پوهاند محمد بشیر دودیال

 

منطقـــــوی اقتصــاد او چابهـــــار بندر

(په دې هیله چې زرنج مو زرګنج او دلارام مو د هر افغان دل آرام  وي )

 سریزه

پیاوړی اقتصاد، په خپلو پښو ولاړه ټولنه، ټولنیز ثبات، ملی پیاوړی حاکمیت، د ارضی تمامیت ډاډمنتوب، ملی او بین المللی لوړ پرستیژ هغه پیاوړي دریځونه دي چې ویښو ملتونو د اساسی مقاصدو په توګه ځان ته ټاکلی دی. نن ورځ اقتصاد یواځې د احتیاجاتو او فزیولوژکی ضرورتونو پوره کول نه، بلکې تر دې څخه  اوچت اهداف، یعنې هوساینه هم لري، چې ګڼ شمیر معیارونه لري. پرمختللو هیوادونو، د رفاه اقتصاد ( Welfare Economy) او د رفاه دولت( Welfare State) ته پاملرنه کړی ده، هغه دوه ټکي چې دوی یې د ملت په وړاندې خپله لومړنی دنده  او د خپلو خلکو د رضایت عامل بولی. 

له بلې خوا د رفاه مسئله د نن ورځې د معاصر اقتصاد اصلی بحث دی. معاصر اقتصادپوه (Mark Blaug )په ډیر ښه شکل دا مسایل څیړلی دی او د دې موضوع لپاره یي د  (  The Fundamental Theorems of Modern Welfare Economics) عنوان لاندې قواعد تشریح کړی دی.  په داسې حال کې چې هر هیواد د خپلو خلکو د ژوند د ډیر ښه سمون لپاره هلې- ځلې کوي؛ افغانستان هم حق لري چې له اوږدې مودې جګړې وروسته یوه انسانی مرفه ټولنه ولري او خپل طبیعی منابع، اقتصادی امکانات، موقعیت او هغه پوتانسیل چې لري یې، دخپلو خلکو په ګټه وکاروی. په دې لړ کې یوه لاره داده چی د افغانستان د جیوپولیتیک او جیو اکونومیک موقعیت څخه ښه استفاده وشی او له انزوا څخه ووځي. د دې مقصد لپاره باید د منطقوی سازمانونو، منطقوی اقتصاد، نړیوالو اوبو ته دلار موندنې، په بهرنی تجارت کې د لوی کسرد له منځه وړلو او له راز راز سیاسی فشارونو د خلاصون لپاره لارې ولټول شي. په دې کې یو هم د تجارت او اقتصادی مبادلاتو لپاره د امکاناتو لټول دي. په دې بهیر کې د چابهار د بندر پرانیستنه یو ښه زیری و.  دلته به په ډیر لنډ ډول په دې موضوع بحث وشی:

چابهار بندر د افغانستان د نویو اقتصادی او تجارتی اړیکو لپاره مناسب دهلیز

افغانستان له هغه وخته چې انګریزی استعمار دلته د آسیا په دې سیمه کې یوه مصنوعی جغرافیه ایجاد  اودهند او افغانستان له خاورو څخه یې د یوې یوې ټوتې په جلا کولو  د پاکستان په نوم یو هیواد جوړ کړ، له هغه ورووسته تر نن پورې په وچه پورې ایسار هیواد وګرځید او له سمندر سره یې رابطه پرې شوه. کلونه کلونه افغانستان لکه د یو شمیر نورو په وچه پورې ایسار هیوادو په شان له سمندري آسانتیاوو څخه محروم و.  په وچه کې راګیروالي  دسوداګری او اقتصاد لپاره یو لوی چیلینچ دی، خو دا ستونزه دوی ته کومه برخلیک ټاکوونکی مسُله نه ده، ځکه د دې ډول چیلینچونو د حل لپاره عملي حللارې شته. د مثال په ډول ترانزیتی دهلیز ته لاسرسی، منطقوي انضمام او همبستګی، قانونې او حقوقی فضاء رامینځ کول، بینادي او اداري اصلاحات، نړیوال مستحکم او حمایوی میکانیزم ترلاسه کول، اقتصادی منطقی جوړول اونور.  همدارنګه په وچه کې د راګیر هیوادونو د خارجي تجارت په جوړښت کې  د ژورتحلیل له لاری پالیسی جوړونه کولاې شې چې د نوموړو هیوادونو د ترانسپورت په مصارفو کې کموالي او نړیوال تجارت کې ښه والي رامینځ ته کړي. که څه هم د ملګروملتونو کنوانسیون د نړیوالو اوبو په هکله د قانون (۱۹۸۲) په ۱۲۵ بند کې راغلې دې چې په وچه کې راګیر هیوادونه حق لري چې د ترانزیتي هیوادونو د قلمرونو له لاری د ټولو ترانسپورتی وسایلو څخه په ګټه اخیستلو د خپلې ترانزیتي ازادي څخه د ترانزیت هیواد په خوښه او د دوه اړخیزه او منطقوی قراردادونو له لاری ګټه پورته کړي، له بلې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د (APTTA ) تجارتی او د اقتصادی همکاریو تړون لاسلیک شوی و، خو پاکستان ددغه تړون په یوه ماده هم عمل نه دی کړی او د واګې بندر یې په افغانی مالونو او تجارو بندکړی او د کراچی بندر کې یې هم افغانی سوداګرو ته تل ستونزی رامنځته کړی دی، په نتیجه کې افغانستان عملاً د ګاونډی پاکستان له خوا څو څو ځله دلارې په بندولوسره تر فشار لاندې نیول شوی دی.

خوشبختانه، د ولسمشر دوکتور محمد اشرف غني د سیاسې هلو- ځلو په نتیجه کې افغانستان ته دمنطقوي انضمام او همبستګی، قانونې او حقوقی فضاء، بینادي او اداري اصلاحاتو، نړیوال مستحکم او حمایوی میکانیزم امکان برابر شو. تیرو پنځو کلونوکې موږ د لاندې مهمو پروژو شاهدان وو: دوریښمود لویې لارې پروژه، کاسازر، دلاجوردو لار، د آقینه بندر، دسوداګری نړیوال سازمان کې د افغانستان عضویت او دغه سازمان ته دیوه استازی استول، ټاپي پروژه، د اوبو بندونه او چابهار بندر.

د نړیوال تجارت په جوړښت کې د ولسمشر ژورتحلیل د دې سبب شو چې افغانستان  د ترانسپورت په مصارفو کې کموالي او نړیوال تجارت کې ښه والي رامینځته کړي چې ښه او واضح مثال یې دچابهار بندر پرانیستنه ده. افغانستان له انزوا څخه د وتلو او نړیوالو اوبو ته  دلاسرسي، دتجارت په برخه کې له راز راز فشارونو او انحصار څخه د خلاصون او دخپلو داخلی تولیداتو لپاره د مارکیټ د موندنې لپاره له ایران او هند سره په ګډه همکاری د چابهار دبندر هوکړه لیک لاسلیک کړ.

 دغه بندر دایران د هیواد د سیستان او بلوچستان ایالت کې واقع دی، چی د عربو سمندر له لارې له هند سره نښلي. دغه لار د کراچی بندر په نسبت ۷۰۰ کیلومتره او د عباس بندر په نسبت ۹۰کیلومتره لنډه ده، یعنې دچابهارله  بندرڅخه د استفاده، د کراچی بندر په مقایسه دافغانستان د تجارانو لپاره ډیره اطمیناي او  بیخطره لاره ده او افغانــــی تجاران کولای شی چی  له دغی لاری د خپلو صادراتو اندازه لوړه،ارزانه  او آسانه کړي.ایران له دغه بندر څخه د افغانستان تر سرحد پورې د ۲۰۰ کیلومترو په واټن د (راه آهن زرمیلک) په نوم د وسپنې پټلۍ غځوي، چې له هغی لارې به تجارتی اموال ترزرنج پورې رارسیږي او بیا به د دلارام له لارې نوروسیمو ته ځی. دلارام څخه لویه لاره هرات ته او بیا د تورغونډۍ له طریقه له هیواد بهر مرکزی آسیا او آن اروپا ته رسیږی. په دې ترتیب سره به جنوبی آسیا او د مرکزی آسیا ۱۴ هیوادونه یو بل سره وصل او د  ترکیې له طریقه به اروپا ته  لار پرانیزي.

  له چابهار څخه د آسیا جنوب او  هندوستان ته  همدا اوس دبیړیو  دوه لارې پلان شوي دي (چابهار- ممبیی او چابهار- کاندالا). همدا اوس دهندوستان سوداګرو افغانی سواداګرو سره د ۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت یو قرار داد لاسلیک کړ. دغه تړون د افغانی تولیداتو؛ په تیره بیا دتازه اووچې میوې د هغه نندارتون په پایله کې  ترلاسه شو چې د( Nature’s Best) تر عنوان لاندی دایر شوی و. دهندوستان کمپنیو او سوداګرو د افغانستان تازه او وچې میوې، طبی او صنعتی بوټو، شوکاڼی سره ډیره علاقه ښودلی ده. همدا راز زیات شمیر داسې تجاری اموال؛ په تیره بیا درمل، صنعتی تولیدات او غذایی محصولات شته چې د هندوستان له  لوری به  افغانستان ته  واردیږی. لاندې جدول د چابهار د بندر او نورو لارو مقایسه څرګندوی:

وخت (فی ساعت)

في کانتینر مصرف (ډالر)

 واټن (کیلو متر)

کابل ته اموالو د رسیدو لاری (فی کانټینر)

28

3000

1818.6

کراچې – کابل (جلال اباد)

15 

2500

1062.6

بندر عباس – کابل

 10

 2100

 972.6

 چابهار – کابل (زرنج ښار، نیمروز)

 

