عبدالرووف لیوال

 

دK.G.Bدغړی ناسمې انګیرنې دکودتاپه هکله !

نن دچنګاښ دمیاشتې ۲۶مه چې دسردارمحمدداوددسپینې کودتاله شپږڅلویښتمې کلیزې سره سمون خوری .

ښاغلی استادسنګروال په تاند وزمین سایټ کې دهمدې کودتا په هکله دK.G.Bدغړی الکساندرماروزوف انګیرنې رااخیستی اودهغه او(انتونی هایمن) له قوله داسې ګڼې چې ګواکې په دې کودتا کې ، شوروی اتحاد ونډه درلوده .

زما په الواک دالکساندرداانګیرنې نظرپه دې دلایلوناسمې بریښی :

الف : که چیرې په دې کودتا کې دشوروی اتحاد مرسته وای ، نودغوایی داومې اوښتون په څیربه دپخوانی رژیم(شاهی) په راپرځولوکې غوښن رول هوایی ځواکونو درلودای .

ب :ولې (آب درکوزه وماګردجهان میګردیم) لیرې نه لنډ ،ښاغلی پاچا ګل وفادارچې دکودتا له لمړی سر ترپایه یې پکې ګډون درلود ، ژوندی اوپه جرمنی کې اوسی ، دهغه لیکنوته دکودتا په هکله مراجعه وشی په دې آخر دعمر به درواغ ونه وایی .(ژوندی اومستند تاریخ ښاغلی ډاکترحسن شرق)

ج:بل ټکی ته ښاغلی سنګروال داسې نغوته کوی چې ولې داوود خان د ( ملګرو) کلمه چې ګواکې خلقی نومونه (اصطلاح) ده ،کارولی ، باید وویل شی چې دملګری یا ملګرونومونه یواځې خلقیانو پورې اړه نه لری ، همدا اوس هره ورځ دا اصطلاح دهرچا له خوا خپلو انډیوالانو ته کارول کیږی .

د: دهمغې ورځې دسهارشپږنیمې بجې دکیدانی بابازیارت ته څیرمه دپښتونستان واټ دپخوانی پلان وزارت (اوس عدلیه وزارت) مخامخ ته دتلګرام اوتلګراف مرکزی مخابرو ودانۍ فعاله خولرګینه دروازه يې دشا لخواددې لپاره تړل شوې وه چې داوبوفوارې ګرد چاپیر زرغره والې شوبلې ولاړې اودارګ خواته یې څوک نه پریښودل ، په همدې ورځ ووچې ما دځوانوافسرانو په لاس کې دلمړی ځل لپاره دکلشینکوف وسله ولیده ، اوپخوا تردې چا (ملکی  کسانو) نه وه لیدلې ما په خپلو سترګو ولیدل چې ښاغلی سردارپه داسې حال کې چې توره قره قلی یې په سراو باډیګاردان ورسره وله نوی ماډل روسی جیپ نه راکوز شو، یو باډیګارد یې دتلګراف لرګینه دروازه دکلشینکوف په کنداغ ووهله ، ددراوزې شاته هغه نوکریوال چې ددروازې له درز نه یې دټوپک کنداغ ولید ، بې له دې چې دروازه خلاصه کړی ، دننه خواته وتښتید ( همغه وخت سردار غوښتل چې له ځینوولایتونو سره اړیکه ټینګه کړی ، خوونشول بیرته په جیپ کې سور او دراډیوافغانستان په لور یې حرکت وکړ، داهغه دلیل دی چې دکودتا قومانده شخصاٌ دسردار په لاس کې وه .

ه : وروسته له کوتا دداود په پنځه کلنه دوره کې هیڅ کوم ډول نښې نښانې ونه موندل ښوې چې په دې دلالت وکړی چې ګواکې له هغه سره په کودتاکې شوروی مرسته کړې وی .

و : داستاد په لیکنه کې راغلی (له کودتا نه یوه اونۍ وړاندې دسلوپه شاوخواکې روسی ټانکستان کابل ته راغلی وو) چې داخبره هم دسړی زړه ته سمه نه غورځی ، ځکه په همدې ورځو کې زموږڅلور میاشتنۍ آزموینې په درز کې روانې وې ، دچنګاښ په ۲۵ مه داعلیحضرت ظاهرشاه کشرزوی چې په حبیبیې لیسې کې زما همدوره وو- آزموینه کې حاضروو – نوسلیم عقل دانه شی منلی چې سل روسی ټانکستان دې یوه اونۍ مخکې دکودتا چیانو سره دهمغږی لپاره راغلی وی ، اودپاچا کورنۍ دومره خوبه وړی وی چې ترې خبره نه وی هغه هم په داسې حال کې چې پوځې چارې دوالاحضرت دزوم سردار ولی په لاس کې وې چې یو دیکتاتور سړی وو. بیاهم  وللهُ اعلم    ، په درنښت – عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت