ؤلسمشرمحمد اشرف غني ته سرخلاصی لیک

محترم جمهوررئیس! 

په کابل ښارکې (نهمه) ښاري څانګه یوه ګڼ مېشته سیمه ده چې خواوشا (۸۰۰۰) کورنۍ په کې ژوند کوي ، په یاده ناحیه کې د یکه توت د سیمې خلک په غوڅ اکثریت غریبکاره اود لوېدلي اوخورا ټېټې کچې په اقتصادي فقرکې خپلې شپې ورځې تېروي ، خوله دې ټولوسره سره حرام خواره نه دي اود بیت المال حق یې نه دی خوړلی ، ولې بیا هم د کابل برښنا شرکت ورسره د موراومیرې سلوک کوي ځکه د نهمې ناحیې یکه توت سیمه چې د (دوولسم جنکشن) تربرښنایي پوښښ لاندې ده له تېرو(۱۸) کالورا په ایسته د یاد شرکت د مافیایي ګروپونوله خوا له سختوبرښنایي ستونزوسره مخ ده چې موږ یې په لاندې توګه لنډه یادونه کوو:

لومړی: ــ پرته له هغوکورنیوچې واسطې به یې لرلې ، نوروټولواړوندواومحتاجوکورنیوته یې له اول سره د (۱۸۰۰۰څخه تر۳۰۰۰۰) افغانیوپورې د رشوت په بدل کې دبرښنا د جوازامرونه ورکړي ، سربېره پرهغې برقي اونوروکمېشن کارانوهریوه بېل بېل رشوت ترې اخیستی اودا سلسله همدا اوس هم جریان لري اود ساحو واړه مأمورین یې په ډاګه وایي چې له موږڅخه غټ آمرین خپلې خپلې برخې غواړي ،خوکله چې د کابل برښنا شرکت مسؤولین له رسنیوسره د خپل برښنایي سیستم په اړه خبرې کوي نوبیا ځانونه غیرمسؤول ، واجب الاحترام اوسپین بازان معرفي کړي. د یکه توت سیمې د (۱۲) جنکشن اړوند خلک غریب دي له ؤلسمشر څخه غواړي چې نوردوی ددغه ډول مافیایي چارواکوله منګولووژغوري.     

دوهم: ــ ددې خلکوله پاره یوفازه برښناده، هغه هم لکه ددروېش نخود پر( دوه زره ) کورنیووېشل شوې چې رڼا یې د کال په څلورو فصلونوکې ترشیطان چراغ هم ځکه ضعیفه ده چې د سیمې برقیان له یوې پایې څخه بلې ته اوله بلې پایي څخه بلې ته زاړه اونیمه زاړه لینونه وړي راوړي اوپرخلکوباندې یې د پیسوپه بدل کې هم د برق لینونه اوهم برقي پایې پلوري چې دا کارهمدا اوس هم روان اوددې سیمې د اړوندوبرقیانوورځنی بېزنېس همدغه دی ، خود یادې سیمې خلک له جمهور رئیس څخه غواړي چې نوموړې خپلواکې ادارې ته سپارښتنه وکړي ترڅود یکه توت خلک له داسې برقیانواومېترخوانانوڅخه خلاص کړي .   

درېیم: ــ د کابل برښنا شرکت د (۱۲) جنکشن اړوند برقیان د هغوخلکو په مېتروکې ګوتې وهي ، لینونه یې کاږي اویا یې ورته شارت کړي چې دوی ته یې وروسته له هرې دورې یوځل رشوت نه وي ورکړی ، دوی دا کارځکه کوي چې ددوی په قانون قطع لین ته برابرشي ، کله چې دوی ته په هغه صورت کې رشوت ورنه کړي ، نوبیا لین قطع کړي اومشتري په هفتوهفتوشعبه په شعبه لا لهانده اوسرګردانه پسې ګرځي ترڅوهم ددولت جرمانه ترې واخلي اوهم خپل رشوت .      

څلورم: ــ برښنا شرکت چې باید په هره میاشت کې خپل برقي محصول ټول کړي ، دوی د خپلې غلا له پاره په هرودوومیاشتوکې د یوې دورې په نوم خپل محصول په بېل کې لیکې چې د یوې میاشتې  محصول یې عموماً کیلو واټ پر(دوې ) یا (دری ) افغانۍ وي،خو ددوهمې میاشتې مصارت بیا فې کیلوواټ ځکه پرڅلورچنده ور بانې حسابوي چې د وروستۍ میاشتې مصارف له لومړۍ میاشتې سره جمع کوي اوپه قصدي توګه د خلکومالیات لوړې کچې ته پرې رسوي، په داسې حال کې چې خلک خودهرې میاشتې بېلونو تحویلولو ته هم تیاردي ، نودا د دوهمې میاشتي د بېلونوحساب کتاب خوددوی خپله ستونزه ده ، نه د خلکو، د اړوندې سیمې خلک له ؤلسمشرڅخه غواړي چې وروسته له دې څخه برښنا شرکت د خلکوبېلونه په ماهانه توګه توزیع کړي اوددوهمې میاشتې مصارف دې پرخلکوباندې دری چنده اوڅلورچنده نه حسابوي .        

پنځم: ــ برښنا شرکت د (۱۲) جنکشن اړوند (۲۵۰۰) کورنۍ په یکه توت سیمه کې د هغو(۷۰ ) کورنیوقرباني کړې اوبرېښنا یې ور باندې قطع کړې وه چې مفت اوخوشې په خوشې یې په زوراوواسطې سره د برښنا د لین اومېترجوازترې ترلاسه کړی ، خوله کومې ورځې چې هغوی له برق څخه په زوراودرغلیوسوءاستفادې کړې اود برښنا بېل یې نه دی تحویل کړی ترنن پورې یې د برښنا شرکت له مأمورینو(مېترخوان اوبرقي) سره معامله کړې ،خو د برښنا ړانده چارواکي له خپلوبرقیانواومېترخوانانوڅخه نه پوښتي، پو لیس اوڅارنوالۍ ته یې نه معرفي کوي ،خوپه بدل کې یې پرهغوخلکوبرښنا قطع کړې چې دهرې دورې بېلونه یې با قاعده تحویل کړي اوهېڅ باقیداري نه لري .اوس غواړي چې د ؤلسي فشار په زورخپل باقیات ټول کړي په داسې حال کې چې ؤلسي وګړي هم مشتریان دي نه واکمنه څارنوالي ده اونه هم وزارت داخله ، غریب خلک دي ، دوی ولې دغه غریب مشتریان د زورواکوپه غاړه کې ورغورځوي ، خپله دې پرهغوی باندې برښنا قطع کړي اوخپل باقیات دې د پولیس اوڅارنوالۍ په زورترې ټول کړي غریب مشتریان د کومو وجوهاتوله مخې له زورواکواوغلوڅخه ددوی مالیې ورته را ټولې کړي چې اوس یې په بدل کې پرغریبومشتریانوبرښنا پارچاوه کړې ده . دا خلک له جمهوررئیس څخه غواړي چې په کلکه برښنا شرکت دېته مجبورکړي ترڅوخلکوته په منظمه توګه برښنا ورکړي .             

شپږم: ــ د برښنا مسؤلین هره ورځ د کال په څلوروفصلونوکې بلاناغه وخت ناوخت برښنا قطع کوي اوبیا د شپې پر(۱۱) بجوچې ټول خلک بیده شي برښنا ورته را خوشې کړي اود سهارترلمانځه د مخه یې بیا پرې قطع کړي ، خو په بېل کې بیا د دوه فازه اوسه فازه برښنا مصارف ورته لیکي ، د یکه توت سیمې خلک له جمهوررئیس څخه غواړې چې په دې برخه کې د خلکوننګه وکړي اود برښنایي مافیاله دغه ډول کارروائیویې وژغوري ځکه برښنا پرنوروخلکوباندې مصرفوي اوباج له دغه ډول غریبوخلکوڅخه اخلي او د سپر په شکل یې د مافیا په وړاندې استعمالوي ، خوکه کوم برخورد د مافیا اوخلکو ترمنځ راغۍ مسؤولیت یې ځکه د برښنا شرکت پرغاړه دئ چې دوی خلک مجبوروي اود مافیا په غاړه کې یې وراچوي، په داسې حال کې چې دوی خپله له خانانو، ملکانو، وکیلانو،قاچاق وړونکواونوروسره معاملې کوي.      

اووم: ــ برښنا شرکت یوترانسفارمرد قلعه خواجه خلکوته لګولی چې د ترانسفارمرپیسې یې هم له خلکوټولې کړې ، یوکال خلکو استفاده ترې ونه کړه ،دا دوې میاشتې وشوې چې خلکوته یې برق ترې ورکړی هغه هم د شپې تر(لس) بجووروسته.

د یکه توت مظلوم خلک له ؤلسمشرڅخه د یوه معنوي پلار په صفت د پورته (اوو) مواردوپه برخه کې مرسته غواړي ترڅوبرښناشرکت ددې سیمې د اړواومحتاجوخلکوله مجبوریت څخه نوره ناوړه ګټه پورته نه کړي اوبرښنا په منظمه توګه ورکړي .

                                  په افغانستان کې د تلياتې سولې ، د نظام د بقاء ، ښېرازه ، هوسا ، بسیا اوخپلواک افغانستان په هیله

                                                            (د یکه توت د (دوولسم جنکشن) اړوند خلکوله خوا)         

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت