حبيب الله غمخور

 

۲۰۱۹د ز کال داگست ۷

دخپلواکۍ دگټلوياددي ابدي وي

آزادى چى په نس موړ او واک دي خپل وى

که په دې قالب کى راشو بيا آزاد يو

پياوړی اومنلی شاعر عبدلوهاب سرتير

زموږ سياسي اوټولنيز ژوند داسي  دردونکی او زورونکي حالت ته راغلی چي خپلواکي رانه هېره سوېده  .

چې له راتلونکی مو لوستونکي ونه بولی ،دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دسلمی کليزي له امله ټول افغان ولس ته دزړه له کومي مبارکي وايم .

داگست په  ۱۹  هر کال په ټوله نړۍ کښي دافغانستان دخپلواکۍ په نوم  دخوښۍ مراسم جوړېږي . دټولوملي اوټولنيزو ناخوالوسره بياهم ځانته داحق ورکوم چي دشهيدانواوکورنی تاوتريخوالي دناورين پر لمڅی ناستواوداتلسوکالوپه روان ناورين کښي کړېدلواو زورېدلو کورنيوته دملي او افغاني غروردهسک ساتلواودرناوی په موخه راته ترهرڅه گرانو هيوادوالوسره داوښکونه په ډکوسترگو بې گناه مسلمانوهيوادوالودچيغواوغلبلو،کرېږ واوساندونه په ډکه غمجنه فظاکښي دخپلواکی ترلاسه کولوخاطرې دياد ساتلو  دوياړ ه ډکه خوشحالي شريکه کړم اوددې تاريخي اونه هېرېدونکی افتخارتر لاسه  کولومبارکي ورته ووايم .

دغازي امان الله خان دخپلواکی دترلاسه کولودملي مبارزې اوشهامت ياد دي ابدي اوتل پاتی وي .

سږ کال يو ځل بيا افغان کړېدلۍ او زوريدلۍ ولس دخپلواکۍ دتر لاسه کو لو نه هيريدونکې خاطره دسلم  ځل لپاره په خپلويا دونو کي تازه کوی  اوهوډ یې کړی چې ددې تاريخي اوملی غرونه ډکي ورځې يادابه په ټوله نړۍ کښي په شانداره اونه هېږېدونکو مراسمو،کنفرانسواوغونډو سره لمانځي .

تاريخ ددې شاهد دۍ چي دا مغرور ملت هيڅ وخت دنړۍ يو زبرځواک ته هم دغلامۍ اوتسيلمی سر نه دۍ ټيټ کړی .

که څه هم افغانستان پداسي يو ه سياسي څولور لاري کي پروت  دۍ چي کله دنړۍ هر غاصب اوزبرځواک غوښتي ددغې سيمې  پر ولسونو تيرۍ وکړي اودلته خپل سياسي نفوذ اواعتبار ژوندی وساتي هرو مرویې زموږ پاکي خاوري ته  يو ځل خپل کرغيړن مخ را ښکاره کړی دی . دا چي بيا يې دغه پر آزادۍ مين ملت څومره پزه په مځکه ورمښلې ده، تاريخ ئې شاهدي وايي .

دافغانستان په څوزره کلن تاريخ کښي دنړۍ دمختلفو هيوادو اودهغه زمان دزبرځواکوتريرغلونو وروسته پدې ورستی سليزه کي زموږ  پر مقدسه خاوره درې ځلي انگريزي استعمارگرو،يوځل شورويانو اوترهغو وروسته دافغاني وسله والوډلوترنامه لاندي پاکستان اوايران په يوه گډه پروسه کي پرافغانستان تيری کړی ، دوي هڅه کړې چي په يوه اوبل نامه زموږ په پاکه خاوره کي دخپل سياسي نفوذ دټنگولو لپاره له ټولوسياسي،فرهنگی اوټولنيزوامکاناتونه استفاده وکړي .ديادولووړ ده چي له نېکه مرغه خويوځل هم پر دې ندي بريالي شوی چي خپل بشپړ سياسي واک زموږ پر خاوره تل پاتی وساتي،لده مرغه چې دافغان ولس ددې سياسي نامعلو برخليک په ناخوالو کي پاکستان او ايران  له لسيزو راپدې خوا دخپلو نوکرانو او روزل سو په مټ زموږ په هيواد کي خپل ناروا اوافغان دښمنه نفوذ دخپلو گټو لپاره ساتلی دي    .

د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړه چي دافغان ولس په بې ساري سرښندنه ، قربانيواوشهامت په پايله کښي بريالی پاي ته ورسېده .

دابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان ميړني ولس دستر او غښتلي  بچي اعلحضرت امان الله خان تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښودل سو اوپه اسياکي کي لمړی هيواد وچې دهغه زبرځواک داستعمار لاندي حاکميت  ماڼۍ یې چې په ساحه کې یې لمر نه ډوبده دړي وړي کړه .

که څه هم دتاريخي لاسوندونوله مخې افغان ولس دامير حبيب الله خان دسلطنت په دوران کي دا پرېکړه کړې وه چي انگريزان به له خپله هيوادنه شړي ،خو دا پروسه هغه وخت  نوره هم غښتلې اوبريالی شوه کله چي دغازي امان الله خان دملت مشری پرغاړه واخيستل .

دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د۱۲۹۶ ل کال دحوت په نهم دکابل دښار د عيدگاه په جامع جومات کي دجوړي شوي لويي غونډي په طرڅ کښي دځانگړ و مراسموپه ترسره کولوسره دځوان امان الله خان پر سر د پاچاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټې نه هغه دافغانستان پاچا اعلان شو .

دافغان دې وياړلې بچی امان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکې داتاريخي اونه هېروېدونکې وينا کښي دا درې اساسی اوحياتی ټکي په گوته او اعلان کړه  خبري وکړې  :

اول : زه دافغانستان ټولوخلکو ته دا اعلان کوم چي ما دا تاج دافغانستان دداخلي او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود ،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينوخلکو څخه داده چي تاسو پدي لار کي  زما ملاوتړۍ او زما سره مرسته وکړۍ .

دوهم :زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .

دريم : دافغانستان په اوسني شاته پاته ټولنيز او اقتصادي نظام کښي به نوي اومثبت تغيرات راځي .

امان الله خان دانگريزانو پر خلاف دکابل دښار اوسيدونکو اونوروافغانانو ته دانگريزانو دشومو اهدافو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاوره  تر خپلي استعماري سلطې لاندي وساتي په وار،وار تاريخي ويناوي کړې او افغان ولس يې دانگريزانو پر خلاف دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر مبارزې ته رابللۍ دی .

هغه دکابل دښاريانولويي غونډي ته په خپله يوه وينا کي چي اوس دهر افغان پر ژبه ده وويل :

زه ځان اوخپل هيواد په کوردننه اوبهرکښي آزاد اوخپلواک اعلا نوم . پسله دېنه موږ دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد اوخپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس ووهني او مداخلې ته زړه ښه کړي او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره ورپرې کړم ، خپله توره يې له تېکي راويستل ، مخ يې د انگليسانو سفير ته چي پدغه غونډه کي ناست و ور واړاوه اوځيني ويې پوښتل :

پوه شوې چي ما څه وويل ؟

هغه په وارخطايي سره وويل :

بلې صاحب ! پوه شوم  .

داوه هغه وينا چي دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل  دهيواد لوي او واړه ، ښځي اونارينه، ټول له يوه سره په ز ياته ميړانه او صداقت دپر وطن اوخپلواکۍ مين افغان پاچاشاه امان الله خان شاته ودريدل .

پسله هغه چي انگليسانو په يوه او بله بهانه دافغانستان دخپلواکۍ دپه رسميت پيژندلو پروسه ځنډول او سياسي مانورونه يي اجرا کول ،امان الله خان دافغان ولس په ملتيا دانگيزانو پر ضد خپل سياسي فعاليتونه ورځ په ورځ پياوړي کړه  او د۱۹۱۹ زکال دمۍ دمياشتي په دريمه نيټه يې دهيواد دمختلفو قومونو څخه  ((۶۰ )) زره نفرپه هغه وسله چي دانگرېزانوپه لمړۍ او دوهمه جگړه کي  دوي نه دتيښتي په وخت کي پاته شوې وه وسله وال کړه اودڅلورزره توپچی ځواک  په گډون ئې دخپلواکۍ دگټلو لپاره دهيواد جنوبي او جنوب غر بي  جبهو (محاز)په لور ي دانگريزانو سره ددريمې اووروستي پرېکنده جنگړې  ډگر ته ولېږ ل . دې ميړني ولس دانگريزانو ((۷۵۰ ))زره کسيز تربيه شوی اوتر غاښو په وسلو سمبال پوځ ته چي دهوا له لاري  ئې دپوځی الوتکو لخواملاتړ کېده داسي تاريخي  ماته ورکړه چي دماتي افساني  يې دنورو تيري کوونکو بهرنيانو لپاره تر اوسه  دعبرت درسونه  دي .

دافغان قهرمان او غښتلي ولس جانانه سرښندنه وه چي دنړۍ هغه ير غلگراوځبېښاک گر ځواک چي دز برځواکی په قلروکښي ئي لمر نه ډوبېده  تاريخي ماته ورکړه اوهغوي ئې مجبورکړل چي دافغان ولس تاريخي اومنلی حق يعني خپلواکی په رسميت وپېژني.

دافغان ولس دبې ساري قربانيو اوسرښندونوپايله وه چي دې مغروره زبرځواک دهمدغه کال دجون دمياشتي پر دريمه نيټه دسولي دخبرو هغه کنفرانس ته غاړه کښېښوده کوم چي په تاريخ کي يې دراولپنډۍ دسولي دکنفرانس په نامه شهرت وموندلی  .

دانگريزانو سره دافغاني لوري دخبروددوام په پايله کښي دافغان  ولس دباتوره بچي غازي امان الله خان تر قيادت لاندي د۱۲۸۹هجري شمسي کال داسد په ۲۸ نيټه چي د۱۹۱۹ زکال چي داگست له ۱۹ نيټې سره سمون خوري انگليسانودې دنړۍ پر مخ يوازني استعمارگر زبرځواک دافغانستان کامله آزادي اوخپلواکي په رسميت وپيژندل، پد ې ډول افغانستان په آسياکښي لومړنۍ هيوادووچي دانگريزي استعمارکړۍ ئي دتل لپاره ماته کړه . اوپدې ډول ئي دزمان په تېرېدوسره دانگلسی استعمارکمبله په ټوله آسياکي ټوله اوداستعمارماڼۍ ئي دتل لپاره  ړنگه کړل .

دهغو باغيرتو ، پر وطن اوخپلواکۍ مينو افغانانو روح دي ښاد او ياد دې ابدی وي کوم چي دژوند تر وروستۍشېبې  يې دآزادۍ دتر لاسه کولوپه خاطر  خپل ژونداوسر ونه قربان  ورکړيدي  .

وياړ پداسي هيوادوالو!

وياړ پدې پر خپلواکی مين ولس !

وياړپه افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان !

وياړپه هغوټولوچي دامان الله خان وشاته ودرېدل اودسر په بدله اوقربانی ئي دافغانستان خپلواکي  ترلاسه کړل .

تاريخ شاهد دۍ چې افغانانودخپلي خاوري ددښمن سره دجگړي په ميدان کي خپله قهرماني ټولي نړۍ ته ښودلې ده ،او ټولو دافغانانو دغه ميړاني ته گوته په غاښ نيولې ده.

متاسفانه افغانوتل په جگړه کښي گټلې خودسياست په ډگرکښي ئي بايللې ده ،دبېلگې په توگه :

دغازي امان الله خان په مشری دې ولس انگريزانوته تاريخي ماته ورکړه اودخپل هيواد خپلواکي ئې ترلاسه کړه .مگر ډيره موده لا نه وه تېره سوې چي دافغانستان دخپلواکی اوپرمختگ تاريخي دښمنانودخپلو جاسوسانو اونوکرانوپوسيله دافغان ولس دستر بچي  امان افغان پر خلاف نارواتبليغات پيل اوهغه ئي په کفرمتهم اوله هيوادنه فرار ته مجبورکړ  . ددغودروغجنواونارواتبليغاتوپايله داسو چي امان الله خان دځينې عيني اوذهنی دلايلو له مخې وطن پرېښودلو ته مجبورشواودژوندتر وروستۍ سلگۍ ئي خپل ټاټو بی  بيا ونه ليد.

دډير افسوس ځاي دي  چې جلاوطنۍ کې وفات اويوازيې  مړی  پسله ډيروجنجالو ننگرهارته انتقال اوهلته خاوروته وسپارل سو.

له افغانستان څخه د غازي امان الله خان تر وتلو وروسته زموږ دهيواد ليري او نږ دې بهرنيو دښمنانو يوهشېبه  هم افغان  ولس پر ارامه ندۍ پرې ايښۍ . تل يې زموږ په کورنيو چارو کي مداخلې کړې ،موږ ته يې رژيمونه او درژيمو چارواکي ټاکلي دي ،له بدمرغه دا لړۍ همدا اوس هم پخپل ټول قوت  روانه ده  .

له وخت نه په استفادي سره غواړم افغان ولس ته وړانديز وکړم چي : دا وطن پدغه خاوره کي دپرتوټولو اوسيدونکو قومونو، مذهبونوپيروانو او ژبو ويونکوافغانانو گډکور دۍ .په همدې خاطر پدې خاوره کي  پرټولو اوسېدونکوفرض ده چي دا ټاټوبۍ پخپله او پخپلو امکاناتوسره له دغه زړه بوگنوونکي حالت نه په امان کي واستي ،دسولي ،ثبات ،اوملي تفاهم په ارزښت ځانونه پوه اوخپل هيواد دنړيوالو دپرمختگونو دسيالو جوگه کړي  .

دا روښانه اوڅرگند حقيقت بايد هيرنشي چي پردی، پردی دۍ، افغانستان زموږ او ستاسو گډکوردۍ ؛ دلته موږ او تاسو گډ اويوشان کړيږ واو زورېږ و، تر څو چي موږ دخپلو هيواد والودخپل مينځي راپېښوستونزو دحل ليوال نشواودراپېښو ستونزونه دنجات معقوله لار په خپله ونه لټوو بهرنيان پر ټولو مرستواوپوځونو سربيره نشي کولاي زموږ سره دستونځو دحل په لاره کښي لازمي همکارۍ اومرستې وکړي .

دافلسفی اصل بايد هير نکړو چې پردی ،پردی دۍ اوهر هيواد چې زموږ سره مرسته کوي دخپلو مرستو سل برابره بيرته رانه ترلاسه کوي اوزما وستاسره په دوستۍ کښي خپلي گټي لټوي .

پدې ټکې بايد پوره پوه اوسوچي زموږ په هيوادکښي دا اوسنۍ سياسي اوټولنيز تاوتريخوالۍ چي دسياسي ،ژبني ،قومي ،او مذهبي گټو اودولتي واک دتر لاسه کولو پر بنياد يې زموږ په هيواد کي  دمخالفت  ديگدان دومره سور(گرم )ساتلۍ چي يوازي افغانان پکښي سوځي روانه تونده اوگرمه پروسه چي په چټکی روانه ده ،بېله دي چي موږ يې په پايلو پوه سواودحل لار یې ولټوو غير له  هغه زموږ دغمځپلي ولس هيڅ يودردهم نشي دواکولاي ،بلکي هيواد مو دبربادی په لور درومی .

پوهېږم چي  د په زر گونوپوځيان شتون دداسي ناکامه اوله ملت نه ليري دولت په شتون کښي چي موخه ئي  يوازي او يوازي دخپلو گټوساتل وي دخپلواکی خبره دچاپر خوله نه راځی . دبلې خواداهم له نظره نسو غورځولاي چي دااتلس کاله اوکه ئي اوږ ده کړونوداڅولسيزي  دغه ملت چي دغم  پر کملبه ناست وی اوهره ورځ  يوازي خپل خپلوان اوبېگناه انسانان خاوروته سپاري اوله کورونويوازي جنازې  اودکړېدلې مورکرږې اوساندي  پورته کيږي،دکړېدلې مور، پلار، ور ور،خور اوبچی ترستونی پورته سوی  چيغې آسمانونه لړزوي ،هلته دهيڅ خوښۍ ،خوشحالی  اوخپلواکی خبره دچاپر خوله نه راځی  .

پدې هم پوهېږم چي داسوا ل به متاسفانه ترډيره بريده لاجوابه پاته وي  چي  ولس مو رانه پوښتنه وکړي ، کومه خپلواکي اوکومه ارامی  ؟

متاسفانه ولس مودژوند پداسي کړېدلی ،ربړېدلی اوزورېدلی حالت کي ژوند کوی چې دبشريت تاريخ یې په خپله غېږکي بېلگه نلري  .

دافغانستان دخپلواکۍ خاطره دې تل ژوندی اودخپلواکی دلاري دشهيدانو اوقهرمانانوياددې تل پاتی اوابدي وي .

پدې ټکواوخپله ليکنه دافغان شاعر وهاب ستير پدې  بيتو رانغاړم :

که په کابل که په پروان تويږ ي

که په هرات که په لغمان توييږ ي

نه کوم انگريز نه کوم چنگيزدی هلته

يواځې وينه دافغان توييږ ي

ومن الله التوفيق

 

 


بالا
 
بازگشت