حبيب الله غمخور

 

دماشوم دنړۍ والی ورځي په پلمه

 دنړۍ  نور ولسونه دماشوم ورځ په جشنونو لمانځي موږ  یې په مرگواورټلو!

زه چې په ډله ايزورسنيوکي دافغان ماشومانو په اړوند راپورونه اومعلومات لولم داسي فکر راسره پيدا سي چي موړ په  نړۍ کي  وحشی ترين مخلوق خداي پيدا کړی  يو  .

۱۸ کلنو افغان ماشومانو ټول عمر جګړه کې تېر کړ . خو په بل حساب مو ۴۵ کلن ټول عمر په جگړو کي تېرکړ !

دکتوبر اومه دماشوم نړيواله ورځ وه ،پدې ورځ دنړۍ په نورو ملکونو کښي دماشوماسنو ورځ  دډاليو په ورکولو اوځانگړو جشنی محفلو ولمانځل سوه ،خوزموږ په کړېدلی ملک  یې نه يوازي داچي ياد ونشو بلکي په همدې ورځ هم زموږ يوشمېر ماشومانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړاوميندي بوري سوې .

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له خوا د طالبانو د ځپلو ۱۸ کاله تېرېږي چې ۱۸ کلنو افغان زلمیانو خپل ټول عمر په جګړه کې تېر کړی دی .

په ورته وخت کې د افغانستان د سر شمېرنې مرکزي ادارې ویلي، د هېواد په شاوخوا ۳۲ میلیونه وګړو کې ۴۸ سلنه یې تر ۱۵ کلونو ټیټ عمرونه لري .

پرون  د اکتوبر اوومه پر افغانستان د امریکا د برید او د طالبانو د رژیم د ړنګېدو ۱۸ کاله پوره سو .

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سېف ده چیلډرېن) د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې او طالبانو ترمنځ د جګړې د ۱۸ کلونو تېرېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ماشومان هره ورځ د چاودنو له ترهې ډک ژوند تېروي .

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر 'اونو وان مانین' ویلي، د جګړې د پاتې شویو توکو د چاودنو د قربانیانو ۸۴ سلنه یې تر اتلس کلنۍ د ټیټ عمر ماشومان دي .

دغه سازمان زیاتوي، جګړې پر افغان ماشومانو ډېر ناوړه اغېز کړی او اوس ۳٫۷ میلیونه افغان ماشومان د ناامنیو له کبله له ښوونځیو او تعلیم بې برخې دي چې ۶۰ سلنه په کې نجونې دي .

د افغان ماشوم بدبختي يوازې د كار كولو تر حده محدوده نه ده. دوه نورې ستونزې، چې د افغان ماشوم اوس او راتلونكى ځپي، هغه له ښوونې او روزنې څخه محرومه پاتې كېدل او د جنسي تاوتريخوالي او تيريو ښكارکېدل دي .

اوس مهال له ديارلس مليونه ماشومانو  څخه يوازې د شپږنيمو مليونو په شاوخوا كې ماشومان ښوونځيو ته ځي او پاتې نور يې له زده كړې  بې برخې دي . دا هغه څه دي، چې نه يوازې د نن ماشوم، بلكې د سبا پلار اودهغه  ماشوم هم له ګواښ سره مخامخ كوي. ځكه همدا ماشومان دي، چې سبا به بيسواده  مور او پلار او د ټولنې په اوږو بار وي . د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ناامنیو له کبله ۷۰۰ ښوونځي تړل شوي و ي . دوروستيو معلوماتو له مخې  په ۲۰۱۹ کال کي دتړشوو ښوونځيو شمير تردې هم زيات سوی اوتردرې ميلونه زيات ماشومان دښوونځی نه محرم  ،دفقر اوغربت  په حالت کي ژوندکوي چې له همدې امله په سلگونه زرو ماشوباندي شاقه کارونه ترسره کيږي .

د۱۳۹۸  ل کال دثور په ۳۱  د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره یا «یونېسف» وايي، په افغانستان کې ۲.۵ میلیونه ماشومان او مېندې د خوارځواکۍ تر کچې لاندې ژوند کوي .

دې ادارې په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي، دوه نیم میلیونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان او شاوخوا ۴۸۵ زره میندواره او شېدې ورکوونکې میندې له سختې خوارځواکۍ اغېزمنې شوې دي .

په هيواد كې په سلګونه زره داسې ماشومان شته، چې د خپلو كورنيو سرپرستان دي . دا ماشومان په مستري خانو، فلزكاريو، د بوټونو رنګولو په دوکانونو او د موټر پريمينځلو په سرايونو كې په کار بوخت دي او یا هم د خوراكي توكو په خرڅولو او حتی په سوال كولو بوخت وي. دا ټول هغه درانه او شاقه كارونه دي، چې دننه په ښارونو کې يې ماشومان ترسره کوي، چې دا بيا د ماشومانو په روغتيا او رواني حالت ډېره بده اغېزه هم كوي. په لرې پرتو سيمو کې خو حتی ويل کېږي، چې د سکرو ايستلو په کانونو کې هم ماشومان کار ته اړايستل کېږي.

دغه سازمان په جګړه کې له ماشومانو د ګټې اخېستو د مخنیوي غوښتنه کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو د ښوونځیو او روغتونونو د امنیت نیولو غوښتنه کوي  .

نهه  کاله پخوا  د ۲۰۱۰ ز کال د ماچ په ۱۸  د ملګروملتو د یونسیف د جنوبي اسیا د سیمې ريیس نن وویل چې افغانستان د کوچنیانو د مړینو،سوتغدیې او جنسي تېریو له کبله د ماشومانو لپاره په نړۍ کې ترټولو سخت ځای دی .پر ماشومانو جنسي تيری  سره له  دې چي د زغملو نه دی ،متاسفانه يومعمولی کار گرځېدلی .

ډانیل تول چې له یوې اوونۍ راهیسي  یې  د افغانستان سفر پیل کړی همداراز وویل د افغانستان وضعیت په مجموع کې په جنوبي اسیا او حتي په درسته نړۍ کې ساری نه لري .په هرو زرو افغان ماشومانو کې ۲۵۷ ترپنځه کلنۍ مخکې ماشومان  او په هرو زرو کوچنیانو کې ۱۶۵ تریو کلنۍ وړاندې مړ ه کېږي .د یونسیف دسازمان ديوه چارواکي په وینا د مړینو دا شمېره د نړۍ د هیڅ ګوټ له هیڅ هیواد سره د پرتلې وړ نه ده .

افغانستان د ماشوم د زېږولو په وخت د میندو د مړینو له نظره هم له سیرلایون وروسته د نړۍ له بل هیڅ یوه هیواد سره د پرتلې وړ نه دی .

د "سېف ده چېلډرېن" په خبرپاڼه کې افغانستان د ماشومتوب لپاره خطرناک ځای بلل شوی چې په وینا یې، ډېری ماشومان اړ دي چې د بې وزلۍ له کبله خطرناکو واټونو کې کار وکړي او یا له وسله والو ډلو سره یوځای شي.

په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې دغه سازمان ویلي، افغانستان د عراق،‌ سوریې، یمن، سومالیا او سوېلي سودان هېوادونو په څېر د ماشومانو لپاره د لسو ډېرو بدو هېوادونو په نوملړ کې راځي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا تاوتریخوالی ورسره شوی او له ۲۷۴ ماشومانو د جنګیالي په توګه ګټه اخېستل شوې او یا یې هم د اورپکو د ملاتړي رول لوبولی دی.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان دا هم وايي چې ۳٫۸ میلیون ماشومان انساني مرستو ته اړتیا لري او ۶۰۰ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي .

طالبان له یتیمو او بې کوره هلکانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي  او طالبان کوچنیانو ته د ځان وژونکو حملو پر وخت مخدره مواد ورکوي او هغوی له خپل نه خبر نه وي، چې د حملې په نتیجه کې وژل کیږي .

پدې اتلسو کلنو نوکښی دچوکي اومقام د گټلو،له وخت نه په گټه اخيستلو د حرامو پيسو  دتر لاسه کولود پرديو شتمنيود خپلولو پر سر د سياليو اومنډو ترړو ميدان  دومره تود ؤ چی د ماشوم او مور حق دچا په ياد هم نه ؤ . په مليارډونو بهرنۍ پيسي دمالي مرستو په نامه افغانستان ته پدی  ۱۸  کلنو کی راورسيدې خو دمور او ماشوم ونډه پکښی تنها  دومره شوه چي  دښځو سره دکار په نامه  وزارت ځينو نازولو ته  جوړ شو، داچی دغه وزارت  زوريدلي مور، غريب اوبينوا يتيم ماشوم ته څه کړې   او کمي دندي يی سرته رسولي پوښتنه نشته  . زه نه پوهيږم چي دمور او ماشوم په هکله به دحساب ورکولو دود څنگه وي ؟ زه اوس نه غواړم پر دغه مسخره دولتي  پلانو  باندي چي چارواکي اوداړوند وزارت وزير صاحبانو  یې گذارش ورکوي  خبري وکړم ځکه زموږ دهيواد يو شمير بي پري پوهانو هغه په خپلو خبرو او ليکنو کي ډير ښه څيړلۍ دي ، دايي جوته کړې  او ثابته کړېده چي دغو ادارو دمور اوماشوم لپاره هيڅ ندي کړي ،ټول راپورونه یې يوازي او يوازي دولس اونړيوالو گولونه ده اوبس . نوره به کومه گټه ځکه  نلري چي دغو ښاغلو وزيرانوهرې يوې  په خپل نوبت  دافغان ولس دگوت نيونو په مقابل کي معافيت تر لاسه کړۍ اوبېوزله افغاني مور او ماشوم  دچيغو سره يي عادت پيداکړۍ دی .

 ددولت ټولي اړنده اداري ملی دنده لري دنړيوالو مرستندويه سازمانونو،يونسکو ،يونسف  اونورو مؤسسو دمالي او مادی مرستو په راجلبولو سره دماشومانو دساليمی فکری او فزيکی روزنې لپاره په ټول افغانستان کی وړ پلانونه پلي کړي .

ماشومان دافغان ملت ستره سرمایه  ده که چیری د ماشومانوسالمي  روزنی، تعلیم او تربیی ته جدي اومعقوله  پاملرنه ونه شی دا به د افغانستان له ماشومانو اوددې هيواد دراتلونکی بشری ټولني سره ستره جفا وی .

دماشومانو لازم مصروفيت پخاطر کيداي شي واړه او متوسط  دکار ځايونه  برابر شي،له يوی خوا به دوی له کار کولو سره عادت پيداکړي او له بله طرفه به دماشومانوسره  داقتصادي مرستو امکانات برابر شی .دلته په سويډڼ کي چې دنړۍ يوله پرمختللو هيوادونه دي له  ۱۵ کلنی نه دشوونځيو ماشومان داوړی په رخصتيوکي  دڅو اونيو لپاره ساده کارته هڅوي  خوزموږ په هيواد کي دځوانانو هڅونه ددولتي چارواکو لپاره بېگانه کاردي .

زموږ هيواد  تر ۴۵ کالو زيات جنگ جگړي ډير ماشومان يتيمان  او بي کوره  کړه ،پر ځاي به وي که دهيواد په ټولو ولاياتو کښي يتيمانو او دبيوزلو کورنيو دماشومانو لپاره ليليه مسلکی ښوونځۍ جوړي شی

آخير ماشوم هم انسان دي دا ديوا فغان زوي او لور ده ، دا ديو شهيد او معيوب بچۍ دۍ . ايا افغانی غرور انسانی عاطفه او ترحم هر څه ددولتي واک پر گدۍ ناستو ښاغلو څخه هير کړي ؟ دا هم روسانو يا امريکايانو  رانه يووړه ؟

اوياپدې هکله همدوي بهرنيان بايد مرسته راسره وکړی چې دخپل ماشوم له رټلو او وژلونه خلاص واخيستل سي ؟

په دې هيله چې يوه ورځ  زموږ په هيواد کي ماشوم ته دانسان ارزښت اوحق ورکول سي .

 

 


بالا
 
بازگشت