عبدالرووف لیوال

 

داضابط دموږله خوا تاسوته بخشش

دکال۱۳۷۰وم کال دژمۍ وروستې شپې وې ، جنرال دوستم ته اړونده ۵۳فرقه په سرغړونې اوغصه ناک ډول له کابل نه شمال خواته وکوچیدله اودجنرال مومن اندرابی له ۷۱ مې میکانیزه لوا سره یو ځای شول ، هغه مهال اسلامی جنبش نوی جوړشوی وو، دشمال وضعیت په خرابیدوشروع وکړه.

جنبش پورې اړوند پوځ هغه افسران چې دجنبش غړی نه ول یاهم پښتانه ول په مجاهدینوپلورل ، ډګروال پنځلس زره افغاني ، ډګرمن لس زره ، جګړن اته زره افغانی نرخ درلوده اوپه مجاهدینو خرڅیدل ـ دخدای تعالی کړنې دی ، تصادفاً په دې لړ کې دترافیکو یوضابط هم په درې زره افغانیو په مجاهدینو پلورل شوی وو، مجاهدین کله چې پوه شول هغه افسر نه بلکې دترافیکو ضابط دی ، نو په ګلم جمانو په غصه شول اوګلم جمانو ته یې وویل چې ، تاسو خوپه موږ ترافیک پلورلی ، هغو په ځواب کې ورته وویل (دادی دهغه ترافیک په بدل کې داداردو جګړن درواخلی ، هغه ظابط دې تاسو ته بخشش وی )

له همغې ورځې دافغان اتل اردونړیدل پیل شول ، ترڅو دټولو مجاهدینو له خواملی اردوړنګ اوداردوتجهیزات هم لکه دسکاردتوغندیوحق السوق (اورلن توکی) اوشوبلې په پاکستان دبوسو په تول خرڅ شول ، لنډه دا چې دافغانستان دوه سوه کلن اردوپه بشپړه توګه له منځه لاړ.

اوس بیاهم عمران خان غواړی چې دافغانستان قانونی دولت په موقت حکومت بدل اوهغه نیمګړی اوځوان اردو چې نوی په پښوراغلی له منځه لاړ شی اوددوی هغه توغندیو ته چې دهیواد په ختیځ راپریوځی ، څوک یې ځواب ورنکړای شی .

یا خدایه ! موږ دغلام له غلامی نه وساتې ! آمین

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت