عبدالرووف لیوال

 

داحمدظاهردوروستۍ سلګۍ خبره (پاچاچی میکنی؟)

دسیدمحبوب الله پاچا دامرکه داحمدظاهردمړینې دپیښې ریښتونی لړ څرګندوی.

هغه خپل ځان داسې معرفی کوی :

سیدمحبوب الله پاچا ، دسیدعاشق الله پاچا زوی اودسیدلالاپاچا لمسی دلغمان اوسیدونکی ، دمور له خو ا محمد زی ، دنامتوکمپوزیتور فضل احمد ذکریا نینوازدترورزوی ( سردارفیضمحمد خان ذکریادنادرشاه دمعارف وزیردده ماما)کیږی – دحبیبیې له عالی لیسه نه فارغ اوپه هغه وخت کې یې دباندینیو چارووزارت کې دنده درلوده .

هغه وایی چې له کوچنیوالی یې له احمد ظاهر سره انډیوالی او خپلوی درلوده [دده خور داحمد ظاهردورور( آصف ظاهر) ماندینه وه] ده تل داحمد ظاهر سره ناسته پاسته درلوده .

محبوب الله پاچا دهغې پیښې بهیرچې احمد ظاهر پکې مړ شو، شیبه په شیبه داسې بیانوی :

((زموږ کور په کارتې پروان او داحمد ظاهر کور دقوای مرکز په څلور لارې کې وو – په هغه ورځ مې چې په اتو بجو خپله حاضری په خارجه وزارت کې لاسلیک کړه – دسهار اته نیمې بجې به وې چې له احمد ظاهر سره دهغه په مازدا موټر کې په چکر ووتو – لومړی مو دخیرخانې د نوی او لوی سړک نه دوه نجونې (شهنازاوشکیلا) ځان سره سپرې کړې او دکرغې خواته رهی شولو -  له قرغې نه احمد ظاهر(برندی) مشروب واخیستل او ماته یې چکسلواکی بیر، دکرغې بند دکیشتیو له سوریدووروسته بیرته دښار په لور راغلو – دباغ بالا دآریو ب نندارې سره ما هغوی ته وویل چې وزارت کې کار لرم ، خو هغوی وویل چې نه سالنګ ته ځو او نجونو هم ماته زاری وکړې چې هغوی سره دسالنګ چکر ووهو، کله چې دچاریکارو ښار ته ورسیدو – احمد ظاهر دکباب اخیستلو لپاره کوز شو اویوې نجلې ماته یو څه برندی مشروب هم راکړل – کله چې سالنګ ته ورسیدو له یوه پول ګوټی او کګلیچ سره له مخې لوی موټرناببره را ښکاره شو، زه چې ګرم (نیشه) وم، دموټر جلو زما له کنترول نه ووت او دغره له غټې ډبرې سره ونښت ـ په دې مهال احمد ظاهر چې زما شاته په سیټ کې ناست وو چیغه کړه چې [[پاچا چی میکنی]] شکیلا نومې جلۍ زما څنګ (مخکې سیټ) او شهنازله احمد ظاهر سره په وروستی سیټ کې ناسته وه – زه بیهوشه شوم خو کله مې چې سترګې وغړولې دپروان په ملکی روغتون کې وم ـ هلته داحمد ظاهر پلار، وروور اوزما وړوکې خور هم راغلی ول – هغه زیاتوی چې ،پیښه درې بجې شاوخوا واقع شوه – زما پُښتۍ ماتې شوې وې له دې کبله یې زه دعلی آباد روغتون ته لیږدولی وم، زه داحمد ظاهر له حال نه خبرنه وم خو کله چې یوه اونی وروسته له روغتون نه رخصت او کورته ولاړم خبر شوم چې احمد ظاهر مړشوی دی.))

دامرکه محبوب الله پاچا دبهار تلویزیون سره په ریښتونی ډول سرته رسولې ، چې داحمد ظاهرپه مړینه کې دهر ډول توطیې ( چلوټې) امکان رده وی.

عبدالرووف لیوال.

 

 


بالا
 
بازگشت