پوهاند محمد بشیر دودیال

 

دهرات د میناتور ځانګړی سبک

(پنځمه برخه)

دافغانستان بیلابیلو وختونو کې له بیلابیلو لوړو-ژورو او راز راز تاړاکونو سره مخامخ شوی دی، کله چې د هر تاړاک  او ټولنیز کړکیچ او بحران څپې لږڅه په دمه شو ی دی، نو زموږ نیکونو په دغه وقفه کې دخپل مدنی ژوندد عادي دوام، داقتصادی شیرازې د جوړولو، د هنراو ادب ودې او د ټولنیزو معیارونو، کښت او کار او د کړکیچ درسوباتو د بیرته له منځه وړلو، اخلاقی او دخپلو ملی  او ټولینزوسجایاوو(نامدون قانون: مورالیتی، دود-دستور، فرهنګی ارزشونو،نرخونو او څلیو) بیرته حاکم ګرځولو لپاره کار پیل کړی دی. وروسته د چنګیز له ټکې( چې ارواښاد غبار صاعقه ی چنګیز) بللې ده، زموږ خلکو لږ دمه واخیسته، یوه دوره  بیا د امیر تیمور(ګوډ تیمور) پرمهال کړکیچ سره مخامخ شول، خو له نیکه مرغه دوی بیرته خپل ورځنی ژوند سمبال کړای شو. تیموری چارواکی  د دې سیمې د معنویت تر اغیز لاندی راغلل او د فرهنګ ودې ته زمینه برابره شوه. د دغې مساعدی فضا دننه یو شمیر استعدادونه  لکه آقامیر کهروی، امیرروح الله، ولی الله، سلطانعلی مشدی او نورو د تذهیب  او خط هنر ته پاملرنه وکړه. دغه فرصت کې  ادباوو هم د ادبی تخلیقاتو فرصت وموند. دا مهال (په اوومه قمري = دیارلسمه میلادي پیړۍ  کې)؛ یعنې د سلطان حسین بایقرا پرمهال، چې امیرشیرعلی نوایی  یې وزیرو، په هرات کې د هنرونو ودې ته لار برابره شوه. هغه هنرونه چې د هرات سبک وبلل شول او وروسته بیا  یې له افغانستان څخه ډیرو نورو سیمو ته دهغو خوشبویه لمن خوره شوه. له بده مرغه کله چې پر هرات دصفویانوتاړاک راغی د افغانستان میناتور او دخط هنرمندان نورو سیمو او ملکونو ( لکه اوسنی ایران، بین النهرین، هند) ته اواره شول، خو ښیګڼه یې دا شوه چې دغه هنر ژوندی پاتې شو او د امنیت په راتلو سره بیرته  دغه هنر د افغانستان بیلابیلو سیمو او په تیره هرات کی  سا واخیسته او تر نن ورځې پورې دخط او میناتور په برخه  کې دګڼ شمیر افغانانو هنرمندې ګوتې خپل هماغه کمال نړیوالو ته زباتوی، چې کمال الدین بهزاد زبات او نړیوالو ورته د ځانکړي سبک د خاوند نوم او لقب ورکړی و. دغه هنر یو ځل د اوومې قمری پیړۍ په نیمایی کی د خواجه میرک، بهزاد او یو شمیر په مهاجر کیدو سره  د نړۍ نورو سیمو ته خپور شو، او یووخت هم له هرات څخه دآقا رضا جهانګیری پرمهال ایران ته معرفی شو چې په ایران کې د تبریز او اصفهانی دوومکتبونو اساس وګرځید او یو وخت بیا  آن تر هند پورې ورسید. همدغه مهال د هرات د خط، میناتور او تذهیب  ځانګړی سبک دخپلو ټولو عناصرو او مشخصاتو سره وپیژندل شو .د مولانا کمال الدین شاه شاعر، خواجه میرک نقاش او خطاط، کمال الدین بهزاد میناتوریست او داسې نورو شاعران، لیکوال، خطاطان او هنذمندان فرهنګی چارو ته وهڅول شوول. نه یواځې دنوایی پر مهال، بلکې د لرغونی هرات  د ویړ فرهنګ وړانګې نورو وختونو کې هم شاوخوا خورې شوی دي. دبیلګې په توګه وروسته تر ۸۲۳ق. کال څخه دشاهرخ مرزا او د ده د زوی؛ شهزاده بایسنقر مرزا پر مهال چې دوی دواړه د میناتور او خط  دهراتی سبک کلک ملاتړی وو، د ګاونډیو هیوادو اتباعو ته ورزده شو. د بایسنقرانو  دغه هنری بنسټ چې خط او تذهیب یې مهمه برخه وه د ( دارالصنایع کتاب سازی) په نوم شهرت وموند  او د بایسنقر د دورې  خپاره شوي کتابونه د میناتوری او ښکلی خط  له مخې دنړۍ د هغه وخت بیساری آثار وشمیرل شول. په سیمه کی د اسلامی فرهنګ یو مهم جز شو او ډیرو اسلامی هیوادو کی د قران عظیم الشان خطاطانو، د شعری دیوانونو مر تبینو او د جوماتونو او نورو  ودانیو جوړوونکو ورڅخه زده کړه وکړه، خو د دې معنا دا نه ده  چې دغه هنر له هرات څخه پردی شوي  وي. د بایسنقر له مړینی وروسته (۱۴۳۳م.) بیا هم هرات د ښکلی خط او میناتوری مرکز و او د ده د زوی  علاو الدوله تر دورې پورې( ۱۴۴۷م.)  خط او میناتوری  پالل کیدل. ډیر وروسته بیا، یعنی هغه مهال چې اتلسمه پیړۍ کې هرات لویو سیاسی ستونزو سره مخ شو، د دغه ولایت مدبر وزیر یارمحمد خان د هرات د ارضی  تمامیت او اقتصادی شیرازی د ساتنی او دفاع تر څنګ د دغه ولایت منورین، دینی علما، هنرمندان او هنری ارزښتونه وساتل. له نیکه مرغه تر اوسه پورې هرات کې د میناتوری او خط هنر او د دغه هنر هنرمندان شته.

د میناتوری دهرات سبک کومې ځانګړنی درلودې؟

د کمال الدین بهزاد او له هغه وروسته د میناتور او خط اثار دی سوال ته ځواب وایی. دې برخه کی ډیرو لیکوالو لکه بازل ګری، عبدالحی ګردیزی، غبار، علامه عبدالحی حبیبی، حمیدی انصاری، بنجامین راولند، انګریزمورخینو توین او جاناتن لیی،سرمحقق محمد آصف ګلزاد، ګودزری، عارف عثمانوف، مجیدمهرګان، ډاکټرشهرانی او نورولیکنی کړی دی . له دغو څیړنو او لیکنو ښکاري چې  د هرات د ښکلی خط او میناتور مکتب په دوو پړاونو کی پرمختګ وکړ . یو پړاو یې سلطان حسین بایقرا او نوایی دوره او بله یې د هرات دهنری کارګاه  چې د بایسنقر د زوی شاهرخ پرمهال  یې ډیره اوچته توانایی او ښه پیاوړتیا ترلاسه کړی وه او د هنری هستولو او سنجیدګی په ترکیب کی یی ډیر رغنده رول ترسره کړ او په دغه سیمه کی یې یو بیساری غوړیدلی هنر وزیږاو. په دغه کارګاه کی د نوښتونو د رامنځته کولو لپاره یو شمیر طرح او نقشی چمتو شوی. د تیموری عصر هنر پالونکو هڅو په ښکلی خط او انځورګری ، ودانۍ جوړولو، ادب او نورو دغه ډول  نوښتونو کی اغیزمنی وی.

په عمومی توګه د دغی دوری د میناتوری په نوښتونو کی دری ټکی: طبیعت پالنه، واقعیت پالنه او سمبول پالنه او په تیره بیا د عرفان موضوع اوچته ښکاری.

د هرات په مکتب کی د میناتوری د هنر یو بل اړخ سره هم مخامخ کیږو چی د لومړی ځل لپاره په دغه دوره کی رامنځته شو. هغه د ښکلی خط او مرقعاتو یو ځای کیدل او په ښکلی خط د شعرونو لیکل و. په دی کار سره د هنر د مینه والو هنری تنده ماته او د دوی د هنر خوښولو ذوق  وده وموندله او د راتلونکو نسلونو لپاره یوه الګو رامنځته شوه تر څو بل نسل د خپلو پخوانیو نسلونو د لاسته راوړنو پربنسټ خپل کار ته دوام ورکړی او د یوې میراثي عنعنی په اډانه کی خپل نوښتونه پلی کړی. هغه څو جوت او څرګند خصوصیات چی د هرات د سبک پیژندنه ورباندی کیږی دا دي:

اوسنی افغانستان  کې جیدو علماوو په اسلامی ثقافت، فقه او دینی علومو کی پرله پسې زیار ګاللی او د دینی علماوو ترڅنګ دتصوف کړیو هم اسلامی معاریف او عرفان په قوت سره پاللی و. دعرفان دغه معنوي میراث په تیره بیا دمولانا جلال الدین محمد بلخی څخه (ز:۵۸۶-م. ۶۵۲)  تر مولاناعبدالرحمن جامی (ز:۸۱۷) پورې؛ د دریو پیړیو په بهیر کې د افغانستان د خلکو په روح او روان کې ریښې لرلې. په تیره بیا چی جامی د تیموریانو پرمهال او په خپله په هرات کې ژوند کاو. نوځکه د هرات د هنری سبک(خط او میناتور) یوه لومړنۍ او مهمه نښه دا وه چې مذهبی او اسلامی معرفت یی ښود. بله ځانګړنه یې دا وه چې له انځورونو سره یې نستعلیق خط درلود. د دی سبک زیاتره آثار هم انځور او هم لیک لري، چې یو تر بل څخه ښکلی، هنرمندانه، ظریف او زړه کښونکی دی، نو ځکه یې دوه هنرونه سره خلط کړی دی، په همدې خاطر دخط او میناتوری دواړه صفات ورته ذکر کوو. بله ځانګړنه یې دا ده چې اثار معمولاً مستطیلی شکل لري، په انځورونو کی سیوری نه ښکاري او تشه فضا بالکل پکې نشته. په دغه سبک کی په انځورونو کی تیږي  او آن دغرونو، غونډیو او کمر اړخونه ښکاري،  د انځورونو فضا ډیره ډکه او آن دا چې ویلای شو چې تشه فضا پکې بالکل نشته. یوبل سره یې ورته والی هم ډیر لیدل کیږی، خو د میناتور په یو شمیر عناصرو په ترکیب کې انسجام ضعیف ښکاري، خو بیا هم دغه تخنیکی نیمګړتیا د ټولی فضا د عالی ترسیم، ښکلی خط او هنرمندانه رنګ له امله نه تر سترګو کیږی، یا اقلاً پټه ده. له اروایی پلوه او د هنرمندانه دید له مخې؛ د هرات په هنری  سبک او سیاق سره شکلونه او انځورونه خپل فزیکی - تجربی خاطرات له لاسه ورکوی او په رمزي او خیالی بڼو سره په یو ځانګړی جوړښت باندی بدلیږی. دغه  عاطفی – انځوریز ځانګړی جوړښت په تصویری عرفان کی د ټولی هستی ډوبیدل دی. دلته بصری عناصر لکه نقطه، خط، سطح، رنګ او د انځورونو کرښی چی تجسمی مادی شکلونه دي، د یوه خاص بیان له امله او د غیر مادی لوری موندنی له امله، رمزی کیږی، چی دغه ځانګړی ترکیب بندی او خاص جوړښت د توحید یو نمایش دی. څومره چې د دې لیکنې لیکوال د یوه اماتور په توګه وکتل، د امیرشیرعلی نوایی په خاصه توجه او په تیره د بایسنغریانو د دوری په پای کې دادبی آثارو خطاطی او تذهیب ډدیر وهڅول شو، نوپه کتاب لیکلو او د کتابونو په سینګارولو کی په تاریخی مضامینو (جامع التواریخ، مجمع التواریخ او د طبری تاریخ) حماسی آثارو (د فردوسی شهنامه)، غنایی آثارو (شعرونه او د خواجه دیوان او د نظامی خمسه) باندی ډیر تاکید وشو چی د هغه مهال د شرایطو یوه غوښتنه وه.

دغه بهیر د هنر پالو او هنر خوښونکو د ښکلا خوښونی او ښکلا پيژندنی انګیزه پیاوړی کوله او د نورو نویو آثار د ودی لاره یی هواره کړه او د دود – دستور د ټینګښت او دوام لپاره یی لوی خدمت ترسره کړ . موږ د خپل ملی تاریخ په تګلوری کې، تر نن ورځې پورې  څو ځله دا ډول پېښې په تکراری توګه وینو. زموږ بحث  یواځې د خط او میناتور په هکله دی. خط او میناتوری د رنګونو هنر دی، نو موخه مو د دغی دوری د انځورګری یوه ځانګړتیا د بشپړو رنګونو د فضا د یوه نوی مفهوم په علمی بڼه بیانول دی. د دغې دورې له آثارو ښکاری چې  د سره رنګ له کورنۍ څخه کار اخیستل کم شول، خو د شنه، ارغوانی، ګلابی رنګونو دود زیات شو او د تور و سپین په پرتله یی استعمال زیات شو .

لږ موده وروسته د هرات تجسمی هنر کې ځینی چینی عناصرو ځان څرګند کړ. د افغانستان د تجارت د تاریخچې د مطالعې له مخې؛ دا مهال په سیمه کې امنیت څه ناڅه ښه وه نو له کاشغر تر کاشانه، د افغانستان له  ختیځ تر لویدیځ او ټوله اوسنۍ وربوی کې سوداګری، کاروانسرایونه او دتبادلی پروسه ښه په درز کې  روانه وه، له دې جملی چینایی اجناس  له دې لاری دمدیترانی ترغاړو او تر شام پورې تلل، یو شمیر یې دلته هم پلورل کیدل، نو ځکه  په دغه دوره کی د چینی انځورونو په دود کیدو کی د چینی اجناسو (چینی لوښی، رختونو، اوبدل شوی ټوکرونو او نورو) واردیدلو او تجارت ډیر رول درلود.مخکې تر دې چې پرافغانستان صفویان یرغل وکړي، دافغانستان تجسمی هنر، خط، میناتوری، پژتوګلو، مدرسې، جومات اوکلا جوړولو او لوښوسینګارولو کې د یوه ځانګړی سبک  په توګه معرفی شوی و، البته په هنر او ادب کې د سبک تر پړاو رسیدل او د سبک خاوند کیدل ډیر زیات ریاضت او پوخوالی غواړی، خو زموږ دهغه وخت هنرمندانو دریاضت او پوخوالی دغه پړاوونه په بریالیتوب تیر کړي وو. له بده مرغه د صفویانو په یرغل همدغه ظریف او نفیس هنرمندان خواره واره شول، همدا مهال یی د هرات د مکتب یوه مترقی مرحله یی بللای شو چې د ډیرو بدیع، نویو او پرتمینو لاسته راوړنو لرونکی وه. په دغه پړاو کی ډیر تکړه انځورګرانو د پخوانیو ضوابطو او مضامینو په بدلون کی لاس درلود. په دغه دوره کی د میناتوری موضوعات عرفانی او اخلاقی وو. له دی پرته غنایی موضوعات او مضامین هم لیدل کیدل. حیرانوونکې دا ده چې غنایی او د ورځنیو پېښو انځورولو هم له عرفانی اړخ سره تړاو درلود. تاریخی موضوعات لږ و (لکه ظفرنامه، نما وقدرت، سلسله تیموری) چی په نویو انځورونو سره وړاندی شول چی په هغو کی د تیموریانو له خوا د بالاحصارونو د نیولو، د دوی د واکمنی، د سمر قند د جومات جوړولو او نورو چارو ته پاملرنه شوی وه. په دغه پړاو کی د ژوند ورځنی موضوعات هم د انځورګرانو د پام وړ وګرځیدل او د دربار د ژوند ځینی اړخونه په بی واسطه ډول انځور شول (د کار او کار کولو انځورونه، حمامونه، غیږی نیول د ټولنی معمول کسبونه، کرونده کې کار، دیوال جوړول،...) د میناتوری موضوع وګرځیده او د کوڅی او بازار خلکو هم د دغی دوری په هنری سلیقه کی ځان راڅرګند کړ. لکه چې لږ مخکې هم وویل شول، په عمومی توګه د دغی دوری د میناتوری په نوښتونو کی دری ټکی: طبیعت پالنه، واقعیت پالنه او سمبول پالنه او په تیره بیا د عرفان موضوع اوچته ښکاري.  په دې توګه؛ کله چې دغه هنر د دربار او خواصو له مرتبې د عوامو لوړ حد ته پورته شو، نود دغی دوری د انځورګری ځانګړتیا، د بشپړو رنګونو د فضا لرونکی شوه اود یوه نوی مفهوم بڼه  یې غوره کړه. هغو کره کتونکو ته چې په علمی ډول  د خواصو او عوامو دهنر په برخه کې علمی څیړنه کوي، دا ټکی ورته په زړه پورې دی . همدارنګه دا وخت د سره رنګ له کورنۍ څخه کار اخیستل کم شول، خو د شنه، ارغوانی، ګلابی رنګونو دود زیات شو او د تور و سپین په پرتله یی استعمال زیات شو.د هرات د هنری سبک د عالی تکامل په دې پړاو کې  بهزاد د کرښو په مرسته د پخوانی بی حرکته انځورګری سوړ او کرخت وضیعت بدل کړ او یوه خوځنده او پیاوړی بڼه یی ورکړه. دغه وګړنیز ژمن میناتوریست طبیعت او ودانۍ د خلکو د کار او فعالیت د محل په توګه انځور کړی او په دغسی چاپیریال کی یی هری څیری ته مناسب ځای په پام کی ونیو. د رنګونو په متقابلو اغیزو سره یی د انځورونو بیلابیلی برخی یو بل سره ونښلولی او په دی توګه یی وکولای شول چی د چاپیریال، وګړو، ونو-بوټو او نوروبیلابیلو شیانو تر منځ اړیکی جوړی کړی او دا په میناتوری کی یوه نوی لاسته راوړنه وه. بهزاد د ونو – بوټو او تیږو په انځورولو کی یو بیساری نوښت کړی و،  چی په سړو او یو بل سره د همغږی لرونکو رنګونو په واسطه یی انځورول. ده د عادی وګړو انځورولو کې، د دوی  روحی  (سایکولوجیکی)بیانوونکی حالت ته پاملرنه وکړه . د ده دا بیانوونکی حالت،  انځورونه په حرکت راولي.  لږ وروسته؛ په بل پړاو کې  په آثارو کې د یوه وګړنیز ریالیستیک هنر څرکونه ښکاره شول. بهزاد چې په خپله یو خواریکښ، په خپل مټ متکی  او نوښتګر هنرمندو، نو د انسان پالنی د محتوا ساتنه او انسان پالنه یې د خپل کار د محور په توګه غوره کوله.

په مجموع کې دیارلسمه میلادي پیړۍ دهرات د میناتور سبک کې  د نویو رنګونو په رامنځته کولو کی نوښت ښکاره کوي، ډیرو ځایونو کی له لاجوردی، فیروزه یی، طلایی، نارنجی، سرو او ژیړو رنګونو څخه کار اخیستل شوی دی.د طلایی رنګ زیات کارول، د انځور په تشه ځمکه باندی د ګلانو او بوټو انځورول او د سپین رنګ کارول د دی دوری یو څو نوری ځانګړتیاوې دي. په انځورونو کی ډیر ګڼ شیان ښکاری، لکه ونې، په ونو کې مرغان، په آسمان کې وریځ او الوتونکي، پرزمکه بوټي، تیږی، اوبه او ډیر نور شیان، خو اصلی څیرې لویی او رانژدې دي. دغه سبک په هنرمندانه مویک سره تتوالی او روښانتیا ډیره ښه په پام کی نیسی. یوه خبره چې  تصادفاً بازیل ګری ورته متوجه شوی هغه دا ده چې  د هرات دمیناتوری  سبک کې د ښځو څیری ډیرې  لږ دي.

د هرات په مکتب کی د میناتوری د هنر یو بل اړخ سره هم مخامخ کیږو چی د لومړی ځل لپاره په دغه دوره کی رامنځته شو. هغه د ښکلی خط او مرقعاتو یو ځای کیدل او په ښکلی خط د شعرونو لیکل و. موږ نه هییروو چې د دغه هنر په وده کې به سلاطینو(له سلطان حسین بایقرا نیولی، تر علاوالدوله) او په تیره امیرعلی شییرنوایی تشویقی رول درلود، خو بی له شکه چی په اصل کی په خپله دغه هنرمندان وو چی غوښتل یی ذوقی مسایلو سره په بوخت کیدو د پردیو یرغلونو او د بیګانه ځواک حاکمیت او ترخه خاطرات او له دې امله تیرې شوی بدې ورځې هیرې کړي، نو ځکه یې ورو ورو د کتابونو سینګارول، د ښکلا پالنې اصول او د میناتوری هنر د بشپړتیا تر پړاو پورې ورساو او غوښتل یې چې هنر داسې لوړی  پوړۍ ته اوچت کړي چی نه یواځی سترګې، بلکې زړونه هم روښانه کړي. هغه څه چی څرګند دي، هغه دا دی چی میناتوری نه لکه د معماری په شان ده او نه هم د صنعتی هنرونو په شان ده چی خلک د ژوند د چارو لپاره ورته اړتیا ولری او ټول یی د لګښت لپاره غاړه کیږدی، بلکی دا هنر فقط د ښکلا خوښونی یوه بیلګه ده، لکه ښکلی لیک چی د علم پالو خلکو له خوا د علم د خپرولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږی. دا هنر د موسیقی په شان هم نه ده چی په ساده او ارزانه وسایلو باندی پوره شی، بلکی داسی یو هنر دی چی د لوړ عظمت، ډیر پیچلتوب، د رنګ او خامو موادو لوړقیمت  او زیات دقت او وخت لګولو له امله داسی موادو او توکو ته اړتیا لری چی هغه پرته له  پیاوړې تمویلوونکی منبع او ډیرې مجهزی  کارګاه څخه یې تخلیق او ایجاد ډیر ستونزمن دی، نو همدا لامل و چی دغه هنرمندان (میناتوران او د ښکلي خط خطاطان) له ډیرو مالی او اقتصادی ستونزو سره مخامخ وو. د دغې لیکنې راتلونکو برخو کې به بیلابیلو دورو کی د میناتور او خطاطانو ستونزمن حالات او  دا چې همدا اوس هم زموږ یو شمیر میناتوران له هیواد بهر دی، بحث وکړو. په کابل ښار کې به د میناتوری د بازار سوړ وضعیت هم ولیکو. خو د دې په پرتله ګاونډیو هیوادو کی دی برخې ته پاملرنه زموږ د ډیرې دلسردی لامل ګرځي. همدا تیره اونۍ( د ۱۳۹۹ل. کال دسلواغې پر لسمه ) په تهران کې د میناتور د هنر یو لوی نندارتون د یونسکو په مرسته او ملاتړ او د ایران، چین، هند، عربو او یو شمیر نورو هیوادو د میناتورانو په ګډون دایر شو، له نیکه مرغه زموږ څو تنو افغانی میناتورانو هم پکې ګډون درلود. په تهران کې د افغانستان لوی سفیر دغې لویې غونډې ته د وینا پرمهال په افغانستان کی د میناتور تاریخچې سره تماس ونیو. د نندارتون په زړه پورې برخه د چینایی خط تابلوګانې وې. همدا اوس په ایران کې زموږ د افغانی میناتورانو آثار ښه بیه لري  او  د دوی د معیشیت یوه له ویاړه ډکه سرچینه ده، خو دننه په وطن کې یې بازار سوړ او د مقاماتو له پاملرنې لویدلې ده.

د افغانی میناتور او خط معاصرې څیرې د دغې سلسلې یوه بله برخه ده.  دغه لړۍ دوام لري.  راقم الحروف به هڅه وکړی چی  دغه ټولې برخې د یوه کتابګوټي په بڼه یی چمتو کړی.   درناوی.

 

 


بالا
 
بازگشت