 له هند او ایران سره دافغانستان دغه تړون په حقیقیت کې یوه  اقتصادی منطقه جوړوي،  چې دې ته منطقویتوب ویل کیږی. اوس افغانستان له  سارک، ایکو، آسیان او شانګهای سازمان سره نږدې اړیکی لری، په ځینو کې غړیتوب لري او په ځینو کی ناظر دی. منطقويتوب ( regionalism) په تيره بيا هغو هيوادونو ته  ډیر ضروری ده چې لاتراوسه  له اقتصادی پلوه خوار او له  سياسی پلوه په  انزواکې دي. دوی  په انفرادي توګه ډيرخوار پاتې دي. خوپه يوه منطقوی سازمان کې يې  غړيتوب، دپرمختګ چانس زياتوي.له پولو بهر څو هیوادونو  سره د تجارتی تړون جوړول دپوره دقت، دملی منافعو تضمین کولو، دوه اړخیزه یا څو اړخیزه عادلانه مناسباتو، د اقتصادیت دسنجش او د  داسې نورو باریکو مسایلو د کره کتنې غوښتنه کوي.

 

 په تجارت کې ملګرتوب او دمنطقویتوب ګټې

هیوادونه په ټولنيزو، سیاسی، کلتوری او اقتصادی ډګرونو کې  يوبل سره راز راز روابط لري. دغه روابط دتاريخ په اوږدوکې پيچلی او هراړخيز شوي دي، له بلې خوا دټولنو، هيوادونو، سيمو او مناطقو ترمنځ اقتصادی معاملات، راکړې - ورکړې، کلتوری اړيکې، حقوقی اړيکې اويوبل سره تګ- راتګ هم په عرف کې  اوهم په مدونوقوانينو او اصولو کې منل شوي دي. په تيره بيا اقتصادی مناسبات او دمنا‌‌طقو او سيمو ترمنځ توليد، دخدماتو دعرضی  او داقتصادی پوتانسيلونو توپير منطقوی تړلتيا رامنځته کړی ده. کله چې د اړتیاوو له مخې دغه ډول تړلتیا رامنځته شی، دې ته  سیمه ییز اقتصاد ویل کیږی. سیمه ییز اقتصاد؛  داقتصاد د علم يوه څانګه ده چې  ديواقتصاد جغرافیايي  جوړښت تر څيړنې لاندې نيسي.  په تيره بيا په سيمه کې  ترانسپورت، دصنعتي موقعيتونو امکانات ، اقتصادی پوتانسیلونه، د سیمې نسبی مزیتونه، منطقوی تحلیل او د صنایعو ځای پرځای کول (Industrial location)، سيمه یيزه پرمختيا، دتولید په داخلی مقیاس سپما، ښاري  کیدنه (urbanization او له ځمکي  او لاروڅخه ښه ګټه اخيستنه څیړي. په دې کې د اقتصاد د څلورو پوښتنو( څه؟ څنګه؟ څومره؟ چاته؟)  تر څنګ د چیرته؟ پوښتنې ته هم ځواب ورکول کیږی، چې دغه پوښتنه  پخوا نه مطرح شوې وه او نه ځواب ورته موندل شوی و. په دې توګه  منطقوی اقتصاد وروسته تر ۱۹۵۰م. کلونو څخه نوی موډلونه تطبیق کړل چې غوره نتایج یې لرل.

یوه ځانګړی اقتصادی منطقه هغه ټاکلی بُعد یا دځمکي يا اوبو(سمندر) يوه په مقیاس سره په نښه شوې  ساحه ده چې د فزيکي،انساني، اداری او وظيفوي مشخصاتو پر بنياد سره تړل کیږی. د دې ډول منطقې په فزيکي مشخصاتو کې  یو شمیر فزیکی شاخصونه  لکه ځنګلونه، هوارې سطحې، منرالي سرچینې، دمناقلاتو لپاره دلارو امکانات  او اقليمي فکتورونه شامل دي. حال دا چې په انساني مشخصاتو کې، دسیمی د کار ځواک مهارتونه، تجربه،  تاريخي ،توريستي اومذهبي ارزښتونه او ځانګړتیاوی مطالعه کیږي.  په وظيفوي مشخصاتو کې دکاروبار جريانات ،لوایح او مقررات، ميډيا اوداسې نور فکتورونه په پام کې وي.  د ذکر شویو مشخصاتو او د اقتصادی پوتانسیلونو له مخې هره منطقه  بيله بيله ځانګړنه لري، نو دهرې منطقې اقتصادي او منطقه یی پرابلمونه هم سره توپير لري، نو له همدې امله منطقه یی اقتصاد ته اړتيا پیښیږی،  چې د نوموړي علم څخه په ګټه اخيستنې سره دهرې منطقې لپاره پلان جوړاو داسې نورې اړينې کړنې ترسره شي. د منطقه یی اقتصاد د ودې او پالیسی جوړولو موضوعات معمولاً د اقتصادی  اغیزمنتوب  او د اقتصادی او ټولنیزی برابری له مخې تر کتنې لاندې نیول کیږی. په منطقه یی پالیسی جوړونه کې د اغیزمنتوب (موثریت) هدف مهم رول لری. له نیکه مرغه اوسنی وخت کې دافغانستان سیمه ییز دریځ له دې پلوه پوره پیاوړی شوی دی. د وچې پنځه بندرونه، د چابهار دبندر فعالیدل، په سیمه کې د یوې لار یو کمربند لویه پروژه او د لاجوردو دپروژې پرانیتسل کیدل ډیر نیک زیری دی. دلته به په ځانګړي ډول د چابهار دبندر په ښیګڼو او اهمیت رڼا واچول شی.

د چابهار  بندر دهند، ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګری یو دهلیز

سوداګري او تجارت له يوې سيمې بلې ته دخلکو داړتياوو دپوره کولو لپاره د اجناسو اوخدماتو ليږدول او عرضه کول دی. يعنی داجناسو اوخدماتو تبادله کول تجارت دی. دغه تبادله  دسيمو اومنطقو ترمنځ  صورت نيسی ،  نو کله چې د منطقو (هیوادونو) خبره  راځي، خامخا منطقه یی اقتصاد ورسره علاقه لري.  د منطقو ترمنځ د تجارت لپاره د ضرورت مهم لاملونه دادي:

لومړی) په زياته اندازه توليد:

ممکن يوه منطقه ياسيمه دځانګړی ظرفيت اوغوره امکاناتو له امله  ديو شمير اجناسو په توليد اوياهم ديو شمير خدماتو په عرضه کې غوره توب ولري،  دوی خپل اضافی توليد دنورو سيمو داړتيا وو دپوره کولو لپاره چې دغه ډول ظرفيت او وړتيا نه لري، ور استوي په دې توګه تجارت داجناسو تبادله بلل کيږي. له نیکه مرغه افغانستان داسې محصولات او تولیدات لري، چې د دغه بندر له لاری یې بیلابیلو هیوادوته  صادر او په دې توګه به په بهرنۍ سوداګری ګی زموږ کسر رفع او د تجارتی بیلانس خواته به نږدې شو. په تیریه بیا وچه او تازه میوه، وړۍ، شوکاڼي، طبی او صنعتی بوټي زموږ ډیر ښه بیداوار دی.

دوهم)  طبیعی منابع:

سيمې اومنطقې دخپلو شتمنيو او اقليم له پلوه يوبل سره توپير لري. د دغو شتمنيو څخه اضافه ترلاسه شوي توليد هغو سيمو اومنطقوته ورکول کیږي چې دغه ډول شتمنی نه لري. دبيلګې په توګه دخليج دمنطقې هيوادونه  کافی اندازه نفت لری، دوی خپل نفت نوروټولو هيوادونو ته صادروي  چې کافی نفت نه لري. دغې سيمې ته د نفتو دتوليد ساحه،منطقه، حوزه ياسيمه  ويل کيږي. همداسې هم دنړۍ  بيلابيلو برخو اوځينې وخت ديوه هېواد دننه ، يوشمير ځانګړی مناطق ديوه ځانګړی صفت يابل  اقتصادی  فعاليت  لپاره جلاشوي وي . افغانستان  داسې طبیعی منابع لري چې د پروسس لپاره به یی هند یا د نړۍ نورو سیمو ته واستوی .

 

درېیم)  په لګښتونو کې توپير:

که چيرې د يوې سيمې او منطقې ( د يوه هيواد دننه يا د څو هيوادونو په شمول) ترمنځ د اجناسو او خدماتو د توليد په لګښت کي توپير وليدل شي، نو د ټيټ لګښت لرونکي منطقه ځان  دسیمي په سوداګری کی داخلوي. له بلې خوا د لنډو لارو له طریقه ترانزیت د وارداتو او صادراتو په تمام شد قیمت باندې اغیزه کوي. د چابهار بندر افغانستان ته د واګې، کراچۍ او عباس بندر په پرتله ډیر ارزانه تمامیږی (و.ګ: لومړی جدول)

د منطقوی اقتصاد حدود

دمنطقو دحدودو ټاکل( تحديد) يو اسانه کار نه دى. که څه هم هره منطقه بيلابيلې اقتصادي، اداري، تاريخي او نوري ځانګړنې لري، خو بياهم په دې اړه کوم قناعت بخښونکي ضوابط وجود نلري. په دې برخه کي دنظرونو توافق هم حتمی شرط ندى ، مګر داقتصاد پوهانو او پلان جوړوونکو ترمنځ ځینی وخت په دې اړه چي ګواکي دغه ځانګړي حدود او سرحدات مناسب دي کنه ؟  اختلاف هم وجود لري، ځینی وخت بیا هیڅ اختلاف نه وی. په واقعيت کي، دمنطقو دقيق تعريف ديو داسي کابوس او د تشویش وړ ټکي په شان دى چي زياتره منطقه یی اقتصادپوهان ورڅخه دبې زړه توب لورته ميلان لري او په هغه صورت کي چي دوى مجبور وي چي په اداري سيمو باندې دپاليسي دملاحظاتو په اساس باندي کار وکړي او ياهم له نورو فضايي واحدونو څخه دهريو په اړه باندي معلومات او سوابق موجود نه وي، د دې ستونزمن کار له کولو څخه ډډه کوي. لنډه دا چې دمنطقوی اقتصاد حدود تر یوې اندازې د سیمو او هیوادونو په تصصمیم پورې اړه لري. په دې اړه يو واحد تعريف وجود نلري، دتعريف انتخاب بايد په لومړۍ درجه کي دڅیړني داهدافو پر بنسټ ترسره شي. دبيلګي په ډول که چيري سيمي په  يوه بين الساحوي پلان جوړونه کي دغير مترکزو ملي طرحو ديوې وسيلي په توګه مطلوبي وي،نو په دې صورت کي دسيمو لږ شمير "مثلاً پنځه يا شپږ" مناسب دى. په دې حالت کي ، دمجاورت معيار خورا مهم دى. داخبره ددې معني ورکوي چي دسيستم ساحې بايد يو له بل سره تداخل او ترکيب ونلري ،بلکي بايد له ملي قلمرو سره مجاورت ولري. په دې ډول ، يو بين الساحوي سسيتم په ساده ډول دامعنا لري چي ملي قلمرو په يو ټاکلي شمير مجاورو ساحوباندي وو يشل شي. دايو اسانه کار نه دى. دبيلګي په ډول دهسپانيې تجربه  په نظر کي ونيسئ: دهسپانيې پنځوس ولايتونه دبين الساحوي پلان جوړوني لپاره زيات موثر دي. دغه ډول يوې تجمع ته اړتيا ده . بالاخره ،دتيرو دوو لسيزو يا له دې څخه په زياته موده کي هسپانوي اقتصاد پوهانو او پلان جوړونکو دحدودو دمتبادلو تحديدونو کره شميرې وړاندي کړي. البته دپنځو او شلو سيمو په منځ کي .  د چابهار بندر کی  فعلاً درې هیوادونه شریکان دي، خو دغه تجارت به له جنوبی آسیا تر اروپا وغځیږي.

 

د اقتصادی فعالیتونو منطقه یی تحلیل

 ا قتصادی منطقوی تحلیلونه ښکاره کوی چې په ځانګړو سیمو کی د اقتصادی فعالیتونو په تمرکز سره داقتصادي او ټولنيزو تغيیراتو محيطي تاثيرات، داقتصادي او اجتماعي شرايطوبرابری، په سيمه کې دسوداګريزو اړيکو پياوړتيا، د عامه او خصوصي سکتورونو دپراختيا لپاره دمناسب چاپيريال رامنځته کول، داقتصادي او سيمه ايز انضمام پر مټ دزيربنايي پروګرامونوپرمختيا، ددولتي سکتور د ادارو پرمختيا او ښه حکومتولي اهداف ترلاسه کیدای شي. هغه سیمې چې لا تر اوسه وروسته پاتې او انزوا کی دی د هغوتردټولنيزې انزوا راکمول ، د دوی لپاره یو چانس بلل کیږی، افغانستان اوس دغه چانس موندلی دی.  تجربو ښودلې ده چې په اقتصاد کی د بیلابیلو سیمو او هیوادو شریک کیدو او اقتصادی ګډو علایقو سیاسی ناملایمات او خوابدۍ اوسیالۍ په ملګرتوب  بدل کړی دی. نن ورځ د دغه علم له انکشاف څخه یوه نوی اصطلاح رامنځته شوی چی (freenemy ) ورته وایی. لومړۍ برخه ( friend) یعنی دوست یا ملګری څخه اخیستل شوی او دوهمه برخه ( enemy) یا دښمن ، یعنی دوست دښمنان ! هغه دسیاسی ډګر دښمنان چی په اقتصاد کی ډیر ښه دوستان او ملګری دی. موږ ته دا ډیره مهمه ده چې سیاسی سیالی په اقتصادی مرستو او پیوستون بدله شی او د دښمنۍ فضا په دوستانه فضا  واوړی.  

 

منطقه يي والی(Regionalism)

منطقه ټاکنه دپولو په جلا کولو سره پيل کيږي چې هم په لويه کچه وي او هم په کوچني کچه. مناطقو اوسيمو ته ځانګړی نومونه هم غوره کيداي شي او د نقشې پرمخ  په ځانګړو جغرافياوی نښو او رنګونو هم ښودل کيږي. دنړۍ پرمخ  هر هيواد ديوه سياسی واحد په توګه خپله ځانګړی خپلواکه فضالری  ،  چې د يوه دولت د قلمروپه توګه پيژندل کيږي.

عملاً ديو شمير مقاصدو دترلاسه کولو، د يو شمېر ګډوګټو څخه دکار اخيستلو ، يوبل سره دلاس ورکولو او دپياوړتيا د اوچتولو او نور و موضوعاتو لپاره څو منطقې يوبل ته لاس  ورکوي او يوه واحده منطقه ( region) جوړوي. يوشمیر سيمې مطلقاً دسياسی  تصميم له مخې جوړيږی. يو شمېرنوري داقليمی خصوصياتو  له مخې  جلاکيږي. يو شمیر نورې سيمې داقتصادي ګډو ځانګړنو له مخې اوکيداي شي ځينې سيمې دکلتوری مشترکاتو له مخې  په نښه شی. په عمومي توګه دنړۍ  پرمخ منطقې په څلورو ډولونو ويشل شوي دي:

  1. دټولې نړۍ په کچه  دځمکی پرمخ دسيمو ويش
  2. دڅو هيوادونو په کچه ويشنه
  3. دسيمې دڅو هيوادونو په کچه ګډه منطقه
  4. په ملي کچه په هيواد کې د منطقو ټاکنه
  5. ديوهيواد دننه دکوچنيو منطقو ټاکنه

 

د چابهاربندر، لاجوردو لارې او د وریښمو لارې  یو منطقوي اتصال ایجاد کړی چې افغانستان به  په هغو کی محوری ځای ولري.  دټولې نړۍ په کچه دآسيا جنوب دمنطقې په توګه پيژند ل  شوې  ده چې دنفوسو يو ډير لوی اګلو مرشن دی. مرکزی آسیا هغه منطقه ده چې د ګازو او نورو معدنی توکو لویې زیرمې لري چې د نړۍ  لویې پانګونې به پکې وشي.

د اقتصادی انضمام  او دنړیوالتوب (globalism )  په اوسنی  دور کې نړیوالو لویو اقتصادی  سازمانونو ته  د جوړیدو  لاره هواره شوی ده  او په دې برخه  کی  نوری هڅې هم روانې دي.  له همدې  فرصت  څخه په استفادی  سره د منطقوی مرستو لپاره هم  موقع برابره شوه  او یو شمیر هیوادونو وکولای شول چې منطقوی تړونونه  او  منطقوی اقتصاد  راجوړ کړی.په تیره بیا  په اروپا کې د تړونو او توافقاتو بنسټ د آلمان، فرانسی، ایټالیا، بلجیم، هالند  او لوکزامبورګ  د هیوادونو د توافق په پایله کې کیښودل  شو.  دغه پيښه  د ۱۹۵۷م. کال د مارچ  په  لومړۍ نیټه وشوه، چې پایله یې بیا په ۱۹۵۸م. کې د جنوری په لومړی  نیټه د اروپا د اقتصادی ټولنې  رامنځته کیدل و.  دغه تړون د دې لامل شو چې اروپايي هیوادونه  وکولای شی  چې  د نړۍ په کچه  د کورنیو تولیداتو تر ټولو  یو  لوی بازار  رامنځته کړی،  له دی سره  یوځای  دوی خپل  اقتصادی او سیاسی تړون  او پیوستون او یووالی  نور  هم کلک کړ.

په شمالی امریکا کې لومړنۍ منطقوی موافقه او اقتصادی تړون په ۱۹۶۵م.  کال کې د متحده ایالاتو  او  د کاناډا ترمنځ  لاسلیک شوه، چې مهمه برخه یې د موټرو او د موټرو دپرزو  د آزادې  سوداګرۍ په هکله وه.

په آسیا کې یوه مهمه منطقوی موافقه د آسیا د جنوب ختیزو ملتونو ترمنځ وه چې په ۱۹۶۷م. کال کې د (Association of South east Asian Nations - ASEAN ) په نوم رامنځته شوه. دغه تړون و کولای شول چې د اندنیزیا، مالیزیا، فلپین، سینګاپور او ټایلینډ  د هیوادنو ترمنځ قوی خپل منځی  اقتصادی ، کلتوری او ټولنیز روابط  کلک او دوی ټول  د سولی او ثبات خواته  اوچت ګامونه واخلی چې اوس هر یو پیاوړی  او پر مختللی اقتصاد لري.  همداسې  هم  په افریقا  کې  ورته  ګامونه  اوچت شول.

افغانستان په سیمه کې ډیر یو پیاوړی او مساعد  ستراتیژیک ارزښت او خاص  منطقوی دریځ لری ،  که موږ غوره پالیسی  ولرو  له دغه  موقعیت څخه  د سرو زرو په شان ګټه اوچتولای شو. زموږ موقعیت  هم  زموږ لپاره  او هم  د  ګاونډیو  هیوادونو    او د مرکزی آسیا، جنوبی  آسیا او  د دوو نویو لویو اقتصادونو ( هند او چین)  لپاره مهم دی.  افغانستان کولای شی  د تجارت او  تمدن  په څلور لارې واوړی (لکه زرګونه کاله مخکی یی چې همداسې یو غوره درځ درلود) او د سالم رقابت له  لاری  د سیمی هیوادو ته  په یوه  غوره اقتصادی  دهلیز  بدل شی.  افغانستان د سیمی د هیوادونو د اقتصادی  زیربنا  ودې او د ترانزیت  او لیږد امکان  برابروی.

افغانستان او د منطقی اقتصاد

افغانستان له جغرافیاوی پلوه په سیمه کی فوق العاده اهمیت لری. افغانستان د منځنۍ آسیا، منځنۍ ختیځ او د جنوبی آسیا تر منځ د یوه پله حیثیت لری او د سیمی د لویو او نویو اقتصادونو (هندوستان او چین) لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاری په توګه ارزښت لری. په سیمه کی د تاریخ په اوږدو کی داسی مدنیت نه و او نشته چی پرته د افغانستان له ګډون څخه رامنځته شوی وی. د تجارت لرغونی او ډیره مهمه لاره (د وریښمو لار) Silk Rout له افغانستان څخه تیریدله او په معاصر وخت کی یې یو ځل بیا خپل مهم ستراتیژیک اهمیت بیا وموند. په سیمه کی د نوی وضیعت راڅرګندیدو دا وښوده چی په سیمه کی منطقه یی اقتصاد ته اړتیا ده او د لاجبرو او وریښمو لاره باید بیا نوی شی. د روسیې، چین او هندوستان ورځ په ورځ پیاوړی کیدونکی اقتصاد په منطقه کې یو نوی وضعیت ایجاد کړی دی چې د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لری. افغانستان همدا اوس د سیمی یو شمیر منطقه یی جوړښتونو لکه ECO, SCO  او SAARC کی فعال ګډون لری. په دې وروستیو کې د چابهار د بندر د تاسیس ترڅنګ ، د لاجوردو لار هم پرانیستل شوه. دلته به د دغو سازمانونو پيژندنه راسره مرسته وکړی چی د افغانستان دریځ جوت شی.

د مالونو تبادله،  ترانزیت او بهرنۍ سوداګری د نن ورځی د اقتصاد یو مهم بحث دی. زیاترو هیوادونو خپل اقتصاد د ترانزیت او سوداګری له لاری ښه کړی دی. له نیکه مرغه افغانستان د خپل جغرافیاوی موقعیت له پلوه په یوه ډیرښه دريځ کی دی. ټاپي پروژه، کاسازر(د نوری فایبرپروژه) او د منطقې دریل پټلۍ پروژه د دې ډول منطوی همکارۍ ښه مثالونه دی.  افغانستان کولای شی له خپل ستراتیژیک موقعیت څخه په استفادی د مرکزی آسیا او جنوبی آسیا ترمنځ د یوه پله حیثیت ترلاسه او د تجارت په څلورلاری بدل شی. افغانستان ډیر پخوا هم کله د وریښمو د لاری پر سر پروت و او کله یی د لاجوردو د لاره مهمه برخه جوړوله. اوس چی یو ځل دا امکان برابر شوی دی چی مرکزی آسیا له جنوبی آسیا سره وصل شی، د افغانستان لپاره یو ډیر مساعد فرصت دی. د افغانستان مهم دريځ ته په ترکیه کی (د آسیا زړه) په کنفرانس کی د شانګهای د سرمشریزی په غونډه کی او په ۲۰۱۶ م. کال کی د عشق آباد د نړیوال ترانزیت په غونډه کی دی مهمی موضوع ته اشاره وشوه او د سیمی هیوادونو په تیره بیا تاجکستان، چین، ترکمنستان، هند او ازبکستان کلک لیوال دی چی د افغانستان لاری خپل منځنی سوداګری پیاوړی کړی، د چین هیواد ته د افغانستان له اقتصادی او ترانزیتی پلوه ډیر اوچت ارزښت لری، له بلی خوا دا به افغانستان لپاره یو ډیر ښه فرصت وی چی د سیمی د هیوادو له علاقمندیو څخه او د ECO, SCO, WTO او SAARC په سازمانونو کی د غړیتوب په لرلو خپل اقتصاد ته پرمختیا ورکړی.

په نړیوال تجارت او اقتصاد کی ورګډیدل او د Globalism په اوسنی دوران کی خپل اقتصادی دريځ پیاوړی کول د اوسنی عصر یوه تازه او نوی غوښتنه ده. هیڅ هیواد له نړیوال اقتصادی کاروان څخه په انزوا کی نشی پاتی کیدای. له بده مرغه افغانستان له نن څخه ۱۳۰ کاله مخکی له خپلو طبیعی سرحداتو څخه محروم او د استعماری ځواک له استعماری تصمیم سره سم یی یوه برخه جلا او له نړیوالو اوبو سره یی رابطه پری او په وچه پوری یوه ایسار هیواد باندی بدل شو، دا هغه وخت و چی د نړۍ د تجارت مخه له وچی څخه د سمندر خوات شوه او انتلانتیک د سوداګری لاره شوه، افغانستان چې وچې  پوری ایسار او د نړیوال تجارت څخه ګوښه شوی و، اوس بیرته د پاملرنې مرکزی نقطه وګرځید.

اوس په سیمه کی داسی یوه اړتیا او تفکر رامنځته شوی چی د مرکزی آسیا هیوادونه له جنوبی آسیا سره تجارتی روابط ولری او دغه سوداګری به دسمندر له لارې ارزانه او په لوی حجم ترسره کیږی، دا ځکه چی بحری ترانزیت وسایل د وچې  په پرتله د ډیرو محمولو (پیټیو) ګنجایش لری.

افغانستان  د چابهار بندر له پرانیستووروسته، دا دې  په دې لنډ وخت کې (یوه اونۍ دمخه) د سمندری تجارت سازمان کې دغړیتوب لپاره غوښتنلیک ورکړ، چې ډیر ژربه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړي. دا به زموږ په تاریخ کې یو لومړنی او بیساری  اقدام وي. همدا راز تصمیم ونیول شو چې  له چابهار څخه به هند ته دوه مسیرونه (تګلوري) فعال شي:

۱.چابهار- ممبیي د هفتې جفت ورځو کې به تګ- راتګ ورباندی کیږی،

۲.چابهار – کاندالا، چې د اونۍ په تاق ورځو کی به  تګ- راتګ ورباندی کیږی.

