حبيب الله غمخور

ليکوال : حبيب الله غمخور

سويډن / مالمو

۲۰۲۰ ز کال داکتوبر ۸

 

نن دماشوم نړيواله ورځ وه

 

دنړۍ نورولسونه دماشوم ورځ په جشنونو لمانځي موږ یې په مرگونو اورټلو!

زه چې په ډله ايزورسنيوکي دافغان ماشومانو په اړوندراپورونه اومعلومات لولم داسي فکرراسره پيدا سي چي خداي موږ په نړۍ کي وحشی ترين مخلوق پيدا کړی يو .

په يوه حساب ۱۹ کاله اوپه بل حساب داڅلورلسيزي افغان ماشومانو ټول عمر په جګړه کې تېرکړ ، هغه چي په جگړه کي رازېږېدلی اوس ۴۵ کلن دي. يعني تر۴۵ زيات کلونو هاخوازموږ ولس اودخپل وخت ماشوم ټول عمرپه جگړو کي تېرکړ!

سږکال داکتوبراتمه دماشوم نړيواله ورځ وه ،پدې ورځ دنړۍ په نورو ملکونو کښي دماشومانو ورځ دډاليو په ورکولو اوځانگړو جشنی محفلو نو ولمانځل سول،خوزموږ په کړېدلی ملک یې نه يوازي داچي يادونشو بلکي په همدې ورځ هم زموږ يوشمېر ماشومانو خپل خوږ ژونددلاسه ورکړ اوميندي بوري سوې.

دماشومانودژغورنې سازمان ویلي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له خوا دطالبانو دځپلو ۱۹ کاله تېرېږي چې ۱۹ کلنو افغان زلمیا نو خپل ټول عمر په جګړه کې تېرکړی.

په ورته وخت کې دافغانستان دسر شمېرنې مرکزي ادارې ویلي،دهېواد په شاوخوا ۳۲ میلیونه وګړ و کې ۴۸ سلنه یې تر ۱۵ کلونو ټیټ عمرونه لري.

پرون د اکتوبر اومه پرافغانستان دامریکادبریداوطالبانودرژیم دړنګېدو ۱۹ کاله پوره سول.

تېرکال دماشومانودژغورنې سازمان (سېف ده چیلډرېن)دامریکا په مشرۍ د نړیوالې ټلوالې اوطالبانو ترمنځ دجګړې د ۱۸ کلونو تېرېدو په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان ماشومان هره ورځ د چاودنو له ترهې ډک ژوند تېروي.

په افغانستان کې ددغه سازمان مشر'اونو وان مانین' ویلي چي  د جګړې د پاتې شویو توکو دچاودنو د قربانیانو ۸۴ سلنه یې تراتلس کلنۍ دټیټ عمر ماشومان دي.

دغه سازمان زیاتوي،جګړې پرافغان ماشومانو ډېرناوړه اغېز کړې او اوس تر  ۳٫۷ میلیونه زيات افغان ماشومان دناامنیو له کبله له ښوونځیو اوتعلیم بې برخې دي چې ۶۰ سلنه په کې نجونې دي.

د افغان ماشوم بدبختي يوازې د شاقه  كاركولو ترحده محدوده نه ده . دوه نورې ستونزې، چې د افغان ماشوم اوس او راتلونكى ځپي، هغه له ښوونې او روزنې څخه محرومه پاتې كېدل او د جنسي تاوتريخوالي او تيريو ښكارکېدل دي. اوسمهال له ديارلس مليونه ماشومانو څخه يوازې دشپږنيمو مليونوپه شاوخوا كې ماشومان ښوونځيو ته ځي او پاتې نوريې له زده كړې بې برخې دي ،سره لدې چې زما له نظره دا احصائيه هم رښتيانی نده بلکي ددولتي ادارو تش په نوم تبليغات دي.دا هغه ملي غميزه ده چې نه يوازې د نن ماشوم، بلكې دسبا پلار اودهغه ماشوم هم له ګواښ سره مخامخ كوي. ځكه همدا ماشومان دي، چې سبا به بيسواده مور او پلار په توگه د ټولنې په اوږو باروي.دیادسازمان دشمېرو له مخې،په تېر۲۰۱۸ میلادي کال کې دناامنیو له کبله  ۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي،په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ ز کال کي داشمېرتريا دي شمېرې ډير زيات دي اوامنيتی گواښونو اودولتي اړونده ادارو دبېغوری له امله زموږ ماشومان مکتب ته دتلونه محروم دفقراوغربت په زورېدونکي حالت کي ژوندکوي چې له همدې امله په سلگونه زرو ماشوباندي شاقه کارونه ترسره کيږي اويادخوارځواکۍ له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي.

په هيوادكې په سلګونه زره داسې ماشومان شته، چې دخپلو كورنيو سرپر ستان دي.دا ماشومان په مستري خانو، فلزكاريو،دبوټونورنګولو په دوکانونواو واټونو ،د موټرپرېمينځلو په سرايونوكې په کاربوخت دي او یا هم دخوراكي توكو په خرڅولواو حتی په سوال كولوبوخت دي. دا ټول هغه درانه او شاقه كارونه دي،چې دننه په ښارونو کې يې ماشومان ترسره کوي، چې دا بيا د ماشومانو په روغتيا او رواني حالت ډېره بده اغېزه هم كوي .

په ليرې پرتوسيمو کې خوحتی ويل کېږي، چې د سکرو ايستلو په کانونو کې هم ماشومان کار ته اړايستل کېږي اودژوند حالت یې داسي دي چي دبشريت تاريخ یې بېلگې له ځان سره نلري .

نهه  کاله پخوا د ۲۰۱۰ ز کال دمارچ په ۱۸ مه دملګروملتودیونسیف دجنوبي اسیادسیمې رئیس وویل چې افغانستان دکوچنیانو دمړینو،سوتنځو اوجنسي تېریو له کبله دماشومانو لپاره په نړۍ کې ترټولو سخت ځای دی. پرماشومانو جنسي تيری سره له دې چي دزغملو ندی،متاسفانه يومعمولی کارگرځېدلی دی.

ډانیل تول چې په ۲۰۱۹ ز کال کي یې دافغانستان ته سفر کړی و ،همداراز  وویل دافغانستان دماشومانو  وضعیت په مجموع کې په جنوبي اسیا او حتي په درسته نړۍ کې ساری نه لري.په هره ورځ په افغان ماشومانوکې ۲۵۷ ترپنځه کلنۍ مخکې ماشومان او په هرو زرو کوچنیانو کې ۱۶۵ تریوکلنۍ وړاندې مړه کېږي.د یونسیف دسازمان ديوه چارواکي په وینا د مړینو دا شمېره دنړۍ دهیڅ ګوټ له هیڅ هیواد سره دپرتلې وړ نه ده.

په افغانستان کي دماشوم دزېږولو په وخت دمیندودمړینوله امله هم له  ((سیرلایون )) وروسته دنړۍ له بل هیڅ یوه هیواد سره دپرتلې وړنه دی.

د "سېف ده چېلډرېن" په خبرپاڼه کې افغانستان دماشومتوب لپاره خطرناک ځای بلل شوی چې په وینا یې، ډېری ماشومان اړ دي چې دبې وزلۍ له کبله خطرناکو واټونو کې کار وکړي او یا له وسله والو ډلو سره یوځای شي .

په روان ۲۰۱۹ م کال کې دغه سازمان ویلي، افغانستان دعراق،‌ سوریې، یمن، سومالیا اوسوېلي سودان هېوادونو په څيرد ماشومانو لپاره دلسوډېر وبدو هېوادونو په نوملړکې راځي.

ددغه سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې ۱۲ زره ماشومان وژل شوي او یا تاوتریخوالی ورسره شوی او له ۲۷۴ ماشومانو د جنګیالي په توګه ګټه اخېستل شوې او یا یې هم داورپکو دملاتړي رول لوبولی دی.

د ماشومانودژغورنې سازمان دا هم وايي چې ۳٫۸ میلیون ماشومان انساني مرستو ته اړتیا لري او ۶۰۰ زره ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.

خو متاسفانه له افغان دولت نه یې داپوښتنه نده کړې چې داپه سلگونه  ترېلونه ډالر چيري اودچادژونددسمون لپاره پدې ۱۹ کاله کي مصرف سول؟

طالبان له یتیمو او بې کوره هلکانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او کوچنیانو ته دځان وژونکو حملو پروخت مخدره مواد ورکوي اوهغوی له خپل ځان نه خبر نه وي، چې د حملې په نتیجه کې وژل کیږي.

پدې  ۱۹ کلنو نوکښی دچوکي اومقام د گټلو،له وخت نه په گټه اخيستلو د حرامو پيسو  دترلاسه کولود پرديو شتمنيود خپلولو پرسر د سياليواومنډو ترړوميدان  دومره تودسوی  چی دماشوم او مور حق دچا په ياد هم نه دی . په مليارډونو بهرنۍ پيسي دمالي مرستو په نامه افغانستان ته پدی  ۱۹ کلنو کی راورسيدې خو دمور او ماشوم ونډه پکښی تنها دومره شوه چي ماشوم  یې له ښوونځۍ محروم اودبشريت په وحشي بڼه ژوند کولوته اړېست ،داچي دې دپردو نوکرانو عالي جينابانو دې غريب اوبينوا يتيم ماشوم ته څه کړې او کمي دندي يی سرته رسولي پوښتنه نشته.

 زه نه پرې پوهيږم چي دمور او ماشوم سره دکړنو په هکله به ددې دولتي مشرتابه اوچارواکو دحساب ورکولو دود څنگه وي؟ زه اوس نه غواړم پردغه مسخره دولتي پلانو باندي چي چارواکي اوداړوند وزارتو وزير صاحبانویې گذارش ورکوي خبري وکړم ځکه زموږدهيواديو شميربي پري پوهانو هغه په خپلو خبرو او ليکنوکي ډير ښه څيړلۍ دي،دايي جوته کړې اوثابته کړېده چي دغو ادار ودمور اوماشوم لپاره هيڅ ندي کړي،ټول راپورونه یې يوازي اويوازي دولس اونړيوالو ټولنو غولونه ده اوبس.نوره کومه گټه ځکه نلري چي دغو ښاغلو وزيرانوهرې يو يې په خپل نوبت دافغان ولس دگوت نيونو په مقابل کي معافيت ترلاسه کړۍ اوبېوزله افغاني موراوماشوم دچيغو سره يي عادت پيداکړۍ دی.

دنړيوالو اصولو له مخی ددولت ټولي اړنده ادارې ملی دنده لري دنړيوالو مرستندويه سازمانونو،يونسکو،يونسف اونورومؤسيسو دمالي اومادی مرستو په راجلبولو سره دماشومانودساليمی فکری او فزيکی روزنې لپاره په ټول افغانستان کی وړ پلانونه پلي کړي،چي متاسفانه داکار یې ندی کړی. ماشوم له خوارځواکي نه ژونددلاسه ورکوی اوچارواکي دعياشی له لاسه.

آخيرماشوم هم انسان دي داديوا فغان زوي اولورده،داديو شهيداو معيوب بچۍ دۍ. ايا افغانی غرور،انسانی عاطفه اوترحم هرڅه ددولتي واک پرگدۍ ناستودپردو نوکرانو ښاغلوڅخه هير سوی دي؟ داهم روسانو يا امريکايانو  رانه يووړه؟ اوياپدې هکله همدا بهرنيان بايد مرسته راسره وکړی چې دخپل  هيواددزورېدلی اوپه جگړه کي کړېدلی ماشوم له رټلو او وژلونه دنجات اوددوي دسالمي روزني لپاره کار وکړي؟

په دې هيله چې يوه ورځ زموږ په هيوادکي ماشوم ته دانسان ارزښت اوحق ورکول سي .

 

 

 

 


بالا
 
بازگشت