عبدالرووف لیوال

 

دیوه نمکه حرامه دمړینې تلین

دمرغومي دمیاشتې دیارلسمه 1372کال هغه ورځ وه چې دیوه وطنپاله دوهم بریدمن محمد عثمان له خوا دجنرال مومن چورلکه پهR.P.G7راکټ وویشتل شوه ، چورلکه دوه نیمایی اومومن پکې ومړ.

مومن چې دتخار ولایت په قاسان سیمه کې زیږدلی وو ، له نهم ټولګی نه حربی ښوونځی ته راغی اووروسته له عسکری زده کړو چې دافغان خوار ملت په لګښت یې سر ته ورسول ، له هماغه لومړی سر نه یې په نمک حرامی پیل وکړ ، هغه کله چې آن لادجګړني رتبه یې په اوږه وه اودنیمروز ولایت د څلرمې سرحدی لوا قومندان وټاکل شو ،ډګرمنی رتبې ته یې ارتقا وکړه .

 دنیمروز ولایت څلور ولسوالی لری کنګ ،خاشرود ، چخانسور او چاربُرجک په دې ولسوالیو کې دڅلورمې لوا کنډکونه ځای پر ځای وو له هغې جملې داندرابی په سپارښتنه د۹۴۴م او۹۳۶کنډک ځینې پوستی دایران دپاسدارانو په ځواک خرڅې شوې چې یوه پوسته یې دکنګ ولسوالۍ په نی زار سیمه کې وه ( هامون هیرمند ) دا نی زاره سیمه ډیر خنځیر لری ـ لیکوال اوښاغلی پُردلی په سپاه پاسدارانو باندې دډګرمن مومن اندرابی دپوستې خرڅولو عینی شاهدان یو- له دې خیانت له وجهې ایرانی سپاه زموږ خاورې ته راتلل اوتلل.

په ۱۳۷۰کال کې کله چې مومن د۶۱مې میکانیزه لوا قومندان وودډاکتر نجیب له مخالیفینو سره یې اړیکې ټینګې کړې ، کله چې دهمغه کال په وروستیوشپو کې دحیرتانو ۶۱ مه میکانیزه لواپه ۷۱ مه لوا بدله شوه ، دمرکز له خواستاربشرمل دمومن دځای ناستی په توګه وګمارل شو، خومومن ،بشرمل بندی او ډاکتر نجیب ته یې سپکې سپورې راولیږلې ، له همغې ورځې نه دده وسلوال یاغی توب پیل شو.

ګزارشنامه افغانستان دهغه په هکله داسې لیکی :

[بعد از پرواز هواپيمای جنرال مومن، برای مسئول مؤظف در سنگر مربوط به سربازان اكه ياسين، به زبان ازبيكي امرانداخت بالاي طياره جنرال مومن، از طرف جنرال جوره بيگ قوماندان فرقه 18 صادر گرديد! انداخت صورت گرفت و مرمي راكت (RPG7) در قسمت وسطي هليكوپتر اصابت نمود و سقوط كرد. سپس آتش گرفت، جريان انداخت راكت و اصابت آن به هليكوپتر را جنرال سيد احمد «هراتي» كه در قرار گاه اكه ياسين بود مشاهده نمود و با افشای اين امر، همه گمانه زني هایی که طياره در اثر عوارض تخنيكي و يا تصادم به كوه سقوط كرده است را منتفي ساخت. مرمي هاي راكت انداز خودشان در چرخبال پي در پي انفجارنمود و باعث تلفات بيشتر گرديد! شخصي كه راكت را فيرنموده بود بنام «عثمان» ياد ميگرديد وي دوم بريد من و قوماندان تولي مربوط كندك تانگ در فرقه 18 بود. بعد از شهادت جنرال مومن عثمان را عاجل به كشور تركيه فرستادند، چگونگي هدايت دادن در ارتباط به انداخت بالاي طياره بعداً معلوم گرديد.]

جنرال مومن هغه څوک وو چې ، دکابل په سخت سوړ ژمی کې یې چې ولس له فاقې سره مخامخ وو، ده دخوراکی توکو (داوړوله بوجیو ، دتیلوله بیلرنو) ځان ته مورچلونه جوړول او دسون او خوراکی توکی یې پرې نه ښودل چې کابل ته راشی ، له همدې کبله دده کړنې دولس دکرکې لامل شول ، تر څو چې دیوه وطنپال دوهم بریدمن له خوا ووژل شو.

عبدالرووف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت