پوهاند محمد بشیر دودیال

 

د اورښتونو پسرلی، د سولې خبرې او د امریکاییانو وتل

(سالی که نیکوست، ازبهارش پیداست)

اوولس کاله مخکې امریکا د طالبانو رژیم پای ته ورساو او په افغانستان کې دیره شول، ورسره یوځای لږ شمیر له لویدیځ څخه راغلو تکنوکراتانو او زیات شمیر پخوانیو جنګسالارانو د دولت مهم دریځونه ونیول، پوره اندازه بهرنۍ مرستې  راجاری شوې، دحکومتولۍ طرز لویدیزې دیموکراسۍ ته ورته جوړ او پر اقتصادی نظام(سیستم) ظاهراً د نیولبرال نظریه حاکمه بلل کیده، اساسی قانون کې درې قواوی تفکیک شوې، پارلمان جوړ او په اساسی قانون کې په لسمه ماده کی دهیوادلپاره د بازار نظام  ومنل شو. بهرنیو مرستو سره ګڼ شمیر موسسات چی راز راز مقاصد یې لرل فعاله شول، د مطبوعاتو او وینا دازادی په نوم ګڼ شمیر راډیوګانو توتلویزیونونو خپرونې پیل کړې. له بده مرغه بهرنیومرستو تر ډیره بریده د (ODA)یا( Official Development Assists/Aid) بڼه نه درلوده او په واقعی معنا ورڅخه د پرمختیا او بیا رغاونې لپاره کار وانخیستل شو، تنظیم شوی فساد ورځ په ورځ پراخ، دعیاشی روحیه پیاوړی، بوالهوسی زیاته، دمطبوعاتو منځپانګه پوچه او په بازار کی تقلب زیات او د اجناسو کیفت خراب، بیعدالتی څرګنده، په حساسوموقفونو کې بی کفایته او ناپوه کسان مقرر او ډیر نور منفی اجراات چی یاودنه یې ضرور نه ده، ترسره شول او  دخلکو زړه له حکومتولۍ څخه تورشو. د نوې سیاسی پروسې دپیل په درېیم کال بیرته طالبان را څرګند شول، په امنیتی ارګانو کې د ځانګرې ډلې د ډیر صلاحیت له امله دتعصب له مخې دهیواد ختیځ او جنوب کې ډیر خلک وځورول شول او په غلطو اطلاعاتو سره ډبر خلک بیګناه له منځه ولاړل، په بلخ، جوزجان، فاریاب او نورو سیموکی د بې وسلی اوبی وسیلی خلکو ځمکی غصب او له خپلو مینو وشړل شول، دکوچیانو او ده شینو ترنوم لاندې د قومی اوژبنی تعصب اور بل او عاجز خلک ووژل شول او مالونه یې لوټ شول. دغو عواملو د ولس او حکومت ترمنځ نور هم واټن زیات کړ. دهیواد بیارغاونې ته ډیر لږ کار وشو، خو ډیر فرصتونه او منابع له لاسه ووتل. قاچاق، توراو جرمی اقتصاد، پیسو مینځلو، دمخدراتو سوداګری، اختطاف، انتحار، علنی چپاول او قاچاق عمومیت موند. په داسې یوه مساعد حالت کې په تدریج سره په ډیرو سیمو کې د طالبانو تسلط په پراخیدو و؛ په لومړی سر کې د طالبانو جنګ د شراوفساد دعناصرو او د امریکایی اشغال په وړاندې و، په دغې روحیې سره په زرګونو هلمندی ځوانان، دکندهار او زابل میړني ساده او احساساتی خلک، دپکتیا، میدان وردک، ننګرهار او لغمان هغه په دینی مدرسو کې روزل شوی ځوانان قربان شول چې د نظامی ځواکونو د بیځایه یرغلونو او تعصبی چلند له امله یې سیمې بمباری او کورونه او کلی یې شپنیو عملیاتو کی وپلټل شول او د دوی کورنۍ، تورسرو، عزت اوسپینږیروته په سپکه وکتل شول. په دولتی ادراتو، امتیازاتو، پوهنتونو،تحصیلی بورسونو، دولتی بستونو او ډیرو نورو عامه خدماتو وړاندې کولو کې تبعیض اوتعصب له ورایه څرګند و. دغه وضعیت د افغانستان تاریخی ګاونډیو دښمنانو ته ښه وسیله په لاس ورکړه، سیاسی، استخباراتی پیچلی لوبه توده شوه. ورو ورو یې  د افغانستان جګړه کورنيو، سیمه ییزو اوله سیمی څخه بهر عواملو پورې وتړله، سیمه ییزو لوبغاړو خپلی ستراتیژیکی ګټې په پا م کی ونیولی، لویو غربی قوتونو یوځل بیا نوی لویه لوبه (NGG ) پیل کړه او دټولو ښکیلو اړخونو رقابت په افغانستان کی په یوه خونړی جنګ بدل شو، اوس چې  ترڅو  دغه عوامل له منځه ولاړ نشي، عادلانه او پاییدونکې سوله نشي راتلای. په دې بهیر کی د لومړی ځل لپاره په۲۰۱۰م. کال کې د امنیتی چارو د انتقال ترنوم لاندې یو اصلاحی حرکت پیل شو، دبهرنیانو د کمولو معقول فکر رامنځته، فساد سره دمبارزی شعار تود او دبهرنیو مرستو مصرفول د دولت او د مالیې دوزارت په ارشادی نقش سره مطرح شول. دا ښه پیل و، هیله وه چی په تدریج سره به بهرنی قوتونه له هیواد څخه ووځي، خو د سیمې نظامی او استخباراتی کړیو دغه موقع  یو ښه فرصت وباله او جګړه یې لاخونړۍ کړه. کله چی څلور کاله مخکې انتخابات وشول، ولسمشر نوی جدی تدابیر مخې ته کیښودل: سوله یې لومړیتوب وباله، دقومی ټیکه درانو او محلی زورواکو او جنایتکارو اصلاح ته اقدام وشو، دفساد دوسیې وسپړل شوې، اقتصادی لویو زیربنایی پروژو ته پاملرنه وشوه، خو دا وخت د جان کری په فرمایش د ولسمشر په واک کې نیم دولت و، نیم نور  د ده مخالف و. په دې توګه د جان کری له خوا جوړ شوی نیم حکومت فلج څه چی بیرته د رغاونی او اصلاح په تخریب بدل شو، حال داچې امتیازات ورته رسول کیدل. دوکتور اشرف غنی له ګاونډیو سره د دوستانه روابطو د ایجاد، د ترویزم دمرکز په عوض؛ دمدنیت په څلور لارې د سیمی د بدلولو، د ترانزیت د شبکو د ایجاد، دجنوبی او مرکزی آسیا دوصل، د لویوملی انکشافی پروژو د اساسګذاری،.د اوبو او نورو طبیعی منابعود مدیریت، له انزوا څخه د افغانستان د ایستلو، دهیواد دننه د جنایتکارانو د فعالیتونو د محدودلو او د قدرت د معلوم هر فرعی کانون دله منځه وړلو اود یوه مقتدر، واکمن اصلاح شوی دولت د جوړولو اقدامات تر لاس لاندی ونیول.  دغو تدابیرو د افغانستان تاریخی دښمنان وارخطا کړل، تخریبی، استخباراتی فعالیتونه یې لاپیچلی او ګړندی کړل، له افغانستان سره یې د نیمه تمام عیار تود جنګ ترڅنګ تبلیغاتی، اقتصادی او  مافیایی جنګ هم پیل کړ. څومره چې ولسمشر خپلو برنامو، اصلاحاتو او تدابیرو باندی تمرکز کاو، هومره جنګ ته شدت ورکړل شو، تر څو دغه اقدامات خنثی کړي. په دغه ټوله موده کی د دغې بدمرغی تباه کوونکې جګړې په کورني اړخ کې دجګړې په بندولو کې د افغانانوضعیف رول او د سیاسي ارادې نشتون، قومی افتراق، دلوټمارو اقتصادی ګټې، د مخدره توکو تولید او قاچاق، د ملي ګټو په پرتله د شخصي ګټو غوره بلل، په ټولنه  او د دولت دننه کې د جګړه مارو شتون او اداري فساد څرګند عوامل و، نوځکه دوکتور اشرف غنی د سولې لومړیتوب ته ځیر او دسولې لپاره یی یوه نقشه جوړه کړه، تقریباً یوه ملي او بله سیمه یې ییزه اجماع  رامنځته کړه، خو دواړه سبوتاژ شوې. دجګړی په ډیر خونړی کیدوسره دامریکی ولسمشر د خپلو عسکرو دایستلو پریکړه وکړه، خو سیمه کې یې خپل منافع هم ورته مهم و، نو یو داسې میکانیزم یې رامخی ته کړ که وکولای شی دافغانستان د ډیر ضعیف شوی او په فساد اوافتراق اخته حکومت په عوض، طالبانو سره یوه جوړ جاړی ته ورسیږی، خو په مرموز شکل !  دغه له احتیاط او مرموزتیا څخه د ډک جوړجاری او سولې راوستو پروسې پټ او ښکاره شپږ میاشتی وخت ونیو. دوکتور اشرف غنی چې د لویو قدرتونو په لوبو اګاه او د سیمی په ټولو بارکیو پوه دی، ورسره یوځای د آبرومندی ، دایمی او عادلانه سولې هڅو ته لا زیات دوام ورکړ، آن دا چې څو ځله یې مذاکره کوونکو سره مخامخ جدی دیالوګ او لابی وکړه او  تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان د دولت د مخالفینو او د هغو د خارجی ملاتړو ترمنځ د روابطو او مناسباتو وضاحت یې وغوښت. دا هغه څرګند کلمات و چی دسردار محمد داوود خان له وخته تر اوسه دافغانستان د هر زعیم په زړه کې ګرځیدل، خو یوه هم په الفاظو نه و ویلی. دسیاست په ډګر کې دغې خبرې ګاونډې مغرضین سیاسی انزوا او شرمساری ته ټیل وهل . منورینو  هم خپل غږ اوچت کړ، چې تروریزم د ناامني او جګړې یو مهم عامل دی او مذهبي متعصب رهبران د دیموکراسي، د ښځو د حقونو او د هیواد دپرمختګ مخالف  او خنډ دي چې د جګړې لمن پراخوي. دا  دی اوس د قطردغونډې، د مشورتی جرګې او بیا ورپسې د انتخباتو پروګرام ترکار لاندې دی، خو آزمایل شوې منفورې څیرې دغو ټولو اقداماتو ته خنډونه جوړوي. طالبان په سخت موقف کې واقع شوي دي، دوی  دافغانستان دولت سره د سولې له خبرو انکار وکړ او د دې په عوض یې  دځینو مغرضو ګاونډیو په اشاره د امریکې لمن کلکه ونیوله، بیا یې روسیې او ایران ته مراجعه وکړه.  امریکې دخبرو بهیر کې په سیمه کې د نظامی اډو د ترلاسه کولو علاقمندی نه پټوله، طالبانو دا هم احساس کړه چې پرته دګاونډیو له ښکاره حمایې ټول افغانستان نشی نیولای، ډیرو داسې هم وانګیرله چې د موجوده نظام له سقوط وروسته  یوبل داسې بحران راتلونکی دی چی د نویمې لسیزې غمیزې څخه به هم بدتر وي.  دغو وروستیو ټکیو طالبان هم حیران کړي دي. د دوی سیاسي قشر چې په ټولو سیاسی او استخباراتی مسایلو آګاه دی موضوع ته له بل اړخ څخه ګوري، خو د دوی صفوف چې ساده، احساساتی اود پاک ضمیر کلیوال ځوانان دي په بمونو الوځي او هره ورځ دوی هم وژل کیږی او ګڼ شمیر نور هیواوال هم ورسره مالی او ځانی تلفات زغمي. په دې ډول وضعیت کې په سیمه ییز اړخ کې د پاکستان دریځ  لومړی د پام وړ دی چې له افغانستان سره تاریخی دښمني لري. دا ثابته شوه چې پاکستان د افغانستان دطبیعی منابعو، په تیره بیا د اوبو مسئلې ته ځیر او له هندوستان سره د احتمالی جګړې په اړه خپل ستراتیژیک اهداف لري، یعنې افغانستان د پاکستان لپاره د ستراتیژیکی جبهې لومړنی سنګر ګرځیدلی دی. له دې پرته افغانستان ځانته د خپلو بی کیفیته محصولاتو یو مناسب بازار بولي چې زیرمی او اوبه یې ځانته د طبیعی ګنج په توګه رواګڼي او هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې یو پیاوړی ملی زعامت ټینګ شي. نوځکه غواړي چې دپاکستان د ګټو یوساتونکی، هغه پورې تړلی او ضعیف حکومت دلته واک ولري او منځنۍ آسیا ته یې لارې په خپل واک کې وي. دپاکستان ګټې په افغانستان کې د جګړې په دوام پورې تړلي دي، نو ځکه دلته بیلابیلی متعصبې او افراطي اسلامي ډلې لکه داعش، جیش محمد او نور روزي .

افغانستان سره د هندوستان اقتصادی مرستې  د پاکستان د غوسې لامل شوي دي او دهغو په ویجاړلو لګیادی، د بیلګې په توګه څوڅو ځله طالبانو هندی انجنیران تښتولي او په سفارت یې حملې کړې دي ، د سلما د اوبو د بند، د کونړ پرسیند د اوبودبند او د زرنج- دلارام د لویې لارې  د جوړولو خنډ ګرځیدلی دي.

په سیمه ییز اړخ کې د ایران رول  هم ویجاړوونکی دی. ایران سوریې ته هم دالقاعده او داعش تروریستي ډلو په وړاندې  د فاطمیون په نوم د افغان مهاجرو په لیږلو سره په منځني ختیځ کې د عربستان، امریکې او د دوی دشریکانو ټولې خوارۍ په اوبو لاهو کړی، نوځکه اوس د افغانستان د جګړې اور ته پکی وهي.

سعودي عربستان په افغانستان کې د وهابیت دپراختیا او د تشیع له مذهب سره د مبارزې په خاطر منفي رول لري، چې د ډیرو زیاتو پیسو په لګولو سره یې په پاکستان کې د نویوجنګیالیو د روزلو مدرسې او ترور ته د دوی په رااستولو کې مرسته کوي، چې دا ټول په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل شوي دي.

د چین دولت په افغانستان کې بیلابیلې ګټې لري. د نړۍ دغه نوې اقتصادی قدرت چې یو لوی پانګوونکی بلل کیږي، لکه دپاکستان په شان، افغانستان ته د یوه ګنج په توګه ګوري. له پاکستان او طالبانو سره نږدې اړیکی ساتی، خو  له بلې خوا دخپلو دننه د افراطیت اوناامنۍ څخه په ویره کې دی او په دې لټه کې دی چې افراطیت د افغانستان دننه همداسې ایسار پاتی شي. چین د بدخشان په پولو کې  د سرکښه تروریزم او تاوتریخوالي له ګواښ سره سره د خپل اقتصادی سیال یعنی امریکا په وړاندې یواځې څارونکی نه دی، بلکې هڅه کوي چې خپل دغه سیال ته ګوزارونه ورکړي، نو ځکه په افغانستان کې د جګړې د پایته رسیدو لپاره خوښ نه دی، نو له همدې امله د خپل ستراتیژیک شریک یعنې پاکستان ملاتړ کوی.

د روسیې فدراسیسون په کلکه سره په افغانستان کې د لویدیزو هیوادو د ځواکونو له شتون سره مخالف ده او نه غواړي چې په منځنۍ آسیا کې د دوی دنفوذ ساحې ته کوم زیان ورسیږي، نوځکه طالبانوسره تودې اړیکې پالي او ویې کولای شول چې هغه طالبان چې د امریکا او دهغې د انډیوالانو په لاس رامنځته شوي وو، خپلو ستراتیژیکو او جیوپولیتیکو اهدافو کې په کار یوسي. د طالبانو او پخوانیو مفسدینو په ګډون په مسکو کې د وروستۍ غونډې جوړیدل همدا خبره ثابتوی، نوځکه روسیه هم خپلو لویدیزو سیالانو باندې د ګوزارونو په خاطر دلچسپی لري.

د امریکې متحده ایالات او ناتو په افغانستان باندې دیرغل او د جګړې اصلی عاملین دي، چې په روان کړکیچ کې اساسي رول لري، چې د دوی د نظامی ځواکونو له وتلو پرته کومه عادلانه او دایمي سوله نشی راتلای. دوی د خپلواقتصادی، سیاسی او نظامی ستراتیژیکو پلانونو له مخې د افغانستان اومنځنۍ آسیا طبیعی سرچینوته سترګې نیولي دي اوتروریزم سره جګړه یې یوه بهانه کرځولی، په اصل کې دخپلو اقتصادی، سیاسی او نظامی ستراتیژیکو موخوپه لټه کې دي. امریکا غواړي چې له افغانستان څخه د ټوپ وهلو د دړې په توګه کار واخلي او خپل اصلي سیالان یعنی روسیه، چین او ایران له پښو وغورزوي، نو ځکه د افغانستان په ستومانه کوونکی جنګ کې د امریکې د نظامي اډو په شتون سره تروریزم او تاوتریخوالی نور هم پراخیږي. په دې توګه د سولې راتګ یوه پیچلی معما ګرځیدلی چې ګڼ شمیر لوبغاړي او متضاد اړخونه لري.

د ستونزې دحل لپاره باید لومړی دغه پیچلتیا او د جګړې عوامل له منځه ولاړ شي،د فساد، ملی افتراق، بیعدالتی، جنایتکارانو د فعالیت او مخدره توکو د کښت او قاچاق د مخنیوی لپاره  سیاسي اراده پخه شي او د دې اجازه باید ورنکړل شي چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د هیوادونو سیالی دوام ومومي. باید جنګی اقتصاد ته دپای ټکی کیښودل شي او د سیمه ییزو او نړیوالولوبغاړو، اروپایي اتحادیې، دشانګهای د ګروپ، اسلامی بی غرضه هیوادو او ملګروملتونو ترمنځ همکاری ولټول شي. له نیکه مرغه اروپایی اتحادیې د سولې دتضمین په هکله لومړنۍ شفاهی ګام اوچت کړ. له دې سره یو ځای که طالبان د افغانستان دولت سره په خبرو کې موافقې ته ورسیږی او د موجوده نظام یو قوی مټ شي، د منکراتو مخه به ونیول شی او دوی به دا موقع ترلاسه کړی چی د محمدی غراشریعت لپاره په خلاص مټ دقانون په رڼا کې کار وکړی. د افغانستان منابر د دوی په واک کې دي او دافغانستان مومن ملت دوی ته درناوی کوي. دوی به د دعوت معقولو لارو څخه بیریته ټولنه د اصلاح لوري ته بوځي. په داسې یوه فرصت کې  به دبهرنیو ځواکونو د عاجل وتلو، د نورو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان د پوځ د پیاوړی کولو، د دولت دسټې د سالمې رغاونې  او د افغانستان د خلکو د هیله مندۍ لپاره به د بهرنیو مرستو موضوع باندې بحث وشي، لوټ شوې پیسې به بیرته ترلاسه اود هیوادبیارغاونه کې به ولګول شي.  ټول ملی ځواکونه او ځوان کول په دې برخه کې عملي ګامونه اوچتولای شي. د دې وضعیت په راتګ سره نور امریکاییانو ته دپاتی کیدو دلیل نه پاتې کیږي. راځئ خپل حال په خپله بدل کړو. راځئ دسږکال پسرلی دافغانستان د بیرته زرغونیدو په پسرلی بدل کړو، راځئ هم په خپل وطن، هم یې په خلکو او هم یې پر طبیعت زړه وسوځو. سوله خیر دی. تر ذلت څخه عزت غوره دی، ترتبا کوونکی جنګ څخه تفاهم غوره دی. د اشغال دوام، دپردیو د ګټو لپاره نیابتې جګړې، ملي او معنوی ارزښتونوسره خیانت، مالی، اخلاقی او ټولنیز فسادخورول، د مشرانو او تاریخی مفاخرو سپکاوی، تعصبات او افتراق زموږ لپاره یو لوی پیغور دی. راځې دغو منفی ښکارندو ته نه ووایو.

پوره څرګنده ده چې د افغانستان په جګړه کې ښکیل اړخونه دخپلو ګټو په لټه کې دي، نوځکه دافغانستان خلک باید خپله یو مستقلانه تصمیم ونیسی او لکه د واحد ملت په شان ځان راټول او دپردیو له فشار ځان خلاص او ځانته ملی آجندا وټاکي. دقطر غونډه، راتلونکی مشورتی جرګه او انتخابات د دغه مقصد لپاره ښه فرصتونه دي.

دا په داسې حال کې چې نوې کال به دپریمانی او د الله(ج) د رحمت کال وي، دا ځکه سږکال تر پخوانیو کلونو ډیر بارانونه وشول او دخلکو په تجربو، سیاسی بصیرت، د ځوانانو په اراده او قضاوت کې هم پوره مثبت توپیر راغلی دی.

 

 

 


بالا
 
بازگشت