حبيب الله غمخور

سويډن –  مالمو

د۲۰۲۰ ز کال ددسمبر ۲۸ مه

 

دنوی عيسوی کال درارسېدوله امله دمباره کی پيغام

دنړی ولسونه جشنونه لمانځي اوز موږ جگړه ځپلي ولس ناخوالي اوناندری!

درنو او له هيواد نه مسافرو هيوادوالو! تاسواوستاسو ددرنې کورنۍ فرد فردغړو اودنړۍ ټولوولسونو ته  د۲۰۲۱  ز کال درارسېدوله امله دزړه کومې مبارکی اونېکې هيلې وړاندي کوم .  

برادران وخواهران گرامي !

به مناسبت فرارسيدن  سال ۲۰۲۱ عيسوی  صميمانه ترين وگرمترين تبريکات قلبی خويش را به شما وهمه کسانکه اين روز راخجسته ميدانند تقديم ميدارم . آرزومندم سال نوعيسوی براي همه باشنده گان جهان وهموطنان ما يک سال خوب،سال صلح وصفا باشد.

دادی دنړۍ بې شمېره وگړي يوبل کال هم شاته پرېږدي اونوی کال ته دزياتو ارزوگانو اواميدونوسره سترگي پر لاردی . دوي هم لکه دنړۍ نور ولسونه يوڅه غواړي هغه سوله ،ټولنيز عدالت ،سوکالي  اوانساني کرامت ته درناوی .

له بدمرغه په تيرکال کي دځمکې دکرې پر مخ اوسېدونکوولسونوپه ځانگړې توگه افغان ولس هيلي اوارزوگاني يوځل بيا په ناهيليو بدلي سوې . خلکوسوله غوښتل، مگر هغه رانه غله. شاوخوا ۹ مياشتي کيږي چې ددولت له مخالفينو طالبانوسره دقطر په لکسو ماڼيوکي خبري روانې دي خوتراوسه یې کومه مثبته پايله معلومه نده اوزموږ ولس لاهم نه پوهيږي چې ددې خبروپرمخ وړونکي څه غواړي او ولی داپروسه دومره اوږدوی اوپېچلې یې معرفی کوي .

دولسمشری لپاره ټاکنې وسوې گويا نوې اداره جوړه سول خودحکومت دچارواکودعملي کار درک لاشته ،ددې پرځاي چې ولس  دارامی ساه ايستلې واي په ناهيليو اوپرېشانيوکي شپې سباکوي .

 دبلې خوالعنتی پاکستان پدي ډاډ چي نړيوال ورته هيڅ نه وايي پرافغان ولس یې بربنډوسلوال تير اوتجاوزته ملاتړلې . دوي نه يوازي داچې سړی وژونکی رالېږي هرچيري چي یې وس ورسېږي ډله ايزوبريدونوباندي هم دريغ نه کوي .

پدې ورستيو کي دچسپکي بمونواوهدفی وژنو زور اخيستی اويوپه بل پسې ځوان فعالين اودډله ايزورسنيو ژورنا لستان په نښه کوي اوپه شهادت رسوی ترڅوپه هيوادکي دوير،وحشت  اوډار فضارامنځته کړي .

دافغان ولس دتکرارغوښتنوسرۀ بياهم متاسفانه نړيوالي ټولنې په سرکې امريکادپاکستان څخه په کلکه داغوښتنه ونکړه چې دافغانستان په خاوره کي خپلوناروا لاسوهنوته دپاي ټکی کښېږدي

زموږ غوښتنه داده که امريکا اوناټو دافغان ولس دښېرازی  اوپرمختگ سره رښتيانۍ علاقه لري اوغواړي دلته سوله  اوثبات راسي نوښه خبره داده چي دجگړې پر ځاي دافغانستان داوسنی حاکميت  ټولومخاليفوډلو اوتنظيمو نوسره بې له استثنا اومخکنيوشرطونودنړيوال تظمين په ورکولوسره دپخلايني خبري چټکي کړي  . مخالفي ډلې هم بايد دپاکستان ،ايران اونوروهيوادونودغلامی حلقې له غاړي ايسته اودخپل هيواد دملي گټو اوپدې سيمه کښي دنيمي پيړۍ روانې جگړي  دختمېدوپه خاطربېله کوم شرط نه دملي مصلحتونو پر بنياد دافغانستان دبيا جوړونې،سولي اوثبات دتامين اودټولنې په سياسي اواقتصادي ژوندکي دفعال گډون په موخه  ،دوسلئ داستعمال اودهغې په زور دځان مطرح کولو پرځاي دخبرو اومذاکرې ميزته  حاضراوډير ژريوې ملي موافقې ته سره ورسېږي .

دادنړيوالي ټولنې او افغان دولت دمشرتابه  دنده ده چي ددولت د مخالفينوته دنړۍ وال تظمين پر بنياد دافغانستان  په سياسي اودولتي ژوندکي دفعال گډون په موخه د خبرواومذاکرو له لاري دويته ډاډ ورکړي اوددې سياست نه ډډه وکړي ترڅويوه خوا بلي خواته تسليم شي .

افغانان بايدپه ټول قوت  تلاښ وکړي ترڅو ديومټي افغان ولس په توگه په خپله خوښه دخپل سرنويشت ټاکلو امکانات  برابرکړي،دجگړې او زور آزموينې دوام دهيچا اوپه کل کي دافغان ولس په گټه ندی  .   

موږ اميدواريوچي په راتلونکي نوي عيسوی کال کښي  به  نړيواله ټولنه په ځانگړې توگه دامريکا نوې اداره اومشرتابه  دافغان ولس په وړاندي خپلو مسوليتو نوته ددوي په اصطلاح نوی ماموريت ته  زياته  پاملرنه وکړي .پدې بايد پوه اوله افغان ولس سره ومنی چې يوازي دامنيتی ځواک روزل اومالي مرسته دافغانستان دکشالي اساسی دحل لارنده .اړينه داده چي دتيرو۱۹ کلونودتيرتنونه دعبرت درس په اخيستلوسره دافغانستان دسياسي اوپوځی لانجې دحل هغه لار خپله سي کوم چې افغانان داهرورځ دهغه يادونه کوي ،ترڅوافغان ولس چې داڅولسيزي په ځانگړې توگه دا(( ۱۹)) کاله دجگړې داورپه لمبوکښي کړېږي ، له دې حالت  اوکړېدونه دتل لپاره نجات مومي  .

هيله منديم په نوۍ ۲۰۲۱  ز کال کښې دلوي څښتن په کرم اومرحمت دا ولس دسولي اوسوکالی پر لور گامونه پورته کړي . پدې هيله چې داپه دقدرت پر سر جگړه کي کړېدلې اوزورېدلی  ولس  يوه ورځ  ارام ،بسيا اوښېرازه  ژوندولري .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

 

 


بالا
 
بازگشت