تخنول

 

اوس مې چې تخنوی ، نوپسخیدواو چنګیدو ته مې هم ټینګ شی !

په کامنټونوکې څووروڼوراته لیکلی دی چې ته خو پښتون یې ، ولې په پښتوژبه لیکنې نه کوې؟

زړه ته رانږدې ښاغلو: نوغوږشی !

الف : کال۱۳۸۳دلیندۍ میاشتې یوولسمه شپه ، خدای دې وبخښی دعلامه پوهاندعبدالشکوررشاددژوند وروستۍ سلګې وې ، دمرحوم علامه کوردخیرخانې مینې په اولې حصې کې وو ، دمرحوم له کورنه ساعت په ساعت دمافیامشرکرزی دفرهنګی سلاکاردفترته زنګونه ورتلل چې که کوم امبولانس دعلامه کورته ورواستول شی ، خوپه ساعتونودامبولانس څرک نه لیدل کیده اودعلامه وضعیت ګړۍ په ګړۍ خرابیدو ، دکوڅې په هغه سر کې دښاغلی یونس قانونی کوروو، کله چې هغه خبرشوپه څودقیقوکې یې امبولانس د نورواړینوشیانوسره چمتواوپه بشپړې مرستې سره ، پوهاند صاحب دسردارداوودخان روغتون ته په تلواراوډیره ښه توګه ولیږدول شو، چې هملته یې بیاپورپرې کړ، فرهنګی شاهدان ښاغلی قاضی محمد حسن حقیاراوښاغلی پرتونادری لاژوندی دی ، سره له دې چې قانونی له پوهاند صاحب سره جوړ هم نه وو.

ب : دپښتنویوډیر مهم اودودیزشعاردادی ((خدای مې دې تربره ته بې وروره ،- اوورورته مې بې زویه نه کړی )) تاسودې دزړه دقساوت نه ډک شعار ته ځیر شی چې څه ترې جوتیږی ؟ خصوصاً دورور په هکله .

ج: سره له دې چې زماابتدایی زده کړې دکابل په منوچهرې ښوونځی اوثانوی زدکړې په حبیبیې لیسې کې ترسرشوی اودپښتوژبې سم لیکوال هم نه یم ، بیاهم په کال۱۳۸۹کې مې یوکتاب چې منځ پانګه یې اویا سلنه ژباړه وه ولیکه ، دمخ کتنې لپاره مې پښتانه لیکوالان اوشاعران چې اوس غټې سټې دی راوبلل ، سره له دې چې رانه غلل ، له ملنډوډک پیغامونه یې هم راورسیدل ، یویې چې لادکتاب دمخ کتنې دمراسمو کباب یې له ستونی تیرشوی هم نه وو دلمر تلویزیون خبریال ته دکتاب اوزما تخریب پیل کړ ، چې لااوس به هم دلمر تلویزیون په آرشیف کې شتون ولری ، خوکله مې چې په هرات کې یو اختصاصی ښوونیزپښتوکتاب ګوټی ولیکه دچاپ او مخ کتنې لګښت یې تاجکانو په ورین تندی ورکړاوزه يې لاهم تشویق کړم.

د: وروسته له ۹کلونوښه یابدژورنالستیک خدمت پښتوژبې ته دآینې په کلتوری مرکز اوپژواک خبری آژانس کې دلازده کړو لپاره آل انډیا پښتوڅانګې ډهلی ته ولاړم ، کله چې بیرته راستون شوم ، دپاکستان تالی څټورسنیوماته داسې برګ ،برګ کتل تا به ویل چې کوم غټ جرم مې ترسره کړی وی ، هیڅ چا کار نه راکاوه ، وروسته له ډیرې مودې وزګارتیااوکړاوونو ، ټلوالې ته یوې اړوندې کمپنۍ په ډیر ښه معاش په دنده وګمارلم ، چې کور یې ودان .

ه :  دکاواکه اقتصادسره ،سره په هرات ولایت کې مې دیونیم زر افغانیو په ارزښت سوغاتونه چمتواو یوه پښتون لیډر ته مې وسپارل تر څوخپلووروڼواو خویندو ته یې کابل ته ورسوی ، چې دهغه وروڼه اوخویندې زما هم خپلوان کیدل ، سره له دې چې بزنس کلاس الوتکه او موټریې هم په اختیارکې ول ، په ناځوانۍ سره دا امانت لا تر اوسه تری تم دی .

و : لرې نه ، نږدې همدااوس دیوبل جرړې سره باسو او غیر له یووالی نور په هر څه کې سره اتفاق لرو(له دې وجهې چل نه راځی که نه شیعه کیدلم)

ز: څرنګه چې زما هیکل داوښ په څیرده ، نوکینه مې هم داوښ غوندې ده ، دا هغه لاملونه ول چې پښتو لیکل را ځینې پاتې شول ، خوسره له دې همدااوس داصلی دندې ترڅنګ په هرات کې دپښتوژبې استادهم یم  . په درنښت

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت