عبدالرووف لیوال

 

زموږسوله اوکرسمس

خدای (ج)بشرته په وروستی رالیږل شوی کتاب (قرآن عظیم الشان) کې فرمایلی :

الآیه : إِنَّمَا المُؤمِنونَ إِخوَةٌ فَأَصلِحوا بَينَ أَخَوَيكُم ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُم تُرحَمونَ *

ترجمه :مومنان سره وروڼه دی ،دوروڼوترمینځ سوله وکړی اوپه پرهیزګاری سره دخدای تابع دارشی.

په پورتنی آیت شریف کې (فَأَصلِحو) دامر صیغه ده ، چې خدای (ج) مسلمانانوته امر کوی .

خوزموږدسولې ددواړواړخومرکچیان دخدای تعالی امرنه راڅرخی اودټرامپ او کرسمس سپارښتنه ورته لومړیتوب لری.

دوی په دریو میاشتو کې دشیخانودډالرودچړچوله برکته ایله وکړای شول چې دسولې دټیر(ارابې)دکولولو لپاره دکاغذپرمخ دوه ویشت نا څرګند څپرکی وکاږی (لکه چې پرکنګل یې ولیکې اوبیایې لمر ته کیږدې) په دې درې میاشتو کې ددې لپاره چې داټیربیرته راشیوه نشی ، څو ځلې امریکې دپمپيو په لاس ډنډه پنج ورته کیښود تر څو په شا نشی.

دلته دننه په هیواد کې جګړه په درز کې روانه ده هره ورځ دبیګناهومسلمانانو وینې دهوایی بريدونواومځکنی چاودنوله امله بهیږی – دکونډوُ،بورومیندو، دځوانيمرګوځوانانودسپينروبوپلرونو دوه سترګې دقطرخواته څلور شوې چې ګنۍ یو زیری به واوری خوتاسې چې په دریومیاشتوکې لکه دسلطان محمود لټان غوندې ستړی شوی یاست– نوبیا موتابیا ونیوله چې دکرسمس په ویاړبه درویشت ورځې رخصتی وکړی ،ترڅوپه دې درویشتو شپو کې دشیخانواوډالرودخوراک ارګمی اوټیغ وباسی.

هورښتیا ! دکافرانودجشن (کرسمس) په خاطردسولې په خبرو کې ځنډ راولی ، دروژې دمبارکې میاشتې په اوه ویشتمې دډیر ثواب ګټلوپه خاطردمسلمانانووینې بهوی – اوبیا فتوا چلوی چې جهاد دروژې په میاشت کې لاډیر اجر وثواب لری.

دمسلمانانواختر ته هغسې فتوا اود کافرانو اخترته داسې خوشحالی تاسونه دخدای دامر (فاصلحو) تعجیل له یاده ویستلی.

نومالومه ده چې داسوله دپردیوپه سپارښتنه اوډنډه پنج په پردیوهیوادونو کې دپردیو دموخوبشپړولو لپاره سر ته رسی.

څرګنده خبرخولاداده چې هغه چارې چې دیهودونصاراپه نغوته سرته رسی هغه به هیڅکله دمسلمانانو په ګټه نه وی که داسې ونه شول داکریسمس اودارخصتی دې نښه وی .

عبدالروف لیوال

 

 

 


بالا
 
بازگشت