عبدالرووف لیوال

 

سوله که لوبه ؟

څوکاله دمخه ځینوقومندانانواوبډایه بایانوبه خپل قوچان (ښکرورمږان)کمپنۍ یا چمن ببرک ته راوستل، په هغو به یې دخپلې ګټې لاس ته راوړلو لپاره په نقدو پیسو شرط تاړه اوبیا به یې جنګول.

په سریزه کې مودابیلګه ځکه راوړه ، چې دکندز وروستې جګړې زبات کړه چې مخالفین په مجهزوروسی سلاوو اومتفقین په امریکایی سلاووسمبال ول اوشرط هم پرې وهل شوی وو.

له پخوانه هم داقوچان امریکې ، پاکستان ، سعودی عرب اونورو په افغانستان کې سره جنګول چې دښه امتیاز له کبله دامږان ښه غوښن او ماړه هم شول چې اوس کولی شی دکلونو، کلونو لپاره په میدانو کې ولوبیږی ـ دې قوچانو ته ښه ډوډۍ ـ ښې سلاوې اونور ښه لوژستیکی تشویقی پیسې اوامکانات برابریدل .

ددې مږانو دلوبو له وجهې به ددوی ولی نعمتانولوی شرطونه وګټل یووار(پرینکاټرامپ ) دتورې (شمشیر)دګډاپه بهانه سل میلیونه ډالره له سعودی شهزاده نه په یوه شرط دطالب په سر وګټل.

داخودلوبې اړخ وو – اوس به راشودسولې اړخ ته :

ددې لپاره چې دیوه څه مودې لپاره داقوچان دمه وکړی ـ بیانو دسولې په نوم هڅول کیږی ، تر څو دهغوی ستړیارفع اوټپونه یې مرمت شی .

پخواهم کله چې دجګړوله امله کابل په ناورین کې ډوب وو، دمږانو دستړیادرفع کولو لپاره به دجدې ، جلال آباد اوپیشوردسولې غونډې جوړې شوې – خوکله به چې دقوچانوستړیا رفع شوه بیا به ښکر په ښکرول. یو وار مې ښه په یادی چې وروسته له یوڅه کرارۍ ، دمتحدې جبهې (دوستم ،حضرت ، حکمتیار) مږان دربانی له مږانو سره د۱۳۷۲کال دمرغومی په ۱۲ مه سره ښکر په ښکر شول اودکابل له پُل (یک پیسګی) سره دوینو لیښتی دکابل سین ته روان ول.

دهمغه کلونو یوبل شرط چې دمیرمن رافایل اوپاکستان ترمنځ په دې قوچانو وتړل شو هغه شرط دجمعیت دالوتکوبمبارد په سروبی کې دحزب اسلامی په یوه جومات وو چې په لسهاوو کسان په کې مړه شول اوشرط میرمن رافایل وګاټه.

اوس هم دجدې ، جلال آباد اوپیښور په عوض په قطر (دوحه ) ، اسلو ، مسکو ددوخواوود( ګسو) کیدو لپاره ټاکل کیږی.

کله ویل کیږی چې دګسو کیدلو لپاره په منافقتنامه به(پمپیو) لاسلیک کوی خو هغه چې له لاسلیک نه په شاشی ، بیا وایی خلیلزاد به یې لاس لیک کړی – په دې چلونو قوچانو ته دمه ورکوی ، تر څو ستړیا یې رفع اوبیا میدان ته راشی .

لنډه یې داچې په دری ژبه کې یو متل دی چې وایی ( تاکه احمق درجهان است ، عاقل در نمیماند) ترڅو چې زموږپه ککریو کې عقل پیدا نشی اودپردیو ګټې زموږ په جګړوکې خوندی وی داجګړې به دوام مومی (تاکه زنده یکنفراخوان الشیطان است + برباد وتباه افغانستان است)

دمذهب دعوادې پریږده ،سړی خوره   +  ستادعواهله سهی ده، چې انسان شې (حمزه بابا)

دجګړې ددریدوپه هیله !

عبدالرووف لیوال .

 


بالا
 
بازگشت