ډیرر ژر به افغان سوداګر خپلې بیړۍ وپیري.

 په تازه پریکړه کې  داسې فیصله وشوه چې  د شانګهای غړی د Euro Asia طراحان او د مرکزی آسیا هیوادونه په دی فکر کی دی چی د چابهار دبندر  له طریقه د تورغونډۍ  له طریقه  افغانستان او بیا له جنوبی آسیا سره وصل شي، د دی سمندري لاری اهمیت یواځی په دی کی نه دی، چی ترانزیت به لنډ او افغانستان به هند سره  وصل شی، بلکی بل ارزښت یی دا دی چی یوه واحده تعرفه به وټاکل شی او ډیر بندیزونه به لری شی. افغانی محصولات (غالۍ، انار، انګور، خټګي، شوکاڼي، وړۍ، مڼې، طبی بوټي، جنغوزي، لاجورد او ډیر نور) به په ډیره ښه بیه بهر ته ورسولای شو.

له تیرو یونیم سلو کالو راهیسی افغانستان له تجارتی پلوه بد حالت  او انزواکی و، خو دا دی اوس یو ځل بیا دا زمینه برابره شوی چی افغانستان له خپل جغرافیاوی مهم موقعیت څخه ګټه پورته کړی او له نړیوال اقتصادی بهیر او تجارتی کاروان سره ګام اوچت او خپل اقتصاد پیاوړی کړی، خو مهمه دا ده چی د دی چاری او امکان لپاره په دقت سره د کار نقشه جوړه شی.

اندیښنې او ممکنه خنډونه

له بده مرغه سیمه له امنیتی او سیاسی پلوه ډیره بی ثباته ده. سیاسی کشمکشونه، سیالۍ، په ځینو هیوادو اقتصادی بندیزونه، رقابت، بی ثباته سیاسی وضعیت هغه ناوړړه عوامل دي چې نه یواځې د چابهار بندر، بلکې ډیرو  نوروسیمه ییزو پروژو ته هم  زموږ هیلی ټکنۍ کوي.

 

اخځ               REFERENCES

1.      دودیال، محمد بشیر. (۱۳۸۶) د طبیعي منابعو اقتصاد. د پوهنتونونو لپاره درسي کتاب، د لوړو زده کړو وزارت چاپ: کابل- افغانستان

2.      دودیال، محمد بشیر.(۱۳۹۶)، منطقوی اقتصاد ، درسی کتاب .ختیځ خپرندویه ټولنه، جلال اباد- افغانستان.

3.      صباغ کرمانی، مجيد. (۱۳۸۰) اقتصاد منطقه ای.  سازمان مطالعه و تدوين کتب علوم انسانی  دانشګاهي (سمت) : ايران –تهران

4.   حافظ نيا، محمد رضا. (۱۳۸۴)، افقهای جديد در جغرافيای سياسی، سازمان مطالعه و تدوين کتب علوم انسانی دانشګاهی (سمت) : ايران- تهران.

5.      Blair. P. J. (1991). Urban and Regional Economics, Richard Irwin Inc.

6.      Raleigh Barlewe (1980), Land Resources Economic (The Economics of Real property), Michigan state University

7.      Karl, Helmut. (2008) Economic Policy. Ruhr-University, Bochum – Economic Policy Department III

8.      Nijkaup, P. (1986): Handbook of Regional and Urban Economics, (Vol.1) Elsevier publshers

9.      Losch, A. (1964) Regional Development and Planning, MIT press.

 

10.   Peter Chalk, ) 2012 )Occasional paper , Implications for the United States and India’s and Pakistan’s Strategies in Afghanistan ( by the RAND Corporation.

11.  ADB (2012). Modernizing Sanitary and Phytosanitary Measures to Facilitate Trade in Agricultural and Food Products: Report on the Development of an SPS Plan for the CAREC Countries

12.  Asian Economic Integration Monitor - July 2012 http://www.adb.org/publications/asian-economic-integration-monitor-july-2012

13.  Islamic Republic of Afghanistan: Transport Sector Master Plan Update http://www.adb.org/sites/default/files/project-document/81553/47210-001-tar.pdf

14.  Project CASAREM (CASA 1000) and Its Impact on Central Asian Countries http://www.forum-adb.org/docs/BW2009Q3-4.pdf

15.  Afghanistan Information Management Services. Accessed November 2014. http://www.aims.org.af/

16.  ANDS (2008). The Afghanistan National Development Strategy http://www.embassyofafghanistan.org/page/afghanistan-national-development-strategy

17.  EWI: East-West Institute (2014). Afghanistan Reconnected: Regional Economic Security Beyond 2014 http://www.ewi.info/idea/afghanistan-reconnected-regional-economic-security-beyond-2014#sthash.6MIend3p.dpuf 

 

 

.

 

 

 


بالا
 
بازگشت