د امریکې پرله پسې تېروتنې اود روسیې لاسوهنې

ابودانـیال  : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د وږي ۷ مه

دا د تاریخي حافظې خبره ده چې مادیاتو تل بشرد شرخواته ورټېل وهلی . ځکه مادیات اوله مادیاتوسره بېخرته مینه له انسانانوڅخه عقل ، انصاف اوعدالت ټول اخلي اوستروږي مستکبرین ترې جوړوي ، اواستکباریوه داسې ناروغي ده چې د ټولو روا او ناروا غوښتنو دوزخ یې په ټوله دنیا اومافیها اوټول ستوریزنظام خپلولواوخوړولوباندې هم نه ډکېږي .

همدلته ده چې حریص النفسه عناصرد خپلواړتیاووپربناء یو د بل په وړاندې متضاد متقابل حریف قطبونه سره تشکیلوي اوترهغو پورې یود بل په وړاندې په مقابله کې سره درېږي چې یو په کې غالب اوبل مغلوب شي . کله چې مقابل لوری مغلوب کړي ، نوفاتح اواتل اړخ بیا د مغلوب اړخ وارث کُل ځان ګڼي اومتروکه ټوله هستي ، جغرافیه ، ځمکنۍ زېرمې اوهوا یي حریم یې په خپل مایملوک باندې ورګډ اومغلوبه پاتې شونې ټولنې په خپل کورکې له هرڅه نه محرومې ، بېواکه او بې برخلیکه کړي . استکبار، استعماراواستثماربیا پرته له خپلو ناروا ګټوڅخه  د نوروخلکوخپلواکۍ ، د خاورین تمامیت ، قانون ، انساني حقوقو، ملي ، کلتوري او دیني ارزښتونوهېڅ پروا نه ساتي .

خو زه وایم چې : (( اې د افغانستان مظلوم ؤلسه ! په یوه غوږ یې واورۍ اوتربل یې مه باسۍ !

قسم په هغه یوه خدای (ج) چې د ټولوعالمونوبې نیازه اوبې سیاله رب دی ، نه دی له چا څخه پیداشوي او نه له ده څخه بل څوک پیدا شوي ، که ظالم هرڅوک وي اوپه وړاندې یې یوموټی په ګډه مقابلې ته سره ونه درېږۍ ، او د خپل ځان ، ځپل مال ، خپل حق او خپلې خاورې څخه مو د ځان په بیه دفاع ونه کړۍ ، که تاسې په هرډول انفرادي یا ډله يیزشکل د ظالمانوله خوا په بېغیرتۍ کې تعذ یب ، تجرید او ووژل شۍ ، بیا به هم د قیامت په ورځ له همغو ظالمانو سره یوځای دوزخ ته غورځول کېږۍ ، چاچې تعذیب کړي ، تجرید کړي ، ژوبل کړي او ووژلي یۍ . ځکه که تاسې همدا اوس له خپل ځان ، خپلوحقوقواو خپلې خاورې څخه دفاع اود ظالمانو ښکرورمات نه کړۍ ، ظالمان به نورهم ستاسې پرراتلونکو نسلونوباندې ستاسې په څېراو یا له دې نه هم زیات نورظلمونه وکړي اوترپېړیو پېړیو به ستاسې پرراتلونکو نسلونوباندې د ځنګل قانون حاکم وي . ))

تاسې وګورۍ چې زموږ خاورې ته پېرنګیان راغلل ، خود وتلووپرمهال یې د چرچل له استعماري اواستثماري سبق سره سم د کړکېچ ددوام اوبیا را غبرګېدو په خاطرپه سیمه کې له تزاري روسانو سره په توافق عائقې سیمې را منځته کړې .

ورپسې روسان راغلل ، افغانستان یې ټول د سوسیالېزم اوکمونېزم د خیالي مفکورې په نامه وران ویجاړاوپه کنډ واله بدل کړ، خو خپله امپراتوري او په ټوله نړۍ کې د کمونېزم مفکوره یې هم په کې له لاسه ورکړه .

له هغې را وروسته تورو پنجابیانوپرافغانستان باندې په سپینو جاموکې هجوم را ؤړاو پرله پسې پنځه کاله زموږسپېڅلې خاوره د تورې خپسې ترسینه لاندې وه چې لاهم د ښکلي افغانستان اوبو اوهوا پاکستاني چارواکي لېونیان کړي اوله کوزې غاړې څخه زموږ زیارتونه اومقد سه اماکن په ځانمرګي بریدونواوتوغندیزوکاڼوباندې ولې .

اوس چې د امریکې په مشرۍ ناټوټلواله افغانستان اوسیمې ته راغلې او دلته یې له تېرو نږدې دوو لسیزو را هیسې په وچه کې محصورغرني افغانستان کې د خپلې جنګې بېړۍ لنګراچولی ، دې ټلوالې هم د پاکستان په خوله په افغانستان کې ډېرې تاریخي نه جبرانېدونکې تېروتنې وکړې .

د امریکایانو لومړۍ تېروتنه په افغانستان کې دا وه چې دوی افغانستان د څه له پاره ځانته جنګي جغرافیه وټاکله او زموږ هېواد یې  اشغال کړ؟ آیا افغانستان له نورو سیمو څخه دوی ته ترټولو بې ارزښته او بې څښتنه د پوځي او اقتصادي تطبیقاتواو تمریناتوډګر ؤ  که څه ؟ او ولې یې د خپلوموخوله پاره پرافغانانو باندې پردۍ جګړه وروتپله ، په داسې حال کې چې ددوی د خپل لاس جوړکړی دښمن خوپه پاکستان کې ؤ؟

د امریکې دوهمه  تېروتنه داوه چې دوی د بن په مجهولو قراردادونولاسلیک کولوکې د افغانستان په استازیتوب ولې یوازې له یوه واړه متنازع فیه ګروپ ( شورای نظار) سره د یونس قانوني په مشرۍ اکتفاء وکړه اونورې ټولې ډلې یې له یوې مخې له واک څخه ورباندې و ایستلې ؟ پرظالب باندې د افغانستان په واک کې دورګډېدوپرځای جګړه ور وتپل شوه . چې اوس یې خوندونه پرافغانانو سربېره خپله امریکایانوهم وڅکل .

د امریکې درېیمه تېروتنه داوه چې دوی د پیټر ټامسن په خوله په ټول افغانستان کې ښاغلی کرزی د کومو وجوهاتو له مخې د افغانانو د شریفو قومونو پراوږو ورسپورکړچې هم سمدلاسه قانون ورته جوړشو اوهم د قانوني واک ترلاسه کولومجری !  په مؤقته ، انتقالي ، اود ټاکنو په دوو دوروکې ناټو ټلوالې ولې له بربنډې بېکفایتۍ او پرله پسې اداري فسا د سره سره ولې د ښاغلي حامد کرزي ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې بهرنۍ ټولې مرستې هم دده او دده ترچپنې لاندې دده د مافیایي ګروپ په لاسونواوجیبونو کې ورکې او افغانستان د نړۍ د ترټولوفاسدوهېوادو په تورلېست کې وګڼل شو؟

د امریکې څلورمه تېر وتنه داوه چې کله د امریکې پخواني جمهور رئیس بارک اوباما له افغانستان څخه د خپلوعسکرودوتلوشعارډوله مهالوېش اعلان کړ، په داسې حال کې چې ددوی پوځي ماشین اود ځمکنیو زېرمو متخصصینو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خپلې پوځي اوجیولوجیکي بوختیاوې لرلې اود اوباما په دواړودوروکې دا څرګنده نه شوه چې دوی د وژل شویو، ټپي شویو،متقاعدینو، تبدیل شویواونوروکیفیتي عسکرو په شمول څومره عسکرله افغانستان څخه وایستل ، اوڅومره تازه دمه نورعسکریې پرځای راوستل ؟ ځکه په سترو ټانک وړونکوڅلورڅرخه الوتکوکې خوهره سه شنبه د شپې په درېیو بجو د تلو راتلو درانه پروازونه کېد ل ، خو دا موږته نه معلومېدل چې څه په کې وړل کېد ل اوڅه پکې راوړل کېد ل؟

کله چې امریکایان په هلمند ولایت کې پرانګرېزانو باندې شکمن اوسره  وران شول ، خپله د امریکې د استخباراتو رئیس وویل :    (( انګرېزي پوځیانو په هرو دوو میاشتوکې د هلمند له دیشو ؤلسوالۍ څخه ډ (۲۵)میلیاردو ډالرو په ارزښت خام یورانیم وړي دي .))  اوله هغې وروسته لس زره امریکایي عسکرهلمند ولایت ته قومانده شول او انګرېزانو ته وویل شول چې په زابل او ارزګان ولایتونو کې دې سره خواره واره شي ، خو بیا یې ترمنځ خبره خپ پاتې شوه .  

خوپه اغلب ګومان به له ها خوا پوځي اولوژیستیکي توکي اوعسکراوله د ېخوابه قېمتي توکې په کې وړل راوړل کېد ل . خو زه وایم همدا د امریکې بېوسه او مجهوله پالېسيپه افغانستان کې  د جګړې د ناکامۍ را پیل شوې پیلامه وه ، ځکه د امریکې جنګي مأموریت یې په افغانستان کې تر ټولو جنګې مأموریتونو اوږد کړ، د بهرنیو مشاورینو پرمټ افغان حکومتولي ورسره په اداري فساد ، اختلاص ، چور، غلاګانو، درغلیو اونورومافیایي کارونوککړه شوه او د بریا په لاس ورغلي فرصتونه یې له لاسه ورکړل .

د امریکې پنځمه تېروتنه داوه چې تش په خوله به یې د افغانستان د هرې ادارې د بریا ظاهري خبرې کولې اوهغوته به یې لومړیتوب ورکاوه ، د بېلګې په توګه د معارف له پاره یې پروژه یې شعاردا ؤ : (( راځۍ چې سبق ووایو ! )) چې ترشایې د کمیت سعودي ګراف آسمان ته وخوت ، ولې د کره کولم اوتعلیمي نصاب ، درسي مېتود ، تعلیمي سویې او د مرکزاو ولایاتو په لیرې پرتو سیموکې له تعلیم څخه د محرومیتونوبې کیفيته ګراف ترمنفي صفرهم ورښکته شو. استعدادونه په کې په لوی لاس پرله پسې سرکوب شول ، د لوړو زده کړو له پاره د نخبه ګانو په ( I.Q. ) مېخونه ورټکوهل شول او له اهلو کسانو یې نا اهله ملېشې جوړې کړې ، له بهره یې کرائیي ملېشې ورته راوړې او د خپلو بمونو اوکېمیاوي ، بیولو ژیکي اوذروي وسلود استعمال له پاره یې پلمې پرې جوړې کړې او خپله جګړه یې په افغانستان کې تو ده پرې وساتله او ددې خبرې د ثبوت له پاره موږ د فرانسوي پو ځیانوهغه مصاحبه د بېلګې په توګه راوړو چې له کاپیساولایت څخه تر وتلو وروسته یې ویلي : (( موږ په کاپیسا ولایت کې خپل (۴۰۰۰) عسکر په ذروي وسلو استعمالو سره ټرېنېنګ کړل . ))

شپږمه تېروتنه د امریکې دا وه چې امریکې او ورسره ټلوالې یې په افغانستان کې غوښتل د جګړې د نوي نسل په سترګوکې خاورې ورواچوي او ورته وښیي چي ګواکي دوی په خپل هېواد کې د نوي افغانستان بنسټ اېښودونکي دي . خو ددوی د رهبرۍ له پاره یې هغه افغان نسل ورته را وړاندې کړی چې په بهرکې زیږېدلي ، له افغانستان څخه لیرې لوی شوي ، له پردیو ژبو سره ښه بلدیت اوبهرنی تابعیت لري . خودلته یې د ځوا نانومعینیت د همدې کته ګورۍ له پاره په خپله پانګه کې ورسره ځای کړی چې له دې کانال څخه راتلونکی افغان دولت همدغه ډول افغانانو ته وسپاري چې دوی یې غواړي ، نه افغانان .

د ځوانو کدرونو دغه ځوانه له خود اردایت او د قربانۍ له حس څخه لیري اود افغانستان له تاریخ اوجغرافیې څخه ناخبره انرژي یوازې په دې کرېدېت لرلوسره بهرنیان د افغانانو پراوږو ورسپروي چې هغوی د استکباراواستعمارد ژبې ښه ترجماني اوکره معلومات ورکولی شي . خوخپله چې د امریکایانو او ورسره ټلوالې د حکومتي چارواکو په سرکې سپین ونه لګېږي هغوی اداري اوسیاسي چوکات ته نه شي دوردا خلېدی . (( دېته وایي دائیه همربان ازمادر.))

د امریکې اوومه تېروتنه داوه چې له افغان رسنیو څخه یې دبیان د آزادۍ په پلمه د ګوړې اچارجوړکړی چې اوس هغه د چا خبره آن له خاوند او مېرمنې څخه د همبسترکېدو رازونه هم غواړي ، خوخپله د لویو توطئیولویې سیمه ئیزې اونړیوالې پرېکړې آن په تحت البحریواویا هوایي سفینوکې کوي ، چې هلته شیطان اوجن هم نه ورپرېږدي . (( دېته وایې خود پروره اوبېګانه کُشه دیموکراسي . ))

کله چې ټرمپ او پوتین په خپلوکې دوه په دوه د اروپا په یوه هېواد کې سره کښېناستل اود خبروجزېیات یې له ټولې نړۍ څخه پټ وساتل ، خو وروسته بیا په عمل کې ښکاره شوه چې پوتین په کوم نیت لومړی طالبان وروغوښتل ، ورپسې یې افغان حکومت او امریکې ته د سامع په څېر په غونډه کې د ګډون دعوت ورکړ، (( دېته وایي رابري کوربه توب.)) ځکه چې ترتصمیم نیولو وروسته سره کش او بېرته عادي حالت غوره کوي .

له دې نه داسې ښکاري چې د پو تین په دې ګام پورته کولو سره یا ټرمپ او پوتین کومې نتیجې ته نه دې سره رسېدلي ، ښایي پو تین به له ټرمپ څخه په افغانستان کې د خپلې ونډې او خپل حضورغوښتنه کړې وې او ټرمپ به د خپلو مفاداتو په خاطرد امریکایانو قربانیو ته په کتو سره دا خبره نه وي ورسره منلې ، نوځکه پوتین د امریکې دښمنې ډلې ( طالبانو) ته دعوت ورکړترڅو په قطرکې له طالبانو سره د امریکایانوپرمستقیموخبروسیوری وغوړوي اوهم پرطالبانو اوله افغان حکومت سره  د طالبانو پرسوله باندې امریکا بې باوره کړي اوله دې لارې طالبان له امریکې څخه نا هیلي ، را بېل اوپه افغانستان اوسیمه کې یې د خپل اصلي حریف ( امریکې ) پرضد د خپلوشوموموخوله پاره د جنګي سوټیوپه ځېراستعمال کړي .

خوزه ، اوزما په څېرنورشنونکئې او روڼ آندي هم دا وایي چې د افغان سولې په تړاودغه ډول نړیوال سیاست د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو روان بهیرته سخته صدمه رسولې ده اوحتی  دا بهیر یې له منځه وړی او د امریکې پرله پسې تېروتنې دروسانودلاسوهنې سبب شوې .  ځکه په دغه ډول سیاسي حرکتونوکې طالب غواړي چې د واشنګټن له کمزوري دریځ څخه له روسیې باج اوله امریکې څخه هغه امتیازونه ترلاسه کړي چې پاکستان یې غواړي .

خو ښه خبره دا شوه چې کابل او واشنګټن دواړو د روسیې د یو طرفه خبرو دغه بلنه ونه منله . روسیه مجبوره ده چې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت غوښتنو ته لومړي توب ورکړي ، ځکه د طالبانو په وړاندې اصلې رسمي لوری خود افغانستان حکومت دی . که دا نه وي ، د روسانو دغه ډول هڅې ټولې ناکامې دي او په راتلونکې کې به هم د خرس په دغه ډول تلک کې خپله قطبي خرس ښکارکېږي .         

 

 

 


بالا
 
بازگشت