عبدالرووف لیوال

 

مشران دې چړچې کوی – ملاآغا دې حملې کوی

کندهار ،ښکلی ښاردپنجشنبې په ورځ دپاکستان دچمن ښارڅخه دملا آغا په قومانده په وینوکې ولمبید.

مخابروی زیګنالونودازبات کړه چې ددې برید قومانده په داسې حال کې هغو اورپکو ته ورکول کیږی چې دچاودیدونکو توکو نه ډک موټر یې دکندهاردپولیس قومندانۍ په دروازې کې چاودنې ته چمتوکړی ووـ مخابروی زیګنال لومړی دپیښې شپول ته رسی اوبیا له همدې شپول نه قومانده ورکول کیږی چې ( اور!).

په پایله کې زموږ۱۶تنه هیوادوال شهیدان او۹۵ تنه هم ټپیانیږی .

داپه داسې حال کې ده چې دامریکایی ټولواک استازی خلیلزاد اودطالبانو دمشرانو تر منځ ګواکې دسولې په هکله خبرې جریان لری . ددې خبرو نه افغان ملت په څرګنده ډول خبرنه دی ، دا ګنګ حالت دامانا ورکوی چې دواړه لوری دخپلو ګټو په قصه کې دی ، نه دافغان ولس دبرخلیک په قصه کې .

افغان ولس په ککریو کې اوس دا پوښتنې را پیدا شوی دي ؟

لومړۍ ؟ آیادطالبانوددوحې مشران ، دخپلوهغو ځانمرګیو اووحشی ډلونه خبردی چې پاکستان ورته دبریدونولارښونه کوی ، اودوی بیا له ډاره دپاکستان تر شا پټیږی.

دوهم : داپوښتنه هم راولاړیږی چې طالبان په څو ډلو ویشل شوی ، ځکه هغه دپخوا په شان تریوې قوماندې لاندې نه دی ، ځکه ددوی مشرانوپه وروستی ناسته کې ویلی وو چې موږبه وروسته له دې ملکی کسان نه وژنو(هغې احصاییه چې دبشری حقونوبنسټونو سره شته وایی چې طالبانو له ۲۰۰۴کال راپه دې خواد۴لکه افغانانوته مرګ ژوبله اړولې ، اوپه همدې موده کې یې ۲۲۰۰امریکایانوته هم مرګ ژوبله اړولې )،  اوس پورته احصایې ته په کتو سلیم عقل داسې پوښتنه کوی چې آیا دطالبانو دښمن افغان ولس دی که امریکه ؟او دایې هم لابله چې حاضر نه دی افغان ولس سره خبرو ته کینی خوامریکې سره چې ډالر ورکوی مخامخ خبرې کوی.

داسې غښتلې انګیرنې راپیداشوی چې دطالبانو په یوه لاس کې دافغان وژنې ساتور او په بل لاس کې یې دسولې سپین بیرغ دی یاداچې په یو لاس کې یې دسولې په نوم دهغې کفترې ګوډاګی دی چې پوست یې دکفترې خو دننه یې دجګړې بوم ( کونګ) پکې پټ شوی ؟

فاصلحوبین اخویکم  - دخدای امر دی ، راځې چې سوله وکړو!

عبدالرووف لیوال

 


بالا
 
بازگشت