عبدالرووف لیوال

 

پړانګانو،سوی څرنګه وواژه؟

په لاندې ریپوټ کې (پړانګان )په دمشق اوبغداد کې دامریکې اجنټان او(سوی) هم سلیمانی فرض کړی!

دوه پړانګان ددمشق په هوایی ډګراودوه پړانګان هم دعراق په هوایی ډګر کې دی.

دعراق دهوایی ډګرپړانګان دهوایی ډګر په هغه اداره کې چې ((اداره حفاظت ازتاسیسات))نومیږی ،رسمی دنده لری .

دریم دجنوری ۲۰۲۰کال دسهار۱۱بجو شاوخواairbus320د WingsChamخصوصی شرکت الوتکه ددمشق له هوایی ډګر نه والوته ، ددمشق له هوایی ډګر نه یو پړانګ زیګنال ورکوی [سوی والوت ، سوی والوت ........].

دامنیتی کمروپه استناد په سیمه یز وخت ۱۲نیمې بجې ، الوتکه دبغداد دهوایی ډګر په ځغاست لیکه را کوزه شوه ، بیاهم دبغدادله هوایی ډګر نه دپړانګانو بل زیګنال [سوی پر ځمکه کیناست ، سوی پرمځکه کیناست........]

جنرال سیلیمانی او دهغه ساتونکی دزینو له لارې سیده ،دهوایی ډګردEXITله لارې بهرخواته درومی ،ابو المهندس دحزب الله د(الحدالشعبی)ډلې رییسس دهغه هرکلی ته ولاړ دی ، دواړه مشران ړومبی زرهی اوساتونکی دوهم زرهی موټرته خیژی .

دبغداددهوایی ډګردچارواکودوینا له مخې دادواړه موټردهوایی ډګر نه داصلی وتونکی سړک سر ته سیخ شول په همدې مهال لومړی امریکایی توغندی په سیمه یزوخت۱۲:۵۵دسیلیمانی اوالمهدی په موټر اصابت کوی ، څوثانیې وروسته دوهم توغندی هم دساتونکوموټرپه نښه کوی اوله منځه یې وړی .

 دCham Wingsهوایی شرکت یوکارکوونکی چې دسیلیمانی اوله هغه سره مله کسانو تګ کې له دمشق نه بغداد ته مل وو، رویترز آژانس ته ویلی : دالوتکې په دې الوت کې دشاملومسافرینوپه لست کې نه دسیلیمانی نوم او نه هم دهغه دملګرو نومونه  شته .

دعراق یو امنیتی چارواکی چې دسیلیمانی امنیت یې څاره وایی((سیلیمانی دخپل امنیتی حالت نه داندیښنې له وجهې په شخصی الوتکه کې له سوریدو ډډه کوله ))

دعراق امنیتی چارواکورویترز آژانس ته وویل چې له توغندیز برید وروسته سمدلاسه دعراق دولت له خوا څیړنې پیل شوې .

په عراق کې ددې پیښې دڅیړلو لپاره ((فالح الفیاض)) وګمارل شو، فیاض دعراق دملی امنیت دوګړنیزبسیج دڅانګې رییس دی چې دعراق له هغه شیعه ګانوسره چې دایران پلویان دی ،ورسره ټینګې اړیکې لری .

دعراق دامنیتی چارواکوله مرکوچې رویترز سره یې کړی داسې بریښی چې دبغداد دهوایی ډګردوه کارکوونکی ، دپولیسودوه پوځیان اودشام وینګزشرکت دوه کارکوونکی په دمشق کې ، په دې پیښه کې په لاس درلودلوشکمن ګڼل کیږی  چې سیلیمانی پسې به څارو ول.

ددوی له جملې نه دشام وینګز دخصوصی شرکت دوه کارکوونکی [یوددمشق په هوایی ډګر کې اوبل دالوتکې دعملې په توګه ]په جاسوسی کولو شکمن بریښی.

دڅیړنو په ترڅ کې دبغداددهواییډګر یو کارکوونکی ویلی چې امنیتی چارواکوهغه د۲۴ساعتونولپاره ترڅیړنو لاندې نیولی وو، هغه وایی (مانه یې پوښتل چې دسیلیمانی دالوتکې له کیناستو دمخه دې چاته پیامونه لیږلی دی ، زه یې له ګرویږنولاندې نیولی وم چې کومه [عجیبه پوښتنه ] به دې دالوت په هکله له دمشق څخه ، نه وی اوریدلې ؟ )

هغه وایی چې امنیتی کسانو موبایل راځینې واخیست او په سلهاوو پوښتنې یې له ما څخه وکړې.

یو امریکایی چارواکی دنوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلی چې متحده ایالاتو له څه مودې را په دیخوادسیلیمانی کړه ، وړه ترخپل څارلاندې نیولی وو.

داسې نښې نښانې شتون لری چې سیلیمانی د۲۰۱۹م کال له اکتوبرنه راپدې خوا په پټه توګه دعراق دشیعیه ګانو دملیشو له لارې ، عراق کې په امریکایی ځواکونوبریدونه پّه لارې اچولی وو، اوددې بریدونودسرته رسولو لپاره یې ،پرمختللې وسلې هغوی ته چمتو اوورکړې وې .

عبدالرووف لیوال .

سرچینې : رویترز ، اطلاعات ، الجزیره ،باشګاه خبرنګاران اوویکیپیدیا.

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت