عبدالرووف لیوال

 

دزبیښاک لپاره دزبرځواکونومرګونی ویروس (کرونا)

مخکې له دې چې پورته اوږد سرلیک راوسپړو، ستاسو پام لاندې راپور ته راګرځوو:

دبې پرې څیړونکواو ژورنالستانوګرویږنی اوڅیړنۍ چې اوس مهال خپرې شوی ، جوته وی چې داسې مدارک اونښې نښانې لاس ته راغلی چې له آره دکرونا وایروس (کوبید۱۹) یوه بیولوژیکی وسله  ده چې دانسان په لاسونوجوړ شوې اوپه بیولوژیکی جګړه کې دختیځ دپرمختګ دخنډلپاره منځ ته راغلی .

ددې ویروس دخپریدوغوښنه موخه داده چې دچین او ایران غوندې هیوادونو په اقتصاد برید وکړی اوورسره ویره (رعب) اواروایی ستونزې وزیږوی.

هغه مدارک چې دایتالیایی ژورنالست Fabio Giuseppe،په هانګ کانګ کې میشت جاپانی ژورنالست Yoichi Shimatsuاوپه چین کې لویدیځ لیکوال او کارپوه Prof .Francis Boyleاو دبیو لوژیکی وسلو متخصص Prof.Kevin Barrettاو دهندی څیړونکوډله ایزې څیړنې زباتوی چې دکرونا ویروس له آره پنځیز میکروب نه بلکې دانسان له خوا په پټ پوځی لابراتوار Biolab –Level 4کې جوړ شوی دی.

دهند دتکنولوژۍ انستیتوت څیړنکوداویروس ژنیتیکی جوړښت تجزیه کړی چې په هغه کې یې څلور ډوله Amino Asidsیا دپروتینو تیزاب موندلی چې دایدزH.I.Vویروس سره ورته دی .

داسې څرګندیږی چې داامینواسیدونه ، عمداٌ دکرونا ویرس ته دننه شوی ، ددې راپور په اساس داپنځیز ویروس نه ، بلکې دانسان په لاس په لابراتوار کې جوړ ده چې دوایروس ضرررسونه زیاته کړی ، همدا لامل وو چې په چین کې دکرونا ددرملنې لپاره دH.I.Vدویروس ضد درمل وکارول شول .

ددې راپور له مخې دکرونا ویروس دوړوکو(درون)Nano – Dronesدغربی استخباراتوپه واسطه په موخه ایزو سیمو کې لونل کیږی .

ددې بیولوژیکی جګړې نه دزبرځواکونوموخې :

نوی زبیښاک ، امپریالیزم ، صهیونیزم ، سوسیال امپریالیزم اوشوونیزم هغه زبر ځواکونه دی ، چې غواړی ددریمې نړی دپرمختګ په حال کې هیوادونه ترخپلزبیښاک او تالاک لاندې راولی ، دهغوی پرمختګ مخه ډب اوخپل درمل هم په هغوی وپلوری.

دقابوکوونکی کړکیچ په واسطه په نړي کې دزیږول شویوکړکیچونو څخه ګټه پورته کول :

پورتنی زبرځواکونه ، په ځانګړې توګه امریکا دزیږول شوی کنترولی کړکیچ ددوکتورین په اساس دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کې ( خصوصاٌ اسلامی هیوادونو) کې کړکیچ زیږوی او په خپله ګټه دا هیوادونه دهغوی دسوډرو وګړوله دبې عقلی نه په ګټه پورته کولو سره ، هغوی زبیښی .

ددې کړکیچونودزیږون دوکتورین اتیا سلنه په اسلامی هیوادونو کې ، صهیونیزم سره په ګډه عملی کیږی لکه دبهار عربی کړکیچ،دفلسطین کړکیچ ، دکشمیر کړکیچ ،دعراق اوشام کړکیچ دافغانستان ، سومالیا ، نایجیر ، سوډان ، دفلپین دمسلمانانو او داسې نور سرطانی غدودونه ( مرغیړی) دی چې دهغو له چاغیدو ګټه پورته کوي . یوه بیلګه : دعبدالله اوغنی تر منځ دکړکیچ له پیدا کولونه دطالب دکړکیچ راوستلو ته زمینه برابروی اوخپله ترې ګټه پورته کوی ( پلوتونیمو دلیږدبهیر چټکوی ).

خینې وختونه دازیږول شوی کړکیچ خپله دده دځان بلا شی لکه هغه پخوا زمانو کې ددې لپاره چې دافغانستان جهادښه اور لړن کړی دترهګری اور لړونی (بن لادن ، عبدالله عزام ) ته یې وده ورکړه ، چې وروسته یې دخپل ځان لپاره بلا شول.

زه دیوه کهنه پیخ ژورنالست په توګه چې دانفلونزای مرغی (ټوغکی) ، سارس او انفلونزای خوکی اودایبولا په هکله مېلسګونه راپورنه اډیت کړی او لس کاله کیږی چې روغتیایی څانګو ( روغتیایی انستیتوتونو) اودوایی شرکتونو سره دنده ترسره کوم تاسو ته مشوره درکوم چې له ایرا ن څخه راستون شوی نه ځان لرې وساتی اودناروغی په مقابل کې خپل مورال او معافیت لوړکړی – روغ به پاتې شی . نور یاشافی – په تن موروغتیا اوپه خوله مومسکا!

عبدالرووف لیوال.

 

 


بالا
 
بازگشت