عبدالرووف لیوال

 

دیوه ګډوله حکومت اټکل

دافغانستان دولسمشریزوټاکنودریم دور۲۰۱۴کال کې جان کیری له قصده اوعمداٌ داسې یوحکومت منځتهراوړچې دواړه دحکومت سرکښو، یوه یوې خواته کشاوه اوبل بلې خواته ، تردې چې دافغانانو پنځه کاله عمر عبث ،بیځایه ،بې برخلیکه تیرشو ، له دې حالت نه امریکې اوګاونډیو هیوادونوخپلې ګټې پورته کړې په زرګونه افغانان هم ووژل شول ، سره له دې چې جان کیرې له هماغه لومړی سره په پایلویې ښه پوهیده ، ځکه ! له دواړه اړخونونه یې دوه متضادکسان سره یو ځای کړل په داسې ترکیب :

پوه ډاکتر، په مقابل کې یونرس

سکولار، په مقابل کې یې جهادی.

تکنوکرات ، په مقابل کې یې یوبې مدیریته فیشنی سوډر.

اقتصادپوه ، په مقابل کې په اقتصادی چارو کې امپړ.

اوداسې نورمتضاد خاصیتونه .

اوس دولسمشریزوټاکنو په دې پړاو کې ددې لپاره چې امریکا خپلو خلکو ته وښایی چې دتاسو دمالیې له درکه ورکړل شوې پیسې بې ځایه نه ، بلکې ددموکراسی دپلی کولو په لیار کې مصرف شوی ،دې ټاکنوته یې زړه ښه کړ- خودوی بل ډول ذهنی شرایط راخپاره کړل چې ګواکې دا ټاکنې هم کړکیچ ته وځی .

نو دوی اوس بیا هم غواړی چې دجان کیری دBپلان په څیرد پاکستان اوطالبانو په مشوره یو ګډوله حکومت (طالبان+مخکښ نوماندان) په دې پلمه جوړ کړی چې دپاکستان په وینا[په افغانستان کې نه دموکراسی– نه دیالوګ اونه هم سمه حکومتداری چلیدای شی اوافغانان دې ته ګویا له سره جوګه نه دی،اتلس کلن فساد کې یې اول نمره توب خو ټولې نړۍ ته ثابت دی ]، په دې توګه به بیا پنځه کاله په افغانستان کې ډزوغپ روان وی اوموږبه خپل پلانونه ګام په ګام پلی کوو  .

عبدالرووف لیوال

 

 


بالا
 
بازگشت