان ښکته  و ګاڼه ، دولت اوملت به یو د بل لازم اوملزوم شي ، یو له بل څخه به ملاتړ وکړي ، ترمنځ راغلې لیرې فاصلې به یې سره لنډې شي ، یو پربل به باوري شي . او په ګډه به دخپل کورني او بهرني دښمن مقابلې ته سره ودرېږي ، او د خپل هېواد بیا رغونې او سمسورتیا ته به په ګډه مټې را ونغاړي . سوله به قائمه او دا ئمه شي او ددښمنانو د لاسوهنې لاسونه به خپله ورپرې شي .

خو په دې شرط چې د افغانستان کورنی سیاست له حق الله اوحقوق العبادو سره په متعادله اومتوازنه توګه په عملي ډول وتړل شي ، او باندنی سیاست یې له مد ونه معیاري سیمه ئیزو او نړیوالو قوانینو سره په تول برابر وخېژي . خو ددې کارد عملي کېدو له پاره عادل ، وړ ، ریښتیني اومسلمان ملي کسان په دندو ګومارل په کاردي . کنه نو دا مهال خو د افغانستان له جغرافیې څخه ژوبڼ جوړشوی ، چې څوک د سیل له پاره ورته راروان دي او څوک بې ټکټه پیسې پرې ټولوي .

د خدای په خاطر! لږ په خپلوګرېوانونو کې سرونه سره ټيټ کړۍ ! تاسې حکومت کوۍ ، او که اوس نوی حکومت زده کوۍ ؟ که حکومت کوۍ ، نوحکومت خو د ملت له ارادې تثیلولواوملاتړپرته نه کېږي .تاسې د ملت په چوپړ کې ځانونه واچوۍ ، ترڅوملت ستاسې ترڅنګ ودرېږي . اوچې ملت درسره نه وي ، هرغل او رهزن به ستاسې په حکومتولۍ کې ګوتې دروهي ، ګډوډي به درته جوړوي ، دښمنان به ستاسې خپل خلک ستاسې پر ضد استعمالوي ، لکه همدا اوس ګټې به د نورو وي اوتاریخي مرګ ژوبلې او بدنامۍ به ستاسې پرټنډو درټاپه کېږي ، له تاریخي بدنامیو او محکومیته ځانونه وژغورۍ . و ماعلینا الاالبلاغ

  ( محمد انور ولید )       

  

 

 


بالا
 
بازگشت