عبدالرووف لیوال

 

ترمپ په افغانستنان کې اجتهاد اعلان کړ

ټرامپ وایی چې (موږ۱۹ کاله دترهګری په وړاندې جهد او جهاد وکړ اوس دهند ، روسیې اوایران واررارسیدلی چې په افغانستان کې دترهګروپه وړاندې اجتهاد وکړی ) دهغه په اند په پاکستان کې اوس ترهګرې ډلې نشته چې هغوی اجتهاد وکړی .

جوته خبرده چې امریکې ته یواځې دافغانستان خاوره پکارده ، نه یې خلک اودهغه پوتین په قول چې افغانستان یواځې دافغانانو هدیره ده اوبس ، دټرامپ په انددافغانستان خلک تر څوچې ځپل کیږی دامریکې په ګټه ده اوپه دې مینځ کې پاکستان ته هم غوړه ښوروا رسی ، نوځکه دوی په څلورو پړاونو کې افغانستان ته دامریکې اوپاکستان دګټوپه خاطرڅلور (پیش مرګی ) ډلې راولیږلې په لاندې ډول :

لومړۍ (پيش مرګه ) ډله :

مجاهدین ووچې دامریکې ،عربی هیوادونو ، چین اودغربی هیوادونوپه سر کې دانګلیس په مشرتابه او مرسته یې وکولای شول چې شوروی په افغانستان کې په ګونډوکړی ، او امریکا ته دې تاوان رسولو مخه ونیسی .

دوهمه (پیش مرګه ) ډله :

اوه ګونی (پاکستانی )او اته ګونی (ایرانی) خروړی تنظیمونه ول چې ویې کولای شول دپاکستان او آی . آس . آی په قومانده په افغانستان کې حکومتی اووسلوال یونیم سوه کلن سیستم ویجاړاواډانه یې له منځه یوسی ( نوازشریف دکابل هوایی ډګر مځکه ښکل کړه ) دوی وتوانیدل چې په ملت او حکومت چور اوتالان ګډ ،خپل ځان ، پاکستان ته لاس په لاس ګټه اوامریکې ته غیرې مستقیمه ګټه ورسوی (ترداڅوکلونووړاندې دناصرباغ دسوری پله په سیمه کې دافغانستان داردو په آرم ما لیدلی بیردیم (شوبله ) ولیده چې دجبارخیلو په کمپ یې چاپه وهله ) دادوهمې پیش مرګې ډلو په جنګولوکې میرمن رافایل په هغه وخت کې پاکستان ته لارښونه کوله

دریمه (پيش مرګه ) ډله :

طالبان کرام ول چې دامریکې دستردښمن (ډاکترنجیب الله ) په وژنې اودبودا په ورانولويې خپل مکلفیت ادا او دیونیکال پروژې پیلولو ته لاره هواره کړی،خوداسامه بن لادن راتګ  افغانستان ته اوهغه نا انډوله شرایط چې منځ ته راغلل ددې څیر پروژو خنډ وګرځیدل .

څلرمه (پیش مرګه ) ډله داعش : داځل امریکا غواړی چې دنیم بند ، ګډوډ (ماش وبرنج) امارت جمهوری اسلامی افغانستان په وړاندې داترټولوخروړه ډله ( داعش) رامخ ته اوپه سیمه کې داړ ودوړپه رامنځ ته کولوسره خپلې ګټې له تاوان نه وساتی ، اوبل پلو به هند روسیې اوایران ته هم ستر سر خوږی هم پیدا کړی .

دالوبې په تر هغه دوام مومی چې درویشت سری اختاپوس (ترهګرې ډلې) دافغانستان په ختیځوسرحدی سیموکې فعالې اودډالرو اوبه خور ولری . (ژوندی دې وی دااختاپوس)

عبدالرووف لیوال

 


بالا
 
بازگشت