عبدالرووف لیوال

 

نه مُدلنګ ،نه کیبلنگ

څه موده وړاندې دهرات دګازرګاه شریف دجامع جومات خطیب مولوی مجیب الرحمان انصاری دهرات ښاریان دامربالمعروف اونهی عن المنکردلښکرپه رسم ګذشت سره په داسې حال کې چې سوټی یې هم په لاسونو کې درلودل ،وویرول.

اوهلته بیا په کابل کې درې ورځې وړاندې دنجونواو هلکانو له خوا دسړک پرسردمُدلنګ نندارې رسم ګذشت سرته ورسیده .

دادواړه حرکتونوله بهر نه دیکته شوی وو ، یوه یې دبنسټ ګرۍ پالنه کوله  اوبل یې دلویدیځ دفیشن شو، دریځ څرګنداوو،مانا داچې دلمړۍ ډلې ( افراط) اوددوهمې ډلې (تفریط )ښکارهوو.

سره له دې چې زموږ اسلامی ټولنه خپلې ځانګړې ښیګڼې لری په تیره بیا چې خلک مو دپُلۍ ټک ته ناست او سبا ، بیګاه لپاره خوراک ته حیران پاتی دي ، پورته دواړه ډلې دمړې ګیډې نندارې وړاندې کوی .

لومړۍ ډله خو تیاردخلکو له چندو ماړه اودخپلوخولودتویدو له درکه یې هیڅ وخت ډوډۍ نه ده خوړلې او هغه دفارسیوانانوپه خبره (اسپم درکمند ونانم در کارخانه ) تود جومات ،خیراتونه ، اعانې اووظیفې درګرده ورته راروانې دي.

دوهمه ډله هم دلویدیځ په نغوته مست ګرځی .

زموږ خلک له دواړونه بیزار دی اویو هم نه غواړی ، خلک په دې ارمان دی چې ، سوله راشی ـ خلک دوزګار څښتنان شی او یوه نوړۍ ډوډۍ خپلو اولادو ته پیدا ، پرې ګوزاره وکړی اوبسیا ژوند ولری .

ښه به داوی چې داپورته دواړه ډلې دساینس اوپوهې په ګا ڼه خپل ځانونه سینګار کړی او په خپل ټینګ تکل اوکوښښ سره افغانی ټولنه دپر مختګ په لور بوځی ، ترڅو دنړۍ له هغو ملنډونه خلاص شو چې پرموږ یې وهی .

دبسیا او آرام افغانستان په هیله !

عبدالرووف لیوال

 

 


بالا
 
بازگشت