عبدالقیوم

 

بارکزي شـاهـان

 

امیرحبیب الله خان

۱۹۰۱ تر۱۹۱۹م پوري

دریمه برخه

خلیل الله خلیلی د امیر حبیب الله خان د وژلو پر وخت دخپل پلار میرزا حسین سره په جلال  ابا د کي وو. د خپلو سترگو لیدلې حال د خپلو یا داشتونو په ۲۵ صفحه کي داسي راوړي: ترجمه" د ۱۹۹۸ - ۱۹۱۹ م کال په ژمي کي مي پلارد معمول په شان دامیر حبیب الله خان  سره وجلال اباد ته ولاړئ.

   په دغه کال د جلال اباد هوا ډیره ښایسته او په زړه پوري وه. زموږ باغ په جلال اباد کي د شبو گلانو څخه ډک وو. په یاد مي دي د گرمو شپو څخه یوه شپه مي پلار باغ ته خپل یو نژدې انډ یوالان و سبا غرمي ته د یوې عصرې او چایو چښلو له پاره را میلمانه کړې وه. زه د خپل ښوونځی د همزولو‎‎‏ سره په بازیو مصروف وم. نا څاپه دباغ د دیوال شاه ته د امیر حبیب الله خان د سپرلې موتر معلوم سوو. د موټر دهارن په اوریدو، مي پلار دروازه وان ته آمر وکړه چي هرڅونه ژرکولای سې وځغله دروازه خلاصه کړه. امیر په موتر کي سپور باغ ته راغلۍ. کله چي مي پلار و امیر ته د موټر دروازه خلاصه کړه، وامي وریده چي امیر مي پلار ته وویل:"مستوفي څو نه ښایسته گلان لکه غالې لرې، زه د موتر نه کښته کیږم، مگر پدې شرط  کښته کېږم چي ته زما سره قول وکړې چي زما سره د ښکار له پاره کله گوش ته به را سره ځې. پدي وخت کي مي پلار د امیر په غوږ کي په کراره یو څه وویل، چي نه زه اونه نور څوک پوه سو.

     ښه مي په یاد دي چي امیر تردغه وخت پر خوله خندا لرله، په غوږ کي تر خبري وروسته یې سمد ستي بڼه جدي سوه، امیر په بې با کانه توگه یې زما پلار ته وویل:"مستوفي ته ما ته هروخت نصیحت کوې" ددې پرځای چي امر حبیب الله خان له خپل موتره را کښته سي موتروان ته يې آمر وکړه چي در وگرځه. پلارمي د امیر حبیب الله خان دعکس العمل څخه حیران سو، بیرته د خپلي چوکې  پر خورا راغلۍ او کاملاً چپ سو.

   وروسته له څو دقیقو چپوالې یوه ته له میلمنو څخه(مولوي «۱»عبیدالله سهندي) ته وویل:"چون قضا اید طبیب ابله شود— ان دوا درنفع خود گمره شود" په جواب کي مولوي عبیدالله سهندي مي پلار ته صلاح ورکړه، چي امیر حبیب الله ته ډیر ژر یو خط ولیکه او په خط کي تذکر وکړه چي د یادولو څخه ستا مطلب بل څه وه، نه هغه چي امیر يې تصوروکړې. "

    ښه د مستوفي پیام امیر حبیب الله ته ورسیدئ بیا هم امر حبیب الله پیام ونه لوستۍ. خلیلي په دوام لیکې چي : "په هغه کوچني پیغام کي د زرهاو انسانانو د ژوند او هیواد د گټو مطلب ځای کړه سوئ وو". ښه دا خو دخلیلي نظر وو،" زه هر بل څه منلای سم مگر دا نه سم منلای چي ددې فاسدو شاهانو په شتون او تسلط کي دي دهیواد اوهیوادوالو خیروو"......... څوهغه مکتوب هغو ته په لاس  ورغلۍ،  د خلیلي په ژبه کومو چي دامیر حبیب الله د قتل پلان جوړکړي وو. «۱» مولوي عبیدالله سهند ی دانگریزانو جا سوس وو.

. په دوام يې خلیلی لیکې.ص(۳۰) ترجمه" د سراوس فوځ دوه سر تیري معمولاً د امیرحبیب الله د خیمي په دروازه کي دریده. د سراوس فوځ دووعسکرو ما ته د آمیرحبیب الله دوژل کېدو کېسه کړې ده: هغوی نقل کاوه چي امیر حبیب الله هر وخت د ننه په خیمه کي پر چپرکت بیدېدئ او مخ يې د غرب پر طرف به وو. هره شپه یوه نقلچي به امیر حبیب الله خان ته نقل کاوه، دوونفرو به يې پښې ور چاپې کولې، د خیمې په یوه گوښه کي به یې یو تاریک رنگ سور څراغ  د لرگو پر میز ايښاوه. فقط کله چي امیر خوب وړي د امیر خدمتگار څراغ مړ کوي او چاپې کونکي ته رخصت ورکوي چي د خیمې ووزي. د خیمې دخالې کېدو سره سم دستي د توپک د فیراواز راغلۍ پرامیر یې فیروکړې. قاتل توپک یا توفنگچه د امیر دغوږ سره جفت نیولې وه، پدې خاطر د توپک یا توفنگچې اواز تر لیري فاصلې نه ولاړې. گولۍ د امیر حبیب الله د مغز سره ټکر کړې وو. کرنیل شاه رضا د جنرال سید شاه خان زوی چي د هزاره قوم څخه وو، بیله ځنده خپل ځان خیمی ته ورساوه او قاتل يې تر لاس ونیوی. فقط کله چي عنایت الله خان، نصرالله خان او سپه سالار نادرخان وخیمې ته ننوتل، د سپه سالار نادرخان په آمر قاتل خوشي سو، څو نورخلگ هغه ونه ویني.

   "جنرال عبدالطیف خان چي په ترکېه کي يې نظامي زده کړې کړې وې داستقلال په جگړه کي د جنوبې حوزي جبهې مشر او بیا دامان الله خان په حکومت کي لوی درستیز وو، د امان الله خان همصنفي او نژدې ملگری وو،په د ې ورستیو کي يې یوکتا ب د "خاطرات یک افسر قهرمان "چاپ ته را وتلۍ دئ. په کتاب کي د جنرال عبدالطیف خان د خولې د نورومعلوماتو علاوه د امیر حبیب الله دوژل کېدو بیان هم راغلی دئ. نوموړئ  لیکې :چي په اصل کي اميرحبیب الله خان پلان نه لاره چي د لغمان کله گوش ته د ښکار د پاره ولاړ سي. هغه غوښتل چي د خپلو ښځو سره د سره رود په باغ کي د دېگچې میله وکړي.

خو د جوړکړه سوي پلان له مخي د لغمان تر ټولو مخورخان صلاح الدین خان لخوا امیر حبیب الله د کرکانو دښکار میلې ته دعوت کړه سو. امان الله خان، نصرالله خان، نا درخان او دامان الله خان مور په گډه ددې پلان نه خبروه. نصرالله خان شجاع الدوله چي په ورستیو کي د اميرحبیب الله خان څخه ازرده وو، د ډېرو وعدو په ورکولو په دې راضي کړی وو چي دی به امیر حبیب الله خان ووژنې. جنرال عبدالطیف خان دا بیان د نادرخان له خولې کوي،چي محمد نا درخان دا بیان هغه وخت ده ته کړی دئ. د دې بیان څخه معلومېږي چي د حبیب الله خان په وژلو کي د محمدنادر په شمول د حبیب الله د کورنۍ ډېرو غړو لاس لاره.

   ښاغلۍ پوهاند عبدالحي حبیبي په خپل ا ثر"جنبش مشروطیت در افغانستان "کي د اميرحبیب الله په وژلو کي علاوه د هغه د کورنۍ د غړو د مشروطه غوښتنکو په خاصه درهبرۍ د غړو نقش هم تائیدوي داسي لیکي: "د یپلوم انجینر محمداکرم پرونتا په المان کي افغان محصل چي وروسته په ۱۳۲۹ هجري کال کي د فوایدعامي وزیر سو، هغه په برلین کي د زده کړو پر وخت تقریباً ۱۳۱۰ هجري کال کي په برلین کي د اوسیدونکي شجاع الدوله لیدوته ورغلم، د کوټې د میز پر مخ يې د یوه ځوان عکس پروت وو. ما وپوښتل دغه څوک دی؟ شجاع الدوله وویل:"ستا د اکاجوهرشاه شهید عکس،هغه ځوان چي دلومړي مشروطیت غوښتونکو نهضت قربان سوو.

  لاکین په دغه گوته په خپله. .. د هغه دوینو بدله د امیره واخیستل" ص۵۵. په بل ځای کي بیا پوهاند حبیبي لیکي:ترهغه ځایه چي ددې کرښو لیکونکي د رښتیا ویونکو په قضیه کي د ښکیلواو یا نژدې تماشاچانو څخه او ریدلي دي، پلان مخکي د مشروطیت په پټه کمیټه کي جوړسوې وو، حتی دامیر ورور د سلطنت وکیل يې هم ږغې او قسمي کړی او پر کاغذ يې امضاورسره کړې وه. "ص ۱۵۴.

  په هرصورت زما هم باور دئ چي امېر حبیب الله د خپلي ښځي او کورنۍ د غړو په خوښ ووژل سو. د وژلولايق ځکه وو، چي ملت ټول ناراضه، ورور ناراضه، ښځي، اولاادونه، ټول ناخوښ طبعي ده چي الله (ج) هم ناراضه وو.

    نوټ:  که څوک خفه کیږي نه دغه په یوه کال کښي په سلهاو او د پاچهې تر پایه په زرهاو ښځي چي امیر حبیب الله خان ساتېری په کاوه، دا ښځي او انجوني د چالوڼي وې؟ اخیر دغه ښځي څه سوې چا ته واده سوې؟ ولي دا ټول علما تر پایه چپ وو؟

عبادت درېاکارهیڅ په کار ندی

لکه خوگ هسي په بحرکي مردارسي

پای

 

 

دوهمه برخه

هغه خبره دلته صدق کوي، چي  زه او ته یې په لیکلو او یادولو کافر کیږو، مګر دوی یې په کولو ښاغلي سوه. پر افغان ولس د واکمن امیر حبیب الله دبداخلاقیو کیسې او خورا ډېري دي، ځکه هغه بل کار نه لاره. تر څو زموږ ولس په علم او پوهه سمبالېږي او په پوهه سره په یوه ژوندي ملت بدلېږي تر هغو به  د فاسدو شتمنو کورنیو غزت ډېر وي، د صادقو، پر خپل ولس مهربانو کورنیو او شخصیتونو سپکاوی جاري وي. گورې که دغه بې علمي نوره دوام و کړي تاسي به دوخت په تیريدو سره ووینی چي درباني، سیاف، مزاري، مجددی، یونس خالص، گلبدین، انوري، محقق، اسمعیل، دوستم، نادرې، مسعود، مولوي نبي، محمد آصف محسني، صادق مدبر، خلیلي اوپه سلهاو د نورو ډېرو افغان د ښمنو اولادونه هم د تیرو مستبدو خائینو بیکارو او فاسدو شاهانو او دهغوی اړوندو کورنیو د اولادونو په شان چي اوس د پاکۍ، ایمان او پاک نفسی ادعا لري او وایي چي دا داریگاني (شتمنۍ) خو مو د پلرو ګټه وه موږ ته را پاته میراث دئ،همدغه د لیل به د اوسنۍ غلو او قاتلانو او لادونه وایې. د مثال په توگه؛ څوک ویلاي سي چي د فارسي ژبي نوم وتۍ شاعر خلیل الله خلیلي دي د یوه رشوت خور، جاسوس او قاتل ميرزاحسین خان(مستوفي الملک) زوی وي؟.

   له امکانه لري نه ده  چي اوس یو څوک یا اولاده يې وايې د ښاغلې خلیل الله خلیلي پلار ولي یا دوی؟ حال دا چي خپله خلیل الله هم د سکاو د زوی، مشاور، د ظاهر خان مشاور او د پاکستاني رئیس جمهورجنرال ضیاالحق سره د افغانانو په وژنو او افغانستان په خرابونه کي ښه مشاور وو. کله ناکله د ډیرو بدو انسانانو ښه سړي او له ډیرو ښو سړو څخه بد سړي زیږید لي دي.  چي ښه مثال يې " د لوي احمدشاه څخه تیمورشاه غوندي بیکاره سړی، د حبیب الله خان څخه بیا غازي امان الله خان".

   راگرځو خپلې خبري ته ميرزا حسین دامير حبیب الله په اوسنۍ اصطلاح د مالې وزیروو.او د استخباراتو کار يې هم مخته وړئ. ټول مشروطه غوښتونکي همدغه مير زاحسین تعقیبول، نیول، توپ ته يې تړل او ووژل. ټولو بندیانو ته ده شکنجې ور کولې، ټولو ته ده د سر په کا سو کي اوبه ور کولې. خپله خلیل الله خلیلي د خپلو یا داښتونو په ۲۵صفحه کي د خپل پلار پیژند نه داسي کوي:ترجمه"د حبیب الله خان د حکومت په دوره کي، ۱۹۰۱ - څخه تر۱۹۱۹میلا دي پوري يې په د ربارکي لوې چوکۍ ونیولې ". یعني هغه د وژلو او زورونو چوکي په او سني ژبه د خا دریس وو.

   په۱۹۱۲  او ۱۹۱۳م کي پکتیاوال قومونه د اميرحبیب الله د غیري اسلامي کړنو په خلاف قیام کوي، خو د حکومت لخوا د عسکری قوت په زور ما تیږي، البته  د هغه نظامي قوا مشر نا درخان غدار هغه نادر چي ورسته انگریزانو و پا چهۍ ته ورساوه.په دغه جګړه کي ډېر ځوانان او زاړه ووژل سوه. نور نوحبیب الله د سړيتو به ووتۍ.

    ښاغلی غبار په (افغانستان درمسیر تاریخ ) په۷۱۱ص کي لیکي:ترجمه اميرحبیب الله دوخت په تیریدو سره د بې سرحدواک، مطلق العنان، مسؤلیت نه منونکئ، شوخ، بې پروا او په ژر زوریدونکي واکدار بدل کړه. درباریان دده د کړونو زوریدونکي او بیریدونکي سول. حبیب الله خان په خپلو خبرو کي په ښکاره ویل:" پاچهۍ او پیغمبري لکه دوه غمي چي په یوه انگشترې کي"فراش باشي شجاع الدوله په دې باب نقل کاوه چي امیر حبیب الله خان یوه ورځ په دربار کي د "علوي اسماني مقام پادشاهی " په هکله خبره کول او په ټینگه يې دابیت شاهد راوړئ:" انکه جان بخشد اگر بکشد رواست -  نایب است ودست او د ست خدا ست"مطلب يې: هغه چي ژوند ورکوي هغه چي څوک مړهم کړي ورته روا دي - وکیل دئ دوکیل لاس هم د خدای لاس دئ.

   را سي اوس يې نو پوره کی، د خداي دعوې ته یې گورئ ځان یې خدای باله. "معنی داچي زه دخداي (ج) وکیل یم ماته دانسانانو وژل روادي "ترحساب تیري ماینی، بی حسابه فاحیشي، د مشروطه غښتونکو په توپ کي الو زول، بندي گیری، فرارونه د کلي او کورونو څخه د خپلو ولسونو شړل، جائیدا دونه ضبط کول، رښتيايې ويلی وه: د لیوه زوی اخیر لیوه سي.. .. .. ..    نو بیا هم د اسلام د ستر پیغمبر خبره ده، چي دانسان  شرافت په علم او ادب  سره دئ، نه په مال او نصب سره.  زموږ شاهانو علم نه لاره، نو طبعي ده چي ادب یې هم نه لاره. د آمرحبیب الله خان د وژل کیدو په باب په "کرسي نشينان کابل" کتاب کي داسي لیکل سوي دي :

   ترجمه" د تبلغاتو، پټو پوښتنو اوخپلوانو د خبرو په اساس د امیر حبیب الله وژنه به د امان الله خان د مور، چي د حبیب الله خان  سره د هغه د زیاتو ښځو لرلو له امله قطع را بط وه، د هغه سره خصومت لاره واقع سوې وي، ویل کیږي چي ددې پیښي تشویق کونکې امان الله خان او یو شمیر د ننه په دربار کي لویان وه"  دا خبره واقیعت ته ډېره نژدې په دې ده چي په۱۳۲۰ هجری کال د محرم الحرم د میاشتي پر شلمه د سه شنبی په ورځ  امیر دخپلي غریزې د مړولو په خاطر مخکي یو فرمان صادر کړه، ځکه چي  د امیر د نادرشاه خور سلطانه خوښه سوې وه.

په فرمان کي څلور نفر زاړه محمد زي او څلور نفره د هغه وخت شیطانان په رنگونو د      اسلام فروشه ملایان مؤظف کړه چي سبا د سلطاني کور ته ورسي او ورته ووايې چي اميرحبیب الله غواړي سلطانه خپل ښځه کړي.او په سبا ماښام هغه د ارگ شمالې دروازي ته راولې. هئیت همدغسي وکړه سبا يې سلطانه و اميرحبیب الله ته وسپارل.

   دا وه مرکه، دا وه مؤا فقه، دا وه شیرني، دا وو دستمال، دا وو واده. غرمي ته خلګ د سلطانې کورته د ښځي د غوښتلو له پاره ورغله، ما ښام ته ښځه د اميرحبیب الله صاحب  سره بیده سوه، په داسي ډول چي اووه ښځي نوري يې په نکاح کي لرلې. او درې سوه(۳۰۰)  نوري ښځي به یې تل د خپل ساتېري له پاره ساتلي وې. نور بیا

++

  امیرحبیب الله خان د "مستبد" امیرعبدالرحمن خان د یوې سیغي ښځي زوی وو، دعبدالرحمن خان تر مرگ وروسته دی دهغه ځای ناستۍ سو، واي چي د حبیب الله د مورنوم عسل یا گلرنگه وه. گلرنگه سمرقندی دعبدالرحمن خان د ساتېري له پاره د(سیغي) ښځو له جملې څخه دیوې مينځي نوم وه. که څه چي دعبدالرحمن خان تر مرگ وروسته یوې بلي ماندیني حلیمې جُغه داري غوښتل چي خپل زوی عمر پاچاه کړي. خو یوه کهنه کاره سردار عبدالقدوس خان د سلطان احمد طلایي زوی د گلرنگي عسل سمرقندي چي دامیر عبدالرحمن خان سیغي ښځه وه له هغې سره دوست سوی وو، د هغې په خوښه یې حبیب الله خان تر پا چهي ورساوه.

   د گلرنگي زوی حبیب الله ته مستبدعبدالرحمن یو داسي د مړو او سړو خالي هیواد او ظالم سلطنت په ميراث  پرایښي وو، چي په ولس کي یې د فکر کولو روحیه وژل سوې وه،عسکري قوت یې غښتلئ وو.البته عسکري نظام داسي پیاوړي نه وو، چي و پردیو متجاوزینو ته جواب وویلای سي، بلکي خپل بیچاره هیوادوال یې ښه په ښکاره ټکولای سوای. د ښاغلي عبدالشکور رشاد شعروو چي وایې" دا باز نه دئ ټپوس دئ چي وهي د خپل کور چرګي".

     د پا چهی په شروع کي حبیب الله خان ځان یو با تقوأ او مسلمان معرفي کړ. ځکه حبیب الله د عبدالرحمن خان په پاچهي کي په ښکاره په بد اخلاقیو(زنکبازیو) مصروف وو، کله چي پاچا سوو وه یې وویل: د یوه مسلمان دپاره ترڅلور ښځو ډېري په نکاح کول حرام او منعه کړه سوي دي. لمړی اقدام يې خپله وکړه، ويې ويل:"زه پنځه ښځي په نکاح لرم دادئ  یوه مي دا نن طلاقه کړه". مگر دا معلومه نسوه چي دی کومه ښځه طلاقوي، یا یې کومه یوه طلاقه کړه؟ په بل روایت کي داسي هم سته چي اميرحبیب الله خان ۷ ښځي لرلې درې يې طلاقي کړی. په خواشینۍ سره موږ تاریخ لیکونکو دا ثابت نه کړه چي کومه لیکنه درسته ده.والله عالم.

    دغه رنگه حبیب الله خان آمر وکړه، چي ښځي سپینه چادرې او نازکه چادري نسي پر سرکولای، بیله محرم څخه زیارتوته  نسي تلای. هندوانو ته آمر وسو چي ژړی لنگوټي وتړي، ځي دي یې برقه بوغره پر سرکړي. په یولسو ولایتو کي يې یوه یوه ديني مدرسه تاسيس کړه. په یوه بیانیه کي يې وويل: چي د مملکت ترقي په علم سره کیږي.آمر يې وکړه چي غلامان او کنیزي، چي دده د پلار د پاچهې یو ميراث ورته پاته دئ، ددې نه پس څوک  غلام خرڅولای او رانیولای نسي. په محبسونو، توروڅاگاه نو، نظارتخانو او توقیف خانو کي يې د خپل پلارعبدالرحمن دوختونو د شکنجوغیري انساني ډولونوته يې تغیرورکړئ. تر دې ټولو لا ښه کار چي په کال۱۹۰۳م کي يې یوه لومړنۍ ښوونځی د حبیبی په نوم تاسيس کړه.

    که څه هم دې ښوونځی د خپل ژوند په شپاړسو ۱۶ کلونو کي شل تنه( ۲۰ نفره) د دولسم صنف څخه فارغ کړه. شپږکاله وروسته په۱۹۰۹م کي يې حربی ښوونځی تاسيس کړه.  همداسي په۱۹۱۰م کي يې د کابل یتیم خانه جوړه کړه. او نورقدمونه يې اخیستي دي آفرین ورته لیکم. داميرحبیب الله کړني که دده څخه ترده د مخنیوپاچهانو ترتیمورشاه پوري  ورسره پرتله کړو، دده په پیمانه دولس په خیر کار بل چا نه دئ کړئ. په دې ځای کي یوه ټوکه:کله چي یوناشوني کار  دیوه داسي چا لخوا شوني سي، چي توقوع ځينی نه وي نوخلگ وايې: "د هندود کوره قرآن (م) راو وت".

څه اثربه يې دعقل وي په سرکې

د هغو په سرچي کيني ښاپیرۍ.

   ډېر وخت تیرنه وو چي د حبیب الله د خبرو اوعمل ترمنځ واټن پیداسو. دده لخوا د کندهاوالي محمدعثمان ته فرمان ورکړه سوو،چي دا ميرحبیب الله دربارته د کندهار څخه څو ښځي ورواستول سي. دا چي د امیر حبیب الله امر به څنگه وو، خو د هغه وخت والي هوښیار سړی نه وو، نو والی د پاچا د آمر د پرځای کیدو لپار د کندهار د خلکو څخه ښځي غواړي، خلگ د والي محمد عثمان  او اميرحبیب الله ددې ناوړه غوښتني په مقابل کي په قیام لاس پوري کوي. دا مسئله په هیڅ کتا ب کښي درسته نه ده لیکل سوې، چي دوخت والي محمد عثمان خان په کندهار کي اول له چا سره دا خبره شریکه کړه؟ طبعي ده د مخورو سره به يې دا خبره شریکه کړې وي، دولس منځ ته دا خبره چا راو ایستل؟. د ولا یت لوی قاضي چي د پاچا آمريې واجب بلۍ د زوی سره یو ځای د خلگو لخوا وژل کیږي. دا ۱۹۱۲م کال وو. بیا دا خبره گونگه ده، له قاضي څخه چا پوښتنه وکړه؟. ښاغلې میر غلام محمدغبار په خپل ا ثر " افغانستان در مسیر  تاریخ "په ۲۶ ص کي د حبیب الله خان د ناروا کړونو بیان کوي چي په ۱۹۱۲میلا دي کال کي يې.

ترجمه : "دوه نفره د کابل د حربي فابریکي زرگران هریو عبدالقادر اوعبدالغني خان په دي منظور ودهلې ته وا ستول، چي د عصري زرگری ترزده کړو وروسته، د پاچاه د ښځو د پاره زیورات جوړکړي.دعصري زیوراتو په جمله کي یوهم لوزي شکله طلائې ټوټه وو،چي د نریونازکو زنځیرونو پواسطه ښځو پرلڅ(...) بدن  په حمامو کي د لمبیدوپر وخت د نیکر په عوض د ستري عورت د پټېدوکارځیني اخیستې ". نوربیا

 

 

+++++++++++++++++++++

مستبد عبدالرحمن

درېیمه برخه

   څوک څه شک لري چي امیر عبدالرحمن مستبد نه وو، د گندومک د لوزنامي امضا د هغو سترو خیانتونوڅخه وو، چي که يې وارثین هرڅونه تلاښ هم وکړي، برأت ورکول يې ممکن نه دی. زما په باورکه د هغه وخت شرا یط او یا د هربل وخت شرایط  په نظر کي ونيسو، د امیرعبدالرحمن خان بې سوادی، له ولس سره  دده د ظلم او واک سره دمیني له حرص څخه واضح ښکاري د قدرت وږئ وو، د عبدالرحمن خان په برکت په خیټه ماړه سوي او یا سردارن به خود، عبدالرحمن خان ښه بولي. دپردو نوکرسو، دوطن، ولس او اسلام  سره یې هیڅ مینه او علاقه نه پېژنده.

بل د ډیورند کرښه د افغانانو او په خاصه د پښتون قوم د پاره مرگونې او بده پیښه وه او لا دې اوسه ده، ډیري نورې پیړۍ به ټول افغانان دعبدالرحمن ددې ناوړه عمل، جفأ او ملي خیانت د لاسه زورېږي. سل ځله موږ افغانانو ته دا بهتره وه چي ټول یوځاي وای یوه بدن وای، که څه هم د استعمار تر ولکې لاندي پاته وایې، نه ددي نوکري، بې علمه، خايني کورنۍ تر واک لاندي پاته کېده، دا کار به شریفانه وای، نسبت دې ته چي نیم بدن یې را څخه بیل کړ. عبدالرحمن خان تر استعمارچيانو (۷ )کوټي زیات خیانت د افغان ملت سره وکړ.  دبې علمی په چاړه يې د افغانانو بدن ټوټه ټوټه کړ.

      ښاغلې داکا ډمی کاندید محمدابراهیم عطايي د خپل اثر"دافغانستان پرتاریخ یوه لنډ کتنه" په ۱۳۹ صفحه کي داسي لیکې:" د ډیورند په تړون د امیر ټول اندامونه د استعمار په پړو وتړل سول، انگریز پخوالا دی له ملت څخه رابیل کړی او دولس پر ضد يې  داسي استبدا دی ماشین په چلولې وو چي یو دوست هم په وطن کي ورته پا ته نه ؤ".

     فرانک،اې،مرتین په۲۲۵ص"دهغو خلگو د منځه وړلو په برخه کي، چي دامير د اند یښنی وړگرځيدل، یوطریقه ما ته د داسي شخص دخوا بیان سوه،چي څو واره دغه کار ته مؤظف سوئ و. دا سړی مسلمان نه و، او يوه شيبه وروسته له هغه چي زما شراب يې په پیخر وچښل، خپل تجارب را ته بیان کړل. دی سخت نشه و او گومان نه کوم چي بل وخت دي يې ددغسي مسایلو په باب د څه ويلو جرأت کړي وای. زه په دې  د خپل اصلی نامه پر ځای (یو)بولم. ده وويل،امير یوه شپه ناوخته وروغوښتلم او د یو چا پوښتنه يې راڅخه وکړه. دغه سړی د لوړی رتبی څښتن او ده پيژاندئ، ده ته وويل سول چي د گارډ کپتان ته ورسي. په هغه حکم کي لیکل سوي وچي د ځانه سره دوولس تنه عسکر بوزه او د دغه شخص کورته ولاړسي. په دې پلمه يې د کوره را وباسی، چي امير غواړي د یوه عاجل کار د پاره په خصوصی توگه ور سره وگوري. بیايې نو د زاړه ښار ويوي ټاکلۍ گنډوالی ته بوزی. کله چي موسړی نوموړی ځای ته ورساوه، بیا مونو د یوه بل کاغذ د لارښووني سره سم عمل وکړې،چي اميرما ته راکړی و. " خبره رالنډ وم سړی د کوره راباسي وړی يې وژني يې سر يې ور څخه پرې کوي، او ورک کوي يې. امیر عبدالرحمن نسبت د افغانستان تیرو شاهانو ته زیات وحشي صفته د خپل ځان اوکورنۍ د ساتلو د پاره د انگریزانو سره د افغان دخاوري پرسرهرډول معاملې ته تیار سړی وو.

اميرپه خپل دې وژنو سره درې هدفه مخته وړل:

ا -   د خپلي پا چهې دوام،

۲ -  د انگریزانو خوشحالی،

۳ - د اولادو له پاره وطن د مړو خالي کول.

چي دا درې واړه ناروا اهداف  يې سرته ورسول. امیرعبدالرحمن خان او دده په شان نورټولو ظالمو واکدارو هر څه د خپل اقتدار، شهوت، نفس، عقدې او حوس د پاره کړي دي، هیڅ کله هم  پر دې واکدارو وطن  او خلگ گران  نه وه، پر وچ اوسپيره د ښته يې ولس په یو گاش کي را گرځولې و. افغانستان دگاش او چوبند په شان، افغان ملت يې دغلامانو په حیث پکښي سا تلې وه. گرانو وطنوالو ته يې څه ورکړي دي ؟ علم، پوهه، صنعت یا زراعت، مکتب یا  مدرسه، غذأ یا دوا، کالي یا کور، يه یوه خبره انسانيت، حتی ناموس اوهربل څه يې د سرکار وه. د لته به دا ذکر وکړم چي ناموس څخه مطلب یوازي د خپلي  ښځي  او اولادو مفهوم باید وانه خیستل سي.

بلکي د ټول هیوا دواد وال که  هغه خواردي یا بادار ځیني مطلب وي. زموږهیوادوال دنورو هیوادو دغلامانو په شان هم په نس ماړه نه وه. یوازي خپلي کورنۍ يې مړې، مستي او سړې ساتلې. په۱۲۹۹هجری کي د عبدالرحمن خان د ناروا و ضد په هرځای کي ولسونو قیامونه وکړه لکه د سيد محمود کنړی، شيرخان، په هرا ت کي سپه سالارداود خان، ميریوسف علی. په همدغه ۱۲۶۹هجري کي د هزاره قوم د تهدید له پار یې عبدالقدوس خان ولېږۍ. د دې  کورنۍ پاته شونې وايې چي عبدالقدوس خان ډېر شریف سړی وو. چي دا يې شریف وي نو هغه چي شریف نه وو، هغه به نو څه کړي يې ؟عبدالقدوس علاوه پر وژنو، چور بد اخلاقې هم کولې.

مثلاً څه وخت چي هزاره قوم عمومي پاڅون د عبدالرحمن او عبدالقدوس د ناروا په وړاندی  وکړي. دعبدالقدوس خان  پر دربار يې حمله وروړه د دباره يې پنځه څلویښت(۴۵) ،ښایسته هزاره انجوني چي عبدالقدوس ناروا د سیغي یعني ساتیري د پاره استعمالولې آزادې  کړې. د لته په ۱۲۹۹هجری، شمسي کال کي غلجي قومونو د شيرخان توخی تر مشرۍ لاندي قیام وکړئ، دغلجيو مقاومت  تر۱۳۰۴هجری پوري دوام درلود. په دا منځ کي په۱۳۰۱ هجری  شمسي کال کي د شينوارو بغاوت چي عبدالرحمن خان یې د قوم د سرو څخه د شا محمد په قلا او جلال اباد کي منارونه جوړکړه. تر دغه وژنو وروسته منگل او د زرمت خلکو قیام وکړه. د ميمني والي دلاورخان بغاوت وکړې، عبدالرحمن خان خپله لیکي چي د غلجو د مقاومت مشري د ملا مشک عالم زوی ملا عبدالکریم کول. څوعبدالرحمن د ملا مشک عالم بل زوی فضل الله خان چي له بغاوت سره یې هیڅ تړاو نه لاره هغه نيسي او وژني يې.

ښاغلې میرغلام محمد غبار د خپل  ا ثر" افغانستان در مسیر  تاریخ" په۶۸۷ صفحه کښی  داسي لیکې:"پدا سی حال کی چي دوه کاله وروسته ملا مشک عالم  پر ۱۰د ربیع   او ل۱۳۰۳ هجرې چي ۱۸۸۶م نیټه مړسو. دهغه د زوی عبدالکریم تر رهبرۍ  لاندي دامير پر  ضد پا څون وکړی. امير د لنډي جنرال غلام حیدرخان تر مشرۍ لاندي پوځونه ور وا ستول، د جنگ په نتیجه کي جنرال  پر پاڅون کونکو بر یالي سو. دامير عبدالرحمن خان په آمر داندړو د قوم د زرو(۱۰۰۰ )انسانانو د سرو څخه په کابل کښی کَله منارونه جوړ کړه.اوهم يې دټول اندړي  قوم هره کورنۍ یوه توره اویو توپک جریمه کړل".

زما دمعلوماتو له مخي چي د محل دخلگومي اوریدلې دي په دغه پاڅون کي تنها اندړوبرخه نه لرل بلکي شاه وخوا پر تو ټولو قومونو برخه لرل،ځکه دامير عبدالرحمن خان ضد پا څون چي د عبدالکریم په مشری وسو یوازي داندړو قوم نه وو. بلکي په منطقه کي پراته ټول قومونه شریک وه.

او په دې ډول دغه زر نفره چي ترجنگ  وروستهو نیول سوه او کابل ته یو وړل سوه په کابل کښی يې د هغوی د سرونو کَله منار جوړکړي ددې خلگو شمیر تر زرنفرو ډېر وو، تنها اندړ نه وه، بلکي ټول غلجي وه. اوتر دوه زره(۲۰۰۰) انسانانو يې لا ډېرهلته په کلیو کي ووژل. تا سي پدې خبره باېد وپوهیږئ چي مرگ و غریبو کورنیو ته دونه سخته نه تماميږي،لکه کالي چي يې ورڅیري کړي، یا د خولې مړۍ يې واخلې او یا د کور کلی او قومه يې وشړي.

 عبدالرحمن خان د خپلي خائیني واکداري کورنۍ سره په گډه مشوره، د دغه بیچاره گانوهری کورنۍ باندی "دیوه توپک اویوې توري جریمه وه" ډېرو کورنیو توپک اوتوره نه لرل  چي حکومت ته يې ورکړي، جایدا دونه يې خرڅ کړل،کوراوکلي يې  پریښول، یا حکومت د توري او توپک په قیمت کي ځیني  ضبط کړه. پدې بهانه محلې حکومتې مامورینو ته يې د کلونو د پاره دولسونود زورونې تناونه په لاس ورکړه.

آیا دا اميرعبدالرحمن نه وو، چي دولسونو، نرو، ښځو، ځوانانو او زړو د پرې کړو سرونو څخه يې منارونه جوړول.نه انساني، نه اللهي، نه افغاني او نه اسلامي لاره وه. د انگریز سره د جهاد مشران ټول داميرعبدالرحمن خان په وړاندي ونه درېده؟. نو سوال دادی چي د انگریز  سره دجهاد اوجگړي شهیدان او مشران ملامت وه او که عبدالرحمن؟. امير عبدالرحمن  د خپلو با دارانو(انگریزانو) په زوراو ملا تړ دغه ټول قومونه، ولایتونه او دهغومشران    اوځوانان په سلهاونه بلکي په زرهاو.

یعني د ۱۸۸۰م،   ۱۲۶۹هجري  څخه   تر۱۸۹۶م، تر۱۸۹۶م،۱۲۷۵ هجري پوري. لکه: جنرال محمد جان خان وردگ، مير بچه خان کوهدامني، فتح محمد خان بایاني، جلندرخان تتمدره ای، عبدالحسيب خان، حسين خان سپه سالار،عبدالکریم خان اندړ،غیاث الدین خان جلالزي، نائب سالار داود شاه، موسي خان صافی، محمد شاه خان غلجي،ارسلاخان جبارخیل، ملا امير محمد کوهستاني پیردوست خان احمدزي او په لسهاونور. په دې ډول داندړو،هوتکو، تره کو، ميمني،هرا ت،غزني، ترکمنو، سرخ پارسا، راغ او شهر بزرگ، مرغاب، ځدرانو، پنجشير، د کندهار داڅکزو، د ټولو غلجو او کوچي سلیمان خیلو، بلوڅو، نورزو،ځاځيانو،ترکمنو داټول شورښونه او بغاوتونه په ټول هیواد کي دامير عبدالرحمن د جنایتو او مظالمو په وړاندي وسول.

د انگریز نوکر امير، ټول ووژل او مات يې کړه. خو بیا هم کله ناکله د ځینو ورسره "د ژبي، قوم، خپلوی اوپه گټو شریک لیکوال دملت په وینو نه مړيدونکي لیکوال لیکي ښه امنيت خويې په ملک کي راو ستئ وو". او یا لیکي د مرگ پر وخت يې کلمه وویل، ناو خته چهار زانو کښینستئ.

د بارکزي جنرال  سردارغلاحید رخان زوم ، حامد محمود بیا په ۱۳۸۸هجري کال  کي د    "درد دل" مجلې په دوهمه شماره کي  داسي لیکي" امیر عبدالرحمن خان چي د مرگ  پر  بستر پروت وو ما ته نیم ساعت تر مرگ  دمخه داسي وویل : ترجمه" غلام حیدره زویه ! واوره، زماخبري ښه واوره. وه یوه بزگرته يې د زوزانو ډکه مځکه په لاس ورکړه چي دغه ابا ده کړه. بزگر د مځکي څلورخواوو ډبري کتارکړې، دیوال يې پررا تاو کړې، کُردونه يې جوړکړل، میوه نیونکي نهالونه يې کښینول، اوبه يې  پررا ایله کړې، د هغه د منځه او شاوخوا اضافي اوبې گټي واښه يې ځیني پوجي کړه او د میوه نیونکو ونو پالنه يې وکړل. .. . مگرعمرخوړونکي دهقان چي هیله يې لرل د میوه لرونکو ونومیوه په خپلوستر گو وویني مړسوو".

   نه پوهيږم چي ولې داخلگ دونه ساده دي اوساده فکرکوي، اولا افغانان د ځانو په شان ساده گان بولې. کم باغ، کم نهالان، څه سوو داباغ چي ولس يې نسي لیدلاي. مکتب، یا مکتبونه يې جوړ کړل، پلونه يې جوړ کړه، سړکونه يې جوړکړه ، ریل خط يې راو ستئ، برق يې جوړکړی.هو که باغ دده حرم سراي وو او درختي دده سیغي ښځي، مینځي او نوکراني(بد اخلاق خانه) او میوه يې دده اولا دونه وه دا خودده دپاره.

     بل سوال دادئ چي دده څخه باید پوښتل سوې وايې چي چا پر دي بزگري ته ودرولې؟ ولس ، که انگریزانو؟. د هیواده خوتا یوه هدیره،زندان او سیاچال جوړوه. عجبه سپین ستر گي، ټول ملت ملامت گڼي خپل دوست او بابا سلامت، ا فسوس پرداسي فکر او قضاوت. ولسون یې وژل، د خلگو جایدادونه يې ضبطول، د کلي اوکوره یې خلگ شړل.خپل ټول ټبرته يې معاشونه، خرڅونه، چوکي او ماموریتونه سپارل، زنکبازی یې کولې. داميرد خیانتو، ظلمو، وژنو، شکنجو، ترورو او ناوړه کړو کیسې خورا ډېري دي. په بندیانو به يې د بل هغه انسان چي د ه وژلي وه، د هغه غوښي اومي خوړلې. مسلماني همدغسي وي؟

     نه دا خاصیتونه او خویونه خو دانسان نه دي، اولاده به يې نو څنگه وي. پر جوړېدو، سميدو، دولس ژوند ته توجه، پر مختگ،علم رواج کيدو خو يې ملا وي ماتی وې. په۱۸۸۸م کال کي د کرمي خلگ او په ۱۸۹۰م کي ا فریدی قوم وعبدالرحمن ته راغلل، غوښتل يې چي دانگریزو ضد قیام وکړې. خوعبدالرحمن څنگه دا کار کړی وای. چي د خپل بادار مخالف  حرکت يې حمایه کړی وای. نه دا چي د قومونو ملا تړيې ونه کړی بلکي خلگ يې تهدید کړه د هغوی را پارېدلې ملي روحیه یې ور ووژل. پنجده، بنداو چشمه سلیم يې روسې ته ورکړل.

   په ۱۸۹۳م کي يې  وروسانوته د دغومځکو رسمي خط ورته امضأ کړ. ددې  کورنیو لویه د ښمني دولسونو سرهمدا وه چي د علمه يې محروم وساتل. ټولو شهزاده گانو ته د نارېنه،ښځينه واړه،زاړه او دهغوی نوي زیږید لې ته ددولت (بیت المال) له بودجی څخه هرنارېنه ته( ۴۰۰  )او هري ښځي ته(۳۰۰ )افغانی معاش مفت او دټول کور مصرف جلاورکاوه.

 مگر  په (از امېر کبېر تا رهبر کبېر) په ۱۸۱ص کي لیکل سويدي" امیر ټول عواید، مالیات او هغه پیسې چي له انگریزانو څخه اخیستي ټولي یې مصرفولې، ډېري په یسې یې په فوځ لگولې، لکه چي امر مړ سو د ده په خزانه کي یوازي 60 میلیونه روپۍ او څه طلا پرته وه. د هر شهزاده میاشتنۍ تنخا 200 روپۍ نقدي دو جوړې درېشی د ماهوت او ساده مخمل چي ساده چرم دوزی سره او یوه جوړ بوټونه، دوې جوړي جرابي، د یوې قرقلۍ، د ابرې ښمو د ستمال، یوه جوړه  د سپین سان کالي دغه رنگه غلابچه گانو ته د میاشتي 60 روپۍ او کنیزوته 5 روپۍ  او په کال کي 4 جوړې کالي ور کول کیده."

 په هغه وخت کي د یوه حکومتي مامورکلنې معاش تر(۲۰۰ ) ډېرنه و.

 ولی؟ څو ځله يې د کندهار رانیولې ترميدان وردگو پوري پراته پښتانه مخور مړه کړه، پاته واړه او ښځي يې لیري ولاېاتوته وشړل. دهزاه گانوسره يې نه بخښونکي ظلمونه وکړه.

    بیا يې  هغه شړل سوي پښتانه او هزاره گان سره وجنگول،همدغسي بل ځل د سقاؤ زوی حبیب الله خان  هم هغه د عبدالرحمن خان په ډول چي انگریزي سبق وو د پښتنو کوچیانو څخه ټوله هستي اخلي او ورته وايې چي زما سره ملگري سي پرهزاره قوم حمله وکړي د هغوی ملکيت اوهستي تاسي ته دربخښم. خوشاباس دي وي پرهغو غیرتمنو پښتنو کوچیانو چي د دو نه ناچاري او مجبورۍ  سره سره يې بیا د سقاؤ د زوی دغه پيشنهاد ونه منی او پرهزاره گانو وروڼو يې حمله ونه کړه. د فیض محمدکاتب هزاره له یاداشته چي عبدالباري جهاني په خپله یوه مقاله کي راوړي دي. دادی  تراوسه دا مصیبت د علم د نلرلوپه نسبت هغسي پاته دی.اوس محقق، خلیلي، انوري، محسني او حامد کرزی گټه تری پورته کوي. پښتانه کوچیان يې د هزاه مليت سره په جنگ او جگړه کي دوامداره ساتلي دي. سوال دا دی  چي دا ټولې چاري عبدالرحمن په تنهایي سرته رسولې؟ او که يې مرستندویان لرل؟ نو خود به اوس د هغو مرستندویانو اولادونه او بقایأ، د عبدالرحمن خان متعلقین ورته تورسپین او سپین توروي.

 

 

´´´´´´´´´´´´

دوهمه برخه:

   د ميوند د جنگ تلفات هم افغانانو ته او هم انگریزانو ته ترحد زیات وه. د ميوند په جنگ کي د افغانستان د زیاتو ولایتو خلگو گډون لاره، خو له هرات څخه چي کوم خلگ د غزأ په نوم د کندهار پر لور را وستل ستل سوي وه، ډېر نقش پکښي د حفیظ الله لوگری وو، نه د سردارمحمدایوب خان. په ميوند کي د جنگ او جگړې پر وخت هم سردارمحمدایوب خان سوستی وکړه، دیوې زړی ښځي "بې بې حوا"، بې بې حوا دمهردل خان کونډه د شیرعلي خان مور وه، ما مخکي هم لیکلي دي چي دا شیر علې خان هغه امیرشیرعلې خان نه وو.

   بي بي حوا و انگریزانو ته کار کاوه، کله چي بي بي حوا و سردار ایوب خان ته، هغه سردار ایوب خان ته چي د ټولو مجاهدو او جګړي مشري یې کول، د کندهار د ښاره دانگریزان د څخه را وړئ وایوب ته ور کړه. چي پکښي لیکل سوي وه جنگ بس کړي اوانگریرانوته وخت ورکړي څودوی په خپله خوښه د کندهاره ووځي. بي بي حوا د سردارمحمدایوب  خان خپله وه، سردارمحمدایوب خان د هغې زړې جاسوسي او انګرېزانو نامعقوله غوښتنه ومنل. سره د دې چي ټولو مجاهدويې مخالفت کاوه. هغه وو چي انگریزی قواو ته موقع ورکړه سوه څو د کابله ورته تازه دمه قواوي یې مرستي ته را ورسیدې. کندهار او شاوخوا ټولې ساحی يې ونيولې، د ټولو شهیدانو او مجاهدو ارزوگاني، دوطن د آزادۍ  هیلی  سردارمحمدایوب په ښکاره دیوې زړې ښځي په غوښتنه د خاو رو سره خاوري کړي والله العلم چي لاپټ به څه را زونه وه؟.

   هلته په زرهاو نوميالي افغانان نر او ښځي وجنگيده، په زرګونه شهیدان سوه، دجنگ( میوند جګړې) افتخارات یوازي د سردارایوب خان د نوم سره تړل د نورو، شهیدانو او قهرمانانو سره ظلم دئ. د ميوند جکړه یا د ميوند غزا د افغاستان په تاریخ کي د افغانانو مینه له وطن اوآزادۍ سره ثابتوي. د وخت حکومتو د افغانانو ددې غزا،مړاني اوشهادت ټول افتخارات  یوازي وسردارمحمدایوب ته ورکړي وه. په د ې چي سردارمحمدایوب خان دواکدارو په ټبر پوري تړلۍ وو. زموږ ولس تر اوسه هغه د دوی خبري پالۍ. په دې وخت کي امير عبدالرحمن خان درو س اوانگریزانوپه خوښه دیوه آس او يوه خورجین سر ترآمو رود را تېرکړه سوی وو. سردارایوب او وزیراکبرخان دواړو افغانستان پرېښود ایران ته ولاړه.

    عبدالرحمن او انګرېزانو دیوې معاملي په نتیجه کي په۱۸۸۰ م کال کي عبدالرحمن خان د افغانستان داميراو پاچا په نوم د قدرت واگی په لا س کي ونيولې په دغه کال دجولاي دمیا شتي پر ۳۰ تاریخ يې دانگريزانو لعنتي طوق په رسمي ډول غاړي ته واچاه، دگندمک معاهده يې امضأ کړل. چي دهغي له مخي عبدالرحمن دانگريزانو د حکومت بیله اجازې دهیڅ خارجي هیواد سره معامله نسي کولاې. دا یوازي اميرعبدالرحمن نه دی چي دې هیواد ته د یوه اس   او خورجین  سره را وستل سوئ دئ.

    بلکي ډېر نور لکه:شاه شجاع، دوست محمد خان، عبدالرحمن مستبد، د سقاو زوی  جبیب الله خان، نا درغدار، کارمل، مجددي، رباني، ملاعمر او گلي بابو نه حامد جان. هیڅ  یوه يې هیڅ نه لرل، بیله د سقاو د زوی، ببرک کامل، ملا عمرڅخه د نور ټولوجولونه،خورجینونه خوڅه چي بانکونه، کورونه، سرایونه حتی مملکتونه  یې له حراموهستیو ډک دي.وژونکي،اجنټان، پردې جاسوسان ټول وه. د پورته ټولو اجیرانو په منځ کي ښاغلې  ببرک کار مل یوازنی شریف سړی ؤ، په دې چي بیت المال يی غلا او چور نه کړی، دعلم سره دوست وو، وطن پرگران وو، وطن ته يې خدمت کاوه د خلگو لپار يې کورونه، ښوونځی جوړول او جوړکړل. دا چي د نوروپه شان ځان غوښتونکی او ځان خوښونکې وو، د خپلو یوشمیر حزبیانو سره جوړ نه ووهغه بله خبره وه چي  وروسته به جلا خبري پر وکړو. دوهم :ځاي د ملا محمد عمر مجاهد دی، په غلاواوچورکي يې لاس نه لاره.  او د رېم مقام دسقاو زوی حبیب الله خان ته. په ذکرسوو کي هغه چي وايې"نسبت وفتح ته جمعه ولي دئ"په دوئ کي زیات بولم.

    د اميرعبدالرحمن سياست د خپلي بادارې د لومړي ورځي نه داوو، څه چي انگریز وايې څه چي د انگیزوغوښتنې دي هغه به پوره کوي. نو دانگریزانو سره د مؤا فقي د مخي په وطن کي ټول هغه خلگ د منځه یوسي چي په را تلونکي کي دده او دده د اولادې پاچهې ته د کتلو توان پکښي وي،یا د خبرو استعداد ولري. امير یوازي خپل مخاليفین نه وژل،بلکي په حکومت کي ور سره شریک برخوال يې هم وژل.

    پر نگیانوته يې وعده ورکړي وه چي هغه غازیان به د منځه وړي چي دپرنگیانو په وړاندي ښه جنگیدلی وه.دا کار يې د انگریز په خوښه د هغه پټ تړون د مخي کاوه چي دده او انگریزی قواو ؤترمنځ امضأ سوئ وو. ترهغه وخته امير ته یوکس د حکومت په د ننه کي د زغم او منلو وړو چي په خلگو کي به نه وو پیژندل سوئ. چي شهرت ته به رسيدئ هغه يې د منځه وړئ.

 

 

++++++++++++

اوله برخه:

     د لیونتوب، وحشت، ترور، وژنو او توطیو څخه ډکه پاچهي، د امیر عبدالرحمن خان وه.دا هم ښکاره خبره ده چي امیر عبدالرحمن خان انګرېزانو او روسانوپه شریک و تخت او تاج ته ورساوه. یو داچي عبدالرحمن خان بې سواده وو، سواد لرونکي یې نه خوښېده. کله چي (لیونتوب، ترور، توطې، وژني، وحشت، شکنجې، اعدامونه او زندانو) د یوه پاچا مسلک سي هلته نو د انسانیت، اخلاقو، شرافت، اسلامیت او ناموس د ساتني له پاره هیڅ خبري کول په کار ندي چي پر وسي.عبدالرحمن د۱۲۵۸-۱۲۷۹هجري پوري:عبدالرحمن د افضل زوی د دو ست محمد لمسئ وو، یوولس ودونه (ښځي) يې په ښکاره لرلې. دوی لیکي چي څلور یې په نکاح کي وې   او(۷ ) تنې یې سیغي وې. داروایتونه دي، په دقیق حساب یې امیر عبدالرحمن خپله هم خبر نه وو.

د نکاح والو ښځو نومونه يې:

 ۱- بې بې جانه بد خشانی، ۲- مریم جانه، ۳ - حلیمه جانه  ۴ - یابوبوجانه چغې ۵ - بیگم جانه مزاری. چي پنځه سوې.

 سیغه يې ښځي يې:۱ - ستارو،۲ -عسل سمرقندي،۳ - گلریز نورستانی،۴ - زهراشغنانی،   ۵ -نیکدم چترالی،۶ - ساجده، ۷ - گلابي جانه.

  شپږ ښځي يې د زامنو په نوم یا دېدلې لکه:

 ۱ - عمرد حلیمې چغداري زوی،۲ -امین الله د نیکدمي زوی ۳ - غلام علي د بیگم مزاری زوی،۴ - حبیب الله دعسل سمرقندې یا گلرنگي زوی،۵ - نصرالله د عسل سمرقندې یا گلرنگي زوی، د شپږم زوی نوم يې مانه کئ  پیدا.

دوی يې لوڼې وي:

۱ -  هاجره د ستاروچترالې لور،

۲ -  فاطمه د زهراشغنانې لور.

رسمي ملکه: بې بې حلیمه چغداره د عمر موراو د عبدالرحمن خان د عمه لور وه.

    دا خبره یاد لری چي له نکاح والو ښځو سره امیر عبدالرحمن خان نه بیدې دئ، شاهد ددې خبري دادی چي له یوې څخه هم او لاد نه لاره. د دربار رسمي ملکه هم حلیمه (سیغي) ښځه  یې وه. ټول او لادونه یې له سیغي ښځو څخه پیدا کړي وه. یا نوکرانو څخه پیدا سوي وه. اميرعبدالرحمن ته باېدا ستبدادی، مستبدامير او ظالم خطاب وسي. که څه چي ښاغلې محمد معصوم هوتک صاحب  په خپل یوه تر جمه سوي ا ثر "د فولا دي امير تر سیورې  لاندي " کښې  د فولاد نوم  کلمه استعمال کړیده. دا په دې چي انګرېز ورته د (absolute ) لغات ورته  استعمال کړی دئ.دیکشنري داده انگلیسي "absolute،ابسلیوت"کلمه داسي معنی کړېده: مطلق،مستبد،ا ستبدادی،قطعی اوخالص.دې  

    زه اميرعبدالرحمن دیوه مستبد ظالم، بې سواده او دیکتاتور په نوم پیژنم. ښه هوتک صاحب یوعالم سړی دئ ولي ځان گناه کار کړم ممکن دئ خپلي خبري ته پوره د لیل ولري. بله اسا سي خبره داده چي انگریزي ماشین کار  "فرانک،ای، مارتین" چي عبدالرحمن خان د او سپنیز امیر په نوم یاد کړی دئ، دا سمه خبره ده او علت يې زه هغه د "فرانک، ای، مارتین" د مسلک سره رابط بولم، ځکه د نوموړي سروکار له اوسپني سره وو. که چیري دغه سړی، انگریز سنگ تراش وایې بیا به يې عبدالرحمن خان د ډبرين په نوم یاد کړی وای. زما په عقیده د هغه مطلب به دا وو چي عبدالرحمن خان یو جامد مغزه انسان دئ. خبره ورباندي أثر نه کوي، هرڅه يې په خپل لاس کي نیولي دي او د سوټې په زور خپل آمر چلوي، پس نو، امیر یوه او سپنه ده، نو هغه ته د انسانیت خبري کول کومه فایده نه لري.

   او دا چي دوستان عبدالرحمن خان او دهغوی په شان نور په پښتو نه پوهیدونکي، نه ویونکي نه خوښونکي او نه يې مورنۍ ژبه وي هغه پښتانه بولې داهم درست قضاوت نه بلکي سخته ا شتباه کوي، عبدالرحمن خان  او نور ظالم شاهان که څه چي دپردونوکران وه، دپردو د پاره يې کار کاوه، ډیر وختونه دپردو سره د هغوی ترسیوري لاندي   اوسیدل بیا هم افغانان وه، نه پښتانه. هرپښتون افغان دی مگرهر افغان پښتون نه دی. " هرشخص هغه وخت په یوه ملیت کي شمیرل کیدای، گډ ېدای او نومول کېداې شي چي د هغه ملیت ژبه يې مورنۍ ژبه اوخبري په وکولاې سي.د پښتون والي هم لمړی او اسا سي شرط ژبه ده". د پښتوژبي زده کړه په پښتو خبري دي او بیا خپلي ژبي ته خدمت دئ که د نسب سلسه وکتل سي بیا نو هر ملیت ډیري پیچلي پړاو نه تی کړي دي.اول ټوله د بابا ادم اولاده، یو پلار، یوه مور، یوه ژبه پس ملیتونه نه وه. داملیتونه لکه:

   تاجک، پښتون،ازبک، ترکمن، بلوڅ او نور خو دژبي پر اساس یو له بله سره پیژندل کیږي. د خوښئ ځای دئ چي د واکدارو ظالمو څخه د یوه یې هم پښتو مورنۍ ژبه نه وه نو ځکه زده يې هم نه وه اونه يې زده کول. اوس چي هر څوک د نوموړو شاهانو په خاصه د عبدالرحمن خان مستبد په باب څه لیکې نه باېد يې دوستان خلگو ته داسي وروفهموي چي دا ظالمان خو پښتانه وه. اوبیا خودغرض پښتانه د دې ظالمانو څخه د دفاع تر چتر لاندي چي موږ خو د پښتنو د فاع کوو، ملیتونه سره په مخالفت کي وسا تي.او یا ناپوهان چي د عبدالرحمن خان  او یا بل ظالم خیانتونه پښتون ملیت ته منسوب کوي. پښتون قوم د نورو ملیتنو په شان یو پا ک   اوسپیڅلۍ ملیت دئ، خائین خلګ په هر ملیت کي.

    ښاغلی محمدابراهیم عطائی په خپل ا ثر "دافغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کتنه" کي دا سي لیکي:" عبدالرحمن خان د امير محمدا فضل خان زوی او د اميردوست محمد خان لمسی وو. نوموړی په ۱۸۳۰م کي زیږیدلی او په ۱۹۰۱کي مړسو. دی تقربیاً پنځوس کلن وو چي په ۱۸۸۰م کي يې د کابل  پر تخت تکیه وکړه او نور ۲۱ کاله نو د تورو څرخ د اولس پر سر وڅرخېدئ اولسگونه زره انسانان يې مړه او معیوب کړل، څويې هغه انارشیزم چی د افغانستان او انگریزد دوهم جنگ څخه وروسته پر افغانې ټولنه مسلط سوي وو او په هر ښاراو کلي کي خان او ملا په خپل زړه پا چهې کوله، مطلق پاي ته ورسول او تمام امنيت يې تامين کړ، خو دا امنيت هم د قبرستان امنيت وو. هرځای په قبرستان کي امن  او امنيت وي، عبدالرحمن خان هم ددې وطن څخه قبرستان جوړکړ. عبدالرحمن خان خپله بې سواد ه وو او هم يې دباسواده انسان څخه ښه نه را تلل ". ص۱۲۹

   د ترکستان گورنرجنرال کوفمان وعبدالرحمن ته اِجازه ور کړل چي هغه دي د ترکستان څخه د تیښتي په شکل ووځي او موږ به هم تجاهل وکړو. دوې امپراتورې انگریز او روس مؤافق دي چي عبدالرحمن خان  افغانستان ته ولاړشی. اميرعبدالرحمن خان تر ۲۱ کالو استبدا دي سلطنت وروسته په ۱۹۰۱ م کال کی د اکتوبر په لمړي ورځ مړسو. عبدالرحمن خان تر ځان ورسته یوگوډ، ړونداو استبداد څټلئ  افغانستان  خپلي گرانې کورنۍ ته پر يښود. په هیواد کی هرځای د عبدالرحمن خان د لاس نښانې کله منارونه ولاړوه، زندانو نه په افغاني نر او ښځو ډک پا ته سول عبدالرحمن خان لا دولس کلن ؤ چي د خپل پلار له لوري پرعیاشې اوشراب خوړلو بندي سوو. اما د۱۳کالو وو چي بیرته د پلار لخوا پردولتي لوړ مقام وټاکل سو.

   دامير شیرعلی خان د واکدارې پر وخت دوه ځله د خپل پلار او کاکا سره ملگري د امير شیرعلي سره وجنگیدئ څو اول ایران او وروسته بخارا ته وتښتیدئ او یوولس کاله هلته واو سیدئ. د هغه ځایه يې د شيرعلي خان د حکومت ضد او مخالف  تحریکات کول. څو اميرشیر علی خپل یو نماینده سردار شیرعلي د بخارا حکومت ته وا ستوئ چي امير عبدالرحمن مهار کړي، کله چي امير شیرعلی وفات سو، د هغه زوی امير محمد یعقوب دوهم ځل د بخارا حکوکت ته خپل نماینده بیا هم هغه چي دده پلارا ستولۍ وو،سردار شیر علی ور وا ستاوه. څو د بخارا حکومت امير عبدالرحمن د کورنۍ  سره د سمر قند څخه تاشکند ته یو وړل.

   د لته وو چي انگریزان له دې جریانه خبر سول ژر يې د عبدالرحمن خان خور ورو غوښتل او هغې ته یې خط ورکړي چي عبدالرحمن خان ته ددوی دغه آمر ورسوې.البته د خط متن د چا پلاس کي نسته، خو په تاج التواریخ کي د عبدالرحمن خان له خولي لیکل سویدي چي خورمي پر لاري مریضه سول دانگريزانو خط يې راونه رساوه.

    واقیعت خو دادی چي دانگریزانو د لوري عبدالرحمن خان ته هدایت حتمي رسیدلي وو، چي  ده د افغانستان پرلوري حرکت را وکړی. دا منافق کله چي بدخشان ته را ورسیدی، د افغانستان په ټولو برخو کي خپله انګرېزانو اوازه خپره کړه( ځکه د افغان ولس تر منځ هیڅ د ارتباط وسایل نه وه) چي عبدالرحمن دانگريزانوسره د مقابلې په نیت افغانستان ته راغلئ دئ، اوس نو پرهر مسلمان باندي دا فرض ده چي د کفر سره د جهاد په خاطر د هغه ملاوتړۍ.                      

عبدالرحمن چي واک ته ورسېدئ د اميرشيرعلی خان دوختونو دولتی اداره ړنگه کړه. هرڅه يې نوي د انګرېز په خوښه د ځان د پاره جوړکړه ټولو ادارو دده تر نظارت لاندي اجرأت کول، عبدالرحمن پرهیچا اعتماد نه لاره. ځکه دی  ښه پوهیدئ چي دده کړنې د خلگو او دولس د گټو خلاف دي. د خلگو نفرت دده څخه پټ نه وو، دئ خپله هم دولس په نیت ډېر ښه واضح پوهیدئ.عبدالرحمن خان د خپلو پلرنیو دوستان یعني د انگریزانو سرسخت طرفدار، مست، جاهل اوبیسواده مزدور وو. د خلگو په وژلو کي ورته د انگریزه څخه پوره صلاحیت ورکړل سوي وو. د خپلو سیغي ښځو څخه اولادو، ښځو، دایانو، باشانو،محمد زو او چوربکيو ته يې د ژوند ښه شرایط برابره کړه. دولس په وژلو او وينو تويولوکي يې ثاني نه لاره.

   کله چي د عبدالرحمن خان پښې مځکي ته ورسیدې د ورکړه سوي وظیفې او د خپلو با دارانو د خوښی په منظور یې د انگریزو د ښمنو قومو" افغانانو" ته سختي جزا گاني ورکړې.  په ټول هیواد کي یې د آزادۍ روحیه ووژل، څوعبدالرحمن، اميرعبدالرحمن سو. د ډېرو قومونو د مشرانو د پرې کړو سرونوڅخه یې په لسګونه کلَه منارونه جوړکړه. حقیقت التواریخ ص۱۶۱. وروسته بیا  کله چي لوی عالم ملا دین محمد مشهورپه" ملامشک عالم" چي دانگریزانو ضد فتوأ ولس ته ورکړې وه. دعبدالرحمن خان مخالفه فتوأ  یې هم صادره کړه. دانگریزضد فتوأ دجها د فتوأ یو یونقل، چي د غو لاندي خلگو ته ورکړل، ميربچه خان کوهدامني، نایب سالارحفیظ الله خان لوگری، سردارایوب خان، ميرعبدالقادرهوفیانی، محمد جان خان ورد ک،عصمت الله جبار خیل او محمدعثمان تگابی ته.

   دا وخت د افغانانو اوانگریزانو تر منځ ددوهمي جگړی شروع ده. د افغانانو دپاره د آزادۍ  جگړه، د فرنگیانواوهغوی د ملاتړو سره جګړه وه. دغو پورته یاد کړه سووغازیانو په پوره  ایمان او صداقت سره خپله وظیفه سرته رسولې ده. یوه خبره باېد وکړم، افغانانو دانگریزسره سختي جگړې کړي دي.

 

 

++++++++++++++++++

 

امیردوست محمد خان د ۱۸۴۲څخه تر۱۸۶۳ کال پوري

   له هغي نیټي څخه چي سدوزو شاهانو دخپلي ناپوهي، ځان غوښتنو په سبب خپل تر منځ یوه ورور پربل باندي دغلبې په وجهه په خپله خوښه یو په بل پسي ځانونه کله د انگرېزانو او کله  هم دایران( فتح علي قاجار) لمنوته ورغور ځول شروع کړه او په خپلو منځو کي د دښمنو په شان سره جنگیده، نو په دغه موقع کي د سردارپانیده محمد اولادونو چي د دوی وزیران وه، د دوی له دې کمزورۍ څخه دځان په ګټه، ګټه پورته کړه هر یوه ( محمد عظیم او دوست محمد) د سدوزو وروستي بې فکر لیوني د تیمورشاه له اولادو څخه ایوب او سلطان علي چي دواړو په کابل کي ځانونه پاچهان اعلان کړه، نو د دوی (سدوزو) تر منځ د جنگ او جگړو په اثر نتیجه دا سوه چي د نیکه یې ور ګټلې واکداري هم له لاسه ووته. بد بختانه چي دواړو کورنیو د هیواد او خلګو په ګټه کار نه دئ کړئ.

   تر دغه نیټې پوري په هیواد کي د بارکزو په نوم یوه قوم پېژاندل کېدئ، امیر دوست محمد چي د سردار پاینده محمد خان بارکزي له اولادې څخه وو، انګرېزانو له مخکي څخه په کلکته کي د همدې ورځي له پاره ساتلی او روزلۍ وو،له هغې نیټي څخه زموږ په هیواد بیا تر محمدظاهر شاه پوري د دولتونو په انتخاب او ټاکنه کي انګرېزان ټاکونکۍ نقش لاره. انګرېزانو له دوست محمد خان هغه ټولي یاغي بڼي واستلي نور دوست محمد ته (نه خاوره، نه افغانیت، نه انسانیت او نه اسلامیت )یوه هم کوم اهمیت نه لاره، بس یوغلام  یې جوړ کړئ کابل ته را واستاوه. سره له دې چي امیر دوست محمد مخکي کابل ته تر را استولو مخکي انګرېزانو په رسمي تړون(مثلت) کي د شاشجاع په وړاندي غندلی هم وو. دده اولاده   محمدزي و بلل سوه.

    ولسونه باید پوهه سي چي په دا ټولي جگړې چي زموږ ولس د نه پوهي له وجهي کولي پدې جګړو کي پردي لاسونه وه. نو ښکاره خبره ده چي تر دې اوسه هم په هره لویه پېښه کي د پردو لاسونه سته. زموږ د یو شمېر ځان غوښتونکو، نوکر صفته کورنیو چي بیله ځان غوښتلو څخه یې بل فکر نه لاره او نه لري، دهيڅ یوه سره د ولس او خاوري مینه نه وه، او نه سته، ځکه یوه یې د هیواد د پرمختگ او ولس د راوېښولو پلان نه لاره. هر څه د خپل قدرت، چوکۍ، نس ډکولو او نفس سړولو له پاره کړي او کوي.

  را ګر ځو خپل بحث ته د تربرونو په خپل منځي جنگونو کي څوک مړ او معیوب کیده؟ د چاه ښځي کونډي کیدې؟ د چا اولادونه به یتیم کیده؟ دا پوښتنه زموږ روڼ اندي تر دې اوسه هم نه مطرح کوي. اونه یې خپل ولس ته وضاحت کوي. په دې بې ګټي جګړو کي ولس ته نه د آخرت گټه وه او نه پر دې دنیا څه په لاس ورتله. ممکن یو شمېر مشرانو یې د خلګو مالونه غلا کړي وي، مګر خوار او غریب ولس ته څه نه رسېده.  د یوه ورور يا وراره له چوکۍ څخه لیری کول د بل پاچا کول، ولس ته بیله مرگ او خواریو بله فایده نه وه. په خفګان ګورم چي یوشمېر دعوه لري چي زموږ د پلرونو پاچهۍ ډېري ښې وې.

۲ -  امیرشیرغلې خان اول ځل له ۱۸۶۳څخه تر۱۸۶۶ م کال پوري یعني درې کاله حکومت وکړه: شیرعلي بیا د امیر دوست محمد له زامنو څخه وو، سره له دې چي په ړندو کي یو سترګي پاچا دئ. خو دی هم د پلار سره د انګرېزانو پر سترخان په کلکته کي وو. شیرعلي تر خپل پلار او اکاکانو ښېګڼي لرلې.امیر شیرعلي خان دوهم ځل  ۱۸۶۸څخه تر۱۸۷۹ م کال پوري یعني لس کاله حکومت وکړه، خو ډېر وختونه یې د خپلو وروڼو، اکاکانو او د اکا زامونو سره په جګړو تېر سوه. امیر محمد یعقوب خان د ۱۸۷۹څخه تر۱۸۸۰ م کال پوري، د خپل پلار(شېر علي) له زندانه هغه وخت را ووتۍ چي پلار یې تېښتي ته ځان جوړ کړئ وو، انګرېزانو حملې شروع کړي وي مریض او مأیوس بې تجریبې وو. دغو دوه هم څو ورځي پاچهان سوه: امیرا فضل خان څو میاشتي. ۱۸۶۶م کال کي. محمدعظم خان ۱۸۶۷څخه تر ۱۸۶۸ م کال پوري.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت